2 - Al-Baqara ()

|

(1) (الم) دا له هغو تورو څخه دي چې د قرآن کریم ځېنې سورتونه پرې پېل شوي دي او دا د هجاء توري دي، کله چې یوازې راشي نو په خپل ذات کې هیڅ معنا نه لري، لکه: (أ، ب، ت، تر پایه) او دا لوی حکمت او معنا لري؛ ځکه په قرآن کریم کې داسې څه نشته چې له حکمت څخه خالي وي او له مهمو حکمتونو څخه یې: دې خبرې ته اشاره ده چې قرآن کریم له همغو تورو څخه جوړ دی کوم چې دوی یې پېژني او خبرې پرې کوي؛ له همدې کبله ډېر ځله (له دې تورو) څخه وروسته د قرآن کریم یادونه کېږي، لکه څنګه چې په دې سورت کې دي.

(2) دې لوی کتاب کې هیڅ شک نشته، نه د نازلېدو له اړخه، او نه د لفظ او معنا له اړخه، دا د الله خبرې دي، چې پرهېزګارانو ته الله ته د رسېدو لار ورښایي.

(3) هغه کسان چې پر غیبو (پټو) ایمان لري او هر هغه څه چې په حواسو نه موندل کېږي او له مونږ څخه پت دي، هغه غیب دي، چې الله تعالی یې په اړه مونږ ته خبر راکړی او یا یې پیغمبر مونږ خبر کړي یو، لکه د آخرت ورځ او دوی هغه کسان دي چې لمونځونه کوي او له شریعت سره سم یې د شروطو او ارکانو او واجباتو او سنتونو په پام کې نیولو سره یې ادا کوي، او هغه کسان دي چې د هغه مال څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی لګښت کوي، په ویستلو د واجب زکات سره او یا هم غیر واجب لکه نفلي صدقه؛ په دې هیله چې د الله تعالی ثواب ترلاسه کړي او دوی هغه کسان دي چې پر هغې وحي باندې باور لري کومه چې پر تا -ای پېغمبره- نازل شوې ده او پر هغو کتابونو باندې هم -بې له توپېره- باور لري کوم چې له تا څخه مخکې پر ټولو پېغمبرانو علیهم السلام نازل شوي دي او دا هغه کسان دي چې په ورځ د آخرت باندې کلک ایمان لري او پر هغه ثواب او هغې سزا هم ایمان لري چې په دغې ورځ کې دي.

(4) هغه کسان چې پر غیبو (پټو) ایمان لري او هر هغه څه چې په حواسو نه موندل کېږي او له مونږ څخه پت دي، هغه غیب دي، چې الله تعالی یې په اړه مونږ ته خبر راکړی او یا یې پیغمبر مونږ خبر کړي یو، لکه د آخرت ورځ او دوی هغه کسان دي چې لمونځونه کوي او د شریعت سره سم یې د شروطو او ارکانو او واجباتو او سنتونو په پام کې نیولو سره یې ادا کوي، او هغه کسان دي چې د هغه مال څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی لګښت کوي، په ویستلو د واجب زکات سره او یا هم غیر واجب لکه نفلي صدقه؛ په دې هیله چې د الله تعالی ثواب ترلاسه کړي او دوی هغه کسان دي چې پر هغې وحي باندې باور لري کومه چې پر تا -ای پېغمبره- نازل شوې ده او پر هغو کتابونو باندې هم -بې له توپېره- باور لري کوم چې له تا څخه مخکې پر ټولو پېغمبرانو علیهم السلام نازل شوي دي او دا هغه کسان دي چې په ورځ د آخرت باندې کلک ایمان لري او پر هغه ثواب او هغې سزا هم ایمان لري چې په دغې ورځ کې دي.

(5) په پورتینو صفتونو باندې ستایل شوي کسان د هدایت لاره تر لاسه کولای شي او همدوی په دنیا او آخرت کې بریالي دي، ځکه چې هغه څه تر لاسه کوي چې هیله یې لري او له هغه څه څخه نجات مومي چې ترې وېره لري.

(6) پرته له شکه پر کومو کسانو چې له ايمان وروسته د الله کلمه ثابته شوه هغوی په خپله لار ورکۍ او ضد کې تلپاتې دي؛ نو ستا وېرول او نه ویرول د هغوی لپاره یو شان دي.

(7) ځکه چې الله تعالی د دوی پر زړونو مهر لګولی دی نو له خپل باطل سره یې بند کړي دي او په غوږونو يې هم ورته مهر لګولی دی، نو حق د قبلولو او منلو په نیت نه اورې او د دوی په سترګو پردې دي، نو حق نه ویني، سره له دې چې حق روښانه دی او په آخرت کې د دوی لپاره لوی عذاب دی.

(8) او له خلکو څخه یوه ډله داسې ده چې د ایمان دعوه لري او په خپلو وینو او مالونو د وېرې له امله -یوازې- په ژبه داسې وایي، خو په باطن (پټه) کافران دي.

(9) هغوی د خپلې ناپوهۍ له مخې باور لري چې الله او مؤمنانو ته د ايمان په ښکاره کولو او کفر په پټولو دوکه ورکوي، خو هغوی پر دې نه پوهيږي چې الله تعالی پر پټو او ښکاره و پوهيږي او مؤمنان يې د هغوی پر صفتونو او حالتونو خبر کړي دي.

(10) د دوی (د عذاب) لامل دادی چې د دوی په زړونو کې شک دی، پس الله تعالی د دوی دا شک نور هم ډېر کړ، بدله له هماغه ډول څخه ورکول شوه کوم عمل یې چې تر سره کړی وو او د دوی لپاره دردناک عذاب دی د دوزخ په ښکتني پوړ کې، په سبب د دې چې دوی په الله او خلکو باندې دروغ تپل او هغه څه یې دروغ بلل کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي وو.

(11) او کله چې په زمکه کې له فساد کولو څخه منع شي، چې کفر، ګناهونه او وغیره مه کوئ، نو دوی انکار کوي او ګمان کوي چې همدوی خاوندان د صلاح (روغې) او اصلاح (روغې راوستلو) دي.

(12) او حقیقت دادی چې همدوی فساد کوونکي دي، لیکن دوی شعور نه لري (نه پوهېږي) په دې، او نه پوهېږي چې د دوی دا کار په خپله فساد دی.

(13) کله چې دوی ته د داسې ایمان راوړلو امر وشي، لکه څنګه چې د محمد صلی الله علیه وسلم ملګرو راوړی دی، نو دوی د انکار او ټوکو په بڼه داسې وایي: آیا مونږ داسې ایمان راوړو لکه څنګه چې دې ناپوهه (کم عقلو) خلکو راوړې؟ او حقیقت دادی چې همدوی کم عقله دي خو دوی نه پوهېږي.

(14) او کله چې دوی له مومنانو سره مخامخ شي نو وایي: مونږ هم په هغه څه باور لرو چې تاسي پرې ایمان لرئ؛ له مومنانو څخه د وېرې له کبله داسې وایي، خو کله چې له مومنانو څخه خپلو مشرانو خوا ته جدا (ګوښي) شي، نو د هغوی په تابعدارۍ د ثابت کېدو تاکید کوي او وایي: مونږ تاسو سره یو ستاسو په لاره او مونږ له مومنانو سره په ښکاره ځان برابروو، چې ټوکې ورپورې وکړو.

(15) الله تعالی په دوی پورې ټوکې کوي په بدل د هغو ټوکو چې دوی یې پر مومنانو پورې کوي، له خپل عمل سره برابره بدله ورکوي، نو ځکه خو یې په دنیا کې د مسلمانانو احکام پر دوی پلي کړل، خو په آخرت کې به ورته د کفر او نفاق بدله ورکړي، همدا راز دوی ته مهلت ورکوي چې په خپله ګمراهۍ او سرکشۍ کې نور هم مخکې لاړ شي، نو سرګردان او حیران به پاتې شي.

(16) پر دغو صفتونو یاد شوي منافقان هغه کسان دي چې ايمان يې پر کفر بدل کړی؛ نو سوداګري یې زيانمنه شوې، ځکه پرالله ايمان راوړل يې له لاسه ورکړي دي او هغوی حق ته لار موندونکي نه دي.

(17) د دوی منافقانو لپاره الله تعالی دوه مثالونه (بېلګې) بیانوي:یوه بېلګه ناري (د اور بېلګه) او بل مثال (بېلګه) مائي (د اوبو بېلګه) ده، د اور بېلګه دا ده چې دوی په شان د هغه کس دی چې د رڼا لپاره یې اور بل کړی وي، نو هر کله چې رڼا تېزه شي او ګومان وکړي چې اوس ترې ګټه پورته کولای شي، نو اور پرې مړ شي او رڼا لاړه شي او یوازې سوځول يې پاتې شي، نو خاوندان یې په توره تیاره کې پاتې شي او هیڅ نه ویني او نه لاره موندلای شي.

(18) نو دوی کاڼه دي، حق د منلو په نیت نه اوري، ګونګیان دي (حق) وینا نه کوي، د حق کتلو څخه ړانده دي، نو دوی لهخپلې ګمراهۍ څخه نه را ګرځي.

(19) او مائي (د اوبو) مثال یې داسې دی چې دوی په شان د ډېر باران دي، چې ورېځې وي او په هغې کې یو د بل د پاسه تیارې وي، تندر او برېښنا وي، دا حالت په یو قوم نازل شي نو سخته وېره یې واخلي، نو خپل غوږونه د ګوتو په سرونو بندوي، د تندر د آوازونو له کبله چې وېرېږي د مرګ څخه، نو الله تعالی د کافرانو راګېرونکی دیاو هېڅ یې نشي عاجزه کولی.

(20) نږدې ده برېښنا د ډېرې تېزې رڼا له کبله د دوی سترګې واخلي، هر کله چې بریښنا څرک وهي او رڼا شي ورباندې نو مخکې شي او کله چې رڼا نه وي نو په تیاره کې پاتې شي، نو خوځېدلی نه شي او که چېرې د الله تعالی خوښه شي نو په خپل قدرت سره به د دوی غوږونه او سترګي یوسي؛ چې بیا به نه را ګرځي؛ ځکه چې دوی له حق څخه مخ اړوي، نو باران د قرآن مثال دی او د تندر آوازونه د قرآن کریم د زواجرو (وېرونو) مثال دي او د بریښنا رڼا دوی ته کله نا کله د حق څرګندېدل دي او د سخت تندرونو له کبله غوږونه بندول د دوی له حق څخه د مخ اړولو او نه منلو مثال دی او د تشبیه لامل د منافقانو او د دې مثال د خاوندانو تر مینځ ګټه نه اخیستل دي، نو په ناري مثال (د اور بېلګه) کې: اور بلوونکي پرته له تیارې او سوځېدلو بله هېڅ ګټه ترلاسه نه کړه او په مائي مثال (د اوبو بېلګه) کې: د باران خاوندانو پرته له دې چې تالنده او برېښنا یې ووېروي، له باران څخه بله ګټه پورته نه کړه، نو منافقان هم همداسې دي، چې له سختۍ او زیاتۍ پرته په اسلام کې کې بل څه نه ويني.

(21) ای خلکو! یوازې د الله تعالی عبادت کوئ او د بل چا عبادت مه کوئ؛ځکه چې هغه (الله) تاسې او له تاسو څخه وړاندې امتونه پیدا کړي دي، په دې هیله (عبادت وکړئ) چې ستاسو او د هغه د عذاب تر مینځ د هغه د حکمونو منلو او د بندیزونو څخه ځان ژغورلو په مټ پرده پېدا شي (د الله له عذاب څخه وژغورل شئ).

(22) الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې زمکه هواره کړې ده او د هغې له پاسه یې ښه قوي آسمان پیدا کړی دی او په تاسو د باران نعمت هم وروي، چې د دهغه پر مټ ګنې مېوې له زمکې څخه را زرغونوي، چې ستاسو لپاره روزي شي، نو تاسو هم له الله تعالی سره شریکان او بېلګې مه ګرځوئ، په داسې حال کې چې تاسي ښه پوهېږئ چې له الله تعالی پرته بل پیداکوونکی نه شته.

(23) ای خلکو! که چېرې تاسي د هغه قرآن په اړه په شک کې یاست چې مونږ پر خپل بنده محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی، نو تاسو ته چلنج (ننګونه) درکوو، چې د دې مقابله وکړئ او د دې په شان یو سورت راوړئ، که څه هم تر ټولو وړوکی سورت وي او هغه خلک چې ستاسې مرستندویان دي هغوی هم راوبلئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې ریښتیني یاست.

(24) پس که چېرې مو دا کار ونه کړ -او هېڅکله به د دې کار کولو وس ونلرئ- نو پس له هغه اور څخه ځانونه وساتئ چې د عذاب وړ انسانان پکې سوځېږي، او هغه کټې (تیږې) به هم پکې سوځي چې عبادت یې کېده، همدا اور الله تعالی د کافرانو لپاره چمتو او تیار کړی دی.

(25) نو لکه څنګه چې دا وړاندنی وعید (وېرونه) د کافرانو لپاره ؤ؛ نو (ای نبي) ته زېری ورکړه هغو مومنانو ته چې نېکې کړنې (عملونه) کوي په هغه څه چې دوی پرې خوشالېږي، چې هغه داسې جنتونه دي چې تر ماڼیو او ونو لاندې یې ویالې بهېږي او کله چې دوی د جنت د پاکو مېوو خوند وڅکي، نو د دنیا له مېوو سره د ډېر یوشان والي له کبله به وایي: دا د هغو میوو په څېر دي چې مونږ ته مخکې هم راکړل شوې وې او دوی ته به داسې مېوې وړاندې شي چې په نوم او بڼه (شکل) کې به یوشان وي، تر دې چې دوی به پرې رامنډې کړي د دې لپاره چې له وړاندې یې پېژندلې، خو دا (مېوې) به په خوند کې سره جلا وي او د دوی لپاره په دې جنتونو کې داسې مېرمنې (ښځې) دي چې له هغو ټولو (عیبونو) پاکې دي چې انساني نفس یې بد ګڼي، او له هر هغه څه څخه به هم پاکې وي چې په دنیا کې د ښځو اړوند زړه بداوی راولي او دوی به همېشنیو نعمتونو کې وي، نه د دنیا دنعمتونو په څېر چې تر یوې مودې وي (چې بیا بندېږي).

(26) بېشکه الله تعالی په هېڅ ډول مثال بیانولو چې خوښه یې شي نه شرمېږي، نو کله ماشی په مثال کې راوړي او یا له دې هم غټ او یا وړوکی او خلک د دې پر وړاندې دوې ډلې وي: مومنان او کافران، نو هغوی چې مومنان وي نو ریښتينې ګڼي او پوهېږي چې د دې مثال تر شا لوی حکمت پروت دی او هغوی چې کافران دي نو د ټوکو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي چې ولې الله تعالی د دې معمولي او سپکو شیانو مثال بیانوي؟ لکه ماشی، مچ، غڼه (جولا) او داسې نور، نو د الله تعالی له خوا ورته داسې ځواب دی: بېشکه په دې مثالونو کې د خلکو لپاره ډېرې لارښوونې، هدایتونه او ازمیښتونه دي، پس ځېنې هغه دي چې الله تعالی یې په همدې مثالونو ګمراه کوي، ځکه چې فکر پرې نه کوي او مخ ترې اړوي، چې داسې خلک ډېر دي. او ځېنې نور هغه (کسان) دي چې الله تعالی ورته هدایت وکړي، ځکه چې دوی له دې مثالونو څخه پند اخلي او دوی هم ډېر دي او (الله) نه ګمراه کوي په دې مثالونو باندې مګر هغه خلک چې د ګمراه کولو وړ وي او دا هغه خلک دي چې د الله تعالی له طاعت څخه وتلي وي؛ لکه منافقان.

(27) هغه کسان چې د الله هغه ژمنه ماتوي، کومه يې چې له هغوی څخه يوازې د خپل عبادت او خپل هغه رسول د پيروۍ په اړه اخېستې وه پر کوم چې له هغه مخکې رسولانو خبر ورکړی و، او د کومې خپلوۍ پالنې چې الله امر کړی هغه پرې کوي او په ګناهونو سره په ځمکه کې د ورانکارۍ خپرولو هڅه کوي؛ نو همدوی په دنيا او آخرت کې کم برخي (بې برخې) دي.

(28) ای کافرانو! ستاسې هم ناآشنا کړنې دي! څنګه تاسو په الله تعالی کافران کېږئ، په داسې حال کې چې تاسې د الله تعالی د ځواک نښې په خپلو ځانونو کې وینئ، بېشکه تاسې هيڅ نه وئ، نو تاسو یې پیدا او ژوندي کړئ، بیا به مو هماغه (الله) په دوهم ځل مړه کړي، بیا به مو په دوهم ژوند سره را ژوندي کړي، بیا به بېرته هغه ته د دې لپاره ورګرځئ چې د هغه څه حساب درسره وکړي چې تاسو وړاندې کړي دي.

(29) او يوازې الله هغه - ذات - دی چې ستاسو لپاره يې ټول هغه څه پيداکړي دي کوم چې په ځمکه کې دي له: نهرونو، ونو او داسې نور څه چې نه شمېرل کيږي او تاسو ترې ګټه اخلئ او له هغه څه ګټه پورته کوئ چې ستاسو لپاره يې اېل کړي دي، بيا يې د آسمان پيداکولو اراده وکړه؛ نو اووه برابر آسمانونه يې پيداکړل او هغه، همغه ذات دی چې پوهه یې پر هرڅه چاپېره شوې ده.

(30) الله تعالی خبر ورکوي چې ملائکو ته یې وویل: بېشکه زه به په زمکه کې داسې بشر پیدا کړم چې د الله تعالی په طاعت باندې د زمکې د آبادولو لپاره یو بل پسې به خلیفه کېږي، نو ملائکو د خپل رب څخه د لارښوونې او ځان پوهولو په موخه په زمکه کې د بني آدمو د خلافت د حکمت په اړه پوښتنه وکړه، چې دوی به په زمکه کې فسادونه کوي او په زیاتي سره به وینې تویوي، ویې ویل: چې مونږ ستا منونکي بندګان، ستا پاکي بیانوونکي، ستا لویې او عظمت ویونکي یو، له دې هېڅ نه ستړي کېږو، نو الله تعالی د دوی د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل: بېشکه زه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ ډېر ښه پوهېږم چې د دوی په پېدایښت کې څومره حکمتونه دي او د دوی په خلافت کې څومره لویې موخې دي.

(31) او د آدم عليه السلام د مرتبې ښکارولو لپاره الله هغه ته د ټولو شیانو نومونه له څارويو، جامدو او نورو شيانو څخه له الفاظو او معناګانو سره ور وښودل، بيا يې دغه نومول شوي شيان پر پرېښتو وړاندې کړل، په دې ويلو سره چې نومونه يې را وښيئ، که چېرې تاسې په هغه څه کې رېښتني وئ چې تاسو يې واياست چې تاسو له دغه مخلوق څخه درانه او غوره ياست.

(32) دوی وویل -په داسې حال کې چې د خپل نقص او کمي اعتراف کوونکي وو او ټول فضل یې الله تعالی ته وروګرځولو-: ای ربه! مونږ ستا پاکي او لویي بیانوو له دې څخه چې ستا په فیصله او شریعت نیوکه وکړو، پس مونږ په هېڅ نه پوهېږو پرته له هغه څه چې تا یې مونږ ته علم راکړی دی، بېشکه همدا ته په هر څه داسې پوه یې چې هېڅ هم له تا پټ نه دي، د حکمت څښتن یې چې د خپل تقدیر او شریعت ټول کارونه په خپل ځای کې ږدې.

(33) او په دغه وخت کې الله تعالی آدم علیه السلام ته وویل: دوی د دې شیانو له نومونو خبر کړه، نو کله چې (آدم علیه السلام) هغه شان خبر کړل څرنګه چې خپل رب ورته ښودلي وو، الله پاک ملائکو ته وویل: آیا ما تاسو ته نه ؤ ویلي؟ چې زه د اسمانونو او زمکې په پټو باندې عالم یم او پوهېږم ستاسو په هغو حالاتو چې تاسو یې ښکاره کوئ.

(34) الله تعالی روښانه کوي چې هغه (الله) ملائکو ته د آدم علیه السلام د احترام لپاره د سجدې امر کړی ؤ، نو ټولو د الله تعالی امر په چټکتیا سره ومانه، مګر (یوازې) هغه ابلیس چې د پېریانو له جنس څخه ؤ انکار یې وکړ او د الله تعالی په امر یې نیوکه وکړه، او په آدم علیه السلام یې لویي وکړه، نو له دې کبله په الله تعالی باندې کافر شو.

(35) او مونږ وویل اې آدم علیه السلام! ته او ستا میرمن -حواء- په جنت کې واوسېږئ او دواړه په دې جنت کې پراخه، خوندور، بې تکلیفه خوراک کوئ، د جنت په هر ځای کې چې غواړئ، ولې له دې ونې څخه چې ما تاسو د هغې له خوارک څخه منع کړي یاست ځان وساتئ، نو که تاسو دواړو زما د حکم نافرماني وکړه ضرور به د ظالمانو له ډلې څخه شئ.

(36) پس شیطان به تل وسوسې ور اچولې او بد عمل به یې ورته ښایسته کولو؛ تر دې چې ویې ښویول او په ګناه يې اخته کړل او د هغې ونې څخه یې خوراک وکړ چې الله تعالی ترې منع کړي وو، پس سزا یې دا شوه چې د هغه جنت څخه وویستل شول کوم کې چې دوی پکې اوسېدل او الله تعالی دوی دواړو او شیطان ته وویل: زمکې ته ښکته شئ، یو له بل سره به دښمنان یئ، او ستاسې لپاره پر زمکه کې پاتې کېدل او له خیر څخه يې خوند اخیستل دي، تر دې چې ستاسو اجل پوره شي او قیامت راشي.

(37) پس آدم علیه السلام هغه ټکي واخیستل، کوم چې الله تعالی ده ته ورکړل، او الله تعالی ورته په زړه کې همدا ټکي ورواچول، او دا هغه ټکي دي چې په دې وینا د الله تعالی کې یاد شوي دي: (دواړو وویل: ای زمونږ پالونکیه! مونږ په خپلو نفسونو باندې تېری کړی دی او که چېرې ته مونږ ته بښنه ونه کړې او پر مونږ رحم ونه کړې نو خامخا به مونږ له زیانمو څخه شو). (الاعراف: ۲۳) پس الله تعالی یې توبه قبوله کړه او بښنه یې ورته وکړه، پس الله تعالی د خپلو بندګانو خورا ډېر توبه قبلونکی او پر دوی رحم کوونکی دی.

(38) مونږ ورته وویل: ټول له جنت څخه زمکې ته کوز شئ، نو که چېرې تاسي ته زما د پېغمبرانو په لاس لارښوونه راغله، نو پس چا چې د هغې پیروي وکړه او زما پر پېغمبرانو یې ایمان راوړ، نو په دوی په آخرت کې هېڅ ډول وېره نشته او نه به دوی په هغه څه غمجن شي چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوي دي.

(39) او کومو کسانو چې کفر کړی او زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي دي، همدوی دوزخيان دي هيڅکله به ترې ونه وځي.

(40) ای د یعقوب علیه السلام ځامنو! د الله تعالی پرله پسې نعمتونه یاد کړئ او شکر پرې وباسئ او زما په ژمنو باندې وفا وکړئ، هغه چې پر ما او زما پر پېغمبرانو ایمان لرل او زما پر شریعت عمل کول دي. نو که چېرې تاسو په هغې (ژمنې) وفا وکړه، زه به هم په خپلو هغو ژمنو وفا وکړم چې مایې درسره وعده کړې ده، په دنیا کې به ښه ژوند او آخرت کې به ښایسته بدله درکړم، نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ او زما ژمنې مه ماتوئ.

(41) او تاسو په هغه قرآن ایمان راوړئ کوم چې ما په محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی او د هغه تورات سره چې لا تحریف شوی نه ؤ له هغه سره دتوحید او محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په موضوع کې یوشان دی او له دې ووېرېږئ چې په دې (قرآن) لومړني کافران شئ او هغه آیاتونه چې ما رالېږلئ د قدرت او چوکۍ په لږه بیه مه بدلوئ او زما له غضب او عذاب څخه و وېرېږئ.

(42) او هغه حق چې ما په خپلو پېغمبرانو نازل کړی له هغو دروغو سره مه ګډوئ کوم چې تاسو له ځانه جوړوئ او هغه حق هم مه پټوئ کوم چې د محمد صلی الله علیه وسلم د صفتونو په اړه ستاسو په کتابونو کې راغلی دی، سره له دې چې تاسي پرې علم او باور لرئ.

(43) او تاسو د ارکانو، واجباتو او سنتو په پوره کولو سره لمونځ ادا کړئ او د هغو مالونو زکات وباسئ کوم چې الله تعالی ستاسو په لاسونو کې درکړي دي او الله تعالی ته د محمد صلی الله علیه وسلم د امت له عاجزي کوونکو سره عاجزي وکړئ.

(44) څومره بده خبره ده چې تاسو بل چاته د ایمان او نېکۍ امر کوئ او خپله ترې بیا مخ اړوئ او ځانونه هېروئ، په داسې حال کې چې تاسو تورات هم لولئ، او په دې هم ښه پوهېږئ چې په تورات کې د الله د دین په پېروۍ او د هغه په پېغمبرانو د باور کولو امر شوی دی، نو آیا تاسو له خپلو عقولونو څخه ګټه نه اخلئ؟!

(45) او په صبر او لمانځه سره له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت په ټولو کارونو کې مرسته وغواړئ، چې هغه (الله) ته مو نږدې کړئ او له هغه سره مو پیوسته کړي، نو هغه به ستاسي مرسته او ساتنه وکړي او له تاسي څخه به هر ډول ضرر لرې کړي او بیشکه چې لمونځ ډېر دروند او لوې کار دې مګر هغو کسانو ته آسان دې چې خپل رب ته عاجزي کوونکي وي.

(46) او دا ځکه چې همدا خلک پر دې باور لري چې دوی خپل رب ته ورځي او هغه سره د قیامت په ورځ ملاقات کوونکي دي او بېشکه دوی الله تعالی ته د خپلو کړنو د بدلې لپاره ور ګرځېدونکي دي.

(47) ای د یعقوب علیه السلام اولاده! زما هغه دیني او دنیوي نعمتونه یاد کړئ چې پر تاسو مې لورولي دي او یاد کړئ چې تاسي مې د خپلې زمانې پر خلکو په نبوت او ملک سره غوره کړي یاست.

