23 - Al-Muminoon ()

|

(1) بېشکه پر الله ايمان راوړونکي او د هغه پر شريعت عمل کوونکي پر هغه څه بريالي شول چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي شول چې ترې وېرېدل.

(2) هغه کسان چې په خپل لمانځه کې عاجزي کوونکي دي په داسې حال کې چې غړي يې پکې آرامه شوي او زړونه يې له بوختياوو فارغه شوي دي.

(3) او هغه کسان چې له باطل، چټياتو او هغو ويناوو اوکړنو مخ اړوونکي دي چې په هغو کې ګناه وي.

(4) او هغه کسان چې له رذايلو څخه د ځانونو د پاکوالي او خپلو مالونو د پاکوالي په موخه زکات ورکوونکي دي.

(5) او هغه کسان چې له زنا، لواطت، او نارواوو څخه په لېرې والي د خپلو عورتونو ساتونکي دي، او هغوی پاک لمني او پاکيزه دي.

(6) پرته له مېرمنو يې او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان دي؛ نو له هغوی څخه د کوروالي په کولو او داسې نور څه کې د ګټې په اخېستلو سره نه ملامتيږي.

(7) نو څوک چې له خپلو مېرمنو او هغو مينځو پرته چې څښتنان يې وي له نورو څخه خوند لټوي هغوی د الله له پولو اوښتونکي دي چې د الله له حلال کړي شيانو څخه د هغه حرام کړل شويو شيانو ته تېری کوي.

(8) او هغه کسان چې د الله او د هغه بندګانو لخوا د ورکړل شوي امانت او خپلو ژمنو خيال ساتونکي دي، چې نه يې ضايع کوي بلکې وفا پرې کوي.

(9) او هغه کسان چې تل د خپلو لمنځونو ساتنه کوي چې په خپلو وختونو کې يې د ټولو ارکانو، واجباتو او مستحباتو سره اداکوي.

(10) هغه کسان چې پر دغو صفاتو متصف دي همدوی وارثان دي.

(11) هغه کسان چې لوړ جنت په ميراث وړي هغوی به تل پکې اوسېدونکي وي چې نعمتونه به يې پکې نه ختميږي.

(12) موږ د بشر پلار آدم عليه السلام له خټې پيداکړ، چې له سوچه خاورې څخه اخېستل شوې وه او له داسې اوبو څخه اېستل شوې وه چې هغه اوبه د زمکې له خاورې سره ګدې شوې وې.

(13) بیا مو د هغه اولاد د نسلونو په توګه له داسې نطفې څخه پيداکړل چې په رحم (اولادځای) کې د پيدايښت تر ورځې ځای پر ځای کيږي.

(14) بيا مو وروسته له دې په رحم کې ځای پرځای شوې نطفه د وينې سره ټوټه وګرځوله، بيا مو دغه د وينې سره ټوټه د ژوول شوې غوښې غوندې ټوټه وګرځوله، بيا مو دغې د غوښې ټوټې ته سخت هډوکي ور پيداکړل، چې دغو هډوکو ته مو غوښه ورواغوستله، بيا مو په هغه کې د روح په پو کولو او د ژوند حالت ته په را اېستلو بل مخلوق وګرځاوه؛ نو الله برکتناک دی او ترټولو غوره پيداکوونکی دی.

(15) بيا تاسو ای خلکو! د دغو پړاوونو څخه له تېرېدو وروسته ژر ده د خپلو وختونو په را رسېدو سره مړه کېږئ.

(16) بيا تاسو له مړه کېدو وروسته له قبرونو څخه د قيامت په ورځ راپاڅول کېږئ، تر څو د هغه څه په اړه حساب درسره وشي چې وړاندې مو لېږلي دي.

(17) بېشکه مو ستاسو د پاسه ای خلکو! اوه آسمانونه پيداکړي دي چې ځينې يې د ځينو د پاسه دي، او موږ له خپل مخلوق څخه بې خبره نه يو او نه يې هېروونکي يو.

(18) او له آسمانه مو د باران اوبه د اړتيا په اندازه نازلې کړې دي، نه زياتې دي چې ورانکاری وکړي او نه کمې دي چې بسنه ونه کړي، په زمکه کې مو داسې ځای پرځای کړې دي چې خلک او څاروي ګټه ترې اخلي او موږ د دې توان لرو چې له منځه يې يوسو او تاسو ګټه ترې وا نخلئ.

