58 - Al-Mujaadila ()

|

(1) اې رسوله! پرته له شکه الله د هغې ښځې خبرې واورېدلې چې هغه د ثعلبه لور خوله وه، کومې چې د خپل مېړه؛ صامت زوی د اوس په اړه ستا سره خبرې کولې، کله چې هغه ظهار ورسره وکړ، هغې الله ته شکايت کولو چې مېړه يې څه ورسره وکړل، الله ستاسو دواړو له يو بل سره خبرې اوري، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، پرته له شکه الله د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی او د کړنو يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي.

(2) هغه کسان چې له خپلو مېرمنو سره ظهار کوي، دا چې له هغوی يو خپلې مېرمنې ته داسې وايي: ته پر ما د خپلې مور د شا غوندې يې، په خپله دغه وينا کې يې درواغ ويلي دي، د هغوی مېرمنې د هغوی ميندې نه دي، بېشکه مېندې خو يې هغه دي چې زيږولي يې دي، او پرته له شکه کله چې هغوی دغه وينا کوي هغوی هرومرو ناوړه وينا او درواغ وايي او پرته له شکه الله تېرېدونکی او بخښونکی دی، له ګناه څخه د هغوی د خلاصون په موخه يې د هغوی لپاره کفاره روا کړې ده.

(3) او هغه کسان چې دغه ناوړه وينا کوي، بيا غواړي چې له هغو ظهار کړل شويو مېرمنو سره کوروالی وکړي، نو پر هغوی لازم دي چې له هغو مېرمنو سره ترکوروالي مخکې د مرېيه (غلام) په ازادولو سره کفاره اداکړي، دغه ياد کړل شوی حکم، چې تاسو ته پرې امر کيږي له ظهار څخه ستاسو د راګرځولو لپاره دی، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.

(4) نو څوک چې مرېيی ونه لري چې آزاد يې کړي، پر هغه پرله پسې دوې مياشتې روژه نيول دي مخکې تردې چې له خپلې هغې مېرمنې سره کوروالی وکړي له کومې څخه يې چې ظهار کړی، او څوک چې دوې مياشتې پرله پسې د روژې نيولو توان نه لري، نو پر هغه شپېته بې وزلو ته ډوډۍ ورکول دي، دغه پرېکړه چې مو کړې ده، د دې لپاره ترڅو باور ولرئ چې الله امر پرې کړی دی، نو امر يې پر ځای کړئ او د هغه د رسول پيروي وکړئ او دغه حکمونه چې درته روا کړي مو دي د الله هغه پولې دي چې د خپلو بنده ګانو لپاره يې ټاکلې دي، چې ترې تېر نه شئ او د کافرانو لپاره د الله په هغو حکمونو او پولو سره چې ټاکلې يې دي درودوونکې سزا ده.

(5) پرته له شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، خوار او ذليل کړل شوي دي لکه څنګه چې له پخوانيو امتونو څخه هغه کسان خوار او ذليل کړل شوي وو، چې له الله سره يې دښمني کړې وه، او پرته له شکه موږ څرګند ايتونه را نازل کړي دي، او پر الله، د هغه پر رسول او ايتونو کفر کوونکو لپاره سپکوونکې سزا ده.

(6) په کومه ورځ چې به الله هغوی ټول ژوندي را پاڅوي، هيڅوک به هم له هغوی نه پرېږدي؛ نو پر هغه څه به يې خبر کړي چې په دنيا کې يې کوم ناوړه کارونه تر سره کړي دي، د هغوی له کړنو به هيڅ نه ترې پاتې کيږي، هغوی په خپله هېر کړي، خو په خپلو هغو صحيفو کې به يې ليکل شوي ومومي چې نه وړه او نه لويه پرېږدي، مګر شمېرلي يې دي، او الله پر هرڅه خبر دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي.

(7) اې رسوله! ايا تا نه دي ليدلي، چې الله پر هغه څه پوهيږي چې په اسمانونو کې دي او پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې دي، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، کوم څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، له دريو څخه په پټه کومه خبره نه وي مګر څلورم يې په خپله پوهه هغه (الله) پاک وي، او نه د پنځو په پټه خبره وي، مګر شپږم يې په خپله پوهه هغه (الله) وي، او نه تر دغه شمېر کم او نه تر هغه زيات وي، مګر هغه په خپله پوهه ورسره وي هر چېرې چې هغوی وي، د هغوی له خبرو هيڅ هم نه ترې پټيږي، بيا به الله د قيامت په ورځ هغوی پر هغه څه خبر کړي چې کړي يې دي، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي.