(48) د اوامرو په کولو او د نواهیو د پرېښودلو پر مټ د خپلو ځانونو او د قیامت د ورځې د عذاب ترمنځ پرده جوړه کړئ، هغه ورځ چې هیڅ یو نفس به بل نفس ته هیڅ رنګه ګټه ونه رسوي او نه به له هغه سره د ګټې او زیان په اړه د الله تعالی له اجازې پرته د هیچا سپارښتنه ومنل شي او نه به ورڅخه فدیه واخیستل شي، اګر که ټوله نړۍ له سروزرو ډکه کړي او نه به هیڅوک په دې ورځ د دوی مرستندوی وي، نو کله چې نه سپارښت کوونکی ګټه رسولی شي او نه فدیه وي او نه (بل) مرستندوی، نو د تېښتې لاره به چېرته وي؟!

(49) ای بنی اسرائیلو! هغه وخت یاد کړئ چې تاسو مې د فرعون له پیروانو څخه وژغورلئ، چې تاسو ته یې ډول ډول عذابونه درکول؛ ستاسو د اولادونو مرۍ به یې پرې کولې، تر څو ستاسې نسل پاتې نه شي او ستاسي لورګانې به یې ژوندۍ پرېښودلې، تر څو د هغوی خدمت وکړي او ستاسو سخت سپکاوی وشي او د فرعون او د هغه د پیروانو له زورواکۍ څخه ستاسي ژغورنه کې ستاسي د رب لخوا لویه ازموینه ده، ښایي چې تاسي شکر وباسئ.

(50) او زمونږ له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ ستاسې لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو ته مو پکې وچې لارې جوړې کړې، تر څو تاسې پر هغو لاړ شئ، نو تاسو مو وژغورلۍ او ستاسې پر وړاندې مو ستاسو دښمن فرعون او د هغه پیروان په اوبو کې ډوب کړل چې تاسو ورته کتل.

(51) او زمونږ له نعمتونو څخه له موسی علیه السلام سره د څلویښتو ورځو ژمنه (نېټه ټاکل) هم یاده کړئ چې د لارښوونې او روښنايي کتاب تورات درته بشپړ نازل شي، بیا په دغه موده کې پرته له دې چې تاسي د خوسي عبادت وکړئ بل څه مو ونه کړل، او تاسو په دې کار سره له زیاتي کوونکو څخه شوئ.

(52) پس کله چې تاسې توبه وایستله نو مونږ ستاسې له ګناه تېر شولو، نو تاسو مو ونه نیولئ، ښایي چې تاسې په ښې بندګۍ او اطاعت سره د الله تعالی شکر وباسئ.

(53) او له هغو نعمتونو څخه دا هم په یاد ولرئ چې مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړ چې د حق او باطل تر منځ بېلونکی او د لارښوونې (هدایت) او ګمراهۍ تر منځ جلا کوونکی کتاب دی، ښایي د دې پر مټ حق لارې ته لاړ شئ.

(54) له دې نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې الله تعالی تاسو ته د خوسي له بنده ګۍ څخه د توبې وس درکړ، کله چې موسی علیه السلام تاسو ته وویل: بېشکه تاسو پر خپلو ځانونو د خوسي په بندګۍ کولو سره ظلم وکړ، نو تاسو ټول توبه وباسئ او خپل رب او پېدا کوونکي ته ور وګرځئ اوهغه داسې چې تاسو یو بل ووژنئ او په دې بڼه توبه ویستل تاسو ته له دې غوره دي چې په هغه کفر سرکشي وکړئ کوم چې تاسو په اور کې تل پاتې کوي، نو د الله تعالی په مرسته تاسو توبه وویستله او هغه قبوله کړه؛ ځکه چې هغه ډېر توبه قبلوونکی او پر خپلو بندګانو لورین دی.

(55) او یاد کړئ هغه وخت چې کله ستاسو پلرونو په ډېرې بې باکۍ (جسارت) موسی علیه السلام ته وویل: هېڅکله به مونږ ستا پر خبرو باور ونه کړو ترهغو چې الله په ښکاره ونه وینو، چې له مونږ څخه پټ نه وي، نو یوه سوزونکی اور را ونغاړلئ، او ویې ووژلئ چې تاسې یو بل ته کتل.

(56) بیا مونږ تاسو له مرګ څخه وروسته ژوندي کړئ، ښایي چې تاسي د الله تعالی پر هغو نعمتونو (پېرزوینو) شکر وباسئ چې پر تاسو یې کړي دي.

(57) او پر تاسو باندې زمونږ له نعمتونو څخه دا هم دي چې مونږ ورېځ (ددې لپاره) راولېږله تر څو له سوځونوکي لمو څخه پر تاسې سیوری شي، کله چې په زمکه کې ورک شوي وئ (لاره مو ورکه کړې وه) او مونږ له خپلو نعمتونو څخه پر تاسو د شاتو په څېر خواږه څښاک او واړه مرغان پاکې غوښې لرونکي چې د مړزانو په څېر دي نازل کړل، او تاسو ته مو وویل: وخورئ له هغه پاکو شیانو څخه چې مونږ تاسو ته درکړي دي. او دوی د دې نعمتونو په انکار او نا شکرۍ سره له مونږ څخه هېڅ کم نه کړل، لیکن دوی په خپلو ځانونو تېری وکړ چې د نېکۍ نصیب یې کم شو او عذاب ته یې ځانونه وړاندې کړل.

(58) او د الله تعالی له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ تاسو ته وویل: بیت المقدس ته ننوځئ او له هغو پاکو شیانو څخه چې هلته دي وخورئ ، له هر ځایه مو چې خوښه وي خوندور او پراخه، او د ننوتلو پر مهال په رکوع او عاجزئ سره ننوځئ او له الله تعالی څخه غوښتنه وکړئ او داسې ووایئ: اې زمونږه ربه! زمونږ تېروتنې وبښه؛ مونږ به ستاسو دعاګانې قبولې کړو او زر ده چې د نېکي کوونکو په کړنو کې به د هغوی د نېکیو برابر ثواب ور زیات کړو.

(59) پس نه وو غبرګون د دوی تېري کوونکو مګر دا چې کړنه یې بدله کړله، او وینا یې تحریف کړه، نو په داسې حال کې ننوتل چې شاګانو څښېدل او ویل یې: دانه په وېښته (یا وربشه) کې، چې د الله تعالی حکم پورې یې ملنډې وهلې؛ پس بدله یې دا شوه چې الله تعالی پر تېري کوونکو د آسمان لخوا عذاب نازل کړ، په سبب د دې چې دوی د شریعت له حدودو څخه بهر شول او د حکم مخالفت یې وکړ.

(60) او د الله تعالی له نعمتونو څخه یاد کړئ کله چې تاسو په تیه (دښته) کې وئ، او سختې تندې سره مخ شوې، نو موسی علیه السلام خپل ربه ته عاجزي وکړه او غوښتنه يې وکړه چې تاسې خړوبه کړي؛ نو مونږ ورته امر وکړ چې په خپله امسا باندې تېږه ووهي؛ نو کله چې یې ووهله له هغې (تېږې) څخه ستاسو د قبیلو په شمېر دولس چېنې وبهېدې، او اوبه یې روانې شوې او مونږ هرې قبیلې ته د هغې د څښاک ځانګړی ځای وروښود، څو د دوی تر منځ شخړه رانشي او ورته مو وویل: د الله تعالی د هغه روزي څخه چې تاسو ته یې له کوښښ او زیار څخه پرته رالېږلې، خورئ او څښئ، او پر ځمکه د فساد کولو هڅه مه کوئ.

(61) ياد کړئ کله مو چې د خپل پالونکي له نعمت نټه وکړه؛ نو کوم من او سلوی چې الله درباندې را نازل کړي و له هغو ستړي شوئ او ومو ويل موږ هيڅکله په يوډول نه بدلېدونکي خوړو صبر نشو کولای، نو له موسی - عليه السلام - مو وغوښتل ترڅو له الله ستاسو لپاره وغواړي چې د ځمکې له لوبيا، سبزۍ، ترې چې بادرنګ ته ورته دي خو غټې دي او دانې، عدس او پياز د خوړو په ډول را وباسي؛ نو موسی - عليه السلام - ستاسو د غوښتنې د نه خوښولو په توګه وويل: آيا من او سلوی پر هغه څه بدلوئ چې ترې لږ او ټيټ دي په داسې حال کې چې هغه غوره او ډېر ښه وو او پرته له ستړيا او ستونزې درته راتلل او له همدغې ځمکې هر کلي ته را نازلېدل، نو تاسو په خپلو کښتونو او بازارونو کې موندل، د هغوی د خپلو نفسي غوښتنو او څه چې الله د هغوی لپاره غوره کړي و له هغو څخه د تکراري مخ اړونې له امله پر هغوی سپکاوی, بې وزلي او بې وسي راغله، او د الله له غضب سره را وګرځېدل د هغه له دينه د مخ اړولو او د هغه پر آيتونو د کفر کولو او په تېري او له بريده اوښتلو سره د هغه د نبيانو د وژلو له امله، دا ټول له دې امله چې هغوی له الله سرغړونه وکړه او د هغه له پولو اوښتل.

(62) بېشکه له دې امت څخه چې کومو کسانو ایمان راوړی او همدا راز هغه کسان چې له پخوانیو امتونو څخه ایمان راوړی او د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه وړاندې وو، لکه یهودیان، عیسویان او صابئین -چې دا د ځینو پېغمبرانو د پېروانو یو ډله ده چا کې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ ایمان شتون درلود- نو دوی لپاره د الله تعالی په نزد ثواب دی او نه به پر دوی د آخرت په اړه وېره وي او نه به دوی په پاتې شوې دنیا پسې غمجن وي.

(63) او هغه کلکه ژمنه یاده کړئ چې له تاسو څخه مو اخیستې وه، پدې چې په الله تعالی او پېغمبرانو به ایمان لرئ او غر مو پر تاسو پورته کړ څو ووېرېږئ او په ژمنه وفا وکړئ، مونږ تاسې ته امر وکړ چې هغه څه چې مونږ په تورات کې پر تاسو نازل کړي دي، له سستۍ او سپکاوۍ پرته، په کلکه واخلئ او هغه څه چې په دې کې دي (هغه) زده کړئ او فکر پرې وکړئ؛ ښايي چې په دې کار سره د الله تعالی له عذاب څخه ځانونه وژغورئ.

(64) پس ستاسو غبرګون دا ؤ چې د کلکې ژمنې له اخیستلو وروسته مو مخ واړولو او نا فرماني مو وکړه، نو که چېرې د الله تعالی فضل پر تاسو نه وای، چې ستاسو ګناهونه یې وبښل او رحمت یې نه وای چې ستاسې توبه یې قبوله کړه؛ نو خامخا به تاسو د دې مخ اړولو او نافرمانۍ له کبله له زیانکارانو ځنې وئ.

(65) او تاسي د خپلو مشرانو په اړه داسې خبر یاست چې هېڅ شک په کې نشته؛ کله چې دوی د شنبې په ورځ په ښکار تېری وکړ چې په دغه ورځ په دوی ښکار حرام شوی ؤ، نو دوی ورته حیله جوړه کړه چې جالونه به یې د شنبې په ورځ ودرول او بیا به یې د یکشنبې په ورځ راویستل؛ نو الله تعالی له دوی څخه د حیلې کولو په سبب ذلیله بېزوګان جوړ کړل.

(66) پس همدا تېری کوونکی کلی مونږ د نورو ګرد چاپېره کلیو لپاره عبرت وګرځاوه او د هغو کسانو لپاره هم عبرت شو چې وروسته راتلونکي دي؛ څو د هغوی په څېر کړنه ونه کړي او د هغوی په څېر د سزا وړ ونه ګرځي، او مونږ دوی د هغو پرهېزګارانو لپاره پند وګرځول چې د الله تعالی له عذاب او د هغه له حدودو څخه تېري کوونکو د بدلې اخیستلو څخه وېرېږي.

(67) او د خپلو مشرانو د خبرونو څخه هغه خبرې اترې هم یادې کړئ چې د هغوی او موسی علیه السلام تر منځ تېرې شوې دي، چې موسی علیه السلام ورته خبر ورکړ په دې چې تاسو ته د الله تعالی امر دی چې یوه غوا حلاله کړئ، پس پر ځای د دې چې په بېړه کار وکړي، په سرکشۍ یې وویل: آیا ته مونږ پورې ملنډې وهې، نو موسی علیه السلام وویل: پناه غواړم په الله تعالی چې زه له هغه کسانو څخه شم چې په الله تعالی دروغ تړي او په خلکو ملنډې وهي.

(68) دوی موسی علیه السلام ته وویل: له الله تعالی څخه وغواړه چې د هغې غوا پوره صفات مونږ ته بیان کړي د کومې غوا د حلالولو امر یې چې مونږ ته کړی دی، پس هغه ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: دا داسې غوا ده چې نه د ډېر عمر ده او نه وړه ده، بلکې د دې دواړو تر منځ ده، پس د خپل رب امر منلو کې بېړه وکړئ.

(69) پس دوی خپلې جګړې او سرکشۍ ته ادامه ورکړه او موسی علیه السلام ته یې وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې مونږ ته د غوا رنګ وښایي، نو موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: بېشکه چې دا زېړه غوا ده، تېز زېړوالی لري، چې هر لېدونکی حېرانوي.

(70) بیا یې په سرکشۍ سره وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې د غوا نور صفتونه هم راته بیان کړي؛ ځکه چې په یادو صفتونوخو ډېرې غواوې دي مونږ نشو کولای چې د هغو تر منځ یوه غوره کړو. خو دوی ټينګار کولو چې که چېرې د الله خوښه وشي نو مونږ به هغه غوا پیدا کړو د کومې د ذبحه کولو غوښتنه چې شوې ده.

(71) پس موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: د دې غوا صفت دادی چې دا نه په یوې (کولبه) وهلو کې د چا تابع شوې ده او نه په ارهټ وهلو (زمکه خړوبولو) کې، او دا دله ټولو عیبونو څخه پاکه ده، په دې کې د زېړ رنګ پرته د بل رنګ نښه هم نشته، نو په دغه وخت کې دوی وویل: اوس دې راته د غوا پوره او دقیق صفتونه راوړل، نو حلاله یې کړله پس له دې چې نږدې وو چې حلالول ترې د دوی د جګړې او سرکشۍ له امله پاتې شوي وی.

(72) او هغه وخت یاد کړئ چې تاسو د خپل منځ څخه یو وواژه نو تاسو د خپلو ځانونو دفاع کوله، هر سړي خپل ځان څخه د قتل تهمت لرې کولو، او پر بل یې ور اړولو، تر دې چې شخړه مو وکړه، او الله تعالی څرګندونکی دی د دغه بې ګناه وژل شوي چې تاسو پټولو.

(73) پس تاسو ته مو وویل: د هغې غوا چې تاسو ته يې د حلالولو امر شوی ؤ د وژل شوي پر بدن د هغې یوه برخه ووهئ؛ پس بېشکه الله تعالی به یې ژوندی کړي چې خپل وژونکی (قاتل) وښایي! پس دوی دا کار وکړ او خپل قاتل یې وښود، او د همدې مړي د ژوندي کېدو په څېر به الله تعالی د قیامت په ورځ مړي هم را ژوندي کوي، او تاسو ته به د خپل قدرت ښکاره دلائل درښایي، ښایي چې تاسي د عقل څخه کار واخلئ او په الله تعالی حقیقي ایمان راوړئ.

(74) له دې بلیغه پندونو او حېرانونکو معجزو وروسته هم ستاسو زړونه سخت شول، تردې چې د تيږو غوندې شول، بلکې له هغې هم سخت شول؛ ځکه چې دا د خپل حالت څخه بېخي تغییر نه مومي او هر چې تيږې دي نو هغه تغییر مومي او بدلېږي، پس د تېږو څخه ځېنې هغه دې چې ترې ویالې بهېږي، او ځېنې یې چوي او اوبه ترې راوځي، په ځمکه روانې چېنې، چې خلک او څاروي ترې ګټه اخلي، او ځېنې تيږې د الله تعالی له وېرې پورته غرونو څخه راغورځي، او ستاسو زړونه داسې نه دي، او الله تعالی ستاسو د کړنو څخه بې پروا نه دی، بلکې هغه پرې خبر دی، او زر دې چې تاسو ته به یې سزا درکړي.

(75) ای مومنانو! آیا تاسو تمه لرئ چې دوی به ایمان راوړي او ستاسو خبرې به ومني، پس له دې چې تاسو ته د یهودیانو حقیقت څرګند شو، او د دوی سرکشي مو ولېدله؟! او د دوی له علماوو څخه یوه ډله داسې ده چې په تورات کې د الله تعالی نازل شوی کلام اوري او بیا د هغې توري او معناګانې اړوي سره له دې چې دوی پرې ښه پوهېږي او د خپل جرم په لوېي هم پوهېږي.

(76) د یهودیانو د تناقضاتو او دوکو څخه دا هم دي چې کله ځېنې له دوي څخه له مومنانو سره یو ځای شي نو د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې اعتراف کوي او د هغه د رسالت تصدیق کوي او په دې تورات هم ګواهي ورکوي، لیکن کله چې دوی له خپلو یهودیانو سره یو ځای شي نو د دې اعترافونو په اړه یو بل ملامتوي؛ ځکه مسلمانان د نبوت د تصدیق په اړه د دوی په دې اعترافونو پر دوي حجت قائموي.

(77) دا یهودیان ډېره بده لاره نیسي او ګویا که دوی له دې نا خبره دې چې الله تعالی په ټولو پټو او ښکاره ویناوو او کړنو خبر دی او زر دی چې الله تعالی به یې بندګانو ته ښکاره کړي او رسوا به یې کړي.

(78) او د یهودیانو یوه ډله ده چې په تورات نه پوهېږي، مګر دا چې له مخې یې لولي او په معنا یې نه پوهېږي، او دوی سره له دروغو پرته بل څه نشته چې له خپلو مشرانو یې تر لاسه کړي، دوی ګومان کوي چې دا هغه تورات دی کوم چې الله تعالی نازل کړی دی.

(79) نو ډېر سخت عذاب او هلاکت د هغو کسانو انتظار کوي چې په خپلو لاسونو باندې کتاب لیکي او بیا په دروغو سره وایي چې: دا د الله تعالی لخوا دی؛ دې لپاره چې د حق او هدایت په بدله کې د دنیا نا څېزه قیمت واخلي، لکه مال او مشري، نو دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې د دوی لاسونو په الله تعالی باندې دروغ لیکل، او دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې له دې کار څخه څه ترلاسه کوي، لکه مال او مشري.

(80) او په دروغو او غرور سره دوی وویل: هیڅکله به مونږ ته د دوزخ اور ونه رسېږي او نه به دوزخ ته ننوځو مګر لږې ورځې، ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو په دې خبره د الله تعالی څخه کلکه ژمنه اخیستې ده؟ نو که چېرې داسې وي بیا خو الله تعالی د خپلې ژمنې مخالفت نه کوي، یا تاسو -په دروغه- په الله تعالی باندې هغه څه تړئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟

(81) داسې هم نده لکه څنګه چې دوی ګومان کوي؛ پس بېشکه الله تعالی هر هغه چاته سزا ورکوي چې د کفر ګناه یې کړې وي او ګناهونه ترې له هرې خوا را چاپېره شوې وي او دوی ته د دوزخ په داخلېدو سزا ورکوي او هلته به تل پاتې وي.

(82) او هغه کسان چې په الله تعالی او د هغه په پېغمبر ایمان لري او نېک اعمال تر سره کوي، د دوی بدله د الله تعالی په نزد په جنت کې داخلېدل دي، چې هلته به تل پاتې وي.

(83) اې بني اسرائيلو هغه ټینګه ژمنه در په ياد کړئ چې له تاسو مو واخېستله، چې الله به يو بولئ او له هغه سره به د هيچا عبادت نه کوئ او دا چې له مور اوپلار، خپلوانو، يتيمانو، اړمنو او بې وزلو سره به ښه کوئ او خلکو ته به پرته له توندۍ او سختۍ د نېکۍ د امر کولو او له ناروا د راګرځولو سره ښې خبرې کوئ او په هغه ډول به لمونځ کوئ چې امر مې درته کړی او د زړه په خوښه به وړخلکو ته زکات ورکوئ، بيا له دغې ژمنې وروسته چې درڅخه اخېستل شوې وه، تاسو پر هغې له درېدلو وګرځېدلاست، مګر هغه څوک چې الله له تاسو څخه ساتلي وو؛ نو هغه د الله په ژمنه او تړون وفا وکړه.

(84) او یاده کړئ هغه کلکه ژمنه چې مونږ له تاسو څخه په تورات کې اخیستې وه چې د یو بل وینې تویولو، او یو بل د خپلو کورونو څخه د ویستلو ناروا والي په اړه، بیا تاسو پر هغې ژمنې چې مونږ له تاسو اخیستې وې اعتراف وکړ، او تاسو د هغې په صحت باندې شاهدان وۍ.

(85) بیا تاسو د دې ژمنې مخالفت وکړ؛ نو یو بل وژنئ او وباسئ تاسو خپله یوه ډله له خپلو کورونو څخه چې په تېري او زیاتي سره د دوي پر ضد د دښمنانو څخه مرسته غواړئ، او کله چې تاسو ته د دښمنانو په لاسونو کې بندیان راشي نو تاسو کوښښ کوئ چې د دوی فدیه ورکړئ او له بند څخه یې خوشې کړئ، سره له دې چې د دوی له کورونو څخه ویستل هم تاسو ته ناروا وو، پس څرنګه تاسو د تورات په ځېنو احکامو باور لرئ چې د فدیې وجوب دی، او ځېنې نور احکام یې نه منئ چې د وینو ساتنه او یو بل له کوره ویستل دي؟! پس د داسې کس لپاره بله سزا نشته پرته له دې چې د دنیا په ژوند کې سپک او ذلیل وي او په آخرت کې به سخت عذاب ته وروګرځي، او الله تعالی د هغه کړنو څخه چې تاسو یې کوئ بې پروا نه دي، بلکې ترې خبر دی، او زر ده چې د دې سزا به درکړي.

(86) دا هغه خلک دي چې د دنیا ژوند یې له آخرت سره بدل کړی، او فاني (ختمېدونکې) ته يې پر باقي (پاتې کېدونکې) غوره والی ورکړی، پس له دوی څخه به په آخرت کې هېڅ عذاب سپک (کم) نه شي، او نه به دوی سره په دغه ورځ کوم مرستندوی وي.

(87) او موسی ته مو تورات ورکړ او د هغه په پل مو ډېر رسولان ورپسې کړل او عیسی د مريم زوی ته مو څرګندې د هغه د رېښتينولۍ بيانوونکې نښانې ورکړې، لکه د مړو ژوندي کول، له موره پيداشوي ړانده جوړول او د پیس جوړول او هغه مو په جبرئيل - عليه السلام - پرېښتې سره پياوړی کړ، آيا ای بني اسرائيلو چې کله هم تاسو ته د الله له لوري کوم رسول راځي چې ستاسې د نفسي غوښتنو سره سم نه وي، د حق پر وړاندې لويي کوئ او د الله د رسولانو پر وړاندې لوړوالی ښايئ؛ نو له هغوی يوه ډله درواغجن بولئ او بله ډله وژنئ.

(88) د محمد په نه پيروۍ کې د يهودو دليل دا و چې زموږ زړونه بند دي ته چې څه وايې هغه بيخي نه ورسيږي او نه پرې پوهيږي، خو حال داسې نه و لکه هغوی چې ګومان کوي، بلکې الله د هغوی د کفر له امله له خپلې لورېينې لېرې کړي و؛ نو دوی ایمان نه راوړي مګر په ډېر لږ له هغه څه چې الله نازل کړي دي.

(89) او کله چې دوی ته د الله تعالی له لوري قرآن کریم راغی چې د تورات او انجیل عامو او صحیح اصولو سره موافق ؤ، او دوی به د قرآن د نازلېدو څخه مخکې ویل: ژرده چې مونږ به په مشرکانو برلاسي شو او بری به ومومو کله چې پېغمبر راولېږلی شي، نو مونږ به پرې ایمان راوړو او پېروي به یې وکړو، نو کله چې دوی ته قرآن او محمد صلی الله علیه وسلم په هغه صفتونو سره راغلل چې دوی پېژندل او هغه حق یې ور وښود چې دوی پرې پوهېدل؛ نو دوی پرې کافر شول، پس پر کافرانو د الله تعالی لعنت دی.

(90) ډېر بد دي هغه څه چې دوی پرې د خپلو ځانونو برخې چې په الله او د هغه په پېغمبر ایمان لرل دي، خرڅ کړل، نو په هغه څه کافر شول چې الله تعالی نازل کړي دي او د هغه پر پېغمبرانو یې دروغ وتړل، د تېري او کېنې له امله چې نبوت او قرآن ولې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شول، نو دوی د څو چنده غوسې وړ وګرځېدل له دې امله چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې کفر وکړ، او تورات يې لا د مخې اړولی وو، او د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې کافرانو لپاره د قیامت په ورځ رسوا کوونکی عذاب دی.

(91) او کله چې دوی یهودیانو ته وویل شي: تاسو په هغه حق او هدایت ایمان راوړئ چې الله په خپل پېغمبر نازل کړی دی، نو دوی وایي: مونږ په هغه څه ایمان لرو چې زمونږ په پیغمبرانو نازل شوي او دوی کفر کوي په هغه څه چې له دې پرته په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي، حال دا چې دا قرآن حق دی او د هغه څه سره سم دی کوم چې دوی سره د الله تعالی لخوا دی، خو که چېرې دوی په رښتیا هم په هغه څه ایمان لرلئ چې دوی ته نازل شوي نو په قرآن کریم به یې ایمان راوړی وی. دوی ته په ځواب کې ووایه-ای نبي-: که رښتیا هم په هغه څه مومنان یاست چې دوی تاسو ته کوم حق راوړی وو نو له دې مخکې مو ولې د الله استازي وژل؟

(92) او په رښتیا تاسو ته ستاسو پېغمبر موسی علیه السلام په داسې واضحو معجزاتو او دلائلو راغی، چې د هغه په رښتنولی یې دلالت کولو، بیا مو له هغه وروسته کله چې موسی علیه السلام د رب ټاکلې نېټې ته ولاړ نو تاسو خوسی خپل معبود ونیوه چې عبادت مو ورته کولو او تاسو تېري کوونکي وئ له الله تعالی سره په شرک کولو او یوازې هماغه د عبادت وړ دی بل څوک نه دی.

