(1) الله پر لمر لوړه وکړه، او له ختيځه له راختلو وروسته يې د پورته کېدلو پر وخت لوړه وکړه.
(2) او پر سپوږمۍ يې لوړه وکړه چې د هغه له لوېدو وروسته ور پسې راشي.
(3) او پر ورځ يې لوړه وکړه چې کله په خپله رڼا هغه څه روښانه کړي چې د ځمکې پر مخ وي.
(4) او په شپه يې لوړه وکړه چې کله د ځمکې مخ وپوښي؛ نو تياره شي.
(5) او پر اسمان يې لوړه وکړه، او د هغه پر پياوړي جوړښت يې لوړه وکړه.
(6) او پر ځمکه يې لوړه او د هغې پر غوړېدو يې لوړه وکړه، تر څو خلک پرې و اوسيږي.
(7) او پر هر نفس يې لوړه وکړه، او د الله له لوري د هغه په برابر پيدايښت يې لوړه وکړه.
(8) بيا يې پرته له زده کړې پر هغه څه پوه کړ چې شر دي تر څو ترې ډډه وکړي، او څه چې ورته غوره دي ترڅو يې ترسره کړي.
(9) پرته له شکه هغه څوک په خپله موخه کې بريالی شو چې نفس يې پر فضايلو په ښايسته کولو او له رذائلو څخه په خالي کولو پاک کړ.
(10) او هغه څوک زيانمن شو چې خپل نفس يې په ګناهونو او نارواوو کې په پټولو ښخ کړ.
(11) ثموديانو په ګناهونو کې له بريده په اوښتلو او ګناه په ترسره کولو سره خپل نبي صالح درواغ وبللو.
(12) کله چې له هغوی تر ټولو بدمرغه سړی پورته شو وروسته تردې چې قوم يې هغه انتخاب کړ.
(13) هغوی ته يې رسول صالح عليه السلام وويل: د الله اوښه او په خپل ورځ کې يې نوبت سره پرېږدئ، چې هغې ته هيڅ زيان مه رسوئ.
(14) خو هغوی يې خپل رسول د اوښې په اړه درواغجن وګڼلو، نو ترټولو بدمرغه سړي يې د هغوی په خوښه اوښه ووژله، چې هغوی هم په ګناه کې ورسره شريکان وو، نو الله پر هغوی خپل عذاب را کوز کړ، هغوی يې د خپلو ګناهونو له امله په يوه چېغه تباه کړل، او په هغه سزا کې يې سره برابر کړل چې هغوی يې پرې تباه کړل.
(15) الله پر هغوی عذاب راوستی چې هغوی يې تباه کړل پرته له دې هغه پاک ذات دی د هغوی له پاتې شوو نه بېريږي.