4 - An-Nisaa ()

|

(1) ای خلکو! د خپل رب څخه وویریږئ، پس الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست له یو نفس نه چې هغه ستاسو پلار آدم علیه السلام دی، او پیدا کړې يې ده له آدم علیه السلام نه د هغه بي بي؛ حواء چې ستاسو مور ده، او خواره کړي يې دي د دغو دواړو له نسل څخه په ځمکه کې ډیر انسانان؛ نر او ښځې، او وویریږئ د الله تعالی څخه هغه چې سوال کوئ بعضی ستاسو د بعضو نه د هغه په نامه چې داسې وایئ: د الله په نامه دا کار داسې وکړه، او وویریږئ د پرې کولو د خپلولۍ نه هغه چې تاسو د یو بل سره نښلوي، بیشکه الله تعالی په تاسو څارونکی دی، نو هغه ستاسو هیڅ عمل نه هیروي، مګر هغه حسابوي او تاسو ته پرې جزا درکوي.

(2) او ورکړئ -ای وصیت کوونکو- یتیمانانو ته -او دا هغه څوک دي چې: پلاران يې وفات شوي وي او دوی بلوغ ته نه وي رسیدلي- مالونه د دوی پوره پوره کله چې دوی بلوغ ته ورسیږی او دوی هوښیاران وي، او تاسو مه بدلوئ حرام مال په حلال باندې؛ دا چې تاسو د یتیمانو د مالونو څخه ښه او غوره مال واخلئ، او د هغه په بدل کې ورته د خپل مال څخه بیکاره او خراب مال ورکړئ، او تاسو مه اخلئ د یتیمانو مالونه چې د خپلو مالونو سره يې یوځای کوئ، یقینا دا کار ډیره لویه ګناه ده د الله تعالی په وړاندې.

(3) او که چیرته تاسې ویریږئ چې انصاف به ونه کړی شئ کله چې تاسې یتیمانې انجونې په نکاح کړئ هغه چې ستاسو د ولایت لاندې دي، یا له ویرې د کموالي نه د هغوی په واجب مهر کې، او یا د هغوی سره د بدې معاملې له وجې نه، نو بس پریږدئ دوی لره او نکاح وکړئ د پاک لمنو مېرمنو سره پرته له یتیمانو انجونو، که چیرته ستاسو خوښه وي نکاح وکړئ له دوو ښځو سره یا د دریو ښځو سره او یا له څلورو سره، او که چیرته تاسو ویریږئ چې د مېرمنو ترمنځ به انصاف ونه کړای شئ نو بیا په یوه باندې بسنه وکړئ، او یا فایده واخلئ په هغو سره چې مالکان دی ستاسو ښې لاسونه یې له وینځو نه؛ ځکه چې د هغوئ هغه شان حقونه نشته لکه څرنګه چې د (ازادو) ښځو حقونه وي، دا حکم چې په آیت کې راغلی د یتیمو انجونو په اړه او بسنه کول په یوه ښځه باندې او یا فایده اخیستل له وینځې نه ډیر نږدې دي دیته چې تاسو به ظلم ونه کړئ او د حق نه به کاږه نشئ.

(4) او ښځو ته د هغوی مهرونه د واجب سوغات په توګه ورکړئ، نو که چیرته یې د خپل مهر نه یو څه له زړه نه تاسې ته درکاوه پرته لدې چې اړ یې باسئ دې کار ته؛ نو بیا یې په اسانۍ سره وخورئ چې هیڅ تکلیف پکې نه وي.

(5) (ای د چارو ساتونکو) هغو کسانو ته مالونه مه ورکوئ چې په ښه توګه یې اداره کولی نشي، ځکه دا مالونه الله تعالی سبب ګرځولی چې بندګان پرې خپلې چارې او د خپلې زندګۍ کارونه برابر کړي، او دا خلک د دې وړ ندي چې مال واخلي او خوندي یې کړي، او خرچه کوئ په هغوئ باندې او جامي ورله ترې کوئ، او دوی ته ښایسته خبرې کوئ، له دوی سره ښه ژمنه وکړئ چې تاسو به دوی ته پیسې هغه مهال ورکړئ کله چې دوی بالغ شي. او ښه چلند ورسره وکړئ.

(6) او ازمیښت وکړئ -ای ولیانو- په یتیمانو کله چې بلوغ ته ورسیږي، په ورکولو د لږ مال سره چې هغوی یې مصرف کړي، نو که په ښه طریقه یې مصرف کړ، او تاسو ته د هغوی هوښیارتیا معلومه شوه؛ نو بس وسپارئ هغوی ته مالونه د هغوی پوره بغیر د نقصان نه، او مه خورئ د هغوی مالونه چې تیریدونکي یاست د هغه حد نه چې الله تعالی ستاسو لپاره روا کړی د هغوی د مالونو څخه د ضرورت په وخت کې، او تاسو بیړه مه کوئ په خوړلو د مالونو د دوی کې لدې وجې نه چې تاسو ویریږئ چې که دوی بلوغ ته ورسیږی نو خپل مال به واخلي، او ستاسو نه چې چا لره دومره مال وي چې بې حاجته کوي یې نو بس د یتیم د مال د اخیستلو څخه دې ډډه وکړي، او څوک چې ستاسو څخه غریب وي او مال ورسره نه وي نو د خپل حاجت په اندازه دي ترې خوراک وکړي، او کله چې تاسو هغوی ته وروسته د بلوغ څخه او وروسته د معلومیدلو د هوښیارتیا دهغوی څه مالونه ورسپارئ؛ نو په دغو سپارلو باندې ګواهان ونیسئ لپاره د ساتلو د حقوقو، او لپاره د بندولو د اسبابو د اختلاف لره، او الله تعالی بس دی ګواه په دې باندې، او حساب کوونکی دی د بندګانو سره د هغوی په عملونو باندې.

(7) نارينه و لره شته دی برخه د هغه مال نه چې پریښی وي مور او پلار او خپلوانو لکه وروڼو او کاکاګانو وروسته د هغوی له مرګ نه، که دا مال لږ وي او که ډیر، او مېرمنو لره شته دی برخه د هغه مال نه چې دوی پریښی وي؛ خلاف د هغه حکم چې کوم د جاهلیت والاو وو چې زنانه او ماشومان به یې له میراث نه محرومول، دا برخه حق دی ښکاره اندازې والا د الله تعالی له طرفه فرض کړی شوې ده.

(8) او کله چې حاضر شي د میراث د ویش پر مهال هغه خلک چې په میراث کې یې برخه نه وي د خپلوانو او یتیمانو او غریبانو څخه؛ نو ورکړئ دوی ته -د استحباب په ډول- د دې مال څخه مخکې د تقسیم د دې نه هغه څه چې ستاسو نفسونه پرې خوشحالیږي، نو پس د هغوی دې مال ته سترګي دي، او دا مال تاسو ته پرته له مشقت نه حاصل شوی دی، او هغوی ته ښایسته خبرې وکړئ چې څه بد پکې نه وي.

(9) او ودې ویریږي هغه کسان چې که چیرته مړه شي دوی او وروسته پریږدي واړه او کمزوري بچي، نو دوی ویریږي پر دوئ باندې د ضایع کیدو نه، نو پس د الله تعالی څخه دې وویریږي د هغه چا باره کې چې د دوی د ولایت لاندې وي په پریښودلو د ظلم سره په دوی باندې، تر دې چې الله تعالی دوی ته برابر کړي هغه څوک چې د دوی له مرګ نه وروسته د دوی د بچو سره نیکي وکړي لکه څرنګه نیکي چې دوی کړې وه، او ښه رویه دې وکړي د هغه چا د بچو باره کې چې د دې وصیت ته حاضریږی چې ښه خبره ورته وکړي برابره د حق سره دا نه چې په خپل وصیت کې د خپلو وارثانو په حق کې ظلم وکړي، او د وصیت په پریښودلو سره دې ځان د خیر څخه هم نه محروموي.

(10) بیشکه هغه کسان چې خوري او اخلي مالونه د یتیمانو، او پدې کې په ظلم او زیاتي سره تصرف کوي، بیشکه دوی اچوي په خپلو خیټو کې اور چې لمبې به وهي په دوی باندې، او خامخا به یې اور سوځوي د قیامت په ورځ.

(11) مضبوط حکم کوي الله تعالی او امر کوي تاسو ته د میراث په اړه ستاسو په اولادونو کې؛ یقینا میراث تقسیمیږي په منځ د اولادونو ستاسو کې داسې چې هلک لره به وي په شان د دوو برخو د جینکو، نو که چیرته پریښودي وي دې مړي لورګانې پغیر د نر بچې نه؛ نو د دوو یا د دوو څخه زیاتو لورګانو لره ده دریمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښی وي، او که چیرته یوه لور وي نو بیا د هغې لپاره نیمه برخه د هغه مال ده چې دې مړي پریښې وي، او شته لپاره د هر یو د مور او پلار د مړي شپږمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښې وي؛ که د دې مړي اولاد وي نر وي او که ښځه، او که چیرته نه وي د دې مړي اولاد او نه یې نور وارثان وي بغیر د مور او پلار څخه؛ نو د مور لپاره یې بیا دریمه حصه د مال ده، او پاتې ټول میراث د پلار حق دی، او که چیرته وي د دې مړي وروڼه یا خویندې دوه یا له دوو څخه زیات که سکه وي (چې مور او پلار یې یو وي) او یا ناسکه وي (چې پلار یا مور يې جدا وي)؛ نو بیا د دې مور لپاره شپږمه برخه فرضا ده، او باقي مال د پلاره لپاره تعصیبا دی، او دې وروڼو او خویندو لپاره بیا هیڅ هم نشته، او د میراث تقسیم به وي وروسته د اداء کولو د هغه وصیت نه چې مړي کړی وي پدې شرط چې دا وصیت به د ټول مال له دریمې حصې څخه زیات نه وي، او په شرط د اداء کولو د هغه قرض چې پدې مړي باندې وي، او الله تعالی د میراث تقسیم ځکه پدې ډول کړی چې؛ تاسو نه پوهیږئ څوک ستاسو د پلارانو او اولادونو څخه تاسو ته ډیر نږدې دی په ګټې دررسولو کې په دنیا او اخرت کې، کیدای شي چې مړی به د یو وارث باره کې د خیر فکر کوي؛ نو هغه ته به ټول مال ورکړي، او یا به پرې د شر سوچ کوي نو هغه به له میراث څخه محروم کړي، او کیدای شي د هغه وارث حالات د دې برعکس وي، او یوازې هغه ذات چې دا ټول پیژني الله تعالی دی هغه ذات چې په هغه باندې هیڅ شي پټ نشې پاتي کیدلی، او لدې وجی نه یې میراث په هغه طریقه تقسیم کړ کوم چې په دې ایت کې بیان شو، او دا یې د خپل طرف نه په خپلو بندګانو فرض کړ، بیشکه الله تعالی په هر څه باندې پوه دی په هغه باندې د خپلو بندګانو د مصلحت څخه هیڅ شی هم پټ نشي پاتې کیدلی، حکمت والا ذات دی په خپلو حکمونو او په خپلو کارونو کې.

(12) او ستاسو لپاره -ای خاوندانو- نیمه حصه د هغه مال ده چې ستاسو بیبیانو پريښی وي؛ چې کله د هغوی هیڅ اولاد نه وي -نارینه یا زنانه- ستاسو څخه او یا د بل خاوند څخه، نو که چیرته د هغوی اولاد وي - نارینه یا زنانه- نو بیا ستاسو لپاره څلورمه حصه د هغه مال ده چې ستاسو بیبیانو پریښی وي، دا به تاسو لره درکول کیږي وروسته د نافذولو د وصیت د هغوی نه، او وروسته د اداد کولو د هغه قرض نه چې په هغوی باندې قرض وي. او د بیبیانو لپاره څلورمه حصه د هغه مال ده چې تاسو پریښی وي -ای خاوندانو- که چیرته ستاسو اولاد نه وي -نارینه یا زنانه- د دې بیبیانو څخه او یا د نورو څخه، نو که چیرته ستاسو اولاد وي -نارینه یا زنانه- نو بیا د هغوی لپاره اتمه حصه د هغه مال ده چې تاسو پریښی دی، هغوی ته به دا حصه ورکول کیږي وروسته د اجرا کولو ستاسو د وصیت نه، او وروسته د ادا کولو د هغه قرض نه چې په تاسو وي. او که چیرته یو سړی مړ شي او د هغه پلار او اولاد نه وي، او یا زنانه مړه شي چې د هغې پلار او اولاد نه وي، او وي د دې مړي لپاره د دې دواړو نه اخیافی (چې یوازی له مور څخه يې وي) ورور یا خور؛ نو پس هر یو د دې دواړو ته شپږمه حصه د مال ده فرضا، او که چیرته دا اخیافي وروڼه او خویندې له یو څخه زیاتې وي؛ نو بیا د دې ټولو لپاره یوځای د ټول مال دریمه برخه ده فرضا، نارینه او زنانه یوشان دي په تقسیم کې، او اخلي دوی دا خپله برخه وروسته د اجرا کولو د وصیت د مړي څخه ، او وروسته د ادا کولو د هغه قرض نه چې په دې مړي وي، پدې شرط چې دا وصیت به وارثانو ته څه ضرر نه رسوي؛ داسې چې دا وصیت د ټول مال له دریمي حصې څخه زیات وي، دا حکم چې کوم په دې آیت کې راغلی د الله تعالی له طرفه تاسو ته مضبوط حکم دی چې په تاسو یې فرض کړی دی، او الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې اصلاح کوي په هغه سره بندګان خپل په دنیا او اخرت کې، صبرناک دی ګناهګار ته په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي.

(13) دا پورته بیان شوي احکام د یتیمانو او نورو خلکو باره کې، د الله تعالی حکمونه دي خپلو بندګانو لپاره يې روا کړي چې عمل پرې وکړي، او څوک چې تابعداري وکړي د الله تعالی او د هغه د رسول په عملي کولو د اوامرو د هغوی او په ځان ساتلو سره له نواهیو د هغوی څخه؛ نو داخل به یې کړي الله تعالی جنتونو ته چې بهیږي لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې (نهرونه)، همیشه به وي دوی په دې کې چې ختمیدل به ورته نه رسیږي، او دا د الله تعالی بدله ده همدا غټه کامیابي ده چې هیڅ قسم کامیابي ورسره نشي برابریدلی.

(14) او چا چې نافرماني وکړه د الله تعالی او د هغه د رسول په وروسته کولو د حکمونو د هغه او په پریښودلو د عمل کولو په هغو، او یا په شک کولو سره په هغو کې، او د الله تعالی د حکمونو له پولو څخه اوړي؛ داخل به یې کړي اورته همیشه به وي پدې اور کې، او دې لره به پدې اور کې ذلیلونکی عذاب وي.

(15) او هغه چې راتګ کوي بدکارۍ ته ستاسو له زنانه و څخه که واده شوي وي او که نه وي واده شوې، نو بس ګواهان ونیسئ په دوئ باندې څلور سړي مسلمانان عادلان، نو که هغوی ګواهي وکړه په دې زنانه و چې بدکاري يې کړې ده نو بس بندې وساتئ هغوی لره په کوټو کې؛ دا سزا ده د دوی لپاره، تر دې چې د مرګ په راتګ سره یې زندګي ختمه شي، او یا جوړه کړي الله تعالی دوی لره بله څه لاره غیر له بند نه. بیا الله تعالی د هغوی لپاره وروسته لاره بیان کړه، نو حکم یې کیښود د باکرې (ناواده شوې) بدکاره ښځې لپاره سل درې وهل او یو کال جلا وطني، او د واده شوي ښځي لپاره رجم (په کاڼو ویشتل).

