86 - At-Taariq ()

|

(1) الله پر اسمان لوړه وکړه او پر هغه ستوري يې لوړه وکړه چې د شپې راځي.

(2) او اې رسوله! تاته څه معلوم دي چې د هغه لوی ستوري شان څه دی؟!.

(3) هغه داسې ستوری دی چې په خپله زياته رڼا اسمان ځلوي.

(4) هيڅ نفس داسې نشته مګر دا چې الله پر هغو يوه پرېښته ګومارلې ده چې د قيامت په ورځ د حساب لپاره د هغه د اعمالو ساتنه کوي.

(5) نو انسان دې فکر وکړي چې الله له څه شي څخه پيداکړی دی، ترڅو د هغه لپاره د الله قدرت او د انسان بې وسي ښکاره شي.

(6) الله له داسې ټوپ وهونکو اوبو څخه پيداکړی دی چې په رحم کې تویيږي.

(7) دغه اوبه د سړي د شا له لوی هډوکي او د ښځې د سينې له لوی هډوکي راوځي.

(8) پرته له شکه هغه پاک ذات چې انسان يې له دغو سپکو اوبو پيداکړی هغه يې له مرګ وروسته د حساب او بدلې لپاره پر بېرته ژوندي راپاڅولو هم ځواکمن دی.

(9) په کومه ورځ چې پټ شيان وازمويل شي، او هغه نيتونه، عقيدې او نور شيان ښکاره شي چې زړونه يې پټوي، نو له هغو څخه ښه له بدو څخه بېل شي.

(10) په دغه ورخ به انسان لره نه ځواک وي چې د الله د عذاب مخه پرې ونيسي او نه به مرستندوی وي چې مرسته يې وکړي.

(11) الله پر باران والا اسمان لوړه وکړه، ځکه هغه د اسمان له لوري په بار بار را اوريږي.

(12) او پر هغه ځمکه يې لوړه وکړه چې چوي او شينګياوې، مېوې او ونې ترې راوځي.

(13) پرته له شکه دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن هرومرو يوه داسې وينا ده چې د حق او باطل او رېښتيا او ددرواغو ترمنځ پرېکړه کوي.

(14) او هغه څه لوبه او باطل نه دی، بلکې هغه رېښتيا او حق دی.

(15) پرته له شکه د هغه څه درواغ ګڼونکي چې رسول يې ورته ورسره راغلی هغوی زيات چل کوونکي دي ترڅو د هغه بلنه رد او باطله کړي.

(16) او زه هم د دين د ښکاره کولو او باطل د له منځه وړلو لپاره پلان جوړوم.

(17) نو اې رسوله! دغو کافرانو ته مهلت ورکړه، لږ يې پرېږده، د هغوی د عذاب او تباهۍ بيړه مه کوه.