83 - Al-Mutaffifin ()

|

(1) تباهي او زيان دی د ډنډه وهونکو لپاره.

(2) او هغوی داسې کسان دي چې کله له نورو پېمانه کوي خپل حق پرته له زيانه پوره ترلاسه کوي.

(3) او کله چې خلکو ته په پېمانه يا په تول څه ورکوي؛ نو په پېمانه او تول کې کموالی کوي، دا د مدينې د خلکو حال و هغه مهال چې نبي صلی الله عليه وسلم هغوی ته هجرت ور وکړ.

(4) ايا دغه کسان چې داسې ناوړه کار کوي باور نه لري چې هغوی به الله ته ور پاڅول کيږي؟!

(5) د حساب او بدلې لپاره په يوه داسې لويه ورځ کې چې په هغې کې ازموينې او سختۍ وي.

(6) په کومه ورځ چې خلک د ټولو مخلوقاتو پالونکي ته د حساب لپاره دريږي.

(7) امر داسې نه دی لکه تاسې يې چې تصور کوئ چې له مرګ څخه وروسته بيا را پاڅېدل نشته، پرته له شکه د کافرانو او منافقانو بدکارو خلکو عملنامې به په زيان کې په ترټولو ټيټه ځمکه کې وي.

(8) او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې سجين څه دی؟!.

(9) پرته له شکه د هغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي.

(10) په دغه ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره زيان او تباهي ده.

(11) هغه کسان چې د بدلې هغه ورځ درواغ ګڼي چې په هغې کې الله خپلو بندګانو ته يې د دنيا پر کړنو بدله ورکوي.

(12) او دغه ورځ يوازې هغه څوک درواغ ګڼي چې د الله له پولو اوښتونکی وي او زيات ګناه کوونکی وي.

(13) کله چې زموږ پر رسول نازل کړل شوي زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دا خو د پخوانيو امتونو کيسې دي، او د الله له لورې نه دي.

(14) امر داسې نه دی لکه دغو درواغ کڼونکو چې تصور کړی، بلکې د هغوی کړي ګناهونه پرې غالبه شول او د هغوی عقلونه يې ور پټ کړل؛ نو حق پر خپلو زړونو نه شي ليدلای.

(15) پرته له شکه هغوی به د خپل پالونکي له ليدلو څخه د قيامت په ورځ منع کړل شوي وي.

(16) بيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي، چې ګرمي به يې زغمي.

(17) بيا به د قيامت په ورځ هغوی ته د هغوی د ګواښلو په موخه وويل شي: دغه سزا چې تاسې ورسره مخ ياست هغه څه دي چې په دنيا کې مو درواغ ګڼله کله به چې مو رسول پرې خبرولئ.

(18) امر داسې نه دی لکه تاسو يې چې تصور کړی دی، چې حساب او بدله به نه وي، پرته له شکه د پيروي کوونکو عملنامې به په عليين کې وي.

(19) او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې عليين څه دی؟!.

(20) پرته له شکه د هغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي.

(21) دغه کتاب ته له هر اسمان څخه يوازې مقربې پرېښتې ور نېږدې کيږي.

(22) پرته له شکه زيات پيروي کوونکي به د قيامت په ورځ په تلپاتې نعمتونو کې وي.

(23) پر ښايسته تختونو ناست خپل پالونکي او هر هغه څه ته به ګوري چې زړونه يې پرې تازه کيږي او خوشحاليږي.

(24) کله چې ورته وګورې د هغوی په مخونو کې به د نعمتونو د ښايست او ښکلا اغېز وينې.

(25) خادمان به يې داسې شراب ورباندې څښي چې لوښي به يې مهر کړل شوي وي.

(26) له هغو به تر پايه د مشکو بوی ځي، په دغه نېکه بدله کې لازم دي چې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي، په داسې عمل سره چې الله راضي کوي او د هغه څه په پرېښودلو سره چې الله په غوسه کوي.

(27) له دغو مهر کړل شويو شرابو سره به د تسنيم له چينې ګډون وي.

(28) او دا په تر ټولو لوړ جنت کې يوه خالصه او صافه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي، او ټول مؤمنان څښاک ترې کوي چې له نورو سره به ګډه وي.

(29) پرته له شکه هغه کسان چې د کفر جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې د ملنډو په ډول خندل چې ايمان يې راوړی وو.

(30) او کله به چې پر مؤمنانو تېرېدل ځينو به يې ځينوته د ملنډو او مسخرو په ډول سترګکونه وهل.

(31) او کله به چې خپلو کورونيو ته ور ګرځېدل پر کفر او مؤمنانو د ملنډو وهلو له امله به خوشحاله راګرځېدل.

(32) او کله به يې چې مسلمانان وليدل ويل به يې: پرته له شکه دغه خلک د حق له لارې لارورکي دي، چې د خپلو پلرونو دين يې پرې اېښی دی.

(33) او الله هغوی د مسلمانانو پر اعمالو وکيلان نه وو ګرځولي ترڅو هغوی دا ډول وينا وکړي.

(34) نو د قيامت په ورځ به هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی پر کافرانو پورې خاندې لکه څنګه یې چې په دنيا کې کافرانو پورې خندل.

(35) پر ښايسته تختونو به ناست وي هغه څه ته به ګوري چې الله د هغوی لپاره کوم تلپاتې نعمتونه چمتو کړي دي.

(36) پرته له شکه کافرانو ته د هغوی پر هغو کارونو چې په دنيا کې يې کړي وو سپکوونکی عذاب ورکړل شو.