69 - Al-Haaqqa ()

|

(1) الله د بېرته را پورته کېدو قيامت بيانوي چې پر ټولو به راځي.

(2) بيا يې پردې پوښتنه کولو د هغو د حالت لوی والی بيان کړ چې هغه رامنځته کېدونکی به څه وي؟.

(3) او تاته څه شي خبر درکړی چې دغه رامنځته کېدونکی آفت څه دی؟.

(4) د صالح قوم ثموديانو او د هود قوم عاديانو هغه قيامت درواغ وګڼلو چې سختۍ به يې خلک لړزوي.

(5) نو ثموديان چې وو الله په داسې چېغه تباه کړل چې په سختۍ او وېره کې وروستۍ اندازې ته رسېدله.

(6) او عاديان بيا الله په داسې سخت يخ باد تباه کړل چې پر هغوی په سختۍ کې وروستۍ اندازې ته رسېده.

(7) الله پر هغوی دغه باد د اوو شپو او آتو ورځو مودې لپاره ولېږلو چې هغوی یې له بېخه و اېستل، هغوی به دې په کلو کې يې داسې پر ځمکه تباه شوي پراته ليدل لکه هغوی چې له تباه کېدو وروسته د خرما ونو ورستې تنې پر ځمکه پراته وي.

(8) نو آيا له عذاب ور رسېدلو وروسته له هغوی څوک پاتې وينې؟!

(9) او فرعون او له هغه مخکېنيو امتونو، او هغو کليو چې د خپلو کليو په سرچپه کېدلو عذاب ورکړل شوی و، چې هغه د لوط قوم و همداسې ناروا د شرک او ګناه کارونه کړي و.

(10) له هغوی هر يو يې له خپل ور لېږل شوي رسوله سرغړونه وکړه او درواغجن يې وګڼلو، نو الله هغوی په داسې زياته نيونه ونيول چې د هغوی تباهي پرې بشپړ شوه.

(11) کله چې اوبه په لوړوالي کې له بريده واوښتې؛ نو موږ هغه خلک په روانه کښتۍ کې سپاره کړل - چې تاسو يې په ملاګانو کې وئ - هغه کښتۍ چې نوح عليه السلام زموږ په امر جوړه کړې وه، نو دا په حقيقت کې ستاسو لپاره سپرېدل و.

(12) تر څو کښتۍ او کيسه يې داسې پند وګرځوو چې د کفر د څښتنانو پر تباهۍ او د ايمان د څښتنانو په ژغورلو استدلال پرې وشي، او هغه غوږونه يې په ياد وساتي چې اورېدل شوي شيان په ياد ساتي.

(13) کله چې پر پوکلو ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې يوځل پوکی وکړي او هغه دويم پوکی وي.

(14) او ځمکه او غرونه پورته کړل شي، نو دواړه به په يو سخت ميده کولو ميده ميده کړل شي د ځمکې برخې او د غرونو برخې به سره بېلې بېلې کړل شي.

(15) په کومه ورځ چې دا هرڅه وشي قيامت به را منځته شي.

(16) او په هغه ورځ به د پرېښتو د راکوزېدو لپاره آسمان وچوي، نو په دغه ورځ به هغه کمزوری وي وروسته تردې چې هغه سخت ټينګ و.

(17) او پرېښتې به يې پر څنډو او اړخونو وي، په دغه ورځ به اتو غوره پرېښتو ستا د پالونکي عرش پورته کړی وي.

(18) اې خلکو! په دغه ورځ به تاسې پر الله ور وړاندې کړل شئ، له الله به ستاسې هيڅ ډول راز پټ پاتې نه شي، بلکې الله پر هغو ښه پوه او پرې خبر دی.

(19) نو چاته چې يې عملنامه په ښي لاس ورکړل شوه، هغه به له خوښۍ او وياړه وايي: واخلئ زما عملنامه ولولئ.

(20) پرته له شکه زه په دنيا کې پوه وم او باور مې کړی و چې هرومرو به را پاڅول کېږم او له خپلې بدلې سره به مخامخ کېدونکی وم.

(21) نو بيا به هغه په خوشالوونکي ژوند کې وي؛ ځکه هغه به تلپاتې نعمتونه ويني.

