84 - Al-Inshiqaaq ()

|

(1) او کله چې آسمان د پریښتو د راکوزیدو لپاره څيرې کړل شي.

(2) او خپل پالونکي ته په غاړه اېښودلو غوږ کېږدي او د هغوی لپاره همدغه په کار دي.

(3) او کله چې الله ځمکه داسې وغوړوي لکه پوستکی چې غوړول کيږي.

(4) او کومې زېرمې او مړي چې پکې دي هغه را وغورځوي، او له هغو څخه خالي شي.

(5) او خپل پالونکي ته په غاړه اېښودلو غوږ کېږدي او د هغوی لپاره همدغه په کار دي.

(6) اې انسانه! پرته له شکه يا د خير او يا د شر عمل کوونکی يې، چې بيا په قيامت کې ورسره مخامخ کېدونکی يې، چې الله به پرې بدله درکړي.

(7) نو چاته چې يې د اعمالو پاڼه په ښي لاس ورکړل شوه.

(8) نو ژر ده چې الله به له هغه سره اسانه حساب وکړي داسې چې عمل به يې پرته له مواخذې پرې وړاندې کړي.

(9) او خپلې کورنۍ ته به خوشحاله ور ګرځي.

(10) او هر هغه څوک چې عملنامه يې په چپ لاس له څټه ورکړل شوه.

(11) نو ژر به د خپل ځان پر خلاف د تباهۍ چېغې وهي.

(12) او د دوزخ اور ته به ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي.

(13) پرته له شکه هغه په دنيا کې په خپله کورنۍ کې پر کوم کفر او ګناهونو چې و خوشحاله و.

(14) هغه دا ګومان کولو چې ژوندون ته به يې له مرګ وروسته بېرته ورستون نه شي.

(15) ولې نه، هرومرو به الله دې لره هغه ژوندون ته ورګرځوي لکه لومړی ځل يې چې پيداکړی و، پرته له شکه د هغه پالونکی پر هر حال ليدونکی دی له هغه هيڅ هم نه پټيږي، او پر عمل به يې بدله ورکړي.

(16) الله پر هغه سوروالي لوړه وکړه چې له لمر لوېدو وروسته د اسمان په څوکو کې وي.

(17) او پر شپه يې لوړه وکړه او پر هغه څه چې پکې را غونډ شوي دي.

(18) او پر سپوږمۍ چې کله را ټوله شي او بشپړه شي.

(19) اې خلکو! تاسې به هرومرو له يو حال څخه بل حال ته رسېږئ چې نطفه وئ، بيا د وينې ټوټه وئ، بيا د غوښې ټوټه شوئ، بيا ژوند، بيا مرګ او بيا را پاڅېدل دي.

(20) نو دغو کافرانو لره څه دي چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان نه راړي؟!.

(21) او کله چې پر هغوی قرآن لوستل کيږي؛ نو خپل پالونکي ته سجده نه کوي؟!.

(22) بلکې هغه کسان چې کفر يې کړی هغه څه درواغ ګڼي چې رسول يې ورته ورسره راغلی دی.

(23) او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې د هغوی سينې يې را غونډوي، له الله څخه د هغوی له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.

(24) اې رسوله! هغوی پر هغه دردوونکې سزا خبر کړه چې انتظار يې کوي.

(25) پرته له هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی، نېک کارونه يې کړي دي، د هغوی لپاره نه پرې کېدونکې بدله ده او هغه جنت دی.