(1) د بقرې سورت په پيل کې د دغو غوندې تورو تفصيل تېر شو.
(2) د بقرې سورت په پيل کې د دغو غوندې تورو تفصيل تېر شو.
(3) ای محمده! د دغې وحي په شان الله تاته او له تا مخکې نبيانو ته وحي کوي، الله له خپلو دښمنانو په غچ اخېستنه کې برلاسی دی او په خپل تدبير او مخلوق کې حکمت والا دی.
(4) د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، هغه په خپل ذات، ځواک او برلاسۍ کې د لوړې مرتبې والا دی او په ذات کې لوی دی.
(5) د هغه پاک ذات له لويۍ څخه نېږدې ده چې آسمانونه سره له خپل لوی والي او لوړوالي د ځمکې له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل پالونکي پاکي بيانوي، په عاجزۍ او درناوي هغه لره د ستاينې په حال کې تعظيم کوي، او هغه چا لره چې په ځمکه کې دي له الله څخه بښنه غواړي، خبر اوسئ همغه الله د خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربانه دی.
(6) او هغه کسان چې له الله پرته بوتان يې دوستان نيولي او پرته له الله يې عبادت کوي، الله هغوی لره په کمين کې دی چې کړنې يې ليکي او بدله به يې ورکړي، او ای رسوله! ته د هغوی د کړنو ساتونکی نه يې، هيڅکله به له تا د هغوی د کړنو پوښتنه ونه شي، ته يوازې رسوونکی يې.
(7) لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې ده همداراز مو تاته عربي قرآن وحي کړی دی، ترڅو مکه او د هغې شاوخوا د عربو کلي او بيا ټول خلک پرې ووېروې، او خلک د قيامت له ورځې ووېروې له هغې ورځې چې الله به لومړني او وروستني خلک په يوه ځمکه کې د حساب او بدلې لپاره را ټول کړي، د دغې ورځې په رامنځته کېدو کې هيڅ شک نشته، او خلک به په دغه ورځ دوو ډلو ته وېشل شوي وي: يوه ډله به په جنت کې وي چې هغه مؤمنان دي، بله ډله به په دوزخ کې وي چې هغه کافران دي.
(8) او که الله غوښتي وای چې هغوی يې د اسلام پر دين يو امت ګرځولي وای، نو هغوی به يې پرې يو امت ګرځولي وای، او ټول به يې جنت ته ننه اېستلي وای، خو د هغه د حکمت غوښتنه داده چې چاته غواړي، اسلام ته يې ننه باسي او جنت ته يې د ننه کوي، او هغه ظالمان چې د کفر او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی لره هيڅ دوست نشته چې ملګرتيا يې وکړي، او نه کوم مرستندوی چې د الله له عذابه يې وژغوري.
(9) بلکې دغو مشرکانو له الله پرته نور دوستان نيولي چې ملګرتيا يې وکړي، او الله په حقه دوست دی، له هغه پرته بل څوک نه ګټه رسولای شي او نه تاوان، هغه مړي را ژوندي کوي د حساب او بدلې لپاره په بيا راپاڅولو سره او هغه پاک ذات لره هيڅ شی نه شي عاجزه کولای.
(10) او ای خلکو! تاسو چې د دين له اصولو او فروعو څخه په څه کې اختلاف کوئ، نو پرېکړه يې د الله په واک کې ده، چې په هغې کې به د الله کتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سنتو ته رجوع کيږي، هغه څوک چې په دغو صفتونو متصف دی هغه زما پالونکی دی، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم او يوازې هغه ته په توبې سره ورګرځم.
(11) الله پرته له پخوانۍ بېلګې د آسمانونو او ځمکې پيداکوونکی دی، تاسو لره يې له خپلو ځانونو جوړې (مېرمنې) پيداکړې دي، او له اوښانو، غواوو او پسونو يې هم جوړې پيداکړې دي، تر څو ستاسو لپاره څاروي زيات شي، تاسو پيدا کوي داسې چې ستاسو لپاره یې د واده کولو لپاره جوړې پيدا کړي او تاسو ته ژوند درکوي داسې چې ستاسو لپاره د څارويو غوښې او شېدې پيداکوي، د هغه په مخلوقاتو کې هیح شی د هغه مماثل نه شي کیدای، هغه د خپلو بندګانو د ويناوو اوورېدونکی او کړنو لره يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ نه پاتې کيږي، او ژر به يې د کړنو بدله ورکړي، که خير و، نو خير او که شر و، نو شر به وي.
