(1) اې خلکو! پر مالونو او اولادونو وياړ کولو تاسې د الله له پيروۍ بوخت کړي ياست.
(2) تردې چې مړه شئ او خپلو قبرونو ته مو ننوځئ.
(3) تاسې لره په کار نه وه چې پر هغو د وياړلو له امله د الله له پيروۍ بوخت شئ، ژر به د دغه بوختيا پر پايله پوه شئ.
(4) بيا به ژر د هغو پر پايله پوه شئ.
(5) په رېښتيا که چېرې تاسې په یقيني توګه پوهېدلای چې تاسو به الله ته ور پاڅول کېږئ، او هغه به مو د اعمالو بدله درکوي؛ نو تاسې به پر مالونو او اولادونو مو پر وياړلو نه بوختېدلای.
(6) پر الله قسم چې تاسې به د قيامت په ورځ اور ووينئ.
(7) بيا به هرومرو تاسې هغه په يقني ليدلو سره ووينئ چې هيڅ شک به پکې نه وي.
(8) بيا به الله هرومرو په دغه ورځ له تاسې د هغه څه په اړه پوښتنه وکړي چې پر تاسو يې کومه روغتيا، شتمني او داسې نور پېرزو کړي وو.