68 - Al-Qalam ()

|

(1) ن) د دغه ډول تورو په اړه خبره د البقرې سورت په پيل کې تېره شوه. الله پر قلم لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې خلک يې پر خپلو قلمونو ليکي.

(2) اې رسوله! ته د هغه نبوت له امله چې الله درباندې پېرزو کړی لېونی نه يې، بلکې ته له هغه لېونتوبه روغ يې چې مشرکان يې درپسې تړي.

(3) پرته له شکه ستا لپاره پر هغه څه چې خلکو ته يې د پیغام په وړلو کې ګالې نه ختمېدونکې بدله ده او د هغې له امله پرتا د هيچا احسان هم نشته.

(4) او پرته له شکه ته پر داسې لويو اخلاقو يې چې قرآن راوړي دي، نو ته په بشپړ ډول پر هغو اخلاقو متصف يې.

(5) نو ته به هم ووينې، او دغه درواغ ګڼونکي به هم وويني.

(6) کله چې حق په ډاګه شي څرګند به شي چې له تاسو کوم يو لېونی و؟!.

(7) اې رسوله! پرته له شکه هغه پوهيږي چې څوک يې له لارې اوښتي او هغه ښه پوه دی پر هغو کسانو چې لارموندونکي دي، او پوهيږي چې هغوی ترې لار ورکي دي، او پرته له شکه ته هغه څوک يې چې پرسمه لار یې.

(8) نو اې رسوله! پر هغه څه چې ته ورسره راغلی يې د درواغ ګڼونکو پيروي مه کوه.

(9) هغوی هيله لري که چېرې نرمي ورسره وکړې او د دين پر حساب ورسره مهربانه واوسې؛ نو هغوی به هم درسره نرمي وکړي او مهرباني به درسره وکړي.

(10) او پيروي مه کوه د هغه چا چې په باطله ډیر قسم کوونکی دی او سپک هم دی.

(11) د خلکو زيات غيبت کوونکی وي، او د هغوی ترمنځ زيات د خبرو وړونکی راوړونکی وي؛ تر څو د هغوی تر منځ بېلوالی راولي.

(12) د ښېګڼې زيات ايساروونکی، پر خلکو د هغوی په مالونو، عزتونو او نفسونو کې تېری کوونکی وي، او زيات بدکاره او ګناهکاره وي.

(13) بدخویه خالي، په خپل قوم کې پر بل پورې تړلی حرامونی دی.

(14) له دې امله چې هغه د مال او اولادونو څښتن دی پر الله او د هغه پر رسول يې له ايمان راوړلو لويي کړې ده.

(15) کله چې زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دغه خو د پخوانيو چټیات دي.

(16) ژر به يې پر پوزه داسې نښه ورکېږدو چې عيبجنوي يې او تل به ورسره وي.

(17) پرته له شکه موږ دغه مشرکان په وچکالۍ او لوږه و ازمويل، لکه څنګه مو چې د هغه بڼ څښتنان ازمويلي وو کله چې هغوی لوړې کولې چې هرومرو به يې سهار مهال په منډه منډه مېوې شکوي ترڅو يې کوم بې وزله ترې ونه خوري.

(18) او هغوی په خپلو لوړو کې د (ان شاء الله) په ويلو سره استثناء نه کوله.

(19) نو الله يو اور ورولېږی چې هغه بڼ يې وخوړی په داسې حال کې چې څښتنان يې ويده وو او هغوی اور ترې نه شو ايسارولای.

(20) نو هغه د تياره شپې غوندې تک تور وګرځېدی.

(21) نو ځينو يې ځينو ته سهار مهال نارې کړې.

(22) په دې ويلو سره: چې سهار وختي د بې وزلو له راتلو مخکې مو کښت ته ووځئ که چېرې تاسو يې د مېوې پرې کوونکي ياست.

(23) نو خپل کښت ته په منډه منډه ورغلل يو له بل سره يې په ټيټ آواز خبرې کولې.

(24) ځينو يې ځينو ته ويل: نن پرتاسو باغ ته هيڅ بې وزله هم در ننه نه وځي.

(25) او سهار وختي روان شول په داسې حال کې چې د خپلو مېوو د منع کولو هوډ يې لرلو.

(26) نو کله يې چې هغه سوزېدلی وليد ځينو يې ځينو ته وويل: هرومرو موږ يې لاره غلطه کړې ده.

(27) بلکې موږ يې د مېوو له راټولولو بې برخې کړل شوي يو د هغه څه له امله چې موږ ترې د بې وزلو د ايسارولو هوډ کړی وو.

(28) تر ټولو غوره يې وويل: آيا ما نه درته ويل کله مو چې ترې د بې وزلو د بې برخې کولو هوډ کړی و: چې ولې د الله پاکي نه وايئ، او هغه ته توبه نه باسئ؟!.

(29) هغوی وويل: زموږ پالونکي لره پاکي ده، بېشکه موږ پر خپلو ځانو ظلم کوونکي وو کله مو چې د خپل باغ له مېوو څخه د بې وزلو د منع کولو هوډ وکړ.

(30) نو مخ يې را واړولو او د ملامتيا په ډول يې يو پر بل خبرې ورګرځولې.