(19) نو پر دغو اوبو مو تاسوته د خرماوو او انګورو باغونه را شنه کړل، په هغو کې د بېلابېلو شکلونو او رنګونو مېوې دي لکه انځر، انار او مڼې چې له هغو يې تاسو خورئ.

(20) او ستاسو لپاره مو د انځر هغه ونه پيدا کړه چې د سينا غره له سيمې څخه راوځي، داسې غوړي را باسي چې له مېوې څخه يې ترلاسه کيږي غوړول پرې کيږي او په کتغ کې کارول کيږي.

(21) او بېشکه ستاسو لپاره ای خلکو! په څارويو(اوښانو، غواوو او پسونو) کې پند دی او لارښوونه ده چې د الله قدرت او پېرزوينې ته پرې لار پيداکوئ، موږ د دغو څارويو له ګېډو تاسو ته خالصې مزې دارې شېدې درڅښو، او په دغو کې تاسوته ډېرې ګټې چې ترلاسه کوئ يې لکه سپرلۍ، وړۍ، پشم، وېښتان، او د هغو له غوښو خوراک کوئ.

(22) او په وچه کې پر اوښانو او په اوبو کې په کښتۍ کې سپرول کېږئ.

(23) پرته له شکه موږ نوح عليه السلام يې خپل قوم ته ولېږئ چې د الله لوري ته يې راوبولي، هغه ورته وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پاک ذات پرته بل په حقه معبود نشته؛ نو آيا له الله څخه نه وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره.

(24) نو له قوم څخه يې هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و خپلو پيروانو او عامو خلکو ته وويل: نه دی هغه چې فکر کوئ چې دی رسول دی مګر ستاسو غوندې يو انسان دی، پرتاسو مشري او سرداري غواړي، که الله موږ ته رسول رالېږل غوښتی، هرومرو به يې له پرېښتو رالېږلی وای او له انسانانو يې نه رالېږلو، دا ډول دعوی مو په خپلو هغو پخوانيو کې نه ده اورېدلې چې تېرشوي دي.

(25) نه دی هغه مګر داسې يو سړی چې لېونتوب پرې راغلی دی، څه چې وايي نه پرې پوهيږي؛ نو تر هغه وخته انتظار ورته وکړئ تر څو يې خلکو ته حال څرګند شي.

(26) نوح عليه السلام وويل: ای زماپالونکيه! د هغوی پرخلاف مې مرسته وکړه داسې چې د هغوی لخوا زما د درواغجن ګڼلو غچ راته ترې واخله.

(27) نو هغه ته مو وحې وکړه چې زموږ په مخکې زموږ په ښوونه کښتئ جوړه کړه، کله چې زموږ لخوا د هغوی د تباهۍ امر راغی، له هغه ځای څخه پياوړې چينې را وخوټېدې چې ډوډۍ پکې پخېدله، نو کښتۍ ته له ټولو ژونديو شيانو څخه نر او ښځه ور ننباسه، تر څو يې نسل پاتې شي، خپله کورنۍ دې هم ورننباسه پرته له هغه چا څخه چې د الله لخوا يې د تباهۍ خبره شوې ده لکه مېرمن او زوی دې، د هغو خلکو د خلاصون او نه تباهۍ په اړه خبره مه راسره کوه چې د کفر له امله يې ظلم کړی دی، هغوی هرومرو د طوفان په اوبو کې په ډوبېدو سره تباه کېدونکي دي.

(28) کله چې ته او له ژغورل شويو مومنانو چې څوک درسره دي کښتۍته پورته شوئ؛ نو بيا ووايه: هغه الله لره ستاينه ده چې موږ يې له ظالم قوم څخه وژغورلو او هغوی يې تباه کړل.

(29) او ووايه: ای زما پالونکيه! په زمکه کې مې په برکتناکه کوزولو سره کوز کړه او ته تر ټولو غوره کوزوونکی يې.

(30) بېشکه په دغه يادشوي کې چې د نوح او د مومنانو ژغورنه او د کافرانو تباهي ده، زموږ د استازو پر مرسته او د هغوی دې درواغجن ګڼونکو په تباهۍ کې زموږ پر قدرت څرګندې نښانې دي، که څه هم موږ د نوح د قوم ازمويونکي يو هغوی ته د استازو په لېږلو سره، تر څو مومن له کافره او پيروي کوونکی له سرغړوونکي بېل شي.

