100 - Al-Aadiyaat ()

|

(1) الله پر هغو آسانو لوړه وکړه چې داسې ځغلي چې د سختې تېزۍ له امله يې د ساه اواز اورېدل کيږي.

(2) او پر هغو آسانو يې لوړه وکړه چې پر خپلو ښنګرو اور بلوي کله چې له ډبرو سره لګيږي ځکه ډېر په سختۍ ورسره لګيږي.

(3) او پر هغو آسانو يې لوړه وکړه چې سهار مهال پر دوښمنانو يرغل کوي.

(4) په خپله ځغاسته دوړې پورته کوي.

(5) خپل سپاره د دوښمانو د ټولي منځته ته ننباسي.

(6) پرته له شکه انسان د هغه خير ډېر منع کوونکی دی کوم چې پالونکی يې ترې غواړي.

(7) او پرته له شکه هغه په خپله هم د خير پر منع کولو شاهد دی، د هغو د څرګندوالي له امله نټه ترې نه شي کولای.

(8) او هغه له مال سره د زياتې مينې له امله پرې بخل کوي.

(9) آيا دغه د دنيا په ژوند دوکه شوی انسان نه پوهيږي چې کله الله هغه مړي را پورته کړي چې په قبرونو کې دي او له ځمکې يې د حساب او بدلې لپاره را وباسي، حال به داسې نه وي لکه څرنګه چې هغوی خيال کاوه؟!.

(10) او څرګند او بيان به کړل شي کوم نيتونه، عقيدې او نور شيان چې په زړونو کې دي.

(11) پرته له شکه پر هغوی به يې پالونکی په دغه ورځ ښه خبر وي، له هغه څخه به د خپلو بندګانو له امر څخه هيڅ هم نه پټيږي، او پر دغه به هغوی ته بدله ورکړي.