12 - Yusuf ()

|

(1) الر) د دغو او دېته ورته تورو په اړه بحث د بقرې سورت په پیل کې تېر شو. دغه آيتونه چې په دغه سورت کې نازل کړل شوي دي د څرګند قرآن له آيتونو څخه دي چې پر هغه مشتمل دی.

(2) بېشکه موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی تر څو ای عربو تاسو يې په معناوو پوه شئ.

(3) ای رسوله! موږ پر تا غوره کيسې بيانوو د هغو د رېښتينولۍ، د هغو د الفاظو د سلامتۍ او بلاغت له امله چې دغه قرآن مو درباندې نازل کړی دی او بېشکه ته د هغه له نازلېدو مخکې له دغو کيسو څخه له بې خبرو څخه وې، تا لره پر دغه پوهه نه وه.

(4) موږ تا خبروو ای رسوله! کله چې يوسف عليه السلام خپل پلار يعقوب عليه السلام ته وويل: ای پلارجانه! بېشکه ما په خوب کې يولس ستوري وليدل، لمر او سپوږمۍ مې وليدل، دا ټول مې وليدل چې ما لره سجده کوونکي وو، دغه خوب د يوسف عليه السلام لپاره يو بيړنی زيری و.

(5) يعقوب عليه السلام خپل زوی يوسف عليه السلام ته وويل: ای زوکيه! خپلو وروڼو ته دې خوب مه بيانوه چې پرې پوه شي، کينه به درسره وکړي؛ نوهغوی به له خپل لوري د دوکې او کينې په توګه تدبير درته ونيسي، بېشکه شیطان د انسان لپاره له ښکاره دوښمنۍ سره دوښمن دی.

(6) لکه څنګه چې دې دغه خوب ليدلی ای يوسفه خپل پالونکی به دې غوره کړي او د خوب تعبير به درته وښيي، د نبوت په درکړه به خپله پېرزوينه درباندې بشپړه کړي لکه څنګه چې يې له تا مخکې ستا پر پلرونو ابراهيم او اسحاق عليهما السلام بشپړه کړې وه، بېشکه ستا پالونکی پر خپل مخلوق ښه پوه دی په خپل تدبير کې حکيم دی.

(7) بېشکه د يوسف عليه السلام او د هغه د وروڼو په خبر کې د هغوی د خبرونو د پوښتونکو لپاره پندونه او نصيحتونه دي.

(8) کله چې يې وروڼو په خپل منځ کې وويل: يوسف او د هغه سکنی ورور مو پلار ته ترموږ ډېر ګران دی حال دا چې موږ يوه ډله زيات شمېر يو؛ نو څنګه يې هغوی دواړو ته پر موږ غوراوی ورکړی؟ بېشکه موږ هغه په ښکاره تېروتنه کې وينو چې هغوی ته يې پرموږ غوراوی ورکړی دی پرته له کوم داسې لامل څخه چې موږ ته دې ښکاره شي.

(9) يوسف ووژنئ يا يې په لرې ځمکه کې ورک کړئ، د پلار مخ به يوازې تاسو ته شي؛ نو په بشپړه مينه به مينه درسره کوي او تاسو به وروسته له دې چې د هغه وژل يا ورکول ترسره کړئ ښه خلک شئ کله چې له خپلې ګناه توبه وباسئ.

(10) له وروڼو يوه وويل: يوسف مه وژنئ بلکې د څاه تل ته يې وغورځوئ ځينې هغه مسافرين به يې ورسره پورته کړي چې پرې تېريږي، دا يې تر وژلو کم ضرر دی، که چېرې تاسو د هغه څه هوډ لرئ چې د هغه په اړه مو وويل.

(11) کله چې د هغه په لرې کولو په يوه خوله شول، خپل پلار يعقوب عليه السلام ته يې وويل: ای زموږ پلاره! تا لره څه دي چې موږ د يوسف په اړه امينان نه ګرځوې؟ موږ پر هغه ډارېږو، له هغه څه به يې ساتو چې زيان ورته رسوي او يوازې د هغه د ساتنې او رعايت لپاره يو تر څو تاته روغ راوګرځي؛ نو څه شی دې هغه له موږ سره له لېږلو راګرځوي؟

(12) اجازه راکړه چې سبا هغه له ځان سره واخلو، له خوراک به خوند واخلي، ډېر به خوشحاله شي او موږ يې له هر هغه زيانه ساتونکي يو چې هغه ته رسيږي.

(13) يعقوب عليه السلام خپلو زامنو ته وويل: بېشکه ستاسو لخوا د هغه په بیولو غمجنېږم ځکه زه د هغه جدايي نشم زغملی او زه پر هغه ډارېږم چې لېوه به يې وخوري په داسې حال کې چې تاسو په څرودلو او لوبو له هغه بې پروا شئ.

(14) هغوی يې خپل پلار ته وويل: که چېرې لېوه يوسف وخوري سره له دې چې موږ يوه ډله يو، بېشکه په داسې حالت کې په موږ کې هيڅ خير نشته؛ نو موږ زيانمن يو چې هغه له لېوه ونشو ژغورلی.

(15) نو يعقوب عليه السلام هغه ورسره ولېږی، کله چې يې لرې بوتی او د څاه تل ته د غورځولو هوډ يې وکړ، موږ په دغه حال کې يوسف ته وحي وکړه: هرومرو به هغوی په دغه کړنه يې خبر کړې حال داچې ستا د خبر ورکولو په حال کې به هغوی په تا نه پوهيږي.

(16) د يوسف عليه السلام وروڼه خپل پلار ته د ماخوستن په وخت کې راغلل، د خپلې دوکې د رواجولو په موخه يې ژړل.

(17) هغوی وويل: ای پلاره! موږ ولاړو په منډه وهلو کې مو سيالي کوله او غشي مو وېشتل، يوسف مو له خپلو جامو او توښو سره پرېښود ترڅو يې وساتي؛ نو لېوه وخوړ، ته موږ لره تصديق کوونکی نه يې که څه هم موږ په حقيقت کې د هغه څه په اړه رېښتيني وو چې پرې خبر مو کړې.

(18) خپل خبر يې په دوکه پياوړی کړ، چې د يوسف کميس يې د هغه له وينو پرته په نورو وينو لړلی راوړ، داسې وهم اچوونکي وو چې دا د لېوه لخوا د هغه د خوړلو پاتې شوني دي؛ نو يعقوب عليه السلام د هغوی پر درواغو پوه شو په دغه نښه چې کميس ندی څيرل شوی، هغوی ته يې وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې خبر راکړ، بلکې تاسو لره مو نفسونو هغه بده چاره ښايسته کړې ده چې تر سره کړې مو ده؛ نو زما کار داسې صبر کول دي چې وير پکښې نه وي او له الله څخه مرسته غوښتل دي د يوسف د هغې معاملې په اړه چې تاسو يې بیانوئ.

