(1) المر) د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېرشو. دغه لوړې نښې په دغه سورت کې او هغه قرآن چې پرتا نازل شوی ای رسوله! داسې حق دي چې شک پکښې نشته او پرته له شکه د الله له لوري دي، خو ډېری خلک پرې ايمان نه راوړي د سرزورۍ او لويۍ له امله.
(2) الله هغه ذات دی چې لوړ آسمانونه يې پرته له داسې ستنو پيدا کړي چې تاسو يې ووينئ، بيا پورته شو او په عرش لوړ شو داسې چې د هغه پاک ذات له شان سره ښايي پرته له څرنګوالي او مثال بیانولو څخه، د خپل مخلوق د ګټو لپاره يې لمر او سپوږمۍ تابع کړل، هر يو له لمر او سپوږمۍ د الله په پوهه کې تر ټاکلې مودې ګرځي، هغه پاک ذات په اسمانونو او ځمکه کې د خپلې خوښې سره سم امر چلوي، پرخپل قدرت دلالت کوونکې نښې بيانوي تر څو د قيامت په ورځ د خپل پالونکي په مخامخ کېدو باور وکړئ، د ښه کار لپاره ورته چمتو شئ.
(3) او هغه پاک ذات دی چې ځمکه يې غوړولې ده او په هغې کې يې ټينګ ولاړ غرونه پيداکړي دي، تر څو پر خلکو ونه خوځيږي، د اوبو ويالې يې پکې بهولې دي، تر څو خلک، څاروي يې، کښتونه يې او هر ډول مېوې يې پرې اوبه کړي، په هغو کې يې دوه ډوله لکه نارينه او ښځینه د څارويو ګرځولي دي، شپه يې ورځې ته ور اغوستې ده، چې له رڼا وروسته تياره ګرځېدلې ده، پرته له شکه په دغو يادو کې د هغو خلکو لپاره دلائل او برهانونه دي چې د الله په پيدايښت کې فکر کوي او غور پکې کوي؛ نو همغوی دي چې له دلائلو او برهانونو ګټه پورته کوي.
(4) په ځمکه کې نږدې نږدې برخې دي، په هغې کې د انګورو باغونه دي، کښتونه دي پکښې او په يو بېخ او په بېلوبېلو بېخونو پورې د خرما ونې دي، په يو اوبو دغه باغونه او کښتونه خړوبیږي، سره له دې چې يو او بل ته نږدې دي او په يو ابو اوبيږي موږ په خوند او نورو ګټو کې يې ځينو ته پر ځينو غوراوی ورکوو، په دغه ياد شویو کې دلائل او برهانونه دي د هغه قوم لپاره چې له عقل څخه کار اخلي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له ترې پند اخلي.
(5) که ته له څه حيرانېږې ای رسوله!؛ نو زيات حق دا دی چې د هغوی لخوا د بېرته را پاڅېدو په درواغ ګڼلو او په نټه يې د هغوی په دې وينا له استدلال کولو حيران شې: کله چې موږ مړه، خاورې او وراسته زاړه هډوکي شو بېرته به راپاڅول کېږو او ژوندي کېږو به؟! همدوی له مرګ څخه وروسته د بېرته راپاڅېدو څخه نټه کوونکي هغه کسان دي چې په خپل پالونکي يې کفر کړی، له مرګ وروسته په بېرته راپاڅولو د هغه له قدرت يې نټه کړې ده، د قيامت په ورځ به د دوی په غاړو کې د اور ځنځيرونه ور اچول کيږي، دوی د اور خلک دي، تل به پکښې پاتې کېدونکي وي، له منځه تلل به نه ورته راځي او نه به ترې سزا پرې کيږي.
(6) ای رسوله! مشرکان له تا د سزا په غوښتنه کې بيړه کوي، مخکې د هغو پېرزوينو له پوره کولو چې الله هغوی ته ليکلي دي د هغې سزا راتګ پرې ورو احساسوي، له هغوی مخکې په درواغ ګڼونکو امتنونو ورته سزاوې راغلې دي؛ نو آيا پند ترې نه اخلي؟ بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د خلکو لپاره بښونکی دی سره د هغوی له ظلمه، په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي ترڅو الله ته توبه وباسي، د سختې سزا ورکوونکی دی هغوکسانوته چې په خپل کفر ټينګار کوونکي دي که چېرې هغوی توبه ونه باسي.
