(1) (طه) د دې په شان حروفو باندې بحث د سورت بقرې په اول کې تیر شوی.
(2) مونږ قرآن کریم په تا باندې نه دی نازل کړی -ای پېغمبره- د دې لپاره چې دا ستا د مشقت سبب شي د وجې د غم كولو نه په مخ اړولو ستا د قوم په تا باندې د ایمان راوړلو نه.
(3) مونږ نه دی نازل کړی دا مګر د دې لپاره چې شي نصیحت د هغه چا لپاره چې الله تعالی ورته د خپل ځان نه د ویرې کولو توفیق ورکړی.
(4) نازل کړی دې لره الله تعالی هغه ذات چې پیدا کړې یې ده ځمکه، او پيداکړي يې دي اسمانونه اوچت، نو پس دا لوی قرآن دی؛ ځکه چې دا د لوی ذات له طرفه نازل شوی.
(5) رحمان ذات په عرش باندې اوچت شوی په داسې اوچتېدلو سره چې د هغه د لويي او ذات سره مناسب وي.
(6) خاص یوازې هغه پاک ذات لره دي ټول هغه څه چې په اسمانونو کې دي او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي او هغه مخلوقات چې د خاورو لاندې دي، دا ټول الله تعالی پیداکړي او هغه یې مالک او کار ساز دی.
(7) او که ښکاره کړې -ای پېغمبره- ته وینا خپلې لره، او که پټه یې کړې نو بېشکه هغه پاک ذات په دغو ټولو پوهیږي، نو پس هغه عالم دی په پټو شیانو او په هغه څه چې هغه ډیر پټ دي لکه د زړه خبرې، په هغه باندې د دې څخه هیڅ شي هم پټ نشي پاتې کیدلی.
(8) الله تعالی دی نشته حقدار د بندګۍ پرته له هغه نه، یواځې هغه لره دي نومونه رسیدونکي کمال ته په ښایست کې.
(9) او یقینا راغلی تاته -ای پېغمبره- خبر د موسی بن عمران -علیه السلام-.
(10) کله چې یې په خپل سفر کې اور ولیده، نو خپلې کور والا ته ئې وویل: تاسې په خپل دې ځای کې پاتی شئ، یقینا ما اور ولیده کیدای شي زه تاسې ته د دې اور نه یو لیتکی راوړم، او یا به بیاموم داسې څوک چې ما ته لار راوښايي.
(11) پس هر کله چې د اور خوا ته راغی الله تعالی ورته داسې اواز وکړ: ای موسی!
(12) یقینا زه ستا رب یم نو وباسه خپلې څپلۍ لپاره د تیاري زما خاص خبرو ته، یقینا ته په پاکه دره د (طوی) کې ئې.
(13) او ته ما غوره کړی ئې -ای موسی- زما د پېغام رسولو لپاره، نو زه چې تا ته کومه وحې کوم هغې ته غوږ کیږده.
(14) یقینا زه الله تعالی یم نشته حقدار د بندګۍ زما نه پغېر، نو یواځې زما بندګي وکړه، او لمونځ په پوره توګه سره ادا کړه د دې لپاره چې ما پکې یاد کړې.
(15) یقینا قیامت راتلونکی دی خامخا او واقع کیدونکی دی، نږدی ده چې زه پټ کړم دې لره نو د دې د قاېمېدلو وخت هیڅ مخلوق نه پیژني، خو لیکن د دې علامې پیژني ځکه چې پېغمبر دوی په دې باندې خبر کړي؛ هر یو نفس ته به د هغه په عمل بدله ورکیدلی شي، که خیر وي او که شر.
(16) نو تا دې وانه ړوي د تصدیق کولو نه په قیامت باندې- او هغه ته د تیاري کولو نه په نیک عمل سره - هغه څوک چې ایمان پرې نه راوړي د کافرانو څخه، او تابعداري یې کړې د هغو کارونو چې د دې نفس غوښتلي د محرماتو څخه، نو پس د دې په وجه به ته هم هلاک شې.
(17) او څه دی هغه شی چې ستا په ښي لاس کې دی ستا سره ای موسی؟
(18) موسی-علیه السلام- وفرمایل: دا زما امسا ده؛ په تللو کې په دې باندې تکیه کوم، او راڅنډم په دې سره ونې د دې لپاره چې پاڼې یې زما ګډو ته راوغورځيږي، او زما لپاره په دې کې د دې نه په غیر نورې فایدې هم شته.
(19) الله تعالی وفرمایل: وغورځوه دې لره ای موسی.
(20) نو موسی هغه وغورځوله، پس ناڅاپه هغه بدل شوه په مار باندې چې په تیزۍ سره سپکه روانه وه.
(21) الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وویل: امسا دې ونېسه، او مه ویریږه د هغې د بدلېدلو نه په مار باندې، کله چې یې ته راواخلې مونږ به ئې بیرته خپل لومړڼي حالت ته راوګرځوو.
(22) او پیوست کړه لاس خپل ګریوان ته راوبه وځي تک سپين پغیر د برګي مرض نه؛ دا ستا لپاره دویمه معجزه ده.
(23) مونږ تا ته دا دوه نښې دروښودلې د دې لپاره چې وښایو مونږ تا ته -ای موسی- زمونږ د لویو لویو نښو نه هغه چې دلالت کوونکي دي زمونږ په قدرت باندې، او په دې خبره چې بیشکه ته د الله تعالی له طرفه پیغمبر ئې.
(24) لاړ شه -ای موسی- فرعون ته، بېشکه هغه د حد نه وتلې په کفر او سرکشۍ کې په الله تعالی باندې.
(25) وویل موسی -علیه السلام-: ای ربه زما! پرانېځه زما سینه د مصیبتونو برداشت کولو ته.
(26) او اسان کړه ما ته کار د دعوت او تبلیغ زما.
(27) او ما لره طاقت راکړه د فصېح او واضحه خبرو کولو.
