(1) د سورت بقرې په پيل کې د دې په شانته تورو تفصيل تېر شوی.
(2) الله په قران قسم کړی چې روښانه کوونکی دی د هدایت او حق لیارو لره.
(3) بېشکه هغه مو د عربو پر ژپه قرآن ګرځولی، په دې هيله چې له عقله کارواخلئ ای هغې ډلې چې ستاسو په ژبه نازل شوی، چې په ليدو سره پرې پوهېږئ، ترڅو يې نورو امتونو ته ورسوئ.
(4) او بېشکه دغه قرآن په لوح محفوظ کې د لوړې مرتبې او شان او حکمت والا دی، په امرونو او نواهيوو کې يې آيتونه محکم کړل شوي دي.
(5) نو آيا موږ به د قرآن نازلول په مخ اړولو سره پرېږدو ستاسو د شرک او ګناهونو د زياتوالي له امله؟ دا نه کوو، بلکې پر تاسو رحمت د دغه کار برعکس غوښتنه کوي.
(6) او موږ په پخوانيو امتونو کې څومره نبيان ولېږل؟
(7) او دغو پخوانيو امتونو ته د الله له لوري هيڅ نبي نه دی راغلی مګر هغوی ملنډې پرې وهلې.
(8) خو موږ هغه خلک هم تباه کړل چې تر دغو امتونو پياوړي وو، نو څوک چې تر هغوی کمزوري دي د هغوی له تباهۍ به بې وسې نه شو، او په قرآن کې د پخوانيو امتونو د تباه کولو بيان تېر شوی، لکه د عاد، ثمود، د لوط قوم او د مدين خلک.
(9) او ای رسوله! که له دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو پوښتنه وکړې: چې آسمانونه چا پيداکړي او چا ځمکه پيداکړې ده؟ ستا د پوښتنې په ځواب کې به هرومرو وايي: هغه برلاسي پيداکړي چې هيڅوک يې نه شي بې وسې کولای، چې پر هرڅه ښه پوه دی.
(10) الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو لپاره فرش ګرځولې، نو هغه يې ستاسو لپاره پایمال[مناسبه د ګرځیدو] کړې چې تاسو په خپلو پښو پرې ګرځئ، او په هغې کې يې ستاسو لپاره د هغې په غرونو او شېلو کې لارې ګرځولې دي، په دې هيله چې په خپل تګ کې مو لارښوونه پرې ترلاسه کړئ.
(11) او هغه ذات چې له آسمانه يې دومره اوبه را اورولې دي چې ستاسو لپاره بسنه کوي، ستاسو د څارويو او کښتونو لپاره بسنه کوي، نو پر هغو مو وچ ښار را ژوند کړی چې هيڅ شينګی پکې نه وه، لکه څنګه چې الله دغه وچه ځمکه په شينګيوو را ژوندۍ کړې ده همداسې به تاسو په بېرته را پاڅولو را ژوندي کړي.
(12) او هغه ذات چې له ټولو يې بېلابېل ډولونه پيدا کړي، لکه شپه، ورځ، نارينه، ښځينه او داسې نور، او تاسو لره يې کښتۍ او څاروي داسې ګرځولي چې په خپلو سفرونو کې پرې سپرېږئ، په درياب کې په کښتيو کې سپرېږئ او په وچه کې پر څارويو سپرېږئ.
(13) دغه ټول يې تاسو لره ګرځولي دي، په دې هيله چې تاسو مو په خپلو سفرونو کې پر شاوويې سپرېږئ، بيا د خپل پالونکي نعمتونه ستاسو لپاره د هغو په تایع کولو در په ياد کړئ، کله چې د هغو پر شاوو ځای پرځای شئ او په ژبو مو ووايی: پاک او سپېڅلی دی هغه ذات چې موږ لره يې دغه سپرلۍ چمتو کړې او تابع کړې ده، نو موږ یې وتوانولو په هغې او موږ د هغه توان لرونکي نه وو، که د الله تایع کول نه وای.
