60 - Al-Mumtahana ()

|

(1) اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته راو کړي يې دي، زما او خپل دښمنان په دوستۍ مه نيسئ چې له هغوی سره دوستي او مينه کوئ، په داسې حال کې چې هغوی پر هغه دين کفر کړی چې تاسو ته مو د رسول پر لاس راغلی، رسول له خپله کوره وباسي او تاسې هم په مکه کې له خپلو کورنو څخه وباسي، په تاسې کې د نږدېوالي او خپلوۍ خيال نه ساتي، دا د بل هيڅ شي له امله نه دي مګر دا چې تاسو پر خپل پالونکي الله ايمان راوړی، که چېرې تاسې زما په لار کې د جهاد او زما د رضا د لټولو لپاره وتلي واست؛ نو دا کار مه کوئ، هغوی ته د مسلمانانو خبرونه له هغوی سره د مينې له امله په پټه واياست، او زه له دغه څخه پر هغه څه ښه پوهېږم چې تاسو يې پټوئ او څه چې ښکاره کوئ، له دغه او نورو څخه پر ما هيڅ هم نه پټيږي، او څوک چې له کافرانو سره دغه دوستي او ملګرتيا کوي، بېشکه چې هغه له سمې لارې اوښتی دی، له حق څخه لار ورکی او سمې لارې څخه لېرې شوی دی.

(2) که چېرې پرتاسې برلاسي شي هغه دښمني به ښکاره کړي چې په زړونو کې يې پټوي، او تاسوته به خپل لاسونه په ازار رسولو او وهلو در اوږده کړي، او خپلې ژبې به په ښکنځلو او بدو ويلو در خلاصې کړي، او هيله کوي چې که تاسې هم پر الله او د هغه پر رسول کفر وکړئ ترڅو د هغوی غوندې شئ.

(3) تاسو ته به مو خپلوي او اولادونه ګټه ونه رسوي، کله چې له کافرانو سره دوستي وکړئ، د هغوی له امله به د قيامت په ورځ الله ستاسو ترمنځ بېلوالی راولي، جنتيان به جنت ته ننباسي او دوزخيان دوزخ ته، نو ځينې به مو ځينو ته ګټه ونه رسوي، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسې يې کوئ، له هغه پاک ذات هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي او جزا به پرې درکړي.

(4) اې مؤمنانو! په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم عليه السلام او هغو مؤمنانو کې چې له هغه سره وو يوه ښکلې تګ لاره ده، کله يې چې خپل کافر قوم ته وويل: موږ له تاسو او له هغه بوتانو څخه بېزار يو چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، پر هغه دين مو کفر کړی چې تاسې پرې ياست، زموږ او ستاسو ترمنځ دښمني او کرکه څرګنده شوه تر څو يوازې پر الله ايمان راوړئ، او له هغه سره هيڅوک شريک نه کړئ، نو پر تاسې هم لازم دي چې له خپل کافر قوم څخه د هغوی غوندې بېزاره شئ، مګر د ابراهيم وينا خپل پلارته: چې هرومرو به ستا لپاره له الله څخه بخښنه غواړم؛ نو په دې کې د هغه پيروي مه کوئ، ځکه دغه (وينا) د ابراهيم له خپل پلار څخه له ناهيله کېدو مخکې وه، نو د مؤمن لپاره روا نه ده چې د مشرک لپاره بخښنه وغواړي، او نه ته له ځانه د الله د عذاب څخه د څه ګرځوونکی يې، اې زموږ پالونکيه! په خپلو ټولو چارو کې مو يوازې پر تا بروسه کړې ده، او يوازې تاته توبه کوونکي درګرځېدلي يو، او د قيامت په ورځ يوازې تاته در ګرځېدل دي.

(5) اې زموږ پالونکيه! موږ د هغه خلکو لپاره فتنه مه ګرځوه چې کفر يې کړی، داسې چې هغوی پر موږ مسلط کړې؛ نو بيا به وايي: که چېرې هغوی پر حقه وای؛ نو موږ به پر هغوی نه وای مسلط کړل شوي، اې زموږ پالونکيه موږ ته مو د ګناهونو بخښنه وکړه، بېشکه ته داسې برلاسی يې چې نه مغلوبه کېږې، په خپل مخلوق، شريعت او ځواک کې حکمت والا يې.

(6) بیشکه دغه ښایسته تکلاره هغه څوک تعقیبوي چې په دنيا او آخرت کې له الله څخه د خېر هيله لري، او څوک چې له دغې غوره پیروۍڅخه مخ اړوي؛ نو الله له خپلو بندګانو څخه بې پروا (غني) دی، د هغوی پيروۍ ته اړتيا نه لري، او هغه په هرحال ستايل شوی دی.

(7) اې مؤمنانو! کېدای شي الله ستاسو او له کافرانو څخه د هغو کسانو ترمنځ چې دښمني مو وه ورسره، دوستي واچوي، په داسې ډول چې الله به يې اسلام ته لارښوونه وکړي، چې په دين کې به ستاسو وروڼه شي، او الله ځواکمن دی کولای شي چې د هغوی زړونه ايمان ته واړوي، او الله له خپلو بندګانو د هغه چا بخښونکی دی چې توبه ورته وباسي، او پر هغوی مهربان دی.