(12) يوازې هغه لره د آسمانونو او ځمکې د زېرمو چابيانې دي، له بندګانو يې چې چاته وغواړي د ازموينې په توګه يې روزي ورپراخوي، چې آيا شکر کوي او که کفر کوي؟ او چاته چې وغواړي د ازميښت په ډول يې روزي تنګوي چې صبر کوي او که د الله په تقدير په غوسه کيږي؟ له شک پرته هغه پر هر څه پوه دی له هغو شيانو هيڅ هم ترې پټ نه دي په هغو کې يې د بندګانو ګتې وي.
(13) ستاسو لپاره يې هغه دين د شريعت په توګه درکړ، چې نوح ته مو د هغه په رسولو او عمل کولو امر کړی و، او ای رسوله! تاسوته مو هم وحي کړی دی، او تاسو ته يې د هغه څه سپارښتنه کړې چې ابراهيم، موسی او عیسی ته مو يې د رسولو او عمل کولو امر کړی و او لنډه دا چې: په دين نېغ ودرېږئ او په هغو کې اختلاف کول پرېږدئ، پر مشرکانو ستا لخوا د هغوی د الله يووالي او له هغه پرته د بل چا عبادت پرېښودلو ته را بلنه درنده شوه، الله چې له بندګانو يې چاته وغواړي غوره کوي ېې د خپل عبادت او پيروۍ توفيق ورکوي، او له بندګانو يې چې څوک هغه ته له خپلو ګناهونو په توبه اېستلو رجوع کوي خپل لوري ته يې لارښوونه کوي.
(14) او کافران او مشرکان وروسته تر هغې په اختلاف کې شول چې هغوی ته د محمد صلی الله عليه وسلم پر رالېږلو پر هغوی حجت قائم شو، د هغوی اختلاف يوازې د سرکښۍ او ظلم له امله و، که چېرې د الله په پوهه کې دا خبره نه وای تېره شوې چې هغه په خپله پوهه کې له هغوی تر يوې ټاکلې مودې چې د قيامت ورځ ده عذاب وروسته کوي، نو الله به د هغوی ترمنځ پرېکړه کړې وای، چې د هغوی پر الله د کفر او د هغه د رسولانو د درواغجن ګڼلو له امله به يې په عذاب ورکولو کې بيړه کړې وای، او بېشکه هغه کسان چې تورات يې له يهودو او انجيل يې له نصاراوو وروسته له خپلو پخوانيو او وروسته له دغو مشرکانو څخه په ميراث ترلاسه کړل، هغوی هرمرو د دغه قرآن په اړه چې محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی په شک کې دي او درواغ ګڼونکي يې دي.
(15) دغه مستقيم (نېغ) دين ته بلنه کوه، د الله له امر سره سم پرې ټينګ اوسه، او د هغوی د باطلو هوسونو پيروي مه کوه، او د هغوی د شخړې پر مهال ووايه: پر الله او پر هغو کتابونو مې ايمان راوړی چې پر رسولانو يې نازل کړي دي، او الله امر راته کړی چې ستاسو ترمنځ په عدل پرېکړه وکړم، الله هغه ذات دی چې بنده ګي يې کوم، زموږ او ستاسو ټولو پالونکی دی، زموږ لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، ستاسو لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، وروسته تردې چې دليل څرګند او سمه لار په ډاګه شوه زموږ او ستاسو تر منځ جګړه نشته، الله به موږ ټول را غونډ کړي، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، نو هر چاته به هغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، چې هغه مهال به رېښتينی له درواغجن او حق والا به د باطل والا څخه بېل شي.
(16) او هغه کسان چې په محمد صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوي دين کې په باطلو دليلونو سره شخړه کوي، وروسته تردې چې خلکو هغه ومنلو، د دغو شخړه کوونکو دليل د الله او د مؤمنانو په وړاندې له منځه تلونکی او بې ارزښته دی چې هيڅ اغېز نه لري، د هغوی د کفر او د حق د ردولو له امله يې پر هغوی د الله غضب دی او هغوی لره د قيامت په ورځ سخت عذاب دی چې انتظار به يې کوي.