(28) د دې لپاره چې پوهه شي زما په خبرو کله چې ورته زه ستا پېغام ورسوم.
(29) او وګرځوه ما لره مرستیال زما د کورنۍ نه چې ما سره زما په چارو کې مرسته کوي.
(30) هارون بن عمران چې زما ورور دی.
(31) مضبوطه کړه په دې سره ملا زما.
(32) او شرېک کړه دغه زما سره په پېغمبرۍ کې.
(33) د دې لپاره چې مونږ تسبېح ووایو ستا تسبېح ډیره.
(34) او یاد کړو تا لره مونږ په ډیرو یادولو سره.
(35) بېشکه ته مونږ لره وینې، په تا باندې زمونږ د کار نه هیڅ شی هم پټ پاتي نه دی.
(36) الله تعالی وفرماېل: بېشکه مونږ درکړي تا ته هغه څه چې تا غوښتلي ای موسی.
(37) او یقېنا مونږ انعام کړی په تا باندې بل ځل.
(38) کله چې الهام وکړو مونږ ستا مور ته هغه څه چې مونږ ورته الهام کاوه د هغې طرېقې نه چې الله تعالی پرې ته د فرعون د چل او فرېب نه وساتلې.
(39) نو یقینا مونږ ورته امر کړی و کله چې ورته مونږ الهام کاوه: چې وغورځوه دې لره وروسته د پیدایښت د هغه نه په صندوق کې، او وغورځوه دا صندوق په دریاب کې، نو وبه غورځوي یې دریاب په غاړه زمونږ په امر، نو راوبه نیسې دې لره دښمن زما او دښمن د هغه، او هغه فرعون دی، او اچولې ما په تا باندې مینه او محبت زما له طرفه، نو خلکو تا سره مېنه پیداکړه، او د دې لپاره چې ستا پالنه زما د سترګو په وړاندې وشي او زما په حفاظت کې وشي.
(40) کله چې ووتله خور ستا روانه وه په کوم طرف چې صندوق روان و څاره یې دا صندوق، نو وئې ویل هغه چا ته چې دا صندوق یې ونېوه: آیا زه نه درښایم تاسې ته داسې څوک چې وبه ساتي دې لره او شیدې به ورکوي او پالنه به یې کوي؟ نو مونږ په تا باندې احسان وکړو چې ته مو خپلې مور ته بېرته راوګرځولې د دې لپاره چې هغه ستا په بېرته راګرځېدلو باندې خوشحاله شي، او ستا د وجې خفه نشي، او وواژه تا هغه قبطي چې تا په سوک وواهه، نو مونږ په تا باندې احسان وکړ چې ته مو د سزا نه بچ کړې، او ته مونږ بچ کړې څو څو وارې د هر قسم امتحان نه چې ته ورسره مخامخ شوی وې، پس ته ووتلې او د مدین والاو سره دې څو کاله تیر کړل، بیا ته راغلې په هغه وخت کې چې ستا لپاره لېکل شوي وو چې ته پکې راشې د دې لپاره چې ستا سره خبرې وشي ای موسی.
(41) او غوره کړی ئې ته ما د دې لپاره چې ته زما لپاره استازی (پېغمبر) شې، رسوي به خلکو ته هغه وحې چې ما تاته کړې.
(42) لاړ شه ته -ای موسی- او ورور ستا هارون، زمونږ په معجزاتو هغه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په قدرت او یووالي د هغه، او تاسې کمزوري مه کوئ زما طرف ته په دعوت کولو کې، او زما په ذکر کولو (یادولو) کې.
(43) لاړ شئ تاسې دواړه فرعون ته، بېشکه هغه د حد نه وتلی په کفر او سرکشۍ کې په الله تعالی باندې.
(44) نو ووایئ هغه ته وینا نرمه چې سختي پکې نه وي؛ شاید چې پند واخلي، او د الله تعالی څخه وویریږي نو توبه به وباسي.
(45) موسی او هارون -علیهما السلام- وویل: بېشکه مونږ ویریږو د دې نه چې تلوار به وکړي په سزا کې مخکې د پوره کیدو د دعوت د هغه نه، او یا به د حد نه ووځي په مونږ باندې په ظلم کولو کې په وژلو او یا بل قسم ظلم سره.
(46) ویې وییل: تاسې مه ویریږئ؛ یقینا زه ستاسې سره یم په مرسته او تایید کولو کې، اورم او وینم هغه څه چې ستاسو ترمنځ کیږي.
(47) نو ورشئ تاسې دواړه هغه ته نو ورته ووایئ: یقینا مونږ رسولان (استازي) یو ستا د رب -ای فرعونه- نو ولېږه زمونږ سره بني اسرایېل، او دوی ته سزا مه ورکوه په وژلو د ځامنو د دوی، او په بې حیا کولو د زنانو د دوی، یقینا مونږ راغلي یو تا ته په دلېل سره ستا د رب له طرفه زمونږ په ریښتنولۍ، او سلامتي ده له عذاب د الله تعالی نه هغه چا ته چې ایمان یې راوړی، او د الله تعالی د هدایت پیروي یې کړې.
(48) بېشکه مونږ ته الله تعالی وحې کړې چې یقینا په دنیا او آخرت کې به عذاب په هغه چا وي چې نسبت د دروغو یې کړی د الله تعالی آیتونو ته، او مخ یې اړولی د هغه څه نه چې پېغمبرانو پرې راتلل کړي.
(49) فرعون وویل په داسې حال کې چې منکر و د هغې وحې نه چې دې دواړو پرې راتلل کړي و: نو څوک دی رب ستاسې هغه چې تاسې ګومان کوئ چې هغه تاسې ما ته رالیږلي یاستئ ای موسی؟.
(50) وویل موسی: رب زمونږ هغه ذات دی چې ورکړی ئې دی هر یو شي ته د هغه مناسب صورت او شکل، بیا یې ښودنه کړې مخلوقاتو ته چې د څه لپاره یې پیدا کړي دي.