(16) او هغه دوه کسان چې د زنا يا لواطت بدکاري وکړي له سړو څخه -که واده یې کړی وي او که نه یې وي کړی- نو سزا ورکړئ هغوي ته په ژبه او په لاس چې کوم یو شی دوی سپکوي او رټي يې، نو که چیرته دوی د خپل بدکار څخه واوښتل، او خپل اعمال يې برابر کړل؛ نو تاسو هغوی ته د بد رد څخه مخ واړوئ؛ ځکه چې د ګناه څخه توبه ویستونکی داسي وي لکه بیخي چې يې ګناه نه وي کړي، بیشکه الله تعالی ډیر توبه قبلوونکی دی په هغه چا باندې چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې. او په دې ډول سزا باندې بسنه کول اول د اسلام کې وو، بیا وروسته منسوخ شو په وهلو او جلاوطنۍ سره د غیر واده شوي او په رجم کولو (کاڼو ویشتلو) د واده شوي.

(17) بیشکه قبلوي الله تعالی توبه د هغو کسانو چې اقدام یې کړی وي په کولو د ګناه او نافرمانۍ په ناپوهۍ سره په انجام د دې ګناه او په بدوالي د دې ګناه -او دا د هر ګناه کوونکي حال وي که قصدا يې کړی وي او که په خطا سره یې کړی وي- بیا راګرځي مایلیدونکي خپل رب ته مخکې د لیدلو د مرګ نه (مخکې د زنکدن نه)، نو الله تعالی قبلوي د دغو کسانو توبه، او د هغوی د ګناهونو څخه تیریږي، او الله تعالی د خپلو مخلوقاتو په احوالو ښه خبر دی، حکیم دی په خپل تقدیر او حکمونو کې.

(18) او الله د هغو کسانو توبه نه قبلوي چې پر ګناهونو ټينګار کوي او تر هغه توبه نه ترې وباسي ترڅو يې د مرګ سختۍ نه وي ليدلې، دغه مهال بيا له هغوی يو تن وايي: ما اوس له هغو ګناهونو توبه اېستلې چې کړي مې دي او همدارنګه الله د هغو کسانو توبه نه مني چې پر کفر د ټينګار کولو په حال کې مړه کيږي، همدوی پر ګناهونو ټينګار کوونکي سرغړوونکي دي او څوک چې د کفر په حالت کې مړه کيږي د هغوی لپاره مو دردوونکی عذاب چمتو کړی دی.

(19) اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه د رسول پيروي مو کړې ده، ستاسو لپاره روا نه دي چې د پلرونو او خپلوانو مېرمنې مو په ميراث يوسئ لکه مال چې په ميراث وړل کيږي او له هغوی سره په واده کولو تصرف وکړئ او يا يې چې چاته وغواړئ په نکاح کړئ او يا يې له واده څخه منع کړئ، او نه ستاسو لپاره د زيان په موخه د خپلو هغو مېرمنو راګرځول روا دي چې تاسو يې نه خوښوئ، تر څو ستاسو لپاره له ځينې هغه مهر او نورو شيانو تېرې شي چې ورکړي مو دي، مګر دا چې څرګنده ناروا کار لکه زنا وکړي، که يې دغه کار وکړ، بيا ستاسو لپاره د هغوی را ګرځول او پر هغوی تر هغه وخته تنګسه راوستل روا دي، ترڅو يې هغه څه د فديې په ډول نه وي درکړي چې تاسو هغوی ته ورکړي وو، له خپلو مېرمنو سره د زيان له رسولو په لاس اخېستو او نېکۍ کولو سره ښه ملګرتيا وکړئ، که مو د کومې دنيوي چارې له امله له هغوی بد راځي، نو پر هغوی صبر وکړئ، کېدای شي الله په هغه څه کې د دنيا په ژوند او آخرت کې زياته ښېګڼه درته اېښې وي.

(20) او که چیرته تاسو اراده وکړئ -ای خاوندانو- طلاقول د یوئ ښځې، او بدلول د بلې ښځې په هغې؛ نو په تاسو باندې پدې کې څه ګناه نشته، او که چیرته تاسو ورکړی وي هغې ښځې ته چې تاسو د هغې د پریښودلو پخه اراده کړي وي ډیر مال په مهر کې؛ نو ندي جایز تاسو لره اخیستل د هیڅ شی له هغې نه، ځکه د هغه څه اخیستل چې تاسو دوی ته ورکړی یو ښکاره سپکاوی( تور تپل) او ښکاره ګناه ده.

(21) او څرنګه تاسو اخلئ هغه څه چې تاسو ورکړي وي هغوئ ته د مهر نه وروسته د هغه نه چې ستاسو ترمنځ کومه علاقه او دوستي رامنځ ته شوې وه او تاسو کوم خوندونه اخیستي وو او د یو بل په پټو رازونو خبر شوي وئ، ځکه چې د هغه مال ارزو کول چې د هغوی سره وي وروسته د دې ټولو خبرو نه نا آشنا او بد کار دی، او په تحقیق سره اخیستلی دی دې زنانه و ستاسو نه کلک لوظ، او هغه دا چې هغوی مو د الله په نوم او د هغه د شریعت له مخې ځان ته روا کړي دي.

(22) او تاسو مه په نکاح کوئ هغه ښځې چې مخکې په نکاح کړي وې ستاسو پلارانو؛ ځکه دا کار حرام دی، مګر دا چې مخکې له اسلام نه چا دا کار کړی وي نو په هغه باندې څه نیوکه نشته، دا ځکه چې د پلار د ښځې سره د زوی نکاح کول عقلا ډیر بد کار دی، او د الله تعالی د غصي سبب دی د دې کار په کارکوونکې باندې، او ډیره بده لار ده د هغه چا لپاره چې دا کار یې کړی وي.

(23) بیشکه حرام کړي الله تعالی په تاسو باندې نکاح کول د خپلو میندو سره او پورته د هغوی نه، یعنی د مور مور او د هغې نیا د پلار یا د مور له طرف نه، او لورګانې ستاسو او لاندې د هغوی نه؛ یعني ستاسو د لورګانو لورګانې او د هغوی د لورګانو لورګانې، او همدارنګه د زوی لورګانې او د لور لورګانې او لاندې د هغې نه، او خویندې ستاسو سکه (چې مور او پلار مو یو وي) او یا ناسکه (چې مور یا پلار مو جدا وي)، او عمات (د پلار خویندې) ستاسو، او همدارنګه ستاسو د پلارانو عمه ګانې او ستاسو د مورګانو عمه ګانې او پورته له هغې نه، او تروریاني (د مور خویندې) ستاسو، او همدارنګه ستاسو د میندو او پلارانو تروریاني او پورته د هغوی نه، او وریرې ستاسو او خورزې ستاسو، او د هغوی اولاد او ښکته د هغوی نه، او میندې ستاسې هغه چې تاسو ته یې تی (شیدې) درکړي وي، او خویندې ستاسو د وجې د تي رودلو نه، او ستاسو د بیبیانو میندې (خواښیانې) که تاسو د دغو بیبیانو سره کوروالی کړی وي او که نه مو وي کړی، او لورګانې ستاسو د بیبیانو هغه چې د بل خاوند څخه وي (پرکټۍ) چې ستاسو په کورونو کې غالبا هغوئ اوسیږي او د هغوئ تربیت کیږي، او همدارنګه هغه چې ستاسو په کورونو کې یې تربیت نه وي شوي، که چیرته تاسو د هغوی له مورګانو سره کوروالی کړی وي، او که کوروالی مو ورسره نه وي کړی نو بیا په تاسو څه ګناه نشته چې د هغوی د لورګانو سره نکاح وکړئ، او حرام کړې یې ده په تاسو باندې نکاح کول ستاسو د زامنو د ښځو (انګور) سره هغه زامن چې ستاسو نه پیدا وي، او اګر که هغوی ورسره کوروالی هم نه وي کړی، او په دې حکم کې ستاسو د رضاعي بچو ښځې هم شاملې دي، او حرام دی په تاسو باندې یوځای کول د دوو خویندو ترمنځ که نسبي خویندي وي او که رضاعي وي مګر هغه چې مخکې چا دا کار کړی وي په جاهلیت دور کې نو بس الله تعالی د هغه نه عفوه کړې ده، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی خپلو توبه ویستونکو بندګانو ته، مهربانه دی په هغوی باندې. او همدا رنګه په حدیثو کې د ښځې او د هغې د ترور (عمه او خاله) تر منځ د یوځای والی څخه هم منع راغلې ده.

(24) او حرام کړی شوي دي په تاسو باندې نکاح کول د واده شوو زنانه و سره، مګر هغه چې مالکان شوي یاستئ تاسو په قیدي کولو د هغوئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې، نو جایز دي تاسو لره کوروالی د هغوئ سره وروسته د پاکوالي د هغوئ د بچو دانو په یو حیض (میاشتنۍ بیمارۍ) سره، دا حکم الله تعالی په تاسو فرضا مقرر کړی دی، او حلال کړي الله تعالی تاسو لره علاوه (پرته) له دې نه ټولې زنانه، په دې شرط چې تاسو ولټوئ ستاسو په مالونو سره پاکوالی ستاسو د نفسونو او بچ کول د هغو په حلالو طریقو سره چې نه یاستئ قصد کوونکې د زنا، نو د کومو زنانه و څخه چې تاسو فایدې واخلئ په نکاح کولو سره نو ورکړئ هغوئ ته مهرونه د هغوئ هغه چې الله تعالی په تاسو باندې مقرر کړی دی، او نشته ګناه په تاسو په هغه څه کې چې تاسو په هغه باندې رضا شئ وروسته د ټاکلو د واجب مهر نه، د زیاتوالی نه په هغه کې او یا عفوه کول په څه حصه د مهر کې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په خپلو مخلوقاتو باندې هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، حکمت والا دی په خپلو کارونو او حکمونو کې.

(25) او هغه څوک چې وسه نه لري ستاسو څخه -ای سړو- د مال د کموالي له امله چې نکاح وکړي د ازادو زنانه و سره نو جایز دی دې لره نکاح کول د وینځو سره چې ستاسو نه پرته د بل چا وینځې وي، په دې شرط چې په ظاهر کې تاسو ته مومنانې ښکاري، او الله تعالی ښه پوهه دي په حقیقت د ایمانونو ستاسو او په پټو حالاتو ستاسو، او تاسو او هغوئ برابر یاستئ په دین او انسانیت کې، نو بس تاسو مه اوړئ د نکاح کولو نه د هغوی سره، او تاسو نکاح کړئ هغوی په اجازه د مالکانو د هغوی، او ورکړئ هغوی ته مهرونه د هغوی پرته له کموالي او وروسته والي څخه، دا پدې شرط چې هغوی پاک لمنې وي په ښکاره ډول زنا کاري نه وي، او نه وي نیوونکې پټو یارانو لره لپاره د زنا کولو د هغوی سره په پټه باندې، نو کله چې دا وینځې نکاح وکړي، او بیا بدکارۍ (زنا) ته راتګ وکړي نو د هغوئ سزا په شان د نیمې سزا د ازادو ښځو ده: پنځوس دُرې دي، او د هغوئ په کاڼو ویشتل نشته، برخلاف د ازادو زنانه و کله چې هغوی زنا وکړي. دا چې بیان شو د نکاح جواز د پاک لمني مومنې وینځې سره د هغه چا لپاره رخصت دی چې په خپل ځان په زنا کې د واقع کیدو نه ویریږي، او د ازادو زنانه و سره د نکاح وسه یې نه وي، سره د دې نه چې د وینځو سره د نکاح کولو څخه صبر کول ډیر بهتر دي؛ د دې وجې نه چې غلامان بچې ډیر نشي، او الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي د خپلو بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې، او د هغه د رحمت څخه دا دي چې هغوی ته یې د وینځو سره نکاح کول جایز کړي په هغه وخت کې چې انسان د ازادې زنانه سره نکاح نشي کولی او په زنا کې د واقع کیدو څخه ویریږي.

(26) غواړي الله تعالی په دې جایز کولو د دې احکامو سره چې بیان کړي تاسو ته د خپل دین طریقي، او هغه څه چې په هغه کې ستاسو د د نیا او اخرت مصلحتونه وي، او غواړي الله تعالی چې وښایې تاسو ته لاره د پیغمبرانو چې مخکې ستاسو څخه وو په حلالو او حرامو کې، او ښایسته صفات د هغوی، او د هغوی ښایسته تګلاره چې تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، او غواړي الله تعالی چې تاسو د ګناهونو څخه خپلې تابعدارۍ ته راوګرځوي، او الله تعالی پوهه دي په هغه څه چې د خپلو بندګانو مصلحت یې پکې وي نو هغوی لره یې روا او جایز کوي، حکمت والا دی په خپلو احکامو کې او د خپلو چارو په تدبیر کې.

(27) او الله تعالی غواړي چې توفیق د توبې درکړي تاسو ته، او ستاسو د ګناهونو څخه تیر شي، او غواړي هغه کسان چې په خپلو شهوتونو پسې روان دي؛ چې لرې شئ تاسو د نیغې لارې نه ډیر لرې.

(28) غواړی الله تعالی چې سپک کړي له تاسو څخه په هغه احکامو کې چې ستاسو لپاره یې روا کړي دي، نو تاسو نه مکلف کوي په هغه څه چې وسه يې نه لرئ؛ ځکه چې هغه ښه پوهه دی د انسان په کمزورۍ په پیدایشت او په اخلاقو کې.

(29) ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداری مو کړې ده! نه دې اخلې بعضی ستاسو نه مالونه د بعضو نورو په ناروا طریقو سره، لکه په زور اخیستل او په غلا او رشوت او نورو باطلو طریقو باندې، مګر که دا مالونه د تجارت مالونه وي چې د دواړو (اخیستونکي او خرڅوونکي) په خوښه صادر شوي وي، نو جایز دي تاسو لره د هغې خوړل او په هغه کې تصرف کول، او نه دې وژني بعضي ستاسو نه بعضو نورو لره، او نه دې مړ کوي هیڅ یو کس ستاسو نه خپل ځان لره، او خپل ځان دې هلاکت ته نه اچوي، بیشکه الله تعالی په تاسو باندې ډیر مهربانه دی، او د هغه د رحمت څخه دا دي چې په ستاسو وینې او مالونه او عرضونه يې حرام کړي دي.

(30) او څوک چې وکړي دغه کارونه چې منع ترې شوې ده نو وخوري مال د بل چا او په هغه باندې تیری وکړي په وژلو سره او یا بلې طریقې سره چې ښه پوهه تیری کوونکی وي، ناخبره او هیریدونکی نه وي؛ نو خامخا زر دې چې داخل به یې کړي الله تعالی اور لوی ته د قیامت په ورځ، څکې به د هغه اور ګرمي، او برداشت کوي به د هغه عذاب، او دی دا کار په الله تعالی باندې ډیر اسان؛ ځکه چې الله تعالی قادر دی هیڅ شی یې نشې عاجز کولي (هیڅ شي ترې نشې پاتي کیدلی).

(31) که ځان لرې وساتئ تاسو -ای مومنانو- د غټو ګناهونو له کولو څخه لکه د الله تعالی سره شرک کول، او د مور او پلار نافرماني کول، او بې ګناه نفس وژل، او د سود خوړل؛ نو مونږ به تیر شو د هغو وړو ګناهونو څخه چې تاسو يې کوئ چې هغه به درنه ورژوو او ختم به يې کړو، او داخل به کړو تاسو د عزت والا ځای ته په نز د الله تعالی، او هغه ځای جنت دی.

(32) اې مومنانو د هغه څه هيله مه کوئ چې الله ستاسو څخه ځينو ته پر ځينو کومه پېرزوينه کړې ده؛ ترڅو د غصې او کينې لامل نه شي؛ نو د ښځينه و لپاره نه ښايي چې د هغه څه هيله وکړي چې الله د نارينه و لپاره ځانګړي کړي دي، ځکه د هرې ډلې لپاره د هغه له حساب سره سمه بدله ده، او له الله څخه د هغه د ورکړې د زياتوالي غوښتنه وکړئ، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، نو هر چاته يې له هغه سره مناسب څه ورکړي دي.

