54 - Al-Qamar ()

|

(1) د قيامت راتګ را نېږدې شو او د نبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کې سپوږمۍ وچاوده، چې چاودل يې د هغه صلی الله عليه وسلم له حسي نښانو څخه وه.

(2) او که مشرکان د هغه صلی الله عليه وسلم پر رېښتينولي کوم دليل او برهان وويني له منلو يې مخ اړوي، او وايي: موږ چې له حجتونو او برهانونو څه ليدلي هغه باطلې کوډې دي.

(3) او کوم حق چې ورته راغلی و هغه يې درواغ وګڼلو، او په درواغ ګڼلو کې يې د خپلو هوسونو پيروي وکړه، او هر کار که خير وي او که شر د قيامت په ورځ به يې په وړ تن را پرېوتونکی وي.

(4) او پرته له شکه هغوی ته د هغو امتونو خبرونه راغلل چې الله هغوی د خپل کفر او ظلم له امله يې تباه کړل چې هغه د کفر او ظلم څخه د راګرځولو لپاره بسنه کوله.

(5) او هغه څه ورته راغلل بشپړ حکمت و ترڅو پرهغوی حجت قايم شي، وېروونکي هغه قوم ته کومه ګټه نه رسوي چې پر الله او د آخرت په ورځ باور نه لري.

(6) ای رسوله! کله چې هغوی په سمه لار نه ځي، نو د هغې ورځې د انتظار کوونکي په توګه يې پرې ږده او مخ ترې واړوه په کومه ورځ چې په شپېلۍ کې پوکی کوونکې پرېښته د داسې وېروونکي امر خواته را بلل کيږي چې مخلوقاتو له دې مخکې د هغه غوندې څه نه وي پېژندلي.

(7) سترګې به يې ټيټې وي په داسې حال کې چې له قبرونو به راوزي ګواکې د حساب ځای لوري ته په هڅه کې يې خواره ملخان دي.

(8) د بلونکي خواته دغه ځای لوري ته به منډې وهونکي وي، کافران به وايي: دغه ورځ سخته ورځ ده؛ په هغې کې سختي او بد حالات دي.

(9) ای رسوله! له دغو ستا د بلنې له درواغ ګڼونکو مخکې د نوح قوم درواغ ګڼلي وو، نو هغوی نوح عليه السلام درواغجن وګڼلو کله مو چې ور ولېږلو، او د هغه په اړه يې وويل: هغه لېونی دی، په ډول ډول ښکنځلو، بدردويلو او کواښو يې و راټه کله چې هغه يې بلنه پرې نه ښوده.

(10) نو نوح خپل پالونکی په دې ويلو راوبللو: بېشکه زما قوم پر ما برلاسی شو، او زما خبره يې ونه منله، نو له هغوی څخه په داسې عذاب غچ راته واخله چې پرې نازل شي.

(11) نو بيا مو د آسمان دروازې په پرله پسې تويدونکو اوبو سره پرانېستلې.

(12) او ځمکه مو وچوله، داسې چينې وګرځېدله چې وبه ترې بهېدلې، نو له آسمانه را نازل شوې اوبه له ځمکې څخه د خوټېدلو اوبو سره د الله په هغه امر يوځای شوې چې په ازل کې يې ټاکلی و، له هغه چا پرته چې الله ژغورلي و نور ټول يې ډوب کړل.

(13) او نوح مو د تختو او مېخونو والا پر کښتۍ سپور کړ، نو هغه او له هغه سره شته خلک مو وژغورل.

(14) دغه کښتۍ د اوبو په مستو څپو کې زموږ د سترګو او ساتنې په وړاندې چلېدله، د هغه نوح د مرستې په موخه چې قوم يې درواغجن ګڼلی و، او هغوی پر هغه څه کفر کړی وو چې نوح ورته د الله له لوري ورسره راغلی و.

(15) او پرته له شکه مو دغه عذاب چې هغوی مو پرې په عذاب کړي د پند او نصيحت په توګه پرېښود؛ نوآيا کوم پند اخېستونکی شته چې پر دغه پند واخلي؟!

(16) نو درواغ ګڼونکو لره زما عذاب څنګه و؟! او زما وېرول د هغوی په تباه کولو سره څنګه و؟!

(17) او پرته له شکه قرآن د پند او نصيحت لپاره آسانه کړی؛ نو آيا پر هغه کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟!

