(1) د نبي صلی الله عليه وسلم د تره ابولهب بن عبدالمطلب دواړه لاسونه د هغه د خپل عمل د زيان له امله زيانمن شول؛ ځکه هغه نبي صلی الله عليه وسلم ځورولو، او د هغه هڅه ناکامه شوه.
(2) د هغه مال او اولاد هغه ته څه ګټه ورسوله؟ هغو دواړو ترې هيڅ عذاب دفع نشوای کړای، او نه يې هغه لره کوم رحمت را کش کړای شوای.
(3) ژر به هغه د قيامت په ورځ د لمبو والا اور ته ور ننوځي، چې ګرمي به يې ګالي.
(4) او ژر به يې مېرمن ام جميل هم اور ته ور ننوځي کومې چې نبي صلي الله عليه وسلم آزارولو د هغه په لار کې د اغزيو په اچولو سره.
(5) چې په غاړه کې به يې محکمه اودل شوې رسۍ وي اور ته به پرې بوول کيږي.