(17) الله هغه ذات دی چې قرآن يې داسې په حقه نازل کړی چې هيڅ شک پکې نشته، او عدل يې نازل کړی تر څو د خلکو ترمنځ په انصاف پرېکړه وکړي، او کله هغه قيامت چې دوی يې درواغ ګڼي کېدای شي نږدې وي، او معلومه خبره ده چې هر راتلونکی نږدې وي.
(18) هغه کسان چې ايمان نه پرې لري هغوی يې په بيړه غواړي، ځکه هغوی په حساب، ثواب او سزا باور نه لري، او هغه کسان چې پر الله ايمان لري، له قيامته ډارېدونکي دي په هغو کې د خپلې پايلې څخه د وېرې له امله، او په علم اليقين سره پوهيږي چې قيامت داسې حق دی چې هيڅ شک پکې نشته، خبر اوسئ هغه کسان چې د قيامت په اړه شخړې او جګړې کوي، او په رامنځته کېدو کې يې شک کوي، هغوی له حقه په لرې لارورکۍ کې دي.
(19) الله پر خپلو بنده ګانو د مهربانۍ څښتن دی، چاته چې وغواړي روزي ورکوي، نو روزي يې ورته پراخوي او چاته چې وغواړي پرې تنګوي يې د خپل حکمت او مهربانۍ د غوښتنې له مخې او هغه داسې ځواکمن دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای همهغه له خپلو دوښمنانو غچ اخلي.
(20) څوک چې د آخرت ثواب غواړي او د هغه لپاره عمل کوي، موږ يې ثواب څو برابره کوو، يوه نېکۍ لس برابره تر اوه سوه برابره پورې تر زياتو برابرو پورې، او څوک چې يوازې دنيا غواړي موږ يې په هغې کې ټاکلې برخه ورکوو، خو هغه لره بيا په آخرت کې برخه نشته ځکه دنيا ته يې پر آخرت لومړيتوب ورکړ.
(21) آيا د دغو مشرکانو لپاره له الله پرته نور معبودان دي، او د هغوی لپاره يې داسې دين راوړی چې الله هغوی ته د دغه دين اجازه نه ده ورکړې چې په هغه کې دې شرک وي او حلال دې حرام او حرام دې حلال شي؟ که چېرې الله نېټه نه وای ټاکلې د اختلاف کوونکو ترمنځ به يې پرېکړه کړې وای، او الله يې د هغوی ترمنځ تر پرېکړې پورې ځنډوي، او بېشکه پر الله د شرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکو لپاره دردوونکی عذاب دی چې د قيامت په ورځ د هغوی انتظار کوي.
(22) ای رسوله! ته به وينې چې د شرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي د کړې ګناه له امله له سزا وېرېدونکي وي، خو سزا به هرومرو پر هغوی راتلونکې وي، له توبې پرته يوازې وېره يې ګټه نه ورته رسوي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي هغوی د دغو ظالمانو برعکس دي، چې هغوی به د جنتونو په باغچو کې وي مزې به کوي، هغوی لره به يې د خپل پالونکي په وړاندې ډول ډول هغه نعمتونه وي چې هيڅکله نه ختميږي، دا هغه لويه پېرزوينه ده چې هيڅ پېرزوينه نه شي ورته نېږدې کېدلای.
(23) دا هغه لوی زيری دی چې الله د خپل رسول په لاس هغو کسانو ته پرې زيری ورکوي چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، ووايه ای رسوله!: زه له تاسو د حق په رسونه بدله نه غواړم مګر يوازې يوه هغه بدله چې ګټه يې تاسو ته درګرځېدونکې ده، او هغه دا چې له ما سره په تاسو کې زما د خپلوۍ له امله مينه ولرئ چاچې يوه نيکي تر لاسه کړه، موږ به يې بدله ورته څو برابره کړو، يوه نيکي به لس برابره کړو، بېشکه الله له بندګانو يې د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې هغه لره توبه وباسي، د هغو ښو کړنو يې شکرګزاره دی چې د هغه د رضا لپاره يې کوي.