(33) او لپاره د هر یو ستاسو څخه مونږ ګرځولې هغه لره خپلوان میراث اخلي د هغه مال نه چې پریښی وي مور او پلار او نورو خپلوانو د میراث نه او هغه کسان چې تاسو غوټه کړي د هغوئ سره مضبوط قسمونه په اتحاد او کومک کولو نو ورکړئ هغوی ته برخه د هغوی د میراث نه، بیشکه دی الله تعالی په هر څه باندې څاروونکې، او د هغه د څارنې څخه شاهدې د هغه ده ستاسو په دې قسمونو او لوظونو، او توارث بالحلف (په دوستئ سره د یو بل نه میراث اخیستل) د اسلام په اول کې وو، بیا منسوخ شو.

(34) سړی به ساتنه کوي د زنانه و، او د هغوی چارې (د زندګۍ اسباب) به سمبالوي، پدې وجه چې الله تعالی دوی خاص کړي په غوره والي سره په زنانه و باندې، او په دې وجه چې واجب دي په دې سړو باندې د نفقې نه او د سرپرستۍ کولو نه په زنانه و باندې، او هغه نیکانې د ښځو څخه چې تابعداري کوونکي وي د خپل رب، تابعداري کوونکي وي د خپل خاوند، ساتونکي وي د خپلو خاوندانو د هغوئ په غیاب کې په سبب د توفیق د الله تعالی دې زنانه و ته، او هغه زنانه چې تاسو ویریږئ د هغوی له سرغړونې څخه د خاوند د تابعدارۍ نه په وینا او چلند کې، نو اول شروع وکړئ -ای خاوندانو- هغوی ته په نصیحت کولو او د الله تعالی څخه په ویره ورکولو، نو که چیرته درله خبره ونه منې نو بیا پریږدئ هغوی لره په بیسترو کې، داسې چې شا دې ورته اړولي وي او کوروالی دې ورسره نه کوي، نو که بیا یې هم خبره ونه منله نو بیا یې ووهئ داسې وهل چې ډیر او سخت نه وي (چې په وجود کې یې د وهلو اثر پیدا نشې او یایې هډوکی مات نشي)، نو که بیا راوګرځې ستاسو اطاعت ته؛ نو بیا په هغوې تیری مه کوئ په ظلم کولو سره او یا په ملامتیا ورکولو سره، بیشکه دی الله تعالی خاوند د اوچتوالي په هر شی باندې، اوچت دی په خپل ذات او صفاتو کې نو د هغه څخه وویریږئ.

(35) او که چیرته ویریږئ تاسو -ای ولیانو د ښځې او خاوند- چې وبه رسیږي خلاف د دې دواړو تر منځ دښمنۍ او یو بل ته شاکولو ته، نو ولیږئ یو سړی منصف د خاوند د خپلوانو څخه، او یو سړی منصف د زنانه د خپلوانو څخه؛ د دې لپاره چې دا دواړه فیصله وکړي په کوم شي کې چې مصلحت وي د جدا والي نه او یا يوځای پاتې کیدلو نه، او د دواړو یوځای پاتی کیدل ښه دي او بهتر دي، نو که چیرته دې دواړو منصفانو فیصله کوونکو اراده وکړه د ښځې او خاوند د یوځای پاتی کیدلو او ښه طریقه یې غوره کړه نو الله تعالی به ښځې او خاوند دواړو لره توفیق ورکړي، او د هغوی تر منځ اختلاف به ختم شي، بیشکه الله تعالی باندې د خپلو بندګانو هیڅ شي پټ نشې پاتی کیدلی، او هغه ښه پوهه دی په پټو هغه شیانو چې دا بندګان یې په خپلو زړونو کې پټوي.

(36) يوازې الله ته په غاړه اېښودلو عبادت وکړئ او له هغه سره بل څوک مه لمانخئ، له مور او پلار سره په درناوي او ښېګڼه کولو ښه چلند کوئ، له خپلوانو، يتيمانو او اړمنو سره ښه چلند کوئ، له هغه ګاونډي سره چې خپلوي ورسره لرئ او يا هغه چې خپلوي ورسره نه لرئ نيکي کوئ، پر لار له ملګري سره مو ښه چلند کوئ، له هغه ناپېژانده مسافر سره چې لاره يې اوږده وي ښه چلند کوئ، او له خپلو مرېيانو سره ښه چلند کوئ، پرته له شکه الله هغه څوک نه خوښوي چې پر ځان غره وي او پر بنده ګانو يې لويي کوونکی او پر خلکو د وياړ په ډول د ځان ستايونکی وي.

(37) او نه خوښوي الله تعالی هغه کسان چې بندوي هغه چې الله تعالی په دوی باندې واجب کړی د خرچ کولو د هغه رزق څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی، او نورو خلکو ته هم په خوله او په کردار سره په دې بندولو امر کوي، او پټوي هغه رزق، علم او نعمتونه چې الله تعالی دوی ته د خپل فضل نه ورکړي دي، نو خلکو ته حق نه ښکاره کوي، بلکه پټوي یې، او باطل ښکاره کوي، او دا صفات د کفر د صفاتو څخه دي، او بیشکه مونږ تیار کړی دی کافرانو لره عذاب شرموونکی.

(38) او همدارنګه مونږ عذاب تیار کړی د هغه چا لپاره چې خرچ کوي مالونه خپل د دې لپاره چې خلک ئې وویني او صفت یې وکړي، او دوی ایمان نه لري په الله تعالی، او نه په ورځې د قیامت؛ تیار کړی دی مونږ د هغوئ لپاره دا شرموونکی عذاب، او نه وو ګمراه کړي دوی لره مګر تابعداري کول د دوی شیطان لره، او څوک چې وي شیطان هغه لره ملګری نو ډیر بد ملګری دی.

(39) او دغو خلکو ته به څه زيان رسېدلی و، که يې په حقه پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان راوړی و او د الله ورکړې روزي يې په هغو لارو کې لګولې وه چې الله يې خوښوي او پرې خوشحاليږي، بلکې په دغو ټولو کې يې خير و، او الله پر هغوی ښه پوه دی، هيڅ يې نه ترې پټيږي او هر يوه ته به يې پر کړنه بدله ورکړي.

(40) بیشکه الله تعالی عادل ذات دی په خپلو بندګانو هیڅ ظلم نه کوي، نو د هغوی د حسناتو څخه د وړوکي میږي په اندازه هم نه کموي، او که چیرته نیکي د ذرې په اندازه هم وي ثواب یې څو چنده کوي د خپلې مهربانۍ له مخې، او سره د زیاتوالي نه؛ د خپل طرف نه ډیر لوی ثواب هم ورکوي.

(41) نو څرنګه به وي حال په ورځ د قیامت کله چې مونږ راولو د هر امت پیغمبر لره چې ګواهي به کوي په خپل امت باندې په هغه عمل چې کړی يې وي، او رابه ولو مونږ تالره -ای پیغمبره- ستا په امت باندې ګواهي کوونکی؟!.

(42) په دغه لویه ورځ کې به ارمان کوي هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی دی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني یې کړې چې کاش که دوی خاوري شوي وی نو دوی او ځمکه به برابره وه، او نه به شي پټولی د الله تعالی څخه هیڅ شی د هغه عمل نه چې دوی کړی وي؛ ځکه چې الله تعالی به د دوی په ژبو باندې مهر ولګوي نو خبرې به پرې نشي کولی، او اندامونو ته به یې حکم وشي نو په دوی به د دوی په کړو عملونو ګواهي وکړي.

(43) ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړی! تاسو لمونځ مه کوئ په داسې حال کې چې تاسو نشه یاستئ تر دې پورې چې خه روغ شئ له نشې څخه، او پوهه شئ په هغه څه چې تاسو یې وایئ -او دا حکم مخکې د شرابو د حراموالي څخه و- او لمونځ مه کوئ حال دا چې تاسو په جنابت کې یاستئ، او تاسو جوماتونو ته مه ننوځئ د نشې په حال کې مګر دا چې تیریدونکي یاستئ او په هغه کې نه پاتې کیږئ؛ تر دې چې ولامبئ، او که چیرته تاسو ته داسې مرض دررسیدلی وي چې د هغه سره د اوبو استعمال نا ممکن وي، او یا تاسو مسافر وئ، او یا یو کس ستاسو څخه بی اودسه شي، او یا د خپلو ښځو سره کوروالی وکړئ؛ نو اوبه پیدا نه کړئ نو پس بیا قصد وکړئ پاکې خاورې ته، نو مسح وکړئ په خپلو مخونو او په خپلو لاسونو د دې خاورې څخه، بیشکه الله تعالی مخ اړوونکی دی ستاسو د کموالي څخه، بخنه کوونکی دی تاسو ته.

(44) ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- د یهودو د کار نه هغه چې الله تعالی ورته د تورات د علم څخه څه برخه ورکړی ده، بدلوي (اخلي) ګمراهي په هدایت باندې، او دوی ستاسو په ګمراه کولو باندې هم حرص کوونکي دي -ای مومنانو- د سمې لارې څخه هغه چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی؛ د دې لپاره چې تاسو د هغوی په کږې لاره روان شئ؟!.

(45) او الله رب العزت ښه پوهه دی ستاسو په دښمنانو -ای مومنانو- نو تاسو یې په هغوئ باندې خبر کړی یاستئ او د هغوی دښمني یې تاسو ته بیان کړې ده، او پوره دی الله تعالی کار چلوونکی، چې تاسو د هغوی د جنګ څخه ساتي، او پوره دی الله تعالی مددکوونکی بچ کوي تاسو لره د هغوی د چلونو او د تکلیفونو څخه او تاسو په هغوی غالبه کوي.

(46) له یهودو څخه یو بد قوم دی بدلوي هغه خبرې چې الله تعالی رالیږلي دي، نو بس د هغه تفسیر کوي خلاف د هغه څه چې الله تعالی رالیږلي دي، او وایې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته کله چې ورته هغه په څه شي باندې امر وکړي: مونږ ستا خبره اورو، او ستا د کار مخالفت کوو، او وایې دوی د مسخرې په ډول: واوره هغه څه چې مونږ یې وایو ته دې اورول ونه کړی شی؛ او دوی ښکاره کوي په خپلې دې وینا سره: «راعنا» چې دوی دا غواړي: ستا غوږ مونږ ته متوجه کړه، او بلکه د دوی مقصد کنځل کول وي (شپونکې، یا کم عقل او غبي)؛ اړوي راړوي په دې سره ژبې خپلې، دوی اراده د بد دعایۍلري په پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- او هدف د دوی په دین کې عیب ویل وي، او که چیرته دوی ویلی وئ: مونږ ستا وینا واوریده، او ستا تابعداري کوو، په بدل د وینا د دوی کې: مونږ ستا خبره واوریده، او ستا تابعداري نه کوو، او ویلی یې وئ: واوره، په ځای د وینا د دوی: واوره تا ته دې اورول ونه کړی شي، او دوی ویلي وی: مونږ ته لږ انتظار وکړه چې مونږ په هغه څه پوهه شو چې ته یې وایې، په ځاي د وینا د دوی: راعنا (زمونږ شپونکیه، یا کم عقل او غبي)؛ دا به خامخا دوی لره غوره وی د هغه څه نه چې دوی اول ویلی و، او ډیره برابره خبره به وي د هغې نه؛ ځکه چې په دې کې خایسته ادب دی، هغه چې د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- د شان سره مناسب دی، خو لکن الله تعالی په دوی باندې لعنت کړی دی، نو دوی یې د خپل رحمت څخه شړلي دي د دوی د کفر په وجه، نو دوی داسې ایمان نه راوړي چې دوی ته فایده ورسوي.

(47) ای هغه کسانو چې کتاب ورته ورکړی شوی دی د یهودو او نصاراو څخه، ایمان راوړئ په هغه کتاب چې مونږ په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې نازل کړی دی، هغه چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتابونو چې ستاسو سره دي د تورات او انجیل څخه، مخکې لدې نه چې مونږ وران کړو هغه حواس چې په مخونو کې دي، او ویې ګرځوو د شا طرف ته، او یا به مونږ دوی وشړو د الله تعالی د رحمت څخه لکه څرنګه چې مونږ د دې څخه د شنبی ورځې والا (خالی ورځې والا) شړلی وو هغه کسان چې د شنبې په ورځ يې د ماهیانو ښکار کړی و وروسته د دې نه چې هغوی ترې منع شوي وو، نو الله تعالی د هغوی څخه شادوګان جوړ کړل، او دی کار او فیصله د الله تعالی خامخا واقع کیدونکی.

(48) بیشکه الله تعالی نه بښي چې هغه سره دې څه شی د خپلو مخلوقاتو څخه شریک کړل شي، او بښنه کوي ښکته د شرک او کفر څخه د ګناهونو چاته چې وغواړي په خپل فضل سره، او عذاب ورکوي په دې ګناهونو سره چا لره چې وغواړي د هغه د ګناهونو په اندازه په خپل عدل سره، او چا چې د الله تعالی سره څه شي شریک کړل نو یقینا جوړه يې کړه غټه ګناه چې؛ نه معاف کیږي څوک چې پرې مړ شو.

(49) ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- په حال د هغو کسانو چې د خپل ځان او د خپلو کارونو ستاینه کوي؟ بلکه الله تعالی یوازي هغه ستاینه کوي چا لره چې وغواړي د خپلو بندګانو څخه او پاکوي هغوی لره؛ ځکه هغه پوهه دې د زړونو په رازونو، او کم به نه کړی شي د هغوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی او اګر که وي په اندازه د هغه تار چې د کجورې د هډوکي(زړي) په منځ کې دی.

(50) وګوره ته -ای پیغمبره- څرنګه دوی جوړوي په الله تعالی باندې دروغ په ستایلو د دوی ځانونو خپلو لره! او دا یوه ګناه بسنه کوي د دې لپاره چې ښکاره کړي د دوی بې لارېتوب لره.

(51) ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- او تعجب کوې حال د هغو یهودو ته چې الله تعالی ورته د علم نه څه برخه ورکړې ده، یقین کوي په هغه څه چې دوی جوړ کړی لایق د بندګۍ ښکته د الله تعالی څخه، او وایې - چاپلوسي کوونکي مشرکانو ته- بیشکه دوی په ډیره ښه طریقه دي د محمد صلی الله علیه وسلم له ملګرو څخه؟!.

(52) دا هغه کسان دي چې دا فاسده عقیده لري او هم دوی دي چې الله تعالی د خپل رحمت څخه شړلي دي، او څوک چې الله تعالی د خپل رحمت نه وشړي نو ته به هغه لره هیڅ څوک مرستندوی پیدا نه کړې چې مرسته يې وکړي.

(53) نشته دې خلکو لره څه برخه د بادشاهۍ نه، او که چیرته وي دوی لره څه برخه د بادشاهئ نه نو نه به يې وی ورکړی هیچا ته د دې څخه هیڅ شی، او اګر که په اندازه د هغه داغ وي کوم چې د کجوري د هډوکی(زړی) په شا وي.

(54) بلکه دوی حسد کوي د محمد -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د ملګرو سره په هغه چې الله تعالی دې ته ورکړي د پیغمبرۍ نه او د ایمان نه او په زمکه کې د قدرت نه. نو ولې دوی حسد کوي د دوی سره او حال دا چې مخکې مونږ ورکړی و کورنۍ د ابراهیم علیه السلام ته رالیږل شوی کتاب، او پرته له رالیږل شوي کتاب نه نوره وحې هم، او ورکړې وه مونږ هغوی ته په خلکو باندې پراخه بادشاهي.

(55) ځینې د اهل کتابو نه هغه دي چې ایمان یې راوړی په هغه وحې چې الله تعالی په ابراهیم علیه السلام باندې رالیږلې ده او د هغې په اولاده کې په نورو پیغمبرانو رالیږلی ده، او بعضی د دوی څخه هغه دي چې مخ یې اړولی دی په هغې باندې د ایمان راوړلو څخه، او دا موقف د دوی د محمد صلی الله علیه وسلم باندې چې کومه وحی راغلی وه د هغې باره کې هم دی، او دی اور د جهنم پوره عذاب د هغه چا لپاره چې کفر یې کړی د دوی څخه.