(31) بيا مو د نوح د قوم له تباه کولو وروسته بل امت پيداکړ.

(32) نو د هغوی له منځه مو په هغوی کې رسول ولېږلو چې الله ته يې راوبولي، هغوی ته يې وويل: يوازې د الله عبادت وکړئ له هغه پاک ذات پرته تاسو لره بل په حقه معبود نشته؛ نو آيا له الله څخه د هغه له نواهيوو څخه په ډډه کولو او اوامرو په منلو سره نه وېرېږئ؟!.

(33) د نوح د قوم هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و، آخرت او په هغو کې د ثواب او سزا شتون يې درواغ ګڼلي و او د دنيا په ژوند کې زموږ لخوا د پېرزوينو پراخۍ په سرغړونه کې اخته کړي و، خپلو پيروانو او عامو خلکو ته داسې وويل: نه دی دغه مګر ستاسو په څېر يو انسان، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او له هغه څه څښاک کوي چې تاسو يې ترې کوئ؛ نو هغه لره پرتاسو کوم غوراوی نشته، تر څو تاسو ته د استازي په توګه راولېږل شي.

(34) او که چېرته مو د ځان په څېر د یو انسان پیروي وکړه، هغه مهال به تاسو تاوانیان یاست، ځکه د هغوی پیروي به تاسو ته ګټه نه رسوي، ځکه چې تاسو به خپل معبودان پریښي وي او د هغه چا پيروي به مو کړي چې پر تاسو هیڅ کوم غوره والی نه لري.

(35) آيا دغه څوک چې ګومان کوي هغه تاسو ته درلېږل شوی دی دغه ژمنه درسره کوي، چې کله تاسو مړه شئ، خاورې او وراسته هډوکي وګرځئ چې د بيا ځلې لپاره به له قبرونو څخه ژوندي را اېستل کېږئ؟! آيا دغه عقل مني؟!.

(36) ډېره لرې ښکاري هغه (خبره) چې تاسو سره یې وعده کیږي چې ګویا له مرګ څخه وروسته به بیرته له قبرونو څخه ژوندي راوویستل شئ، هغه مهال چې خاورې او وراسته هډوکي وګرځئ.

(37) نه دی ژوند مګر د دنيا ژوند نه د آخرت ژوند، له موږ څخه ژوندي خلک مړه کيږي بيا نه ژوندي کيږي او نور پيداکيږي چې بيا ژوند کوي، موږ له خپل مرګ وروسته د قيامت په ورځ د حساب لپاره را اېستل کېدونکي نه يو.

(38) نه دی دغه چې دعوی کوي چې تاسو ته رسول دی مګر داسې يو سړی چې په دغه خپله دعوی سره پر الله درواغ تړي او موږ پر هغه باور کوونکي نه يو.

(39) رسول وويل: ای زما پالونکيه! ته مې د هغوی پر وړاندې مرسته وکړه چې له هغوی غچ راته واخله د هغوی لخوا زما د رواغجن ګڼلو له امله.

(40) نو الله په دې ويلو سره ځواب ورکړ: چې لږه موده وروسته به دغه کسان چې د هغه څه درواغ ګڼونکي دي چې زه ورسره راغلی يم پر هغه څه پښېمانه شي چې د هغوی لخوا کوم درواغ ګڼل واقع شوي دي.

(41) نو هغوی يوې سختې تباه کوونکي چېغې ونيول، ځکه هغوی د خپل ضد له امله د سزا وړ وو؛ نو د سېل د خس خشاک غوندې تباه وګرځېدل، همداسې تباهي دې وي ظالم قوم لره.

(42) بيا مو د هغوی له تباه کولو وروسته نور قومونه او امتونه پيداکړل لکه د لوط قوم، د شعيب قوم او د يونس قوم.

(43) هيڅ امت له دغو درواغ ګڼونکو امتونو څخه نه هغه ټاکل شوې نېټې څخه وړاندې کېدی شي چې د تباهۍ وخت يې راشي او نه له هغه وروسته کېدی شي، که څه هم هغوی لره ډېر وسايل وي.

