70 - Al-Ma'aarij ()

|

(1) له مشرکانو يو غوښتونکي د خپل ځان او قوم پر خلاف د عذاب غوښتنه وکړه چې که چېرې دغه عذاب راتلونکی وي، په داسې حال کې چې دا د هغه له لوري ملنډې وې، او هغه د قيامت په ورځ پېښېدونکی دی.

(2) (هغه عذاب) پر الله د کفر کوونکو لپاره دی، د دغه عذاب لپاره څوک ايساروونکی نشته.

(3) د مرتبې، درجو، فضيلتونو او نعمتونو د څښتن له لورې دی.

(4) هغه ته پرېښتې او جبرئيل په دغو درجو کې ورخېژي، د قيامت په ورځ چې هغه دومره اوږده ورځ ده چې اندازه يې پنځوس زره کاله ده.

(5) نو اې رسوله! داسې صبر کوه چې هيڅ وير او شکايت پکې نه وي.

(6) هغوی دغه عذاب لېرې او پېښېدل يې ناشوني ګڼي.

(7) او موږ هغه نېږدې هرومرو پېښېدونکی وينو.

(8) په کومه ورځ چې آسمان به د سرو زرو او ميسو غوندې ويلې شي.

(9) او غرونه به په سپکوالي کې د وړۍ غوندې وي.

(10) او يو خپل به د بل خپل حال نه پوښتي، ځکه هر يو به په خپل ځان بوخت وي.

(11) هر انسان به خپل دوست ويني چې نه به ترې پټيږي، خو له دې سره به هيڅوک له بل چا څخه د حالت د سختوالي له امله پوښتنه نه کوي، څوک چې د اور وړ ګرځېدلی هغه به خوښوي چې خپل اولادونه د بدلې په ډول وړاندې کړي.

(12) او مېرمن او وروڼه يې په بدله کې ورکړي.

(13) او له کورنۍ يې هغه خپلوان قربان کړي چې له هغه سره په سختيو کې درېدل.

(14) او له انسانانو، پېريانو او له هغوی پرته چې څه هم په ځمکه کې دي دا ټول به په بدله کې ورکړي، بيا به دغه بدله سپاري ترڅو ځان د اور له عذابه و ژغوري.

(15) معامله به داسې نه وي لکه څنګه يې چې دغه ګناهکار غواړي، هغه خو د آخرت اور دی لمبې او شغلې وهي.

(16) د سخت ګرموالي او لمبو له امله د سر پوستکی په ډېره سختۍ له سره بېلوي.

(17) هغه څوک رابولي چې له حقه يې مخ اړولی وي او ډېر ترې لېرې شوی وي، ايمان يې نه وي پرې راوړی او عمل يې نه وي کړی.

(18) او مال يې راټول کړی، د الله په لار کې يې پر لګولو پرې بخيلي کړې ده.

(19) پرته له شکه انسان سخت حريص پيداکړل شوی دی.

(20) کله چې له ناروغۍ او بې وزلۍ کوم ضرر ور ورسي لږ صبر کوونکی وي.

(21) او کله چې له آبادۍ او شتمنۍ کوم داسې څه ور ورسي چې خوشالوي يې؛ نو د الله په لار کې له لګولو زيات منع کوونکی وي.

(22) مګر لمونځ کوونکي، ځکه هغوی له دغو بدو صفتونو څخه خوندي دي.

(23) هغه کسان چې پر خپلو لمونځونو ټينګ ولاړ وي، پر بل څه نه ترې بوختيږي، او پر خپل ټاکلي وخت کې يې اداکوي.

(24) او هغه کسان چې په مالونو کې يې ټاکلې فرض برخه وي.

(25) هغه چاته يې ورکوي چې سوال ترې کوي او هغه چاته چې سوال نه ترې کوي خو د کوم لامل له امله له روزۍ بې برخې وي.

(26) او هغه کسان چې د قيامت ورځ رېښتيني ګڼي، په کومه ورځ چې الله هر چاته د هغه څه بدله ورکوي چې وړ يې وي.