(93) او یاد کړئ هغه وخت چې له تاسو څخه مو د موسی علیه السلام په پیروۍ او د هغه څه په منلو چې ده د الله تعالی له لوري راوړي وو، کلکه ژمنه واخیسته او مونږ ستاسو د وېرولو لپاره غر پر تاسو پورته کړ او تاسو ته مو وویل: کوم تورات چې مو تاسو ته درکړی هغه کلک ونیسئ، او د منلو او غاړه ایښودلو په موخه يې واورئ، او که نه نو غر به پر تاسو راوغورځوو، نو تاسو وویل: مونږ په غوږونو واورېدل، او په کړونو کې مو ونه منل، او د دوی د کفر له امله د خوسي عبادت د دوی په زړونو کې ځای ونیولو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ډېر بد دی هغه ایمان چې تاسو ته پر الله تعالی د کفر کولو امر کوي که چېرې تاسو ایمان لرونکي یاست؛ ځکه رښتوني ایمان سره کفر نه یو ځای کېږي.

(94) ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: که چېرې جنت په آخرت کې یوازې ستاسو لپاره وي او بل څوک له تاسو پرته نه شي ورتللای؛ نو بیا خو تاسو د مرګ غوښتنه وکړئ؛ چې دا ستره درجه په بېړه ترلاسه کړئ او د دنیا له ستړیاوو او غمونو آرام شئ، که چېرې تاسو په خپلو دې دعوه کې رښتوني یاست.

(95) او کله به هم دوی د مرګ هیله ونه کړي؛ له دې کبله چې دوی په ژوند کې پر الله تعالی کفر کړی دی، د هغه پیغمبران يې درواغجن ګڼلي، کتابونه یې تحریف کړي دي او الله تعالی پر دوی او نورو ظالمانو ښه پوه دی، او زر دی چې هر چا ته د هغې د کړنې بدله ورکړي.

(96) اې پیغمبره! ته به هرومرو یهودیان په ژوند باندې تر نورو خلکو زیات حریصان بیامومې که هر څومره یې سپک ژوند هم وي، بلکې د هغو مشرکانو څخه هم دوی پر ژوند ډېر حریصان دي چې په قیامت او حساب باور نه لري، او حال دا چې دوی په قیامت او حساب باور هم لري؛ خو دوی هر یو خوښوي چې زرو کالو ته یې عمر ورسي او دا اوږد عمر دوی د الله تعالی له عذاب څخه لرې کولای نه شي که هر څومره وي او الله تعالی د دوی د کړنو څارونکی او لیدونکی دی، هیڅ هم ترې پټ نه دي او د ټولو سزا به ورکړي.

(97) ته -ای پېغمبره- هغو یهودانو ته ووایه چې وایي: (د ملائکو له ډلې څخه جبریل زمونږ دښمن دی): څوک چې د جبریل سره دښمني کوي نو همدا جبریل دی چې قرآن یې د الله تعالی په حکم سره ستا زړه ته راوړی دی، چې تصدیقونکی دی د هغه اسماني کتابونو چې مخکې تېر شوي دي؛ لکه تورات انجیل، او د خېر لارښوونکی دی، او مومنانو ته زېرې ورکونکی دی چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه چمتو کړي دي، نو څوک چې په دې صفتونو کس سره دښمني لري هماغه ګمراه دی.

(98) څوک چې د الله او د هغه د پرښتو دښمن وي، او د هغو دوه نږدو پرښتو چې جبریل او میکائیل دي دښمن وي؛ نو بېشکه الله تعالی ستاسو او نورو کافرانو دښمن دی، او الله تعالی چې د چا دښمن شو نو هغه په ښکاره تاوان کې دی.

(99) ای پیغمبره! مونږ تا ته ښکاره نښې در لیږلي دي چې ستا د نبوت او تا ته د راغلې وحې په رښتېنولی دلالت کوي او په دې ښکاره او واضحو دلائلو نه کافر کېږي مګر هغه خلک چې د الله تعالی له دین څخه وتلي وي.

(100) او د یهودیانو له بدو حالاتو څخه دا دی چې کله هم دوی د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت د ایمان لرلو ژمنه وکړي -چې تورات هم په دې دلالت کوي- نو یوه ډله له دوی څخه ژمنه ماتوي، بلکې زیات یهودیان د الله تعالی لخوا پر رالېږل شوي کتاب رښتونی باور نه لري؛ ځکه چې ایمان په ژمنه وفا کولو ته سړی هڅوي.

(101) او کله چې دوی ته محمد صلی الله علیه وسلم د الله له لوري د پیغمبر په توګه راغی او له تورات سره سم یې د پېغمبر صفات وړاندې کړل، نو یوې ډلې ترې مخ واړولو او بې پرواهۍ سره یې شاګانو ته وغورځولو، د هغه جاهل د حالت په څېر چې د حق او هدایت څخه ګټه نه پورته کوي او نه پرې پروا لري.

(102) او کله چې دوی د الله تعالی دین پرېښود نو د هغې پر ځای يې د شیطانانو د ځانه جوړو شوو خبرو چې د سلیمان علیه السلام پاچاهۍ پسې یې جوړې کړې وې پیروي وکړه، چې دعوه یې کوله چې دده پاچاهي په جادو ولاړه ده، لیکن سلیمان علیه السلام جادو او کفر نه دی کړی -لکه څرنګه چې یهودیانو دعوه کوله- لیکن شیطانان کافران شوي وو چې خلکو ته به یې د جادو ښوونه کوله، او خلکو ته به یې هغه جادو ښووله کومه چې بابل ښار عراق کې د خلکو د ازمیښت لپاره په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوې وه، او دې دواړو ملائکو به تر هغه پورې هیچا ته جادو نه ښووله څو به یې چې ور څخه خلک ونه ویرول او داسې به یې ورته ویل: بیشکه مونږ د خلکو لپاره ازمیښت او فتنه یو، نو ته د جادو د زده کړې له امله مه کافر کېږه، نو چا به چې د هغوی سپارښتنه ونه منله نو جادو به یې ترې زده کړه، چې له دې جادو څخه یو ډول د ښځې او خاوند تر منځ د کینې او بغض پر مټ جلاتوب راوستل وو، او دا جادوګران هیچاته هم د الله تعالی له اجازې پرته زیان نشي رسولی، او دوی به هغه څه زده کول چې ورته یې زیان رسولو او هیڅ ګټه یې ورته نه رسوله، او دا یهودیان هرومرو په دې پوهېدل چې څوک جادو کول د الله تعالی په کتاب سره بدل کړي داسې خلک د آخرت د هر ډول نعمتونو څخه بې برخې کېږي، نو ډېر بد دي هغه څه چې دوی یې په بدل کې خپل ځانونه خرڅ کړل او جادو یې د الله تعالی د وحي او شریعت په بدل کې واخیسته، که چېرې دوی په خپله ګټه پوهېدلی نو داسې بد کار او ښکاره ګمراهۍ ته به نه ور وړاندې کېدل.

(103) که چېرې یهودیان پر الله تعالی په حقه ایمان راوړي او په نیکي کولو او ګناهونو پرېښودلو سره له هغه وورېږي؛ نو د الله تعالی ثواب (بدله) به دوی لپاره د هغه څه څخه ښه وي په کوم حالت کې چې دوی اوس دي، که چېرته دوی په خپله ګټه پوهېدلای.

(104) الله تعالی مومنانو ته د ښایسته تورو (ښو خبرو) د غوره کولو سپارښتنه کوي او وایي: ای مومنانو! تاسو د (راعنا) کلمه چې (زمونږ خیال وساته) مه وایئ؛ ځکه یهودیان دا کلمه بدلوي او نبي علیه السلام پرې مخاطب کوي او د فاسدې او بدې معنا موخه لري چې رعونت (کم عقلي) دی، نو الله تعالی د دې کلیمي د استعمالولو څخه مسلمانان منع کړل، څو د دوی د فساد دروازه بنده کړي، او خپلو بندګانو ته یې امر وکړ چې د هغې پر ځای ووایي: (انظرنا) چې مونږ ته صبر وکړه چې ستا په خبره پوره ځان پوهه کړو، او دا کلمه د بدې معنا له ډار څخه پرته هماغه معنا ورکوي او د کافرانو لپاره دردونکی عذاب دی.

(105) نه خوښوي کافران - هره ډله چې وي: کتابیان وي او که مشرکان- دا چې تاسو ته دې د خپل رب له خوا ښېګڼه راواستول شي، که هغه لږه وي او که ډېره او الله تعالی ځانګړی کوي له خپلو بندګانو څخه د نبوت، وحی او ایمان په لورینې سره چا ته یې چې خوښه شي، او الله تعالی د لوی فضل څښتن دی، پس هېڅ یو مخلوق ته ښېګڼه نه رسي مګر د الله تعالی لخوا وي، او د هغه د فضل څخه دادی چې پیغمبران یې رالېږلي او کتابونه یې نازل کړي دي.

(106) الله تعالی بیانوي چې کله د یو آیت حکم پورته کړي او یا یې توري پورته کړي او خلک یې هېر کړي، نو الله تعالی په نږدې یا لرې کې له هغې ډېر ګټور حکم رالېږي او یا له هغه سره سم حکم رالېږي او دا هر څه د الله تعالی په علم او حکمت سره کېږي او ته ښه پوهېږي -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسه دی، نو څه چې وغواړي هغه کوي او چې څه وغواړي د هغې پرېکړه کوي.

(107) ته پوهېږې -ای پیغمبره- چې الله تعالی د اسمانونو او زمکې مالک دی، پرېکړه کوي د هغه څه چې وغواړي، او خپلو بندګانو ته د هغه څه امر کوي چې خوښه یې شي او له هغه څه یې منع کوي چې خوښه یې شي، او هغه شریعت ورته پرېږدي چې خوښه یې شي او هغه څه منسوخوي چې خوښه یې شي، نو له الله تعالی پرته ستاسو بل دوست نشته چې ستاسي کارونه وکړي، او نه مو مرستندوی شته چې ضرر درنه لرې کړي، بلکې یوازې الله تعالی مرستندوی دی په دې کارونو کې او هماغه په دې کارونو برلاسی دی.

(108) ای مومنانو! ستاسو له شان سره مناسب نه ده چې تاسو له خپل پیغمبر څخه د نیوکې او اعتراض په ډول پوښتنه وکړئ لکه څرنګه چې د موسی علیه السلام قوم د خپل پېغمبر څخه مخکې داسې پوښتنې کولې؛ لکه چې دوی به ویل: (مونږ ته الله تعالی ښکاره وښایاست) (النساء: ۱۵۳)، او چا چې کفر د ایمان پر ځای واخیست نو دې له نېغې او منځنۍ لارې څخه ګمراه شو.

(109) ډېری د یهودیانو او نصراوو (عیسویانو) دا هیله لري چې تاسو له ایمان راوړلو وروسته هغه کفر ته وګرځوي چې تاسو به د بتانو عبادت کولو، له امله د کینې چې د دوی په زړونو کې ده، دوی دا هیله پس له هغه وخته وکړه چې دوی ته څرګنده شوه چې کوم څه چې دې پیغمبر راوړي دي د الله تعالی لخوا حق دي، نو -ای مومنانو- دوی ته ددوی د کارونو بخښنه وکړئ او د دوی له ناپوهۍ او بدو نیتونو څخه ورتېر شئ، تر دې چې د دوی په اړه د الله تعالی پرېکړه راشي، او د الله تعالی دا پرېکړه او امر راغلی دی، نو کافر ته به د اسلام او باج ورکولو او یا وژلو تر منځ اختیار ورکول کېده، بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسی دی، هېڅ یې نشي بې وسه کولای.

(110) لمونځ له ارکانو، واجباتو او سنتو سره پوره ادا کړئ او د خپلو مالونو زکات مستحقو خلکو ته ورکړئ او هره نېکه کړنه چې خپل ژوند کې کوئ او له مرګ څخه مخکې یې په آخرت کې له ځان لپاره توښه وړاندې کوئ؛ نو تاسو به یې د قیامت په ورځ د الله تعالی په نزد ثواب ووینئ، او هغه به پوره بدله درکړي، بېشکه الله تعالی د هرې کړنې چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، نو هر چا ته د خپلې کړنې بدله ورکوي.

(111) او د یهودیانو او عیسویانو هرې ډلې به ویل: بېشکه جنت د دوی لپاره ځانګړی شوی دی، پس یهودیانو ویل: هېڅکله به نه ننوځي جنت ته مګر یهودي او عیسویانو به ویل: هیڅکله به نه ننوځي جنت ته مګر عیسوي، دا د دوی فاسدې هیلې او فاسد وهمونه دي، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: راوړئ د هغه څه دلیلونه چې تاسو یې دعوه لرئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې رښتیني یاست.

(112) بېشکه جنت ته یوازې هغه کسان ننوځي چې الله تعالی ته یې په اخلاص سره مخه کړې وي او پر اخلاص سربېره په بندګۍ کې د رسول علیه السلام په هغه څه کې پېروي وکړي چې ده راوړي دي، پس همدا کس به جنت ته ننوځي، له هرې ډلې چې وي او ده لره د پرودګار په نزد ثواب دی او په راتلونکي آخرت کې به پر دوی هېڅ ډول وېره او ډار نه وي او نه به هغه څه پسې غمکین وي چې دنیا کې ترې پاتې شوي وي او د محمد صلی الله علیه وسلم له راتللو وروسته دا صفات نه موندل کېږي مګر په مسلمانانو کې.

(113) يهودو ويل: نصارا په سم دين نه دي او نصاراوو ويل: يهود پر سم دين نه دي او هر يو په خپل کتاب کې د کړي کفر تصديق او پرته له توپير کولو پر ټولو نبيانو د ايمان راوړلو امر لولي، هغوی په دغه وينا کې له هغو مشرکانو سره ورته دي چې نه پوهيږي، کله يې چې ټول رسولان او هغه کتابونه چې پرې نازل شوي وو درواغ وګڼل؛ نو الله به د ټولو اختلاف کوونکو تر منځ په هغه عدالت سره پرېکړه کوي چې خپل بندګان يې پرې خبر کړي دي، هغه دا چې د الله تعالی پر ټولو نازل شوو شيانو له ايمان پرته بريا نشته.

(114) هیڅوک د هغه کس څخه غټ ظالم نه دی چې خلک په جوماتونو کې د الله تعالی د نوم له یادولو څخه بندوي، او د لمانځه، ذکر او تلاوت څخه خلک منعه کوي او تل یې د ورانولو او فساد خپرولو هڅه وکړي، چې ویې نړوي او خلک پکې د بندګي کولو څخه بند کړي، همدا د ورانولو هڅه کوونکو ته نه ښایي چې د الله تعالی جوماتونو ته ورننوځي مګر په داسې حال کې چې ویرېږي او زړونه یې رپېږي؛ د دوی د کفر کولو او د جوماتونو څخه د خلکو د بندولو له امله، دوی لره د دنیا په ژوند کې د مومنانو په لاس ذلت او سپکاوی دی، او په آخرت کې لوی عذاب دی ځکه چې خلک به یې د جوماتونو څخه بندول.

(115) د ختیځ او لوېدیځ او د دې دواړو تر منځ پاچاهي یوازې الله لره ده، خپلو بندګانو ته چې څرنګه وغواړي امر کوي، پس هر خوا ته چې مخ کوئ نو د الله تعالی سره مخامخ کېږئ، نو که چېرې تاسو ته بیت المقدس یا کعبې ته په مخ کولو امر وکړي، او یا په قبله پېژندلو کې تېروتۍ، او یا قبلې ته مخ کول درته ستونزمن وو، نو هېڅ باک نشته پر تاسو؛ ځکه ټولې خواوې الله لره دي، بېشکه الله تعالی د پراخۍ څښتن دی او لورینه یې ټول مخلوق ته په اسانتیا سره رسېږي، د بندګانو په نیتونو او کړنو پوه دی.

(116) یهودیانو او عیسویانو او مشرکانو وویل: الله تعالی خپل ځان ته زوی نیولی دی! الله له دې څخه سپېڅلی او پاک دی، ځکه هغه د مخلوق څخه بې پروا دی، او زوی خو هغه څوک نیسي چې ورته اړتیا لري، او الله تعالی لره خو د اسمانونو او زمکې پاچاهي ده، او ټول مخلوقات د الله بندګان دي، د ده امر منونکي دي، څرنګه چې وغواړي تصرف پکې کولای شي.

(117) او الله تعالی د اسمانونو، زمکې او د هغه څه چې په دې دواړو کې دي له کومې مخکینۍ بېلګې پرته پېدا کوونکی دی او کله چې د کوم کار پرېکړه او اراده وکړي نو ورته ووایي: (شه) نو هماغسي وشي څرنګه چې الله تعالی ورته اراده درلوده، د هغه د امر او پرېکړې څوک ګرځوونکی نشته.

(118) او هغو اهل کتابو چې نه پوهېدل او مشرکانو له حق سره د ضد له مخې وويل: ولې الله زموږ سره پرته له واسطې خبرې نه کوي او يا ولې موږ ته په ځانګړې حسي بڼه نه راځي؟ او د دوی د دغې وينا غوندې مخکېنيو درواغ ګڼونکو امتونو هم خپلو رسولانو ته همداسې ويلي وو که څه هم زمانې او ځايونه بېل بېل دي خو د دوی زړونه هغو خلکو ته په کفر، ضد او ناپوهۍ کې ورته دي چې له هغوی مخکې تېر شوي دي او موږ نښانې څرګندې کړې د هغو خلکو لپاره چې پر حق باور لري، کله چې هغوی ته ښکاره شي، نه شک ورته پېښېدی شي او نه يې ضد را ګرځوي.

(119) ای پېغمبره! بېشکه مونږ ته په حق دین سره لېږلی یې، چې هېڅ شک په کې نشته، د دې لپاره چې ته مؤمنانو ته د جنت زېری ورکړې او کافران له اور (دوزخ) څخه ووېروې او په تا یوازې ښکاره رسونه ده او الله تعالی به هېڅکله هم له تا څخه د دوزخ د هغو څښتنانو په اړه پوښتنه ونه کړي چې پر تا یې ایمان نه دې راوړی.

(120) الله خپل نبي په متوجه کولو او وېرولو سره مخاطب ګرځوي ورته وايي: هيڅکله به له تا څخه يهود او نصارا خوښ نشي، ترڅو اسلام پرې نږدې، او د هغه څه پيروي ونه کړې چې هغوی پرې دي، ووايه پرته له شکه د الله کتاب او د هغه بيان په حقه لارښوونه ده، نه هغه باطل چې هغوی پرې دي، که چېرې ستا يا ستا له پيروانو څخه د يو تن له لوري د هغوی پيروي وشي وروسته تردې چې څرګند حق درته راغلی؛ نو هيڅلکه به د الله لخوا مرسته او همکاري ونه مومې، او دغه د حق پرېښولو او باطل ته نېږدې کېدلو د خطر بيان دی.

(121) قرآن کریم د اهل کتابو د یوې ډلې په اړه بیان کوي، چې په هغه کتاب عمل کوي کوم چې دوی ته نازل شوی او د هغه په حقه سره پیروي کوي، همدوی په دې کتابونو کې د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت ښکاره نښې ویني، نو ځکه ایمان راوړلو ته بېړه کوي او بلې ډلې په خپل کفر ټینګار وکړ نو زیان سره مخ شوه.

(122) ای بني اسرائیلو! زما هغه دیني او دنیوي نعمتونه یاد کړئ چې پر تاسو مې لورولی وو، او یاد کړئ چې ما تاسو ته د خپلې زمانې په خلکو کې په پېغمبرۍ او پاچاهۍ غوره والی درکړی ؤ.

(123) د الله تعالی په پیروئ او د هغه د نواهیو څخه په ځان ژغورلو د خپلو ځانونو او د قیامت ورځې د عذاب تر منځ ډال وګرځوئ، ځکه په دغه ورځ هیڅ نفس بل نفس ته هیڅ ګټه نه شي رسولی او نه ورڅخه بدله منل کېږې که هر څه ډېره هم وي او نه ورته د چا سپارښتنه ګټه رسوي که هر څومره د لوړې رتبې څښتن وي او نه به ورسره مرستندوی وي چې د الله تعالی په وړاندې یې مرسته وکړي.

(124) او هغه وخت یاد کړه چې الله تعالی ابراهیم علیه السلام د څه احکامو او سپارښتنو په تر سره کولو سره وازمایه، نو هغه په ښه بڼه او پوره توګه (هغه چارې) تر سره کړې، نو الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم ته وویل: زه تا د خلکو لپاره پېشوا او امام ګرځوم، څو خلک ستا د کړنو او اخلاقو پیروي وکړي، ابراهیم علیه السلام وویل: اې پالونکیه! زما له اولادې څخه هم مخکښان او امامان وګرځوه چې خلک یې پیروي وکړي، نو الله تعالی ورته په ځواب کې وویل: زما ژمنه په دین کې د امامت او پېشوا ګرځولو ستا د اولادې ظالمانو ته نه رسېږي.

(125) او یاد کړه هغه وخت چې الله تعالی بیت الحرام د خلکو لپاره د ورګرځېدو ځای (مرجع) و ګرځولو، چې زړونه یې ورپورې تړلي وي، کله هم چې ترې لاړ شي بیا ورته را ګرځي او همدا راز یې د امن ځای ګرځولی، چې په دې ځای کې پر چا تېری نه کېږي او خلکو ته یې وویل: له هغې تېږې څخه د لمانځه لپاره ځای ونیسئ کومې باندې چې ابراهیم علیه السلام د کعبې جوړېدو پر مهال ودرېده او مونږ ابراهیم او د هغه زوی اسماعیل ته سپارښتنه وکړه چې د عزت کور د پلیتۍ او بوتانو څخه پاک کړي او د هغه چا لپاره يې چمتو کړي چې پکې طواف، اعتکاف، لمونځ او داسې نور عبادات کول غواړي.

(126) اې پیغمبره! یاد کړه هغه وخت چې ابراهیم علیه السلام له خپل رب څخه د دعا غوښتلو پر مهال وویل: اې زما پالونکیه! مکه د امن ښار وګرځوه، چې هیچا ته پکې زیان نه رسي او اوسېدونکو ته یې هر ډول مېوې ورکړه، او دا روزې پر تا او د آخرت په ورځ باور لرونکو ته ځانګړې کړه، نو الله تعالی ورته وویل: څوک چې له دوی څخه کافر شول، نو زه به ورته په دنیا کې د لږې ګټې پورته کولو روزي ورکړم، بیا به یې په آخرت کې په زوره د دوزخ اور ته را کش کړم، او د قیامت په ورځ د ور ګرځېدو بد ځای دی.

(127) ياد کړه اې نبي کله چې ابراهيم او اسماعيل د کعبې بنسټونه پورته کول او دواړو په عاجزۍ او خوارۍ ويل: اې زموږ پالونکيه! زموږ کړنې را څخه ومنه چې يوه ورڅخه دغه د بيت الله ودانول دي، پرته له شکه ته زموږ د دعاوو اورېدونکی او زموږ پر نيتونو او اعمالو ښه پوه يې.

(128) اې زمونږ پالونکیه! مونږ ستا امر ته غاړه ایښودونکي او تا لره عاجزي کوونکي وګرځوه، تا سره هیڅوک شریک نه ګرځوو او زمونږ له اولادونو څخه یو پوره امت تا ته غاړه ایښودونکی وګرځوه، او مونږ ته د خپلې بندګۍ څرنګوالی وښایه، او زمونږ د ګناهونو او په امر منلو کې د کمښت څخه راته تېر شه، بېشکه ته د هغو بندګانو توبه قبلونکی یې چې تا ته توبه وباسي او پر دوي لورین یې.

(129) اې پالونکیه! دوی کې یو پیغمبر را پیدا کړه، چې د اسماعیل علیه السلام له اولادې څخه وي، دوی ته ستا له خوا نازل شوي آیاتونه لولي او ورته د قرآن او سنت ښودنه کوي او له شرک او پلیتیو څخه یې پاکوي؛ بېشکه ته قوي، برلاسی یې او په کړنو او احکامو کې د حکمت څښتن یې.

(130) او هیڅوک د ابراهیم علیه السلام له دین څخه بل دین ته نه ګرځي پرته له هغه چا چې د بې عقلۍ او بد تدبیر له امله یې پر خپل ځان تېری کړی وي او حق یې د ګمراهۍ لپاره پریښی وي، په ذلت خوښ وي، او بېشکه مونږ دی په دنیا کې خپل خلیل او پیغمبر نیولی ؤ، او یقینا هغه به په آخرت کې هرومرو له نیکانو څخه وي، هغه کسان چې څه پرې الله تعالی واجب کړي هغه یې تر سره کړي، نو لوړې درجې یې تر لاسه کړي.

(131) الله تعالی دی ځکه غوره کړ چې اسلام ته یې بېړه کوله کله چې خپل رب ورته وویل: ما ته خپله بندګي ځانګړې کړه، او په طاعت کې راته عاجزي کوه، نو په ځواب کې یې خپل رب ته وویل: ما خپله غاړه الله تعالی ته ایښې ده چې د بندګانو پېدا کوونکی، روزي ورکوونکی او د هغوی د چارو چمتو کوونکی دی.

(132) او ابراهیم علیه السلام خپلو ځامنو ته په دې خبرو سپارښتنه کړې وه چې: (ما د ټولو عالمونو پالونکي ته غاړه ایښې ده) او همدا راز په دې خبرو یعقوب علیه السلام هم خپلو ځامنو ته سپارښتنه وکړه، دواړو پر خپلو ځامنو غږ وکړ: بېشکه الله تعالی تاسو ته د اسلام دین غوره کړی دی، نو کلک یې ونیسئ، تر دې چې تاسو ته مرګ راشي، په داسې حال کې چې الله تعالی ته پټ او ښکاره غاړه ایښودونکي یاست.

(133) آیا تاسو د یعقوب علیه السلام د مرګ پر مهال حاضر وئ چې ده له خپلو زامنو څخه پوښتنه کوله: زما له مرګه وروسته به د څه شي بندګي کوئ؟ دوی ورته په ځواب کې وویل: مونږ به د هغه یو معبود بندګي کوو چې ستا او ستا د پلرونو ابراهیم او اسماعیل او اسحاق معبود دی، چې هغه یو دی او شریک نه لري او مونږ ټول یوازې هغه ته غاړه ایښودونکي یو.