(14) او بېشکه موږ د خپل پالونکي لوري ته زموږ له مړينې وروسته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدونکي يو.
(15) او مشرکان ګومان کوي چې ځينې خلک د پيداکوونکي پاک ذات څخه پيداشوي کله يې چې وويل: پرېښتې د الله لوڼې دي، بېشکه هغه انسان چې دا ډول وينا کوي هغه هرومرو ناشکره او په څرګند کفر او لارورکۍ کې دی.
(16) ای مشرکانو آيا تاسو دا وايئ: چې الله د ځان لپاره له مخلوقه لوڼې ونيولې، او تاسو يې له اولاده په زامنو ځانګړې کړي یاست؟! دا وېش څه ډول وېش دی چې تاسو يې ګومان کوئ؟!.
(17) او کله چې له هغوی کوم يوه ته د هغې لور زيری ورکړل شي چې خپل پالونکي ته يې نسبت کوي، نو مخ یې له غمه او خپګانه تک تور شي، او له غوسې ډک شي، نو څنګه خپل پالونکي ته د هغه څه نسبت کوي چې په خپله پرې غمجن کيږي کله چې د هغو زيری ورکړل شي.
(18) ايا خپل پالونکي ته هغه څوک منسوبوي چې هغه په زیوراتو کې لوی شویدی او هغه په جګړه کې د خپل ښځينه توب له کبله ناڅرګنده خبرو والا وي.
(19) او هغه پرېښتې چې د رحمان پاک ذات بندګانې دي هغوی ته يې ښځينه وويل: آيا دوی هغه مهال حاضر وو چې الله هغوی پيداکولې، چې هغوی ته څرګنده شوه چې هغه پرېښتې ښځينه دي؟! پرېښتې به د هغوی دغه شاهدي ليکي، او د قيامت په ورځ به هغوی يې په اړه پوښتل کيږي او د خپلو درواغو له امله به پرې سزاورکول کيږي.
(20) او هغوی په تقدير د استدلال کولو په ډول وويل: که چېرې الله غوښتی چې موږ دې د پرېښتو عبادت نه وای کړی ، نو نه به مو وای، نو زموږ له لوري داسې کېدل د هغه پر رضايت دلالت کوي، هغوی لره پردغه وينا يې هيڅ پوهه نشته، هغوی يوازې درواغ وايي.
(21) يا مو دغه مشرکانو ته له قرآن مخکې کوم کتاب ورکړی چې هغوی لره له الله پرته د بل چا عبادت روا کوي؟! نو هغوی د دغه کتاب ټينګ نيوونکي دي، چې استدلال پرې کوي.
(22) نه دا نه ده واقع شوې بلکه په تقلید یې دلیل ونیوه او ویې ویل: بیشکه مونږ موندلي خپل مشران په یو دین هغه دا چې د بوتانو عبادت به یې کاوه او مونږ په شرک کې د هغوی پیروي کوو.
(23) او لکه څنګه چې دغو (خپل رسولان) درواغجن وګڼل، او د خپلو پلرونو پر پيروۍ يې استدلال وکړ، ای رسوله! له تا مخکې مو هم په هيڅ کلي کې رسول نه دی لېږلی چې خپل قوم ووېروي، مګر دا چې په هغوی کې کوم شتمن مشران او سرداران وو هغوی ويلي دي: موږ مو خپل پلرونه پر يو دين او ملت موندلي دي، او موږ د هغوی په پلو پل ږدو. نو ستا قوم په دې کې نوی نه دی.
(24) هغوی ته يې رسول وويل: آيا تاسو د خپلو پلرونو پيروي کوئ که څه هم ما چې څه درته راوړي هغه د هغوی تر هغه ملت هم غوره دي چې هغوی پرې وو؟ هغوی وايي: موږ پر هغه څه کافران يو چې ته او له تا مخکې رسولان ورسره لېږل شوي دي.
