(1) کله چې ځمکه په سختو داسې خوځولو وخوځول شي چې دا به د قيامت په ورځ پېښيږي.
(2) او ځمکه هغه څه را وباسي چې د هغې په خېټه کې کوم مړي او نور شيان دي.
(3) او انسان د حيرانتيا له مخې ووايي: چې د ځمکې حالت څه دی چې خوځيږي او ښوريږي.
(4) په دغه لويه ورځ به ځمکه د هغه څه په اړه خبرې کوي چې کوم خير او شر پرې شوي دي.
(5) ځکه چې الله هغې ته ښودلي دي او د دغه امر يې ورته کړی دی.
(6) په دغه لويه ورځ چې ځمکه پکې خوځيږي خلک به د حساب له ځايه ډلې ډلې راووځي، ترڅو خپل هغه عملونه وويني چې په دنيا کې يې کړي دي.
(7) نو چا چې د کوچني مېږي د وزن په اندازه د خيراو نېکۍ له کارونو څه کړي وي هغه به خپلې مخې ته وويني.
(8) او څوک چې د کوچني مېږي په اندازه بد کار وکړي، همدارنګه به يې ويني.