(18) او عاديانو خپل نبي هود عليه السلام درواغجن وګڼلو، نو ای د مکې خلکو! فکر وکړئ هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او له هغوی پرته د نورو خلکو په عذابولو سره زموږ وېرول څنګه و؟!

(19) او پرته له شکه مو پر هغوی سخت يخ باد ولېږلو په داسې سخته او بدمرغه ورځ کې چې بدمرغي به يې د هغوی تر دوزخ ته ننوتلو پورې ورسره وي.

(20) خلک به له ځمکې وباسي او پر سرونو به يې داسې ولي لکه د خرما ونو بېخونه چې له بېخه اېستل شوي وي.

(21) نو ای د مکې خلکو! فکر وکړئ چې هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او له هغوی پرته نورو خلکو لره په عذاب ورکولو زما وېرول څنګه و؟!

(22) او د پند او نصيحت لپاره مو قرآن آسانه کړ؛ نو آيا په هغو کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟!

(23) ثموديانو په هغه څه کې خپل رسول صالح عليه السلام درواغجن وګڼلو چې پرې وېرولي يې وو.

(24) نو هغوی د نټه کوونکو په توګه وويل: آيا زموږ له جنسه د يو بشر پيروي وکړو؟! بېشکه که موږ په دغه حالت کې د هغه پيروي وکړه موږ به له سمې لارې لېرې او له هغه څخه په کوږوالي او سختۍ کې وو.

(25) آيا پر هغه وحي نازله شوې او حال دا چې هغه يو دی، او له موږ ټولو يې هغه ځانګړی کړ؟! نه داسې نه ده، بلکې هغه ډېردرواغجن کبرجن دی.

(26) ژر به هغوی د قيامت په ورځ پوه شي چې څوک درواغجن کبرجن دی آيا صالح او که هغوی؟

(27) ای صالحه! پرته له شکه موږ د هغوی د ازمويښت لپاره له لويې ډبرې څخه د يوې اوښې را اېستونکي او لېږونکي يو او پر هغه څه څارنه کوه چې هغوی يې کوي او څه چې پرې کيږي او د هغوی پر آزار رسولو صبر کوه.

(28) او هغوی ته خبر ورکړه چې د څاه اوبه يې د هغوی او اوښې ترمنځ وېشل شوې دي، يوه ورځ هغې لره او يوه ورځ هغوی لره، په هر برخه کې به يوازې د هغې ورځې اړوند څښتن يې حاضريږي.

(29) نو خپل ملګري ته يې ور چېغې کړ ترڅو اوښه ووژني، هغه توره واخېسته او ويې وژله د خپل قوم د امر منلو لپاره.

(30) نو ای د مکې خلکو! فکر وکړئ هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او هغوی لره زما وېرول د هغوی په عذابولو سره څنګه و؟!

(31) پرته له شکه پر هغوی مو يوه چېغه ور ولېږه چې هغوی مو تباه کړل، نو هغوی لکه د وچې ونې غوندې وو چې له هغې څخه د پسونو لپاره شپول جوړول کيږي.

(32) او پرته له شکه قرآن مو د پند او نصيحت لپاره آسانه کړی دی، نو آيا په هغو کې په شته پندونو او نصيحتونو پند اخېستونکی شته؟!

(33) د لوط قوم په هغه څه کې خپل رسول لوط عليه السلام درواغجن وګڼلو چې هغوی يې پرې وېرول.

(34) پرته له شکه موږ پر هغوی داسې باد ورولېږلو چې په ډبرو يې وېشتل، مګر پرته د لوط عليه السلام له کورنۍ، چې هغوی ته عذاب ونه رسېدی، بېشکه هغوی مو ترې وژغورل، ځکه هغوی د عذاب له راتلو مخکې د شپې په وروستۍ برخه کې يووړل شول.

(35) هغوی مو له عذابه وژغورل دا زموږ له خوا پر هغوی يوه لورېينه وه، دغه غوندې بدله چې لوط عليه السلام ته مو ورکړه موږ يې هغه چاته ورکوو چې د الله شکر وباسي د هغه پر نعمتونو.

(36) او پرته له شکه لوط هغوی زموږ له عذابه وېرولي و خو هغوی ورسره شخړه وکړه او هغه يې درواغجن وګڼلو.