(56) بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی زمونږ په آیتونو زر به ننباسو مونږ دوی د قیامت په ورځ اور ته چې ګردچاپیره به وي د دوی څخه، هر کله چې وسوځیږی څرمنې د دوی بدلې به کړو ورله نوری څرمنې غیر د دې نه؛ د دې لپاره چې په دوی باندې عذاب همیشه وي، بیشکه دې الله تعالی زورور دی هیڅ شي پرې نشي غالب کیدلی، حکمت والا دی په هغه څه کې چې برابروي يې او فیصله کوی يې.

(57) او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبرانو تابعداري ئې کړې ده، او نیک عملونه يې کړي دي خامخا داخل به کړو مونږ دوی د قیامت په ورځ جنتونو ته چې بهیږی به لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې، همیشه به وي دوی په دې جنتونو کې همیشه، دوی لپاره به په دې جنتونو کې ببیانې وي پاکې به وي د هر قسم ناپاکیو څخه، او خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره اوږد ګڼ سوري ته چې نه به پکې ګرمي وي او نه به پکې یخني وي.

(58) بیشکه الله تعالی امر کوي تاسو ته چې ورسوئ ټول امانتونه خپلو خاوندانو ته، او حکم کوي تاسو ته کله چې تاسو د خلکو تر منځه فیصلې کوئ چې انصاف وکړئ او د حق نه مه کږیږئ چې په فیصله کې زیاتی وکړئ، بیشکه ډیر ښه دی هغه چې الله تعالی تاسو ته پرې پند درکوي او تاسو ته ښودنه کوي په هر حال کې، بیشکه الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو ویناګانو لره، لیدونکی دی ستاسو کارونو لره.

(59) ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده، تابعداري وکړئ د الله تعالی او تابعداري وکړئ د هغه د پیغمبر، په عملي کولو د هغه څه چې امر یې پرې کړی او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې نهی یې ترې کړې ده، او تابعداري وکړئ د خپلو اختیار والاو تر څو چې په ګناه یې درته امر نه وي کړی، نو که چیرته تاسو اختلاف پیدا کړ په څه شي کې نو وګرځئ په دې کار کې د الله تعالی کتاب او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتو ته، که چیرته تاسو ایمان لرئ په الله تعالی او په ورځ وروستنئ، دا د الله کتاب او د پیغمبرو سنتو ته ګرځیدل ډیر غوره دي د هميشوالي كولو نه په اختلاف کې او د وینا کولو نه په خپله رایه، او ډیر ښه دی تاسو لره په اعتبار د انجام.

(60) آیا ته نه ګورې -ای پیغمبره- تناقض د منافقانو ته چې د یهودو څخه دي هغه کسان چې دعوه کوي په دروغو سره چې یقینا دوی ایمان راوړی په هغه کتاب چې په تا باندې نازل شوی دی او په هغو کتابونو چې ستا څخه مخکې نورو پیغمبرانو باندې نازل شوی دی، دوی غواړي چې فیصلې وېسې په خپلو جګړو کې غیر د الله تعالی د شرعې نه هغه شرعې ته چې بندګانو جوړه کړی ده، او دوی ته امر کړی شوی و چې په دې باندې کفر وکړي. او غواړي شیطان چې لرې يې کړي د حق نه په ډیر لرې والي سره چې د هغه سره سمه لاره نشي موندلی.

(61) او کله چې دې منافقانو ته وویل شي: راشئ هغه څه ته چې رالیږلی الله تعالی په خپل کتاب کې د فیصلی څخه، او راشئ پیغمبر ته د دې لپاره چې فیصله وکړي ستاسو تر منځ په جګړو ستاسو کې، ته به وینې -ای پیغمبره- چې ګرځي به ستا څخه د فیصلې لپاره بل چاته په پوره ګرځیدلو سره.

(62) نو څرنګه به وي حال د منافقانو کله چې ورسیږي دوی ته مصیبتونه په سبب د هغه ګناهونو چې دوئ کړي دي، بیا راشي تاته -ای پیغمبره- عذر زاري کوي تاته او په الله تعالی قسمونه کوي: مونږ بل چا ته په فیصله وړلو کې بل مقصد نه وو مګر دا چې مونږ نیکې وکړو او د دواړو جګړه مارو ډلو تر منځ جوړښت راولو؟! او دوی دروغجن دي په دې خبره کې؛ ځکه چې نیکي خو په دې کې ده چې د الله تعالی قانون او شرع د هغه په بندګانو باندې عملي شي.

(63) دغه منافقان هغه کسان دی چې پوهیږي الله تعالی په هغه څه چې دوی یې په خپلو زړونو کې پټ ساتي د نفاق او بدې ارادې نه، نو پریږده -ای پیغمبره- دوی او مخ ترې واړوه، او بیان کړه دوی ته د الله تعالی حکم په رغبت ورکولو سره او په ویرې ورکولو سره او ووایه دوی ته وینا داسې اثرناکه وینا چې دوی ته ورسیږي او د دوی په زړونو کې ورننوځي.

(64) او مونږ نه دی لیږلی هیڅ رسول مګر د دې لپاره چې د هغه اطاعت وکړی شي په هغه څه کې چې امر پرې کوي د الله تعالی په خوښه او د هغه په تقدیر، او بیشکه کله چې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کړی وي په کولو د ګناهونو سره نو راشي تاته -ای پیغمبره- ستا په ژوند کې اقرار کوونکي په هغو ګناهونو چې دوی کړي وي پښیمانه هم وي او توبه ویستونکي هم وي، او د الله تعالی څخه يې بخښنه غوښتلي وي، او تا ورله هم بخښنه غوښتلي وي؛ نو خامخا دوی به موندلی وای الله تعالی توبه قبلوونکی د دوی؛ مهرباني کوونکی په دوی باندې.

(65) داسې خبره نده لکه څرنګه چې ګمان کوي دا منافقان. بیا الله رب العزت په خپل ذات باندې قسم وکړ چې بیشکه دوی تر هغه وخته پورې په حقه سره منونکي نشې کیدلی تر څو چې دوی فیصله ورنه وړي پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته د هغه په ژوند کې او د هغه قانون او شرعې ته د هغه د مرګ څخه وروسته په هره مسئله چې د دوی پکې اختلاف راځي، او بیا راضي شي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په فیصله باندې، او د دوی په سینو کې د دې فیصلې د وجې نه څه تنګستیا او شک پاتي نشي، او غاړه کیږدي په پوره غاړه کیښودلو سره په ښکاره او پټ ډول.

(66) او که چیرته مونږ په دوئ باندې فرض کړی وی وژل یو بل لره، او یا وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به نه وي عملی کړی مګر لږو کسانو د دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوئ یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکولی شي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وي د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی و دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته.

(67) او که چیرته مونږ په دوی باندې فرض کړی وی وژل د یو بل، او وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به یې نه وی عملي کړي مګر لږو کسانو د دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوی یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکیدلی شي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وی د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی و دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته.

(68) او که چیرته مونږ په دوی باندې فرض کړی وای وژل د یو بل لره، او وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به یې نه وی عملي کړې مګر لږو کسانو له دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوی یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکول کیږي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وی د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوئ ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی وی دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته.

(69) او چاچې تابعدارې وکړه د الله تعالی او د پیغمبر نو دا کسان به د هغه چا سره وي چې الله تعالی پرې جنت ته د ننوتلو انعام کړی چې هغه پیغمبران دی او صدیقین دی هغه کسان چې پوره شوې ده رښتینولي د دوی په هغه چې پیغبرانو پرې راتګ کړی، او په هغه یې عمل کړی، او شهیدان هغه چې د الله تعالی په لاره کې وژل شوي، او نیکان هغه چې خپل پټ او ښکاره يې برابر شوي، نو عملونه يې هم برابر شوي، څومره ښه دي دغه کسان د ملګرو څخه په جنت کې.

(70) دغه بیان شوی ثواب مهرباني ده د الله تعالی له طرفه په خپلو بندګانو، او کافي دی الله تعالی پوه د دوی په احوالو، او خامخا بدله به ورکړی هر چا ته په خپل عمل.

(71) ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعدارۍ مو کړې ده، ونیسئ خپله ساتنه د خپلو دښمنانو څخه په نیولو د اسبابو د هغوی د جنګ کولو، نو ووځئ هغوی ته د جنګ لپاره یوه ډله وروسته د بلې ډلې څخه، او یا ورته ټول په یو ځای ووځئ، دا ټول د خپل مصلحت مطابق، او مطابق د هغې خطې چې دښمن ته پکې ماتې ورکول کیږي.

(72) او بیشکه ځینې ستاسې څخه -ای مسلمانانو- هغه څوک دي چې وروسته وروسته کیږي د وتلو څخه د دښمن د جنګ لپاره د بزدلۍد له امله، او نور خلک هم وروسته وروسته کوي، او دا خلک منافقان دي او د کمزوري ایمان والا خلک دي، نو که چیرته تاسو ته مرګ او یا ناکامي ورسیږي نو یو د دوی څخه داسې وایې حال دا چې خوشحاله وي په خپلې سلامتیا او بچ پاتې کیدلو: بیشکه مهرباني کړې په ما باندې الله تعالی نو د هغوی سره جنګ ته حاضر نشوم کنه ما ته به هم د هغوی په شان مصیبت رارسیدلی وي.

(73) او که چیرته در ورسیږي تاسو ته -ای مسلمانانو- مهرباني د الله تعالی له طرفه په کامیابۍ او یا غنیمت سره نو خامخا وایې دا وروسته پاتې شوی کس د جهاد څخه لکه دا چې ستاسو له ډلې څخه نه وي او ستاسو او د هغه تر منځ څه مینه او ملګرتیا هم نه وي. کاش چې زه د دوی سره په دې جنګ کې وم نو زه به هم کامیاب شوی وم په هغه لویه کامیابۍ چې دوی پرې کامیاب شوي دي.

(74) نو پس جنګ دې وکړي د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شې اوچته کلمه د الله تعالی، ریښتوني مومنان هغه کسان دي چې خرڅوي ژوند د دنیا مخ اړوونکې وي د هغې نه، په اخرت باندې رغبت او مینه لرونکي وي په هغې کې، او چاچې جنګ وکړ، د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شي اوچته کلمه د الله تعالی نو دې شهید شي، او یا په خپل دښمن باندې غالب شي، او په هغه کامیاب شي، نو خامخا وربه کړي دې ته الله تعالی ثواب لوی، او هغه جنت دی او د الله تعالی رضا ده.

(75) او څه مانع دی تاسو لره -ای مومنانو- د جهاد د نه کولو د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او لپاره د خلاصولو د هغه کمزورو خلکو د سړو او زنانو او ماشومانو هغه چې د الله تعالی نه دعا کوي او وايې: ای زمونږه ربه! اوباسې مونږ د مکې مکرمې نه د وجې د ظلم کولو د مکې والاو په شرک کولو سره د الله تعالی سره او د هغه په بندګانو باندې په تیرې کولو سره، او وګرځوې مونږ لره ستا له طرفه هغه څوک چې زمونږ چارې پر مخ بوځې په رعایت کولو او ساتنې سره، او مددګار چې زمونږ څخه ضرر دفع کړي.

(76) ریښتونې مومنان جنګ کوي د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالې لپاره، او کافران د خپلو معبودانو لپاره جنګ کوي، نو تاسو جنګ وکړئ د شیطان د مددګارانو سره، نو یقینا که تاسو د هغوی سره جنګ وکړئ نو تاسو به په هغوئ غالب شئ؛ ځکه چې د شیطان چل ول ډیر کمزوری دی په الله تعالی باندې توکل کوونکو ته هیڅ ضرر نشي رسولی.

(77) آیا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- د حالاتو ستا د هغو ملګرو چې ستا څخه یې غوښتلي وو چې په هغوی دې جهاد فرض شي، نو هغوی ته وویل شو: تاسو د جهاد نه لاس بند کړئ، او قایم کړئ لمونځ لره، او ورکړئ زکات لره -او دا حکم مخکې د فرضیت د جهاد نه وو- نو کله چې یې مدینی ته هجرت وکړ، او د اسلام یوه قلعه پیدا شوه، او جهاد فرض کړی شو؛ په بعضو باندې دا کار ګران شو، نو بس دوی د خلکو نه داسې ویریدل لکه د الله تعالی د ویرې په شان او یا د هغه نه زیات، او دوئ ویل: ای زمونږه ربه! تا ولې په مونږ جهاد فرض کړو؟ ولې تا دا لږې مودې ته نه وروسته کاوه تر څو چې مونږ د دنیا مزې وکړو، ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: مزې د دنیا چې څومره زیاتې شې لږې دي او ختمیدونکي دي، او اخرت غوره دی د هغه چا لپاره چې د الله تعالی نه ویریږي د وجې د همیشوالي د هغه نعمتونو چې په دې جنتونو کې دي، او ستاسو د نیکو عملونو څخه به هیڅ شي هم نشې کمیدلی، او اګر که د هغه تار په اندازه وي چې د کجورې په هډوکي کي وي.

(78) په کوم ځاې کې چې یاست نو مرګ به تاسو ته دررسیږي کله مو چې نیټه راورسیده، او اګر که په بندو قصرونو کې یاست د جنګ د میدان څخه لرې، او که چیرته دې منافقانو ته د خوشحالۍ څه خبر ورورسیږي د بچو او ډیر رزق نه وايې دوی: دا د الله تعالی له طرفه دی، او که چیرته ورته سخته ورسیږي په بچو او یا روزی کې؛ بد پالي نیسي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم باره کې او وايې: دا تکلیف مونږ ته ستا په وجه راورسیده، ته -ای پیغمبره- رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: ټولی خوشحالیاني او تکلیفونه د الله تعالی په قضا او تقدیر باندې دي، نو بس څه دي دې خلکو لره چې دا خبري کوي نه دی نژدی چې پوهه شي ستا په خبره؟!

(79) تاته چې څه دررسیږي -ای بنی ادمه- چې ته پرې خوشحالیږي د روزی او بچو نه نو دا ټول د الله تعالی له طرفه دي، په تا یې مهربانې کړې ده، او هغه چې تاته کوم داسې څه دررسیږي چې ته پرې خفه کیږې ستا د روزی باره کې او ستا د اولادونو باره کې نو دا ستا د نفس په وجه دي په سبب د هغه ګناهونو چې تا کړي دي. او بیشکه ته مونږ لیږلی یې -ای نبي- ټولو خلکو ته پیغمبر د الله تعالی له طرفه هغوی ته د الله تعالی رسالت رسوي، او کافي دی الله تعالی ګواه ستا په ریښتینولۍ باندې په هغه څه کې چې ته یې د الله تعالی له طرفه رسوې، په هغو دلیلونو چې تا ته الله تعالی درکړي دي.

(80) چا چې تابعداري د پیغمبر وکړه په عملي کولو د هغه څه چې پیغمبر پرې امر کړی دی، او په ځان ساتلو د هغه څه نه چې هغه ترې منع فرمایلې ده؛ نو په تحقیق سره دې غاړه کیخودله د الله تعالی حکم ته، او چاچې مخ واړاوه ستا د تابعدارۍ نه -ای پیغمبره- نو ته مه غمجن کیږه په هغه باندې، نو ته مونږه په هغه باندې څارونکی نه یې لیږلی چې د هغوی عملونه ساتې، یقینا مونږ د هغه عمل جمع کوو او حسابوو یې.