(8) اې رسوله! تا هغو يهودانو ته نه دي کتلي چې کله مؤمن وويني؛ نو په خپلو کې پټې خبرې سره کوي، چې الله له دغو پټو خبرو منع کړي وو، بيا هغوی همغه ته ورګرځي چې الله ترې ايسار کړي وو، او په خپلو منځو کې هغه پټې خبرې کوي چې د مؤمنانو د غيبت کولو ګناه، پر هغوی د تيري کولو او له رسول څخه سرغړونه ده، او ای رسوله! کله چې تاته راځي داسې سلام درته کوي چې الله هغه ډول سلام نه دی درته کړی، او هغه دا د هغوی وينا ده: چې پر تا دې سام يعني مرګ وي، او د نبي صلی الله عليه وسلم په درواغجن ګڼلو سره وايي: ولې الله پر هغه څه موږ ته عذاب نه راکوي چې موږ يې وايو، که چېرې هغه خپله دغه دعوا کې رېښتينی وای چې هغه نبي دی، نو الله به هرومرو موږ ته پر هغه څه سزا را کړې وای چې موږ يې د هغه په اړه وايو! هغوی ته يې په خپله وينا دوزخ د سزا په ډول بسنه کوي، چې ګرمي به يې زغمي، د هغوی د ورګرځېدو ځای ډېر بد د ورګرځېدو ځای دی.

(9) اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، د هغه څه په اړه پټې خبرې مه کوئ چې پکې ګناه، تېری او د رسول سرغړونه وي، ترڅو د يهودو غوندې نه شئ، د هغه څه په اړه پټې خبرې وکړئ چې پکې د الله پيروي، د هغه له سرغړونې ايسارول وي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، الله هغه ذات دی چې د قيامت په ورځ به د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ور غونډېږئ.

(10) پرته له شکه پټې خبرې چې پر ګناه، تيري او د رسول پر سرغړونه مشتمله وي، د شيطان له لوري خپلو دوستانو ته ښايسته کړل شوې او وسوسه وي، تر څو مؤمنانو ته خپګان ورسوي پدې چې چل ورته جوړ شوی، شیطان او د عمل لره د هغه ښايسته کول؛ مؤمنانو ته هيڅ زيان رسوونکي نه دي مګر دا چې د الله خوښه او اراده وي، نو يوازې پر الله دې مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي.

(11) اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې درته وويل شي: په مجلسونو کې پراخي راولئ، نو پکې را يې ولئ، الله به مو د دنيا او آخرت په ژوند کې پراخي راولي، او کله چې درته وويل شي: چې له ځينو مجلسونو څخه پورته شئ، تر څو ځينې د فضل څښتنان پکې کېني؛ نو ترې پورته شئ، الله پاک له تاسو څخه هغه خلک لويو مرتبو ته پورته کوي چې ايمان يې راوړی او پوهه ورکړل شوې ده، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي او ژر به پرې بدله درکړي.

(12) کله چې صحابه و له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پټې خبرې زياتې کړې، الله وفرمايل: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی کله مو چې له رسول سره د پټو خبرو اراده وکړه، نو له پټوخبرو مخکې مو صدقه وړاندې کړئ، دغه د خيرات وړاندې کول ستاسو لپاره ډېره غوره او پاکيزه دي، ځکه په هغې کې د الله هغه پيروي ده چې زړونه پاکوي، که هغه څه مو ونه موندل چې خيرات يې کړئ، نو بيا پر تاسو په پټو خبرو کې کومه ګناه نشته، بېشکه الله د خپلو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی، چې هغوی يوازې پر هغه څه مکلفوي چې په توان کې يې وي.

(13) آيا له رسول سره د پټو خبرو کولو پر مهال مخکې د خيرات ورکولو له امله له بې وزلۍ وډار شوئ؟! کله مو چې هغه څه ونه کړل چې الله له هغو امر پرې کړی دی، او ستاسو توبه يې ومنله چې د پرېښودلو رخصت يې درکړ؛ نو پر بشپړ ډول لمونځ کوئ، د خپلو مالونو زکات ورکوئ، د الله او د هغه د رسول پيروي کوئ، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې نه پټيږي، او ژر به پرې بدله درکړي.

(14) اې رسوله! ايا تا هغو منافقانو ته نه دي کتلي چې له هغو يهودانو سره يې دوستي کړې چې الله د هغوی د کفر او ګناهونو له امله پرې غضب کړی، دغه منافقان نه له مؤمنانو او نه له يهودانو څخه دي، بلکې هغوی په منځ منځ کې دي نه له دغو څخه او نه له هغو څخه دي، او لوړې کوي چې هغوی مسلمانان دي او دا چې هغوی د مسلمانانو خبرې يهودو ته نه دي نقل کړې، او هغوی په خپلو لوړو کې درواغجن دي.

(15) الله د هغوی لپاره په آخرت کې سخت عذاب چمتو کړی، داسې چې د اور تر ټولو لاندې کندې ته به يې ننباسي، پرته له شکه بد دي د هغوی په دنيا کې د کفر اعمال.

