(1) اې رسوله! ووايه: د خلکو پر پالونکي ځان ساتنه کوم او پر هغه پناه غواړم.
(2) د خلکو پر پاچا، چې په هغوی کې هرډول وغواړي تصرف کوي، له هغه پرته هغوی لره بل حقيقي پاچا نشته.
(3) په حقه د هغوی معبود دی، له هغه پرته هغوی لره بل په حقه معبود نشته.
(4) د هغه شيطان له شره چې خپله وسوسه انسان ته اچوي کله چې انسان د الله له ياده بې پروا شي، او بېرته ترې شاته کيږي کله چې هغه (الله) ياد کړي.
(5) خپله وسوسه د خلکو زړونو ته اچوي.
(6) او هغه هم له انسانانو وي لکه څنګه چې له پېريانو څخه وي.