(27) او هغه کسان چې د خپل پالونکي له عذابه وېرېدونکي وي، سره له دې چې هغوی نېک عملونه وړاندې کړي وي.

(28) پرته له شکه د هغوی د پالونکي عذاب وېروونکی دی هوښيار نه شي ترېبې غمه کېدلای.

(29) او هغه کسان چې د خپلو شرمځايونو په پټولو او له نارواوو په لېرې کولو ساتونکي وي.

(30) پرته له خپلو مېرمنو او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان شوي دي، ځکه پر دغو ښځو د کوروالي يا له هغو کمه ګټه اخېستلو کې هغوی ګرم نه دي.

(31) نو څوک چې له يادو شويو مېرمنو او مينځو پرته پر بل چا ګټه پورته کوي، همغوی د الله له پولو اوښتونکي دي.

(32) او هغه کسان چې د مالونو، رازونو او نور څه په اړه امين وګڼل شي، او د خپلو هغو ژمنو چې له خلکو سره يې کړې دي ساتونکي دي، په امانتونو کې خيانت نه کوي اوخپلې ژمنې نه ماتوي.

(33) او هغه کسان چې خپلې شاهدۍ په مطلوب ډول وړاندې کوي، په هغو کې خپلوي او دښمني اغېز نه کوي.

(34) او هغه کسان چې د خپل لمانځه ساتنه کوي، چې په خپل وخت کې يې ادا کوي، په پاکۍ او ډاډ يې کوي، هيڅ شی يې نه ترې مشغولوي.

(35) همدغه پر داسې صفتونو متصف خلک به په عزتمنو جنتونو کې وي، چې له تلپاتې نعمتونو او د عزتمن الله مخ ته له کتلو سره به مخ کيږي.

(36) اې رسوله! څه شي دغه ستا د قوم مشرکان ستا شاوخوا ته ستا درواغ ګڼلو ته په منډه منډه در کش کړي دي؟!.

(37) ستا له ښي او چپ لوري ډلې ډلې پرتا چاپېر دي.

(38) آيا هر يو له هغوی دا هيله لري چې الله به يې د نعمتونو جنت ته ننباسي، چې پر تلپاتې نعمتونو به مزې کوي، په داسې حال کې چې هغه پر خپل کفر پاتې وي؟!.

(39) امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی فکر کړی، پرته له شکه موږ هغوی له هغه څه پيداکړي چې هغوی پرې پوهيږي، موږ له سپکو اوبو پيداکړي دي، چې هغوی کمزوري وو د ځانونو لپاره يې نه د ګټې او نه د ضرر واک لرلو؛ نو بیا څنګه هغوی لويي کوي؟!.

(40) الله پر خپل ذات لوړه وکړه، په داسې حال کې چې هغه د لمر، سپوږمۍ او ټولو ستورو لپاره د ختيځونو او لوېديځونو پالونکی دی، چې بېشکه موږ ځواکمن يو.

(41) د هغوی پر نورو خلکو بدلولو چې د الله اطاعت به کوي، او هغوی به تباه کوو، له دغه کار څخه نه بې وسې کېږو، او نه موږ کمزوري يو کله چې د هغوی د تباهۍ او پر نورو يې د بدلولو اراده وکړو.

(42) نو اې رسوله! پرېږده يې چې په هغه باطل او لارورکۍ کې ننوزي چې پکې دي، او په خپل دنيوي ژوند کې لوبې کوي، تردې د قيامت په ورځ له هغه څه سره مخ شي چې په قرآن کې يې ژمنه ورسره کيږي.

(43) په کومه ورځ چې له قبرونو څخه په منډه منډه راوځي داسې لکه يوې نښې خواته چې سره سيالي کوي.

(44) سترګې به يې ټيټې وي، رسوايي به پرې خپره وي، دا هغه ورځ ده چې په دنيا کې يې ژمنه ورسره کېدله، او هغوی يې پروا نه لرله.