(19) تېرېدونکې قافله راغله، هغه څوک يې ولېږئ چې هغوی لره اوبه لټوي، هغه خپله سلواغه په څاه کې خوشې کړه، يوسف په رسۍ پورې نېښتی و، کله چې رسۍ خوشي کوونکي وليدی له خوشحالۍ نه يې وويل: ای زما زېری دا هلک دی، اوبو راوړونکي او ځينو ملګرو يې هغه له نورې قافلې څخه په دې ګومان پټ کړ چې هغه يو سوداګريز توکی دی چې سوداګري به پرې وکړي، الله په هغه څه ښه پوه دی چې هغوی د يوسف کوم بدلول او پلورل کوي، د هغوی له کړنې هيڅ هم ترې پټ ندي.

(20) اوبه راوړونکي او ملګرو يې هغه په مصر ښار کې په لږو پيسو وپلوره، د هغو درهمونو شمېر د لږوالي له امله آسانه و، هغوی په تېزۍ ور څخه د خلاصون له امله له پيسو بې پروا و، هغوی يې له حاله پوه شول چې هغه مرېيی ندی او د هغه له کورنۍ څخه پر ځانونو وډار شول، دا پر هغه د الله د لورېينې له بشپړېدو څخه دي چې له هغوی سره زيات پاتې نشي.

(21) اوکوم سړي چې هغه په مصر کې واخيست خپلې مېرمنې ته وويل: ښه ورسره وکړه او زموږ سره په اوسېدو کې يې درناوی وکړه، کېدای شي په هستوګنه کې موږ ته د هغه څه په اړه ګټه ورسوي چې ورته اړ يو او يايې په زوی نيولو سره زوی وګرځوو، لکه څنګه چې مو يوسف له وژلو وژغوری، له څاه مو را واېست، پر هغه مو د (مصر) د عزيز زړه نرم کړ، هغه ته مو په مصر کې ځای ورکړ، تر څو هغه ته يې د خوب تعبير وروښايو، الله په خپله پرېکړه برلاسی دی، پرېکړه يې ترسره کېدونکې ده، هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته، خو ډېری خلک چې کافران دي پر دې نه پوهيږي.

(22) کله چې يوسف د بدن د سختوالي عمر ته ورسېده هغه ته مو فهم او پوهه ورکړل، د دغې بدلې غوندې چې هغه ته مو ورکړه موږ نېکانو ته د هغوی الله ته د عبادت بدله ورکوو.

(23) د عزيز مېرمنې په نرمۍ او دوکې کارولو له يوسف عليه السلام څخه د ناروا کار غوښتنه وکړه، دروازې يې بندې کړې ترڅو ښه يوازې شي، او ورته ويې ويل: ماته راشه او راځه، يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه غواړم له هغه څه چې ور ودې بلم، بېشکه له ما سره مې بادار له ځان سره په اوسولو کې ښه وکړل؛ نو هيڅکله خيانت نه ورسره کوم، که مې خيانت ورسره وکړ زه به ظالم وم، بېشکه چې ظالمان نه بریالي کيږي.

(24) بېشکه د هغې زړه ناروا کړنې ته وشو او هغه هم په ځان دغه خطره احساس کړ که چېرې يې د الله نښې نه وای ليدلې چې له دغه يې راګرځوي او لرې کوي يې، موږ دغه ورته وښودل تر څو ناروا ورڅخه وګرځوو، له زنا او خيانت څخه يې لرې کړو، بېشکه يوسف د رسالت او نبوت لپاره زموږ له غوره کړل شويو بندګانو څخه دی.

(25) دواړو دروازې خواته منډې کړې، يوسف د دې لپاره چې ځان وژغوري او هغې د دې لپاره چې د يوسف د وتلو مخه ونيسي، هغې يوسف تر کميس ونيوه تر څو يې له وتلو راوګرځوي، چې د شا لخوا يې څيرې کړ، دواړو د هغې مېړه له دروازې سره وموند، د عزيز مېرمنې د چل کوونکې په توګه عزيز ته وويل: چا چې ستا له مېرمنې سره د ناروا کړنې هوډ کړی وي ای عزيزه! د هغه سزا به نه وي مګر بندخونه او يا دا چې دردوونکې سزا ورکړل شي.

(26) يوسف عليه السلام وويل: هغه وه چې له ما يې د ناروا غوښتنه وکړه او ما يې اراده نه وه کړې، نو يو شاهد د هغې له کورنۍ را پورته شو، په خپلې داسې وينا سره يې شاهدي ورکړه چې که د يوسف قميص له مخې څېرې وي، نو دا د هغې - مېرمنې - د رېښتينولۍ نخښه ده، ځکه دا داسې شو چې هغې له ځانه منع کولو؛ او هغه - یوسف علیه السلام - درواغجن دی.

(27) او که يې کميس د شا لخوا څيرې شوی وي؛ نو دا د هغه د رېښتينولۍ نښه ده، ځکه هغې به يوسف ځانته هڅاوه او هغه به ترې تېښته کوونکی و او دا درواغجنه ده.

(28) کله چې عزيز وليدل چې د يوسف عليه السلام کميس د شا لخوا څيرې شوی دی، د يوسف عليه السلام رېښتينولي ثابته شوه، او ويې ويل: بېشکه دغه تور چې هغې پرې لګولی دی ای د ښځو ډلې ستاسو د چلونو له ډلې څخه دی، بېشکه ستاسو چل يو پياوړی چل دی.

(29) او يوسف ته يې وويل: ای يوسفه! له دغه کار څخه مخ واړوه او هيچاته يې مه يادوه، او ته (ای مېرمنې) د خپلې ګناه لپاره بښنه وغواړه، بېشکه ته له ګناهکارانو څخه يې د يوسف له خپل ځان څخه د تېر اېستلو له امله.

(30) د هغې خبر په ښار کې خپور شو، يوې ډلې ښځو د انکار په ډول وويل: د عزيز مېرمن خپل مريی ځانته وربولي، بېشکه د هغه مينه يې د زړه پوښ ته رسېدلې ده، بېشکه موږ هغه د يوسف د تېر اېستلو او له هغه سره د مينې له امله چې مريی يې دی په څرګنده لار ورکۍ کې وينو.