(51) فرعون وویل: نو څه دی حال د پخوانیو امتونو کوم چې په کفر باندې وو؟.
(52) موسی -علیه السلام- فرعون ته وویل: علم د هغو حالاتو چې دغه امتونه پرې وو زما د رب سره دی، لیکل شوی په لوح محفوظ کې، نه خطا کیږي رب زما د دوی په علم کې، او نه هیروي هغه څه چې یاد کړي یې دي د دوی نه.
(53) زما د هغه رب سره چې ګرځولې ئې ده تاسې لره ځمکه همواره د اوسېدلو لپاره، او جوړې کړې یې دي تاسې لره په دې کې لارې برابرې د تګ لپاره په هغوی باندې، او راورولي یې دي د بره نه اوبه د باران، پس راوباسو مونږ په دې اوبو سره بېلا بېل ډولونه د بوټو.
(54) خورئ -ای خلکو- د هغه څه نه چې راویستلي مونږ تاسې لره د پاکو شیانو نه، او څروئ په دې کې خپل څاروي، بېشکه په دې ذکر شویو نعمتونو کې خامخا دلیلونه دی د الله تعالی په قدرت او یووالي باندې د عقلونو والاو لره.
(55) د زمکې د خاورې نه مونږ ستاسې پلار آدم -علیه السلام- پیداکړی، او په دې کې به بېرته تاسې ورګرځوو په خښولو سره کله چې مړه شئ، او د دې نه به مو بېرته راوباسو بل کرت د دویم ځل زندګۍ لپاره د قیامت په ورځ.
(56) او یقینا مونږ ورښودلې فرعون ته زمونږ نهه معجزات ټول، نو هغه دروغ وګڼلې دا ټولې، او بند شو د قبلولو د ایمان نه په الله تعالی باندې.
(57) فرعون وویل: ایا ته مونږ ته راغلی ئې د دې لپاره چې وباسې مونږ د مصر نه د هغه جادو په وجه چې تا پرې راتلل کړي -ای موسی- د دې لپاره چې پاتي شي تاته پادشاهي د مصر؟.
(58) نو خامخا رابه وړو مونږ تاته -ای موسی- جادو ستا د جادو په شان، نو مقرر کړه زمونږ او ستا ترمنځ یوه نیټه په معلوم وخت کې او معلوم ځای کې، چې نه به وروسته کیږو مونږ د هغې نه او ته به هم د هغې نیټې څخه نه وروسته کیږې، او دا ځای باید د دواړو ترمنځ وي او هموار هم وي.
(59) موسی -علیه السلام- فرعون ته وویل: وعده زمونږ او ستاسې ترمنځ د اختر ورځ شوه په کوم وخت کې چې خلک راجمع کیږي او خپل اختر (جشن) لمانځي د څاښت په وخت کې.
(60) نو شا کړه فرعون او وګرځېده، او خپل چلونه او فریبونه یې راټول کړل، بیا راغې په هغه مقرر وخت کې مقرر ځای ته لپاره د غلبې حاصلولو (لپاره د مقابلې).
(61) موسی -علیه السلام- د فرعون جادوګرانو ته د نصیحت په ډول وویل: ځان وساتئ، په الله تعالی باندې دروغ مه جوړوئ د هغه جادو په وجه چې تاسې پرې خلک دوکه کوئ ګنې نو هغه به تاسې هلاک کړي په خپل عذاب سره، او یقینا تاواني شوی هغه څوک چې په الله تعالی ئې دروغ جوړکړي.
(62) نو د یو بل سره مناظره (جګړه) وکړه جادوګرانو کله چې ئې د موسی -علیه السلام- خبرې واوریدلې، او په خپل منځ کې پټې مشورې وکړې.
(63) ځینو جادوګرانو ځینو نورو ته په پټه وویل: بېشکه موسی او هارون جادوګران دي، غواړي چې تاسې په خپل راوړل شوي جادو باندې د مصر د ښار نه وباسي، او ختم کړي ستاسې اوچت دود په زندګۍ کې، او ستاسې اوچت دین.
(64) نو تاسې خپل کار مضبوط کړئ، او په دې کې اختلاف مه کوئ، بیا مخکې شئ صف صف، او وغورځوئ هغه څه چې تاسې سره دي په یو ځل، او یقینا کامیاب شو په خپل مقصد باندې نن ورځ هغه څوک چې په خپل دښمن برلاسی شو.
(65) جادوګرانو موسی -علیه السلام- ته وویل: ای موسی! ته یو د دوو کارونو څخه غوره کړه، یا دا چې ته لومړی خپل جادو وغورځوه، او یا به مونږ لومړی دا کار وکړو.
(66) موسی -علیه السلام- وویل: بلکې تاسې لومړی وغورځوئ هغه جادو چې ستاسې سره دی، نو هغوی وغورځولې هغه امساګانې او رسئ چې د دوی سره وي، نو پس ناڅاپه هغه رسۍ او امساګانې چې دوی وغورځولې موسی -علیه السلام- ته د دوی د جادو د وجې داسې په خیال کې راوستل کیدلې لکه دا چې ماران وي او په تیزۍ سره منډي وهي.
(67) نو پټه کړه موسی -علیه السلام- ویره په خپل زړه کې د دوی د جادو د وجې.
(68) الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وویل: په داسې حال کې چې ډاډ ئې ورکاوه: ته مه ویریږه د هغه څه نه چې تا ته په خيال کې ښکاره کېدل، یقینا ته -ای موسی- خاص همدا ته اوچت یې په دوی باندې په غلبې او مرستې سره.
(69) او وغورځوه امسا دې هغه چې ستا په ښي لاس کې ده د دې نه به اژدها مار جوړ شي او روغ به تېر کړي ټول هغه جادو چې دوی جوړ کړی، نو دوی چې څه جوړ کړي نه دي دا مګر جادويي چل، او جادوګر سړی هیڅکله نشي کامیابېدلی په خپل مقصد کې هر چېرته چې وي.