(81) او منافقان تاته په خپلو ژبو باندې وایې: مونږ ستا خبره منو او عملي کوو یې، چې بیا ستا د خوا نه ووځي نو چلونه جوړوي یوه ډله د دوی څخه په پټ ډول خلاف د هغه څه چې تا ته یې ښکاره کړي وو، او الله تعالی خه پوهیږي په هغو چلونو چې دوی یې جوړوي، او خامخا ورله د دوی په دې چل او دوکې سزا ورکوي، نو ته دوی ته مه ګوره؛ نو پس دوی تا ته هیڅ ضرر نشي دررسولی، او خپل ټول کارونه الله تعالی ته وسپاره، او په هغه اعتماد وکړه، او بس دی الله تعالی کار جوړوونکی چې ته په هغه باندې اعتماد کوې.

(82) دا خلک ولې په قران کریم کې سوچ او فکر نه کوي او هغه ولې نه لولي تر دې چې دوی ته دا ثابته شي چې پدې کې هیڅ اختلاف او ګډوډی نشته؟! او تر دې چې دوی پوهه شي په ریښتنولۍ د هغه څه کې چې تا پرې راتګ کړی، او که چیرته دا د غیر الله له طرفه وی نو خامخا دوی به د دې په احکامو کې ډيره ګډوډي پیداکړې وی او د دې په معنا کې به یې هم ډیر اختلاف او فرق پیداکړی وی.

(83) کله چې دغو منافقانو ته د مسلمانانو د امن، خوښۍ، يا وېرې او غم خبر راشی، هغوی يې افشا کوي او خپروي يې، که هغوی صبر کولای او امر يې رسول الله - صلی الله عليه وسلم -، د رايې، پوهې او نصحيت څښتنانو ته راجع کولای؛ نو د رايې او استنباط څښتنانو به درک کړې وای چې د خپرولو او پټولو په اړه يې څه کول په کار دي، که پر تاسو د الله پېرزوينه د اسلام له امله او د قرآن له امله نه وای اې مؤمنانو، چې له هغه څه يې ساتلي یاست پر کوم څه يې چې دغه منافقان اخته کړي دي؛ نو هرومرو به له تاسو له لږو پرته نورو د شيطان د وسوسو پيروي کړې وای.

(84) نو بس ته جنګ وکړه -ای پیغمبره- د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او د بل چا باره کې ستا څخه تپوس نشې کیدلی او ته په هغو باندې نه رانیول کیږي؛ ځکه چې ته نه يې مکلف مګر په بارولو د خپل ځان په جنګ باندې، او ترغیب ورکړه مومنانو ته په جنګ کې او په هغه باندې یې تېز کړه، کیدای شي الله تعالی ستاسو د جنګ په وجه د کافرانو قوت دفع کړي، او الله تعالی ډیر سخت دی په قوت کې، او ډیر سخت دی په سزا کې.

(85) څوک چې بل چا ته د خیر رسولو کوشش کوي؛ نو د هغه لپاره به د ثواب څخه برخه وي، او څوک چې بل چا ته د شر رسولو کوشش کوي؛ دې لپاره به د ګناه نه برخه وي، او دی الله تعالی په هر هغه عمل چې انسان یې کوي حاضر او ګواه او خامخا به ورله په هغه بدله ورکړي. نو څوک چې ستاسو څخه د خیر د حاصلولو سبب وګرځي نو ده لره به د هغه نه برخه او نصیب وي، او څوک چې سبب شي د شر په حاصلولو کې نو ده ته به د دې نه خامخا څه شر رسیږي.

(86) او کله چې په تاسو باندې چا سلام واچاوه نو تاسو جواب ورکړئ دوی ته په غوره د هغه نه چې په تاسو یې سلام اچولی، او یا جواب ورکړئ د هغه د سلام په شان، او په غوره طریقې سره جواب ورکول ډیر غوره دي، بیشکه الله په هغه عمل چې تاسو یې کوئ څوکۍ کوونکی دی، او خامخا هر چا لره به د هغه په عمل بدله ورکړي.

(87) الله تعالی دی نشته بل څوک لایق د عبادت په حق سره پغیر د هغه څخه، خامخا راغونډ به کړي اول او اخر ستاسې په ورځ د قیامت هغه ورځ چې هیڅ شک پکې نشته؛ لپاره د بدلې درکولو ستاسو په عملونو باندې، او نشته هیڅوک ریښتیا وینا کوونکی د الله تعالی څخه.

(88) څه دی حال ستاسو -ای مومنانو- چې تاسو دوه ډلې شوي یاست په باره د تعامل کې د منافقانو سره: یوه ډله ستاسې څخه روا بولي جنګ د هغوی سره د هغوی د کفر په وجه، او بله ډله د هغوی سره جنګ کول ناروا بولي د هغوی د ایمان په وجه؟! نو څه دې تاسو لره چې تاسو د هغوی باره کې اختلاف کوئ، او الله تعالی دوی ګرځولي خپل کفر ته او ګمراهۍ ته په سبب د عملونو د دوی، آیا تاسو غواړئ چې هغه څوک په نیغه لاره روان کړئ چې الله تعالی ورته د حق د قبلولو توفیق نه دی ورکړی؟! او هر هغه څوک چې الله تعالی يې بی لاری کړي نو هیڅکله به هم ته د هغه لپاره د هدایت لاره ونه مومې.

(89) ارمان کوي منافقان چې کاشکې کفر کړی وي تاسو په هغې وحې چې نازل شوې ده پر تاسو باندې لکه څرنګه چې هغوی کفر کړی دی نو تاسو به د هغوی سره په کفر کې برابر شوي وئ، نو تاسو مه نیسئ د کافرانو څخه دوستان د هغوی د دښمنۍ په وجه تر دې چې هغوی هجرت وکړي د الله تعالی په لاره کې د کفر د کور څخه د اسلام کور ته چې دلالت کونکی وي د دوی په ایمان باندې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه او همیشوالی یې وکړ په خپل کفر باندې نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او تاسو مه نیسئ د دوی څخه دوست چې ستاسو سره ستاسو په کارونو کې مرسته کوي، او مه نیسئ د دوی څخه مددګاران چې تاسو سره ستاسو د دښمن مقابل کې مرسته او مدد کوي.

(90) مګر هغه کسان چې ځان یوځای کړي لدوی څخه داسې یو قوم ته چې ستاسو او د هغوی ترمنځ مضبوط لوظ وي په پریښودلو د جنګ باندې، او یا هغه کسان چې راغلي وي تاسو ته او حال دا چې تنګې شوي وي سینې د هغوی نو پس نه غواړي جنګ کول ستاسې سره او نه د خپل قوم سره، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی نو برلاسی کړی به یې وې په تاسو نو ستاسو سره به یې جنګ کړی و، نو پس قبول کړئ د الله تعالی له طرفه بچ ساتل ستاسو، او د هغوی په وژلو او بندي کولو لاس مه پورې کوئ، نو که چیرته هغوی ستاسو څخه یو طرف ته شول (په ډډه شول) او ستاسو سره یې جنګ ونه کړ، او غاړه یې کیښوده تاسو ته په داسې حال کې چې سوله کوونکي وو او پریښودنکي وو ستاسو جنګ لره، نو بس نده ګرځولې الله تعالی تاسو ته په هغوی باندې څه لاره د جنګ کولو او یا د هغوی د قیدې کولو.

(91) زر دی چې وبه مومئ تاسو -ای مومنانو- یوه بله ډله د منافقانو څخه چې تاسو ته خپل ایمان ښکاره کوي د دې لپاره چې خپل ځانونه بچ وساتي، او خپل قوم ته به کفر ښکاره کوي کله چې هغوی ته واپس شي چې د هغوی څخه هم خپل ځان بچ وساتي، کله چې دوی ته بلنه ورکړل شي په الله تعالی باندې کفر او شرک کولو ته نو دوی په هغې کې واقع شي په سختو واقع کیدلو سره، نو دا کسان کله چې ستاسو سره جنګ کول پرې نه ږدي، او تاسو ته غاړه هم کې نږدي په داسې حال کې چې صلح کوونکي وي، او ستاسو څخه خپل لاسونه هم بند نه کړي؛ نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او دغه کسان چې دا صفتونه یې دي مونږ ګرځولی ستاسو لپاره د هغوی په نیولو او وژلو باندې ښکاره دلیل؛ د هغوی د دوکې او چل د وجې نه.

(92) نه دي پکار مومن لره چې ووژني بل مومن مګر که د خطا په ډول ترې ووژل شي، او چا چې وواژه مومن د خطا په ډول نو په ده باندې لازم دي ازادول د یو څټ چې مريی وي، مومن وي کفاره د ده د کار نه، او لازمه ده د قاتل په خپلوانو باندې هغه چې د دې قاتل څخه میراث وړي د دیت ورکول، پوره پوره به یې د وژل شوي کس وارثانو ته ورکوي، مګر که بخښنه وکړي دا وارثان له دیت اخیستلو څخه نو بیا نه لازمیږی په دوی باندې دیت ورکول، او که چیرته دا وژل شوی کس د داسې یو قوم څخه وي چې هغه ستاسو سره جنګ کوونکی وي او مومن وي؛ نو بیا واجب دي په قاتل باندې ازادول د څټ د یو مومن مريي، او په ده باندې دیت نشته، او که چیرته وژل شوی کس مومن نه وي خو لکن د داسې یو قوم څخه وي چې ستاسو او د هغوی ترمنځ لوظ وي لکه د ذمیانو په شان، نو بیا لازم دی د قاتل په خپلوانو باندې هغه چې وارثان وي د دې قاتل دیت پوره پوره به يې ورکوي د وژل شوي کس وارثانو ته، او لازم دي په قاتل باندې ازادول د څټ د یو مريی چې مومن وي کفاره د خپل کار څخه، نو که چیرته دا قاتل بیانه مومي څوک چې ازاد یې کړي او یا د قیمت ورکولو وس نه لري، نو پس لازم دي په ده باندې دوه میاشتی پرلپسي روژه نیول پر لپسې چې په منځ کې به یې روژه نه ماتوي، د دې لپاره چې الله تعالی رجوع د رحمت وکړي په ده باندې په سبب د هغه کار چې ده کړی دی، او دی الله تعالی پوهه د خپلو بندګانو په عملونو او د هغوی په نیتونو، حکیم ذات دي په خپل شریعت او تدبیر کې.

(93) او څوک چې پرته له حقه يو مؤمن په لوی لاس ووژني، نو د هغه سزا به د تل لپاره دوزخ ته ننوتل وي، که يې دا حلال وبلل او يا يې توبه ونه ويستله، او الله به پرې غصه وي، او له خپلې لورېينې به يې لېرې کړي او د دغې لويې ګناه ترسره کولو له امله به د هغه لپاره لوی عذاب چمتو کړي.

(94) ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداري مو کړې ده، کله چې ووځئ تاسې د الله تعالی په لاره کې د جهاد لپاره نو پوره تحقیق وکړئ د هغه چا د حال باره کې چې تاسو ورسره جهاد کوئ، او تاسو مه وایاست هغه چاته چې ښکاره کړي تاسو ته هغه څه چې د هغوی په اسلام دلالت کوي: چې ته مومن نه یې، بلکه تا دا اسلام په خپلې وینې او مال د ویرې له وجی نه ښکاره کړ، نو پس ووژنئ هغه لره غواړئ د ده په وژلو سره دنیا لږه لکه غنیمت چې خوښولای شي د ده څخه، نو پس د الله تعالی سره دي غنیمتونه ډیر، او هغه غوره دي او ډیر لوی دي د دې څخه، همدارنګه تاسو وئ مخکې په شان د دې کس چې د خپل قوم څخه ایمان پټوي، نو پس الله تعالی احسان وکړ په تاسو د اسلام نو ستاسو وینې یې بچ وساتلی نو تاسو هم پوره تحقیق کوئ، بیشکه الله تعالی چې دی نه پټیږي په هغه باندې څه شی ستاسو د عملونو څخه اګر که څومره باریک (پټ) وي، او خامخا به درله پرې بدله درکوي.

(95) نه دي برابر هغه مومنان چې ناست دي په کورونو کې د جهاد کولو څخه د الله په لار کې پرته د عذر له خاوندانو څخه لکه: مریضان او ړانده، او هغه کسان چې جهاد کوي د الله تعالی په لاره کې په خرچ کولو د خپلو مالونو او (په قربانولو) د خپلو نفسونو، غوره کړي دي الله تعالی جهاد کوونکي په خرچ کولو د خپلو مالونو او نفسونو په ناستو خلکو د جهاد نه په درجه کې، او لپاره د هر یو د مجاهدینو څخه او له جهاد څخه د ناستو خلکو لره چې په عذر ناست وي ثواب دی هغه چې دا یې مستحق کیږي، او غوره ګرځولي دي الله تعالی مجاهدینو لره په (کورونو ) پر ناستو خلکو باندې د هغه له اړخه په لوی ثواب ورکولو سره.

(96) دا ثواب مرتبې دي بعضی دپاسه د بعضو نورو، سره د بخنې د ګناهونو او سره د رحمت څخه په دوی، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی خپلو بندګانو ته مهرباني کوونکی په دوی باندې.

(97) یقینا هغه کسان چې ساه اخلي د دوی څخه ملایکې او حال دا چې دوی وي ظلم کوونکي په خپلو ځانونو په پریښودلو د هجرت کولو سره د کفر له وطن څخه د اسلام وطن ته، وايې دوی ته ملایکې په وخت د اخیستلو د ساګانو د دوی رټنه کوونکي دوی ته: په کوم حال باندې تاسو وئ؟ او په کوم شی باندې تاسو د مشرکانو څخه جدا شوې یاست؟ نو دوی به ورته جواب ورکړي عذر پیش کوونکي به وي: بیشکه مونږ کمزوري وو زمونږ بله چاره نه وه او مونږ څه قوت هم نه درلوده چې مونږ د خپلو ځانونو څخه دفاع کړې وه. نو ملایکې به ورته ووايې په شکل د رټنې: آیا نه وو ښارونه د الله تعالی پراخه چې ورته وتلي وئ چې په خپل دین او ځانونو باندې په امن کې پاتې شوې وئ د ذلیله کولو او د زور کولو څخه په تاسو؟! نو پس دا هغه کسان دي چې هجرت يې ندی کړی، ځای د ورتللو د دوی چې پکې پاتې کیږي به هغه اور دی، او ډیر بد دی دا ځای د ورګرځیدلو او ورتللو د دوی لپاره.

(98) او مستثنی دي د دې عذاب او ویرې څخه هغه کمزوري د عذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه و چې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لاره چې خلاص شوی وی د هغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان ښایي چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي د دوی څخه.

(99) او مستثنی دي د دې عذاب او ویری څخه هغه کمزوري د عذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه وو چې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لاره چې خلاص شوي وی د هغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان نزدی ده چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي لدوی څخه.

(100) او هغه څوک چې هجرت وکړي د کفر له ښار څخه د اسلام ښار ته لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی وبه مومي په ځمکه کې هغه چې هجرت یې ورته کړی دی بدلیدونکی حالت او ځمکه په غیر له هغې ځمکې څخه چې پریښې ده، حاصل به کړي په دې ځمکه کې عزت او پراخه رزق، او هر هغه څوک چې ووځي له خپل کور څخه هجرت کوونکی الله تعالی او د هغه رسول ته، بیا ورته مرګ راشي مخکې له رسیدلو د خپل هجرت ځای ته، نو پس یقینا ثابت شو اجر د ده الله تعالی سره، او هیڅ ضرر نه رسوي ده ته دا خبره چې دا خپل د هجرت ځای ته ونه رسیده، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي د ده د بندګانو څخه، مهرباني کوونکی دی په دوی باندې.

(101) او کله چې په ځمکه کې سفر کوئ؛ نو پر تاسې کومه ګناه نشته چې څلور رکعتي لمونځ دوه رکعتونو ته قصر کړئ، که مو د کافرانو له چل رسېدو څخه وېره لرله، بېشکه د کافرانو دښمني ستاسو لپاره ډېره څرګنده او ښکاره ده، او په صحيح سنتو سره د امن په حالت کې هم د سفر پر مهال د قصر رواوالی ثابت دی.