(31) کله چې د عزيز مېرمنې د ځان په اړه د هغوی بد ګڼل او د هغوی لخوا يې خپل غيبت واورېده هغوی ته يې بلنه ورکړه تر څو يوسف وويني او عذر يې ومني، هغوی لره يې يو ځای چمتو کړ چې په هغو کې فرش او تکيې وې، هرې يوې بلل شوې ته يې يوه چاړه ورکړه ترڅو خوراکي توکي پرې غوڅ کړي، يوسف عليه السلام ته يې وويل: پر هغوی راووځه، کله چې يې هغه ته وکتل لوی يې وګاڼه د هغه ښايست ته يې عقل والوت او ښکلا ته يې ستړيې شولې، او له سختې ستړيا يې لاسونه په هغو چړو ټپي کړل چې د خوراکي توکو د پرې کولو لپاره چمتو کړل شوې وې او ويې ويل: سپېڅلتيا ده الله لره، دا هلک بشر ندی، په هغه کې چې کوم ښايست دی هغه په بشر کې ندی ليدل شوی، هغه خو يوازې له مکرمو پرېښتو څخه يوه مکرمه پرېښته ده.

(32) د عزيز مېرمنې ښځو ته وويل کله چې يې وليدل چې څه هغوی ته ورسېدل: دا هغه ځوان دی چې تاسو د هغه د مينې له امله ماته پېغور راکړی دی، ما له هغه غوښتنه کړې او د هغه د تېر اېستلو چل مې کړی، خو هغه نټه کړې، که چېرې په راتلونکي کې هغه څه ونکړي چې ترې غواړم يې، هرومرو به زندان ته ننوځي او هرومرو به له سپکو څخه شي.

(33) يوسف عليه السلام وويل په داسې حال کې چې خپل پالونکی يې رابلئ: ای زما پالونکيه! هغه زندان چې هغې پرې راته ګوت څنډنه کړې، ډېر غوره دی تر هغه څه چې هغوی مې وربولي چې هغه ناروا کړنه ده، که چېرې د هغوی چل را څخه لرې نکړې، هغوی ته به ورکوږ شم، له ناپوهانو به شم که ورکوږ شوم او په هغه څه کې به د هغوی پيروي وکړم چې راڅخه غواړي يې.

(34) الله د هغه دعا قبوله کړه، له هغه يې د عزيز د مېرمنې او د ښار د ښځو چل لرې کړ، بېشکه هغه سپېڅلی او لوړ دی، د يوسف د دعا او د هر دعا کوونکي د دعا ورېدونکی دی، د هغه پر حال او د نورو پر حال ښه پوه دی.

(35) بيا د عزيز او قوم رايه يې دا وه چې کله يې د هغه د بې ګناهۍ دلائل وليدل چې تر نامعلومې مودې يې بندي کړي ترڅو رسوايي ښکاره نشي.

(36) نو هغه يې بندي کړ او له هغه سره دوه نور ځوانان بندخونې ته ننوتل، يو له ځوانانو يوسف ته وويل: بېشکه ما په خوب کې ولیدل چې انګور زبیښم څو شراب ترې جوړ شي، بل وويل: بېشکه زه وينم چې پر سر ډوډۍ وړم مرغان ترې خوراک کوي، موږ ته خبر راکړه ای يوسفه! د هغه څه په تفسير چې ليدلي مو دي، موږ تا د احسان له څښتنانو وينو.

(37) يوسف عليه السلام وويل: تاسو ته به هغه ډوډۍ چې د پاچا يا بل چا لخوا درکول کيږي نه وي راغلې خو زه به تاسو ته د هغه حقيقت او کيفيت مخکې تر راتګ يې بيان کړم، دا هغه د خوب تعبير دی چې زه پرې پوهېږم ماته مې پالونکي راښودلی، د کاهنانو او نجوميانو لخوا ندی، بېشکه ما د داسې قوم دين پرېښی چې پر الله ايمان نه لري او هغوی پر آخرت کافران دي.

(38) د خپلو پلرونو: ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام د دين پيروي مې کړې ده، هغه د الله د توحيد دين دی، زموږ لپاره سم نه دي چې له الله سره بل شريک ونيسو، هغه په وحدانيت کې يوازې دی، دغه توحيد او پر هغه څه ايمان چې زه او پلرونه مې پرې يو، پر موږ د الله لخوا فضل دی چې د هغه توفيق يې راکړی او پر ټولو خلکو يې فضل دی چې هغوی ته يې نبيان لېږلي دي، خو ډېری خلک د الله پر نعمتونو شکر نه وباسي بلکې کفر يې کوي.

(39) بیا يوسف عليه السلام هغه دوه ځوانان مخاطب کړل او ويې ويل: آيا د زياتو معبودانو عبادت غوره دی که د هغه يوه الله چې شريک نلري، هغه پر نورو برلاسی دی چې نه ناتوانه کيږي؟

(40) تاسو له الله پرته عبادت نه کوئ مګر د داسې نومونو چې په غير نومول شويو تاسو او پلرونو مو، معبودان نومولي دي، هغوی لره په الوهیت کې هيڅ برخه نشته، الله ستاسو پر نوم اېښودنه کوم داسې دليل ندی نازل کړی چې د هغو پر سموالي دلالت وکړي، په ټولو مخلوقاتو کې حکم يوازې الله لره دی، نه د دغو نومونو لپاره چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله پاک امر درته کړی چې په عبادت کې يې يوازې کړئ او له دې څخه يې منع کړي ياست چې له هغه سره بل څوک شريک کړئ، دغه توحيد هغه نېغ دين دی چې کوږوالی پکې نشته، خو ډېری خلک پر دغه نه پوهيږي، ځکه له الله سره شريک نيسي؛ نو د هغه د ځينو مخلوقاتو عبادت کوي.

(41) ای زما د زندان دواړو ملګرو، کوم چې ليدلي چې انګور نښتيږي تر څو شراب شي، هغه به له زندان ووځي او خپل کار ته به وروګرځي، پاچا ته به څښاک ورکوي، خو کوم چې ليدلي چې پر سر يې ډوډۍ ده او مرغان ترې خوراک کوي؛ نو هغه به ووژل شي او وبه ځړول شي، مرغان به يې د سر له غوښو خوراک وکړي، پای ته ورسېده هغه امر چې تاسو يې په اړه فتوی غوښته او بشپړ شو، هغه هرومرو ترسره کېدونکی دی.

(42) او يوسف عليه السلام هغه کس ته وويل چې فکر يې کاوه له هغوی دواړو خلاصېدونکی دی او هغه پاچا ته څښاک ورکوونکی دی، زما کيسه او حالت د پاچا په وړاندې ياد کړه، کېدای شي له بند خونې مې وباسي، شيطان د پاچا په وړاندې له څښاک ورکوونکي څخه د يوسف عليه السلام ياد هېر کړ، يوسف عليه السلام له دغه وروسته په بند خونه کې څو کاله پاتې شو.