(70) نو موسی -علیه السلام- خپله امسا وغورځوله پس ناڅاپه د هغې نه اژدها مار جوړ شو، او جادوګرانو چې څه جوړ کړی و هغه ټول ئې وخوړل (تیر یې کړل)، نو سجده وکړه ټولو جادوګرانو الله تعالی ته هر کله چې دوی پوهه شول چې هغه څه چې د موسی سره دي؛ جادو نه دی، بلکې د الله تعالی له لورې دی، نو دوی وویل: مونږ ایمان راوړی په رب د موسی او هارون، چې رب د ټولو مخلوقاتو دی.
(71) فرعون وویل په داسې حال کې چې انکار کوونکی و په جادوګرانو د هغوی د ایمان د وجې، او ګواښ کوونکی و هغوی ته: آیا تاسې ایمان راوړی په موسی باندې مخکې د دې نه چې زه تاسې ته اجازه وکړم په دې کار سره؟! بېشکه موسی ستاسې مشر دی -ای جادوګرانو- هغه چې تاسې ته یې جادو درښودلی، نو پس خامخا به زه پرې کړم د هر یو کس ستاسې نه یوه پښه او لاس ادل بدل، او خامخا په سولۍ به کړم (ځوړند به کړم) بدنونه ستاسې د کجورو په تنو پورې تر دې چې تاسې مړه شئ، او د نورو خلکو لپاره عبرت شئ، او په دغه وخت کې به تاسې پوهه شئ چې کوم یو زمونږ څخه د ډیر قوی او همیشني عذاب والا دی: زه او که د موسی رب؟!
(72) جادوګرانو فرعون ته وویل: مونږ هیڅکله نه غوره کوو ستا تابعداري -ای فرعونه- په تابعدارئ د هغو ښکاره ایتونو چې مونږ ته راغلي، او مونږ هیڅکله تا نه غوره کوو په الله تعالی هغه ذات چې مونږ یې پیداکړی یو، نو وکړه ته څه چې کوي په مونږ باندې، ستا په مونږ باندې زور نشته مګر په دې ختمېدونکي دنیا کې، او زر دی خامخا ختمه به شه ستا پادشاهي او زور.
(73) بېشکه مونږ ایمان راوړی په خپل رب باندې امید دی چې لری به کړي زمونږ نه زمونږ پخواني ګناهونه د کفر او نورو نه، او لرې به کړي زمونږ نه ګناه د جادو هغه چې تا یې مونږ په یادولو مجبوره کړي وو په موسی باندې د کامیابۍ لپاره، او د الله تعالی سره غوره بدلې دي د هغه څه نه چې تا پرې مونږ سره وعدې کړي، او د هغه عذاب ډیر همیشنی دی د هغه عذاب نه چې تا پرې مونږ ته ګواښ کړی.
(74) یقینا شان دا دی چې بېشکه څوک چې راشي د قیامت په ورځ خپل رب ته په داسې حال کې چې په هغه یې کفر کړی وي نو د دې لپاره دی اور د جهنم ورننوځي به دې ته، همېشه به وي په دې کې همېشه، نه به مړ کیږي په دې کې چې د هغه د عذاب نه په ارام شي، او نه به پکې ښایسته زندګي تیروي.
(75) او هغه څوک چې راشي خپل رب ته د قیامت په ورځ په داسې حال کې چې ایمان لري په هغه باندې او بېشکه کړي یې وي نیک عملونه، نو همدغه کسان چې دا لوی صفات لري یوازې دوی لره دي لوړې مرتبې، او اوچتې درجې.
(76) دغه درجې دا جنتونه د همیشه اوسېدلو دي بهیږي به لاندې د ماڼیو (بنګلو) د دې ویالې، همیشه به وي دوی په دې کې همېشه، او دا ذکر شوي ثوابونه بدلې د هغه چا دي چې ځان ئې د کفر او ګناهونو څخه پاک وساته.
(77) او بېشکه مونږ وحې کړې وه موسی -علیه السلام- ته: چې د شپې بوځه بندګان زما د مصر نه چې هیڅوک پرې پوهه نشي، او دوی لره په دریاب کې وچه لاره جوړه کړه وروسته د وهلو د هغه نه په امسا سره، په امن کې به یاستې د دې نه به نه ویرېږې چې فرعون او د هغه لښکرې به تاسې رالاندې کړي، او په دریاب کې به د غرقېدلو څخه هم نه ویرېږئ.
(78) نو فرعون د خپلو لښکرو سره یو ځای په دوی پسې ورپسې شو، نو پټ کړو دې فرعون او د هغه لښکرو لره دریاب هغه هیبتناک شی چې دوی یې پټ کړل چې د هغه په حقیقت نه پوهېده مګر یوازې الله تعالی، نو ټول غرق شول او هلاک شول، او موسی -علیه السلام- او د هغه ملګري بچ شول.
(79) او ګمراه کړو فرعون قوم خپل په هغه کفر سره چې دوی ته یې ښایسته کړی و، او په هغه باطل سره چې دوی یې پرې دوکه کړي وو، او دوی ته یې د هدایت لاره نه وه ښودلې.
(80) او مونږ بني اسرایېلو ته وویل وروسته د دې نه چې بچ مو کړل د فرعون او د هغه د لښکرو نه: ای بني اسرایېلو! بېشکه مونږ تاسې بچ کړئ ستاسې د دښمن نه، او ستاسې سره مو وعده کړې وه چې مونږ به د موسی سره خبرې کوو په ښي طرف د وادي کې کوم چې د طور غره په څنګ کې واقع دی، او په تاسو مو د تیه په میدان کې زمونږ د نعمتونو څخه نازل کړي وو ښایسته څښل لکه د شاتو په شان او وړه مرغئ د پاکي او ښاېسته غوښې والا د مړز په شان.