(134) دا یو امت ؤ چې د نورو امتونو په څېر تېر شو او کوم عمل یې چې وړاندې کړی ؤ هغه ته ورسېدل، پس د هغوی لپاره د هغوی ښې او بدې کړنې دي او ستاسې لپاره ستاسو ستاسې کړنې دي او له تاسو څخه به د هغوی د کړنو پوښتنه نه کېږي او له هغوی څخه به ستاسو د کړنو پوښتنه نه کېږي او نه به یو کس د بل په ګناه نېول کېږي، بلکې هر څوک به د خپلو کړنو سزا ویني، نو تاسې دې د پخوانیو (قومونو) کړنې داسې نه مشغوله کوي چې خپلې کړنې له پامه وغورځوئ، پس هیچاته د الله تعالی له رحمت څخه وروسته له خپل نیک عمل نه پرته بل هیڅ شی ګټه نه شي رسولی.

(135) یهودیانو د دې امت پیروانو ته وویل: تاسو یهودیان شئ نو د هدایت لار به ومومئ او عیسویانو به ویل: تاسو عیسویان شئ نو د هدایت لار به پیدا کړئ. -اې پیغمبره- ته ورته په ځواب کې ووایه: بلکې مونږ د ابراهیم علیه السلام د دین پیروي کوو چې له ټولو باطلو دینونو څخه د حق خوا ته مائل دی او (ابراهیم علیه السلام) له هغو کسانو څخه نه ؤ چې له الله تعالی سره یې شریک نیولو.

(136) اې مومنانو! تاسو دې باطلې دعوې لرونکو یهودیانو او عیسویانو ته ووایئ: مونږ په الله تعالی او قرآن چې مونږ ته نازل شوی باور لرو او په هغه څه هم باور لرو چې په ابراهیم او د هغه پر ځامنو اسماعیل اسحاق او یعقوب علیهم السلام نازل شوي دي او باور لرو په هغه څه چې په نورو پیغمبرانو چې د یعقوب علیه السلام له اولادې څخه دي نازل شوي او باور لرو په هغه تورات چې موسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤ او هغه انجیل چې عیسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤ او باور لرو په هغو کتابونو چې ټولو پیغمبرانو ته الله تعالی ورکړي دي، د دوی تر منڅ هیڅ توپیر نه کوو چې پر ځینو يې باور ولرو او پر ځینو یې کفر وکړو، بلکې پر ټولو باور لرو او مونږ یوازې الله تعالی ته غاړه ایښودونکي او عاجزي کوونکي یو.

(137) که چېرې یهودیانو او عیسویانو او نورو کافرانو ستاسو د ایمان په څېر ایمان راوړ؛ نو دوی به په سمه لاره شي کومه چې د الله تعالی خوښه ده او که چېرې یې له ایمان څخه مخ واړولو چې ټول یا ځينې پیغمبران یې دروغجن وبلل نو بېشکه دوی په اختلاف او دښمنۍ کې دي، نو -اې پیغمبره- مه غمجن کېږه، بېشکه الله تعالی تاته د دوی له ش زیان رسونې نه کافي دی او د دوی له شر څخه به دې ساتي او مرسته به دې کوي، هغه د دوی خبرې اوري او د دوی په نیتونو او کړنو ډېر پوه دی.

(138) د الله دین په ښکاره او پټه ټینګ کړئ، چې تاسې یې پرې پیدا کړي یئ، نو د الله تعالی له دین څخه بل ښایسته دین نشته؛ ځکه چې له فطرت سره سم دی، د مصالحو (ګټو) راښکونکی او د مفاسدو (زیانونو) بندونکی دی او ووایئ: مونږ یوازې د الله تعالی بندګي کونکي یو، له ده سره بل څوک شریک نه نیسو.

(139) اې پیغمبره! ته ووایه: -اې دکتاب خاوندانو- آیا تاسو جګړه کوئ په دې خبره چې تاسو الله تعالی او د هغه دین ته له مونږ ډېر نږدې او غوره یاست؛ ځکه چې ستاسو دین او کتاب زمونږ څخه پخواني دي، خو دا تاسو ته ګټه نه رسوي، ځکه چې الله تعالی زمونږ ټولو رب دی، تاسو څه ځانګړنه نه لرئ، او زمونږ د کړنو په اړه له تاسو پوښتنه نه کېږي او ستاسو د کړنو پوښتنه له مونږ څخه نه کېږي او هر چا ته به د هغه د عمل بدله ورکول کېږي او مونږ ټول الله تعالی ته په بندګۍ کې اخلاص کوو او له ده سره شریک نه نیسو.

(140) اې کتابیانو! آیا تاسې وایئ چې بېشکه ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او نور پیغمبران چې د یعقوب علیه السلام له اولادې څخه وو ټول پر یهودیت یا عیسویت دین وو؟ ته ورته په ځواب کې ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو ښه پوهېږئ که الله تعالی؟ پس که چېرې دوی دعوه وکړي چې مونږ د هغوی پر ملت یو، نو دروغ وایي؛ ځکه د دوی رالېږل او مړه کېدل د تورات او انجیل له نازلېدو څخه مخکې ؤ! نو له دې نه دا څرګندېږې چې دوی چې څه وايي، هغه پر الله رسول باندې دروغ تړل دي او دوی هغه حق پټ کړی کوم چې دوی ته نازل شوی، او له هغه چا بل ډېر ظالم نشته څوک چې د الله له لوري ور سپارل شوې شاهدي پټه کړي، لکه د کتابیانو د کړنو په څېر او الله تعالی ستاسو له کړنو نا خبره نه دی او زر دی چې تاسو ته به یې بدله درکړي.

(141) دا یو امت وو چې له تاسو مخکې تېر شو او کوم عمل یې چې وړاندې کړی ؤ هغې ته ورسېدل، پس دوې لره د هغه کړنو بدله ده، او تاسو لره ستاسو د کړنو بدله ده، او تاسو څخه به د هغوی د کړنو پوښتنه نه کېږي، او له هغوی څخه به ستاسو د کړنو پوښتنه نه کېږي، او نه به یو کس د بل په ګناه نېول کېږي، او نه به یو کس د بل له عمل څخه ګټه پورته کړي، بلکه هر چا ته به د هغه څه بدله ورکول کېږي څه یې چې وړاندې کړي وي.

(142) ژر دی چی وبه وايي هغه ناپوهه او کم عقله یهودیان، او هغه څوک چی د دوی په شان وی له منافقانو څخه: مسلمانانو لره څه شی واړول د خپلی مخکنۍ قبلی بیت المقدس څخه؟ ته ورته جواب ورکړه -ای پیغمبره-: خاص الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهی د مشرق او مغرب او د نورو طرفونو، اړوی چا لره چی وغواړی د خپلو بندګانو څخه کوم طرف ته چی وغواړی، او هغه پاک ذات ښودنه کوی چاته چی وغواړی د خپلو بندګانو څخه نیغی لاری ته چی کوږوالی او اوړیدل پکی نه وی.

(143) لکه څنګه مو چې تاسې ته قبله غور کړې ده، همداسی مو تاسې په عقیده عبادت او د ژوند په نورو چارو کی غوره، باانصافه او درمیانه أمت ګرځولي یاست، د دې لپاره چې د قیامت په ورځ تاسو ګواهان شئ د الله تعالی د پیغمبرانو لپاره چې هغوی د الله تعالی هغه دین چې هغوی ته پرې امر شوی وو، خپلو امتونو ته رسولی ؤ، او همدارنګه محمد صلی الله علیه وسلم به ګواه وي پر تاسو باندې چې هغه تاسو ته د الله تعالی دین رارسولی وو. او مونږ نه دی ګرځولی اړول ستا د قبلی هغه چی تا ورته مخکی مخ اړوو- چی هغه بیت المقدس - وو، مګر ددی لپاره چی مونږه وپیژنو (ښکاره یې کړو)- داسی پېژندل چې په هغه به حساب او جزاء مرتب کېږي- چې څوک د الله په شرع باندې راضي کېږي او غاړه ورته ږدي، نو پس د پیغمبر تابعداري کوي او څوک چې له خپل دین نه واوړي او د خپلو نفسي غوښتنو تابعداري کوي او د الله تعالی شرعې ته غاړه نه ږدې. او یقینا د لومړۍ قبلې بدلېدل ډیر درانه وو مګر په هغو کسانو درانه نه وو چې الله تعالی ورته په هغه باندی د ایمان ورکولو توفیق ورکړی وو، او بیشکه چی الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره کوم دین رالیږی هغه د لوړو حکمتونو لپاره رالیږی. او الله تعالی دا نه غواړی چی ستاسو په الله تعالی ایمان برباد اوضائع کړی، او نه ستاسو هغه لمونځونه چی تاسو د قبلی د ګرځیدو څخه مخکی کړی دی، بیشکه الله تعالی په خلکو باندی ډیر مهربان او رحم کوونکی دی، نو په هغو باندی سختی نه کوی، او د هغوئ د نیکو اعمالو ثوابونه نه بربادوی.

(144) بېشکه مونږه ولیده -اې پیغمبره- اړول د مخ ستا او کتل ستا د آسمان طرف ته، په داسې حال کې چې ته انتظار کوونکی وې د وحې د نازلېدو په باره د قبلې کې او اړول د هغې، هغه طرف ته چی ستا خوښ وي، نو خامخا به مونږ ستا مخ د اوسنۍ قبلی بیت المقدس پر ځای هغې قبلې ته واړوو چې ستا خوښه وي -چې هغه بیت الله- ده. نو ته خپل مخ د مکې مکرمې -بیت الله- په طرف واړوه او کوم ځای کې چې تاسې یئ -اې مومنانو- نو تاسې خپل مخونه د لمانځه په وخت کې بیت الله ته واړوئ او هغه کسان چې هغوی ته آسماني کتاب ورکړل شوی دی، له یهودو او نصارو څخه، هغوی هرومرو پوهېږې چی دا اړول د قبلې رالیږل شوی حق دی د دوی د خالق او کار ساز له لوري؛ ځکه چې دا د دوی په کتابونو کې راغلی وو او الله تعالی له هغو کړنو ناخبره نه دی چې دا له حق اوښتونکي یې کوي، بلکې الله تعالی په دوی باندې ښه خبر دی او دوی ته به خامخا د دې انکار سزا ورکړي.

(145) او قسم دی -اې پیغمبره- که ته دې یهودیانو او نصارو ته د قبلې په اړولو هره یوه نښه او دلیل راوړې چې دا د قبلې ګرځېدل حق دي؛ نو دوی به د ضد، او د حق د تابعدارئ څخه د لوئی کولو له وجې ستا قبلی ته مخ ونه ګرځوی، او ته هم د دوی قبلې ته مخ ګرځونکی نه یې وروسته له دې نه چې ته الله تعالی د هغی نه اړولی ئی، او نه دی دوی مخ ګرځونکی د یو بل قبلی ته، ځکه چی دوی هر یو بل ته کافر وائی، او که ته چیرته د دوی د خواهشاتو تابعداری وکړی به مسله د قبلی کی او نورو شرعی مسایلو او احکامو کښې وروسته ددی نه چی تا ته صحیح علم راغلی چی هیڅ شک پکی نشته؛ نو بیشکه ته به په دغه وخت کښې د هدایت د پریښدلو په وجه او د خواهشاتو د تابعدارئ په وجه د ظالمانو څخه شی. او دا خطاب پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دی چی دا دلیل دی په بدوالی د دوی د تابعدارئ، او که داسی نه وی نو بیشکه الله تعالی خپل پیغمبر د دوی د تابعدارئ څخه بچ ساتلی، نو بس دا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم امت لره یره ورکول دی چی د دوی د تابعدارئ نه ځان وساتی.

(146) د یهودو او نصاروو هغه علماء چې مونږ ورته د آسماني کتاب پوهه ورکړې؛ د قبلې ګرځول -چې د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ نښه ده- داسې پېژني لکه څنګه چې خپل بچي پیژني او د نورو څخه یې جلا کوي، سره له دې بیا هم د دوی یوه ډله هغه حق پټه وي، کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړی، د حسد له وجې، دوی دا کار کوي او په دې ښه پوهېږي چې دا حق دی.

(147) دا حق دی ستا د رب له طرفه -اې پیغمبره!- پس ته د دې په رښتیاوالي کې شک مه کوه.

(148) او د هر امت لپاره یوه حسی یا معنوی قبله ده چی مخ ورته ګرځوي او له دې وجې نه په قبله کې د امتونو اختلاف دی او په هغه څه کې چې الله تعالی ورته رالیږلي، نو د قبلو اختلاف کوم ضرر نه کوي، کله چې د الله تعالی په امر وي، نو -اې مؤمنانو!- تاسې د نېکیو کارونو ته د یو بل نه وړاندی والی وکړئ کوم چې درته الله تعالی امر کړی او تاسو چې په هر ځای کې یاستئ، الله تعالی به مو د قیامت په ورځ سره یوځای کړي؛ د دې لپاره چې د خپلو عملونو بدله درکړي، بېشکه الله تعالی په هر څه قدرت لرونکی دی، نو ستاسې یوځای کول او بدله درکول هغه نه شي عاجز کولی.

(149) -ای پیغمبره!- د کوم ځای نه چې ووځې او په کوم ځای کې چې ته او ستا ملګري یئ او د لمانځه کولو اراده ده دې وکړه، نو د مسجد حرام په لور مخ وګرځوه، ځکه دا هغه حق دی چې تاته پرې ستا د رب له لوري وحی شوې ده او بېشکه الله تعالی ستاسې له کارونو څخه بې خبره نه دی، بلکې هغه په تاسې خبر دی او ستاسې د عملونو بدله به درکړي.

(150) او اې نبي له هرځايه چې وځې او د لمانځه اراده لرې؛ نو مسجد حرام ته مخ کوه، او اې مؤمنانو هر چېرې چې ياست؛ نو کعبې ته مو مخونه کوئ کله چې د لمانځه اراده لرئ، ترڅو د خلکو لپاره کوم دليل نه وي چې ستاسو پر خلاف يې وړاندې کړي، مګر له هغوی داسې کسان چې ظلم يې کړی، هغوی به پر خپل ضد پاتې کيږي او ستاسو پر خلاف به ډېر کمزوري دليلونه راوړي، نو له هغوی مه ډارېږئ، يوازې له خپل پالونکي د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، پرته له شکه الله ستاسو لپاره د کعبې لوري ته ګرځېدل ځکه روا کړل چې له نورو امتونو په بېلولو او د ټولو خلکو تر قبلې زياتې شرف والا قبلې ته په لارښوونه خپله پېرزوينه درباندې بشپړه کړي.

(151) لکه څنګه مو چې پر تاسی باندې بل نعمت کړی دی، هغه داسې چې تاسو ته مو ستاسو د جنس څخه پیغمبر درلیږلی، چی تاسو ته زمونږ آیتونه (قرآن) لولي، او پاکوي تاسې له کفر څخه په هغه څه چې تاسو ته پرې امر کوی د فضایلو او نیکو، او منعه کوی تاسو د بدو صفاتو او د بدو کارونو څخه، او درښائی تاسو ته قرآن او سنت، او درښائی تاسو ته د دین او دنیا هغه کارونه چی تاسو ته نه وو معلوم.

(152) نو پس تاسې ما په خپلو زړونو او اندامونو یاد کړئ؛ زه به ستاسې صفتونه بیان کړم او ستاسې ساتنه به وکړم، ځکه چې بدله د هر کار د هماغه کار مطابق وي (چې څه کرې هغه به رېبې)، او ما چې پر تاسې کوم نعمت (پېرزو) کړی دی د هغه شکر اداء کړئ او ناشکري مه کوئ، په داسې طریقه چې د الله تعالی نعمتونه د هغه په نافرمانۍ کې استعمالوئ.

(153) اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره (له الله) مرسته وغواړئ او زما تابعداري وکړئ او زما حکمونو ته غاړه کېږدئ، بېشکه الله تعالی له صبر کوونکو سره دی هغوئ ته توفیق ورکوي او مرسته یې کوي.

(154) او تاسی مه وایاست -اې مومنانو!- د هغه چا په هکله چی د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې شهید شی، چی هغوی داسې مړه دي لکه څنګه چې نور خلک مري، بلکې دوئ د الله تعالی په نزد ژوندي دي، لیکن تاسو یې په ژوند نه پوهېږئ؛ ځکه چې هغه خاصه زندګي ده چی له وحیې پرته پرې څوک نه پوهېږي.

(155) او خامخا به مونږ په تاسې باندې رنګ رنګ ازمایښتونه کوو؛ لکه له دښمن څخه وېره، د ډوډۍ کموالی، د مالونو نشتوالی او پیداکول یې هم په ډیر مشقت سره، او کموالی په نفسونو کې د هغو مصیبتونو په وجه چې خلک تباه کوي، او یا د الله تعالی په لاره کې په شهادت سره او په کموالی د زمکی د میوو سره، نو -اې پیغمبره!- ته د دنیا او اخرت د خوشحالیو زیری هغه چاته ورکړه چی په دې مصیبتونو صبر کوي.

(156) او هغه کسان چې له د غو مصیبتونو څخه ورته یو مصیبت ورسېږي، نو په رضا او غاړه کېښودو سره ووايي: مونږ ټول د الله تعالی ملکیت یو څنګه چې وغواړي هماغه شان په مونږ کې تصرف کوي او مونږه خامخا د قیامت په ورځ الله تعالی ته ورګرځیدونکي یو، نو الله تعالی هغه ذات دی چې مونږ ئې پیداکړي یو او په مونږ یې د قسما قسم نعمتونو پیرزوینه کړې ده، او خاص الله تعالی ته زمونږ ورګرځیدل دي او وروستۍ ورتګ مو هم دی.

(157) د دغو صفتونو والا باندې الله تعالی په ملأ اعلی (د ملایکو په مجلس کې) ثنا وائي، او رحمت ورباندې نازلوي او خاص همدغه کسان د سمې لارې موندونکي دي.

(158) د کعبې شریفې خواته چې د صفا او مروه کوم دوه پیژندل شوي غرونه دي، دا د شریعت له نښو څخه دي، نو هر څوک چي بیت الله شریف ته د حج یا عمری اداء کولو اراده وکړي؛ نو په دوی څه ګناه نشته چی د دې دواړو غرونو ترمنځ منډې ووهي (سعي وکړي) او دلته د نه ګناه معنی دا ده چې د هغو مسلمانانو لپاره اطمینان دی چی کومو به د صفا او مروه ترمنځ سعی کول بد ګڼل په دې عقیده چې دا د جاهلیت له کارونو څخه دي، نو الله تعالی روښانه کړه چې دا د حج د کارونو څخه دي او چاچې په اخلاص سره په خپله خوښه مستحب کارونه تر سره کړل، نو الله تعالی یې له هغه څخه قبلوي او بدله ورله هم ورکوي، الله تعالی پوهه دی په هغه چا چې نیک کارونه کوي، او د ثواب مستحق ګرځي.

(159) او هغه کسان چی له خلکو څخه هغه دلیلونه پټوي چې مونږ د پیغمبر په ریښتینوالی دلالت کوي او په هغه څه مو رالیږلی چی دی پیغمبر پرې راتګ کړی(قران)، د یهودیانو او نصارو څخه او د نورو خلکو څخه، وروسته ددی نه چی مونږ خلکو ته د هغوئ په کتابونو کښې ښکاره کړی وو؛ دغه کسان الله تعالی د خپل رحمت څخه لری کوي، او همدارنګه ملایکی پیغمبران او ټول خلک دوی ته د الله له رحمت نه د لرې والی دعاګانې کوي.

(160) مګر هغه کسان چې الله تعالی ته په داسې حال کې ورګرځي چی د پیغمبر د ريښتینولۍ د دلیلونو په پټولو پښېمانه وي او خپل پټ او ښکاره عملونه برابر کړي او کوم حق او د هدایت خبرې چې پټې کړې یې وي، بیرته یې خلکو ته بیان کړي، نو د دغو کسانو نیکیو ته راګرځیدل زه قبلوم، او زه د توبه ایستونکو بنده ګانو ښه توبه قبلونکی او په هغوئ رحم کوونکی یم.

(161) بېشکه هغه کسان چې کفر یې کړی او مخکې له توبې ایستلو څخه په کفر کې مړه شوي، په دې کسانو باندې د الله تعالی لعنت دی او د الله تعالی له رحمت څخه شړل شوي دي او همدارنګه ملائیکې او ټول خلک دوی ته د الله له رحمت څخه د لرې کېدو دعا کوي.

(162) همېشه به په دوی باندې لعنت وي، له دوی څخه به یوه ورځ عذاب هم نشي لرې کېدی او د قیامت په ورځ به دوی ته مهلت هم نشي ورکول کېدی.

(163) -اې خلکو!- ستاسو د عبادت مستحق یوازې یو ذات دی چې په خپل ذات او صفاتو کې یوازې دی، له هغه څخه سوا بل څوک په حق سره د عبادت لایق نه دی، هغه مهربان ذات دی، د پراخې مهربانۍ څښتن دی، داسې چې په خپلو بنده ګانو یې بې شمېره پېرزوینې کړي دي.

(164) یقینا د زمکی او آسمانونو په پیدایښت کې او په دی دواړو کې چې کوم نااشنا مخلوقات دي او د ورځې او شپې یو بل پسې تګ راتګ کې، او په هغو کښتیو کې چې د دریابونو په اوبو کښې روانی وی او باروونکی وی د خلکو د فایدی شیانو لره؛ لکه خوارکی توکی، جامی، تجارتی شیان، او نور هغه څه چی خلک ورته ضرورت لري او په هغو اوبو کې چې الله تعالی له اسمان څخه راکوزې کړي او په هغې سره یې شاړې زمکې په فصلونو او ګیاګانو ابادې کړې او په هغو زنده سرو کې چې الله تعالی په دې زمکه کې خواره کړي دي او په اړولو راړولو د بادونو یو طرف او بل طرف ته، او په تابع کړی شویو وریځو د اسمان او زمکی ترمنځ، بېشکه په دې ټولو کې د الله تعالی د وحدانیت ښکاره دلیلونه دی د هغه چا لپاره چی په دلیلونو پوهیږی، او دلیلونه پیژنی.

(165) او له دومره ښکاره دلیلونو او نښو سره بیا هم ځینې خلک له الله تعالی نه پرته نور څوک د بنده ګۍ مستحق ګڼي او د الله تعالی سره یې په عبادت کې برابروي، او داسې مینه ورسره کوي لکه څرنګه مینه چی له الله تعالی سره کوي، لیکن مومنان د الله تعالی سره د دوی د خپلو معبودانو سره د مینې نه هم ډیره مینه او محبت کوی، ځکه چی مومنان د الله تعالی سره هیڅ څوک هم نه شریکوی، او په خوشحالۍ او تنګدستۍ کښې ورسره مینه کوي، مګر دا نور خلک چی دی نو دوئ صرف د خوشحالۍ په وخت کښې دخپلو معبودانو سره مینه کوي، او د تکلیف په وخت کښې بیا صرف الله تعالی ته چغی وهی او صرف الله تعالی رابلی. او که ووینی هغه کسان چی په شرک او ګناهونو سره ئي په خپلو نفسونو ظلم کړی دی خپل حالت په اخرت کښې کله چی دوی عذاب وویني؛ نو خامخا به دوۍ پوهه شی چی بیشکه یواځی الله تعالی د طاقت والا ذات دی، او بیشکه الله تعالی هغه چاته سخته سزا ورکوي چاچی ئي نافرماني کړی وی، نو که چیری دوۍ دغه حالت لیدلی وی نو هیڅکله به دوۍ د الله تعالی سره بل څوک په عبادت کې نه وو شریک کړي.

(166) دا په هغه وخت کې چې کله مشران (لارښودان) د قیامت د سختیو د لیدلو په وجه د خپلو کمزورو پیروانو څخه بېزاره شي؛ په داسې حال کې چې د دوی د خلاصون او نجات ټولې لارې او اسباب پرېکړی شي.

(167) او هغه کمزوري او پیروي کونکي کسان وبه وايي: کاشکې مونږ بېرته دنیا ته واپس شوی وای نو مونږ به هم د دې خپلو مشرانو (رهبرانو) څخه داسې بیزاره شوی وای لکه دوی چې زمونږ څخه نن بیزاره شول، نو څنګه چې الله تعالی دوی ته په اخرت کې سخت عذاب وروښوده، همداسې به ورته د دوی د تابعدارۍ انجام په افسوسونو او خپګان وروښایي، او دوی به هیڅکله د دوزخ له اور څخه راوتونکي نه وي.

(168) اې خلکو! تاسو له هغو شیانو څخه چی په زمکه کې د څارویو، بوټو او ونو څخه دي، خوراک کوئ، هغه چې د هغو لاسته راوړل حلال وي او په خپله هم پاک وي مردار نه وي، او تاسو د شیطان په هغو لارو مه ځئ چې تاسو ته د ګناه لوري ته بیايي، یقینا شیطان ستاسو ښکاره دشمن دی او یو عاقل ته نه ښايي چی د خپل هغه دشمن تابعداري وکړي چی هغه یې همیشه د ګمراه کولو او هغه ته د زیان رسولو هڅه کوي.

(169) هغه (شیطان) تاسو ته په هغه څه امر کوي چې هغه بد وي د ګناهونو څخه او په هغه څه چی هغه لوی ګناهونه وي او تاسو ته امر کوي چی په الله تعالی باندی په عقیده او شرائعو کې خبری وکړئ بغیر د هغه علم نه چی تاسو ته د الله د طرف نه او یا د الله تعالی د پیغمبرانو د طرف نه راغلی وي.

(170) او کله چې دې کافرانو ته وویل شي: تاسو د هغه هدایت او رڼا تابعداري وکړئ، کومه چې الله تعالی رالېږلې ده، دوی د ضد او عناد له وجې وايي: مونږ د هغو عقیدو او رواجونو تابعدارې کوو کوم چې زمونږ پلرونو کول، نو آیا ی د خپلو (هغو) پلرونو تابعداری کوي چې هغوی د هدایت او رڼا څخه هیڅ خبر نه وو او هغه حق ته ځان نه رسوي په کوم چې الله تعالی راضي کېږي؟!

(171) د کافرانو مثال د خپلو پلرونو په تابعدارۍ کې د هغه شپونکي (چوپان) په څېر دی چې خپلې رمې ته چغې وهي، نو څاروي یې (یوازې) آواز اوري خو په دې نه پوهیږي چې څه ورته وایي، نو پس دوی د حق له اوریدو څخه کاڼه دي فایده ترې نه شي اخیستلای، د دوی ژبې له حق ویلو څخه ګونګۍ دي، سترګې یې له حق څخه ړندې دې حق نه شي لیدلای، نو ځکه دوی په هغه حق نه شي پوهیدلای کوم ته یې چې تاسې رابلئ.