(102) او کله چې یې ته -ای پیغمبره- په لښکر کې د دښمن سره د جنګ په وخت کې، او ته وغواړې چې دوی لره لمونځ وکړې، نو لښکر په دوو ډلو وویشه: یوه ډله د دوی څخه به ستا سره لمانځه ته ودریږي، او په لمانځه کې دې د ځان سره خپلې سلاح ګانې هم واخلي، او بله ډلګۍ دې په پیره (څوکۍ) کې وي، نو هر کله چې لمړۍ ډلې له امام سره یو رکعت وکړ نور لمونځ دې خپل ځان لره یواځې پوره کړي، نو هر کله چې يې لمونځ ختم کړ نو دوی دې ستاسو شاته دښمن ته مخامخ شي، او هغه بله ډله دې راشي هغه چې مخکې یې پیره (څوکۍ) کوله او لمونځ یې ندی کړی، نو د امام سره دې یو رکعت وکړي، پس هر کله چې امام سلام وګرځاوه خپل باقي لمونځ دې پوره کړي، او د خپل دښمن څخه دې په احتیاط او بیدارۍ کې ووسي، او خپلې وسلې دی د ځان سره واخلي، ځکه هغه کسان چې کفر یې کړی دی ارمان کوي چې تاسو د خپلو وسلو او سامانونو څخه غافله شئ کله چې تاسو لمونځ کوئ نو هغوی به پر تاسو باندې یوه حمله وکړي، او ستاسو د بی خبرۍ په حالت کې به تاسو ونیسي، او نشته دې په تاسو باندې څه ګناه که چیرته تاسو ته څه ضرر درورسیده د باران په وجه او یا تاسو مریضان یاستئ یا بل څه عذر وي، چې تاسو خپلې وسلې کیږدئ نو د ځان سره یې وانه خلئ، او د خپل دښمن څخه ځان وساتئ په کومه طریقه چې تاسو کولی شئ، بیشکه الله تیار کړی دی د کافرانو لپاره عذاب؛ سپکوونکې د هغوی لپاره.

(103) نو پس هر کله چې فارغ شوئ -ای مومنانو- د لمانځه څخه نو یاد کړئ الله تعالی لره په سبحان الله ویلو سره او په الحمد لله ویلو سره او په لا اله الا الله وحده لا شریک له له الملک وله الحمد وهو علی کل شيء قدیر ویلوسره په هر حالت کې که ولاړ یاست یا ناست، او همدارنګه که ډډه مو وهلي وي، نو پس هر کله چې ستاسو څخه ویره ختمه شوه او په امن کې شوئ نو ادا کړئ لمانځه لره پوره په ارکانو او واجباتو او مستحباتو څرنګه چې یې تاسو ته امر کړی شوی دی، بیشکه لمونځ فرض کړی شوی دی په مومنانو باندې په ټاکل شوي وخت کې، نه دی جایز وروستوالی د لمانځه د خپل وخت څخه مګر په عذر سره، دا حکم د اقامت په وخت کې دی، هر چې د سفر حالت دی نو تاسو لره بیا جمع او قصر هم جایز دي.

(104) او تاسو مه کمزوري کیږئ -ای مومنانو- او سستي مه کوئ په لټولو او تعقیبولو د دښمن ستاسو کې د کافرانو څخه، نو پس که چیرته تاسو دردمن کیږئ د هغه مرګ او زخم له وجی چې تاسو ته دررسیږي نو یقینا هغوی هم دغه شان دردمن کیږي لکه څرنګه چې تاسو دردمن کیږئ، او هغوی ته هم هغه شان تکلیفونه رسیږي لکه څرنګه چې تاسو ته دررسیږي، نو د هغوی صبر دې ستاسو له صبر څخه زیات نه وي، پس تاسو امید لرئ د الله تعالی څخه د ثواب او مدد او مرستې چې هغوی یې امید نه لري، او دی الله تعالی پوه په احوالو د خپلو بندګانو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې.

(105) یقینا مونږ نازل کړی تاته -ای پیغمبره- قران کریم چې شامل دی په حق باندې؛ د دې لپاره چې ته فیصلې وکړې د خلکو تر منځ د هغوی په ټولو چارو کې په هغه علم چې الله تعالی تاته درکړی او تاته یې الهام کړی نه ستا په خواهش او ستا په رایه، او ته مه کیږه د خپلو ځانونو او امانتونو سره خیانت کوونکو خلکو لره دفاع کوونکی چې ته واپس کوې د هغوی څخه هغه څوک چې خپل حق ترې غواړي.

(106) او بخښنه او معافي له الله تعالی څخه وغواړه، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغه باندې.

(107) د هيڅ داسې شخص لخوا شخړه مه کوه چې خيانت کوي او د خيانت په پټولو کې له مبالغې کار اخلي، الله هغه څوک نه خوښوي چې ډېر خيانت او ګناه کوونکی وي.

(108) دوی پټیږي د خلکو څخه په وخت د کولو د ګناه کې د ویرې او د حیا له وجې، او د الله تعالی څخه ځان نه پټوي، حال دا چې الله تعالی د هغوی سره دی په ګیره اچولو سره په دوی باندې، پټ نشې پاتی کیدلی په هغه باندې هیڅ شی کله چې دوی پټ چلونه جوړوي هغه چې الله تعالی یې نه خوښوي د خبرو څخه، لکه د ګناهګار څخه دفاع کول او د یو بری کس متهم کول، او دی الله تعالی ګیره اچوونکی په هغو کارونو چې دوی یې کوي په پټه او ښکاره، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا بدله به ورکړي د دوی په عملونو.

(109) واورئ خبردار شئ -ای هغو کسانو چې تاسو د هغه چا غم کوئ چې جرمونه کوي- تاسو د هغوی نه جګړه کوئ په دنیا کې د دې لپاره چې د هغوی بې ګناهي ثابته کړئ، او د هغوی څخه سزا دفع کړئ، نو څوک دی هغه کس چې د الله تعالی سره به جګړه وکړي د دوی نه د قیامت په ورځ او حال دا چې پوهه شوی د دوی د حال په حقیقت باندې؟! او څوک دی هغه کس چې ذمه وار به وي په دوی باندې په دغه ورځ کې؟! بی شکه چې هیڅ څوک دا کار نشی کولی.

(110) او څوک چې یو ناوړه کار وکړي، او یا ظلم کوي په خپل ځان باندې په کولو د ګناه سره، بیا وغواړي بخښنه د الله تعالی څخه چې په خپله ګناه باندې اقرار کوونکی وي او پښیمانه هم وي او د هغې څخه بندیدونکی (لاس اخیستونکی) وي، وبه مومي الله تعالی لره همیشه بخښوونکی د دې ګناهونو لره رحم کوونکی په دې باندې.

(111) او څوک چې وکړي ګناه وړه یا غټه نو بیشکه د دې سزا به یواځې په ده باندې وي، بل چاته به نه رسیږي، او دی الله تعالی پوهه د بندګانو په عملونو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې.

(112) او څوک چې وړه ګناه وکړي په غیر له قصده، او یا غټه ګناه وکړي په قصد سره، بیا متهم کړي په دې ګناه سره یو انسان چې بې ګناه وي د دغې ګناه څخه، نو پس یقینا بار یې کړ په خپل دې کار سره سخت دروغ او ښکاره ګناه.

(113) او اې رسوله که پر تا د الله پېرزوينه ستا په ساتلو سره نه وای، نو له دغو کسانو چې له ځانونو سره خيانت کوي يوې ډلې به له حقه ستا د لار ورکۍ هوډ کړی و، چې تا به پر بې عدالتۍ پرېکړه کړې وای، خو په حقيقت کې هغوی يوازې ځانونه لار ورکي کوي، ځکه د هغوی د لار ورکۍ هڅه خپله دوی ته ور ګرځي او د الله د ساتنې له امله تاته زيان نشي رسولای، الله پر تا قرآن او سنت نازل کړل او تاته يې لارښوونه او رڼا دروښودل چې مخکې نه وو درته معلوم، او د الله پېرزوينه پر تا د نبوت او ساتنې له امله ډېره لويه ده.

(114) نشته هیڅ خیر په ډیرو هغو خبرو کې چې خلک یې پټې کوي، او هیڅ فایده ترې نه وي، مګر که د دوی خبرې په صدقې باندې امر کول وي، او یا د خیر کار وي چې شرعې پرې راتګ کړی وي او عقل پرې دلالت کوي، او یا د دوو جګړه مارانو ترمنځ سولې ته بلنه او دعوت وي، او څوک چې دا کار کوي لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی نو زر دی چې مونږ به ورکړو دې ته ثواب ډیر لوی.

(115) او هغه څوک چې له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره عناد او ضد کوي او مخالفت یې کوي په هغه څه کې چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی وروسته له هغه څخه چې حق ورته واضح شوی، او تابعداري وکړي د هغې لارې چې د مومنانو لاره نه وي، مونږ به پریږدو هغه لره او هغه څه چې د ځان لپاره یې غوره کړی، او مونږ ده ته د حق توفیق نه ورکوو د وجې د مخ اړولو د ده قصدا، او ننباسو به مونږ هغه لره اور د جهنم ته چې د دې ګرمي به ورته وررسیږي، او ډیر بد دی ځای د ورګرځیدلو د جهنمیانو لپاره.

(116) یقینا الله تعالی نه بخښي دا چې شرک دې وکړی شي د هغه سره، بلکه همیشه به وي مشرک په اور کې، او بخښي ښکته له شرک څخه نور ګناهونه هر هغه چاته چې ویې غواړي په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او څوک چې د الله تعالی سره څوک شریک کړي نو یقینا دا سړی د حق څخه بې لارې شوی او د هغه څخه ډیر زیات لرې شوی؛ ځکه چې ده خالق او مخلوق سره برابر کړي دي.

(117) عبادت نه کوي دا مشرکان او نه رابلي د الله تعالی سره مګر بوتان چې نومولې يې دي د زنانه و په نومونو لکه لات او عزی، چې هیڅ فایده یې نه شوه وررسولی او نه یې ترې ضرر دفع کولی شو، او عبادت یې نه کاوه په حقیقت کې مګر د شیطان چې وتلی د الله تعالی د تابعدارئ څخه چې هیڅ خیر پکې نشته؛ ځکه چې همدغه شیطان دوی ته د بوتانو په عبادت امر کړی دی.

(118) او له همدې امله الله تعالی دا له خپل رحمت څخه شړلی. او ویلي دي دې شیطان خپل رب ته په قسم سره: چې خامخا زه به ګرځوم د خپل ځان لپاره ستا د بندګانو څخه یوه برخه معلومه چې د حق څخه به یې اړوم.

(119) او خامخا به زه بندوم دوی ستا له نیغې لارې څخه، او خامخا اچوم به دوی ته ارزوګانې په دروغجنو وعدو سره هغه چې دوی ته خپله ګمراهې خایسته کوي، او خامخا امر به کوم دوی ته په غوڅولو د غوږونو د څارویو لپاره د حرامولو د هغه څه چې الله تعالی حلال کړي، او خامخا زه به امر کوم دوی ته په بدلولو د پیدايښت د الله تعالی او د هغه په فطرت (دین)، او هر هغه څوک چې ونیسې شیطان لره په دوستۍ چې دوستي ورسره کوي او تابعداري يې کوي نو یقینا تاوان یې وکړ په تاوان ښکاره سره له وجې د دوستۍ کولو نه د رټلي شوي شیطان سره.

(120) وعدې کوي له دوی سره شیطان د دروغو وعدې، او ارزوګانې اچوي دوی ته د دروغو ارزوګانې، او وعدې نه کوي د دوی سره وعدې مګر باطلې چې حقیقت یې نشته.

(121) دغه کسان چې د شیطان د قدمونو تابعداري کوي او د هغه څه تابعداري کوي چې شیطان ورته پرې مهلت ورکوي؛ ځای د اوسیدو د دوی اور د جهنم دی چې نه به مومي له هغه څخه ځای د تیښتې چې پناه ورته ویسي.

(122) او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او نیک عملونه یې کړي دي چې نزدې کوونکي دي الله تعالی ته، خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره جنتونو ته چې بهیږې به ویالې (نهرونه) د هغې د ماڼیو لاندې، همیشه اوسیدونکي به وي دوی په هغې کې همیشه، وعده د الله تعالی له طرفه، او د هغه لوی ذات وعده حق وي، نو پس هغه خلاف نه کوي د وعدې، او نشته هیڅوک ډیر ریښتوني د الله تعالی څخه په وینا کې.

(123) نه دی کار د خلاصي او د کامیابۍ موافق د هغه څه سره چې تاسو یې ارزو لرئ -ای مسلمانانو- او نه موافق او تابع د هغه چې اهل کتاب (یهود او نصاری) یې ارزو لري، بلکه دا کار تابع د عمل دی، نو پس هغه څوک چې وکړي ستاسو څخه ناوړه کار جزا به ورته پرې ورکړل شي په ورځ د قیامت، او بیا به نه مومې د ځان لپاره پرته له الله تعالی څخه څوک دوست چې دې ته څه خیر ورسوي، او نه څوک مددګار چې ضرر ترې دفع کړي.

(124) او هر هغه څوک چې وکړي د نیکیو د کارونو څخه که نر وي او که زنانه وي او حال دا چې ایمان لرونکی وي په الله تعالی باندې په حقه سره نو پس دغه هغه خلک دي چې یوځای کړي دي ایمان او نیک کار؛ ننوځې به جنت ته، او نه به شي کمیدلی د دوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی، او اګر که وي د دوی دغه عمل په لږوالي کې د خرما د زړې د هغه تور داغ په اندازه.

(125) او نشته هیڅوک ډیر ښایسته په اعتبار د دین سره د هغه چا څخه چې غاړه يې ایښودي وي الله تعالی ته په پټه او ښکاره او خالص کړی یې دی نیت خپل الله تعالی ته، او ښه یې کړي وي، په خپل عمل کې په تابعدارۍ د شرعې، او تابعداري یې کړی وي د دین د ابراهیم علیه السلام هغه چې هغه اصل دی د دین د محمد صلی الله علیه وسلم اوړیدونکی وي له شرک او کفر څخه توحید او ایمان ته. او غوره کړی دی الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم علیه السلام په پوره مینې سره په ټولو مخلوقاتو کې.

(126) او یوازي خاص الله تعالی لره ده بادشاهي او اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي او په ځمکه کې دي، او دی الله تعالی په هر شي باندې ګیره اچوونکی د خپلو مخلوقاتو څخه په علم، قدرت او تدبیر سره.

(127) او پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- د مېرمنو او د هغوی د حقونو په اړه چې د هغوی لپاره دي او په هغوی چې کوم حقونه دي، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي تاسو ته هغه څه چې تاسو يې پوښتنه کړې ده، او بیانوي تاسو ته هغه څه چې لوستلی کیږي په تاسو باندې په قران کریم کې، د هغه مېرمنو د یتیمانو په اړه چې ستاسو د تصرف لاندې دي، او تاسو ورته هغه مهر او یا میراث نه ورکوئ چې الله تعالی ورته مقرر کړي دي، او تاسو د هغوی په نکاح کولو کې رغبت هم نه لرئ، او بندوئ يې له نکاح څخه چې طمع کوونکي یاست د هغوی په مال کې، او بیانوي(الله) تاسو ته هغه چې په تاسو لازم دي په باره د کمزورو ماشومانو کې، د ورکولو د حق د هغوی له میراث څخه، او دا چې تاسو ظلم ونه کړئ په هغوی په تسلط کولو باندې د هغوی په مالونو، او بیانوي تاسو ته دا چې واجب دي ودریدل (څارنه کول) د یتیمانو په عدل سره په هغه طریقه چې مناسب وي د هغوی د حالاتو سره په دنیا او اخرت کې، او هغه چې کوئ تاسو د کوم خیر کار یتیمانو سره او نور چا سره نو پس بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په هغه باندې، او خامخا به درله په هغه بدلې درکړي.