(81) خورئ تاسې د پاکو هغه شیانو څخه چې مونږ تاسې ته درکړي د حلالو خوراکونو څخه، او تاسې تیری مه کوئ د هغه څه نه چې مونږ تاسې ته حلال کړي هغه څه ته چې مونږ پر تاسې حرام کړي، کنه نازل به شي په تاسې باندې زما غضب، او په چا چې زما غضب نازل شو نو یقینا دا په دنیا او اخرت کې هلاک او بد بخته شو.
(82) او بېشکه زه ډیر بخښنه کوونکی او عفوه کوونکی یم هغه چا ته چې توبه وباسي ماته او ایمان راوړي، نیک عمل عمل وکړي او بیا په حق باندې کلک پاتي شي.
(83) او څه وجه ده چې ته په تلوار سره راغلې د خپل قوم نه -ای موسی- نو د هغوی نه مخکې شوې او هغوی دې شاته پریښودل؟.
(84) موسی-علیه السلام-وویل: دغه دی هغوی زما نه وروسته دي او زر دی چې زما سره به یو ځای شي، او زه د خپل قوم نه مخکې راغلم د دې لپاره چې ته زما نه راضي شې زما په تلوار کولو سره تا ته.
(85) الله تعالی وفرماېل: پس بېشکه مونږ ستا قوم لره چې تا وروسته تر شا پریښی دی د خوسي په عبادت کولو امتحان کړ، نو یقېنا سامري هغوی د خوسي عبادت ته راوبلل، نو په دې سره یې ګمراه کړل.
(86) نو موسی -علیه السلام- خپل قوم ته په غصه راغی د دوی د عبادت کولو د وجې خوسي لره، غمجن و په دوی باندې، موسی -علیه السلام- وفرماېل: ای زما قومه! ایا وعده نه وه کړی الله تعالی ستاسې سره وعده ښاېسته چې په تاسې به تورات نازلوي، او تاسې به جنت ته داخلوي، نو آیا په تاسې دا وخت اوږد شو نو دا وعده مو هیره کړه؟ او که یا تاسې په خپل دې کار سره اراده کړې چې رانازل شي په تاسې باندې غضب ستاسې د رب له طرفه، او په تاسې د هغه عذاب راشي، نو لدې امله تاسې زما د وعدې مخالفت وکړ، پدې سره چې کلک پاتې نه شوئ په تابعدارۍ زما، تر دې چې زه تاسې ته بېرته راشم؟!.
(87) د موسی -علیه السلام- قوم وویل: مونږ وعده خلافي نه ده کړی ستا د وعدې -ای موسی- په خپل اختیار سره، بلکې مونږ مجبور شو، نو یقېنا مونږ ته رابار شو پیټي د ګناهونو د وجې د ګاڼې د فرعونیانو، نو مونږ هغه په یوه کنستل شوي کنده کې وغورځول د هغه نه د خلاصي په خاطر، نو لکه څرنګه چې مونږ هغه په کنستل شوي کنده کې وغورځول همدغه شان سامري هم هغه خاوره واچوله کومه چې د هغه سره وه د جبریل -علیه السلام- د اس د قدم څخه.
(88) نو سامري د دغو ګاڼو څخه بني اسرایېلو لره د خوسي جسد راوویسته چې روح پکې نه و، د غوا په شان اواز به یې کاوه، نو کوم کسان چې اخته شوي و د دوی نه د سامري په کار باندې هغوی ووېل: دا ستاسې معبود دی او د موسی معبود هم دی، هغه دا هیر کړی او دلته یې پریښودلی.
(89) آیا نه ګوري دا کسان چې فتنه کې واقع شوي د خوسي په وجه نو بندګي یې ورله شروع کړې، بېشکه خوسی چې دی نه د دوی سره خبرې کولی شي او نه ورته څه جواب ورکولی شي، او طاقت نه لري په دفع کولو د ضرر د دوی نه او نه د نور چا نه، او طاقت نه لري د فاېدې رسولو خپل ځان ته، او نه بل چا ته.
(90) او یقېنا ویلي و دوی ته هارون -علیه السلام- مخکې د راتللو د موسی -علیه السلام- نه: نه دی په شکل د خوسي کې د سرو زرو نه او اواز د هغه مګر ازمېښت دي په تاسو د دې لپاره چې ښکاره شي مومن له کافر څخه، او یقېنا رب ستاسې -ای قومه- هغه ذات دی چې واک لري د مهربانۍ او رحمت، نه هغه څوک چې اختیار نه لري تاسې نه د ضرر دفع کولو او یا د فاېدې دررسولو، پاتې لا دا چې په تاسې دې رحم وکړي، نو زما تابعداري وکړئ یواځې د الله تعالی په بندګۍ کې، او زما خبره ومنئ په پريښودلو د بندګۍ د بل چا کې.
(91) وویل هغو کسانو چې په امتحان کې غورځېدلي وو د خوسي په عبادت سره: مونږ به همېشه د خوسي په بندګۍ باندې یو تر دې چې بېرته راوګرځي مونږ ته موسی.
(92) موسی -علیه السلام- خپل ورور هارون -علیه السلام- ته ووېل: څه شي ته منع کړی وې کله چې تا لېدلي وو دوی چې ګمراه شوي وو د خوسي په بندګۍ کولو سره پغېر له الله تعالی نه.
(93) چې تا دوی پرېښودلې وو او په ما پسې راغلی وې؟! ایا تا زما د امر نافرماني وکړه کله چې ما ته په دوی باندې خلیفه (نایب) مقرر کړی وې.
(94) او هر کله چې موسی-علیه السلام- د خپل ورور ږېره او د سر وېښتان ونېول او خپل ځان طرف ته یې راکش کړ په داسې حال کې چې انکار کوونکی و په هغه باندې د هغه د دې کار په وجه؛ هارون -علیه السلام- ورته وویل په داسې حال کې چې د هغه نه یې د مهربانۍ او نرمۍ غوښتنه کوله: زما ږېره او د سر ویختان مه نېسه، ځکه زما سره یو عذر شته زما د پاتي کېدلو د هغوی سره، نو بېشکه زه ویرېدلم که دوی یواځې پريږدم نو دوی به یو بل سره اختلاف پیداکړي، نو ته به بېا وایې: تا د دوی ترمنځ اختلاف پیداکړی، او د دوی باره کې دې زما وصیت نه دی ساتلی.