(43) پاچا وويل: ما په خوب کې اوه چاغ غويان وليدل چې اوه ډنګر غويان يې خوري، اوه شنه وږي مې وليدل او اوه وچ وږي، ای سردارانو او اشرافو زما د دغه خوب په تعبير مې خبر کړئ که چېرې تاسو د خوب په تعبير پوه وئ.

(44) هغوی وويل: ستاخوب ګډود خوبونه دي، کوم چې داسې وي هغه تعبير نلري او موږ د داسې ګډو وډو خوبونو په تعبير پوه نه يو.

(45) او هغه څښاک ورکوونکی چې له دوو ځوانو بنديانو ژغورل شوی وويل، يوسف عليه السلام او د هغه پوهه چې د خوب د تعبير په اړه يې لرله له يوې مودې وروسته ور په ياد شول: زه تاسو ته د هغه خوب د تعبير په اړه خبر درکوم چې پاچا ليدلی دی وروسته د هغه چا له پوښتلو چې د خوب د تعبير پوهه لري؛ نو ما ولېږه ای پاچا! يوسف ته تر څو ستا د خوب تعبير وکړي.

(46) کله چې ژغورل شوی شخص يوسف عليه السلام ته راورسېدی ورته ويې ويل: ای ملګريه يوسفه! له هغه تعبير نه مې خبر کړه چې څوک په خوب وويني اوه چاغې غواوې چې اوه ډنګرې غواوې يې خوري او ويني اوه شنه وږي او اوه وچ وږي ويني، کېدای شي زه پاچا او له هغه سره خلکو ته ورشم کېدای شي هغوی د پاچا د خوب په تعبير پوه شي او ستا په فضيلت او مرتبه پوه شي.

(47) يوسف عليه السلام د دغه خوب د تعبيروونکي په توګه وويل:اوه کاله به پرله پسې غنم کرئ، له دغو اوو کلونو څخه چې په هر کال کې څه رېبئ، له لږ دانو پرته چې د خوراک لپاره ورته اړتيا لرئ په وږيو کې يې پرېږدئ له چينجيو څخه د خونديتابه په موخه.

(48) بيا به له دغه اوو ودانو (لمدو) کلونو وروسته چې تاسو پکې کرل کړي دي اوه وچ کالونه راځي، خلک به پکې خوري ټول هغه څه چې په ودانوکلونو کې يې رېبلي دي پرته له هغولږو چې تاسو يې د تخم په توګه ساتئ.

(49) بيا به له دغو وچو کلونووروسته يو داسې کال راځي چې بارانونه به پکې اوريږي، کښتونه به شنه کيږي، خلک به هغه څه نښتيزي چې نښتېزلو ته يې اړتيا لري لکه انګور، زيتون او ګنډېری.

(50) پاچا يې خپلو مرستندويانو ته هغه مهال وويل چې د خوب تعبير يې د يوسف عليه السلام لخوا ورته ورسېدی، هغه له بندخونې راوباسئ، ماته يې راولئ، خو کله چې يوسف عليه السلام ته د پاچا استازی راغی ورته يې وويل: خپل سردار پاچا ته دې ورشه، د هغو ښځو د کيسې په اړه پوښتنه ترې وکړه چې لاسونه يې زخمي کړي وو، بېشکه زما پالونکی د هغوی لخوا زما په تېراېستنه ښه پوه دی پر هغه له دغه څخه هيڅ هم پټ نه دي.

(51) پاچا ښځو ته په خطاب کولو سره وويل: ستاسو کيسه څنګه ده کله مو چې له يوسف څخه په چل وغوښتل ترڅو له تاسو سره ناروا وکړي، ښځو پاچا ته په ځواب کې وويل: ډېره لېرې ده چې يوسف دې تورن وي، پر الله قسم موږ د هغه په اړه په هيڅ بدو نه پوهېږو، دغه مهال د عزيز مېرمنې د کړي عمل د منونکې په ډول وويل: اوس حق څرګند شو، ما د هغه د تېر اېستلو هڅه وکړه، هغه زما د تېر اېستلو هڅه نه ده کړې او هغه د ځان د سپېڅلتيا د دعوې په اړه له رېښتينو څخه دی کوم چې ما تور پرې لګولی و.

(52) د عزيز مېرمنې وويل: يوسف دې پوه شي چې کله ما اقرار وکړ چې زه هغه څوک وم چې له هغه مې ناروا غوښتنه وکړه، هغه رېښتونی دی، ما د هغه په نشتون کې پرې تور ندی لګولی، بېشکه ماته له هغه څه چې وشول څرګنده شوه چې الله هغه چا ته توفيق نه ورکوي چې درواغ وايي او دوکه کوي.

(53) د عزيز مېرمنې خپله خبره په دې ويلو اوږده کړه: زه خپل نفس د ناروا له ارادې پاک نه ګڼم، نه مې په دې د خپل نفس د پاکوالي اراده کړې ده، ځکه دانساني نفس شان دا دی چې په ناروا ډېر امرکوونکی دی، هغه څه ته د ورکوږوالي له امله چې غواړي يې او له هغه څخه د راګرځېدلو د سختوالي له امله، مګر له انسانانو چې پر چا الله رحم کړی وي، هغه يې په ناروا له امر کولو ساتلی وي، بېشکه زما پالونکی بښونکی دی هغه چا لره چې له بندګانو يې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی.

(54) پاچا هغه مهال چې د يوسف بې ګناهي څرګنده شوه او پرې پوه شو خپلو مرستندويانو ته وويل: هغه ماته راولئ، زه يې د ځان لپاره ځانګړی کوم، نو هغوی راوستلو، کله يې چې خبرې ورسره وکړې او هغه ته يې پوهه او هوښيارتيا ښکاره شول، هغه ته يې وويل: پرته له شکه اې يوسفه ته نن زموږ په وړاندې د مرتبې، عزت او باور څښتن وګرځېدې.

(55) يوسف پاچا ته وويل: د مصر په ځمکه کې د مال او غلو د زېرمو ساتنه ماته را وسپاره، بېشکه زه باوري خزانچي، پوه او د هغه په اړه ځيرک يم چې پرې ګومارل کېږم.

(56) لکه څرنګه مو چې د يوسف په بې ګناهۍ او له زندانه په خلاصون احسان وکړ، پر هغه مو په مصر کې د ځای په ورکړه احسان وکړ، هر چېرې چې وغواړي تګ راتګ کوي؛ موږ چې له خپلو بندګانو چاته په دنيا کې وغواړو خپله لورېينه ورکوو، د نېکانو بدله نه ضايع کوو، بلکې هغه ته يې پرته له کمښته ورپوره کوو.

(57) د الله هغه بدله چې په آخرت کې يې چمتو کړې ده د دنيا له بدلې غوره ده د هغوکسانو لپاره چې پر الله يې ايمان راوړی او ترې وېريږي د هغه د حکمونو په پرځای کولو اوله نواهيوو يې په ډډه کولو سره.

