107 - Al-Maa'un ()

|

(1) ايا هغه دې وپېژندلو چې د قيامت په ورځ بدله درواغ ګڼي؟!

(2) هغه خو همغه دی چې يتيم له اړتيا څخه په زياته سختۍ سره شړي.

(3) خپل ځان او نور خلک بې وزلو ته په خوړو ورکولو نه هڅوي.

(4) نو د هغو لمونځ کوونکو لپاره تباهي او سزا چې له لمونځونو يې بې خبره وي هيڅ پروا يې نه لري، تردې چې وخت يې تېر شي.

(5) نو د هغو لمونځ کوونکو لپاره تباهي او سزا چې له لمنځونو يې بې خبره وي هيڅ پروا يې نه لري، تردې چې وخت يې تېر شي.

(6) هغه کسان چې په خپلو لمنځونو او کړنو ځان ښودنه کوي، د الله لپاره يې نه ځانکړی کوي.

(7) او له نورو خلکو سره پر هغه څه له مرستې کولو څخه منع کوي چې پر هغو په مرسته کې کوم زيان هم نشته.