(44) بيا مو پرله پسې خپل رسولان ولېږل، کله به چې له دغو امتونو څخه يو امت ته يې رالېږل شوی رسول راغی، هغوی به درواغجن ګڼلو؛ نو ځينې مو د ځينو پسې تباه کړل، چې هغوی لره څه شتون پاتې نشو مګر له هغوی څخه د خلکو خبرې، نو هغه قوم لره دې تباهي وي چې پر هغه څه ايمان نه راوړي چې رسولانو يې د خپل پالونکي لخوا دوی ته پرې راتګ کړی و.

(45) بيا مو موسی او د هغه ورور هارون له خپلو نهه نښانو سره ولېږل چې هغه لکړه، لاس،ملخ، سپږې، څنګښې، وينه، طوفان، وچ کالونه او د مېوو کمښت و او له څرګند دليل سره.

(46) هغوی دواړه مو فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته ولېږل، خو هغوی لويي وکړه، پر دوی دواړو يې ايمان را نه وړ، حال داچې هغوی پرخلکو د قهر او ظلم په کولو سره لويي کوونکي خلک وو.

(47) هغوی وويل: آيا زموږ غوندې پر دوو انسانانو ايمان راوړو چې هغوی لره پر موږ کوم غوراوی نشته حال داچې د هغوی قوم بنواسرائيل په عاجزۍ زموږ پيروان دي.

(48) هغوی دواړه يې په هغه څه کې درواغجن وګڼل چې د الله له لوري ورسره راغلي وو؛ نو هغوی د خپل درواغجن ګڼلو له امله په ډوبېدو سره له تباه کېدونکو وګرځېدل.

(49) پرته له شکه موږ موسی ته تورات ورکړ په دې هيله چې د موسی قوم په هغه لار ومومي او عمل پرې وکړي.

(50) او د مريم زوی عيسی او مور يې مريم مو يوه داسې نښانه وګرځول چې زموږ پرقدرت دلالت کوونکې وه، چې هغه يې پرته له پلاره په خېټه شو، او هغوی دواړه مو د ځمکې په يوه لوړه برخه کې ځای پرځای کړل، داسې چې برابر او د کرارۍ لپاره وړ و، په هغه ځای کې نوې نوې اوبه روانې وې.

(51) ای رسولانو! له هغه څه خورئ چې درته حلال کړل شوي دي چې خوراک يې خوندور دی او له شريعت سره سم ښه کارونه کوئ، بېشکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې، ستاسو له کړنو پر ما هيڅ هم پټ نه دي.

(52) او بېشکه ستاسو ملت ای رسولانو! يو داسې ملت دی چې اسلام دی او زه مو پالونکی يم له ما پرته تاسو لره بل پالونکی نشته؛ نو زما د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه مې په ډډه کولو له ما ووېرېږئ.

(53) بيا يې پيروانو له هغوی وروسته په دين کې اختلاف وکړ؛ نو ګوند ګوند او ډلې ډلې شول، هره ډله خوشحاله وه پر هغه څه چې ايمان يې پرې لرلو په دې فکر چې همدغه د الله پروړاندې خوښ دين دی او هغه څه ته يې نه کتل چې له نورو سره وو.

(54) ای رسوله! هغوی پرېږده په هغه ناپوهۍ او حيرانتيا کې چې پکې دي پر هغوی د سزا د نېټې تر راتلو پورې.

(55) آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته د دنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې د لاسر کښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي.

(56) آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته د دنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې د لا سرکښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي.

(57) بېشکه هغه کسان چې د ايمان او ښېګڼې سربېره يې له خپل پالونکي وېرېدونکي دي. .

(58) او هغه کسان چې د کتاب پر آيتونو ايمان لري. .

(59) او هغه کسان چې خپل پالونکی يوازې ګڼي او هيڅ نه ورسره شريکوي. .

(60) او هغه کسان چې د خير په کارونو کې کوښښ کوي، او په ښو کړنو الله ته نېږدې کيږي حال داچې وېرېدونکي دي له دې چې الله به يې خيراتونه او ښه کارونه قبول نه کړي کله چې د قيامت په ورځ هغه ته وروګرځي.

(61) هغه کسان چې پر دغو لويو صفتونو متصف دي د ښو کارونو خوا ته منډې وهونکي دي او همدوی ور وړاندې کېدونکي دي او له همدې امله له نورو مخکې دي.

(62) او موږ هيڅوک نه مکلفوو مګر څومره عمل چې ترسره کولی شي، او له موږ سره يو داسې کتاب دی چې د هر عمل کوونکي عمل مو پکې ثابت کړی دی، د هغه حق په اړه خبرې کوي چې شک پکې نشته او له هغوی سره به يې د نيکيو په کمولو او بديو په زياتولو سره ظلم ونه شي.