(24) د مشرکانو له ګومانه دا خبره هم ده چې محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړکړی او خپل پالونکي ته يې نسبت کړی، او الله پر هغوی د رد په توګه وايي: که چېرې دې نفس درته ووايي چې درواغ وتړې، هرومرو به دې پر زړه مهر ولګوم، او د درواغ تړونکي باطل به له منځه يوسم، او حق به پرېږدم، کله چې امر داسې نه دی، نو دا د نبي صلی الله عليه وسلم پر رېښتيولۍ دلالت کوي، چې هغه ته د خپل پالونکي لخوا وحي شوې ده، بېشکه هغه د خپلوبندګانو پر زړونو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم پټ نه دي.
(25) اوهغه پاک ذات هغه دی چې له کفر او ګناهونو د خپلو بندګانو توبه قبلوي کله چې هغه توبه وباسي او د هغوی له هغو ناوړه کړنو تېريږي چې ترسره کړې يې دي، او څه چې تاسو کوئ پر هغو پوهيږي، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي او ژر به يې بدله درکړي.
(26) او د هغو کسانو دعا قبلوي چې پر الله، د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي، او له خپلې پېرزوينې هغه څه پرې ورزياتوي چې هغوی يې غوښتنه نه ده کړې، او پر الله او د هغه پر رسولانو کفرکوونکو لپاره قوي عذاب دی چې د قيامت په ورخ به يې انتظار کوي.
(27) او که چېرې الله د خپلوټولو بندګانو لپاره روزي پراخه کړې وای، هرومرو به هغوی په ځمکه کې ظلم کړی وای، خو هغه پاک ذات چې چاته وغواړي په پراخه يا تنګه اندازه یې روزي را نازلوي، بېشکه د خپلوبندګانو پر حالاتو ښه خبر او ليدونکی دی، نو د حکمت له پلوه يې ورکوي او همداراز د حکمت له مخې يې منع کوي.
(28) او هغه داسې ذات دی چې پر خپلو بندګانو باران وروي وروسته تر دې چې له اورښته يې نا هيلي شي، او دغه باران پراخوي، چې ځمکه شنه کوي، او همغه د خپلوبندګانو د چارو سمبالوونکی دی او په هر حال ستایل شوی دی.
(29) او د هغه پر قدرت او يووالي له دلالت کوونکو نښانو د آسمانونو پيدايښت او د ځمکې پيدايښت دی، او هغه څه چې په دغو دواړو کې يې عجيبه مخلوقات خپاره کړي دي، او هغه د حشر او بدلې لپاره چې څه وخت وغواړي د هغوی پر راټولولو ځواکمن دی، له دغه يې څوک نه شي عاجزه کولای چې لومړی ځل د هغو پيدا کولو نه دی عاجزه کړی.
(30) ای خلکو! تاسو ته چې ستاسو په ځانونو يا مالونو کې کوم مصيبت در رسيږي دا د هغو ګناهونو له امله چې ستاسو لاسونو کړې دي، او الله ستاسو له ډېری ګناهونو تېريږي، نيونه مو پرې نه کوي.
(31) او تاسو مو له خپل پالونکي په تېښته ځواکمن نه ياست، کله چې هغه د سزا درکولو هوډ وکړي، او له هغه پرته تاسو لره کوم دوست نشته چې چارې مو سمبال کړي، او نه کوم مرستدوی چې عذاب درڅخه پورته کړي که چېرې هغه پرتاسو د عذاب اراده ولري.
(32) او د الله پر قدرت او يووالي له دلالت کوونکو نښانو هغه کښتۍ دي چې په خپل لوړوالي او اوچتواالي کې د غرونو غوندې په درياب کې چليږي.
(33) که چېرې الله د هغه باد درول وغواړي چې کښتۍ چلوي، وبه يې دروي، نو کښتۍ به په درياب کې آرامه پاتې شي چې خوځښت به نه کوي، بېشکه په دغه ياد شوي د کښتيو په پيدايښت او بادونو په تابع کولو کولو کې د الله پر ځواکمنتيا پر ستونزو او مصیبتونو کې د هر صبرکوونکي او د الله پر نعمتونو د شکر اېستونکي لپاره څرګندې نښې دي.
(34) او که چیرې هغه پاک ذات د هغه کښتيو تباهي وغواړي د تیزې سيلۍ په لېږلو سره، نو د خلکو د کړې ګناه له امله به يې تباه کړي، او د خپلو بندګانو له ډېری ګناهونو تېريږي چې هغوی ته پرې سزا نه ورکوي.