(7) هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی په بې پروايۍ او ضد کې د دوام له مخې وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا يې کومه نښه نده نازله شوې لکه پر موسی او عيسی چې نازلې شوې دي، ای رسوله! ته يوازې وېروونکی يې خلک د الله له سزا وېروې، تا لره يوازې هغه نښې دي چې الله درکړې دي، هر قوم لره نبي وي چې حق لارې ته يې لارښوونه کوي او ورته ښيي يې.
(8) الله پوهيږي په هغه څه چې هره ښځينه يې په خپله خېټه کې وړي، پوهيږي په هغه څه چې په رحمونو کې کوم کمی زيادت، روغتيا او ناروغي رامنځته کيږي او د هغه پاک ذات په وړاندې هر څه اندازه کړل شوي دي چې نه ترې زياتيږي او نه کميږي.
(9) ځکه هغه پاک ذات په هر هغه څه پوه دی چې د مخلوق له حواسو پټ دي او يا يې د هغوی حواس درک کولای شي، لوی دی په خپلو صفتونو، نومونو او کړنو کې، او له مخلوقاتو يې په هر مخلوق په ذات او صفاتو کې لوړ دی.
(10) په راز او پټو پوه دی،د هغه په پوهه کې ای خلکو! برابر دي هغه څوک چې له تاسو وينا پټوي او څوک يې چې څرګندوي او همدارنګه برابر دي د هغه په پوهه کې هغه څوک چې د خلکو له سترګو د شپې په تياره کې پټ وي او څوک چې د ورځې په رڼا کې له خپلو کړنو سره ښکاره وي.
(11) هغه پاک ذات لره داسې پرېښتې دي چې ځينې يې په ځينو پسې د انسان پسې کيږي؛ نو ځينې يې د شپې ورته راځي او ځينې د ورځې، د الله په امر انسان له ټولو هغو شيانو ساتي چې الله له هغو خونديتوب ورته ليکلی، ويناوې او کړنې يې ليکي، بېشکه الله د هيڅ قوم ښه حالت په بل حالت نه بدلوي، تر څو هغوی خپل ځانونه د شکر له حالت څخه بدل نکړي، کله چې الله پاک د کوم قوم د تباهۍ اراده وکړي؛ نو د هغه څه مخ نيوونکی نشته چې اراده يې کړې ده، تاسو لره ای خلکو! له الله پرته سرپرست نشته چې ستاسو د چارو سرپرستي وکړي؛ چې پناه وروړئ د هغه کړاو په مخنيوي کې چې درته رسېدلی وي.
(12) همغه دی چې تاسو ته ای خلکو! برېښنا ښيي او له اسماني ټکو درته وېره او د باران هيله يوځای کوي، همغه دی چې د زيات باران په اوبو درنه ورېځ پيداکوي.
(13) او تالنده (پرېښته) د خپل پالونکي په پاکۍ بيانولو سره پاکي بيانوي چې د هغه پاک ذات له ستاينې سره مل وي، پرېښتې د خپل پالونکي له وېرې، درناوی او د هغه د لويوالي له امله پاکي بيانوي، او پر هغه چا سوځوونکي تندرونه لېږي چې له مخلوقاتو يې چاته خوښه شي، نو تباه کوي يې، او کافران د الله په يووالي کې شخړې کوي او الله د سخت بدلون او ځواک څښتن دی، هر څه چې وغواړي کوي يې.