(63) بلکې د کافرانو زړونه له هغه کتاب څخه په غفلت کې دي کوم چې په حق خبره کوي او له هغه کتابه چې پر هغوی نازل شوی دی او هغوی لره له کفر پرته نور اعمال هم شته چې کوونکي يې دي.

(64) تر دې چې دقیامت په ورځ په سزا ورسوو هغه کسان له دوی چې دنیا کې نعمت پرې شوی و، نو ناڅاپه به دوی په چغو وهلو سر شي مرسته غوښتونکي.

(65) د الله له رحمت څخه به د ناهيله کولو په موخه ورته وويل شي: چېغې مه وهئ او مه په دغه ورځ مرسته غواړئ، ځکه تاسو لره کوم مرسته کوونکی نشته چې د الله له سزا مو وژغوري.

(66) بېشکه د الله د کتاب آيتونه په دنيا کې پر تاسو لوستل کېدل، خو تاسو به د کرکې له امله له هغو مخ اړوونکي وئ کله به مو چې اورېدل.

(67) دا مو پر خلکو د لويي کوونکو له امله کول، چې ګومان مو کولو تاسو د حرم له خلکو ياست حال داچې تاسو يې اهل نه وئ، ځکه د حرم اهل ځان ساتونکي وي، د هغه په اړه به مو د شپې ناوړه کيسې کولې او درناوی مو يې نه کولو.

(68) آيا دغو مشرکانو فکر نه دی کړی چې الله کوم قرآن نازل کړی د دې لپاره چې هغوی ايمان پرې راوړي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، او يا هغه څه ورته راغلي دي چې له هغوی مخکې پخوانيو ته يې نه وو راغلي؛ نو مخ يې ترې واړوه او درواغ يې وګاڼه. .

(69) يا داچې هغوی محمد صلی الله عليه وسلم نه دی پېژندلی چې الله ورلېږلی دی؛ نو ترې نټه کوونکي دي حال دا چې هغه يې پېژندلی دی او د هغه رېښتينولي او امانتداري يې پيژندلې ده.

(70) بلکې هغوی وايي: چې هغه لېونی دی، بېشکه درواغجن يې وګاڼه خو هغه له داسې حق سره د الله لخوا ورته راغلی دی چې شکه پکې نشته، د هغوی ډېری د حق ناخوښوونکي دي، د خپلو ځانونو لخوا د کينې او خپل باطل تعصب له امله يې بد ګڼونکي دي.

(71) او که الله د هغوی د نفسي غوښتو سره سمې چارې روانې او تدبير کړي، آسمانونه او ځمکه به خراب شي او څه چې پکې دي هغه به هم خراب شي، ځکه هغوی د چارو پر پايلو او سم او ناسم تدبير نه پوهيږي، بلکې موږ هغه ډول راوړي دي چې د هغوی عزت او شرف دی پکې او هغه قرآن دی چې هغوی ترې مخ اړوونکي دي.

(72) ای رسوله! آيا تا له دغو خلکو د هغه څه کومه بدله غوښتې ده چې ورسره راغلی يې، چې هغوی يې د بلنې ردوونکي ګرځولي دي؟ دغه ستا لخوا نه دي شوي؛ نو ستا د پالونکي ثواب او بدله غوره ده د دغو خلکو او نورو له بدلې څخه او هغه پاک ذات تر ټولو غوره روزي ورکوونکی دی.

(73) او بېشکه ای رسوله! ته خو دغه او نور خلک داسې نېغې لارې ته رابولې چې هيڅ کوږوالی پکې نشته او هغه د اسلام لار ده.

(74) او بېشکه هغه کسان چې پر آخرت او کوم حساب، سزا او ثواب چې آخرت کې دي باور نه لري هغوی د اسلام له لارې نورو داسې کږو لاروته کږېدونکي دي چې دوزخ ته رسوونکې دي.

(75) او که پر هغوی لورېينه وکړو او هغه وچ کالي او لوږه ترې پورته کړو، لا به له حق څخه په لارورکۍ کې زياتوالی وکړي، په تردد او حيرانۍ کې به وي.