(22) په داسې جنت کې چې د موقعيت او مرتبې له پلوه لوړ وي.

(23) مېوې به يې هغه چاته نېږدې وي چې ترې خوري يې.

(24) هغوی ته به د درناوي په ډول ويل کيږي: داسې خوراک او څښاک کوئ چې په هغه خوراک او څښاک کې هيڅ زيان نه وي د هغو غوره کړنو له امله چې په دنيا کې مو تېرو ورځو کې وړاندې کړي و.

(25) او چاته چې يې عملنامه په چپ لاس ورکړل شي، نو له سختې پښېمانۍ به وايي: های کاشکي ماته مې عملنامه نه وای راکړل شوې ځکه په هغې کې داسې ناوړه کارونه دي چې زما عذاب لازموي.

(26) او کاشکي زه مې پر حساب هيڅ نه وای پوه شوی.

(27) کاشکي هغه مرګ چې زه پرې مړ شوی وم داسې وای چې له هغه وروسته هيڅکله نه را پاڅول کېدلای.

(28) مال مې د الله له عذابه هيڅ را څخه ايسار نه کړل.

(29) زما حجت او هغه ځواک او مرتبه را څخه پټ شول چې بروسه مې پرې کوله.

(30) او ويل کيږي به: اې پرېښتو را ويې نيسئ او لاس يې غاړې ته ور غونډ کړئ.

(31) بيا يې اور ته ور ننباسئ ترڅو يې ګرمي وزغمي.

(32) بيا يې په داسې ځنځير کې ننباسئ چې اوږدوالی يې اويا متره وي.

(33) پرته له شکه هغه پر لوی الله ايمان نه درلود.

(34) او بل يې بې وزله ته په خوړو ورکولو نه هڅولو.

(35) نو هغه لره د قيامت په ورځ کوم خپل نشته چې عذاب ترې ايسار کړي.

(36) او هغه لره به کوم خواړه نه وي چې خوري يې مګر د دوزخيانو د بدنونو زوې.

(37) دغه خواړه به يوازې ګناهکاران او بدکاران خوري.

(38) الله پر هغه څه لوړه وکړه چې تاسې يې وينئ.

(39) او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې نه يې وينئ.

(40) پرته له شکه قرآن د الله خبرې دي، چې عزتمن رسول يې پر خلکو لولي.

(41) او هغه د شاعر وينا نه ده؛ ځکه هغه د شعر پر نظم نه دی، ډېر لږ له تاسې ايمان راوړي.

(42) او نه د کاهن وینا ده، ځکه د کاهنانو کار له قرآن سره توپیر لري، تاسي لږ پند اخلئ.

(43) بلکې هغه د ټولو مخلوقاتو د پالونکي له لورې نازل کړل شوی دی.

(44) او که چېرې محمد له ځانه پر موږ ځينې هغه خبرې تړلې وای چې موږ نه دي ويلې.

(45) هرومرو به موغچ ترې اخېستی وای او له خپل لورې به مو په ځواک او قوت را نيولی وای.

(46) بيا به مو له هغه څخه له زړه سره پيوسته رګ ترې پرې کړی وای.

(47) نو بيا به له تاسې هيڅوک هم نه وي چې موږ له دې کاره ايسار کړي، نو ډېره لېرې ده چې هغه دې ستاسو له امله پر موږ پسې څه ووايي.

(48) او پرته له شکه قرآن د هغو کسانو لپاره چې له خپل پالونکي يې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي يو پند دی.

(49) او پرته له شكه موږ هرومرو پوهېږو چې ستاسو ترمنځ هغه څوک دي چې دغه قرآن درواغ ګڼي.

(50) او د قرآن درواغ ګڼل هرومرو د قيامت په ورځ لويه پښېماني ده.

(51) او پرته له شکه قرآن داسې يقيني حق دی چې هيڅ شک او شبهه پکې نشته چې هغه د الله له لورې دی.

(52) نو اې رسوله! د خپل پالونکي دې داسې پاکي بيانوه چې وړ يې وي او د خپل لوی پالونکي نوم دې يادوه.