(14) يوازې الله ته د توحيد بلنه ده هيڅوک ورسره پکښې شريک نه دي، هغه بوتان چې له الله پرته يې مشرکان وربولي د هغه چا بلنې ته چې وربولي يې په هيڅ غوښتنه کې ځواب نشي ورکولای، د هغوی لخوا يې بلنه د هغه تږي غوندې ده چې خپل لاس اوبو ته غځوي، څو يې خولې ته ورسيږي او ترې ويې څښي، خو اوبه يې خولې ته رسېدونکې نه دي، د کافرانو لخوا د بتانو رابلل يوازې ضايع کېدل او له حقه لرې کېدل دي، ځکه د هغوی لپاره نه د ګټې د راکشولو او نه د زيان د مخنيوي واک لري.
(15) يوازې الله ته ټول هغه څوک چې په آسمانونو او څوک چې په ځمکه کې دي په سجده سر ټيټوي، په دې کې مؤمن او کافر برابر دي، خو دا چې مؤمن په خوښه سرتيټوي او سجده کوي او کافر په ناخوښه سرتيټوي او خپل فطرت يې اړباسي چې په خوښه ورته سرټيټ کړي او د هغه له مخلوقاتو د ورځې په پيل او پای کې د هر هغه څه سيوری غاړه ږدي چې سيوری لري.
(16) اې رسوله ووايه: هغو کافرانو ته چې له الله سره بل څوک لمانځي، څوک دی چې آسمانونه او ځمکه يې پيداکړي او د هغو دواړو چار سمبالوونکی دی؟ ای رسوله! ووايه: الله يې پيداکوونکی او د امر تدبير کوونکی دی او تاسې دغه منئ هم، اې رسوله! هغوی ته ووايه: آيا ځانونو ته مو له الله پرته داسې عاجزه دوستان نيولي دي چې خپلو ځانو ته هم نه ګټه را جلبولای شي او نه ضرر دفع کولای شي، نو دا کار به نورو ته چېرې وکولای شي؟ ورته ووايه: ای رسوله! آيا هغه کافر چې ړوند وي او هغه مؤمن چې لار موندونکی ليدونکی وي سره برابر دي؟ او يا هغه کفر چې تيارې دي او هغه ايمان چې رڼا ده سره برابر دي؟ او يا چې هغوی الله پاک لره په مخلوق کې کوم شريکان نيولي دي، نو آیا هغوی هم داسې څه پيداکړي دي لکه الله؟ چې د الله پيدا کړي د هغوی د شريکانو له پيداکړو سره ګډوډ شوي وي؟ هغوی ته ووايه: اې رسوله! يوازې الله د هرڅه پيداکوونکی دی، هغه لره په مخلوق کې کوم شريک نشته او هغه په الوهيت کې داسې يوازې دی چې په يوازېتوب سره د عبادت وړ دی او پر هرڅه برلاسی دی.
(17) الله د باطل د له منځه وړلو او حق پاتې کېدلو لپاره له آسمانه د ورېدونکي باران بېلګه بيان کړې ده، تردې چې د لویوالي او کوچنوالي سره سمې ويالې پرې وبهيږي؛ نو سېل د اوبو پر سر خس او خځلې پورته کړي وي او بله بېلګه يې هغوی دواړو ته د ځينو هغه څه بيان کړې ده چې خلک يې له ارزښتناکه زېرمو څخه اور پرې بلوي تر څو يې اصل او هغه څه ولټوي چې خلک ځانونه پرې ښايسته کوي، نو هغه خپل زګ داسې پورته کوي لکه دغه يې چې پورته کوي، په دغو دوو بېلګو سره الله د حق او باطل بېلګې بيانوي، نو باطل د خسو او د اوبو پر سر د غورځول شوي زږ غوندې وي او له زنګ څخه د معدن پاتې خیري غوندې وي، او حق د هغو پاکو اوبو غوندې وي چې څښل کيږي، مېوې، شينګيا او واښه را شنه کوي او هغه چې په معدن کې له خيري وروسته وي، نو خلک ترې ګټه پورته کوي، لکه څنګه چې دغه دوې بېلګې بيان کړې، الله د خلکو لپاره بېلګې بيانوي چې حق پرې له باطله بېل کړي.