(25) له هغو امتونو مو غچ واخيست چې له تا مخکې رسولان يې درواغجن وګڼل، چې هغوی مو تباه کړل، نو فکر وکړه د خپلو رسولانو د درواغجن ګڼونکو پايله څنګه وه؟ نو پايله يې ډېره دردوونکې وه.
(26) ای رسوله! په ياد کړه هغه وخت چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشکه زه له هغو بوتانو بېزار يم چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ..
(27) پرته له هغه الله چې زه يې پيداکړی يم، بېشکه هغه به مې هغه څه ته لارښوونه وکړي چې د کوم سم دين په پيروۍ کې مې ګټه وي.
(28) او ابراهيم د توحيد کلمه (لا اله الا الله) پاتې کېدونکې کلمه وګرځوله له هغه وروسته په خپل اولاد کې، نو د تل لپاره په هغوی کې داسې څوک وي چې الله يو وبولي او هيڅ ورسره نه شريکوي، په دې هيله چې هغوی به له شرک او ګناهونو الله ته په توبه اېستلو راوګرځي.
(29) د دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو په تباه کولو کې مې بيړه ونه کړه، په دنيا کې مې په پرېښودلو ګټه ورکړه، او له هغوی مخکې مې يې پلرونو ته ګټه ورکړه تردې چې قرآن او څرګند بيانوونکی رسول محمد صلی الله عليه وسلم ورته راغلل.
(30) او کله چې دغه قرآن چې حق دی هيڅ شک پکې نشته ورته راغی هغوی وويل: دا خو کوډې دي چې محمد يې پر موږ کوي، او بېشکه موږ پرې کافران يو او هيڅکله به پرې ايمان را نه وړو.
(31) او درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: ولې الله دغه قرآن د بې وزله يتيم محمد پر ځای د مکې او طائف له دوو لویو کسانو څخه پر يو را نازل نه کړ؟.
(32) ای رسوله! آیا هغوی ستا د پالونکي لورېينه وېشي، چې چاته هغوی وغواړي ورکوي يې او چاته وغواړي ترې منع کوي يې يا الله دا کار کوي؟ موږ د هغوی ترمنځ په دنيا کې يې روزۍ وېشلي دي، او له هغوی مو ځينې شتمن او بې وزله ګرځولي دي، ترڅو ځينې د ځينو لپاره تابع شي، او ستا د پالونکي لورېينه په آخرت کې ترهغه څه غوره ده چې دغه خلک کوم د ختمېدونکې دنيا له مال را ټولوي.
(33) او که دا وېره نه وای چې خلک به په کفر کې يو امت شي، موږ به هرومرو د هغه چا د کورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې پر الله کفر کوي، او هغه زينې هم د هغوی لپاره چې پرې خېژي.
(34) او کوټو ته به مو يې دروازې ګرځولې وای[دسپینو زرو]، او کټونه هم چې تکیه یې پرې کولای د امتحان د پاره او د هغوی د رانیولو د پاره درجه په درجه.
(35) او هرومرو به مو هغوی لره سره زر ګرځولي وو، او دا ټول نه دي مګر د دنيا د ژوند توښه ده، نو د نه پاتې کېدو له امله یې ګټه لږ ده، او ای رسوله! په آخرت کې چې ستا د پالونکي په وړاندې کوم نعمتونه دي هغه غوره دي د هغو خلکو لپاره چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او نواهيوو يې په ځان ساتلو وېريږي.
(36) او څوک چې په قرآن کې د یې احتیاطۍ لیدنه کوي چې مخ اړولو ته يې و رسوي هغه ته به د شيطان په ګومارلو سزا ورکړو چې تل ورسره وي تر څو يې په سرکښۍ زياتوالی راولي.
(37) او دغه ملګري چې له قرآنه پر مخ اړوونکو ګومارل شوي دي هغوی به د الله له دينه راګرځوي، نو د هغه امرونه به نه مني او له نواهيو به يې ډډه نه کوي او هغوی به ګومان کوي چې حق ته لارموندونکي دي، نو له همدې امله به هغوی له خپلې لارورکۍ توبه نه وباسي.