(76) او بېشکه هغوی مو په ډول ډول کړاونو وازمويل، خو هغوی نه خپل پالونکي ته غاړه کېښوده او نه يې هغه لره عاجزي وکړه، او نه يې په زارۍ الله ته دعا وکړه چې کړاونه ترې پورته کړي د هغو د نازلېدو پر مهال.

(77) آن تردې چې پر هغوی د يوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو، هغه مهال پکې له هرې لارې او خير ناهيلي وي.

(78) ای د بيا ژوندون دروغ ګڼونکو! الله پاک همغه ذات دی چې تاسو ته يې غوږونه درکړي ترڅو پرې واورئ، سترګې يې درکړې ترڅو پرې ووينئ او زړونه يې درکړي ترڅو پرې پوه شئ خو له دې سره تاسو پر دغو نعمتونو لږ شکر وباسئ.

(79) او همغه ذات دی ای خلکو! چې تاسو يې په ځمکه کې پيداکړي ياست او د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورټولول کېږئ.

(80) او همغه پاک ذات دی چې ژوندي کوي له هغه پرته بل ژوندی کوونکی نشته او يوازې هغه ذات دی چې مړه کوي له هغه پرته بل مړ کوونکی نشته او يوازې د هغه په توان کې د رڼا او تيارې، اوږدوالي او لنډوالي له پلوه د شپې او ورځې اندازه کول دي؛ نو آيا د هغه پرقدرت او په پيدايښت او تدبير کې پر يوازېتوب تاسو نه پوهېږئ.

(81) بلکه دوی خو هماغه څه وایې چې ویلي و پلرونو او مخکنیو د دوی په کفر کې.

(82) هغوی د لرې ګڼلو او انکار په ډول وايي: کله چې موږ مړه شو اوخاورې او زاړه هډوکي شو؛ بيا به د حساب لپاره ژوندي را پاڅول کېږو؟!.

(83) بېشکه دغه له مرګ وروسته د بېرته را پاڅولو ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې وړاندې زموږ له اسلافو سره هم شوې وه خو موږ د دغې ژمنې رامنځته کېدل ونه ليدل، خو دا يوازې د پخوانيو باطلې کيسې او د هغوی درواغ دي.

(84) ورته ووايه ای رسوله! دغو له بيا پاڅېدو څخه نټه کوونکو کفاروته: چا لره دي دغه ځمکه او څه چې پرهغې کې دي که چېرې تاسوه لره پوهه وي؟.

(85) ژر به هغوی ووايي: ځمکه او څه چې پرځمکه دي الله لره دي؛ نو ورته ووايه: آيا له دې پند نه اخلئ چې ځمکه او څوک چې پرې دي هغه لره دي، هغه مو له مرګ وروسته پر بيا ژوندي کولو قادر دی؟.

(86) هغوی ته ووايه: د اوو آسمانونو رب څوک دی؟ او د هغه لوی عرش رب څوک دی چې تر هغو لوی مخلوق شتون نه لري؟.

(87) ژر به هغوی ووايي: د اوو آسمانونو او لوی عرش څښتن الله دی؛ نو ورته ووايه: آيا له الله څخه د هغه د اوامرو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه په ډډه کولو نه وېرېږئ تر څو د هغه له سزا خوندي شئ؟.

(88) ورته ووايه: څوک دی هغه ذات چې د هرڅه واکمني يې په لاس کې ده، د هغه له واکمنۍ هيڅ نه دي وتلي، هغه له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې کوي او چاته چې د بدۍ اراده وکړي څوک يې مخه نه شي نيولی چې عذاب ترې لرې کړي، که چېرې تاسو لره پوهه وي؟.

(89) ژر به هغوی ووايي: د هر څه واکمني د الله پاک په لاس کې ده، ورته ووايه: نوڅنګه مو عقلونه له منځه ځي او پردې له اقرار سربېره د نورو عبادت کوئ؟!.

(90) امر داسې نه دی لکه هغوی يې چې دعوی کوي، بلکې موږ هغه حق ورته راوړی چې شک پکې نشته او هغوی هرومرو الله لره د شريک او زوی په دعوی کې درواغجن دي، الله ډېرلوړ دی د هغوی له وينا څخه.