(18) د هغو مؤمنانو لپاره چې د خپل پالونکي د توحيد او پيروۍ بلنه يې ومنله ښه بدله ده چې هغه جنت دی او هغه کافران چې د هغه د توحيد او پيروۍ بلنه يې ونه منله که چېرې د هغوی لپاره په ځمکه کې د مال ټول ډولونه وي او دهغو غوندې څو برابره نور وي، هرومرو به هغوی دغه ټول له سزا د ځان ژغورنې لپاره ولګوي، له دغو کسانو سره چې د هغه بلنه يې نه ده منلې د خپلو ټولو بدو کړنو حساب به کيږي، دهغوی هستوګنځی چې ورځي به دوزخ دی، بد دی د هغوی فرش او د اوسېدو ځای چې هغه اور دی.
(19) برابر ندی هغه څوک چې پوهيږي پردې ای رسوله! چې کوم څه پر تا نازل شوي هغه ستا د پالونکي لخوا داسې حق دي چې شک پکښې نشته او دا هغه مؤمن دی چې د الله د حکمونو منونکی دی او هغه کافر چې د الله د حکمونو منونکی ندی، بېشکه په دغه سره د سمو عقلونو څښتنان پند او نصيحت ترلاسه کوي.
(20) هغه کسان چې د الله حکمونه يې منلي هغوی داسې خلک دي چې هغه ژمنې پوره کوي کومې يې چې له الله سره کړې دي او يا يې د هغه له بندګانو سره کړې دي او له الله يا بل چا سره ټينګې ژمنې نه ماتوي.
(21) او هغوی داسې خلک دي چې د هر هغه څه پالل کوي چې الله يې له خپلوليو د پاللو امر کړی، له خپل پالونکي يې داسې وېريږي چې وېره يې د الله د حکمونو منلو او نواهيوو څخه ډډه کولو ته اړباسي او له دې ډاريږي چې الله به له هغوی سره په کړو ګناهونو يې حساب وکړي؛ نو چې له چاسره په حساب کې مناقشه وشي هغه تباه شو.
(22) او هغوی داسې خلک دي چې د الله پر پيروۍ صبر کوي او پر هغه څه چې الله ورته په تقدير کې ليکلي له خوښۍ او بدۍ څخه، د الله د خوښۍ غوښتلو لپاره له ګناه صبر کوي، په بشپړه توګه لمونځ کوي، له هغو مالونو چې موږ ورکړي واجب حقوق ورکوي او نفلي خيرات بنده ته په پټه ورکوي د ځان ښودنې له وېرې او په ښکاره ترڅو نور يې پيروي وکړي، د هغه چا بدي چې له هغوی سره يې کړې هغه ته په نېکۍ ورځوابوي، دغه چې پداسې صفتونو متصف دي هغوی لره د قيامت په ورځ ستايل شوې پايله ده.
(23) دغه ستايل شوې پايله جنتونه دي تل به پکښې له پېرزوينو برخمن اوسيږي، په هغو کې د پېرزوينو له بشپړوالي څخه يې دا دي چې له پلرونو، ميندو، مېرمنو، او له اولادونو به يې هغه څوک ورسره ننوځي چې په نېغه لار وو ترڅو د هغوی په ليدو يې خوښي بشپړه شي او په جنت کې به د هغوی د کورونو له ټولو دروازو پرېښتې پرې مبارکي ويونکې ننوځي.
(24) هغوی ته د پرېښتو د هرکلي وينا چې کله هم پرې ورننوځي: پر تاسو دې سلام وي، سره به وي معنا دا چې د الله په پيروۍ او تقدير په تريخوالي د صبر له امله دې له هر کړاو څخه خوندي وي همدارنګه د هغه له ګناه څخه په خپل صبرکولوسره؛ نو د هغه کور پايله غوره ده چې کومه پايله ستاسو ده.
(25) او هغه خلک چې د الله ژمنې وروسته له ټينګښته ماتوي او له خپلوۍ پالنې هغه څه پرې کوي چې الله يې د پاللو امر کړی، همدوی لرې بدبخته دي هغوی لره د الله له لورېينې لرې والی دی او هغوی لره بده پايله ده چې هغه اور دی.