(38) تر دې چې د الله له ياده مخ اړوونکی د قيامت په ورځ موږ ته راشي د هيله کوونکي په توګه به وايي: کاشکې زما او ستا تر منځ ای ملګريه! د ختيځ او لوېديځ په اندازه واټن وای، څومره بد ملګری يې ته!.
(39) د قيامت په ورځ به الله کافرانو ته ووايي: نن به هيڅکله تاسو ته په عذاب کې ستاسو برخه اخستل ګټه در ونه رسوي حال داچې د شرک او ګناهونو له امله مو پرځانونو ظلم کړی دی، او هيڅکله به ستاسو شريکان له تاسو د عذاب کومه برخه وانخلي.
(40) بېشکه دغه خلک د حق له اورېدو کاڼه دي، له ليدو يې ړانده دي، نو ای رسوله! ته د کڼو د اورولو يا ړندو د لارښوونې او يا د هغه چا د لارښوونې توان لرې چې له نېغې لارې څخه په څرګنده لارورکۍ کې دي؟!.
(41) نو که چېرې دې بوځو، چې هغوی ته له عذاب ورکولو مخکې دې مړ کړو، نو بيا هم موږ له هغوی څخه د عذاب په ورکولو په دنيا او آخرت کې غچ اخېستونکي يو.
(42) او يا ځينې هغه عذاب در ووينو چې له هغوی سره يې ژمنه کوو، نو موږ بېشکه پر هغوی ځواکمن يو، هيڅ شی پر موږ د برلاسي کېدو توان نه لري.
(43) نو ای رسوله! پر هغه څه ټينګ ودرېږه چې د پالونکي لخوا دې درته وحې شوي دي او پر هغه عمل وکړه، بېشکه ته پر داسې حق لاره يې چې هيڅ ګډوډي پکې نشته.
(44) او بېشکه دغه قرآن ستا لپاره او ستا د قوم لپاره شرف دی، او ژر به د قيامت په ورځ پر هغه د ايمان راوړلو، د هغه د لارښوونې د پيروۍ او هغه ته د بلنې په اړه وپوښتل شئ.
(45) او ای رسوله! وپوښته هغه رسولان چې له تا مخکې مولېږلي وو: آيا هغوی مو له رحمان پرته معبودان ګرځولي وو چې لمانځل کېدل به؟!.
(46) او له شک پرته موسی مو فرعون او د قوم سردارانو ته يې له خپلو نښانو سره لېږلی وو، نو هغوی ته يې وويل: بېشکه زه د ټولو مخلوقاتو د پالونکي استازی يم.
(47) کله چې زموږ له نښانو سره ورغی هغوی د ملنډو او مسخرو په ډول پرې خندل پيل کړل.
(48) او فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته مو چې هر دليل د هغه څه په صحت ورښودلو چې موسی عليه السلام ورسره راغلی و يو به تر هغه بل مخکېني لوی و، او هغوی مو په دنيا کې په عذاب ونيول، په دې هيله چې له هغه څه راوګرځي چې پر کوم کفر وو، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه.
(49) نو هغوی ته چې کله ځينې عذاب ورسېدلو موسی ته يې وويل: اې کوډګره پالونکی دې زموږ لپاره راوبوله ستا لپاره د هغه څه په يادولو سره چې عذاب به لرې کړي که موږ ايمان راوړ، بېشکه موږ هرومرو هغه ته لارموندونکي يو که يې له موږ عذاب پورته کړ.
(50) نو کله چې به مو له هغوی عذاب اېسته کړ، سمد ستي به يې ژمنې ماتولې او نه به پرې درېدل.
(51) فرعون په خپل قوم کې پر خپله پاچايي د وياړ په توګه په دې ويلو نارې کړې: ای زما قومه، آيا د مصر پاچايي او دغه د نيل نهرونه چې زما تر ماڼيو لاندې بهيږي زما نه دي؟ نو آيا زما پاچايي نه وينئ او زما لويي نه پېژنئ؟!.
