(1) اې رسوله! ايا خبر نه يې چې پالونکي دې پر ابرهه، د هغه پر ملګرو او د فيل پر څښتنانو څه وکړل کله چې هغوی د کعبې ورانول غوښتل.
(2) پرته له شکه الله د هغوی بد تدبير په لارورکۍ کې ونړولو، نو هغه څه يې ترلاسه نه کړل چې هيله يې لرله چې هغه له کعبې څخه د خلکو ايسارول وو، او له هغو يې هيڅ هم ترلاسه نه کړل.
(3) او پر هغوی يې داسې مرغان ور ولېږل چې ډلې ډلې ورته راغلل.
(4) هغوی يې د ډبرينې خټې پر کاڼو وېشتل.
(5) نو الله هغوی داسې کړل لکه د هغه کښت پاڼې چې څارويو خوړلې وي او تر پښو لاندې يې کړې وي.