(91) الله څوک زوی نه دی نيولی لکه څنګه چې کفارګومان کوي او نه له هغه سره په حقه بل معبود شته، که داسې وی چې له هغه سره په حقه بل معبود وی، هرومرو به هر معبود له مخلوق څخه له خپلې هغې برخې سره تللی و چې پيداکړې يې ده او يو پر بل به برلاسي شوي وی؛ د نړۍ نظام به فاسد شوی وی، خو حقيقت دا دی چې له دې څخه هيڅ هم نه دي واقع شوي؛ نو دا پر دې دلالت کوي چې پر حقه معبود یو دی او هغه يوازې الله دی، پاک او سپېڅلی دی له هغه څه څخه چې مشرکان يې ورته بيانوي او د زوی او شريک وړ نه دی.

(92) پر هر هغه څه پوه دی چې له مخلوق پټ دي او پر هر هغه څه هم پوه دی چې ليدل کيږي او په حواسو درک کيږي، پر هغه له دغو شيانو هيڅ هم پټ نه دي؛ نو هغه پاک ذات لوړ دی له دې چې هغه لره دې کوم شريک وي.

(93) ووايه: ای رسوله! ای زما پالونکيه! که په دغو مشرکانو کې هغه سزا را ووينې چې ژمنه يې ورسره کيږي.

(94) ای زما پالونکيه! که چېرې هغوی ته سزا ورکړې او زه د دغه شاهد وم؛ نو ما له هغوی څخه مه ګرځوه چې ما ته هغه مصيبت را ورسيږي کوم چې هغوی ته ورسيږي.

(95) او بېشکه موږ پردې قادر يو چې له هغوی سره مو د کومې سزا ژمنه کړې تا داسې وګرځوو چې مشاهده يې کړې او ويې وينې، نه له دې څخه بې وسې يو او نه له نورو څخه.

(96) ای رسوله! څوک چې بدي درسره کوي هغه ته په غوره عادت ځواب ورکوه، دا چې ترې تېرېږه او په آزار يې زغم کوه، موږ پر هغه شرک او تکذيب ډېر ښه پوهېږو چې هغوی يې بيانوي او يا يې تاته بيانوي چې وړ دې نه دي لکه جادو او لېونتوب.

(97) او ووايه: ای زما پالونکيه! په تا پناه غواړم د شيطانانو له چونګارو او وسوسو څخه.

(98) او پر تا پناه غواړم ای زما پالونکيه له دې چې زما په چارو کې هغوی ماته راشي.

(99) آن تردې چې کله له دغو مشرکانو څخه يوه ته مرګ راشي او څه چې پرې نازليږي هغه وويني؛ نو په خپل ژوند کې چې څه ترې پاتې شوي يا يې د الله پر وړاندې کومه کوتاهي کړې وي د پښېمانۍ په ډول وايي: ای زما پالونکيه بېرته مې د دنيا ژوند ته وګرځوه.

(100) کېدای شي زه غوره کار وکړم، کله چې ورته را وګرځم، هيڅکله نه، چاره به داسې نه وي لکه هغه يې چې غوښتنه کوي، هغه يوازې داسې تورې دي چې هغه يې ويونکی دی، که دنيا ته را وګرځول هم شي؛ نو کړې ژمنه به پوره نه کړي او دغه مړ شوي به د دنيا او آخرت تر منځ په يو مانع کې پاتې شي، د بېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو تر ورځې پورې، دنيا ته به ترې را نشي تر څو د هغه څه تلافي وکړي کوم چې ترې پاتې دي او يا هغه څه سم کړي چې خراب کړي يې دي.

(101) کله چې د پوکولو لپاره ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې د دويم ځل لپاره د قيامت اعلانوونکی پوکی وکړي؛ نو د هغوی تر منځ به نه هغه نسبونه وي چې يو پر بل پرې وياړي ځکه د آخرت سختيو به بوخت کړي وي او نه به ځينې له ځينو څخه پوښتنې کوي پر هغه څه د بوختيا له امله چې غمجنوي يې.

(102) نو د چا چې تلې پر بديو د نېکيو د زياتوالي له امله درنې شوې همدغه خلک بريالي دي چې خپله موخه يې ترلاسه کړه او له هغه څه څخه لرې کړی شول چې ترې وېرېدل.

(103) او د چاچې پر نېکيو د بديو د زياتوالي له امله تلې سپکې شي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې خپل ځانونه يې د هغه څه په ترسره کولو چې زيان ورته رسوي او هغه ايمان او نېک عمل په پرېښودلو چې ګټه ورته رسوي ضايع کړي دي؛ نو هغوی په اور کې اوسېدونکي وي چې نه به ترې اېستل کيږي.