(52) نو زه له موسی غوره يم چې شړل شوی کمزوری دی داسې دی چې خبرې هم سمې نه شي کولای.
(53) نو ولې الله پر هغه کس چې را لېږلی یې دی د سرو زرو وښي نه دي اچولي، تر څو دا خبره په ډاګه کړي چې هغه يې رسول دی، او يا پرېښتې نه دي ورسره راغلې چې ځينې يې په ځينو پسې وای.
(54) نو فرعون يې خپل قوم وهڅولو، هغوی يې په لارورکۍ کې پيروي وکړه، بېشکه هغوی داسې قوم وو چې د الله له پيروۍ وتونکي وو.
(55) نو کله چې هغوی پر کفر د خپل دهمیشوالي له امله موږ په غوسه کړو، له هغوی مو غچ واخيست، هغوی ټول مو ډوب کړل.
(56) نو فرعون او د هغه سرداران مو مخکښان وګرځول چې له خلکو مخکې کېدل، او ستا د قوم کافران پر هغوی پسې دي، او هغوی مو د هغه چا لپاره پند وګرځول چې پند اخلي، تر څو د هغوی غوندې عمل ونه کړي، چې هغه څه به ور ورسيږي چې هغوی ته ور رسېدلي و.
(57) کله چې مشرکانو ګمان وکړ چې هغه عیسی کوم چې نصاراوو يې عبادت کړی د الله تعالی په دغه وينا کې داخل دی: بېښکه تاسو او د څه چې تاسو پرته له الله عبادت کوئ د دوزخ خس دي، تاسې هغه لره ورتلونکي یاست، حال دا چې الله د هغه له عبادته منع کړې وه، لکه څنګه يې چې د بتانو له عبادته منع کړې وه، نو دغه مهال به دې اې رسوله قوم په شخړه کې شور کوي او چېغې به وهي په دې ويلو سره: موږ خوښ يو چې زموږ معبودان د عيسی غوندې وي، نو الله پر هغوی د رد کولو سره دغه آيت نازل کړ، بېشکه هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ لخوا نېكمرغي مخكې (ليكل) شوې ده، نو هغوې به له هغه لرې كړى شوي وي.
(58) او هغوی وويل: آيا زموږ معبودان غوره دي او که عيسی؟! ابن الزبعری او د هغه غوندې خلکو چې دغه بېلګه درته وړاندې کړه دا حق ته د رسېدو د مينې له امله نه وه، بلکې د جګړې د مينې له امله وه، نو هغوی داسې قوم دی چې پرجګړه يې طبيعت جوړ کړی شوی دی.
(59) د مريم زوی عيسی يوازې د الله له بندګانو يو بنده دی چې موږ پر هغه د نبوت او رسالت پېرزوينه کړې ده، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره بېلګه ګرځولی چې د الله پر قدرت استدلال پرې کوي کله يې چې هغه پرته له پلاره پيداکړ، لکه څنګه يې چې آدم پرته له مور او پلاره پيداکړی.
(60) ای د آدم اولاده که موږ ستاسو تباه کول غوښتي وای، نو تاسو به مو تباه کړي وای او ستاسو بدل به مو پرېښتې په ځمکه کې ستاسو ځای ناستي ګرځولې وای، چې د الله عبادت به يې کولو او له هغه سره به يې هيڅ هم نه شريکولای.
(61) او بېشکه عیسی [راکښته کیدل د عیسی] د قيامت له لویو نښانو څخه يوه نښه ده کله چې په وروستي وخت کې را کوزيږي، نو د قيامت په رامنځته کېدو کې شک مه کوئ، او په هغه څه کې مې پيروي وکړئ چې تاسو ته د الله له لوري ورسره راغلی یم، دغه څه چې مې تاسوته راوړي دي هغه داسې نېغه لار ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.
(62) او هيڅکله مو شيطان په دوکه کولو او هڅولو له نېغې لارې ونه ګرځوي، بېشکه هغه ستاسو داسې دښمن دی چې دښمني يې څرګنده ده.