(172) اې هغه کسانو چی په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده: هغه پاک خواړه خورئ چې الله تعالی تاسو ته درکړي او ستاسو لپاره یې روا (حلال) کړي دي او په پټه او ښکاره د الله تعالی د هغو نعمتونو شکر وباسئ چې پر تاسو یې کړي او د الله تعالی د شکر ایستلو څخه دادی چې د هغه اطاعت او تابعداري وکړئ او د هغه له نافرمانۍ څخه ځان وساتئ، که چېرې تاسو په ریښتیا یوازې د هغه بنده ګي کوئ، او هيڅ شی ورسره نه شریکوئ.

(173) الله تعالی په تاسو باندې له خوراکي شیانو څخه هغه څه حرام کړي چې له شرعي ذبحې (حلالې) پرته مړه شوي وي، همدا راز بهېدونکې وینه، د خنزیر (خوک) غوښه او هغه ذبیحه چې د حلالولو پر مهال د غیر الله نوم پر یاد شوی وي، نو هر کله چې یو انسان دې شیانو ته محتاج شي په داسې حال کې چې هغه زیاتې کوونکی نه وي په دې کې بغیر د حاجت څخه، او یا له حد څخه تیریدونکی هم نه وي؛ نو پس په ده باندې بیا څه ګناه او سزا نشته، بېشکه الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه د هغه چا توبه قبلوي چې الله ته توبه وباسي، په هغوی باندی مهربانه دی، چې د هغه د مهربانۍ او رحمت څخه دا هم ده چې د ضرورت پر مهال یې ورته د دغو حرامو شیانو خوړل هم جایز کړي دي.

(174) بېشکه هغه کسان چې پټه وي هغه څه چې الله تعالی رالیږلي چې هغه کتابونه دي او پټوي هغه څه چې دی کتابونو کې دي چې هغه حق دې او د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ دلیلونه دي، لکه یهودو او نصارو چې کول، او په دي پټولو سره دوي د دنیا لږه بدله اخلي چې یا مشری وي یا مرتبه وي او یا مال وي؛ دغه کسان نه اچوي په خپلو خیټو کې مګر هغه څه چې د دوې لپاره به په اور کې د سزا ورکولو سبب شي، او الله تعالی به د قیامت په ورځ د دوئ سره د خوښی خبری ونه کړي، بلکه د دوۍ د خفګان خبري به ورسره وکړي، او نه به دوۍ د ګناهونو او د کفر نه پاک کړي او نه به د دوۍ ستاینه وکړي، او د دوۍ لپاره به دردناک عذاب وي.

(175) دغه کسان چې د علم په پټولو موصوف شوي دي هغه علم چې خلک ورته ضرورت لري، دوی د هدایت په بدل کې ګمراهي واخیستله هر کله چې دوی د حق علم پټ کړ او د الله تعالی مغفرت یې په عذاب بدل کړ، نو بس څومره صبر کوونکي دي دا کفار په هغه څه باندې چې د دوب لپاره اور ته د داخلیدو سبب ګرځي، ګویا دوی په هغه عذاب هیڅ پروا نه کوي ځکه چې په خپل کفر باندې صبر کوي.

(176) د علم او هدایت د پټولو دا سزا ځکه ده چې الله تعالی آسمانی کتابونه په حق سره نازل کړي دي او دا نازلیدل د الله له طرفه دا تقاضا کوي چې دا کتابونه خلکو ته بیان شي او پټ نه شي او هغه کسان چې په آسماني کتابونو کې یې اختلاف کړی دی، پر ځینو یې ایمان راوړی او بعضی نور یې پټ کړي دي خامخا د حق نه لرې دي.

(177) یوازې مشرق یا مغرب طرف ته په لمانځه کې مخ ګرځول او په دې کې اختلاف کول الله تعالی ته محبوبه نیکي نه ده، بلکې خیر ټول په هغه چا کې دی، چې په الله تعالی ایمان راوړي او هغه یوازې د عبادت مستحق وګڼي او په ورځ د قیامت، په ټولو رالېږل شويو کتابونو او پیغمبرانو له توپیر پرته ایمان راوړي او له مال سره د مینی کولو سره سره بیا هم په خپلوانو، یتیمانو، ضرورتمندو خلکو، نااشنا له خپل کلي او خپلوانو څخه لرې مسافرو او حالاتو ځپلو سوال ته محتاج شویو کسانو باندې مصرف کوي او د غلامانو او بندیانو په آزادولو کې مال خرڅ کول او په سمه توګه سره لمونځ کول، او زکات ورکول او هغه کسان چې کله وعدې کوي نو بیا یې پوره کوي او هغه کسان چې په غریبۍ، تنګ دستۍ او ناروغۍ باندې صبر کوي او د جګړې (جهاد) د سختوالي پر مهال میدان نه پرېږدي، دغه کسان چې د دغو صفتونو څښتنان دي، دا هغه کسان دي چې په خپل ایمان او عملونو کې ریښتیني دي او همدوی هغه ځانګړي متقیان دي چې د الله تعالی ټول اوامر یې پرځای کړي او له ټولو منهیاتو څخه یې ځان ساتلی دی.

(178) اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی دی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده، فرض کړل شوی دی پر تاسو باندې د هغه چا په باره کې چی بې ګناه قصدا په ظلم سره نور څوک ووژني، سزا ورکول قاتل ته د هغه له جنایت سره سم، او هغه داسې چې آزاد انسان به په آزاد وژل کېږي، غلام به په غلام، او ښځه به د ښځې په بدل کې وژل کېږی، خو که چېرې مقتول له خپل مرګ څخه مخکې بښنه کړې وه او یا د مقتول ولي (نږدې خپل) د دیت -د مال یوه اندازه ده چې قاتل یې د بښنې مقابل کې ورکوي- په اخیستلو سره بښنه وکړي، نو پس چاچې کله بښنه وکړه نو له قاتل څخه دې له احسان او تکلیف رسولو پرته دیت وغواړي او قاتل باید په آسانۍ له وروستوالي پرته دیت ورکړي او دا بښنه او د دیت اخیستل پر تاسو باندې د الله تعالی له طرفه آسانتیا ده او په دې امت د الله تعالی رحمت دی، نو پس چاچې له بښنې او د دیت له قبلولو وروسته په قاتل تېری وکړ؛ نو د هغه له پاره د الله تعالی له لوري دردناک عذاب دی.

(179) الله تعالی چې ستاسو له پاره کوم قصاص روا کړی دی په دې کې ستاسو لپاره ژوند دی؛ ځکه چې په دې سره ستاسی وینی ساتل کېږي او په دې سره خپل مینځي دښمني له مینځه ځي، دا خبره هغه څوک درک کولی شي چې سالم عقل لري، له الله تعالی څخه وېرېږي، د هغه شرعې ته غاړه ږدي او په اوامرو یې عمل کوي.

(180) فرض کړای شوی دی پر تاسی باندې کله چی ستاسی نه یو کس ته مرګ او یا د مرګ اسباب راشي، که چېرې یې ډېر مال پريښی وي، نو باید مور، پلار او خپلوانو ته له شرعې سره سم وصیت وکړي چې له درېیمې برخې نه به زیات نه وي او وصیت کول پر متقیانو باندې د الله تعالی لازمی حکم دی. خو دا حکم د میراث د آیاتونو له نزول څخه مخکې ؤ، خو کله چې د میراث آیاتونه نازل شول، دا پکې روښانه شوه چې له مړي څخه څوک او څومره د میراث برخه وړلی شي.

(181) نو پس چا چې په دې وصیت کې بدلون راوست، چې یا یې پکې زیاتی وکړ، یا کمښت او یا یې بالکل منعه کړ، وروسته له دې چې پرې خبر شو؛ نو د دې بدلولو ګناه په هغه چا ده چې دا کار یې وکړ، وصیت کوونکی پکې ګناه کار نه دی، بېشکه الله تعالی د خپلو بندګانو د خبرو اوریدونکی دی، د هغوی په کارونو خبر دی، د هغوی له حالاتو څخه هیڅ شی هم (ترېنه پټ نه شي) پاتې کېدلی.

(182) نو څوک چې له وصیت کوونکي نه په وصیت کې د حق څخه په کوږوالی پوهه شو او یا په وصیت کې په ظلم باندې پوهه شو؛ نو په خپل نصیحت سره یې دغه فساد او کوږوالی برابر کړ او په وصیت یې د خلکو اختلاف ختم کړ، نو پر ده هیڅ ګناه نشته، بلکې هغه ته به په دې اصلاح او برابروالی ثواب او اجر ورکول کېږي، بېشکه الله تعالی د هغو بنده ګانو بښونکی دی چې الله ته توبه وباسي او پر هغوی رحم کوونکی دی.

(183) اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، پر تاسو روژه فرض شوې لکه څنګه چې ستاسو نه مخکي امتونو باندې فرض شوې وه؛ د دې لپاره چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ، داسې چې د خپلو نفسونو او د الله تعالی د عذاب تر منځ په نېکو کړنو سره د خلاصون لاره پرېږدئ او تر ټولو غټه نیکي روژه نیول دي.

(184) فرض کړل شوې روژه پر تاسو دا ده چې له کال څخه لږې ورځې روژه ونیسئ، څوک چې له تاسو څخه داسې ناروغ وي چې روژه ورته سخته وي او يا مسافر وي؛ نو د هغه لپاره روا ده چې روژه ونه نيسي، بيا څومره ورځې يې چې نده نيولې د هغو قضايي راوګرځوي، او څوک چې د روژې نيولو توان لري، خو ويې نه نيوله پر هغه فديه لازمه ده چې د هرې نه نيول شوې ورځې په بدل کې به بېوزله ته ډوډۍ ورکوي، خو که تر يو زیات بېوزله ته ډوډۍ ورکړي او يا له روژې سربېره فديه ورکړي دا ورته غوره ده، ستاسو روژه نيول ستاسو لپاره تر خوړولو او فديه ورکولو غوره دي که تاسو پر هغه غوراوي پوه شئ چې په روژه نيولو کې دی، دا حکم د روژې د لومړي مشروعيت په زمانه کې و، نو د چا چې خوښه وه روژه به يې نيوله او که به يې خوښه وه نه به يې نيوله او بېوزله ته به يې ډوډۍ ورکوله، بيا الله له دغه وروسته روژه واجب کړه او پر هر بالغ توان لرونکي يې فرض کړه.

(185) رمضان هغه میاشت ده چې په هغې کې د لیلة القدر (د قدر په شپه) په رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن نزول پیل شو، الله تعالی هغه د خلکو د هدایت له پاره رالېږی دی، په دې (قرآن) کې د هدایت ښکاره دلیلونه دي او د حق او باطل جلا کوونکی دی، نو په چا چې د رمضان میاشت را دبره شي او هغه مقیم (په کور کې) او روغ وي، نو پر هغه واجب ده چې روژه ونیسي، او څوک چې ناروغ او یا مسافر وي او روژه نیول ورته ګران وي؛ نو هغه ته روژه ماتول جایز دي، نو که روژه یې وخوړه نو بیا پرې فرض ده چې د هغو ورځو قضايي راوړي کومې یې چې خوړلې دي. الله تعالی په دې سره غواړی چې په تاسو اسانتیا وکړي، سختي درباندې ونه کړي او د دې له پاره چې د روژې د میاشتې شمار پوره کړئ، د روژې میاشتې د ختمیدلو نه وروسته د اختر په ورځ د الله تعالی لویي بیان کړئ، چې تاسو ته یې د روژې نیولو توفیق درکړ او د روژی نیولو په پوره کولو کې یې ستاسو مرسته وکړه او د دې له پاره چې تاسو د الله تعالی شکر ادا کړئ، چې تاسو ته یې دا دین درښودلی او ستاسو لپاره یې غوره کړی.

(186) -اې پیغمبره- کله چې زما بنده ګان له تا څخه زما د نږدې والي او دعا قبلولو په هکله پوښتنه وکړي، نو زه هغوی ته نږدې یم، د هغوی په حالاتو خبر او د هغوی دعاګانو اورېدونکی یم، نو هغوی نو هغوی واسطو ته اړتیا نه لري او نه د آواز اوچتولو ته ضرورت لري، زه د هغه دعاګو انسان دعا اورم چې په اخلاص سره له ما څخه دعا وغواړي، نو دوی دې هم زما اوامرو ته غاړه کېږدي او په خپلو ایمانونو دې ټینګ شي؛ ځکه چې همدغه د دوی د دعا د قبلېدو غوره وسیله ده، کېدای شي چې دوی په دې سره په خپلو دیني او دنیوي کارونو کې سمه لاره غوره کړي.

(187) د اسلام په اول وخت کی دا حکم ؤ چې سړی به د روژې په شپه کې ویده شو او بیا به له سهار نه مخکي راويښ شو، نو په هغه باندی به خوراک کول او له خپلي ښځی سره کوروالی (جماع) کول حرام وو، نو بیا الله تعالی دا حکم منسوخ کړ او -اې مومنانو!- ستاسو لپاره یې له خپلو مېرمنو سره جماع کول جایز کړل، نو هغوی ستاسو لپاره پرده او عفت دي او تاسو د هغوی لپاره پرده او عفت یئ، تاسو له یو بل څخه نه شئ مستغني کېدلی (یو بل ته محتاج یئ)، الله تعالی ښه پوهېږي چې تاسو به له خپلو ځانونو سره خیانت کاوه د هغه څه په کولو سره چې تاسو ترې الله تعالی منعه کړي وئ، پس الله تعالی پر تاسو مهرباني وکړه او ستاسو توبه یې قبوله کړه او په تاسو یې آسانتیا راوستله، نو تاسو اوس له خپلو ښځو سره جماع وکړئ او په دې سره له الله تعالی څخه نیک اولاد وغواړئ او په ټوله شپه کې خوراک څښاک وکړئ، تر دې چې تاسو ته د صبح صادق راختل ښکاره شي په سپینوالي د سهار او په جداوالي د شپې له توروالي څخه، بیا خپله روژه پوره کړئ او ځانونه له ټولو روژه ماتوونکو شیانو څخه د سهار له راختلو د لمر تر پرېوتلو پورې وساتئ او او کله چې په جوماتونو کې په اعتکاف کې یئ، نو له خپلو مېرمنو سره مه یوځای کېږئ (جماع مه ورسره کوئ)؛ ځکه چې دا کار اعتکاف باطلوئ. دا کوم احکام چې ذکر شول دا د الله تعالی د حلالو او حرامو تر مڼځ پولې دي، نو تاسو هیڅکله دې ته مه نږدې کېږئ؛ ځکه څوک چې د الله تعالی پولو ته نږدې شي کیدای شي په حرامو کې ولوېږي او په دې شکل په واضح او ښکاره بیان الله تعالی خپل آیتونه (حکمونه) بیانوي، کېدای شي چې دا خلک له الله تعالی څخه ووېرېږي او هغه کارونه تر سره کړي چې الله پرې امر کړی او هغه څه پرېږدي چې ترې منعه شوي دي.

(188) او تاسو د یو بل مالونه په ناروا سره مه خورئ، لکه غلا، په زور او په دوکې سره تر لاسه کول او تاسو په دې اړه خپلمنځي لانجې حاکمانو ته مه رسوئ، د دې لپاره چې د بل چا مال پرې په ګناه سره واخلئ او تاسو پوهېږئ چې الله تعالی دا حرام کړي دي، ځکه چې له پوهې سره سره بیا هم ګناه کول ډیر بد دی او لویه سزا لري.

(189) له تا څخه پوښتنه کوي -اې پیغمبره!- د سپوږمۍ د پوره کېدو او د هغې د حالاتو د بدلېدو باره کې، ته دوی ته د دې د حکمت په اړه ځواب ورکړه: چې دا د خلکو لپاره ټاکلي وختونه دي، په دې سره د خپلو عباداتو وختونه معلوموي؛ لکه د حج میاشتې، د روژې میاشت، د زکات لپاره د کال پوره کېدل او په دې سره د خپلو معاملاتو (کارونو) وختونه معلوموي، لکه د دیتونو او خپلو قرضونو نېټې او نېکي او غوره والی دا نه دي چې تاسو کورونو ته د شا له لوري راشئ، کله چې تاسو د حج او عمري قصد وکړئ -لکه څنګه چې تاسې د جاهلیت پرمهال ګمان درلود- بلکې رښتینې نېکي دا ده چې څوک له الله تعالی څخه په پټه او ښکاره ووېرېږي او ستاسو راتګ کورونو ته د دروازو له لوري ستاسو لپاره ډیر آسان دی او تکلیف هم پکې نشته؛ ځکه چې الله تعالی تاسو په هغه څه نه یئ مکلف کړي چې په هغه کې تاسو ته مشقت او تکلیف وي او تاسو د خپلو ځانونو او د الله تعالی د عذاب تر منځ په نېکو کړنو سره د ژغورنې (بچاو) یوه ذریعه جوړه کړئ، د دې لپاره چې تاسو په هغه څه بریالي شئ چې تاسو یې غواړئ او له هغه څه وژغورل شئ چې تاسو ترې وېره لرئ.

(190) او تاسو جګړه وکړئ -د الله تعالی د کلمې د اوچتوالی لپاره- له هغو کافرانو سره چې تاسې د الله تعالی له دین څخه منع کوي او تاسو د الله تعالی د پولو نه مه اوړئ، چی ماشومان، ښځې او سپینږیري ووژنئ او یا مړي مثله کړئ (له مرګ نه وروسته د هغوی اندامونه غوڅ کړئ) او یا داسی بل مخالفت وکړئ، بېشکه الله تعالی له خپلې شرعې او حکمونو څخه تېرېدونکي کسان نه خوښوي.

(191) دوی و وژنئ چېرته مو چې پیدا کړل او دوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ترې اېستلي یئ، چې هغه مکه مکرمه ده، او فتنه داده چې مومن له خپل دین نه منعه شي او بېرته کفر ته وګرځول شي چې دا له وژلو څخه هم لویه ده. نو تاسو له دوی سره د مسجد الحرام تر څنګ د هغه د تعظیم په خاطر جګړه مه پیلوئ، تر هغو چې دوی نه وي پیل کړي، نو که چېرې هغوی په مسجد الحرام کې درسره جګړه پیل کړه، نو تاسې هم ورسره جګړه وکړئ او دا رنګه جزا -په مسجد الحرام کې د هغوی وژل کله چې تېری وکړي- د کافرانو جزا وي.

(192) نو که چېرې هغوی تاسو سره له جګړې او له خپل کفر څخه بند شول، نو تاسې هم له هغوی سره جګړه مه کوئ، نو بېشکه الله تعالی هغه چاته بښنه کوي چې توبه وباسي، پر پخوانیو ګناهونو یې نه رانیسي، پر هغوی مهربانه دی او په بېړه (عجله) جزا هم نه ورکوي.

(193) او تاسو له کافرانو سره جنګ وکړئ تر دې پورې چې په دوی کې شرک پاتې نه شي او نه د خلکو بندول د الله له لاری څخه او نه کفر (پاتې شي) او یوازې د الله تعالی دین ښکاره (غالب) شي، نو که چېرې دوی له خپل کفر او له دین څخه د خلکو له منع کولو لاس واخلي، نو بیا له دوی سره جګړه پرېږدئ، ځکه چې پرته له ظالمانو، چې کفر کوي او خلک د الله تعالی له لارې بندوي، پر بل چا تېری نه شته.

(194) هغه عزتمنده میاشت چې الله تعالی پکې تاسو ته په اوم کال د هجرت د حرم د داخلیدو او دعمرې کولو توفیق درکړ، دا د هغې عزتمندې میاشتې بدل ؤ چې تاسو پکې مشرکانو په شپږم کال له حرم څخه منع کړي وئ او هغه د عزت والا شیان -لکه حرمت د مکې مکرمې او حرمت د عزتمندو میاشتو او حرمت د احرام- په دې کې به هم د زیاتی کوونکو څخه قصاص او بدله اخیستل کېږي، نو چا چې پر تاسو په دغو عزتمندو وختونو او ځایونو کې تېری وکړ نو تاسو ورسره هماغه څېر کړنه وکړئ او له هغه نه ورسره زیاتی مه کوئ، بېشکه الله تعالی له خپلو پولو څخه تېري کوونکي نه خوښوي او له الله تعالی څخه و وېرېږئ، کله چې تاسو د الله تعالی له پولو څخه تېری کوئ او پوهه شئ چې الله تعالی متقیانو ته توفیق ورکوئ او د هغوئ مرسته کوي.

(195) او تاسو خپل مال د الله تعالی په اطاعت کې لکه جهاد او نورو ځایونو کې مصرف کړئ او تاسو خپل ځانونه پخپله هلاکت ته مه غورځوئ، داسې چې تاسې جهاد او د الله تعالی په لاره کې خرچه کول پرېږدئ، یا دا چې تاسو خپل ځانونه هغه څه ته وغورځوئ چې هغه ستاسو د هلاکت سبب وي او په غوره توګه خپل عبادتونه تر سره کوئ او په معاملاتو او اخلاقو کې هم ښه رویه کوئ، ېیشکه الله تعالی په هر شي کې ښه رویه کوونکی خوښوي، نو ډیر ثوابونه هم ورکوي او د سمې لارې توفیق هم ورکوي.

(196) او د الله تعالی د خوښۍ په موخه بشپړ حج او عمره وکړئ، که د ناروغۍ، دښمن يا دېته ورته د څه له امله د هغو دواړو له بشپړولو څخه راوګرځول شوئ؛ نو پر تاسو له احرامه د حلالېدو لپاره له اوښ، غوا او پسه څخه چې هرڅه درسره وي د هغو ذبح کول دي، تر هغو مو سرونه مه خرېیئ او يا يې مه کموئ، تر څو هدي خپل هغه ځای ته نه وي رسېدلې چې هلته يې ذبح کېدل روا وي، که له حرم څخه منع کړل شوې وه، بيا دې هغه ځای کې ذبحه کړي چېرې چې منع کړل شوې ده، او که منع کړل شوې نه وه؛ نو د اختر په ورځ او له هغې وروسته د تشريق په ورځو کې دې په حرم کې ذبحه کړي، که له تاسو څوک ناروغ و، يا يې د سر په وېښتانو کې کومه ستونزه وه لکه سپږې او داسې نور چې له امله يې سر وخرېيلو؛ نو پر هغه کومه ګناه نشته او يوازې له هغه کاره دې يا په دريو ورځو روژه نيولو او يا شپږو بېوزلو ته په ډوډۍ ورکولو او يا د پسه په ذبحه کولو او د حرم پر بېوزلو يې په وېشلو سره فديه ورکړي، که تاسې په وېره کې نه واست؛ نو څوک چې له تاسې د حج په مياشتو کې د عمرې په اداکولو سره ګټه پورته کوي او د احرام له منع کړل شوو شيانو يې په همدغه کال کې د حج د احرام تر تړلو پورې ګټه پورته کړه؛ نو هغه دې يا پسه حلال کړي او يا دې په اوښ يا غوا په اوومه ورشريک شي، که د هدي توان يې نه لرلو، نو بيا درې ورځې د حج په ورځو کې او اووه ورځې خپل کور ته تر راګرځېدلو وروسته د هغې په بدل کې روژه ونيسي، تر څو بشپړې لس ورځې شي، دغه ګټه پورته کول د هدي له وجوب سره يا روژه نيول له هدي څخه د عاجز لپاره د غير اهل حرم لپاره دي، څوک چې له حرم سره نېږدې اوسيږي؛ نو هغه دې له الله څخه د اصلي روا کړل شوي حکم په پلي کولو سره او د هغه د پولو په درناوي سره ووېريږي، او پوه شئ چې الله سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا لره چې له امره يې سرغړونه کوي.

(197) د حج وخت معلومې میاشیتې دي، چې د شوال له میاشتې پیل کېږي او د ذی الحجې میاشتې په لسمه ختمېږي، نو چاچې په دې میاشتو کې پر ځان حج فرض کړ او د حج قصد یې وکړ؛ په ده باندې له خپلې ښځې سره کوروالی (جماع) کول او هغه څه چې د دې سبب کېږي حرام دي او په ده باندې دا لازم دي چې په ګناه کولو سره د الله تعالی له تابعدارۍ څخه ونه وځي؛ د وخت او ځای د احترام او عظمت له وجې نه، او په ده باندې جنګ جګړی هم حرامې دي هغه چې د غصې او لانجو سبب ګرځي، او تاسو چې کومه ښېګڼه هم کوئ، الله تعالی پرې پوهېږي، نو د هغه بدل به درکوي. او تاسو د حج د ادا کولو لپاره له ځان سره د خپل حاجت مطابق خواړه او ځښاک واخلئ او پوهه شئ هغه غوره شی چې تاسو په خپلو ټولو چارو کې مرسته پرې تر لاسه کولای شئ، هغه د الله تعالی تقوا ده، پس له ما (الله) څخه ووېرېږئ، زما د حکمونو په عملي کولو سره او زما له نواهیو څخه ځان وساتئ، اې د سالم عقل څښتنانو.

(198) پر تاسی هیڅ ګناه نشته چې د حج پر مهال تجارت وکړئ د حلال رزق د حاصلولو لپاره، نو کله چې تاسو د ذې الحجې په نهمه په عرفات کې له اودرېدلو وروسته د ذې لحجې په لسمه شپه د مزدلفې پر لوري لاړشئ، نو الله تعالی په سبحان الله، لا اله الا الله او دعا سره په مزدلفه کې له مشعر الحرام سره یاد کړئ او د الله تعالی ذکر وکړئ، د دې له پاره تاسو ته یې د خپل دین شعایر او لارې چارې در ښودلي دي او د خپل کور د حج کولو طریقه درښودلې ده، په داسې حال کې چې له دې وړاندې د هغه (الله) له شریعته ناخبره وئ.

(199) بیا تاسو له عرفات څخه لاړ شئ، لکه څنګه به چې د ابراهیم علیه السلام تابعداران تلل، داسې نه لکه چې د جاهلیت خلکو به کول چې هلته به نه اودرېدل او له الله تعالی څخه بښنه وغواړئ، د هغې کمي چې له تاسو څخه په شرعي عباداتو کې شوې ده، بېشکه الله تعالی د هغو بنده ګانو توبه قبلوي چې الله تعالی ته توبه وباسي، پر هغوی رحم کوونکی دی.

(200) نو کله مو چې د حج کړنې تر سره کړې او له هغو څخه فارغ شوئ، نو د الله ذکر وکړئ او د هغه ډېره ستاینه وکړئ، لکه څنګه به مو چې پر خپلو پلرونه ویاړل او دهغوی ستاینه به مو کوله، بلکې د هغوی له ستاینې هم د الله زیاته ستاینه وکړئ، ځکه چې ټول هغه نعمتونه چې تاسې ترېنه ګټه پورته کوئ، هغه د الله تعالی له لوري دي. او خلک (یو تر بله) مختلف دي، ځنې له هغوی نه هغه کافر او مشرک دی، چې یوازې د دې نړۍ پر ژوند ایمان لري، نو له الله تعالی څخه یوازې د (دې) دنیا نعمتونه او ښکلا، لکه: صحت، مال او اولاد غواړي، نو د دوی په هغو نعمتونو کې څه برخه نه شته چې الله تعالی خپلو مومنو بنده ګانو ته په آخرت کې تیار کړي دي، ځکه چې دوی له دنیا سره مینه لري او له آخرت یې مخ اړولی دی.