(95) موسی -علیه السلام- سامري ته ووېل: څه دی لوی کار ستا ای سامري؟ او څه شي ته دې کار ته مجبوره کړې؟
(96) سامري موسی -علیه السلام- ته ووېل: ما لېدلي وو هغه څه چې دوی نه وو لېدلي، پس بېشکه ما جبریل په اس باندې لیدلی وو، نو ما راواخېسته یوه لپه د خاورې د هغه د اس د پښو د قدم نه، نو هغه ما په دې ویلي کړی شوی د خوسي په شکل کې ګاڼه باندې واچوله، نو د دې نه یو خوسی جوړ شو چې اواز یې درلود، او همدارنګه ښاېسته کړی و ما ته زما نفس ما چې کوم کار کړی دی.
(97) موسی -علیه السلام- سامري ته وویل: لاړ شه ته نو یقېنا تا لره دا خبره ده چې ته به وایې تر څو چې ته ژوندی یې: نه زه د چا سره لاس لګوم او نه دې زما سره څوک لاس لګوي، نو ته به اوسېږې شړل شوی (یوازې پريښودل شوی)، او یقېنا شته دی ستا لپاره یوه نېټه د قیامت په ورځ چې ستا سره به حساب کیږي او تا ته به پکې سزا درکول کېږي، الله تعالی به دې له دې نېټي نه وروسته کوي، او وګوره خپل خوسي ته چې تا ترې معبود جوړ کړی و، او د دې په بندګۍ باندې ولاړ وې پغېر له الله تعالی نه، مونږ به خامخا په دې باندې اور لګوو تر څو چې ویلي شي، بیا به وغورځوو مونږ دې لره په دریاب کې تر دې چې هیڅ اثر یې پاتې نشي.
(98) بېشکه معبود ستاسې په حقه سره -ای خلکو- هغه الله تعالی دی نشته څوک حقدار د بندګۍ په حقه سره پغیر له هغه نه، هر یو شی یې په خپل علم کې راګیر کړی، نو د هغه پاک ذات څخه د هیڅ شي علم نشي پاتي کیدلی.
(99) لکه څرنګه چې مونږ تا ته د موسی او فرعون قصه وکړه -ای پېغمبره- او قصه د قومونو د هغو دواړو همدارنګه مونږ بیانوو په تا باندې خبرونه او قصې د هغو پېغمبرانو او امتونو چې ستا څخه مخکې تیر شوي د دې لپاره چې دا ستا لپاره تسلي شي، او یقېنا مونږ درکړی تا ته زمونږ له طرفه قرآن کریم په دې سره پند اخلي هغه څوک چې پند یې پرې اخیستلی.
(100) چا چې مخ واړوه لدې قرآن کریم څخه کوم چې په تا باندې نازل شوی او ایمان یې پرې رانه وړ، او په هغه څه یې عمل ونه کړ کوم چې په دې کې دي؛ نو دا به د قیامت په ورځ راځي په داسې حال کې چې باروونکی به وي ډیرې لویې ګناه لره، او د دردناک عذاب مستحق به وي.
(101) وي به په دغه عذاب کې دهمېشه لپاره، او ډیر بد دی هغه پېټی چې دوی به یې باروي د قیامت په ورځ.
(102) په هغې ورځ چې ملاېک به په شپېلۍ کې د بېرته راژوندي کولو لپاره دویم پوکی وکړي، او راټول به کړو مونږ کافران په دغه ورځ سترګې به ئې شنې وي د وجې د بدلېدلو د رنګونو او سترګو د دوی د اخرت د هغو ډیرو سختو حالاتو له وجې چې دوی ورسره مخامخ شوي.
(103) دوی به په خپل منځ کې پټې پټې خبرې کوي چې: تاسې د مرګ نه وروسته په برزخ کې وخت نه وو تیر کړی مګر لس شپې.
(104) مونږ ښه پوهېږو په هغو پټو خبرو چې دوی یې کوي، زمونږ څخه د هغوی هیڅ شی هم نشي پاتي کیدلی، کله چې ووایي د دوی عقلمند: تاسې وخت نه دی تیر کړی د مرګ نه وروسته (برزخ کې) مګر یوه ورځ، نه د دې نه زیات.
(105) او پوښتنه کوي دوی ستا څخه -ای پېغمبره- د غرونو په باره کې د قیامت په ورځ، نو ته ورته ووایه: غرونه چې دي وبه باسي دې لره رب زما د بیخ نه او بیا به ئې والوځوي، نو شي به په شان د هوا.
(106) نو پرې به ږدي ځمکه هغه چې دا غرونه یې بار کړي همواره چې هیڅ ابادي او بوټي به پرې نه وي.
(107) ته به نه وینې -ای دې ته کتوونکېه- په ځمکه کې د هغې د پوره برابروالي د وجې نه هیڅ کوږوالی او نه اوچتوالی او نه ټیټوالی.
(108) په دغه ورځ کې به خلک د بلونکي اواز پسې ورپسې وي د محشر طرف ته، دوی لره به هیڅ کوږوالی نه وي د هغه د تابعدارۍ نه، او ټول اوازونه به رحمان ذات ته چپ شي د هغه د هیبت د وجې، نو ته به په دغه ورځ کې نه اورې مګر په ورو اواز (د قدمونو کشار).
(109) په دغه لویه ورځ کې به فاېده نه ورکوي سپارښتنه د هیچا مګر د هغه چا چې الله تعالی ورته اجازه ورکړي وي چې سپارش وکړي، او د هغه وینا په سپارش کې د الله تعالی خوښه شوي وي.