(58) د يوسف وروڼه له خپلو پیسو سره د مصر ځمکې ته راغلل، پر هغه ورننوتل، يوسف وپېژندل چې ورونه يې دي، هغوی ونه پېژانده چې هغه يې ورور دی، د مودې د اوږدوالي او د هغه د حالت د بدلون له امله، ځکه کوم وخت چې هغوی په څاه کې واچاوه هغه ماشوم و.

(59) او کله يې چې هغوی ته کومه غله او توښه ورکړل چې ترې غوښتل يې، هغه وويل وروسته له دې چې هغوی خبرکړ چې دوی يو پلارنی ورور لري له پلار سره يې پرېښی دی: ستاسو پلارنی ورور ماته راولئ، يو اوښ بار به در زيات کړم، آيا تاسو نه وينئ چې زه پېمانه پوره کوم، کموم يې نه؛ او زه تر ټولو مېلمه پالو غوره يم.

(60) که چېرې مو رانه ووست، ستاسو درواغ څرګندشول په دغه دعوی کې چې ستاسو يو پلارنی ورور شته؛ نو هيڅکله به تاسو ته غله در پېمانه نکړم او زما ښار ته مه را نېږدې کېږئ.

(61) وروڼو يې په دې ويلو ځواب ورکړ: له پلاره به يې وغواړو، په دې کې به کوښښ وکړو او موږ پرته له کمۍ د هغه څه کوونکي يو چې امر دې راته پرې وکړ.

(62) يوسف خپلو کار کوونکو ته وويل: د هغوی پيسې بېرته ورکړئ تر څو د تلو په وخت هغوی پوه شي، چې موږ ترې څه ندي اخېستي او دغه به يې بيا راوستلو ته اړ کړي، چې ورور به يې هم ورسره وي، تر څو هغوی د يوسف لپاره خپله رېښتينولي ثابته کړي او هغه ترې پيسې قبولې کړي.

(63) کله چې يې پلار ته را وګرځېدل او د يوسف لخوا يې د خپل درناوي کيسه ورته بيان کړه ويې ويل: ای زموږ پلاره له موږ څخه پېمانه وګرځول شوه، که مو له ځان سره خپل ورور بو نه تی! نو له موږ سره يې ولېږه، بېشکه که يې را سره ولېږې خوراکي توکي به را پېمانه کړو او موږ تاته د هغه د ساتنې ټينګه ژمنه درکوو ترڅو تاته روغ راوګرځي.

(64) پلار يې ورته وويل: آيا په تاسو داسې باور وکړم لکه مخکې مې چې د هغه د سکه ورور يوسف په اړه باور درباندې کړی و؟! پرتاسو مې د هغه په اړه باور وکړ، تاسو يې د ساتنې ژمنه وکړه، خپله ژمنه مو ترسره نه کړه؛ نو ستاسو د ساتنې په ژمنه زه باور نلرم، زما باور يوازې پر الله دی، هغه ترټولو غوره ساتونکی دی د هغه چا لپاره چې د ساتنې اراده يې ولري او هغه تر ټولو غوره لوروونکی دی چاته چې د لورېينې اراده وکړي.

(65) کله يې چې هغه د خوراکي توکو بوجۍ پرانيستې چې راوړې يې وې، پيسې يې وموندې چې بېرته ورګرځول شوې دي، خپل پلار ته يې وويل: له دغه عزيز څخه له دې درناوي وروسته نور څه غواړو؟ دغه زموږ د خوراکي توکو پيسې دي چې عزيز له خپل لوري پر موږ د پېرزوينې له امله راګرځولې دي، خپلو کورنيو ته به خوراکي توکي راوړو، د خپل ورور به له هغه څه ساتنه وکړو چې ته پرې وېرېږې او د هغه د ملګرتيا له امله به يو اوښ بار پېمانه زياته شي، د يو اوښ بار پېمانې زياتوالی د عزيز په وړاندې آسانه کار دی.

(66) پلار يې ورته وويل: هيڅکله به يې درسره ونه لږم تر څو په ټينګه د الله عهد را نکړئ چې ماته به يې بېرته راولئ، خو دا چې پر تاسو ټولو تباهي چاپېره شي، له تاسو هيڅوک هم پرې نږدي او تاسو د هغه د مخ نيوي او ګرځولو توان ونلرئ؛ نو کله يې چې پر دغه د الله ټينګ عهد ورکړ، ويې ويل: الله پر هغه څه شاهد دی چې وايو يې، نو د هغه شاهدي موږ ته بسنه کوي.

(67) پلار يې هغوی ته د سپارښت کوونکي په توګه وويل: مصر ته ټول له يوې دروازې مه ننوځئ، بلکې له بېلو بېلو دروازو ننوځئ، دا ډېر خوندي دی له دې چې څوک دې ټولو ته زيان ورسوي که يې ستاسو په اړه اراده کړې وي، زه تاسو ته دا نه وايم چې د هغه زيان مخه به درڅخه ونيسم چې الله يې تاسو ته اراده کړې ده، نه د دې لپاره چې هغه ګټه به درته رسوم چې الله يې نه غواړي، پرېکړه يوازې د الله پرېکړه وي، امر هم د الله امر وي، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم، نو بروسه کوونکي دې هم په خپلو چارو کې بروسه وکړي.

(68) هغوی ولاړل او د هغه (يوسف) سکه ورور هم ورسره و، کله چې له بېلو بېلو دروازو ننوتل لکه څنګه يې چې پلار امر ورته کړی و، په بېلوبېلو دروازو ننوتلو له هغوی د هغه څه مخه ونه نيوله چې الله يې پرېکړه کړې وه، دا يوازې د يعقوب زړه سوی و پر خپلو اولادونو، چې ښکاره يې کړ او د هغه سپارښتنه يې ورته وکړه، سره له دې چې هغه پوهېده چې پرېکړه يوازې د الله پرېکړه ده، هغه پوه دی د قدر د ايمان او د اسبابو د اختيار په اړه چې مو ورته ښودلي وو، خو ډېری خلک په دې نه پوهيږي.

(69) کله چې د يوسف وروڼه پر يوسف ورننوتل، له هغوی سره د يوسف سکه ورور هم و، هغه خپل سکه ورور ځانته ورنږدې کړ او پټ يې ورته وويل: زه ستا سکه ورور يوسف يم؛ نو ته په هغه څه مه خفه کېږه، کله چې دې وروڼو پر موږ د کينې او زيان له امله بد کارونه ترسره کړل او د هغوی لخوا زما په څاه کې په اچولو سره.