(201) او یوه ډله له خلکو څخه پر الله تعالی او آخرت ایمان لري، نو له الله تعالی څخه د دنیا نعمتونه هم غواړي او په دنیا کې د نیک عمل کولو توفیق هم غواړي، همدا رنګه له الله تعالی څخه په جنت سره بریالیتوب او له جهنم څخه سلامتیا (ژغورنه) غواړي.

(202) دغه کسان چې له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت د خیر غوښتونکي دي، د دوی لپاره د ثواب ډېره لویه برخه ده، د هغو نیکو عملونو په وجه چې دوی په دنیا کې کړي دي او الله تعالی ډېر ژر د کړنو (اعمالو) حساب کوونکی دی.

(203) او د الله تعالی ذکر وکړئ په الله اکبر ویلو سره او په لا اله الا الله ویلو سره په هغو لږو ورځو کې؛ چی هغه: یولسم دولسم او د یارلسم د ذې الحجې دي، نو پس چا چې بېړه وکړه او له منی څخه د جمراتو د ویشتلو نه وروسته په دولسم د ذی الحجی ووتو، نو هغه ته دا جایز دي او پر هغه څه ګناه نشته؛ ځکه چې الله تعالی هغه ته دا آسانتیا ورکړې ده او څوک چې دیارلسمي ورځې ته پاتي شو، تر دې چې جمرات وولي، نو هغه ته هم دا جایز دي او په هغه باندې په دې کې څه حرج او ګناه نشته، او هغه په پوره طریقې سره ادا کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې تابعداري یې وکړه، دا ټول د هغه چا لپاره دي چې په خپل حج کې له الله تعالی څخه وویریږي او حج داسې وکړي لکه څنګه چې پرې الله تعالی امر کړی دی، او تاسو له الله تعالی څخه ووېرېرئ د هغه د حکمونو په عملی کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو په وسیله، او باور ولرئ چې تاسو به یوازې الله تعالی ته ورګرځئ، نو پس تاسې ته به ستاسو د عملونو بدله درکوي.

(204) او ځنې خلک دوه مخي (منافق) وي، په دنیا کې د هغوئ خبری تا په تعجب کې اچوي -اې پیغمبره-، نو ته به هغه وینې چې ډېرې ښې خبرې به کوي، تر دې چې ته به یې رښتینی خیرخواه ګڼي، مګر د هغه قصد او هدف د خپل ځان او مال ساتل وي، او الله تعالی به ګواه کوي -حال دا چې هغه به دروغجن وي- په هغه څه چې د هغه په زړه کې کوم خیر او ایمان دی، او له مسلمانانو سره به سخت جګړه مار او دښمني کوونکی وي.

(205) او کله چې ستا نه وګرځي او لاړ شي، نو بیا په زمکه کې په ګناهونو کولو سره د فساد کوشش کوي، او فصل هم خرابوي، او څاروي هم وژني، او الله تعالی نه په زمکه کې فساد خوښوي او نه هم مفسدین.

(206) او کله چې دغه مفسد ته -د خیرخواهۍ په طریقه- وویل شي، چې له الله تعالی نه ووېرېږه، د هغه د پولو په عزت کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، نو ځان غوښتنه او تکبر هغه حق ته له ګرځېدلو څخه بند کړي، او په ګناهونو کې نور هم ډوب شي، نو هغه سزا (بدله) چې هغه ته بسنه کوي، د جهنم اور ته داخلېدل دي او ډېر بد ځای د اوسیدلو دی د هغه ځای د اوسېدونکو له پاره.

(207) او له خلکو نه ځنې مومن وي چې خپل ځان خرڅوي، پس د خپل رب په اطاعت کې یې لږوې، او د خپل رب په لاره کې جهاد کوي او د هغه رضا حاصلول غواړي او الله تعالی پر خپلو بندګانو بې ساری رحم کوونکی او ډېر مهربانه دی.

(208) ای هغو کسانو چې پر الله تعالی مو ایمان راوړي او د هغه د رسول تابعداري مو کړې، په ټول اسلام کې پوره پوره ننوځئ او له هغه څخه هیڅ حکم مه پرېږدئ، (نه هغه شان) لکه څنګه چې یهود او نصاری کوي، چې پر یوه برخه د آسماني کتاب ایمان راوړي او پر ځنو یې کفر کوي او تاسو د شیطان د لارو تابعداري مه کوئ؛ ځکه چې هغه ستاسو دښمن دی، داسې دښمن چې ښکاره دښمني درسره کوي.

(209) بیا که چېرې له تاسو څخه خطا او له حق څخه کوږوالی وشو وروسته له هغې نه چې تاسو ته ښکاره دلیلونه او معجزې راغلي دي، داسې معجزې او دلیلونه چې هیڅ شک او شبهه پکې نه شته؛ نو پس پوهه شئ چې الله تعالی ډېر غالب دی په خپل قدرت او غصه کې، حکمت والا دی په خپلو ټولو کارونو او حکمونو کې، نو پس تاسو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او د هغه تعظیم وکړئ.

(210) انتظار نه کوي دا د شیطان تابعداران او د حق نه اوښتونکي کسان، مګر دا چې الله تعالی راشي دوئ ته د قیامت په ورځ په داسې راتګ سره چې د الله د شان سره مناسب دی، د وریځو په سیوري کې د دې لپاره چې د دوئ ترمنځ فیصله وکړي او ملایکی به هم راشي چې له هر لوري به له دوئ څخه راچاپېره شوې وي او په دغه وخت کې به په دوئ باندې د الله تعالی فیصله وشي او الله تعالی به د دوئ له فیصلې څخه فارغ شي او د مخلوقاتو ټولې چارې او کړنې یوازې الله تعالی ته ورګرځي.

(211) پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- له بنی اسرایلو څخه د زورنې او رټنې پوښتنه: الله تعالی تاسو ته د دې پیغمبر په رښتینولۍ څومره ښکاره نښې بیان کړي! نو پس تاسو هغه دروغجنې وګڼلی او مخ مو ترې وګراځاوه، او هر هغه چا چې د الله تعالی نعمتونه بدل کړل په کفر او دروغو سره وروسته د پیژندلو د هغې نه او د ښکاره کېدو د هغې نه؛ نو پس بېشکه الله تعالی دروغجنو کافرانو ته سخته سزا ورکوونکی دی.

(212) ښائسته کړی شوي هغه کسانو ته چې په الله تعالی یې کفر کړی دی، دنیا او د دنیا ختمیدونکی مزې او ختمیدونکی خوندونه، او مسخری کوي په هغه چا باندې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ یې ایمان راوړی دی، او هغه کسان چې له الله تعالی څخه وېرېږي د الله تعالی اوامر عملی کوي او له نواهیو څخه یې ځان ساتي، د قیامت پر ورځ به د دې کافرانو څخه اوچت وي، هلته چې الله تعالی به دوئ همېشنې جنتونو ته داخلوي، او الله تعالی له خپلو مخلوقاتو چې هر چاته وغواړي بې شمېره (نعمتونه او روزي) ورکوي.

(213) په پيل کې خلک د خپل پلار آدم په امت په يوه خوله په لارښوونه وو، تردې چې شيطانونو لار ورکي کړل؛ نو په مومن او کافر سره بېل شول، له همدې امله الله د ايمان څښتنانو او پيروۍ کوونکو ته د هغه څه په اړه زيری ورکوونکي رسولان را ولېږل چې د هغوی لپاره يې چمتو کړي دي او د اهل کفر لپاره په هغه څه وېروونکي چې الله د خپلې سختې سزا ژمنه ورسره کړې ده، او د رسولانو سره یې پر داسې حق مشتمل کتابونه را ولېږل چې هيڅ شک پکې نشته ترڅو د خلکو تر منځ په هغه کې پرېکړې وکړي چې هغوی اختلاف پکې کوي او الله چې کوم تورات را نازل کړی و په هغو کې له يهودو يوازې هغو کسانو د تيري له مخې اختلاف وکړ چې پوهه ورکړل شوې وه دا هم وروسته تردې چې د الله دليلونه ورته راغلل چې هغه حق دی او اختلاف پکې ځای نه لري، خو الله مومنانو ته په خپل امر او اراده له لار ورکۍ څخه د لارښوونې د پېژندګلوۍ توفيق ورکړ، او الله چې چا ته وغواړي د داسې نېغې لارې لارښوونه کوي چې هيڅ کوږوالی نه لري، چې هغه د ايمان لار ده.

(214) ایا تاسو دا ګمان کوئ -ای مومنانو!- چې تاسو به جنت ته ننوځئ او تاسو ته به د پخوانیو مومنانو پشان تکلیفونه او مصیبتونه نه رسېږي، څنګه چې هغوئ ته سخته غریبي او سخت مرضونه رسیدلي وو، او هغوی وېرو لړزولي وو او دومره مصیبتونه ورته رسیدلی وو تر دې چې په تلوار سره د الله تعالی د مرستی او مدد غوښتنه وکړي، او پیغمبر او هغه مومنان چې له هغه سره وو، ووايي: چې د الله مرسته او مدد به کله راځي؟ ته ورته ووایه -اې پیغمبره- د الله تعالی مرسته او مدد نږدې دی، په الله تعالی باندې ایمان لرونکو، او پر هغه باندې توکل او عتماد کوونکو ته.

(215) پوښتنه کوي له تا څخه -اې پیغمبره- ملګری ستا: چې دوئ له خپلو مختلفو مالونو څخه څه شی خرچ کړي، او په کوم ځائ کې یې خرچ کړي؟ ته ورته ځواب ورکړه: تاسو چې کوم خپل حلال او پاک مال نفقه کوئ نو مور او پلار باندې یې مصر کړئ، او څوک چې تاسو ته نږدې وي ستاسو له خپلوانو څخه د حاجت مطابق، او محتاجو یتیمانو ته، او هغه چاته چې بیخي ورسره مال نه وي، او هغو مسافرو ته یې ورکړي چې سفر له خپلې کورنۍ او وطن څخه جلا کړي وي، او تاسو نه کوئ -اې مومنانو- څه د خیر کار که لږ وي او که ډیر مګر الله تعالی په هغه باندې خبر دی، له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه شي پاتې کېدلی، خامخا به تاسو ته په هغه باندې بدله درکړي.

(216) اې مومنانو! په تاسو فرض کړی شوی دی جنګ د الله تعالی په لاره کې او نفسونه هغه طبیعتا بدګڼي؛ ځکه چې په دې کې مال او ځان له منځه ځي، او شاید چې تاسو یو شی بد ګڼئ خو په واقع کې هغه ستاسو لپاره خیر او فایده وي؛ لکه د الله تعالی په لاره کې جنګ کول، د دې د غټو ثمرو نه دا ده چې په دښمنانو بریمن کېږئ او د الله تعالی کلمه اوچتېږي او کیدای شي چې تاسو له یو شی سره مینه کوئ، خو هغه ستاسو لپاره شر وي او په تاسو باندې بوج وي؛ لکه له جهاد څخه کیناستل، ځکه په دې کې ناکامي ده او د دښمن کامیابي او تسلط دی، او الله تعالی ښه او بد کارونه ډېر ښه پېژني، په داسې حال کې چې تاسو يې نه پېژنئ، نو د الله تعالی حکمونه ومنئ؛ په دې کې ستاسو لپاره خیر او فایده ده.

(217) اې پیغمبره! دا خلک له تا څخه پوښتنه کوي په عزتمندو میاشتو کې د جنګ کولو په اړه: چې هغه ذی القعده، ذی الحجه، محرم او رجب میاشتې دي، ته ځواب ورکړه: په دې میاشتو کې جنګ کول د الله په نزد ډیر غټ جرم او ناآشنا کار دی، لکه څرنګه چې مشرکان کوم کار کوي چې خلک د الله تعالی له لارې منعه کوي هم ډېر بد دي، او د مومنانو بندول د مسجد حرام نه، او له مسجد حرام څخه د مسجد حرام د اوسېدونکو ایستل د الله تعالی په نزد د حرام په میاشتو کې له جګړې کولو هم ډیر لوی جرم دی او هغه شرک چې دا مشرکان یې کوي له قتل څخه هم ډېر لوی جرم دی او -ای مومنانو- همیشه به مشرکان په خپل ظلم ولاړ وي او له تاسو سره به جګړه کوي، تر دې چې هغوئ کومه لاره پیدا کړي چې تاسو د خپل حق دین نه د هغوئ باطل دین ته واړوي، او څوک چې له تاسو څخه له خپل دین نه واوړي، او بیا په الله تعالی باندې د کفر په حالت کې مړ شي؛ نو د ده نیک عمل برباد شو، او په آخرت کې د دې د ورتګ ځائ اورته ورداخلیدل دي او همیشه به په دغه اور د جهنم کې وي.

(218) بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی او د هغه په پیغمبر يې ایمان یې راوړی، او هغه کسان چې هېوادونه یې پرېښي دي او الله تعالی او د هغه رسول ته یې هجرت کړی او جهاد یې کړی د دې لپاره چې د الله تعالی کلمه اوچته شي؛ دغه کسان د الله تعالی د رحمت امید او هیله لري، او الله تعالی د خپلو بندګانو د ګناهونو بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی.

(219) -اې پیغمبره- له تا څخه ستا صحابه د شرابو (هر هغه څه چې عقل پټوي او هغه له مینځه وړي)؛ د حکم او اخیستلو او خرڅولو په باره کې پوښتنه کوي؟ او له تا څخه د قمار پوښتنه کوي (قمار: هغه مال ته وايي چې په مقابلو کې اخیستل کیږی او دا مال د دواړو مقابله کوونکو له طرفه وي)؟ ته ورته ځواب ورکړه: په دې کې د دین او دنیا ډېر ضرورنه او نقصانات دي؛ لکه د عقل او مال تلل، او یوبل سره دښمني او حسد پیداکیدل، او په دې کې لږې ګټې (فایدی) هم شته، لکه: د مال ګټل، او د دې دواړو ضرر او ګناه له ګټې څخه ډېره لویه ده او هر هغه شی چې ضرر یې له فایدې څخه ډیر وي نو هوښیار انسان ترې ځان ساتي، او په دې بیان کې د الله تعالی له طرفه د شرابو د حراموالی لپاره مقدمه ده. او پوښتنه کوي له تا څخه -ای پیغمبره- ستا ملګري د هغې اندازې په باره کې چې دوئ ئې خرچ کړی له خپلو مالونو څخه د ثواب او خیرات په توګه؟ ته ورته ځواب ورکړه: چې کوم مال ستاسو د مصرف نه اضافي وي د هغه نه مصرف وکړئ (او دا حکم اول کې ؤ، بیا الله تعالی په ځانګړو مالونو کې خاصه اندازه زکات واجب کړ)، او د دې په شان په ښکاره بیان باندې چې هیڅ ګډوډي پکې نشته تاسو ته الله تعالی د شرعې حکمونه بیانوي د دې لپاره چې تاسو فکر وکړئ.

(220) ځکه یې دا شرع ګرځولې ده چې تاسې د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسې ته په دنیا او آخرت کې ګټه رسوئ، او ستا صحابه (ملګري) له تا څخه -اې پیغمبره- د یتیمانانو د پالني باره کې پوښتنه کوي: چې له هغوئ سره څنګه تعامل وکړي؟ او آیا د هغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په خرڅ، خوراک او اوسیدو کې ګډ کړي او که نه؟ ته ځواب ورکړه: ستاسو مهرباني کول په هغوئ باندې د هغوئ د مالونو په اصلاح کې پرته له عوض او بدلې نه او یا ګډوډول مالونه له یو بل سره؛ ستاسو لپاره د الله تعالی پر وړاندې ډېر غوره دي او ډېر اجر لري او دا د هغوئ لپاره هم غوره ده؛ ځکه چې په دې کې د هغوئ دمالونو ساتنه کېږی، او که چېرې تاسو د هغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په ورځني ژوند، اوسیدو او نورو چارو کې شریک کړئ؛ نو په تاسو باندې په دې کې څه ګناه نشته، نو پس هغوئ ستاسې دیني وروڼه دي، او وروڼه خو له یو بل سره مرسته کوي، او د یو بل سره په چارو کې مرسته هم کوي، او الله تعالی په هغه چا پوهېږي چې فساد کوي په یوځای کولو د مال د یتیم له خپل مال سره، له هغه چانه چې اصلاح یې مقصد وي، او که چېرې الله تعالی په تاسو باندې د یتیمانانو په باره کې مشقت غوښتلی، نو په تاسو به یې مشقت کړی وای، خو الله تعالی تاسو سره د یتیمانانو په تعامل کې آسانتیا کړي ده؛ ځکه د الله تعالی دین پر آسانتیا ولاړ دی، بېشکه الله تعالی برلاسی (غالب) دی هیڅ شی ورباندې غالبېدلی نه شي، په خپلو مخلوقاتو، کارونو او حکمونو کې حکیم دی.

(221) -اې مومنانو- پر الله تعالی باندې له شرک کوونکو ښځو سره نکاح مه کوئ، تر هغو چې پر واحد الله یې ایمان نه وي راوړی، او په اسلام کې نه وي داخلې شوي، او یقینا یوه وینځه چې په الله تعالی او د هغه په رسول باندې ایمان لري، له آزادې بُت پرستې ښځې نه ډېره غوره ده، که څه هم د هغې مال او ښکلا تاسې په تعجب کې اچولي یئ او مسلمانې ښځې کافرو نارینه وو ته په نکاح مه ورکوئ او یو غلام چې په الله تعالی او د هغه په رسول ایمان لري ډېر غوره دی له آزاد مشرک څخه، اګر که تاسو هغه په تعجب کې اچوي، دغه خلک چې مشرکان دي -نارینه او زنانه- په خپلو ویناوو او کړنو هغه څه ته بلل کوي چې د جهنم اورته رسېږي او الله تعالی نیکو کارونو ته بلنه کوي، هغه چې جنت او د ګناهونو بښنې ته رسول کوي، د الله تعالی په فضل او اجازې سره، او الله تعالی خپلو بندګانو ته خپل آیاتونه (نښې) ښکاره کوي شاید چې د هغه څه نه عبرت واخلی چې دا پرې دلالت کوي پس عمل پرې وکړي.

(222) او پوښتنه کوي ستا ملګري له تا څخه -اې پیغمبره- د حیض په باره کې (دا یوه طبیعي وینه ده چې د ښځې له رحم څخه په خاصو وختونو کې راځي)؟ ته هغوی ته ځواب کې ووایه: حیض د سړي او ښځې دواړو لپاره ضرر دی، نو تاسو د حیض په وخت کې له ښځو سره له یوځائ کیدو (جماع) ځان وساتئ، او تاسو ورسره کوروالی مه کوئ تر هغو پورې چې هغه وینه بنده شي، او بیا له هغې نه په غسل کولو سره ځان پاک کړي، نو پس کله چې وینه بنده شي او ځان پاک کړي، نو بیا ورسره په هغې طریقه کوروالی وکړئ چې ستاسو لپاره جایز شوی دی: چې هغوی پاکې وي او د مخی له طرفه (په شرمګاه کې)، بېشکه الله تعالی خوښوي له ګناهونو څخه ډېر توبه ویستونکي او زیات صفایي کوونکي له ګندګیو نه.

(223) ستاسو بیبیانې ستاسو کروندې دي چې ستاسو لپاره بچي زېږوي؛ لکه د هغې زمکې په شان چې مېوې ترې راوځي، نو تاسو د کروندې ځای ته راتګ وکړئ -چې هغه د زنانه شرمګاه ده- د کوم طرف نه چې مو خوښه وي او څرنګه مو چې خوښه وي، خو چې د زنانه په شرمګاه کې وي، او مخکې ولېږئ د خپلو ځانونو لپاره نیک عمل، او یو د هغه نه دا دې چې سړی له خپلې ښځې سره د ثواب په نیت او دنیک اولاد په امید کوروالی وکړي، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، او یو له هغو نه خپلو بیبیانو ته په شرعي طریقه سره راتګ دی، او پوهه شئ چې تاسو به د قیامت په ورځ له الله تعالی سره مخامخ کېږئ، د هغه مخې ته به ودرېږئ، او ستاسو د عملونو بدله به درکوي، او زېری ورکړه -اې پیغمبره- مومنانو ته په هغه څه چې دوی به پرې خوشحالېږي له خپل رب سره د مخامخ کیدو په وخت کې چی هغه همېشني نعمتونه دي، او د الله رب العزت مخ ته کتل دي.

(224) او تاسو پر الله تعالی قسم کول د ځان لپاره منع کوونکی دلیل مه ګرځوئ له کولو د نیکو نه او د تقوا نه او د خلکو تر منځ د صلحی کولو نه، بلکې کله چې تاسو د نیکۍ په پرېښودلو قسم وکړئ؛ نو تاسو نیکي وکړئ او د خپل قسم کفاره ورکړئ، او الله تعالی ستاسو ویناګانې اوري، ستاسو په کارونو پوهه دی، او خامخا به د هغو بدله درکوي.

(225) الله تعالی تاسو په هغو قسمونو نه محاسبه کوي چې پرته له قصد نه ستاسو پر ژبو باندې راځي؛ لکه: نه په الله قسم دی، هو په الله قسم دی. پس په داسې قسم باندې کفاره او څه سزا نشته، خو تاسو سره په هغه څه حساب کوي چې قصدا یې کوئ له دغو قسمونو نه، او الله تعالی د خپلو بندګانو د ګناهونو بښوونکی او صبر کوونکی دی چې په بېړه سزا نه ورکوي، صبر ناک دې په تلوار سره سزا نه ورکوي.

(226) هغه کسان چې قسمونه کوي له خپلو ښځو سره د جماع کولو نه انتظار د یوې مودې چې د څلورو میاشتو نه نه اوړي، چې د قسم کولو د میاشتې نه شروع کېږی او هغه ته (ایلاء) ویل کېږي، نو که چېرې له خپلو ښځو سره جماع کولو ته راوګرځېدل، وروسته له قسم کولو نه په دغو څلورو میاشتو کې او یاد له دې څخه کمه موده کې؛ نو پس الله تعالی بښوونکی دی، هغه ګناهونه ورته بښي کوم چې له دوی څخه شوي دي، او مهربانه دی په هغوی، ځکه چې کفاره یې ورته د قسم د ماتولو لپاره جایز کړې ده.

(227) او که چېرې دوی د طلاق کولو قصد او اراده وکړي چې هیڅکله به خپلو ښځو سره جماع نه کوي او له خپل قسم څخه به نه ګرځي، نو بېشکه الله تعالی د دوی د ویناګانو اوریدونکی دی چې یو له هغو نه طلاق دی، د هغوی په حالاتو او مقصدونو خبر دی، او د هغو له مخې به دوی ته جزا ورکوي.

(228) او طلاقی کړل شوې ښځې دې انتظار وکړي تر راتګ د درې حیضونو، په دې موده کې به بل چا سره نکاح نه کوي، او دوی ته جایز نه ده چې پټ کړي هغه حمل چې الله تعالی پیداکړي وي د دوئ په بچي دانۍ کې، که چېرې دوی رښتینې وي په ایمان لرلو کې په الله تعالی او په ورځ د آخرت، او خاوندان د دوی چې طلاق یې ورته ورکړی دی ډیر حقدار دي چې بېرته خپلو ښځو ته د عدت په موده کې رجوع وکړي، که چیرته دوی په دې رجوع سره هدف مینه او محبت وي او لرې کول د هغه حسد او کینې وي چې د طلاق په وجه د دې دواړو ترمنځ واقع شوی ؤ، او ښځو ته هم هغه شان حقوق دي لکه څنګه چې د دوی د خاوندانو دي، په هغه طریقه چې خلکو کې رواج وي، او سړي د ښځو نه اوچت دي په فضیلت کې، له وجې د اداره کولو د کور او له وجې د طلاق نه، او الله تعالی زورور دی هيڅ شی ورباندې نه شي غالب کېدلی، په خپلو حکمونو او کارونو کې حکمت والا دی.

(229) هغه طلاق چې خاوند پکې بېرته خپلې ښځې ته د رجوع کولو حق لري، دوه کرته دی، چې طلاق ورکړي، بیا رجوع وکړي، بیا طلاق ورکړي، بیا رجوع وکړي، بیا له دوو طلاقونو څخه وروسته دې یا خپله ښځه بېرته د ځان سره وساتي او په ښه طریقه دې ورسره ژوند کوي، او یا دې په معروف سره درېیم طلاق هم ورکړي او د ښځې د ټولو حقونو په ادا کولو سره، او تاسو ته -اې خاوندانو!- جایز نه ده چې تاسو څه شی واخلئ د هغه مهر نه چې تاسو خپلو ښځو ته ورکړی ؤ، مګر دا چې ښځه بده ګڼوونکې وي خپل خاوند لره د بد اخلاقۍ یا د بدرنګۍ په وجه، او دواړه دا ګمان کوي چې ددې بدګڼلو په وجه به دواړه د یو بل شرعي حقونه پوره نه کړی شي، پس دا دواړه دې خپلو خپلوانو ته دا مسئله وړاندې کړي، پس که چېرې ولیان ددې دواړو وېرېدل چې دا دواړه به د یو بل حقوق ادا نه کړي، نو بیا په دې دواړو څه ګناه نشته چې ښځه خپل ځان د خپل خاوند څخه د مال په بدل کې آزاده کړي، دا شرعي احکام دي چې د حلالو او حرامو ترمنځ فاصله ده، نو پس د دغو نه دې تجاوز نه کوي، او څوک چې د الله تعالی د حلالو او حرامو ترمنځ پولو نه اوړي؛ نو پس دغه کسان له خپلو ځانونو سره ظلم کوي چې د هلاکت ځایونو ته یې اچوي، او د الله تعالی غضب او عذاب سره یې مخامخ کوي.