(110) عالم دی الله پاک په هغه څه چې دا خلک به ورسره په راتلونکي کې مخامخ کيږي د قیامت د حالاتو نه، او عالم دی په هغه څه چې دوی پرېښودي په خپله دنېا کې، او نشي راګېرولی ټول بندګان د الله تعالی ذات او صفات په خپلو علمونو کې.
(111) او عاجزه او ذلېله شوي مخونه د ټولو بندګانو خاص همېشه ژوندي ذات ته چې نه مړ کېږي، برابروونکی دی د خپلو بندګانوو د ټولو چارو او یقېنا تاواني دی هغه څوک چې د ګناه پیټی یې بار کړی په ننویستلو د خپل ځان سره د هلاکت ځایونو ته.
(112) او څوک چې وکړي نیک عملونه پداسې حال کې چې دا ایمان لري په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو نو زر دی چې وبه ویني هغه خپله بدله پوره پوره، او نه به وېرېږي د ظلم نه داسې چې دې ته به په هغې ګناه سزا ورکړل شي چې دې نه ده کړې، او نه به د دې د نېک عمل د ثواب نه څه شی کم شي.
(113) او لکه څرنګه چې مونږ نازل کړي دي د پخوانیو کیسې همدغه شان نازل کړی مونږ دا قرآن کریم په عربي ښکاره (فصېحه) ژبه او مونږ په دې کې بیان کړي مختلف قسمونه د ګواښونو او وېرې ورکولو نه؛ شاید چې دوی د الله تعالی څخه ووېرېږي، او یا به دا قرآن کرېم دوی لره پند جوړ کړي او عبرت به ترې واخلي.
(114) نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی، بادشاه دی هغه ذات چې هغه لره بادشاهي د هر یو شي ده، هغه ذات چې هغه حق دی او وینا یې هم حقه ده، اوچت او پاک دی د هغو صفاتو نه چې مشرکین یې ورله بیانوي، او ته تلوار مه کوه -ای پېغمبره- د قران کرېم په لوستلو د جبرېل سره وړاندې لدې چې هغه یې تاته تمام کړي، او ووایه: ای زما ربه! زیاته کړې مالره پوه د هغې پوهې سربیره چې تا راکړې ده.
(115) او یقېنا حکم کړی و مونږ ادم -علیه السلام- ته مخکې له ونې څخه د نه خوړلو، او مونږ د دې نه منع کړی و، او د دې نه د خوړلو انجام مو ورته هم بیان کړی و، نو هغه دا حکم هیر کړی و او د دغې ونې نه یې خوراک وکړ، او د هغې نه یې ځان ونه ساته او مونږ نه و موندلې هغه لره پوخ عزم په ساتلو د هغه څه چې مونږ ورته پرې حکم کړی و.
(116) او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ ووېل ملاېکو ته: سجده وکړئ ادم ته سجده د احترام، نو ټولو سجده وکړه مګر ابلېس -کوم چې د دوی سره و خو د دوی د جنس څخه نه و- بند شو د سجدې کولو نه د تکبر د وجې.
(117) پس ووېل مونږ: ای آدمه! بېشکه دا ابلېس دښمن ستا دی او دښمن ستا د ښځې دی، پس ودې نه باسي تا لره او بي بي ستا له جنته په خپلې تابعدارۍ سره، د هغو وسوسو په وجه چې کوي یې،نو ته به په تکلېف او مشقت کې پرېوځې.
(118) یقېنا ستا لپاره په الله تعالی باندې دا دي چې خوراک به درکوي په جنت کې نو نه به وږی کیږې، او جامې به درکوي نو نه به بربنډېږې.
(119) او څښاک به درکوي نو نه به تږی کیږې، او سوری به درباندې راولي نو د لمر ګرمي به درته نه رسېږي.
(120) پس وسوسه واچوله شیطان آدم ته، او ورته یې ووېل: آیا نه درښاېم زه تا ته داسې یوه ونه چا چې د هغې نه خوراک وکړ نو هیڅکله به نه مړ کېږي، بلکې همېشه به ژوندی پاتي کیږي، او داسې پاچاهي به حاصلوي چې همېشه به وي نه به پرې کیږي او نه به ختمېږي.
(121) پس خوراک وکړ ادم او حواء د هغې ونې نه چې دا دواړه یې د خوراک نه منعه شوي وو، نو ښکاره شو دې دواړو ته عورتونه د دوی وروسته له دې نه چې پټ وو، او شروع شول دا دواړه چې راشکولی یې پاڼي د جنت د ونو نه، او په دې سره یې خپل عورتونه پټول، او خلاف وکړ ادم د حکم د رب خپل ځکه چې د هغه حکم یې عملي نه کړ په ځان ساتلو سره د خوراک د دغې ونې نه، نو تجاوز یې وکړ هغه څه ته چې ده لره نه وو جاېز.
(122) بیا غوره کړ هغه لره الله تعالی او د هغه توبه یې قبوله کړه، او توفېق یې ورکړ د سمې لارې طرف ته.
(123) الله تعالی ادم او حواء ته ووېل: کوز شئ د جنت نه تاسې دواړه او ابلېس هم، نو پس یقېنا هغه ستاسې د دواړو دښمن دی او تاسې دواړه د هغه دښمنان یاست، نو پس که راشي تاسې ته زما له طرفه بیان زما د لارې: نو ستاسې څخه چې چا زما د لارې د بیان تابعداري وکړه، او په هغه یې عمل وکړ او کوږ ترې نه شو؛ نو بېشکه دې به د حق څخه نه بې لارې کیږي، او په آخرت کې به هم بدبخته نشي په عذاب سره، بلکې الله تعالی به یې جنت ته داخلوي.
(124) او هر چا چې زما د یاداشت نه مخ واړاوه او قبول یې نه کړ او هغه یې ونه مانه نو یقېنا وي به ده لره تنګه زندګي په دنیا کې او په برزخ کې (د مرګ نه وروسته تر قیامته پورې)، او راکش به کړو ده لره د محشر میدان ته د قیامت په ورځ پداسې حال کې چې سترګې او دلېل دواړه به ترې ورک وي.