(37) او له لوط څخه يې قوم غوښتنه وکړه چې د هغوی او پرېښتو مېلمنو ترمنځ لاره خوشي کړي د ناروا کړنې د ترسره کولو په موخه، نو موږ د هغوی سترګې ور پټې کړې، چې هغوی يې نه ليدل، او ورته ومو وويل: زما عذاب او تاسو لره زما د وېرولو پايله وڅکئ.

(38) او پرته له شکه هغوی ته په سهار وختي کې داسې عذاب راغی چې له هغوی سره پرله پسې و تردې چې آخرت ته يې ورسوي، چې بيا د آخرت عذاب ورته راشي.

(39) او هغوی ته به وويل شي: زما هغه عذاب چې پرتاسو مو نازل کړی و، او د لوط د وېرولو پايله وڅکئ.

(40) او پرته له شکه مو قرآن د پند او نصيحت لپاره آسانه کړی، نو آيا په هغه کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟!

(41) او پرته له شکه فرعونيانو ته د موسی او هارون عليهما السلام په ژبه زموږ وېرونه ورغلې وه.

(42) هغوی هغه دليلونه او حجتونه چې زموږ له لوري ورغلي وو درواغ وګڼل، نو هغوی ته مو د درواغ ګنلو له امله يې سزا ورکړه، د داسې برلاسي سزا چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلی او داسې ځواکمن چې له هيڅ شي نه شي بې وسې کېدلی.

(43) ای د مکې خلکو! آيا ستاسو کافران له دغو يادو شويو کافرانو غوره دي: چې هغه د نوح قوم، عاديان، ثموديان، د لوط قوم، فرعون او د هغه قوم دی؟! او يا تاسو لره د الله له عذابه خلاصون دی چې په آسماني کتابونو کې راغلی دی؟!

(44) بلکې آيا دغه د مکې له خلکو کافران وايي: موږ له ټولو هغو خلکو غچ اخېستونکي يو چې موږ ته ضرر رسول غواړي، او زموږ د ډلې بېلول غواړي؟!

(45) او ژر به دغه د کافرانو ټولی ماتې وخوري او د مؤمنانو پر وړاندې به شاوې واړوي، او دغه څه د بدر په ورځ پېښ شول.

(46) بلکې قيامت چې هغوی يې درواغ ګڼي د راتلو وخت يې هغه دی چې هغوی به پکې په عذابيږي، او قيامت ډېر لوی او سخت دی تر هغه څه چې له کوم عذاب سره هغوی په دنيا کې د بدر په ورځ مخ شوي دي.

(47) پرته له شکه د کفر او ګناهونو له امله ګناهکاران له حقه په لارورکۍ، عذاب او سختۍ کې دي.

(48) په کومه ورځ چې پړمخ په اور کې کشول کيږي او هغوی ته به د ګواښ په ډول ويل کيږي: د اور سزا وڅکئ.

(49) پرته له شکه موږ په کائناتو کې هرڅه زموږ له لوري په پخوانۍ ټاکلې اندازه او زموږ له پوهې او خوښې سره سم پيداکړي دي، او هغه مو په لوح محفوظ کې ليکلي دي.

(50) او زموږ امر چې کله د يو شي اراده وکړو له دې پرته بل څه نه دی چې يوه کلمه ووايو چې هغه ته: شه، نو هغه څه کيږي چې موږ يې غواړو ډېر په منډه لکه د سترګو د رپ غوندې.

(51) او پرته له شکه په کفر کې ستاسو غوندې پخواني امتونه مو تباه کړي دي؛ نو آيا پر دغه څوک پند اخېستونکی شته چې له کفره يې وګرځي؟!

(52) او هرڅه چې بندګانو کړي دي؛ نو هغه د ساتونکو پرېښتو په کتابونو کې ليکل شوي دي چې هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي.

(53) او له کړنو او ويناوو هره وړه، او له هغو هره لويه د کړنو په پاڼو او لوح محفوظ کې ليکل شوي دي، ژر پرې بدله ورکړل شي.

(54) پرته له شکه هغه کسان چې د خپل پالونکي د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ترې وېريږي په داسې جنتونو کې وي چې مزې به پکې کوي او په روانو ويالو کې به وي.

(55) په حق مجلس کې چې بې ځایه خبره او ګناه به پکې نه وي، د داسې څښتن په وړاندې چې د هر څه څښتن دی، داسې ځواکمن چې له هيڅ شي نه بې وسې کيږي، نو له هغوی به د هغه څه په اړه پوښتنه نه کيږي چې کوم تلپاتې نعمتونه ترلاسه کوي.