(63) کله چې عيسی عليه السلام خپل قوم ته د هغه پر استازولۍ له څرګندو دلايلو سره راغی، هغوی ته يې وويل: زه تاسو ته د الله له لوري له حکمت سره راغلی يم، او دا چې تاسو ته ستاسو د دين هغه چارې څرګندې کړم چې تاسو پکې اختلاف کوئ، نو له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډارشئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او ترې منع کوم مو.
(64) بېشکه الله هغه ذات دی چې زما او ستاسو پالونکی دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته، عبادت مو يوازې هغه لره ځانګړی کړئ، او دغه توحيد هغه نېغه لار ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.
(65) نو د نصاراوو ډلې د عيسی په اړه په اختلاف کې شولې، ځينو يې ويل: هغه الله دی، او ځينو ويل: هغه د الله زوی دی، او ځينو يې ويل: هغه او مور يې دوه معبودان دي، نو هغو کسانو لره د دردوونکې سزا تباهي ده چې د قيامت ورځ به هغوی انتظار کوي چې پرځانو يې ظلم کړی د عيسی لپاره د الوهيت، يا زوی والي او يا له دريو څخه د يو په صفت بيانولو سره.
(66) آيا دغه د عيسی په اړه اختلاف کوونکې ډلې د څه انتظار کوي مګر دا چې قيامت به ناببره پرې راشي او هغوی به يې د راتلو احساس هم نه کوي؟! که چېرې هغوی لره راغی په داسې حال کې چې هغوی يې په کفر کې وو، نو د ورګرځېدو ځای به يې ډېر دردوونکی وي.
(67) هغه کسان چې په کفر او لارورکۍ کې د یو او بل سره دوستان او ملګري دي هغوی به د قيامت په ورځ يو د بل دښمنان وي، پرته له هغو خلکو چې د الله د امرونو د پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له الله ډارېږي، چې د هغوی دوستي به تلپاتې وي او نه به ختميږي.
(68) او الله به هغوی ته ووايي: ای زما بندګانو، نن به نه پرتاسو وېره وي چې ورسره مخ شئ او نه به پر هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو کومې برخې پرېښې دي.
(69) هغه کسان چې پر خپل رسول نازل کړل شوي قرآن يې ايمان راوړی، او قرآن ته غاړه اېښودونکي وو، امرونه يې پرځای کوي او له نواهيوو يې ډډه کوي.
(70) تاسو او تاسو ته په ايمان راوړلو کې ورته خلک جنت ته ننوځئ، پر هغه څه خوشحاله شئ چې له کوم تلپاتې نعمتونو سره مخ کېږئ چې نه ختميږي او نه قطع کيږي.
(71) پر هغوی به يې خادمان د سرو زرو له داسې کاسو او پيالو سره راګرځي چې هيڅ عيب به نه لري، او په جنت کې به هغه څه وي چې زړونه يې غواړي، او سترګې يې په ليدو خوند اخلي، او تاسو به هلته پکې اوسېږئ او هيڅکله به ترې نه وځئ.
(72) دغه جنت چې تاسو لره یې صفت بيان کړل شو هغه جنت دی چې الله تاسو ته په ميراث درکړ د هغه لخوا ستاسو د کړنو له امله.
(73) هلته به تاسې لره ډېره مېوه وي چې نه به ختميږي له هغې به يې تاسې خورئ.
(74) بېشکه د کفر او ګناهونو له امله مجرمان به د قيامت په ورځ د دوزخ په عذاب کې د تل لپاره اوسېدونکي وي.
(75) له هغوی به عذاب نه سپکيږي او هغوی پکې د الله له رحمته ناهيلي وي.
(76) موږ پر هغوی اور ته په ننه اېستلو ظلم نه دی کړی، خو هغوی د کفر له امله پر خپلو ځانو ظالمان وو.