(104) اور به يې مخونه سوځوي او په اور کې به يې سربېره او لاندې شونډې د سختې تروشۍ له امله له غاښونو سره راټولې شي.

(105) د هغوی د رټلو لپاره به ورته وويل شي: آيا په دنيا کې پر تاسو د قران آيتونه نه لوستل کېدل چې تاسو يې درواغ ګڼونکي واست؟!.

(106) هغوی به وايي: ای زموږ پالونکيه! ستا په پخوانۍ پوهه کې پرموږ مو خپله بدمرغي برلاسې شوې وه او موږ له حق څخه لار ورکی قوم وو.

(107) ای زموږ پالونکيه! له اوره مو وباسه، که بيا هغه کفر او لارورکۍ ته وروګرځېدو چې پرې وو؛ نو موږ به هرومرو پر خپلو ځانونو تېری کوونکي وو، پرته له شکه عذر به مو پای ته رسېدلی وي.

(108) الله به ووايي: ذليله او سپک په اور کې واوسئ او له ما سره خبرې مه کوئ.

(109) بېشکه زما له بندګانو يوه ډله هغه کسان وو چې پرما يې ايمان راوړی وو ويل يې: ای زموږ پالونکيه! پر تا مو ايمان راوړی؛ نو زموږ د ګناهونو بخښنه راته وکړه او په خپله لورېينه را باندې رحم وکړه او ته ترټولو غوره بخښونکی يې.

(110) نو تاسو دغه خپل رب ته بلونکي مومنان داسې د ملنډو محل وګرځول چې پر هغوی مو مسخرې کولې او ملنډې مو پرې وهلې تردې چې پر هغوی د ملنډو وهلو د بوختيا له امله مو خپل ځانونه زما له يادولو هېر کړل او تاسو د مسخرو او ملنډو په توګه پر هغوی پورې خندل.

(111) بېشکه دغو مومنانو ته مې د قيامت په ورځ پر جنت د بريا بدله ورکړه، د الله پر پيروۍ د هغوی د صبر او هغه آزار له امله چې له تاسو څخه ورته رسېده.

(112) الله به وفرمايي: څومره کاله تاسو په ځمکه کې وئ؟ او څومره وخت مو ضايع کړ؟.

(113) هغوی به په خپله وينا ځواب ورکړي: موږ يوه ورځ يا د ورځې څه برخه پاتې شوي يو، نو له هغو خلکو څخه پوښتنه وکړه چې د ورځو او مياشتو حساب نيسي.

(114) وبه وايي: تاسو په دنيا کې يوازې لږ وخت پاتې شوي ياست چې پر پيروۍ صبر کول پکې آسانه و که چېرې تاسو د خپل پاتې کېدلو پر اندازه پوهېدلئ.

(115) نو آيا ای خلکو! تاسو دا ګومان کوئ چې موږ پرته له حکمته تاسو هسې چټي پيداکړي ياست، د څارويو غوندې نه ثواب او سزا شتون لري، او نه به د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره زموږ خواته راګرځول کېږئ؟!.

(116) نو الله پاک دی، پاچا دی او څه ډول چې وغواړي په خپل مخلوق کې تصرف کوونکی دی، همغه حق دی، ژمنه يې حق ده، وينا يې حق ده، له هغه پرته بل په حقه لمانځلی نشته، د هغه عزتمن عرش څښتن دی چې تر ټولو مخلوقاتو لوی دی او څوک چې تر ټولو د لوی مخلوق پالونکی وي هغه د ټولو پالونکی هم وي.

(117) څوک چې له الله سره بل معبود رابولي چې د عبادت پر وړتيا يې کوم دليل هم ورسره نه وي ( او له الله پرته د بل هر معبود همدغه حال دی)؛ نو د هغه د بد عمل بدله به د هغه له پالونکي سره وي، همغه ذات به د سزا بدله ورکړي، بېشکه کافران نه بريالي کيږي د هغه څه په ترلاسه کولو سره چې غواړي يې او نه له هغه څه څخه په ژغورنه چې ترې وېرېږي.

(118) او ووايه: ای رسوله! ای زما ربه زما د ګناهو بخښنه راته وکړه او په خپله لورېينه را باندې ورحمېږه او ته غوره هغه څوک يې چې پر ګناهکاره رحمېږې او توبه يې قبلوې.