(35) او د توندو سيليو په لېږلو سره د دغو کښتيو د تباهۍ پر مهال هغه خلک پوه شي چې زموږ په آیتونو کې د هغو د باطلولو لپاره جګړې کوي، چې هغوی لره له تباهۍ د تېښتې ځای نشته، نو يوازې الله به رابولي او له هغه پرته نور به پرېږدي.
(36) نو ای خلکو کوم مال، مرتبه او اولاد چې تاسوته درکړل شوي، هغه د دنيا د ژوند لږه قایده ده او له منځه تلونکې ختمېدونکې ده، او تلپاتې نعمت هغه خو د جنت نعمت دی چې الله د هغو خلکو لپاره چمتو کړی چې پر الله او د هغه پر رسولانو ايمان لري، او يوازې پر خپل پالونکي په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوي.
(37) او هغه کسان چې له لويو او ناوړه ګناهونو لرې اوسي، او کله چې د چا د ناوړه وينا يا کړنې له امله په غوسه شي، نو د هغه تېروتنه بښي، او سزا پرې نه ورکوي، دغه بښنه د هغوی لخوا يوه مهرباني ده کله چې په کې خير او مصلحت وي.
(38) او هغه کسان چې د خپل پالونکي مني د هغه څه په ترسره کولو سره چې امر يې ورته کړی او هغه څه په پرېښودلو چې ترې منع کړي دي، او په بشپړه توګه لمونځ کوي او هغه خلک چې په هغو چارو کې چې هغوی لره مهمې وي په خپلو کې مشورې سره کوي او څه مو چې په روزۍ ورکړي د الله د خوښۍ لپاره يې لګوي.
(39) او هغه کسان چې ظلم پرې وشي د خپلو ځانونو د اکرام او درناوي په موخه غچ اخلي، کله چې ظالم د بښنې وړ نه وي، او دغه غچ اخېستنه حق دی، په ځانګړې ډول کله چې په بخښنه کې مصلحت هم نه وي.
(40) او څوک چې د خپل حق اخېستل غواړي هغه لره دا حق شته، خو پرته له زيادت او تيري څخه په ورته عمل سره به وي او څوک چې هغه چا لره بخښنه وکړي چې بد يې ورسره کړي او په بده کړنه يې نيونه ونه کړي، او څه چې د هغه او د ورور تر منځ يې دي هغه اصلاح کړي، نو د الله په وړاندې ثواب لري، بېشکه هغه داسې ظالمان نه خوښوي چې پر خلکو د هغوی په نفسونو، مالونو او عزتونو کې ظلم کوي، بلکې هغوی يې بد ييشي.
(41) او څوک چې د ځان غچ اخلي، نو دوی هغه څوک دي چې د خپل حق اخېستنې له امله نيونه پرې نشته.
(42) بېشکه مؤاخذه (نيونه) او جزا يوازې د هغو کسانو لپاره ده چې پر خلکو ظلم کوي او په ځمکه کې ګناهونه ترسره کوي، همدوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب دی.
(43) او څوک چې ځان ته د بل لخوا پر رسېدلي آزار صبر وکړي، او له هغه تېر شي، نو دغه صبر هغه او ټولنې ته خير راوړي، او دا يو ستايل شوی کار دی، او يوازې د لويې برخې څښتن ته د دغه توفيق ورکول کيږي.
(44) او څوک چې الله له لارښوونې پرېږدي، له حقه يې لارورکی کړي، نو هغه لره کوم دوست نشته چې له هغه وروسته يې چاره سمبال کړي، او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي به وينې چې کله د قيآمت په ورځ عذاب وويني د آرزو کوونکو په توګه به وايي: آيا دنيا ته د ګرځېدو لار شته چې الله ته توبه وباسو؟.
(45) او ای رسوله! ته به دغه ظالمان وينې چې پر اور به ور ټېل وهل کيږي په داسې حال کې چې خوار رسوا به له خپلې سختې وېرې خلکو ته په پټه ګوري، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وايي به: بېشکه په حقه تاوانيان خو هغه خلک دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او کورنۍ تاوانيان کړل، د الله له عذابه د ځواک نه لرلو له امله، خبر اوسئ د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي په تلپاتې داسې عذاب کې دي چې هيڅکله نه ختميږي.
(46) او هغوی لره به داسې دوستان هم نه وي چې د قيامت په ورځ له اوره يې په ژغورلو سره مرسته وکړي، او څوک چې الله له حقه پرېږدي، لارورکی يې کړي، نو هغه لره هيڅکله داسې لار نشته چې تر حقه يې لارښوونې ته ورسوي.