(77) د دوزخ څوکيدار مالک ته به په دې ويلو آواز وکړي: ای مالکه، ستا پالونکی دې موږ مړه کړي، نو موږ به له عذابه په آرامه شو، مالک به په خپله وينا ځواب ورکړي: بېشکه تاسو په عذاب کې تل پاتې کېدونکي ياست نه مړه کېږئ او نه عذاب درڅخه پرې کيږي.
(78) له شک پرته موږ په دنيا کې تاسې ته هغه حق دروړی و چې هيڅ شک پکې نه و، خو ستاسو ډېری حق لره بد ګڼونکي واست.
(79) نو که چېرې هغوی د نبي صلی الله عليه وسلم پر وړاندې چل جوړ کړی او هغه ته يې دام چمتو کړی، نو بېشکه موږ هغوی لره د هغوی تر چل پورته تدبير نيوونکي يو.
(80) يا هغوی ګومان کوي چې موږ د هغوی پټې خبرې نه اورو چې په خپلو زړونو کې يې پټوي، او يا هغه راز چې په خپلو کې يې په پټه وايي، ولې نه، بېشکه موږ دغه ټول اورو، او پرېښتې له هغوی سره دي چې هر هغه څه ليکي چې هغوی يې کوي.
(81) اې رسوله ووايه! هغو کسانو ته چې الله ته لوڼې منسوبوي، الله د هغوی له وينا ډېر لوړ دی، الله لره هيڅ اولاد نشته، هغه له دغه څخه پاک او سپېڅلی دی، نو زه الله تعالی لره له لومړيو لمانځونکو او سپېڅلتيا بيانوونکو يم.
(82) د آسمانونو او ځمکې پالونکی او د عرش پالونکی له هغه څه پاک دی چې دغه مشرکان يې وايي، چې هغه ته د شريک، مېرمن او بچي نسبت کول دي.
(83) نو ای رسوله! هغوی پرېږده چې په هغه څه کې ننوځي چې پر کوم باطل دي، او بازۍ کوي، تر څو له هغې ورځې سره مخ شي چې ژمنه يې ورسره کيږي او هغه د قيامت ورځ ده.
(84) او همغه پاک ذات په آسمان کې په حقه معبود دی او هغه په ځمکه کې په حقه معبود دی، او هغه په خپل مخلوق، تقدير او تدبير کې حکمت والا دی، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي.
(85) او د الله خير او هغه پاک ذات برکت زياتيږي، هغه ذات چې يوازې هغه لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده او د هغو دواړو ترمنځ چې دي د هغو پاچايي ده، او يوازې هغه سره د قیامت د نیټې پوهه ده چې قيامت پکې رامنځته کيږي، له هغه پرته له بل چا سره يې پوهه نشته، او يوازې د هغه لوري په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ.
(86) او هغه شيان چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي د الله په وړاندې د سپارښتنې واک نه لري، مګر هغه څوک چې دا شاهدي يې ويلې وي چې نشته د عبادت وړ مګر يوازې الله او هغه پوهيږي پر هغه څه چې شاهدې يې پرې ويلې ده، لکه عیسی، عزير او پرېښتې.
(87) او که چېرې هغوی وپوښتې: چې هغوی چا پيداکړي دي؟ هرومرو به وايي: الله پيداکړي يو، نو له دغه اعتراف وروسته څنګه د هغه له عبادته ګرځول کيږي؟!
(88) الله تعالی د خپل پیغنبر په شکایت پوه و[دالله په علم کې دا وه] چې له قومه يې په درواغجن ګڼلو او د هغوی په اړه دا وينا وه: ای زما پالونکيه، دغه زما قوم پر هغه څه ايمان نه راوړي چې زه دې هغوی ته ورسره لېږلی يم.(نويې ورته وويل).
(89) نو له هغوی مخ اړوه، او هغه څه ورته وايه چې د هغوی د شر مخه پرې نيسې، او دا حالت په مکه کې و، خو ژر ده چې هغوی به پر هغه څه پوه شي چې له کوم عذاب سره مخامخ کيږي.