(16) هغوی خپلې هغه لوړې چې کوي يې د خپل کفر له امله له وژلو څخه ډال ګرځولې دي، داسې چې پر هغو يې اسلام ښکاره کړی تر څو يې وينې او مالونه خوندي کړي، نو خلک يې له حقه ګرځولي ځکه په هغو کې د مسلمانانو لپاره سپکاوی او ایسارول دي له هغه څه چې غواړي یې، نو د هغوی لپاره داسې سپکوونکی عذاب دی چې سپکوي او ذليلوي به يې.

(17) هغوی ته به يې مالونه او اولادونه د الله په وړاندې هيڅ ګټه ونه رسوي، همدوی د اور والا دي چې ور ننوزي به، تل ترتله به پکې وي له هغوی به عذاب پرې نه شي.

(18) په کومه ورځ چې الله هغوی ټول ژوندي راپورته کړي، له هغوی به يو هم داسې پرې نه ږدي مګر دا چې د بدلې لپاره به يې را پورته کړي، نو الله ته به لوړې کوي چې هغوی پر کفر او نفاق نه و، بلکې هغوی داسې مؤمنان وو چې پر هغه څه يې عمل کولو چې الله رضا کوي، اې مؤمنانو! هغوی به په آخرت کې هغه (الله) لره داسې لوړې کوي لکه په دنيا کې يې چې تاسو ته کولې، چې ګواکې هغوی مسلمانان دي، هغوی دا ګومان کوي چې پر دغو لوړو چې الله لره يې کوي پر څه داسې دليل دی چې هغوی ته ګټه رسوي او يا ضرر ور څخه دفع کوي، خبر اوسئ هغوی په رېښتيا په دنيا کې په خپلو قسمونو کې او په آخرت کې په خپلو قسمونو کې درواغجن دي.

(19) پر هغوی شيطان برلاسی شوی، چې په خپله وسوسه يې د الله ياد ترې هېر کړی، نو پر هغه څه يې عمل نه دی کړی چې الله رضا کوي، بلکې پر هغه څه يې عمل کړی چې په غوسه کوي يې، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي همدوی د ابلیس لښکر او د هغه پيروان دي، خبر اوسئ همدغه د شيطان لښکر او پيروان په دنيا او آخرت کې تاوانيان دي، چې لارښوونه يې پر لار ورکۍ او جنت يې په دوزخ پلورلي دي.

(20) پرته له شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي همدوی په هغه ډله کې دي چې الله په دنيا او آخرت کې رسوا کړي او له کافرانو امتونو څخه يې سپک کړي دي.

(21) الله په خپله پخوانۍ پوهه کې پرېکړه کړې چې هرومرو به زه او زما رسولان د خپلو دښمنانو پر وړاندې په حجت او ځواک سره برلاسي کيږو، پرته له شکه الله د خپلو رسولانو په مرسته ځواکمن، برلاسی دی چې د هغوی له دښمنانو به غچ اخلي.

(22) اې رسوله! هيڅ قوم به داسې ونه مومې چې پر الله ايمان لري او د قيامت په ورځ ايمان لري او بيا له هغه چا سره دوستي کوي چې هغه له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، که څه هم دغه د الله او د هغه د رسول دښمنان يې پلرونه، يا يې اولادونه، يا يې وروڼه او يا يې هغه کورنۍ وي چې هغې ته منسوبیږي، ځکه د ايمان اړيکه د الله او د هغه د رسول د دښمنانو دوستي منع کوي، او ځکه چې د ايمان اړيکه تر ټولو اړيکو لوړه ده، چې د ټکر پر مهال به مخکې وي، همدوی له هغه چا سره دوستي نه کوي کوم چې د الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، که څه هم هغوی يې خپلوان وي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې په زړونو کې ايمان ثابت کړی او بدلون نه مومي، او له خپل لوري يې په حجت او رڼا سره پياوړي کړي دي، او د قيامت په ورځ به يې داسې تلپاتې بڼونو(جنتونو) ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، تل به هغو کې وي، نعمتونه به يې نه ترې پرې کيږي او نه به پای ته رسيږي، الله له هغوی داسې راضي دی چې هيڅکله به پرې غوسه نه شي، او هغوی هم له الله راضي دي چې هغوی ته يې داسې نعمتونه ورکړي چې نه ختميږي، له هغو څخه د الله پاک ليدل دي، پر دغو ياد شويو صفتونو موصوف خلک د الله هغه لښکر دی چې هر هغه څه پر ځای کوي چې امر يې ورته کړی، او له هغه څه ځان ساتي چې ترې منع کړي يې دي، خبر اوسئ همدغه د الله لښکر داسې بريالی دی چې خپل مطلوب به ترلاسه کوي، او په دنيا او آخرت کې به له هغه څه خوندي وي چې وېروي يې.