(47) ای خلکو! خپل پالونکي ته مو د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو او ژر دی چې وبه کړم په پرېښودلو سره قبولتیا وکړئ، مخکې تردې چې د قيامت هغه ورځ راشي چې د هغې د راتلو لپاره کوم مخنيوونکی نشته، بيا به تاسو لره کوم پناه ځای نه وي چې پناه وروړئ، او نه به تاسو لره انکار وي چې له خپلو هغو ګناهونو انکار وکړئ چې په دنيا کې مو کړي دي.
(48) او که هغوی له هغه څه مخ وګرځولو چې امر دې ورته پرې کړی، نو ای رسوله! ته مو پر هغوی ساتونکی نه يې لېږلی چې عملونه يې وساتې، پرتا يوازې د هغه څه رسونه ده چې په رسولو يې امر درته شوی دی، د هغوی حساب پر الله دی، او که موږ انسان ته له خپل لوري د شتمنۍ، روغتيا او دېته ورته نورې لورېينې وروڅکو، هغه پرې خوشاله شي، او که انسانانو ته د هغوی د ګناهونو له امله ناوړه مصيبت ورسيږي، نو د هغوی طبيعت د الله پر نعمتونو کفر دی، د هغو ناشکري ده، او پر هغه څه غوسه کېدل دي چې الله په خپل حکمت مقدر کړي دي.
(49) يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، له نارينه، ښځينه او دغه پرته نور څه چې وغواړي پيداکوي يې، چاته چې وغواړي ښځينه اولاد ورکوي او له نارينه يې بې برخې کوي، او چاته چې وغواړي نارينه اولاد ورکوي له ښځينه يې بې برخې کوي، او يا چې چاته وغواړي نارينه او ښځينه دواړه ورکوي او چاته چې وغواړي شنډوي يې چې اولاد يې نه کيږي، بېشکه هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې کېدونکي دي او څه چې په راتلونکي کې کيږي، او دا د هغه له بشپړې پوهې او پوره حکمت څخه دي، له هغه څه پټ نه دي او نه يې څه عاجزولای شي.
(50) يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، له نارينه، ښځينه او دغه پرته نور څه چې وغواړي پيداکوي يې، چاته چې وغواړي ښځينه اولاد ورکوي او له نارينه يې بې برخې کوي، او چاته چې وغواړي نارينه اولاد ورکوي له ښځينه يې بې برخې کوي، او يا چې چاته وغواړي نارينه او ښځينه دواړه ورکوي او چاته چې وغواړي شنډوي يې چې اولاد يې نه کيږي، بېشکه هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې کېدونکي دي او څه چې په راتلونکي کې کيږي، او دا د هغه له بشپړې پوهې او پوره حکمت څخه دي، له هغه څه پټ نه دي او نه يې څه عاجزولای شي.
(51) هيڅ انسان لره صحيح نه ده چې الله ورسره خبرې وکړي، مګر دا چې په الهام يا بله لار سره وحي وي، او يا داسې خبرې ورسره وکړي چې د هغه د خبرو آواز اوري خو ويني يې نه، او يا پرېښته د بېلګې په ډول جبريل د استازي په توګه ورته وليږي، نو هغه انساني رسول ته وحي کوي د الله په اجازه چې څه وغواړي وحي کوي يې، بېشکه هغه پاک ذات په خپل ذات او صفتونو کې لوړ دی، په خپل پيدايښت، ځواک او شريعت کې حکمت والا دی.
(52) او ای رسوله! لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې، تاته مو له خپل لوري قرآن وحي کړ، له دې مخکې ته نه پوهېدې چې پر رسولانو نازل کړل شوي آسماني کتابونه څه دي، او نه پوهېدې چې ايمان څه دی؟ خو موږ دغه قرآن ړڼا کوونکی نازل کړ، له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو لارښوونه پرې کوو، او بېشکه ته خلکو ته د نېغې لارې خوا ته لارښوونه کوې چې هغه د اسلام دين دی.
(53) د هغه الله لار چې د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه څه چې په آسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي هغه لره دي، هرومرو به يوازې الله ته ټولې چارې د هغه په تقدير او تدبير کي ورګرځول کيږي.