(26) چاته چې الله وغواړي روزي يې پراخوي او تنګوي يې له بندګانو يې چې چاته وغواړي، د روزۍ پراخوالی د نېکمرغۍ نښه نده او نه د الله د مينې، نه يې تنګي د بدبختۍ نښه ده، کافران د دنيا په ژوند خوشحاله شول؛ نو کاږه شول او پر هغو ډاډه شول او د دنيا ژوند د آخرت په وړاندې يوازې تلونکې لږ توښه ده.
(27) او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر نښانو يې کفر کړی وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا يې کومه حسي نښه نده راغلې چې پر رېښتينولي يې دلالت وکړي؛ نو موږ به پرې ايمان راوړو، دغو وړانديز کوونکو ته ووایه ای رسوله!: بېشکه الله په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لار ترې ورکوي او په خپله پېرزوينه لارښوونه کوي هغه چاته چې په توبه اېستلو ورګرځي، لارښوونه د هغوی په لاس کې نده چې د نښانو له را تګ سره يې تړاو ورکړي.
(28) دوی هغه کسان دي چې الله يې لارښوونه کړې ده، همدوی هغه کسان دي چې ايمان يې راوړی او زړونه يې د الله په ياد، د هغه په پاکۍ بيانولو، ستاينه، د هغه د کتاب په لوستلو، اورېدلو او له دغه پرته پر نور ډول ډول يادونو آراميږي، خبر اوسئ يوازې د الله په ياد سره زړونه آراميږي او هغه د دې ډېر وړ دي.
(29) دغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او داسې ښې کړنې يې ترسره کړي دي چې الله ته يې نږدې کوي، هغوی لره په آخرت کې ښه ژوند دی او هغوی لره غوره پايله ده چې هغه جنت دی.
(30) د دغه لېږلو بېلګه چې مخکيني رسولان مو امتونو ته يې پرې لېږلي لکه ته مو چې ای رسوله! خپل امت ته دې لېږلی يې، هغه قرآن پر هغوی لولې چې درته وحي کړی مو دی، چې ستا د رېښتينولۍ په دلالت کولو کې بسنه کوونکی دی، خو ستا د قوم حال دا دی چې له دغې نښې نټه کوي، ځکه هغوی پر الرحمن کفر کوي چې بل ورسره شريکوي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: هغه الرحمن چې بل ورسره شريکوئ هغه زما پالونکی دی چې له هغه پرته بل معبود نشته، په خپلو ټولو چارو کې مې پر هغه بروسه کړې ده او هغه ته مې ورګرځېدل دي.
(31) که چېرې د الهي کتابونو څخه د کوم کتاب صفت دا وی چې غرونه له خپلو ځايونو پرې لرې شي، يا ځمکه پرې وچول شي چې نهرونه او چينې وبهوي، يا پر مړيو ولوستل شي هغوی ژوندي شي؛ نو ای رسوله! دغه پر تا نازل کړل شوی قرآن به داسې وی، هغه څرګند دليل والا او لوی اغېز والا دی که چېرې هغوی پاک زړي وای، خو هغوی نټه کوونکي دي، بلکې د معجزو او نورو شيانو په نازلولو کې ټول واک يوازې الله لره دی، آيا پر الله باور کوونکي نه پوهيږي چې که الله پرته د نښانو له نازلولو د ټولو خلکو لارښوونه غوښتی؛ نو پرته له هغو به يې ټول په لاره کړي وای؟ خو دا يې نه دي غوښتي او تل هغو کسانو ته چې پر الله يې کفر کړی د هغوی د تر سره کړي کفر او ګناهونو له امله داسې سخت کړاو رسيږي چې ويښوي يې يا دغه کړاو هغوی ته نږدې نازليږي، تر دې چې د الله ژمنه د پيوسته سزا په نازلېدو راشي، بېشکه الله د هغه څه پوره کول نه پرېږدي چې ژمنه يې کړې وي، کله يې چې ټاکلی وخت راشي.
