109 - Al-Kaafiroon ()

|

(1) اې رسوله! ووايه: اې پر الله کفر کوونکو.

(2) زه نه اوس او نه په راتلونکي کې هغه څه لمانځم چې تاسو کوم بوتان لمانځئ.

(3) او نه تاسې د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم، چې هغه يوازې الله دی.

(4) او نه زه د هغه څه لمانځونکی يم چې تاسو کوم بوتان لمانځئ.

(5) او نه تاسې د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم، چې هغه يوازې الله دی.

(6) ستاسو لپاره مو هغه دين دی چې د ځانونو لپاره مو له ځانه جوړ کړی دی، او زما لپاره زما هغه دين دی چې الله پر ما نازل کړی دی.