(70) کله چې يوسف خپلو خادمانو ته د خپلو وروڼو پر اوښانو د خوراکي توکو بارولو امر وکړ، د پاچا هغه پېمانه چې غله وړونکو ته به يې غله پرې پېمانه کوله د خپل سکه ورور په بوجۍ کې له هغوی پټه کېښوده، له ځان سره د هغه د پاتې کولو لپاره، کله چې هغوی خپلو کورنيوته روان شول، يو آواز کوونکي په هغوی پسې چېغه کړه، ای په غله د بار اوښانو څښتنانو، بېشکه تاسو غله ياست.

(71) د يوسف وروڼو آواز کوونکي او هغه چاته چې ورسره و د شا لخوا په مخ ور اړولو وويل: څه درڅخه ورک دي چې آن پر موږ د غلا تور لګوئ؟.

(72) آواز کوونکي او څوک چې ورسره ملګري وو د يوسف عليه السلام وروڼو ته وويل: له موږ د پاچا هغه پېمانه ورکه شوې چې پېمانه پرې کوي، چا چې مخکې له پلټنې راوړه د هغه لپاره يو اوښ بار انعام دی او پر دغه زه ورته ضامن يم.

(73) د يوسف وروڼو ورته وويل: په الله قسم تاسو ته زموږ پاکي او بېزاري درمعلومه ده، لکه زموږ حالت مو چې وليدی، موږ مصر ته نه يو راغلي چې درغلي پکښې وکړو او نه په خپل ژوند کې غله وو.

(74) آواز کوونکي او ملګرو يې وويل: که په تاسو کې چا غلا کړي وي د هغه سزا به څه وي که چېرې تاسو له غلا څخه د بېزارۍ په دعوی کې درواغجن وئ؟

(75) د يوسف وروڼو ورته وويل: د غله سزا په موږ کې دا ده چې د چا په بار کې غلا شوی شی وموندل شي هغه سپارل کيږي هغه چاته چې غلا ترې شوې ده تر څو يې مريی کړي، په دغه مرېيتوب غوندې سزا موږ غلو ته سزا ورکوو.

(76) هغوی يې د خپلو بارونو د پلټنې لپاره يوسف ته راوګرځول، يوسف د خپل چل پټولو په موخه د سکه ورور له بار پلټلو مخکې د خپلو ناسکه وروڼو د بارونو پلټنه پيل کړه، بيا يې د سکه ورور بار وپلټی او پېمانه يې ترې راوويستله، لکه څنګه مو چې د ورور په بار کې يې د پېمانې اېښودلو د تدبير چل وروښودلو، همدارنګه مو هغه ته بل کار هم وروښوده چې خپلو وروڼو ته يې د هغوی د ښار سزا ورکړي چې هغه د غله غلام جوړول دي، دغه کار به نه وای ترسره شوای که يې د پاچا سزا عملي کړې وای، چې وهل او تاوان ورکول وو، مګر دا چې الله بل تدبير وغواړي هغه پرې ځواکمن دی، موږ له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو مرتبې يې لوړوو لکه د يوسف مرتبه مو چې لوړه کړه، د هر پوهې څښتن پر سر تر هغه بل پوه شته او د ټولو د پوهې پر سر د الله پوهه ده چې په هرڅه پوهيږي.

(77) د يوسف وروڼو وويل: که هغه غلا کوي؛ نو حيرانتيا نشته، بېشکه سکه ورور يې د هغه له غلا مخکې غلا کړې وه، د هغوی موخه يوسف عليه السلام و، يوسف عليه السلام د هغوی پر دغه وينا خپل کړاو پټ کړ، هغوی ته يې ښکاره نکړ، په زړه کې يې ورته وويل: تاسو چې پر کومه کينه او ناوړه کړنه ياست چې مخکې در څخه وشوه، هغه په دغه ځای کې په خپله يو شر دی، الله تعالی پر دغه تور لګولو چې له تاسو وځي ډېر پوه دی.

(78) د يوسف وروڼو يوسف ته وويل: ای عزیزه! د هغه يو سپين ږيری عمرخوړلی پلار دی چې ډېره مينه ورسره لري د هغه په بدل کې له موږ يو ونيسه، بېشکه موږ دې وينو له موږ او نورو خلکو سره په معامله کې له ښېګڼه کوونکو څخه يې؛ نو په دغه کې له موږ سره ښه وکړه.

(79) يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه چې د ظالم د ګناه له امله په بېګناه ظلم وکړو، له هغه چا پرته بل څوک ونيسو چې په بار کې مو يې پېمانه پيداکړې ده، بېشکه که مو داسې وکړل هرومرو به ظالمان وو، چې بېګناه ته سزا ورکړو او ګناهکاره پرېږدو.

(80) کله چې د يوسف لخوا د خپلې غوښتنې له ځوابه نا هيلې شول، له خلکو بېل شول ترڅو مشوره وکړي، مشر ورور يې وويل: آيا په ياد مو دي چې پلار مو له تاسو د الله ټينګه ژمنه اخېستې وه ترڅو يې زوی بېرته ورولئ، مګر داچې داسې څه درباندې چاپېره شي چې د مخ نيوي توان يې ونلرئ، له دې مخکې مو د يوسف په اړه زيادت کړی و او له پلار سره مو خپله ژمنه پوره نکړه؛ نو هيڅکله د مصر ځمکه تر هغه نه پرېږدم تر څو مې پلار د بېرته ورتګ اجازه رانکړي او يا الله راته د خپل ورور د اخېستو پرېکړه وکړي، هغه تر ټولو غوره پرېکړه کوونکی دی او هغه په حق او عدل پرېکړه کوي.

(81) مشر ورور وويل: پلار ته مو ورشئ او ورته ووايئ: بېشکه زوی دې غلا وکړه؛ نو د مصر عزيز هغه د غلا په سزا مرېيی کړ، موږ خبر نه يو مګر دا چې پوه شو د هغه څه په ليدو چې پېمانه يې له باره راوځي او موږ پوه نه وو چې هغه غلا کوي، که موږ په دې پوه وای دهغه د بېرته راوستلو ژمنه مو نه درسره کوله.

(82) زموږ د رېښتينولۍ د ثبوت لپاره ای پلاره د هغه مصر (ښار)له خلکو پوښتنه وکړه چې پکې وو او له هغې قافلې پوښتنه وکړه چې ورسره راغلو، په هغه څه به دې خبر کړي چې موږ پرې خبر کړې، بېشکه موږ په حقه په هغه څه کې رېښتيني يو چې د هغه له غلا مو خبر کړي.