(32) ته لومړی هغه رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی او ملنډې يې پرې وهلې دي، بېشکه له تا مخکې ای رسوله! امتونو پر خپلو رسولانو ملنډې وهلي دي او درواغجن يې ګڼلي دي، خو ما هغو کسانو ته چې پر خپلو رسولانو يې کفر کړی، مهلت ورکړی، تر دې چې هغوی دا ګومان وکړ چې زه يې تباه کوونکی نه يم، بيا وروسته له مهلته مې په ډول ډول سزاوو ونيول؛ نو هغوی لره دې زما سزا څنګه وليده؟ بېشکه سخته سزا وه.
(33) ايا هغه څوک چې د ټول مخلوق د روزيو د ساتنې دنده لري د هر نفس په ترسره کړې کړنه څارونکی دی، پر کړنو يې بدله ورکوي زيات وړ دی چې عبادت يې وشي يا دغه بتان چې هيڅ د عبادت حق نلري؟ حال دا چې کافرانو په ظلم او درواغو هغه له الله سره شريکان ګرځولي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: نومونه واخلئ موږ ته د هغو شريکانو چې تاسو يې له الله سره عبادت کوئ که چېرې په خپله دعوی کې رېښتيني وئ يا الله ته په ځمکه کې د هغو شريکانو خبر ورکوئ چې پرې نه پوهيږي او يا د سرسري وينا خبر ورکوئ چې حقيقت نلري؟ بلکې شيطان هغو کسانو ته چې کفر يې کړی د هغوی چل ښايسته کړی؛ نو پر الله يې کفر وکړ او هغوی يې د سمون او لارښوونې له لارې را وګرځول، څوک چې الله د سمون له لارې لار ورکي کړي هغو لره کوم لارښود نشته چې لارښوونه يې وکړي.
(34) هغوی لره د دنيا په ژوند کې د مؤمنانو پر لاسونو رسېدلې د وژلو او بندي کولو سزا ده او د آخرت هغه سزا چې انتظار يې کوي پر هغوی د دنيا له سزا ډېره سخته او درنه ده، ځکه په هغو کې سختوالی او داسې دوام دی چې نه ختميږي او د قيامت په ورځ هغوی لره کوم خنډ نشته چې د الله له سزا يې وساتي.
(35) د هغه جنت صفت چې الله يې له ځان ساتونکو سره ژمنه کړې د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې نهرونه بهيږي، مېوې به يې تل وي نه به ختميږي د دنيا د مېوو سر چپه، سيوری به يې تل وي نه به ورکيږي او نه به ټوليږي، دغه د هغو کسانو پايله ده چې له الله څخه د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي او د کافرانو پايله اور دی ورننوځي به تل به پکښې اوسېدونکي وي.
(36) هغه يهوديان چې تورات مو ورکړی او هغه نصارا چې انجيل مو ورکړی دی، ای رسوله! پر هغه څه خوشحاليږي چې پرتا نازليږي له ځينې هغه څه سره د موافق کېدو له امله چې پر هغوی نازل کړل شوي و، له يهودانو اونصاراوو ځينې ډلې له ځينو هغه څه نټه کوي چې تاته نازل کړل شوي دي چې د هغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي او يا يې هغوی په تبديلۍ او تحريف سره بيانوي، ای رسوله! ورته ووايه: بېشکه ماته الله امر کړی چې يوازې د هغه عبادت وکړم او له هغه سره بل شريک نکړم، يوازې هغه راوبولم بل را ونه بولم، يوازې هغه ته مې ورګرځېدل دي او په همدې سره تورات او انجيل راغلي دي.
(37) د پخوانيو کتابونو د خپلو قومونو په ژبو د نازلېدو غوندې پر تا مو هم ای رسوله! قرآن څرګنده حق بيانوونکي عربي وينا نازله کړې ده، که چېرې ای رسوله! د کتاب د څښتنانو د نفسي غوښتنو پيروي وکړې ستا سره د هغوی په معامله کې د هغه څه په لرې کولو چې د هغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي وروسته د هغې پوهې له راتګه چې الله تاته ښوولې ده؛ نو تا لره د الله لخوا کوم دوست نشته چې ستا کار خوښ کړي او د دوښمنانو پر وړاندې دې مرسته وکړي او نه تا لره کوم خنډ شته چې د الله له سزا دې مخه ونيسي.