(230) نو که چېرې خاوند درېیم طلاق ورکړ، نو بیا یې ورسره نکاح جایز نه ده، تر هغو چل له بل سړي سره په صحیح توګه، او رغبت سره چې د بېرته پرېښودلو هدف یې نه وي، نکا وکړي او په دې نکاح کې ورسره کوروالی (جماع) وکړي. نو که چېرې بیا دویم خاوند طلاقه کړه او یا مړ شو؛ نو په دې ښځه او لومړي خاوند څه ګناه نشته چی بېرته له یو بل سره په نوي عقد او مهر باندې نکاح وکړي، که چېرې د دوی دواړو غالب ګمان دا وي چې دوی به له یو بل سره په شرعي طریقه ژوند تېروي، او دا شریعت احکام دي، الله تعالی یې هغو خلکو ته بیانوي چې د الله تعالی احکام او پولې پېژني؛ ځکه چې هم دوی به له دې څخه ګټه پورته کوي.

(231) او کله چې تاسو خپلو ښځو ته طلاق ورکړئ نو د هغوی د عدت د ختمېدو نېټه نږدې شي؛ نو تاسو کولای شئ چې بېرته هغوی ته رجوع وکړئ او یا یې پرېږدئ تر دې چې عدت یې ختم شي، او تاسو ورته د دې لپاره رجوع مه کوئ چې هغوی ته ضرر او تکلیف ورسوئ، لکه جاهلیت کې چې به خلکو کول، او چاچې ښځې ته د ضرر رسول په موخه رجوع وکړه؛ نو دې سړی له خپل ځان سره ظلم وکړ، چې خپل ځان یې ګناهګار کړ او د سزا مستحق شو، او تاسو د الله تعالی له آیاتونو څخه ملنډې مه جوړوي چې لوبې پرې کوئ او د هغو خلاف جرات کوئ، او یاد کړئ تاسو د الله تعالی نعمتونه پر تاسو، چې له ټولو څخه لوی نعمت هغه دی چې په تاسو یې کوم قرآن او د حکمت خبرې نازلی کړي، تاسو ته یادونه درکوي په دې باندې چې نیک عملونه وکړئ او د هغه له عذاب څخه ووېرېږئ، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ د هغه د اوامرو په عملي کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتنې، او پوهه شئ چې الله تعالی په هر شي پوهه دی، نو هیڅ شی ترې پټ نه شی پاتې کېدلی، او خامخا تاسو ته ستاسو د اعمالو بدله درکوي.

(232) او کله چې تاسو خپلو بیبیانو ته له دریو څخه کم طلاقونه ورکړئ، او عدت یې پوره شي، نو -اې ولیانو- هغوی مه منع کوئ چې بېرته خپلو خاوندانو ته په نوي عقد او نکاح سره ستنې شي کله چې د هغوی خوښه وي، او یو بل سره پري راضي شي، دا د نهی حکم چې شامل دې په نه منع کولو د نکاح نه، په دې سره پند ورکوي ستاسو څخه هغه چاته چې په الله تعالی او په ورځ د آخرت یې ایمان راوړی وي، دا کار په تاسو کې ښېګڼه او خیر زیاتوي، او له چټلۍ نه ستاسې اعرض او کړنې (اعمال) ډېر پاکونکی دی او الله تعالی پوهیږي په حقیقتونو د ټولو کارونو او په انجام د ټولو کارونو او تاسو په دې باندې نه پوهېږئ.

(233) او میندې دې شيدې ورکوي خپلو بچو ته پوره دوه کاله، دا دوه کاله اندازه د هغه چا لپاره ده چې د رضاعت (بچي ته شیدو ورکولو) موده پوره کول یې مقصد وي او د ماشوم پر پلار لازمه ده مصرف او جامی د هغو طلاق شویو ښځو چې ماشوم ته شيدې ورکوي، په هغه طریقه چې خلکو کې رواج وي او د شرعې خلاف نه وي، الله تعالی هیڅ یو نفس د خپل قدرت او طاقت نه زیات نه مکلف کوي، او پلار او مور یوه ته هم دا جایز نه ده چې خپل بچی بل ته د ضرر رسولو وسیله وګرځوي، او د ماشوم په وارث باندې هم هغه حقونه دي کوم چې د ماشوم پر پلار وي کله چې ماشوم بې پلاره وي او مال هم و نه لري. نو که چیرته مور او پلار اراده وکړه چې له دوو کالو نه مخکې ماشوم د تې نه واړوي، نو په دوی دواړو باندې هیڅ ګناه نشته، کله چې د دواړو مشوره او رضا وې په هغه څه چې د ماشوم مصلحت پکې وي، او که چېرته تاسو خپلو بچو ته د میندو نه بغیر نورې شیدې ورکوونکې ښځې پیداکړئ؛ نو په تاسو باندې څه ګناه نشته چې کله تاسو هغوی ته د هغوی اجرت او بدله پرته له نقصان او وروستوالي نه ورکړئ، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه د نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، او پوهه شئ چې الله تعالی ستاسو د کارونو لیدونکی دی، نو هیڅ شی ورنه نه پټېږي، او تاسو ته به خامخا په هغو عملونو بدله درکړي چې تاسو د ځان لپاره مخکې وړاندې کړي دي.

(234) او کوم کسان چې مړه شي او شاته (داسې) ښځې ترې پاتي شی چې حاملې (بارداره) نه وي؛ نو په دې ښځو لازمه ده چې څلور میاشتې او لس ورځې به انتظار کوي او په دې ورځو کې به نه د خاوند له کوره وځي، نه به ډول او سنګار کوي او نه به له بل چا سره نکاح کوي، کله چې دا موده ختمه شي، نو په تاسو باندې څه ګناه نشته -اې ولیانو- په هغه څه کې چې دا ښځې یې د خپلو ځانونو په اړه کوې، هغه کارونه چې د عدت په موده کې ورباندې حرام وو، په ښې طریقه چې د شرعې او رواج خلاف نه وي، او الله تعالی خبردار دی ستاسو هیڅ یو پټ او ښکاره کار ترې نه شي پټېدلی، او خامخا به د هغو جزا درکوي.

(235) او پر تاسو باندې په اشاره کولو کې څه ګناه نشته ده چې کله ستاسو رغبت وي په غوښتلو د هغو ښځو کې چې د خاوند د مړینې یا بائن (درې طلاقه) طلاق په وجه په عدت کې وي؛ لکه چې ووايئ: چې کله دې عدت ختم شو بیا ما خبر کړه، او پر تاسو څه ګناه نشته په هغه څه کې چې تاسو پټ کړي وي په خپلو زړونو کې د رغبت نه په غوښتلو د معتدې ښځې کې وروسته له ختمیدو د هغوئ د عدت نه، الله تعالی پوهېږي چې تاسو به خامخا هغوئ د ډېر رغبت او خواهش په وجه یادوئ، نو الله تعالی تاسو ته د عدت په وخت کې اشاره کول جایز کړل د ښکاره وینا پر ځائ، او ځان وساتئ له دې نه چې تاسو د عدت په موده کې د یوبل سره د نکاح کولو پټې وعدې وکړئ، مګر د شرع موافق وینا چې هغه اشاره کول دي، او تاسو د عدت په موده کې نکاح مه تړئ، او پوهه شئ چې الله تعالی ښه پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې په خپلو نفسونو کې پټوئ د هغه څه نه چې تاسو ته یې جایز کړي او په هغه څه چې پر تاسو یې حرام کړي دي، نو له الله تعالی څخه ووېرېږئ، او د هغه د حکم خلاف مه کوئ، او پوهه شئ چې الله تعالی بښوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د هغه له بندګانو نه، صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار (بېړه) نه کوي.

(236) پر تاسو څه ګناه نشته کله چې تاسو هغه ښځې طلاقې کړئ چې عقد نکاح مو ورسره کړي وي، خو کوروالی (جماع) مو ورسره نه وي کړې او مهر مو هم نه وي ټاکلی، نو که په دې حال کې مو هغوی ته طلاق ورکړ، نو په تاسو باندې هغوئ ته مهر ورکول واجب نه دي، بلکې واجب داده چې يو څه مصرف (خرڅ) هغوی ته ورکړئ چې ګټه ترې واخلي، او د خپلو زړونو خفګان پرې ټکور کړي، له توان او وس سره سم، که څوک مالدار وي باید ډیر مال ورکړي او که څوک غریب وي نو لږ مال دې وکړي، او دا مال ورکول ثابت حق دی په هغه چاچې په خپلو کارونو او معاملاتو کې نیکي کوونکي وي.

(237) او که چیري تاسو هغه ښځې طلاقی کړئ چې نکاح مو ورسره تړلې وي او مهر مو هم ورته ټاکلی وي، خو کوروالی مو ورسره نه وي کړی، نو په تاسو باندې د ټاکل شوي مهر څخه نیم مهر ورکول واجب دي، مګر دا چې هغوی (هغه مهر) تاسې ته وبښي -که چېرې بالغې وي- او یا خاوندان هغوی ته ټاکل شوی مهر پوره وسپاري، او دا چې تاسو یو بل ته په حقونو کې بښنه وکړئ د الله تعالی وېرې او تابعدارۍ ته ډېر نږدې (کار) دی، او -ای خلکو- پر یو بل باندې مهرباني کول، او یو بل ته په حقونو کې بښنه کول مه پرېږدئ، بېشکه الله تعالی هغه چارې چې تاسې یې ترسره کوئ، ویني، نو په نیکیو کې هڅه وکړئ چې د الله تعالی ثواب حاصل کړئ.

(238) د لمونځونو په پوره ادا کولو سره د هغو ساتنه وکړئ، په هغې طریقې چې الله تعالی پرې امر کړی دی، او په ځانګړې توګه د منځني لمونځ پابندي وکړئ چې د مازدیګر لمونځ دی، او الله تعالی ته په لمونځونو کې تابعدار او خشوع کوونکې ودریږئ.

(239) که له دښمن او ورته بل څه څخه وېرېدلئ او په بشپړه توګه د لمانځه د اداکولو توان ونه لرئ؛ نو پلي په پښو او يا پر اوښانو او آسانو او نورو شيانو سپاره يا بل هر حالت چې توان لرئ لمونځونه وکړئ، کله چې وېره درڅخه ولاړه، نو د الله هر ډول يادونه کوئ، چې له هغو څخه په بشپړه او کامله توګه لمونځ کول هم دي لکه څنګه يې چې تاسو ته هغه رڼا او لارښوونه ښوولې ده چې نه وه درمعلومه.

(240) او هغه کسان چې له تاسو څخه ومري او ښځې ترې پاتې شي لازمه ده په خاوندانو چې د دې ښځو لپاره وصیت وکړي د یو کال د خرچی او د اوسیدلو د خاوند په کور کې، چې وارثان به یې ترې نه وباسي؛ د دوئ د زړونو د ټکور لپاره، او له مړي سره د وفادارۍ لپاره، نو که چېرې په خپله خوښه د یو کال نه مخکي ووځي، نو بیا په تاسو باندې څه ګناه نشته او په هغوئ هم څه ګناه نشته چې خپل ځانونه ښکلي کړي او سینګار وکړي، دا حکم خو داسی بیان شو خو جمهور مفسرین وايي چې د دې آیت حکم په دې آیت منسوخ شوی: ﴿وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا﴾ [البقرة: ٢٣٤]. ژباړه: (او هغه کسان چې وفات شي ستاسو څخه او پرېږدي ښځې، (نو) انتظار دې وکړي دا ښځې (د نکاح کولو نه) د خپلو ځانونو باره کې څلور میاشتی او لس ورځې).

(241) او طلاق کړی شویو ښځو ته شته دي ورکول د مصرف دومره خرچه چې هغه پرې فایده واخلي د جامو نه او د مال نه او یاداسې نور څه، د هغوئ د زړونو د ټکور لپاره چې د طلاق په وجه یې زړونه مات شوي، په نیکې طریقې سره د خاوند د اقتصادی حالاتو مطابق چې که لږ وي او که ډېر، او دا حکم ثابت حق دی پر هغه چا باندې چې له الله تعالی څخه وېرېږي د هغه د حکمونو په عملي کولو او له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره.

(242) د دې مخکني بیان په شان الله تعالی بیانوي تاسو ته -ای مومنانو- خپل آیتونه چې د الله تعالی حکمونه او پولې پکې دي؛ د دې لپاره چې تاسو یې وپېژنئ او تاسو پرې پوهه شئ، نو تاسو به د دنیا او آخرت ښېګڼې تر لاسه کړئ.

(243) آیا تاته نه دی در رسیدلی -ای پیغمبره- خبر د هغو کسانو چې له خپلو کورونو څخه وتلی وو او هغوئ ډېر زیات کسان وو د مرګ له ویرې نه، په سبب د مرض یا د بل شي، او هغوئ د بني اسرائیلو یوه ډله وه، نو پس الله تعالی ورته وویل: مړه شئ نو هغوئ مړه شول، بیا الله تعالی هغوئ دوباره راژوندي کړل، د دې لپاره چې هغوئ ته وښايې چې واک د ټولو کارونو د الله تعالی په لاس کې دی، او دوئ د خپلو ځانونو لپاره د ګټې ورکولو او یا د ضرر دفع کولو څه واک نه لري، بېشکه الله تعالی خاوند د ورکړی او مهربانۍ دی پر خلکو، لیکن ډېر د خلکو نه د الله تعالی د نعمتونو شکر نه ادا کوي.

(244) -ای مومنانو- د الله تعالی له دښمنانو سره جګړه وکړئ، د هغه د دین د کامیابۍ لپاره او د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او پوهه شئ چې الله تعالی ستاسې د خبرې اورې او ستاسو په نیتونو او کارونو باندې پوهه دی، او خامخا به تاسې ته پرې بدله درکوي.

(245) څوک دی هغه کس چې د قرض داري په شان کار وکړي، او خپل مال د الله تعالی په لاره کې په ښه نیت او خوښۍ سره مصرف کړي، د دې لپاره چې بېرته ده ته څوچنده راوګرځي، او الله تعالی تنګي راولي په رزق او صحت او نورو شیانو کې، او پراخي هم راولي، دا ټول کارونه په حکمت او عدل باندې کوي، او خاص هغه ته به تاسو د آخرت پر ورځ ورګرځئ، نو تاسې ته به ستاسو د کړنو (عملونو) په پرتله جزا درکوي.

(246) -اې پیغمبره- آیا تاته د د بني اسرائیلو د مشرانو خبر نه دی رسېدلی چې د موسی علیه السلام له زمانې وروسته وو، کله چې هغوئ خپل پیغمبر ته وویل:: مونږ ته یو پاچا وټاکه چې مونږ له هغه سره یوځای د الله تعالی په لاره کئ جهاد وکړو، نو پیغمبر ورته وویل: کیدای شي که الله تعالی پر تاسو جهاد فرض کړي تاسو به د الله تعالی په لاره کې جهاد ونه کړای شئ! هغوی ورته وویل: په داسې حال کې چی د پیغمبر له دې ګمان نه انکار کوونکی وو: څه شی به مونږ د الله تعالی په لاره کې له جهاد نه منع کړي، سره له دې چې د حالاتو تقاضا داده چې مونږ جهاد وکړو؟ ځکه چې مونږ خپلو دښمنانو له خپلو وطنونو څخه ایستلی یو، زمونږ بچي یې بندیان کړي دي، نو پس مونږ جنګ کوو د خپلو وطنونو د اخیستلو لپاره او د خپلو بندیانو د آزادولو لپاره، نو پس هر کله چې الله تعالی په دوی جهاد فرض کړ، نو دوی ترې مخ وګرځولو او په خپلو وعدو یې وفا ونه کړه، مګر لږو کسانو له دوی څخه، او الله تعالی پوهه دی په ظالمانو چې د الله تعالی له حکم څخه مخ اړوي او د الله تعالی وعدې ماتوي، او خامخا به په دې باندې ورته سزا ورکړي.

(247) او وویل دوی ته پیغمبر د دوی: بېشکه الله تعالی ستاسو لپاره طالوت پادشاه مقرر کړی دی، چې تاسو د هغه تر بیرغ او قومندې لاندې جهاد وکړئ، وویل مشرانو د هغوی په داسې حال کې چې ناآشنا ګڼوونکي وو دې اختیار ته او اعتراض کوونکي وو: پر مونږه به څنګه د هغه پادشاهي وي، او مونږ له هغه نه د پادشاهۍ ډېر حقدار یو؛ ځکه چې طالوت د پادشاهانو له نسل څخه نه ؤ، او ډېر مال هم ورسره نه ؤ چې پادشاهي پرې وکړي؟! د دوی پیغمبر ورته وویل: بېشکه الله تعالی دا په تاسو غوره کړی دی، او له تاسو څخه یې پراخه علم او ډېر بدني قوت ورکړی دی، او الله تعالی چا ته چې وغواړي په خپل حکمت او رحمت سره پادشاهي ورکوي، او الله تعالی پراخه فضل والا دی ورکوي چا ته چې وغواړي، پوهه دی په هغه چا چې مستحق یې وي له خپلو بندګانو څخه.

(248) او دوی ته د دوی پیغمبر وویل: چې د هغه پر تاسې د پادشاهۍ رښتینې نښه به دا وي؛ چې الله تعالی به تاسو ته بېرته تابوت راواګرځوي -او دا یو صندوق ؤ چې بنی اسرائیلو به یې درناوی کاوه چې له دوی څخه اخیستل شوی ؤ- له دې سره به د زړونو اطمینان وي، او په دې کې به باقی پاتی اثرات د موسی او هارون علیهما السلام د اولادې وي، لکه د موسی علیه السلام امسا، او ځنې تختې، یقینا په دې کې ستاسو لپاره ښکاره نښه ده که چېرې تاسو رښتیني مسلمانان یئ.

(249) نو پس هر کله چې طالوت له خپلو لښکرو سره له ښار څخه راووت خپلو لښکرو ته یې وویل: یقینا الله تعالی به په تاسو باندې ازمیښت کوي په یو نهر سره، نو پس چاچې ترې اوبه وڅښلې نو هغه به زما له تابعدارانو څخه نه وي، او له ماسره دې په جنګ کې نه ملګري کېږی، او هر هغه څوک چې اوبه ونه څښي نو هغه زما تابعدار دی، او له ماسره به په جنګ کې ملګری وي، مګر هغه څوک چې محتاجه شي نو په خپل لاس ترې د یوې لپې په اندازه اوبه وڅښې نو په هغه باندې څه ګناه نشته، نو ټول لښکر ترې اوبه وڅښلې مګر لږو کسانو صبر وکړ او اوبه یې ونه څښلې سره له ډيرې تندې نه، نو کله چې طالوت او هغه سره چې کوم مومنان وو له نهر څخه واوښتل، نو ځنو عسکرو یې وویل: نن ورځ مونږ د جالوت او د هغه له لښکرو سره د جګړې کولو څه توان او طاقت نه لرو، نو په دغه وخت کې هغو کسانو چې د هغوئ یقین وو چې د قیامت په ورځ به د الله تعالی سره مخامخ کېږی، وویل: ډیر کرت یوه مومنه ډله چې لږ عدد والا وي غالبه شوي په کافره ډله چې ډیر عدد والا وي د الله تعالی په حکم او مدد سره، نو پس اعتبار په کامیابۍ کې ایمان لره دی ډیر والي لره نه دی، او الله تعالی د خپلو بندګانو له صبر کوونکو خلکو سره دی د هغوئ مدد او مرسته کوي.

(250) او هر کله چې هغوئ له جالوت سره د مخامخ کېدو لپاره ووتل الله تعالی ته یې دعا وکړه او ویې ویل: ای زمونږه ربه! زمونږ زړونو ته صبر را په برخه کړه او زمونږ قدمونه ټینګ کړه، ترڅو نه تېښته وکړو او نه د هغوی پر وړاندې ماته وخورو، او په خپل قوت او تایید سره مونږ پر کافر قوم برلاسي (کامیاب) کړه.

(251) نو پس د الله تعالی په حکم هغوئ (کافرانو) ته مسلمانانو ماته ورکړه او داود علیه السلام د هغوئ قومندان جالوت وواژه، او الله تعالی داود علیه السلام ته پادشاهي او پیغمبري ورکړه، او هغه ته یې د هغو علمونو چې د الله تعالی خوښه وه علم او پوهه ورکړه، نوهغه ته یې هغه (علمونه) را یوځای کړل، چې د هغه دنیا او آخرت دواړه پرې برابرېږې. او که چېرې د الله تعالی د طریقو څخه دا نه وي چې دفع کوی فساد د ځنو خلکو په ځنې نورو؛ نو خامخا د مفسدینو د غلبی او تسلط په وجه به زمکه ورانه شوې وای، لیکن الله تعالی خاوند د فضل او مهربانۍ دی په ټولو مخلوقاتو.

(252) دا د الله روښانه آیاتونه دي مونږ یې په تا ته لولو -اې پیغمبره- چې رښتوني دې په خبرونو کې، او برابر دې په حکمونو کې، او بېشکه ته د الله تعالی له طرفه رالېږل شوی پیغمبر یې.

(253) دا هغه پیغمبران دي چې مونږ یې تاته یادونه وکړه، مونږ غوره والی ورکړی ځینو د دوی ته پر ځینو نورو په وحې کولو او پر ډیرو پېروانو او په ډیرو درجو، ځینې په دوی کې هغه دي چې الله تعالی ورسره خبرې کړي لکه موسی-علیه السلام- او ځیني په دوی کې هغه دي چې الله تعالی اوچت کړي په ډیرو لوړو درجو لکه محمد -صلی الله علیه وسلم- ځکه چې الله تعالی د ټولو خلکو لپاره پیغمبر لیږلی دی، او نبوت ورباندې ختم شوی، او غوره والی ورکړ شوی د هغه امت لره په ټولو امتونو، او ورکړي مونږ عیسی زوی د مریم ته ډیرې معجزې چې هغه روښانه اوڅرګنده دلایل دي د هغه په نبوت، لکه د مړو ژوندي کول او د مور زاد ړوند او برګي ناروغۍ والا روغول، او مضبوط کړی و مونږ دې لره په جبریل علیه السلام- د دې لپاره چې د الله تعالی په امر یې کلک ودروي. که چېرته الله غوښتلی نو جنګ به نه وای کړی هغه کسانو چې له پېغمبرانو څخه وروسته راغلې وو، وروسته له دې چې ښکاره او واضحه آیاتونه ورته راغلې وو، لیکن هغوی اختلاف وکړ او ډلې شول؛ نو ځینو یې په الله ایمان راوړ او ځینو یې ورباندې کفر وکړ، که خامخا الله غوښتلی چې دوی دې جنګ ونه کړي نه به یې وای کړی، لیکن الله هغه څه کوي چې ویې غواړي. پس د ایمان هدایت کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل فضل او مهربانۍ سره، او ګمراه کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل عدل اوحکمت سره.

(254) ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او پېروي یې کړې ده د هغه د پېغمبر، ولګوئ ځینې له هغه څه څخه چې مونږ تاسو ته درکړي له مختلفو حلالو مالونو څخه، مخکې له دې چې د قیامت ورځ راشي، پر دغه مهال اخیستل خرڅول نشته چې له لارې یې انسان خپل ځان لپاره ګټه ترلاسه کړي، او نه ملګرتیا شته چې ګټه به ورکړي ده ته په دې سخت وخت کې او نه واسطه شته چې تاوان به ورڅخه لرې کړي اویا به ګټه ور ورسوي مګر که الله اجازه وکړي د هغه چا لپاره چې خوښه یې شي او ور څخه راضي وي، او همدا کافران ظالمان دي په رښتیا سره د دوی د کفر له امله چې په الله تعالی یې کفر کړی دی.

(255) الله هغه ذات دی چې نشته بل اله په حق سره د عبادت وړ، مګر همدا یوازې پرته له بل چا دی، ژوندی دی په بشپړ ژوند سره داسې بشپړ ژوند چې نه پکې مرګ شته اونه پکې کمی شته، قیوم ذات[په خپل قیام کې چا ته محتاج نه دی یا په بل عبارت د کاملې پاملرنې خاوند دی] چې په خپل ذات ولاړ او له ټولو مخلوقاتو بې پروا دی، او ټول مخلوق د ده په ساتنه اوتدبیر ولاړ دي چې له ده څخه په هېڅ حال هم بې پروا کېدلی نه شي، الله تعالی باندې پرکالي نه راځي او نه ورباندې خوب راځي، او یوازې ده لره هغه څه دي چې په آسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي، د هیچا په اختیار کې نشته چې د الله په دربار کې د چا لپاره سپارښتنه وکړي مګر پس د هغه له اجازې او خوښې څخه، او پوه دی الله په هغه تېر شوو کارونو د مخلوق چې واقع شوي، او په هغه کارونو چې په اینده کې راځي او تر اوسه نه دي واقع شوي، او مخلوق نه شي راګیرولای د الله تعالی د علم څخه هیڅ شی مګر هغه چې الله تعالی یې پخپله وغواړي او دوی ته د هغې اطلاع ورکړي، او راګیر کړی د ده څوکۍ -چې د الله د قدمونو ځای دی- اسمانونو او ځمکې لره سره د پراخوالي او لویوالي د دوی، او نه یې دی دروند کړی او نه یې په تکلیف کړی ساتنې د اسمانونو او ځمکې، او الله اوچت دی په اعتبار د ذات او د مرتبې او د غلبې سره او لوی دی پخپله پاچاهي کې.

(256) نشته زور کول پر هیچا د اسلام دین ته په راننوتلو؛ ځکه چې دا حق او څرګند دین دی، د دې په منلو کې چا باندې زور کولو ته اړتیا نشته، په تحقیق سره جدا شوی هدایت له ګمراهۍ څخه، پس هر هغه څوک چې له الله پرته هر معبود څخه انکار وکړي او ترې بېزاره شي او یوازې په الله کلک باور ولري، پس په تحقیق سره منګولې ولګولې ده د دین په کلکې رسۍ چې د قیامت په ورځ دخلاصون نه پرې کېدونکې وسیله ده، او الله تعالی د بندګانو د ویناوو اورېدونکی، او په کړنو پوه دی، او زر دی چې بدله به یې ورکړي.

(257) الله تعالی دوستي کوي له مؤمنانو سره، توفیق ورکوي او مرسته یې کوي، او د کفر او ناپوهۍ له تیارو څخه یې د ایمان او پوهې رڼا ته راوباسي، او هغه کسان چې کفر یې کړی د دوی دوستان باطله معبودان او مجسمې دي، چې دوی ته یې کفر ښایسته کړی دی، پس دوی یې د ایمان او پوهې له رڼا څخه د کفر او نا پوهۍ تیارې ته ویستې دي، همدوی د اور څښتنان دي، دوی به تل پکې وي.

