(1) وبال او سخت عذاب د خلکو د زيات غيبت کوونکو او په هغوی د زيات عيب ويونکو لپاره دي.
(2) هغه څوک چې ټوله هڅه يې د مال غونډول او شمېرل وي، له دغه پرته بل کار نه لري.
(3) هغه ګومان کوي چې کوم مال هغه را غونډ کړی هغه به يې له مرګ څخه وژغوري، نو د دنيا په ژوند کې به تل تل ترتله پاتې شي.
(4) امر به داسې نه وي لکه دغه ناپوه چې فکر کوي، هغه به هرومرو د دوزخ په هغه اور کې غورځول کيږي چې هرڅوک ورواچول شي، د خپلې سختۍ له امله يې ټوټه ټوټه کوي او ماتوي.
(5) اې رسوله! ته څه پوهېږې چې دغه اور چې هر ور اچول شوی کس ټوټه ټوټه کوي هغه څه دی؟!.
(6) پرته له شکه هغه د الله بل کړل شوی اور دی.
(7) هغه چې د خلکو له جسمونو څخه زړونو ته يې لار مومي.
(8) پرته له شکه هغه پر عذاب کړل شويو را تړل شوی دی.
(9) په اوږدو لوړو ستنو کې تردې چې له هغو به نه وځي.