(8) او الله تاسې د اسلام له امله مو له هغو خلکو سره د نېکي کولو او د هغوی ترمنځ له عدل کولو چې پرتاسې د هغوی حق ورکړئ نه راګرځوي چې ستاسو سره نه دي جنګېدلي او نه يې تاسې له کورنو اېستلي ياست، بېشکه الله هغه عدل کوونکي خوښوي چې د خپلو ځانونو، کورنيو او خپلو اړوندو کسانو په اړه عدالت کوي.

(9) الله يوازې تاسې له هغو کسانو څخه ايساروي چې ستاسو د ايمان له امله ستاسو سره جنګېدلي دي او تاسو يې له خپلو کورنو څخه اېستلي ياست او ستاسو په اېستلو کې يې مرسته کړې ده، له دې څخه مو ايساروي چې له هغوی سره دوستي وکړئ، او له تاسو څخه چې څوک له هغوی سره دوستي کوي، نو همدوی پر ځانونو د تباهۍ ځايونو ته په ښکته کولو سره ظلم کوونکي دي، د الله له امره د سرغړونې له امله.

(10) اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پرهغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې مؤمنې مهاجرې د کفر له زمکې څخه د اسلام زمکې ته درته راشي؛ نو د ايمان په رېښتينولۍ کې يې وازمويئ، الله د هغوی پر ايمان ښه پوه دی، د هغوی په زړونو کې چې څه دي له هغو هيڅ هم نه ترې پټيږي، کله چې له ازموينې وروسته پرې پوه شوئ چې هغوی مؤمنې دي د هغه څه له امله چې تاسو ته يې رېښتينولي څرګنده شي، نو بيا يې کافرانو مېړونو ته مه ور واپس کوئ، د مؤمنو مېرمنو لپاره روا نه دي چې له کافرانو سره واده وکړي، او نه د کافرانو لپاره روا دي چې له مؤمنو مېرمنو سره نکاح وکړي، او مېړونو ته يې هغه مهرونه ورکړئ چې لګولي يې دي، اې مؤمنانو! پر تاسو کومه ګناه نشته چې د هغوی له عدت تېرېدو وروسته ورسره نکاح وکړئ کله مو چې هغوی ته يې مهرونه ورکړي وي او د چا چې ښځه کافره وي او يا له اسلام څخه مرتده شوې وي؛ نو له ځان سره دې نه ساتي، ځکه د کفر له امله يې نکاح سره ختمه شوه، او له کافرانو د خپلو هغو مرتد شويو مېرمنو ورکړی مهر وغواړئ، او هغوی دې هم د خپلو مسلمان شويو مېرمنو مهرونو غوښتنه وکړي، دغه ياد شوی ستاسو لخوا او د هغوی لخوا د مهر واپس کول د الله حکم دی، الله پاک ستاسو ترمنځ د هغه څه پرېکړه کوي چې غواړي يې، او الله د خپلو بندګانو پر احوالو او اعمالو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي، او په هغه څه کې د حکمت والا دی چې د خپلو بندګانو لپاره يې روا کوي.

(11) او که د کافرانو لوري ته ستاسو د ځينو مېرمنو د ارتداد په حالت کې وتل فرض کړل شي، او تاسو له کافرانو څخه د هغوی مهرونه وغوښتل او هغوی ورنه کړل، بيا مو له کافرانو غنيمت ونيوی؛ نو هغو مېړونو ته دومره څه ورکړئ چې څومره مهرونه يې لګولي دي له کومو چې مېرمنې يې مرتدې وتلې وې، او تاسو مؤمنان له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډار شئ.

(12) اې نبي کله چې مؤمنې مېرمنې ستاسره د بيعت لپاره درته راشي لکه څنګه چې د مکې د فتحې پر مهال پېښه شوه، د دې لپاره چې هغوی به له الله سره څه نه شريکوي، بلکې يوازې هغه به لمانځي، غلا به نه کوي، زنا به نه کوي، او د جاهليت د زمانې له عادت سره سم خپل اولادونه به نه وژني، او پر خپلو مېړونو پسې به خپل د زنا اولادونه نه تړي، او په نېکۍ کې به ستا سرغړونه نه کوي لکه له پر مړو پسې له ژړا، سرشکولو او ګرېوان څيرلو څخه منع: نو له هغوی سره بيعت وکړه او د هغوی لپاره ستا تر بيعت وروسته له الله څخه د هغوی د ګناهونو لپاره بخښنه وغواړه، بېشکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا ډېر بخښونکی دی چې توبه وباسي، او پر هغوی ډېر مهربان دی.

(13) اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له هغه قوم سره دوستي مه کوئ چې الله غضب پرې کړی په آخرت باور نه لري، بلکې هغوی له دې څخه داسې نا هيلي دي لکه څنګه چې هغوی د خپلو مړو له راګرځېدو څخه ناهيلي دي دا د هغوی له بېرته ژوندي کېدو څخه د انکار له امله.