(1) الله د تېزو آسانو غوندې په پرله پسې بادونو لوړه وکړه.
(2) او پر سختو چلېدونکو بادونو يې لوړه وکړه.
(3) او پر هغو بادونو يې لوړه وکړه چې باران خپروي.
(4) او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې هغه څه را نازلوي چې حق له باطله بېلوي.
(5) او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې وحي نازلوي.
(6) داسې وحي نازولي چې د الله له لوري د خلکو لپاره عذر وي، او د الله له عذابه د خلکو وېرونه وي.
(7) پرته له شکه ستاسو سره چې د بېرته راپورته کېدلو، حساب او بدلې کومه ژمنه کيږي هغه هرومرو رامنځته کېدونکې ده.
(8) نو کله چې د ستورو رڼا ختمه شي او روښنايي له منځه ولاړه شي.
(9) او کله چې آسمان څيرې کړل شي ترڅو پرېښتې ترې را کوزې کړل شي.
(10) او کله چې غرونه له خپلو ځايونو و اېستل شي او ميده ميده کړل شي تردې چې ګرد وګرځي.
(11) او کله چې رسولان يو ټاکلي وخت ته را غونډ کړل شي.
(12) پر امتونو د شاهدي ورکولو په موخه د لويې ورځې لپاره ځنډول شوی دی.
(13) د بندګانو تر منځ د پرېکړې د ورځې لپاره، چې پر حقه به له باطل څخه او نېکبخته به له بدبخته بېل شي.
(14) او اې رسوله! ته څه پوه يې چې د پرېکړې ورځ څه ده؟!.
(15) په دغه ورځ به د هغو درواغ ګڼوکو لپاره تباهي، عذاب او زيان وي چې هغه څه درواغ ګڼي چې رسولان د الله له لوري ورسره راغلي دي.
(16) آيا موږ پخواني امتونه تباه نه کړل کله يې چې پر الله کفر وکړ او خپل رسولان يې درواغجن وګڼل.
(17) او بيا به له وروستنيو څخه درواغ ګڼونکي ورپسې کړو، نو داسې به يې تباه کړو لکه هغوی مو چې تباه کړي وو.
(18) د دغو امتونو د تباهۍ غوندې موږ ګناهکاران تباه کوو چې د هغه څه درواغ ګڼونکي دي چې محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی دی.
(19) په دغه ورځ به د درواغ ګڼونکو لپاره د الله له لوري د مجرمانو د سزا له امله تباهي، عذاب او زيان وي.
(20) اې خلکو! تاسې مو له سپکو لږو اوبو څخه نه ياست پيداکړي چې هغه نطفه ده.
(21) نو دغه سپکې اوبه مو په يو خوندي ځای کې وساتلې چې هغه د ښځې رحم دی.
(22) تر يوې ټاکلې مودې پورې چې هغه د حمل موده ده.
(23) نو د پيدا شوي ماشوم صفت، اندازه، رنګ او داسې نور مو اندازه کړل، چې د دغو ټولو ښه اندازه کوونکي همدغه موږ يو.
(24) په دغه ورځ د الله د ځواک درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
(25) آيا موږ ځمکه داسې نه ده ګرځولې چې ټول خلک را غونډوي.
(26) ژوندي پر هغې د اوسېدو او آبادولو په ډول را غونډوي او مړي په هغې کې د خښېدو په ډول.
(27) او په هغې مو برقراره جګ جګ غرونه پيداکړي دي، چې له خوځېدو يې راګرځوي، او اې خلکو! تاسو مو په خوږو اوبو خړوبه کړي ياست؛ نو چا چې دغه پيداکړي دي هغه ستاسو له بېرته را پورته کولو څخه بې وسه نه دی.
(28) په دغه ورځ د الله د نعمتونو درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
(29) او هغو کسانو ته به وويل شي چې هغه څه يې درواغ ګڼل چې رسولان يې ورسره ورته راغلي وو: اې درواغ ګڼونکو ولاړ شئ د هغه عذاب لوري ته چې تاسو به درواغ ګڼلو.
(30) ولاړ شئ د اور د دود سيورې خوا ته چې دريو برخو ته وېشل شوی دی.
(31) چې په هغو کې نه د سيوري يخوالی شته، او نه د اور لمبه او ګرمي ګرځوي که چېرې تاسو ته در سوروی شي.
(32) بېشکه هغه اور لوی لوی بڅرکي غورځوي، هر بڅرکی يې په لوی والي کې د ماڼۍ غوندې وي.
(33) هغه بڅرکي چې غورځول کيږي په تور والي او غټوالي کې لکه تور اوښان داسې وي.
(34) په دغه ورځ د الله د سزا درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
(35) دا داسې ورځ ده چې هغوی به پکې هيڅ خبرې نه شي کولای.
(36) او نه به هغوی ته اجازه ورکول کيږي چې له خپل کفر او ګناهونو څخه د خپل پالونکي لوري ته عذر وړاندې کړي، چې عذر يې بيا ومنل شي.
(37) په دغه ورځ د دغې ورځې د خبر ورکولو درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
(38) دغه د خلکو تر منځ د پرېکړې ورځ ده، تاسو او پخواني امتونه مو په يوه خاوره کې را ټول کړي ياست.
(39) که چېرې تاسې لره کوم چل وي چې د الله له عذابه پرې ځانونه ژغورلای شئ؛ نو چل مو زما پرخلاف ترسره کړئ.
(40) په دغه ورځ د پرېکړې د ورځې د درواغ ګڼوکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
(41) پرته له شکه هغه کسان چې له خپل پالونکي څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ځان ساتلو ترې ډاريږي د جنت د ونو په اوږده سيوري او روانو خوږو اوبو په چينو کې به وي.
(42) او له هغو مېوو څخه به يې خوراک وي چې غواړي يې.
(43) او هغوی ته به ويل کيږي: له پاکو شيانو خوراک کوئ او له داسې خوندور څښاک څخه څښئ چې خرابي پکې نشته، دا د هغه نېکو کړنو له امله چې تاسې په دنيا کې کولې.
(44) پرته له شکه د دغې بدلې غوندې چې تاسې ته مو درکړې ده موږ نېک عمله خلکو ته بدله ورکوو.
(45) په دغه ورځ د هغو کسانو لپاره تباهي، عذاب او تاوان دی چې هغه څه يې درواع ګڼل چې الله د متقيانو (ځان ساتونکو) لپاره چمتو کړي و.
(46) او درواغ ګڼونکو ته به ويل کيږي: خورئ او په دنيا کې لږ وخت له دنيوي خوندونو ګټه پورته کوئ، پرته له شکه تاسو پر الله د خپل کفر او د هغه د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله مجرمان ياست.
(47) په دغه ورځ د هغو کسانو لپاره چې د بدلې پر ورځ د خپلې بدلې درواغ ګڼونکي دي تباهي، عذاب او تاوان دی.
(48) او کله چې دغو درواغ ګڼونوکو ته وويل شي: د الله لپاره لمونځ وکړئ هغوی ورلره لمونځ نه کوي.
(49) په دغه ورځ دواغ ګڼونکو لره چې په هغه څه کې رسولان درواغ ګني چې د الله له لوري ورسره راغلي تباهي، عذاب او تاوان دی.
(50) کله يې چې د خپل پالونکي له لوري پر دغه نازل کړل شوي قرآن ايمان را نه وړ؛ نو له هغه پرته به پر بل څه شي هغوی ايمان راوړي؟