(31) د پښېمانتيا له امله يې ويل: های زموږ زيانه، پرته له شکه موږ له بريده اوښتونکي وو چې بې وزله مو يې له حقه ايسارول.

(32) کېدای شي زموږ پالونکی له دغه باغ څخه غوره بدله راکړي، پرته له شکه موږ يوازې يو الله ته ورګرځېدونکي يو، له هغه د بښنې هيله لرو، او ښېګڼه ترې غواړو.

(33) همدغه له روزي څخه د بې برخې کولو عذاب غوندې موږ هغه چاته سزا ورکوو چې له موږ سرغړونه کوي او د آخرت عذاب تر دې هم لوی دی که چېرې هغوی يې په سختۍ او دوام پوهېدلای.

(34) پرته له شکه هغه کسان چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ډاريږي، د خپل پالونکي په وړاندې تلپاتې جنتونه دي چې خوندونه به پکې اخلي، نعمتونه به يې نه ختميږي.

(35) نو آيا موږ به مسلمانان په بدله کې د کافرانو غوندې کړو لکه څنګه چې د مکې مشرکان ګومان کوي؟!.

(36) اې مشرکانو تاسو لره څه دي څنګه دا ډول ظالمانه کږه پرېکړه کوئ؟!.

(37) يا له تاسې سره کوم داسې کتاب دی چې د پيروي کوونکي او سرغړوونکي ترمنځ برابري پکې لولئ؟!.

(38) بېشکه تاسې لره په دغه کتاب کې هغه څه دي چې تاسو يې په آخرت کې د ځانونو لپاره غوره کوئ.

(39) يا تاسې لره پر موږ داسې په قسمونو ټينګې کړل شوې ژمنې دي چې د هغو د غوښتنو پر بنسټ به تاسو لره هغه څه وي چې د ځانونو لپاره يې پرېکړه کوئ؟!.

(40) اې رسوله! د دغې خبرې له ويناوالو وپوښته: له هغوی کوم يو يې ضامن دی؟!.

(41) يا هغوی لره له الله پرته داسې شريکان دي چې هغوی په بدله کې له مؤمنانو سره برابروي؟! نو خپل دغه شريکان دې راولي که هغوی په هغه څه کې رېښتيني وي چې دعوی يې کوي چې هغوی له مؤمنانو سره په بدله کې برابر دي.

(42) د قيامت په ورځ به سختي څرګنده شي او زموږ پالونکی به خپله (بلا کیف) پنډۍ ښکاره کړي او خلک به سجدې کولو ته وبلل شي چې مؤمن به سجده وکړي، کافران او منافقان به همداسې پاتې شي د سجدې کولو توان به نه لري.

(43) سترګې به ټيټې وي، چې رسوايي او پښېماني به پرې خپره وي، په داسې حال کې چې په دنيا کې له هغوی غوښتنه کېده چې الله ته سجده وکړي او هغوی له هغه څه په سلامتۍ کې وو چې نن پکې اخته دي.

(44) نو اې رسوله! ما او هغه څوک سره پرېږده چې دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن يې درواغ ګڼلی، ژر به هغوی سوکه سوکه عذاب ته يوسو چې هغوی به پردې نه پوهيږي چې دا د هغوی سره چل او هغوی لره مهلت دی.

(45) او تر يوې مودې مهلت ورکوم ترڅو په خپله ګناه کې زيادت وکړي، پرته له شکه زما چل د کفر او درواغ ګڼلو په اړه پياوړی دی، هغوی له ما نه خلاصيږي او نه زما له عذابه پاتې کيږي.

(46) اې رسوله! ته له هغوی پر هغه څه کومه بدله غواړې چې ورته رابولې يې، چې له دې امله هغوی د لوی پېټي وړونکي دي، نو دا له تا څخه د هغوی د مخ اړولو لامل دی؟! خو حقيقت د دې خلاف دی، ته ترې کومه بدله نه غواړې، نو بيا هغوی لره ستا له پيروۍ کوم څه راګرځوونکي دي؟!

(47) يا هغوی لره د پټو پوهه ده چې هغه حجتونه ليکي پر کومو چې ستا پر خلاف استدلال کوي؟!

(48) اې رسوله! صبر کوه د هغه څه لپاره چې د مهلت په ورکولو ستا پالونکی کومه پرېکړه کوي، اوله خپل قومه په تنګۍ کې د ماهي (کب) والا يونس عليه السلام غوندې مه کېږه؛ کله يې چې خپل پالونکی را وبللو په داسې حال کې د درياب په تيارو او د ماهي د خېټې په تيارو کې غمګين و.

(49) که چېرې د الله لورېينه نه وای ورته رسېدلې هرومرو به يې خالي ځمکې ته غورځولی وای په داسې حال کې چې هغه به ملامت و.

(50) خو پالونکي يې غوره کړ، نو له خپلو نېکو بندګانو يې وګرځولو.

(51) او کله چې هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسول يې درواغجن ګڼلی دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن واوري، نو نېږدې دي چې تاته له سخت تېز کتلو به دې په خپلو سترګو وښويوي او د خپلو غوښتنو د پيروۍ او له حقه د مخ اړولو له مخې به وايي: بېشکه هغه رسول چې دغه څه يې راوړي هرومرو لېونی دی.

(52) او دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن نه دی مګر د انسانانو او پېريانو لپاره يو پند او نصيحت.