50 - Qaaf ()

|

(1) قٓ﴾ د بقرې سورت په پيل کې دېته ورته تورو په اړه خبره تېره شوه. الله په قرآن کريم قسم وکړ، ځکه په هغو کې ډېرې معناوې، زيات خير او برکت دی، ته به هرومرو د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره را پاڅول کېږې.

(2) د هغوی د ردولو لامل د هغوی دا توقع نه وه چې ته درواغ وايې هغوی ستا رېښتينولي پېژني، بلکې هغوی له دې امله تعجب کوي چې هغوی ته يې له خپله جنسه يو وېروونکی رسول راغی، او هغه د پرېښتو له جنسه نه دی، او د تعجب په ډول يې وويل: موږ ته د انسانانو له ډلې د رسول را تګ يو عجيب امر دی!

(3) آيا موږ به بيا را ژوندي کېږو کله چې مړه او خاورې شو؟! دغه بېرته را پاڅېدل او زموږ جسمونو ته د ژوند را ګرځېدل وروسته تر دې چې زاړه شي يو لرې امر دی، شونې نه ده چې رامنځته دې شي.

(4) پرته له شکه موږ په هغه څه پوهېږو چې ځمکه د هغوی له مرګ او خښېدو وروسته د هغوی له جسمونو څه خوري، له موږ هيڅ هم پټ نه دي، او زموږ سره د هر هغه څه ساتونکی کتاب دی چې الله د هغوی په ژوند او د هغوی له مرګ نه وروسته د هغوی لپاره مقدر کړي دي.

(5) بلکې دغو مشرکانو قرآن درواغ وګڼلو کله چې رسول ورته راوړ، نو هغوی په يوګډ وډ حالت کې دي، پر هيڅ حالت هم سم نه پاتې کيږي.

(6) آيا دغو د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکو پر خپلو ځانونو د پاسه آسمان کې غور نه دی کړی، څنګه مو پيداکړی، جوړکړی او ښايسته کړی، چې ستوري مو پکې اېښې دي، او هيڅ داسې چاود پکې نشته چې عيبجن يې کړي؟! نو هغه ذات چې دغه آسمان يې پيدا کړی د مړو د بېرته ژوندي را پاڅولو څخه هم نه بې وسې کيږي.

(7) او ځمکه مو داسې وغوړوله چې د اوسېدو وړ ده، او په هغې کې مو داسې ثابت غرونه واچول تر څو هغه خوځښت ونه کړي، او په هغې کې مو هر ډول شينګي، ونې او ښکلي منظرونه را شنه کړل.

(8) دا ټول مو ځکه پيداکړل ترڅو د هر بنده لپاره چې خپل پالونکي ته يې په پيروۍ ورګرځېدونکی وي بينايي او پند شي.

(9) او له اسمانه مو ډېرې ګټورې او ښې اوبه ورولې دي، نو پر دغو اوبو مو بڼونه را شنه کړل، او له وربشو او نورو شيانو چې کوم څه رېبئ هغه مو را زرغون کړل.

(10) او پر هغو مو د اوږدو لوړو ونو والا د کجورو ونې را زرغونې کړې، چې هغو لره د يو د بل د پاسه ډک ډک وږي دي.

(11) هغه څه مو را شنه کړل چې له دغو مو را شنه کړل د بندګانو لپاره روزي ده چې ترې خوري يې، او پر هغو مو داسې ښار را ژوندی کړ چې هيڅ شينکی پکې نه وه، لکه څنګه مو چې پر دغه باران داسې ښار را ژوندی کړ چې هيڅ شينګيا پکې نه وه همداسې به مړي ژوندي کړو، نو ژوندي به راووځي.

(12) ای رسوله! له دغو ستا له درواغجن ګڼونکو مخکې ډېرو قومونو خپل نبيان درواغجن ګڼلي وو، د نوح قوم او څاه والا درواغجن ګڼلي وو او ثموديانو درواغجن ګڼلي وو.

(13) او عاديانو، فرعون او د لوط قومي وروڼو درواغجن وګڼل.

(14) د شعیب قوم؛ ايکه خلکو او د يمن پاچا تبع قوم تکذيب وکړ هر يو له دغو خلکو څخه د الله هغه رسولان درواغجن وګڼل چې ورته لېږلي يې وو، نو پر هغوی د الله ورسره ژمنه کړی عذاب ثابت شو.

(15) نو آيا موږ په لومړي ځل پيداکولو ستومانه شوو تردې چې په بېرته را پاڅولو يې ستومانه شو؟! بلکې هغوی له لومړي ځل پيداکولو وروسته له نوي پيدايښته په حيرانتيا کې دي.

(16) او پرته له شکه موږ انسان پيدا کړ، او موږ پر هغه څه پوهېږو چې د هغه په زړه کې کوم خيالونه او فکرونه راګرځي، او موږ په غاړه کې له شته هغه رګه هم ور نېږدې يو چې له زړه سره پيوسته دی.

