49 - Al-Hujuraat ()

|

(1) اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه څه پيروي مو کړې چې روا کړي يې دي، د الله او د هغه د رسول په مخکې په وينا او کړنه مه وړاندې کېږئ، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، بېشکه الله ستاسو د ويناوو اورېدونکی او ستاسو پر کړنو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، او ژر به يې بدله درکړي.

(2) ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه څه پيروي مو کړې چې روا کړي يې دي، د هغه له رسول سره په ادب اوسئ، آوازونه مو داسې مه ګرځوئ چې نبي صلی الله عليه وسلم ته د وينا پر مهال د هغه پر آواز پورته شي، او مه په داسې نوم ورغږ کوئ لکه ځينې مو چې ځينې را بولي، بلکې هغه د نبوت او رسالت په نرمه وينا سره رابولئ، له دې وېرې چې د دغه کار له امله ستاسو د عملونو بدله له منځه ولاړه نه شي په داسې حال کې چې تاسې د هغه په له منځه تلو خبر هم نه واست.

(3) پرته له شکه هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې زړونه د خپلې تقوا لپاره ازمويلي دي، او د هغې لپاره يې ځانګړي کړي دي، هغوی لره يې د ګناهونو بښنه ده چې نه به يې پرې نيسي، او هغوی لره د قيامت په ورځ لويه بدله ده، هغه دا چې الله به يې جنت ته ننباسي.

(4) پرته له شکه ای رسوله! له بانډه چيانو هغه کسان چې ستا د مېرمنو د کوټو تر شا نارې در وهي ډېری يې نه پوهيږي.

(5) ای رسوله! که چېرې دغو خلکو چې تاته ستا د مېرمنو د کوټو له شا آوازونه کوي صبر کړی وای او چیغې یې درته نه وای وهلی تر دې چې ته وروتلای وای، بيا يې په ټيټ آواز وينا درته کولئ دا به هغوی لره د کوټو تر شا آواز کولو نه غوره وای، ځکه په دې کې احترام او درناوی دی، او الله له هغوی او نورو خلکو څخه د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي، او هغوی لره هم بښونکی دی د هغوی د ناپوهۍ له امله، پر هغوی مهربان دی.

(6) ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، که چېرې کوم بې لارې تن د کوم قوم په اړه خبر درته راوړي، نو د هغه خبر د کره والي په اړه پلټنه وکړئ، او رېښتيا منلو ته يې بيړه مه کوئ، د دې خبرې له وېرې چې که پرته له پلټنې هغه خبر رېښتيا وګڼئ نو کوم قوم ته به ضرر ورسوئ په داسې حال کې چې تاسې به د هغې چارې په حقيقت نه پوهېږئ، وروسته له ضرر رسولو به بيا پښېمانه شئ کله چې د هغه خبر درواغ درته ښکاره شي.

(7) او ای مؤمنانو! پوه شئ چې ستاسو ترمنځ د الله رسول دی چې وحي پرې نازليږي، نو له درواغ ويلو وډار شئ، چې وحي به پرې نازله شي ستاسو پر درواغو به يې خبر کړي، او پر هغه څه ډېر پوه دی چې ستاسو مصلحت دی پکې، که چېرې په ډېری هغه څه کې ستاسو پيروي وکړي چې تاسو يې ورته وړانديز کوئ، هرومرو به په داسې ستونزه کې اخته شئ چې هغه به يې تاسو لره نه خوښوي، خو الله په خپله پېرزوينه تاسو ته ايمان خوښ وګرځولو، او ستاسو په زړونو کې يې ښکلی کړ، نو ايمان مو راوړ، او تاسو ته يې کفر، د هغه له پيروۍ وتل بد وښودل او له هغه يې سرغړونه بده درته وښودله، پر دغو صفتونو متصف خلک پر سمه او حق لاره تلونکي دي.

(8) او تاسو لره چې ستاسو په زړونو کې کوم د ښېګڼې ښکلي کېدل او شر بد ګڼل حاصل دي، دا يوازې د الله پېرزوينه ده، چې پر تاسو يې پېرزو کړې ده، او د هغه نعمت دی چې پر تاسو يې لورولی دی، او الله له بندګانو يې پر هغه چا ښه پوه دی چې د هغه شکر وباسي نو توفيق ورکوي، او حکمت والا دی چې هر څه په خپل مناسب ځای کې ږدي.

(9) او که چېرې د مؤمنانو دوې ډلې له يوبل سره جګړه وکړي، نو ای مؤمنانو! د هغوی دواړو ترمنځ سوله وکړئ چې دواړه ډلې د خپل اختلاف په اړه د الله د شريعت پرېکړې ته را وبولئ، که چېرې يوې ډلې له سولې نټه وکړه، او له بريده واوښته، نو له بريده اوښتې ډلې سره تر هغه جګړه وکړئ چې د الله حکم ته را وګرځي، که چېرې د الله پرېکړې ته را وګرځېده، بيا د دواړو ترمنځ په عدل او انصاف سوله وکړئ، او د هغوی دواړو ترمنځ په خپله پرېکړه کې له عدل کار واخلئ، پرته له شکه الله هغه کسان خوښوي چې په خپلو پرېکړو کې عدل کوي.

(10) پرته له شکه مؤمنان په اسلام کې سره وروڼه دي، او ای مؤمنانو! په اسلام کې ورورګلوي دا غوښتنه کوي چې د جګړه کوونکو وروڼو ترمنځ سوله وکړئ، او له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، په دې هيله چې رحم درباندې وشي.

