73 - Al-Muzzammil ()

|

(1) اې په خپلو جامو کې ځان نغاړونکيه ( يعني نبي صلی الله عليه وسلم).

(2) له کمې برخې پرته په نوره شپه کې لمونځ کوه.

(3) که دې خوښه شي تر نيمايي شپې لمونځ کوه، او يا له نيمايي هم کمه برخه ترڅو درېيمې برخې ته ورسېږې.

(4) او يا پرې زيات کړه، ترڅو له دريو دوو برخو ته ورسېږې، او کله چې قرآن لولې څرګند يې لوله او په لوستلو کې يې له کرارۍ کار اخله.

(5) اې رسوله! پرته له شکه موږ پرتا قرآن نازلوو، چې هغه درنده وينا ده؛ ځکه په هغې کې فرائض، حدود، حکمونه، آداب او داسې نور دي.

(6) د شپې په حصو کې لوستل ډیر ښه وي او زړه د قرءت سره خورا زیات برابر وي.

(7) پرته له شکه ستا لپاره له ورځې په خپلو کړنو کې بوختيا ده، چې د هغو له امله له لوستلو يې بوختېږې، نو د شپې لمونځ کوه.

(8) او الله په ډول ډول يادونو يادوه، او د الله پاک عبادت ته په بشپړ بېلوالي سره په اخلاص ځان بېل کړه.

(9) د ختيځ رب او د لوېديځ رب دی، له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، نو همغه وکيل ونيسه چې په خپلو ټولو چارو کې پرې بروسه کوې.

(10) او له ملنډو او ښکنځلو پر هغه څه صبر کوه چې درواغ ګڼونکي يې وايي، او په داسې ډول ترې بېل شه چې هيڅ اذيت پکې نه وي.

(11) او د دنيا په مزو ګټه اخېستونکو، درواغ ګڼونکو په کيسه کې مه کېږه، ما او هغوی پرېږده، او هغوی ته لږ موده انتظار وکړه تر څو يې وخت را ورسيږي.

(12) پرته له شکه په آخرت کې موږ سره درنې زولنې دي او بلېدونکی اور دی.

(13) او داسې خواړه چې د سخت تریخوالي له امله به په مرۍ کې نېښلي، او دردوونکی عذاب، چې دا پر هغه مخکېنيو زيات شی وي.

(14) دغه عذاب به په هغه ورځ درواغ ګڼونکو ته رسېدونکی وي په کومه ورځ چې ځمکه او غرونه ولړزيږي، او غرونه به د حالت د سختوالي له امله بهېدونکي تيت رېګ غوندې وي.

(15) پرته له شکه موږ تاسو ته يو رسول درلېږلی وو چې د قيامت په ورځ ستاسو پر کړنو شاهد وي لکه څنګه مو چې فرعون ته يو رسول لېږلی و چې هغه موسی عليه السلام و.

(16) خو فرعون د خپل پالونکي لخوا ور لېږل شوي رسول څخه سرغړونه وکړه، نو هغه ته مو په دنيا کې په ډوبولو سخت عذاب ورکړ، او په آخرت کې د اور عذاب، نو تاسې له خپل رسول څخه سرغړونه مه کوئ چې همغه څه به در ورسيږي چې هغه ته رسېدلي و.

(17) که چېرې تاسې پر الله کفر وکړئ او رسول يې درواغجن وبولئ؛ نو په هغه سخته اوږده ورځ به څنګه ځانونه ساتئ او خوندي کوئ چې د وړو ماشومانو سرونه به د هغې ورځې د سختوالي او اوږدوالي له امله سپين شي.

(18) آسمان به د هغې له سختۍ څخه چا ودېدونکی وي، او د الله ژمنه هرومرو ترسره کېدونکې ده.

(19) پرته له شکه دغه نصيحت چې د هغه څه پر بيان مشتمل دی چې د قيامت په ورځ به کوم بد حالت او سختي وي دا يو پند دی چې مؤمنان ترې ګټه پورته کوي، نو څوک چې د خپل پالونکي لوري ته د رسوونکې لارې غوره کوونکی وو هغه غوره کړه.

(20) اې رسوله! پرته له شکه ستا پالونکی پوهيږي چې ته کله د شپې له دريو پر دوو کمو برخو کې لمونځ کوې، او کله بيا تر نيمايي شپې درېږې، او کله بيا تر درېيمې پورې، او يوه ډله هغه مؤمنان هم دريږي چې ستا سره دي، او الله شپه او روځ حسابوي، او ساعتونه يې شمېري، او هغه پاک ذات پوه دی چې تاسې يې د ساعتونو په ضبط او شمېرلو نه توانېږئ، د موخې په لټولو کې د ډېرې برخې درېدل درباندې سختيږي، نو ځکه يې ستاسو توبه قبوله کړه، چې له شپې څومره درته آسانه وي لمونځ وکړئ، او اې مؤمنانو! الله پوهيږي چې له تاسو به ځينې داسې ناروغان وي چې ناروغۍ به په ستونزه کې اچولي وي، او نور به سفر کوي چې د الله روزي به لټوي، او ځينې نور به له کافرانو سره جنګيږي تر څو د الله رضا تر لاسه کړي او د الله کلمه لوړه شي، نو پر دغو کسانو د شپې درېدل سختيږي، نو څومره چې درته آسانه وي دومره لمونځ وکړئ، او فرضي لمونځ په بشپړه توګه وکړئ، او د خپلو مالونو زکات مو ورکړئ، او خپل مالونه مو د الله په لار کې ولګوئ، او کوم خير چې د ځانونو لپاره وړاندې کوئ، هغه به غوره او د ثواب له پلوه زيات ومومئ، او له الله څخه بښنه وغواړئ، پرته له شکه الله له خپلو بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د هغو بښونکی دی او پر هغوی مهربان دی.