(38) له تا مخکې مو ای رسوله! له انسانانو رسولان لېږلي، ته له رسولانو نوی نه يې، هغوی لره مو مېرمنې ګرځولې، هغوی لره مو د ټولو انسانانو غوندې اولادونه ګرځولي، هغوی مو پرېښتې نه دي ګرځولې، چې نه ودونه کوي او نه اولادونه زيږوي او ته له همدغو رسولانو يې چې هغوی انسانان دي ودونه کوي اولادونه زيږوي؛ نو مشرکان ستا له داسې کېدو ولې حيرانيږي؟ د رسول لپاره سمه نده چې له ځانه کومه نښانه راوړي خو دا چې الله د هغې د راوړلو اجازه وکړي، د هر کار لپاره چې الله يې پرېکړه کړې کتاب شته چې دغه پکښې ياد شوي دي او داسې نېته شته چې نه مخته کيږي او نه وروسته.
(39) الله له منځه وړي هغه څه چې له منځه وړل يې وغواړي له خير او شره، نېکمرغۍ او بدمرغۍ او داسې نورو شيانو څخه او پر ځای پرېږدي کوم څه چې وغواړي، له هغه سره لوح محفوظ دی چې هغه د دغو ټولو د ورګرځېدو ځای دی او له منځه وړو او پرېښودو چې څه څرګنديږي له هغه څه سره سم دي چې په لوح محفوظ کې دي.
(40) او که موږ تاته در وښيو ای نبي! ځينې هغه سزا چې له هغوی سره مو ژمنه کړې مخکې ستا تر مړينې؛ نو دا زموږ کار دی او که دې مړ کړو مخکې تردې چې تاته هغه دروښيو؛ نو پر تا يوازې د هغه څه رسونه ده چې پر رسولو مو امر درته کړی او پرتا د هغوی سزا او د هغوی حساب نشته، دغه پر موږ دي.
(41) آيا دغو کافرانو ونه ليدل چې څنکه موږ د کفر ځمکې ته راځو د اسلام په خپرېدو د مسلمانانو په بريا يې څنډې ورکموو، الله د خپلو بندګانو ترمنځ د هغه څه حکم او پرېکړه کوي چې ويې غواړي، هيڅوک نشته چې د هغه پرېکړه ماته، تغيير يا بدله کړي، هغه پاک ذات ژر حساب کوونکی دی، له لومړنيو او وروستنيو سره په يوه ورځ کې حساب کوي.
(42) او مخکېنيو امتونو له خپلو نبيانو سره چل وکړ او هغوی ته يې دامونه کېښودل او هغه څه يې درواغ وګڼل چې هغوی ورسره راغلي وو، نو هغوی لره يې په خپل تدبير څه وکړل؟ هيڅ، ځکه اغېزناکه تدبير يوازې د الله دی، نه د بل چا، لکه څنګه چې الله پاک هغه ذات دی چې د خپل مخلوق پر ټولو کړنو پوهيږي، له هغه هيڅ هم ترې نه پټيږي، او هغه مهال به دغه درواغ ګڼونکي ژر پوه شي چې پر الله ايمان نه راوړلو کې څومره تېروتي وو، او مؤمنان څومره په حقه وو، چې پر دغه يې جنت او ښه پايله ترلاسه کړل.
(43) او هغه کسان چې کفر يې کړی وايي: ته ای محمده! د الله لخوا نه يې لېږل شوی، ورته ووايه: ای رسوله! زما او ستاسو تر منځ الله د شاهد په توګه بسنه کوونکی دی پر دې خبره چې زه د خپل پالونکي لخوا تاسوته لېږل شوی يم، له هغه سره د آسماني کتابونو پوهه ده چې په هغو کې زما صفت دی او د چا پر رېښتينولۍ چې الله شاهد وي؛ نو د هغه چا درواغ ګڼل زيان نه ورته رسوي چې درواغ يې ګني.