(258) ای پیغمبره! آیا تا د هغه سرکښ د جرأت څخه زیات حېرانوونکی جرأت لېدلی چې د ابراهیم علیه السلام سره یې د الله تعالی د پالنې او یووالي په اړه جګړه کړې وه، او په تحقیق سره ده دا کار له دې کبله کړی و چې الله تعالی ده ته پاچاهي ورکړې وه نو سرکښه شوی و، او ابراهیم-علیه السلام-ورته دخپل رب صفتونه بیان کړي و په داسې حال کې چې ورته ویې ویل: زما رب هغه ذات دی چې ټول مخلوقات ژوندي کوي او مړه کوي یې، هغه سرکښ د عناد له کبله وویل: زه هم ژوندي کول او مړه کول کولای شم، پدې طریقه چې قتلوم هغه څوک چې زما خوښه شي اومعافي کوم هغه چا ته چې زما خوښه شې، نو ابراهیم -علیه السلام- ورته یو بل لوی دلیل وړاندې کړ او ورته یې وویل: بېشکه زه چې د چا عبادت کوم هغه خو هغه ذات دی چې لمر له ختیځ څخه راوړي، نو ته یې د لوېدیځ لخوا راوړه، نو نه وو دا سرکښ مګر دا چې حیران او بند شو، او د دلیل د قوت له امله مغلوب شو، او الله تعالی ظالمانو ته توفیق نه ورکوي چې پخپله لار یې روان کړي د دوی د ظلم او سرکښۍ له امله.

(259) او آیا تا لیدلی د هغه چا په شان څوک چې تېر شوی و په یو کلي چې رانړېدلي وو د هغې چتونه او وران شوي وو د هغې دیوالونه، او هلاک شوي وو د هغې اوسیدونکي، پس دغه کلی شړ او د ډار ځای ګرځیدلی و، وویل دغه سړي د حېرانتیا په ډول: څرنګه به الله را ژوندي کړي د دې کلي خلک پس له مرګه؟ نو مړ کړ الله تعالی ده لره سل کاله، او بیا یې راژوندی کړ، او پوښتنه یې ترې وکړه، او ورته یې وفرمایل: څومره زمانه ته مړ وې؟هغه په ځواب کې وویل: یوه ورځ او یا د ورځې یوه برخه، الله تعالی ورته وفرمایل: بلکه تا پوره سل کاله وخت تېر کړی، اوس وګوره هغه خوراک اوڅښاک ته دې چې تا سره وو، هغه دا دی په خپل حال پاتې دي هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی، سره له دې چې خوراک اوڅښاک ډیر زر بدلېږي، او دې مړ خر ته دې وګوره، دا هر څه چې مونږ وکړل د دې لپاره چې وګرځوو مونږ تا لره ښکاره نښه چې دلیل شې په قدرت د الله تعالی په راژوندي کولو د مړو، پس وګوره د خپل خر هډوکو ته چې ټوټه ټوته شوي او یو د بل څخه جدا شوي، چې څرنګه یې مونږ راپورته کوو او ځینی یې د ځینو نورو سره یو ځای کوو، او له دی څخه وروسته بیا غوښې ور اغوندو، او دویم ځل یې ژوندی کوو، هر کله یې چې دا هر څه په سترګو ولیدل اوحقیقت ورته په ډاګه شو، او د الله په قدرت پوه شو، ویې ویل په داسې حال کې چې اعتراف کوونکی و په دې: زه پوه شوم چې بیشکه الله تعالی په هر شي قدرت لري.

(260) یاده کړه ای پیغمبره دا خبره کله چې ویلي و ابراهیم -علیه السلام- ای زما ربه په سترګو را وښایه چې د مړو ژوندي کول څرنګه وي؟ الله تعالی ورته وفرمایل: آیا ته په دې کار باور نلرې؟ ابراهیم -علیه السلام- وفرمایل: ولې نه په تحقیق سره باور لرم، لیکن دزړه ډاډ پرې زیاتوم، الله تعالی ورته امر وکړ او ورته یې وویل: څلور مرغان ونیسه او ځان ته یې نږدې او ټوټه ټوټه یې کړه، او بیا یې پر شاوخوا غرونو ټوټې کیږده، بیا ورته آواز وکړه، را به شي تا ته په تېزه منډه په داسې حال کې چې بېرته به ژوندي شوي وي. او پوه شه ای ابراهیمه چې بیشکه الله تعالی زورور دی پخپله پاچاهۍ کې او حکمت والا دی پخپل کار، او پخپله شرعه، او پخپل مخلوق کې.

(261) د هغو مومنانو د ثواب مثال چې خپل مالونه د الله په لار کې لګوي د هغه دانې په شان دی چې دهقان یې په یوه حاصل خیزه ځمکه کې واچوي او هغه اوه وږي راشنه کړي، او په هر وږي کې سل دانې وي، او الله تعالی زیاتوي ثوابونه چاته یې چې خوښه شي د خپلو بنده ګانو څخه، نو ورکوي هغوي ته اجرونه بی حسابه، او پراخه ده ورکړه او فضل د الله، او پوه دی په هغه چا چې هغه مستحق د زیاتوالي دی.

(262) هغه کسان چې لګوي خپل مالونه د الله په طاعت او رضا کې او بیا د هغه لګول شوي مال پسې هغه څه نه کوي چې دده ثواب بربادوي په وینا او کړنې سره، د داسې خلکو لپاره به ثواب وي د دوی د رب په نزد، او نه به وي ویره پر دوی په راتلونکې کې او نه به غمجن شي په هغه څه پسې چې مخکې تیر شوي، ځکه چې په لویو نعمتونو کې به وي.

(263) عزتمنده وینا چې د يو مومن زړه ته خوشحالي بخښي، او هغه چا ته بخښنه کول چې له تا سره یې بد کړې وي غوره دي له هغه خیرات څخه چې ورپسې ځورونه وي په زبان سره په هغه چا چې خیرات ورکوې، او الله بې پروا دی له خپلو بنده ګانو څخه، او صبرناک دی سمدلاسه چا ته سزا نه ورکوي.

(264) ای هغه کسانو چې په الله مو ایمان راوړی او د هغه د پېغمبر پېروي مو کړې ده، د خپلو خیراتونو ثواب په خیرات خورو باندې په احسان كولو مه بربادوئ او مه یې ځوروئ، د داسې کار کوونکو خلکو مثال د هغه چا په شان دی چې خپل مال دې لپاره لګوي چې خلک یې وویني او صفت یې وکړي، په داسې حال کې چې دې په الله او د قیامت په ورځ هم کافر دی، او د دې ورځې له ثواب او سزا هم منکر دی، نو د داسې کس مثال د ښویه ډبرې په شان دی چې خاوره پرې پرته وي، نو دې ډبرې ته ډېر باران ورسي او خاوره ترې یوسې او ښویه یې پرېږدي چې هېڅ پرې نه وي، نو همدا راز ریا کاران هم دي چې ثواب د کړنو او خیراتونو یې ځي، او د الله تعالی سره یې هېڅ نه پاتې کېږي، او الله تعالی کافرانو ته د هغه څه لارښوونه نه کوي چې دی پرې راضي کېږي او دوی ته د دوی په کړنو او خیراتونو کې ګټه ورسوي.

(265) مثال د هغو مومنانو چې مالونه د الله د رضا په خاطر لګوي، او ځانونه یې ډاډمن دي د الله تعالی په ژمنو او مجبور شوي نه دي، د هغه باغ په شان دي چې په یو لوړ پاک ځای وي، وررسیږي هغې ته ډیر باران، او څو چنده میوه وکړي، او که ډیر باران ورته ونه رسیږي نو لږ هم ورته کفایت کوي ځکه چې ځمکه یې حاصل خیزه ده، همدا راز د اخلاص څښتنانو خیراتونه الله قبلوي او څو چنده بدله ورکوي اګر که خیرات لږ هم وي، الله د هغه څه چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، د اخلاص لرونکو اوریا کوونکو حال له هغه څخه پټ ندی، او زر دی چې هر یو ته به د هغه سره وړ بدله ورکړي.

(266) آیا ستاسو کوم یو دا خوښوئ چې د ده یو باغ وي او په هغه کې کجورې او انګور وي او خوږې اوبه پکې بهیږي، او د ده لپاره په دې کې هر ډول پاکې میوې وي، په دې کې دې سړي باندې بوډاوالی راشي نو بوډا شي چې هېڅ کار او کسب نه شي کولای او واړه کمزوري بچیان هم لري چې د کار کولو توان نلري، نو په داسی وخت کې په دې باغ سخته سیلۍ راشي چې سخت اور پکې وي، نو ټول باغ وسېزي، په داسی حال کې چې دا سړی خورا زیات حاجتمند وي دې ته، ځکه چې بوډا دی او کمزوري بچي لري؟! پس هغه څوک چې د ریا کارۍ لپاره خیراتونه کوي همداسې مثال د دی سړي هم دی، د قیامت په ورځ به الله ته راشي له نیکیو پرته، پداسی وخت کې چې دا به خورا زیات حاجتمند وي دیوې نیکۍ،.د دې بیان په شان بیانونه کوي الله تعالی تاسو ته ستاسو په ګټه ددی لپاره چې تاسو پکې فکر وکړئ.

(267) ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او پېروي مو کړې د هغه د پېغمبر، ولګوئ له هغه حلال او پاک مال څخه چې ګټلی مو دی، او له هغه څخه چې مونږ درته د زمکې له نباتاتو څخه را ایستلي دي، او بې کارو او بدو مالونو ته قصد مه کوئ چې خیرات یې کړئ، او که چېرې تاسو ته درکړل شي نو نه یې اخلئ مګر که مو سترګې ورته پټې کړې وي په نا راضګۍ سره یې اخلئ له بې کاره کېدو له امله، نو څرنګه تاسو الله تعالی په هغه څه راضي کوئ چې خپله پرې نه راضي کېږئ؟ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی بې پروا دی ستاسو له خېراتونو څخه، ستایل شوی دی په خپل ذات او کارونو کې.

(268) او شیطان تاسو له نیستۍ ویروي، او بخیل توب ته مو هڅوي، او ګناهونو او نافرمانیو کولو ته مو رابلي، او الله تعالی ژمنه کوي تاسو سره ستاسو د ګناهونو د لویې بخښنې، او پراخه روزۍ، او الله د پراخه فضل والا دی، او د بندګانو په احوالو پوه دی.

(269) ورکوي الله تعالی توفیق دخو ویناوو او ښو کړنو چا ته یې چې خوښه شي د بنده ګانو خپلو څخه، او چا ته چې دا نعمت حاصل شو په تحقیق سره ده ته ډیر خیر ورکړای شو،او پند نه اخلي د الله په ایاتونو پرته د پوره عقلونو له خاوندانو څخه هغه عقلونه چې د ده په نور روښانه کېږي او د ده په لارښوونه لار مومي.

(270) هغه څه چې تاسو یې د الله د رضا لپاره خرڅ کوئ که لږ وي یا ډیر، او یا یو طاعت د الله لپاره پر ځان لازموئ چې په هغه مکلف نه یاست؛ پس بیشکه الله تعالی په دې ټولو پوه دی، د الله تعالی سره هیڅ شی نه ضایع کیږي، او زر دی چې الله تعالی به تاسو ته د دې لویه بدله درکړي، اونه به وي د ظالمانو لپاره مرستیالان چې منع کوونکي وي واجبو صدقو لره او زیاتی کوونکي وي د الله دحدودو څخه، تر څو لرې کړي له دوی څخه دقیامت د ورځې عذاب.

(271) که چېرې تاسو ښکاره ورکوئ هغه مالونه چې خیرات کوئ یې نو ډیره ښه صدقه ده، او که پټ یې ورکوئ فقیرانو ته نو دا له ښکاره کولو څخه ډیر ښه دی؛ ځکه چې اخلاص خورا نږدې دی. او د اخلاص کوونکو خیراتونه د هغوی دګناهونو لپاره پرده او بخښنه ده، او الله تعالی پر هغه څه چې تاسو یې کوئ خبردار دی، پس ستاسو له احوالو څخه په هغه هیڅ شی پټ پاتی نه دی.

(272) نه دي لازم په تا ای پیغمبره حق قبلول او غاړه ایښودل د دوی حق ته او دوی حق ته مجبورول، بلکه پر تا لازم ده چې حق ته یې لارښونه وکړې او ور ويې پېژنې، ځکه د حق او هدایت وس یوازې د الله په لاس کې دی، او هماغه لارښونه کوي چا ته چې وغواړي، او د خیر هغه څه چې تاسو يې خرڅ کوئ نو ګټه یې تاسو ته رسي؛ ځکه الله تعالی ترې بې پروا دی، نو ستاسو خرڅ دې یوازې د الله لپاره شي. نو حقیقي مؤمنان خرڅ نه کوي مګر د الله د رضا لپاره، او د خیر هغه څه چې تاسو یې خرڅ کوئ که لږ وي او که ډېر نو تاسو ته به یې بشپړ ثواب درکول شي، ځکه الله تعالی په هیچا ظلم نه کوي.

(273) دا خیراتونه د هغو فقیرانو لپاره وګرځوئ چې د الله په لار کې د جهاد له کبله د سفر او روزۍ ګټلو څخه بند شوي وي، د دوی په حال نا خبره خلک به پرې د شتمنو ګومان کوي له دې کبله چې دوی سوال نه کوي، او پېژني به یې هغه خلک چې د دوی پر نښانونو خبر وي، چې د دوی په ځانونو او کالیو به د نیستۍ ښکاره نښې وي، او د دوی له صفتونو څخه دا دي چې دوی د نورو نیستمنو په څېر نه دي کوم چې د خلکو پسې نښتي سوال کوي، او هغه مال یا نور څه چې تاسو خرڅ کوئ نو الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو ته به یې لویه بدله درکړي.

(274) هغه کسان چې خپل مالونه شپه او ورځ د الله تعالی د رضا لپاره لګوي، په پټه او ښکاره بې له ځان ښوونې او اورونې، نو دوی لره د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ د دوی ثواب دی، او نه به پر دوی ډار وي په را روانو کارونو کې، او نه به غمجن شي په هغه څه چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوې دي، دا پر دوی د الله تعالی فضل او نعمت دی.

(275) هغه کسان چې سودي معامله کوي او اخلي يې، هغوی به د قيامت په ورځ له قبرونو يې داسې پورته کيږي لکه شیطان چې لمس کړي وي، له قبره به يې پورته کيږي داسې ګډوډ به ځي لکه سرګزنی چې وي په ولاړېدو او لوېدو کې به ګډوډ کيږي، ځکه چې هغوی سود روا ګڼلی وو، هغوی د سود او هغې سودا ترمنځ توپیر ونه کړ چې الله روا کړې وه، هغوی ويل: سودا خو په رواوالي کې لکه سود داسې ده، ځکه هر يو د مال د زياتوالي او ډېروالي لامل کيږي، الله پر هغوی رد وکړ، قياس يې ور باطل کړ، درواغجن يې وبلل او دا خبره يې بيان کړه چې الله تعالی سودا روا کړې ده، ځکه په هغې کې عام او خاص ګټه ده او سود يې ناروا کړی دی، ځکه په هغه کې ظلم او له بدلې پرته په ناحقه د خلکو مالونه خوړل دي؛ نو چاته چې يې د پالونکي له لوري نصيحت راغی چې په هغو کې له سود څخه منع او وېرول و، هغه ترې منع شو او الله ته يې ترې توبه واېستله؛ نو هغه لره هغه سود دی چې مخکې يې اخېستی دی او د هغو په اړه پرې کومه ګناه نشته او په راتلونکي کې به يې معامله له الله سره وي، او څوک چې بيا سود اخېستلو ته ور وګرځېدلو وروسته له دې چې د الله له لوري نهي ورته ورسېدله او حجت پرې قائم شو؛ نو هغه اور ته د ننوتلو او په هغه کې د تلپاتې کېدو وړ دی او له دغه تلپاتې کېدو څخه موخه داده چې سود خوړونکی سود روا وګڼي او يا ورڅخه موخه زيات پاتې کېدل دي، ځکه تل پاتې کېدل يوازې د کافرانو لپاره دي، د توحيد والا په دوزخ کې تل نه پاتېږي.

(276) سودي شتمنۍ الله تعالی تباه کوي او له منځه یې وړي، یا په حسي ډول سره چې برباد شي او داسې نور، او یا په معنوي ډول چې برکت ترې وباسي، او خیراتونه زیاتوي او وده ورکوي په څو چنده ثواب سره، ځکه نېکي د لس چنده څخه تر اوه سوه چنده تر دې هم زیات چنده زیاتېږي، او د خیرات ورکوونکو په شتمنیو کې برکت اچوي، او الله تعالی هر سر کښه کافر، د سود روا بلونکی، په ګناهونو کې ننوتونکی نه خوښوي.

(277) بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او د پېغمبر پېروي یې کړې، او نېکې کړنې یې کړي دي، او لمونځ یې بشپړ ادا کړی څرنګه چې الله روا کړی، او د خپلو شتمنیو زکات یې وړ کسانو ته ورکړی؛ دوی لپاره د دوی د رب سره ثواب دی، او په راتلونکو کارونو کې پر دوی وېره نشته او نه به په دنیا او دهغې نعمتونو چې ترې پاتې شوي خپه شي.

(278) ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی او د هغه د پېغمبر پېروي یې کړې، د الله څخه ووېرېږئ چې اوامر یې ومنئ او نواهي څخه یې ځانونه وژغورئ، او د هغه شتمنیو غوښتنه پرېږدئ کوم چې له تاسو د سودي مالونو څخه خلکو سره پاتې شوې دي، که چېرې تاسو په الله ریښتیني ایمان لرونکي یاست او په هغه څه چې تاسو یې د کوم سود څخه منع کړي یاست.

(279) او که چېرې هغه څه مو ونکړل چې تاسو ته یې امر شوی و نو پوه شئ او د الله او د هغه د رسول لخوا د جنګ باور ولرئ، او که چېرې مو الله تعالی ته توبه وویستله او سود مو پرېښود نو ستاسو حق هماغه اندازه دی کوم رأس مال چې تاسو په پور ورکړی دی له مالونو ستاسو څخه، تاسو به له هیچا سره په زیات مال اخیستلو ظلم نه کوئ او نه به تاسو سره د مال په کمولو ظلم کېږي.

(280) او که چېرې هغه څوک چې تاسو ترې خپل پور غواړئ تنګ لاسی وي چې د پور خلاصولو لپاره څه ونلري، نو تر هغه مهال یې وروسته کړئ چې شتمنۍ ورته آسانه شي، او د پور خلاصولو لپاره څه ومومي، او که تاسو پرې د پور نه غوښتلو او یا یوه حصه کمولو خیرات وکړئ، نو دا درته لا غوره ده که چېرې تاسو د الله تعالی سره د دې په فضل وپوهېږئ.

(281) ووېرېږئ د هغې ورځې له عذاب څخه چې تاسو ټول به پکې الله تعالی ته ورګرځئ، او د هغه پر وړاندې به ودرېږئ، بیا به هر نفس ته د هغه د کړنې که ښه وي او که بده وي بدله ورکول کېږي، ظلم به ورسره نه کېږي چې د نیکیو ثواب یې کم شي، او نه به ورسره د ګناهونو په بدل کې د سزا زیاتوالی وشي.

(282) ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی او د هغه د پېغمبر پېروي مو کړې، کله چې راکړه ورکړه په پور سره کوئ، دا چې ځینې ستاسو ځینو نورو ته تر یوې ټاکلې مودې پورې پور ورکړي نو ویې لیکئ، او لیکل دې وکړي ستاسو تر منځ یو لیکونکې په حقه او انصاف سره، چې د شریعت سره سم وي، او لیکونکی دې انکار نه کوي د پور د لیکلو څخه چې سم وي د هغه څه سره چې الله تعالی ده ته کوم لیکل ور ښوولي دي په انصاف سره، پس ودې لیکې هغه څه چې وایې یې ورته هغه څوک چې په هغه حق دی، د دې لپاره چې لیکل اقرار شي دده، او ودې ویریږې د الله څخه چې رب دده دی، او د پور څخه دې نه په اندازه او نه په نوعیت او کیفیت (څرنګوالی) کې څه کموي، که چیرې هغه کس پر چا چې حق وي درست تصرف نه شي کولای، او یا کمزوری وی د وړوکتوب او یا لیونتوب له کبله، او یا د ګونګوالي له کبله املاء (بیان) نه شي کولای او یا داسې نور څه وي، نو بیا دې د ده پر ځای د ده ولي بیان وکړي هغه چې مسؤول دی په حق او انصاف سره، او ولټوئ ګواهي د دوو عقلمندو عادلانو نارینه و، که دوه نارینه ونه موندل شول بیا یو سړی او دوه ښځې په ګواهۍ ونیسئ چې له دیندارۍ او امانتدارۍ یې تاسو خوښ یاست، دې لپاره چې که یوه ښځه یې له یاده وباسي نو بله به یې ور په یاد کړي، او ګواهان دې د ګواهۍ ورکولو څخه نه په شا کېږي کله چې له دوی څخه د پور په اړه ګواهي ورکول وغوښتل شي، او په دوی ګواهي ورکول لازم دي کله چې دوی ورته را وبلل شي، او ستړې دې نه کړي تاسو لره لیکل د پور که لږ وي یا ډیر وي تر ټاکلې نېټې پورې، دا پور د الله تعالی په شریعت کې د انصاف کار دی، او کامل حجت دی د ګواهۍ په ورکولو کې، او خورا زیات نږدې دی د شک له مینځه وړلو کې د نوعیت او اندازې او نیټې له اړخه، مګر که وي یو تعامل په مینځ ستاسو کې په یو سوداګرئ په داسې حال کې چې پیسې او سامان دواړه حاضر وي؛ په دغه وخت کې که تاسو لیکل ونه کړئ نو پر تاسو څه ګناه نشته ځکه چې ضرورت د لیکلو نشته، اوجائز کړي الله تعالی ستاسو لپاره ګواهان نیول د دې لپاره چې د اختلاف لاملونه رامنځته نه شي، او جائز ندي ځورول د لیکونکو او ګواهانو، او ګواهانو او لیکونکو ته هم روا ندی چې وځوروي هغه څوک چې ور څخه دلیکلو او یا ګواهۍ ورکولو غوښتنه کوي، او که چیرې واقع شو ستاسو څخه ځورول، نو یقینا دا ځورول د الله د فرمانبردارۍ څخه نافرمانۍ ته وتل دي، نو ای مومنانو! د الله څخه وویریږئ- په منلو د هغه د اوامرو، او په ځان ساتلو د هغه دنواهیوڅخه، او ښوونه کوي الله تاسې ته د هغه څه چې په هغې کې ستاسو د دنیا او اخرت پیاوړتیا ده، او الله تعالی په هر شي پوه دی او هیڅ شی له هغه پټ پاتې نه دی.

(283) او که تاسو مسافر وئ او لیکونکی مو نه موند چې د پور وثیقه (سند) درته ولیکي، نو بس دی چې پر چا پور وي چې هغه ګاڼه(یو شی ګرو) ورکړي د پور خاوند ته، چې د ده د حق ضمانت وي، تر دې چې پوروړی خپل پور پرې کړي، که چېرې یو پر بل باور درلود نو نه لیکل لازم دي، نه ګواهان او نه ګاڼه، او پداسې حال کې به پور د پوروړي په ذمه امانت وي چې د پور خاوند ته به یې ورکول ورباندې واجب وي، او دی باید د الله تعالی څخه د دې امانت په اړه وډار شي، او د هېڅ شي انکار ترې ونکړي، که چېرې انکار یې وکړ نو چا چې دې معامله کې شتون درلود هغه باید ګواهي ورکړي، او ګواهي پټول روا نه دي، او چا چې پټه کړه نو د هغه زړه بد کاره شو، او الله تعالی ستاسو په کړنو پوه دی، هېڅ ترې نه پټېږي، او زر دی چې تاسو ته به د خپلو اعمالو بدله درکړي.

(284) یوازې الله تعالی لره د هغه څه چې په اسمانو او ځمکه کې دي پېدایښت، ملکیت او تدبیر دی، او که چېرې تاسو ښکاره کړئ هغه څه چې ستاسو په زړونو کې دي او یا یې پټ کړئ الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو سره به پرې حساب وکړي، پس لدې وروسته که چا ته یې خوښه شوه په خپل فضل او رحمت به یې وبخښي، او چاته یې چې خوښه شوه په خپل عدل او حکمت به عذاب ورکړي، او الله تعالی په هر څه قادر دی.

(285) پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په ټولو هغو څه چې د الله تعالی لخوا ده ته نازل شوي باور کړی، او مومنانو همدا راز، ټولو په ګډه په الله ایمان راوړی، او په ټولو ملایکو یې هم ایمان راوړی، او په ټولو هغو کتابونو یې ایمان راوړی چې په پېغمبرانو یې نازل کړي، او په ټولو هغو پېغمبرانو یې ایمان راوړی چې رالېږلې یې دي، ایمان یې راوړی په داسې حال کې چې وایي: مونږ د الله تعالی د هېڅ یو استازي تر منځ توپير نه کوو، او وایي: مونږ هغه څه واوریدل چې تا پرې مونږ ته امر کړی او مونږ دې ترې منع کړې یو، مونږ ستا تابعداري کړې په کولو د هغه څه چې تا پرې امر کړی او په پرېښودلو د هغه څخه چې تا ترې منع کړې یو، او مونږ له تا غواړو چې مونږ ته بخښنه وکړې ای زمونږ ربه، پس زمونږ ستنیدل یوازې ستا په لور دي په ټولو کارونو کې.

(286) الله تعالی هیڅوک نه مکلف کوي مګر په هغومره کړنو چې وس یې لري؛ ځکه چې د الله دین په اسانتیا ولاړ دی، سختي پکې نشته، پس چا چې د خیر کار وکړ ده لره د خپل عمل نیکه بدله ده، هېڅ هم ترې نه کمېږي، او چا چې بد کار وکړ ده لره د خپل بد عمل او ګناه سزا ده، بل څوک یې ترېنه نشي بارولی، او پېغمبر او مومنان وایي: ای زمونږ ربه! مونږ ته سزا مه راکوه که چېرې له مونږ څخه څه هېر شو او یا تېروتلو په کړنه یا وینا کې بې له قصده، ای ربه زمونږ! مونږ مه مکلف کوه په هغه څه چې پر مونږ درانده تمامېږي او مونږ یې وس نلرو، لکه چې تا مکلف کړي و له مونږ څخه مخکې خلک، کومو ته چې تا د هغوی د ظلم له کبله سزا ورکړې وه لکه یهود، او مه باروه پر مونږ هغه اوامر او نواهي چې مونږ ته سخت وي او وس یې نلرو، او زمونږ د ګناهونو څخه راته تېر شه، او مونږ وبخښه، او په خپل فضل سره پر مونږ رحم وکړه، ته زمونږ دوست (واکدار) او مرستندوی یې، پس مرسته مو وکړه او بری راکړه په کافر قوم باندې.