(83) پلار يې ورته وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې بيان کړه، چې هغه غلا کړې ده، بلکې نفسونو مو دا خبره درته ښايسته کړې چې دوکه ورسره وکړئ لکه مخکې مو چې د هغه له ورور يوسف سره کړې وه؛ نو زما صبر ښکلی صبر دی چې له الله پرته بل چا ته پکې شکایت نشته، ژر به الله هغوی ټول ماته راوګرځوي: يوسف، سکه ورور يې او د هغوی دواړو مشر ورور، بېشکه هغه سپېحلی ذات زما په حال ښه پوه دی، زما د امر په تدبير کې حکيم دی.

(84) له هغوی څخه د مخ په اړولو لرې شو او ويې ويل: ای زما د غم سختۍ پر يوسف! پر هغه له ډېرې ژړا يې د سترګو تور، سپين شول، هغه له غم او خفګانه ډک دی، خپل خفګان له خلکو پټوي.

(85) د يوسف وروڼو خپل پلار ته وويل:په الله قسم ته تل يوسف يادوې، پر هغه وير کوې تردې چې ناروغي درباندې سختيږي يا اوس مرې.

(86) پلار يې ورته وويل: زه له هغه غم او خفګان څخه چې راته رسېدلي يوازې الله ته شکايت کوم او د الله پر مهربانۍ، ښېګڼه، د اړ د دعا په قبلولو او کړاو ليدونکي ته په بدله ورکولو کې په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ.

(87) پلار يې ورته و ويل: ای زما زامنو! ولاړ شئ که د يوسف او د هغه د ورور خبر مو ترلاسه کړ، د الله له خپلو بندګانو څخه د غم لرې کولو او غم ختمولو په اړه مه ناهيلي کېږئ، بېشکه د هغه له غم لرې کولو او غم ختمولو څخه يوازې کافر قوم ناهيلی کيږي، ځکه هغوی د الله په لوی ځواک نه پوهيږي او پر خپلو بندګانو يې پېرزوينه پټه ده.

(88) د خپل پلار خبره يې ومنله، د يوسف او د هغه د ورور په لټه کې ولاړل، کله چې پر يوسف ور ننوتل ورته يې وويل: موږ ته سختي او بېوزلي را رسېدلې ده، تاته مو خپلې بېکاره او لږ پيسې راوړې دي؛ نو موږ ته پوره پوره پېمانه راکړه، لکه مخکې چې دې پېمانه راکوله، خيرات راباندې وکړه تر دې په زياتوالي يا زموږ له لږو پيسو په سترګو پټولو سره، بېشکه الله خيرات کوونکو ته غوره بدله ورکوي.

(89) کله يې چې د هغوی خبرې واورېدې له لورېينې يې زړه پرې نرم شو، ځان يې وروپېژندی ورته يې وويل: بېشکه آيا تاسو پوه شوئ په هغه څه چې په يوسف او د هغه په سکه ورور مو کړي، کوم وخت چې تاسو د هغه څه له پايلې نا خبر وئ چې پر هغوی مو وکړل؟!

(90) هغوی ته سملاسي پېښه وه او ويې ويل: آيا ته په رښتيا يوسف يې؟! يوسف ورته وويل: هو زه يوسف يم، دغه چې له ماسره يې وينئ زما سکه ورور دی، بېشکه الله له هغه څه په ژغورنه چې پکښې وو او د درجې په لوړولو پر موږ پېرزوينه وکړه، بېشکه يوسف هغه څوک و چې د الله د حکمونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو له هغه وېرېده او په کړاو يې صبر کاوه، د هغه دغه کړنه نيکي وه او الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې ورته ساتي يې.

(91) وروڼو يې له هغه څه چې پرې کړي يې وو د عذر غوښتونکو په ډول ورته وويل: په الله قسم؛ الله پر موږ غوراوی درکړی چې تاته يې د کمال صفتونه درکړي، او په رښتيا چې موږ په هغه څه کې چې پر تا مو کړي بدکاره او ظالمان وو.

(92) يوسف يې عذر ومانه او ويې ويل: نن پر تاسو کومه ملامتيا نشته چې ستاسو د سزا غوښتنه وکړي او نه رټنه، له الله څخه ستاسو لپاره بښنه غواړم او هغه پاک ذات تر ټولو ډېر مهربان دی.

(93) خپل کميس يې ورکړ، ځکه هغوی خبر ورکړ چې د پلار سترګې يې په څه حال شوې دي او ويې ويل: زما دغه کميس يوسئ، د پلار په سترګو مې يې واچوئ، نظر به يې بېرته وروګرځي او ماته مو خپله ټوله کورنۍ راولئ.

(94) کله چې قافله له مصر څخه د تګ په حالت کې ووتله او له آبادۍ يې تېره شوه يعقوب عليه السلام خپلو زامنو او څوک چې د هغه په ځمکه کې ورسره وو وويل: زه د يوسف بوی احساسوم، که چېرې تاسو ما ناپوه ونه ګڼئ او د عقل خرابي نسبت راته ونکړئ په خپله دغه وينا مو: چې دغه زوړ عقل خرابه دی، هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.

(95) له هغه اولاده يې چې ورسره وو يو چا وويل: په الله قسم ته تل په خپل پخواني خيال کې يې ستا په وړاندې د يوسف د مرتبې او د هغه د دويم ځل ليدلو د شونتيا په اړه.

(96) کله چې دهغه څه خبر ورکوونکی راغی چې يعقوب يې خوشحالوی، د يوسف کميس يې د هغه پر مخ واچوی؛ نو هغه ليدونکی شو، په دغه وخت کې يې خپلو زامنو ته وويل: آيا ما نه درته ويل چې زه د الله له لورېينې او ښېګڼې په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟.

(97) زامنو يې له هغه څه چې پر يوسف او دهغه په ورور يې کړي وو د عذر غوښتونکو په حال کې خپل پلار يعقوب ته وويل: ای زموږ پلاره! له الله څخه زموږ د پخوانيو ګناهونو لپاره بښنه وغواړه، بېشکه موږ ګناهکاره تېروتونکي وو په هغه څه کې چې پر يوسف او د هغه پر سکه ورور مو وکړل.

(98) پلار يې ورته وويل: ژر به ستاسو لپاره له خپل پالونکي بښنه وغواړم، بېشکه هغه له بندګانو يې د توبه اېستونکو د ګناهونو بښونکی او پر هغوی مهربانه دی.

(99) يعقوب او کورنۍ يې له خپلې ځمکې ووتل په داسې حال کې چې په مصر کې يې د يوسف هوډ کړی وو، کله چې په هغه ور ننوتل، هغه خپل پلار او مور ځانته ورنږدې کړل او خپلو وروڼو او د هغوی کورنيو ته يې وويل: د الله په خوښه مصر ته ډاډه ننوځئ چې هيڅ ستونزه به درته نه رسيږي.