(128) او که چیرته وویریږي یوه ښځه د خپل خاوند څخه په لویي کولو سره د هغې څخه او مینه او رغبت نه وي د هغې سره نو هیڅ ګناه نشته په دې دواړو چې د یو بل سره جوړه وکړي داسې چې ښځه د خپلو ځینو لازمي حقونو څخه تنازل وکړي لکه د نفقې او شپې تیرولو حقونه، او روغه جوړه دلته غوره ده دې دواړو لره د طلاق څخه، او یقینا پیداشوي دې نفسونه په حرص او بخل باندې، نو نه غواړي تنازل د خپلو حقونو څخه، نو پس مناسب دي دواړو ښځې او خاوند لره د دې خاصیت علاج کول په عادت کولو د خپلو نفسونو په بخښنې او نیکۍ کولو. او که چیرته تاسو په خپلو ټولو چارو کې نیکي او ښیګړه وکړئ، او د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، نو پس بیشکه الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.

(129) او هیچ چیرې تاسو نه شئ کولی -ای خاوندانو- چې پوره پوره عدل وکړئ د خپلو ښځو سره د زړه په کږیدلو کې، او اګر که تاسو په دې باندې حرص هم وکړئ؛ د هغو کارونو په وجه چې کیدای شي ستاسو د ارادې څخه بهر وي، نو بس تاسو مه کږیږئ په پوره کږیدلو سره د هغې ښځې څخه چې تاسو ورسره مینه نه لرئ نو بس تاسو يې پریږدئ د ځوړندې شوې ښځې په شان چې نه د خاوند والا وي چې حق ورله ادا کړي، او نه بې خاونده وي چې نکاح وکړي، او که چیرته تاسو سوله وکړئ په خپل منځ کې په داسې طریقه چې مجبور کړئ خپل ځانونه په هغه څه باندې چې نه يې غواړي د اداد کولو د حق د ښځې نه، او وویریږئ د ښځې باره کې د الله تعالی څخه، نو پس بیشکه الله تعالی دی بخښنه کوونکی رحم کوونکی.

(130) او که مېړه او مېرمن د طلاق او خلعې له امله له يوبل بېل شي، الله به هر یو په خپله پراخه پېرزوينه غني او بې پروا کړي او الله د پراخه پېرزويينې او لورېينې څښتن دی او په تدبير او تقدير کې يې حکيم دی.

(131) او خاص یوازې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي او واک او اختیار د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي، او بیشکه مونږ کلک حکم کړی اهل کتابو ته د یهودو او نصارو څخه، او حکم مو کړی تاسو ته په عملي کولو د حکمونو د الله تعالی او په ځان ساتلو سره د نواهیو د الله تعالی څخه، او که چیرته تاسو کفر وکړئ په دې حکم باندې نو تاسو ضرر نشئ رسولی مګر خپلو ځانونو ته، نو پس بیشکه الله تعالی بې حاجته دی ستاسو د طاعت څخه، نو خاص د هغه لپاره دی واک او اختیار د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، او هغه بی حاجته دی د ټولو مخلوقاتو څخه، ستایل شوی دی په ټولو صفتونو او کارونو کې.

(132) او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، مستحق د دې دی چې تابعداري یې وکړی شي، او کافي دی الله تعالی ذمه وار د برابرولو د ټولو چارو د خپلو مخلوقاتو.

(133) که وغواړي نو مړه به کړي تاسې ټول -ای خلکو- او رابه ولې نور خلک په غیر ستاسو څخه چې د هغه تابعداري به کوي او نافرماني به يې نه کوي، او دی الله تعالی په دې باندې قدرت لرونکی.

(134) څوک چې ستاسو څخه -ای خلکو- غواړي په خپل عمل باندې یوازې د دنیا ثواب، نو پس پوهه شئ چې د الله تعالی سره شته ثواب د دنیا او اخرت، نو بس ودې غواړي ثواب د دې دواړو، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو د خبرو، لیدونکی دی ستا د کارونو، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.

(135) ای هغه کسانو چې ایمان مو په الله تعالی راوړی او د هغه د رسول تابعداري موکړې ده، شئ تاسې ولاړ په انصاف سره په ټولو حالاتو کې، ادا کوونکي ګواهۍ لره په حق باندې د هر چا سره، او اګر که دا تقاضا کوي چې تاسو په خپلو ځانونو هم په حق سره اقرار وکړئ، او یا په خپل مور او پلار او ستاسو په خپلوانو، او بار دې نه کړي غریبي د یو کس او مالداري د هغه تاسو لره په ګواهۍ کولو او یا په پریښودولو د ګواهۍ، پس الله تعالی ډیر خیر غوښتونکی دی غریب او مالداره لره ستاسو څخه او ډیر پوهه دی د هغوی په مصلحتونو، نو بس تاسو تابعداري مه کوئ د خواهشاتو په ګواهۍ کولو کې د دې لپاره چې د حق څخه کاږه نه شئ په ګواهۍ کې، او که چیرته تاسو بدله کړله ګواهي چې په سمه طریقه مو ادا نه کړه، او یا مو د هغې د ادا کولو څخه مخ واړاوه؛ نو پس الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی.

(136) ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی مضبوط شئ په خپل ایمان ستاسو په الله تعالی او د هغه په رسول، او په هغه قران چې رالیږلی یې دی په خپل پیغمبر، او په هغو کتابونو چې رالیږلي یې دي په پیغمبرانو مخکې له دې پیغمبر څخه، او هر هغه څوک چې کفر وکړي په الله تعالی او د هغه په ملایکو او د هغه په کتابونو او د هغه په پیغمبرانو او په ورځ د قیامت؛ نو په تحقیق سره لرې شو د نیغې لارې څخه په لري والی لوی سره.

(137) یقینا هغه کسان چې تکرار شوی د هغوی څخه کفر وروسته د ایمان څخه، داسې چې ایمان یې راوړی دی بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، بیا یې ایمان راوړی، بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، او بیا کلک پاتې شوي په خپل کفر باندې او مړه شوي دي په هغه باندې؛ نه دی الله تعالی چې وبخښې دوی ته ګناهونه د دوی، او نه دی الله تعالی چې توفیق ورکړي دوی ته نیغې لارې ته هغه چې الله تعالی ته رسیدونکې لار ده.

(138) زیری ورکړه -ای پیغمبره- منافقانو ته هغه کسان چې ښکاره کوي ایمان لره، او پټوي کفر، چې یقینا د دوی لپاره د الله تعالی په نیز د قیامت په ورځ عذاب دردوونکی دی.

(139) دا عذاب ځکه دی چې دوی نیولي وو کافرانو لره مددګاران او دوستان په غیر له مومنانو نه، او یقینا تعجب دی دې کار لره چې دوی یې ګرځولی چې دوستانه ورسره کوي، آیا دوی لټوي د دوی سره قوت او ساتنه د دې لپاره چې په دې باندې اوچت شي؛! نو پس قوت او ساتنه ټول خاص الله تعالی لره دي.

(140) او په تحقیق سره رالیږلي و الله تعالی په تاسو -ای مومنانو- په قران کریم کې دا چې کله تاسو کینئ په یو مجلس کې او واورئ په دې کې د هغه چا خبرې چې کفر کوي په الله تعالی او د هغه په آیتونو مسخرې کوي؛ نو پس واجب دې په تاسو باندې پریښودل د کیناستلو د هغوی سره او ګرځیدل د هغوی د مجلسونو څخه، تر دې چې خبرې وکړي نورې خبرې پرته د کفر کولو نه د الله تعالی په آیتونو او د مسخره کولو نه په هغې باندې، تاسو که په دغه وخت کې ورسره کیناستئ په حالت د کفر کولو په آیتونو د الله تعالی او په حالت د مسخرو کولو په هغې باندې وروسته د اوریدلو ستاسو نه هغې لره نو تاسو به هم د هغوی په شان شئ په خلاف کولو کې د حکم د الله تعالی؛ ځکه چې تاسو د الله تعالی نافرمانې کړې په کیناستلو ستاسو لکه څرنګه چې هغوی په کفر کولو سره د الله تعالی نافرماني کړې ده، بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي منافقان هغه کسان چې اسلام ښکاره کوي او کفر پټوي د کافرانو سره په اور د جهنم کې د قیامت په ورځ.

(141) هغه کسان چې د دې انتظار کوي ترڅو تاسوته کومه ښېګڼه يا بدي ورسيږي، که تاسو ته د الله له لوري بريا وي او ولجې ترلاسه کړئ، هغوی درته وايي ايا موږ ستاسو سره نه وو؟ هلته حاضر وو چې تاسې حاضر واست، ترڅو له ولجې څه ترلاسه کړي، خو که کافرانو لره کومه برخه وي، هغوی ته وايي، ايا ستاسو چارې مو پر غاړه نه وې، په پاملرنه او مرسته پر تاسو چاپېر نه وو او له مؤمنانو مو ستاسو په مرسته کولو او د هغوی په پرېښودلو ستاسو ملاتړ ونه کړ؟! الله به د ټولو ترمنځ د قيامت په ورځ پرېکړه کوي، چې مؤمنانو ته به جنت ته په ننه اېستلو بدله ورکړي او منافقانو ته د اور تر ټولو ښکته کندې ته په ننه اېستلو سره، او د قيامت په ورځ به منافقانو ته د مؤمنانو پر خلاف هيڅ دليل ونه ګرځوي، بلکې ښه پايله به د مؤمنانو لپاره وي ترڅو چې هغوی پر شريعت عمل کوونکي او په ايمان کې رېښتيني وي.

(142) پرته له شکه منافقان د ايمان په ښکارولو او کفر په پټلو الله ته دوکه ورکوي او هغه د دوی د دوکې ځواب ورکوي، چې د هغوی د کفر سربېره یې وينې خوندي کوي او په آخرت کې سخته سزا ورته چمتو کوي، هغوی چې کله لمانځه ته پورته کيږي؛ نو له لمانځه کرکه کوونکي پورته کيږي، يوازې خلکو ته ځانونه ښايي او له هغوی درناوی غواړي، له الله سره اخلاص نه کوي او الله نه يادوي مګر ډېر کم چې کله مومنان وويني.

(143) دا منافقان ګډوډ دي په شک کې دي، نو نه دوی د مومنانو سره دي په پټه او ښکاره او نه د کافرانو سره دي، بلکه په ښکاره ډول د مومنانو سره دي او په پټه د کافرانو سره دي، او څوک چې الله تعالی ګمراه کړي نو پس هیڅکله به ته بیانه مومې -ای پیغمبره- دې لره لار د هدایت د ګمراهۍ څخه.

(144) ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، تاسو مه نیسئ په الله تعالی باندې کفر کوونکي خلک خالص دوستان چې دوستانه ورسره کوئ پرته له مومنانو څخه، آیا تاسو غواړئ په خپل دې کار سره چې وګرځوئ د الله تعالی لپاره په تاسو باندې دلیل ښکاره چې دلالت کوونکی وي ستا په مستحق کیدلو د عذاب؟!.

(145) یقینا منافقان چې دي خامخا وبه ګرځوي الله تعالی دوی په لاندې ځای د اور کې په ورځ د قیامت، او هیچری به ته بیانه مومې دوی لره څوک مددګار چې د دوی نه عذاب بچ کړي.

(146) مګر هغه کسان چې وګرځې د خپل منافقت څخه الله تعالی ته په توبې سره، او خپل باطن اعمال د شرعې موافق برابر کړي، او منګولې ولګوي د الله تعالی په لوظ باندې، او خالص کړي خپل عملونه یوازي الله تعالی ته پرته له ځان ښودنې (ریا) څخه، نو دغه کسان چې دا يې صفات دي، وي به دوی د مومنانو سره په دنیا او اخرت کې، او زر دی چې وربه کړي الله تعالی مومنانو ته ډیر ثواب.

(147) هیڅ ضرورت نشته الله تعالی ته ستاسو په عذاب درکولو کې که چیرته تاسې د هغه شکر ادا کړئ او په هغه باندې ایمان ولرئ، نو هغه لوی ذات نیکي کوونکی مهرباني کوونکی دی، لیکن تاسو ته ستاسو په ګناهونو سزا درکوي، نو که خپل عمل مو برابر کړ، او د هغه په نعمتونو مو شکر وویسته، او په هغه مو ښکاره او پټ ایمان راوړ، نو هیڅ عذاب نه درکوي، او دی الله تعالی شکر قبلوونکی د هغه چا څخه چې د الله تعالی په نعمتونو اعتراف وکړي نو هغوی لره پرې ډیر ثواب ورکوي، پوهه دی په ایمان د خپل مخلوق، او خامخا وربه کړي هر یو ته بدله په خپل عمل.

(148) الله تعالی نه خوښوي ښکاره ویل د بدې وینا، بلکه بده یې ګڼي او ویره پرې ورکوي، مګر که په چا باندې ظلم شوی وي نو جایز دي ورلره چې ښکاره وکړي بده وینا؛ لپاره د شکایت کولو د ظالم څخه او ښیرې کول هغه ته او بدله ورکول د هغه د وینا په شان، لیکن د مظلوم صبر کول ډیر غوره دي د ښکاره کولو د وینا څخه، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په نیتونو، نو ځان وساتئ له بدې وینا څخه او یا د قصد کولو د بدې وینا.

(149) که تاسو ښکاره کوئ څه خیر که وینا وي او که کار، او که یا یې پټوئ، او یا تاسو بخښنه کوئ هغه چاته چې ستاسو سره یې بد کړي وي؛ نو بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی قدرت والا دی، نو پس شي دې بخښنه ستاسو د اخلاقو څخه، شاید چې الله تعالی تاسو ته بخښنه وکړي.

(150) پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی او غواړي د الله او د هغه د رسولانو ترمنځ بېلوالی راولي داسې چې پر هغه ايمان راوړي او رسولان يې درواغجن ګڼي او وايي: موږ پر ځينو رسولانو ايمان لرو او له ځينو يې نټه کوو او غواړي د کفر او ايمان ترمنځ لار غوره کړي، هغوی هسې وهم کوي چې دغه لار به يې خوندي کړي.

(151) دغه کسان چې دا لار اختیاروي دوی ریښتوني کافران دي؛ دا ځکه چا چې کفر وکړ په ټولو پیغمبرانو او یا په ځینو، یقینا ده کفر وکړ په الله تعالی او د هغه په ټولو پیغمبرانو، او بیشکه مونږ تیار کړی کافرانو لره عذاب سپکوونکی په ورځ د قیامت، دا سزا د دوی ده د وجې د تکبر کولو د دوی د ایمان راوړلو نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو.

(152) او هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی او هغه یې یواځې ګڼلی، او هیڅوک یې د هغه سره ندی شریک کړی، او تصدیق یې کړي (منلي یې دي) د هغه ټول پیغمبران، او جداوالی یې نه دی کړي په مابین د هیڅ یو کې د دوی څخه لکه څرنګه چې کافران خلک کوي، بلکه ایمان یې راوړی په ټولو؛ دغه کسان چې دي زر دی چې وربه کړي الله تعالی دوی ته ثواب لوی، بدله د دوی د ایمان راوړلو او نیکو عملونو کولو د وجې د ایمان نه، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي په توبی سره د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغوی.

(153) غواړي ستا څخه -ای پیغمبره- یهودیان چې ته راوړي دوی ته کتاب د اسمان څخه په یو ځل لکه څرنګه چې موسی علیه السلام راوړی و، نو دا به ستا د رښتینولۍ نښه شي، نو ته د دوی څخه دا خبره غټه مه ګڼه، یقینا غوښتلی و پخوانیو مشرانو د دوی د موسی علیه السلام څخه غټ د هغه نه چې دوی ستا څخه غوښتلي، کله چې هغوی غوښتلي و د موسی علیه السلام څخه چې وښایې دوی ته الله تعالی ښکاره، نو ونیول دوی لره چیغی (تندر) چې سزا وه د دوی لپاره په سبب د هغه ګناه چې دوی کړې وه، بیا الله تعالی بیرته راژوندي کړل، نو بیا يې د سخې بندګي شروع کړه پرته له الله تعالی څخه وروسته د هغه نه چې راغلی و دوی ته ښکاره دلیلونه چې دلالت کوونکي و په یواځې والي د الله تعالی او په یواځي ګڼلو د هغه په ربوبیت او الوهیت کې، بیا مونږ بخښنه وکړه دوی ته، او ورموکړه موسی علیه السلام ته ښکاره غلبه په خپل قوم باندې.