(11) ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، له تاسو دې يو قوم پر بل ملنډې نه وهي، کېدای شي هغه قوم د الله په وړاندې غوره وي چې ملنډې پرې وهل شوې دي، او اعتبار هغه څه ته دی چې د الله په وړاندې وي، او نه دې ښځې پر ښځو ملنډې وهي کېدای هغه ښځې چې ملنډې پرې وهل کيږي د الله په وړاندې غوره وي، او د خپلو وروڼو عيبونه مه بيانوئ، هغوی ستاسو په شان دي، نه دې ځينې ستاسې ځينې نور په داسې لقبونو يادوي چې نه يې خوښوي، لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له راتګ مخکې د ځينو انصارو حال و، او له تاسو چې څوک دا کار وکړي هغه بې لارې دی، او له ايمان وروسته دغه د بې لارۍ صفت ډېر بد دی، او څوک چې له دغو ګناهونو توبه ونه باسي، همدوی پر خپلو ځانونو ظلم کوونکي دي چې د ګناهونو په ترسره کولو يې د تباهۍ ځايونو ته يې ورښکته کړي دي.

(12) ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، له ډېرو داسې تورونو ځانونه وساتئ چې د هيڅ اسبابو او نښانو پر بنسټ نه وي ولاړ، بېشکه ځينې بد ګماني ګناه ده، لکه پر داسې چا بد ګماني کول چې ظاهري حالت يې سم وي، او د مؤمنانو تر شا د هغوی پر رازونو پسې مه کېږئ، او نه دې يو له تاسو خپل ورور په داسې څه يادوي چې هغه يې نه خوښوي، ځکه په داسې څه يې يادول چې هغه يې بد ګڼي د هغه د مرګ په حالت کې د هغه د غوښې خوړلو غوندې دي، آيا يو له تاسې دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه دې وخوري؟! نو غيبت کول يې بد وګڼئ ځکه هغه د دې غوندې دي، او له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، بېشکه الله له بندګانو يې د هغه لپاره ډېر توبه منونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.

(13) ای خلکو! پرته له شکه تاسو مو له يو نارينه چې هغه ستاسو پلار آدم او يوې ښځينه چې هغه ستاسو مور حواء ده پيداکړي ياست، نسب مو يو دی، نو له تاسو دې يو پر بل په نسب کې نه وياړي، او له دغه وروسته مو تاسې ډېر خېلونه او خورې ورې قبيلې وګرځولئ، تر څو ځينې ستاسې ځينې نور وپېژني، نه د دې لپاره چې پرې ووياړي، ځکه توپير يوازې د ځان ساتنې پر بنسټ وي، له همدې امله يې ويلي: له تاسې تر ټولو غوره ستاسو تقوا لرونکی دی، بېشکه الله ستاسو پر حالاتو ښه پوه دی، پر هغه څه ښه خبر دی چې په تاسو کې کوم کمال او عيب دی، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي.

(14) ځينو هغو بانډه چيانو چې نبي صلی الله عليه وسلم ته راغلل وويل: موږ پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړی، ای رسوله! هغوی ته ووايه: تاسو ايمان نه دی راوړی، بلکې تاسو ووايئ: موږ پيروي کړې او غاړه مو اېښې ده، تر اوسه مو ايمان زړونو ته نه دی ننوتی، او هيله دا ده چې ور ننه به وځي، او ای بانډه چيانو که تاسو په ايمان، نېک عمل او له نارواوو څخه په ډډه کولو کې د الله او د هغه د رسول خبره ومنئ، الله به ستاسو د کړنو له بدلې هيڅ هم درڅخه کم نه کړي، بېشکه الله له بندګانو يې د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.

(15) پرته له شکه مؤمنان هغه خلک دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی، بيا يې له ايمان سره شک نه دی ګډ کړی، او پر خپلو مالونو او ځانونو يې د الله په لار کې جهاد کړی، له هغو يې په هيڅ بخيلي نه ده کړې، پر دغو صفتونو متصف خلک همدوی په خپل ايمان کې رېښتيني دي.

(16) ای رسوله! دغو بانډه چيانوته ووايه: آيا تاسو الله ته ښوونه کوئ او پر خپل دين يې خبروئ؟! حال دا چې الله پر هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو کې دي او پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې دي، او الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ نه پټيږي، نو د خپل دين په اړه ستاسو خبر ورکولو ته اړتيا نه لري.

(17) ای رسوله! دغه بانډه چيان د خپل اسلام له امله پر تا احسان اچوي، هغوی ته ووايه: د الله په دين کې د داخلېدو له امله پر ما احسان مه اچوئ، د دغه ګټه که چېرې حاصله وي پر تاسو در ګرځېدونکې ده، بلکې الله هغه ذات دی چې پر تاسو يې احسان کړی داسې چې پر هغه د ايمان راوړلو توفيق يې درکړی که چېرې تاسو مو په خپله دعوی کې رېښتيني واست چې تاسو پکې داخل شوي ياست.

(18) پرته له شکه الله د آسمانونو په پټو پوهيږي او د ځمکې په پټو پوهيږي، له هغه هيڅ هم نه شي پټېدلای، او الله د هغه څه ليدونکی دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه شي پټېدلای، او ژر به تاسو ته پر ښو کړنو او بدو کړنو بدله درکړي.