(100) او خپل مور او پلار يې پر هغه تخت کېنول چې په خپله پرې کېناستلو، مور او پلار او يوولس وروڼو يې د درناوي په سجده، نه د عبادت په سجده سره هغه ته سلامي وکړه، تر څو په ليدلي خوب کې د الله امر پر ځای شي، ځکه خو يوسف - عليه السلام - خپل مور او پلار ته وويل: دغه ستاسو لخوا ماته د درناوي سجده د هغه خوب تعبير دی چې مخکې مې ليدلی و او تاته مې بيان کړی و، الله هغه په رامنځته کولو حق ثابت کړ، او پالونکي مې را سره ډېره ښېګڼه وکړه چې له بندخونې يې واېستلم او تاسو يې له صحرا وروسته له هغې راته راوستلی چې شیطان زما او د وروڼو ترمنځ خرابي راوستلې وه، پرته له شکه پالونکی مې ډېر باریک دی په خپل تدبير کې چاته چې وغواړي، او پرته له شکه هغه د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه او په خپل تدبير کې حکمت والا دی.

(101) بيا يوسف خپل پالونکي ته دعا وکړه ويې ويل: ای زما پالونکيه، بېشکه د مصر پاچايي دې راکړه، د خوب تعبير دې راوښود، ای د آسمانونو او ځمکې پيدا کوونکيه، پرته له مخکينۍ بېلګې يې را منځته کوونکيه، ته د دنيا په ژند کې زما د ټولو چارو واک لرونکی يې او په آخرت کې د ټولو واک لرې، زما د ازل په پای کې مې مسلمان مړ کړه او په لوړ فردوس جنت کې مې له خپلو پلرونو او نورو نېکو انبياوو سره يوځای کړه.

(102) دغه ياده شوې د يوسف او وروڼو کيسه يې تاته وحي کوو ای رسوله! تاته پرې پوهه نه وه، ځکه هغه وخت ته د يوسف له وروڼو سره نه وې، کله چې هغوی يې د څاه په تل کې د اچولو هوډ وکړ او هغوی تدبير ونيوی د هغه چل چې تدبير يې ونيو، خو موږ تاته دغه وحي وکړه.

(103) او ډېری خلک باور کوونکي ندي که څه هم ته ای رسوله! د هغوی د باور کولو ټوله هڅه وکړې؛ نو ستا نفس دې پر هغوی د غمونو له امله له منځه نه ځي.

(104) که يې عقل لرلئ ايمان به يې راوړی وای، ځکه ای رسوله ته له هغوی پر قرآن او هغه څه چې ورته رابولې يې بدله نه غواړې، نه دی قران مګر د ټولو خلکو لپاره وريادوونکی.

(105) ډېرې هغه نښې چې د هغه پاک ذات پر توحيد دلالت کوونکې دي په آسمانونو او ځمکه کې خورې دي، هغوی پرې تېريږي، حال دا چې په هغو کې له فکر کولو او پند اخېستلو مخ اړوونکي دي، هغو ته پاملرنه نه کوي.

(106) او ډېری خلک پر الله ايمان نه راوړي چې هغه پيداکوونکی، روزي ورکوونکی، ژوند او مرګ ورکوونکی دی خو دا چې له هغه سره د نورو بوتانو عبادت کوي او دعوی کوي چې هغه زوی لري، پاک دی هغه ذات.

(107) آيا دغه مشرکان له دې څخه په ډاډ کې دي چې په دنيا کې به ورته عذاب راشي په هغوی به چاپېر شي اوپټ به يې کړي، د مخ نيوي توان به يې نلري يا به ناببره قيامت ورته راشي حال داچې د راتګ احساس به يې نه کوي تر څو چمتووالی ورته ونيسي؛ نو له همدې امله ايمان نه راوړي.

(108) اې رسوله! کومو کسانو ته چې بلنه ورکوې هغوی ته ووايه! دا زما هغه لار ده چې خلک ورته په څرګند دليل رابولم او هغه څوک يې رابولي چې زما پيروي يې کړې، پر لارښوونه مې يې لارموندلې او زما تګلاره يې خپله کړې ده او الله له هغه څه پاک دی چې هغه ته يې نسبت کيږي، کوم چې د هغه له جلال سره وړ نه دي او يا يې له کمال سره په ټکر کې دي او زه پر الله له مشرکانو څخه نه يم، بلکې هغه پاک ذات لره له يو ګڼونکو څخه يم.

(109) او موږ مخکې له تا ندي لېږلي ای رسوله! مګر سړي له انسانانو؛ نه پرېښتې، هغوی ته مو وحي کوله لکه تاته مو چې وحیې وکړه؛ له ښاريانو څخه وو نه له کليوالو؛ خو امتونو يې درواغجن وګڼل، هغه امتونه مو تباه کړل، آيا دغه ستادرواغ ګڼونکي په ځمکه کې ندي ګرځېدلي چې غور وکړي، له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو پايله څنګه وه ترڅو ترې پند واخلي؟ او کومې پېرزوينې چې د آخرت په کور کې دي هغه غوره دي هغو چا لره چې په دنيا کې له الله وېريږي، آيا له عقل کار نه اخلئ چې دغه غوره دي؛ نو له الله څخه د هغه د حکمونو په منلو ووېرېږئ چې تر ټولو لوی یې ايمان دی او له نواهيوو يې ډډه وکړئ چې ترټولو لوی يې په الله شرک دی.

(110) دغه رسولان چې موږ يې لېږو دښمنانو ته يې مهلت ورکوو، د استدراج په ډول د هغوی د سزا بيړه نه کوو، تر دې چې کله د هغوی تباهي وروسته شي، رسولان يې له تباهۍ ناهيلي شي، کفار دا ګومان وکړي چې رسولانو يې هغوی ته درواغ ويلي په هغه څه کې چې ژمنه يې ورسره کړې وه د درواغ ګڼونکو د سزا او مؤمنانو د نجات، د رسولانو لپاره زموږ مرسته راغله، رسولان او مؤمنان مو پر درواغ ګڼونکو له واقع کېدونکې تباهۍ وژغورل او زموږ سزا له ګناهکار قوم نه ګرځي کله يې چې پرې نازلوو.

(111) بېشکه د رسولانو او امتونو په کيسو کې او د يوسف او وروڼو په کيسه کې يې پند دی، د سالم عقل څښتنان ترې پند اخلي، پر دغه مشتمل قران له ځانه ندی جوړ کړی شوی، پر الله درواغ خبرې نه دي، بلکې د الله لخوا د نازل کړل شوو آسماني کتابونو تصديق دی، د ټولو هغو حکمونو او شريعتونو تفصيل دی چې تفصيل ته يې اړتيا ده، د هر خير لپاره لارښود دی او د هغه قوم لپاره لورېينه ده چې ايمان پرې راوړي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې له هغه څه ګټه اخلي چې پکښې دي.