(125) وایې به دا مخ اړوونکی د ذکر نه: ای زما ربه! ولې دی نن ورځ زه ړوند راپورته کړم، حال دا چې زه په دنیا کې بینا (لېدونکی) وم.
(126) الله تعالی ورته په جواب کې ووېل: همدغه شان کارونه تا په دنیا کې کړي وو، نو یقېنا راغلي وو تا ته ایتونه زمونږ نو تا ترې مخ اړولی و او پریښودي دی وو، او همدارنګه ته به نن ورځ په عذاب کي پريښودل کیږې.
(127) او د دې په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې په حرامو شهوتونو کې ننوتلی وي، او د ایمان نه یې مخ اړولی وي سره د ښکاره دلیلونو څخه د خپل رب له طرفه، او بېشکه عذاب د الله تعالی په آخرت کې ډیر سخت او قوي دي د دنیا او برزخ د تنګې زندګۍ نه او همېشنی هم دی.
(128) آیا نه دي ښکاره شوي مشرکېنو ته ډیر د هغو امتونو چې مونږ د دوی نه مخکې هلاک کړي، دوی ګرځي په کورونو د هغو هلاک شوو امتونو کې، او د هغوی د هلاکت اثار ویني، یقېنا په هغه عذاب کې چې دغو امتونو ته رسېدلی و د هلاکت او ویجاړېدلو نه، خامخا عبرتونه دي د عقلمندو خلکو لپاره.
(129) او که چېرې نه وی هغه خبره چې ستا د رب له طرفه مخکې شوې -ای پېغمبره- چې بېشکه هغه هیچا ته هم مخکې د دلېل قاېمولو نه عذاب نه ورکوي، او که چېرته د هغه سره نه وه مقرره نېته د دوي لپاره نو خامخا په تلوار سره به ئې هغوی ته عذاب ورکړی و؛ ځکه چې هغوی مستحق دي د دې عذاب.
(130) نو صبر کوه -ای پېغمبره- په هغو خبرو چې تا ته د دروغو نسبت کوونکي خلک یې وایي د باطلو صفتونو نه، او پاکي بیانوه سره د حمدونو د رب ستا نه د سهار په لمانځه کې مخکې د لمر راختلو نه، او د مازدېګر په لمانځه کې مخکې د لمر پرېوتلو نه، او د ماښام او ماخوستن په لمونځونو کې د شپي په څه برخو کې، او د ماسپخین په لمانځه کې د لمر د کږېدلو په وخت وروسته د ختمېدو د ورځې د لمړۍ حصې نه او د ماښام په لمانځه کې د ورځې د دویمې حصې د ختمېدو نه وروسته؛ شاېد چې ته حاصل کړې د الله تعالی په نیزد هغه ثوابونه چې ته پرې راضي شې.
(131) او ته مه ګوره هغو شیانو ته چې مونږ فایده ورکړي ده د دروغو نسبت کوونکو بېلابېلو خلکو ته تر څو د ژوند له ښایست نه خوند واخلي، دا د دې لپاره چې مونږ دوی امتحان کړو، نو بېشکه مونږ چې دوی ته څه ورکړي د دې دنیا نه دا ختمېدونکي دي، او ثواب د رب ستا هغه چې تا سره یې پرې وعده کړې تر دې چې ته پرې راضي شي ډیر غوره او تل پاتې دی د هغو شیانو نه چې دوی ته یې په دنیا کې ورکړي د ختمېدونکو خوندونو او مزو نه؛ ځکه چې هغه نه ختمېدونکی دی.
(132) او حکم کوه -ای پېغمبره- خپلو تابعدارانو ته په کولو د لمونځونو، او د دې په ادا کولو ته هم کلک شه، مونږ نه غواړو ستا نه روزي ستا لپاره او نه د بل چا لپاره ، مونږ ستا د روزۍ درکولو ذمه واري اخلو، او ښایسته انجام په دنیا او اخرت کې د پرهېزګارانو لپاره دی هغه کسان چې د الله تعالی نه وېرېږي، نو د هغه حکمونه عملي کوي، او د هغه له منهیاتو ځان ژغوري.
(133) او وایي دا کافران پېغمبر صپلی الله علیه وسلم ته د دروغو نسبت کوونکي: ولي نه راوړي مونږ ته محمد - صلی الله علیه وسلم - یوه معجزه چې دلالت وکړي د هغه په ريښتنولۍ او د هغه په پېغمبرۍ، آیا دې د دروغو نسبت کوونکو ته قرآن کریم نه دی راغلی کوم چې تصدیق کوونکی دی پخوانیو اسماني کتابونو لره؟!.
(134) او که چېرته مونږ هلاک کړي وو دا پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته د دروغو نسبت کوونکي خلک په نازلولو د عذاب په دوی باندې، د دوی د کفر او ضد له امله مخکې له دې چې دوی ته پېغمبر ولېږم، او راولېږم په دوی باندې کتاب نو خامخا دوی به ویلي و د قیامت په ورځ بهانه به یې کوله د خپل کفر د وجې: ولې تا نه رالېږه -ای ربه- مونږ ته پېغمبر په دنیا کې، نو مونږ به اېمان راوړی وی په هغه باندې او تابعداري به مو کړې وه د هغو آیتونو چې هغه پرې راتګ کړی و وړاندې له دې چې ورسيږي مونږ ته ذلت او شرمندګي ستا د عذاب په وجه؟!.
(135) ووایه -ای پېغمبره- دې دروغجنانو ته: هر یو زمونږ او ستاسې څخه انتظار کوونکی دی د هغه څه چې الله تعالی به یې تر سره کوي، نو تاسې هم انتظار وباسئ، پس زر دی چې تاسې به پوه شئ -خامخا- چې څوک دی د سمې لارې والا، او څوک په هدایت باندې روان دي: مونږ او که تاسې.