106 - Quraish ()

|

(1) د قريشو د عادت او الفت لپاره.

(2) په ژمي کې يمن ته سفر، او د اوړي سفر يې شام ته د ډاډ په حالت کې.

(3) نو يوازې د هغه الله چې د دغه بيت الحرام رب دی عبادت دې وکړي، هغه ذات چې دغه سفر يې د هغوی لپاره اسانه کړی دی او له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي.

(4) هغه ذات چې په لوږه کې يې هغوی ته خواړه ورکړل، او له وېرې يې په امن کړل، داسې چې د عربو په زړونو کې يې د حراموالي تعظيم او د هغې د اوسېدونکو تعظيم کېښود.