(154) او پورته کړی و مونږ د پاسه د دوی نه غر په سبب د اخیستلو د مضبوط لوظ چې تاکید کوونکی و په هغوی لپاره د ویرولو چې عمل وکړي په هغه څه چې په دې کې وو، او مونږ وویل دوی ته وروسته د پورته کولو د غر څخه: ننوځئ تاسو دروازې د بیت المقدس ته سجده کوونکې په ټیټولو د سرونو، نو دوی ننوتل په داسې حال کې ښویدل په خپلو کوناټو باندې، او مونږ وویل دوی ته: تاسو تیری مه کوئ په کولو د ښکار سره په ورځ د خالي (شنبې) کې، نو نه وو د دوی څخه مګر دا چې تیری یې وکړ او ښکار یې وکړ، او مونږ اخیستی و په دوی باندې سخت مضبوط لوظ په دې خبرې سره، نو دوی مات کړ هغه لوظ چې د دوی څخه اخیستلی شوی و.

(155) هغوی مو له خپلې لورېينې لېرې کړل، ځکه هغوی خپله ټينګه ژمنه ماته کړه، د الله له آيتونو يې نټه وکړه، د نبيانو د وژلو جرئت يې وکړ او محمد صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: زموږ زړونه په داسې پرده کې دي چې ستا وينا نه اوري، خو چاره داسې نه وه لکه هغوی چې ويل، بلکې الله د هغوی د کفر له امله د هغوی پر زړونو مهر ولګاوه چې هيڅ ښېګڼه نه ورته رسيږي؛ نو ډېر لږ داسې ايمان راوړي چې ګټه ورته نه رسوي.

(156) او مونږ دوی د خپل رحمت څخه وشړل په سبب د کفر د دوی او په سبب د ویشتلو د دوی مریم علیها السلام لره په بدکارۍ (زنا) باندې په دروغو او بهتان سره.

(157) او مونږ لعنت کړی په دوی (د خپل رحمت څخه مو شړلي) په سبب د وینا د دوی چې فخر کوونکي دي په دروغو سره: یقینا مونږ وژلی مسیح عیسی ځوی د مریم چې د الله تعالی رسول دی. او حال دا چې نه و وژلی دوی هغه لره لکه څرنګه چې دوی دعوی کوي او نه يې په دار کړی و، لیکن یو سړی یې وژلی و چې الله تعالی په هغه باندې د عیسی علیه السلام شکل اچولی وو او هغه يې په دار کړی و، نو دوی دا ګمان وکړ چې دا وژل شوی کس عیسی علیه السلام دی. او هغو کسانو چې د عیسی علیه السلام د قتل دعوی یې کړې وه د یهودیانو څخه او هغو کسانو چې دوی ته سپارلی و له نصاراو څخه، دواړه ډلې په حیرانتیا کې دي د حال د هغه نه او په شک کې دي، نو نشته دوی لره په عیسی علیه السلام باندې څه علم، بلکه دوی د ګمان تابعداري کوي، او بیشکه ګمان چې دی نشې بی حاجته کولی د حق څخه هیڅ شي، او دوی نه وو وژلی عیسی علیه السلام، او هیڅکله يې په دار کړی هم نه و.

(158) بلکه خلاص کړی دی الله تعالی عیسی علیه السلام د دوی د چل څخه، او پورته کړی الله تعالی هغه خپل ځان ته په بدن او روح سره، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، حکمت والا دی په خپل تدبیر او قضا او شرع کې.

(159) او نشته هیڅ یو کس د اهل کتابو څخه مګر خامخا ایمان به راوړي په عیسی -علیه السلام- باندې وروسته د راښکته کیدلو د هغه نه په اخر وخت کې مخکې د هغه له مرګ څخه، او په ورځ د قیامت به وي عیسی -علیه السلام- ګواهي کوونکی د هغوی په عملونو؛ چې کوم د هغې نه د شرعې سره برابر وو او کوم د شرعې مخالف وو.

(160) نو په سبب د ظلم د یهودیانو مونږ حرام کړی وو په دوی باندې ځینې له پاکو خوراکونو څخه هغه چې حلال وو د دوی لپاره، نو مونږ حرام کړل په دوی باندې هر یو نوک لرونکی (ځناور)، او له غوایانو او ګډو(میږو) څخه مو حرامې کړلې په دوی باندې وازدې د هغې مګر هغه وازده چې بار کړي وي شاګانو د دی څارویو، او په سبب د بندولو د دوی خپل نفسونو لره او بندولو د دوی نورو خلکو لره د الله تعالی له لارې څخه، تر دې چې خیر ښېګڼې څخه مخنیوی کول د دوی خوی او خصلت وګرځیدل.

(161) او په سبب د دوی د معاملې کولو په سود سره وروسته له هغه څخه چې الله تعالی يې د ورکولو اخیستلو څخه منع کړي وو، او په سبب د اخیستلو د مالونو د خلکو په غیر د شرعي حق څخه، او تیار کړی مونږ کافرانو لره د دوی څخه عذاب دردناک.

(162) لیکن پاخه خلک چې مضبوط دي په علم کې له یهودیانو څخه، او مومنان خلک تصدیق کوي په هغه کتاب چې نازل شوی دی تاته -ای پیغمبره- له قران څخه، او تصدیق کوي په هغه چې نازل شوي دي له کتابونو څخه ستا څخه مخکې پیغمبرانو باندې لکه تورات او انجیل، او قایموي لمانځه لره، او ورکوي د خپلو مالونو زکاتونه، او تصدیق کوي په الله تعالی باندې چې لایق د عبادت دی یواځې هیڅ شریک ورله نشته، او تصدیق کوي په ورځ د قیامت؛ دغه کسان چې دا صفتونه لري زر دی چې وربه کړو مونږ دوی ته ثواب لوی.

(163) اې رسوله پرته له شکه تاته مو همداسې وحي وکړه لکه له تا مخکې نبيانو ته مو چې کړې وه، نو ته له رسولانو کوم نوی نه يې، نوح ته مو وحي وکړه، او هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې له هغه وروسته راغلي وو، ابراهيم او د هغه زامنو اسماعيل او اسحاق ته او د اسحاق زوی یعقوب ته او اسباط هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې د بني اسرائيلو په دوولسو قبيلو کې د يعقوب عليه السلام له زامنو څخه وو، عيسی، ایوب، يونس، هارون او سليمان ته مو وحي وکړه او داود ته مو زبور کتاب ورکړ.

(164) او لیږلي وو مونږ نور پیغمبران چې مونږ يې احوال په تاباندې په قران کریم کې ذکر کړي، او لیږلي مو دي نور پیغمبران چې مونږ د هغوی احوال (قصې) تاته نه دي ذکر کړي، او مونږ د هغوی نه یادول د حکمت د وجې پریښې، او خبرې کړې الله تعالی موسی -علیه السلام- سره په پیغمبرۍ -په غیر د واسطې څخه- خبرې حقیقې چې څنګه د الله رب العزت د شان سره مناسب دي چې دا عزت وو د موسی -علیه السلام- لپاره.

(165) مونږ لیږلی وو دا پیغمبران زیری ورکوونکي په ښایسته ثواب سره د هغه چا لپاره چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او ویره ورکوونکي د هغه چا لپاره چې په هغه یې کفر کړی د عذاب دردناک څخه، تر دې چې نشې د خلکو لپاره څه دلیل (بهانه) په الله تعالی باندې وروسته د لیږلو د پیغمبرانو څخه چې هغه عذر کې پیش کوي، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې حکمت والا دی په خپله فیصله او قضا کې.

(166) که چیرته یهودیان کفر کوي په تا باندې نوبیشکه الله تعالی ستا تصدیق کوي په صحت (رښتینوالي) د هغه څه چې تاته راغلي -ای پیغمبره- د قران کریم څخه، رالیږلی یې دی په دې کې خپل هغه علم چې غوښتل یې چې خبر کړي په دې باندې خپل بندګان د هغه څه نه چې خوښ یې ګڼې او راضی کیږی پرې او یا یې بد ګڼې او رد کوی یې، او ملایکې هم ګواهي کوي په رښتینولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی سره د ګواهۍ د الله تعالی، او کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی، نو د هغه ګواهي کافی ده د نورو خلکو له ګواهۍ څخه.

(167) بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی ستا په پیغمبرۍ، او خلک یې بند کړي له اسلام څخه بیشکه لرې شوي د حق څخه په لري والي ډیر سره.

(168) بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو، او ظلم یې کړی په خپلو ځانونو په پاتې کیدلو د هغې په کفر باندې، نه دی الله تعالی چې وبخي دوی ته څه چې دوی پکې دې د کفر څخه، او نه دی چې وروبه ښایې دوی ته داسې لار چې دوی دالله تعالی د عذاب څخه خلاص کړي.

(169) مګر (روانه وي به دوی) په هغه لار چې رسیدونکې ده جهنم ته تل به وي دوی په دې کې همیشه، او دی دا کار په الله تعالی باندې اسان، نو پس هغه لره نشې عاجز کولی هیڅ شي.

(170) ای خلکو بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- په هدایت او حق دین سره د الله تعالی له طرفه، نو ایمان راوړئ په هغه څه چې هغه تاسو ته راوړي دا به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، او که چیرته تاسو کفر وکړئ په الله تعالی نو بیشکه الله تعالی بی حاجته دي ستاسو د ایمان څخه، او هیڅ ضرر نشې رسولی هغه ته ستاسو کفر کول، ځکه چې د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي، او د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په ځمکه کې دي او د هغه څه چې د دی دواړو ترمنځ دي، او دی الله تعالی پوهه په هغه چا چې مستحق وي د هدایت نو اسانوی يې ورته، او په هغه چا هم پوهه دې چې مستحق يې نه وي نو پټوي يې د هغه څخه، حکمت والا دی په خپلو ویناګانو او کارونو کې او په خپلی شرع او تقدیر کې.

(171) ته ووایه -ای پیغمبره- نصاراو ته چې د انجیل والا دي: تاسو په خپل دین کې د حد څخه تیری مه کوئ، او مه وايې په الله تعالی باندې د عیسی -علیه السلام- باره کې مګر د حق خبره، بیشکه مسیح زوی د مریم د الله تعالی پیغمبر دی رالیږلی یې دی په رښتیا سره (لپاره د ښکاره کولو د حق)، پیداکړی یې دی په خپلې هغې کلمې چې جبریل علیه السلام یې پرې رالیږلی وو مریم ته، او هغه دا خبره وه: کُن (شه)، نو پیدا شو، او دا یو پوکی وو د الله تعالی له طرفه چې پوکلی وو جبریل علیه السلام د الله تعالی په امر، نو تاسو ایمان راوړئ په الله تعالی او د هغه په ټولو پیغمبرانو پرته د جداوالې نه د هغوی ترمنځ، او تاسو مه وايئ: چې د عبادت لایق (معبودان) درې دي، منع شئ د دې دروغجنې او فاسدې وینا څخه دا منع کیدل به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، بیشکه الله تعالی یوازې حقدار د بندګۍ دی پاک دی د شریک او زوی څخه، او هغه بی حاجته ذات دی، د هغه لپاره دی اختیار د اسمانونو او اختیار د ځمکې او اختیار د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي، او بس (کافي) دی الله تعالی کار چلوونکی او کار جوړوونکی د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي.

(172) بد نه ګڼي عیسی زوی د مریم او نه ځان بندوي د دې خبری نه چې دا دې د الله تعالی بنده وي، او نه (بد ګڼې) هغه ملایکې چې الله تعالی ځان ته نزدې کړي، او د هغوی مرتبه یې اوچته کړې چې دوی دې د الله تعالی بندګي کوونکي وي، نو څرنګه تاسو عیسی -علیه السلام- د عبادت وړ ګڼئ؟! او څرنګه مشرکان خلک ملایکو لره د عبادت مستحقې ګڼي؟! او چا چې د الله تعالی د عبادت څخه سرغړونه وکړه، او د هغه څخه یې ځان اوچت وګاڼه نو بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي ټول خلک خپل طرف ته د قیامت په ورځ، او بدله به ورکړي هر چاته چې د څه شې مستحق وي.

(173) نو هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او تصدیق یې کړی د هغه د پیغمبرانو، او عملونه یې کړي نیک عملونه خالص د الله تعالی لپاره د هغه د شرعې موافق، نو خامخا ورکوي به ورته پوره پوره ثوابونه د هغوی د عملونو چې هیڅ به ترې نشې کمیدلی، او خامخا زیاتي به ورکوي سره د دې نه د خپل فضل او مهربانۍ څخه، او هر هغه کسان چې مخ یې اړولی د الله تعالی د عبادت او تابعدارۍ څخه او لویي او تکبر یې کړی، نو عذاب به ورته ورکړي عذاب دردناک، او پیدا به نه کړي د الله تعالی نه بغیر څوک چې دوستانه ورسره وکړي نو فایده ورته ورسوي، او پیدا به نه کړي څوک مددګار چې ضرر به ترې دفع کړي.

(174) ای خلکو! په تحقیق سره راغلی تاسو ته ستاسو د رب له طرفه ښکاره دلیل چې هر قسم بهانه ختموي او هر قسم شبه لرې کوي -او هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی- او رالیږلي مونږ تاسو ته واضحه (ښکاره) رڼا، او هغه دا قران کریم دی.

(175) نو پس هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او په قران کریم یې منګولې لګولې هغه قران چې د دوی په پیغمبر نازل شوی نو خامخا الله تعالی به پرې رحم وکړي په ننباسلو سره جنت ته، او زیات به کړي ورله ثواب او لوړې درجې په جنت کې، او توفیق به ورکړي د تللو په نیغې لارې هغه چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، او هغه تلپاتې جنتونو ته د رسیدو لار ده.

(176) تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- چې دوی لره فتوی ورکړي په باره د میراث د کلالې (میرات) کې، او دا هغه کس دی چې مړ شي او نه یې پلار وي او نه یې اولاد، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي حکم د دې باره کې: که چیرته مړ شي یو کس چې نه وي د هغه لپاره پلار او نه زوی، او د هغه لپاره وي سکه خور او يا د پلار د طرفه خور (علاتي خور) نو د دې لپاره دی نیم د هغه مال څخه چې ورور یې پریښې د فرض (مقررې برخې) په ډول، او د دې سکه ورور او یا د پلار له طرفه ورور (علاتي ورور) میراث وړي د هغه مال څخه چې پریښی دی د تعصیب په ډول که چیرته د دې سره صاحب فرض (د مقررې برخې) والا څوک نه وي، که چیرته ورسره د مقرر برخې والا وارث وي نو د دې څخه وروسته به باقي مال په میراث کې اخلي، نو که چیرته زیاتې وې سکه خویندې او یا علاتي خویندې -چې دوه یا د دوو څخه زیاتې وې- نو میراث به اخلي دوې دوه په دری برخه د ټول مال د فرض (مقررې برخې) په ډول، او که چیرته وو سکه وروڼه (او خویندې) او یا علاتي وروڼه (او خویندې) چې په دوی کې نارینه او زنانه وي نو بیا به میراث د تعصیب په ډول اخلې د دې قاعدې مطابق: (چې نارینه لره به وي په شان د برخې د دوو زنانو) داسې چې هر یو نارینه لره به د زنانه د برخې دوه چنده ورکیدی شي. بیانوي الله تعالی تاسو ته د کلالې (میرات) حکم او نور د میراث احکام د دې لپاره بیانوي چې تاسو په دې کې ګمراه نشئ، او الله تعالی په هر څه باندې پوهه دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتی کیدلی.