(17) هغه مهال چې دوې پرېښتې د هغه عمل سره يوبل ته ورکوي، يوه يې ښي لوري ته ناسته وي او دويم یې ګيڼ لوري ته ناسته وي.

(18) هغه هيڅ وينا نه کوي مګر هغه لره يې پر ويلې وينا يوه څارونکې پرېښته حاضره وي.

(19) او د مرګ سختي له داسې حق سره راغله چې هيڅ تېښته ترې نشته، ای بې خبره انسانه! دا هغه څه دي چې ته ترې وروسته کېدې او تښتېدې.

(20) او پر پوکي ګومارل شوې پرېښته به په ښکر کې دويم ځل پوکی وکړي، دا د قيامت ورځ ده، د کافرانو او ګناهکارانو لپاره د عذاب د ژمنې ورځ ده.

(21) او هر څوک به داسې راشي چې يوه پرېښته به ور سره وي چې هغه به بيايي، او يوه بله پرېښته به د هغه پر کړنو شاهدي ورکوي.

(22) او دغه راوستل شوي انسان ته به وويل شي: پرته له شکه ته په دنيا کې له دغې ورځې په بې پروايی کې وې ځکه ته د خپلو نفسي غوښتنو او خوندونو له امله په دوکه کې وې، نو له تا څخه مو دې بې پروايي لرې کړه د عذاب او سختۍ په ليدلو سره، نو نن دې نظر داسې تېز دی چې هغه څه پرې درک کولای شې چې ترې بې پروا وې.

(23) او له پرېښتو ګومارل شوې ملګرې به يې ووايي: دا څه چې له ما سره دي پرته له کمي او زيادت څخه د هغه حاضر کړی عمل دی.

(24) او الله به دواړو راوستونکې او شاهدي ورکوونکې پرېښتې ته ووايي: هر له حقه نټه کوونکی، هغه لره کينه کښ په جهنم کې وغورځوئ.

(25) د الله له لوري پر هغه د واجب کړي حق زيات ايساروونکی، د الله له پولو اوښتونکی، په هغه څه کې شک کوونکی چې پر کومه ژمنه او وعيد خبر ورکول کيږي.

(26) هغه تن چې له الله سره يې بل معبود نيولی چې له هغه سره يې په عبادت کې شريکوي، هغه په سخت عذاب کې واچوئ.

(27) شیطان ملګری به يې له هغه څخه د بېزارۍ په توګه وايي: ای زموږ پالونکيه! ما نه و لار ورکی کړی، خو هغه په خپله له حقه په لرې لار ورکۍ کې و.

(28) الله به وايي: زما په مخکې جګړه مه سره کوئ، په دې کې هيڅ ګټه نشته، ما مخکې په دنيا کې هغه څه درلېږلي وو چې زما رسولان له کوم سخت ګواښ سره هغه چاته ورغلي وو چې له ما يې نټه او سرغړونه کړې وه.

(29) زما په وړاندې وينا نه شي بدلېدلای، او نه زما ژمنه خلاف کېدای شي، او نه زه پر بندګانو د هغوی له نېکيو په کمولو او بديو کې په زياتولو ظلم کوم، بلکې پر هغه څه به بدله ورکړم چې کړي يې دي.

(30) په کومه ورځ چې موږ جهنم ته ووايو: آيا پر هغه څه ډک شوې کوم کافران او ګناهکاران چې در پکې واچول شول؟ هغه به يې خپل پالونکي ته د زياد څه غوښتنې او خپل پالونکي ته د غوسې په توګه ځواب ورکړي: آيا نور څه شته؟

(31) او هغو کسانو ته به جنت را نېږدې کړل شي چې له خپل پالونکي څخه يې د هغه د امرونو په پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېرېږي، نو هغوی به پکې هغه نعمتونه وويني چې هيڅ به ترې لرې نه وي.

(32) او هغوی ته به وويل شي: دا هغه څه دي چې الله يې ژمنه درسره کړې ده او د هر خپل پالونکي ته په توبه راګرځېدونکي او هر هغه څه ساتونکي لپاره دي چې پالونکي يې پرې لازم کړي دي.

(33) څوک چې له الله په پټه وېرېږي داسې چې يوازې الله يې ويني، او له الله سره په داسې پاک زړه مخامخ شي چې پر الله ور مات وي او زيات هغه ته ورګرځېدونکی وي.

(34) او هغوی ته به وويل شي: جنت ته په داسې ننوتلو سره ننوځئ چې له هغه څه څخه چې تاسو يې نه خوښوئ چې له سلامتيا سره مل وي ، دا داسې د پاتې کېدو ورځ ده چې له هغې وروسته بيا له منځه تلل نشته.

(35) هغوی لره به پکې هغه نه ختمېدونکي نعمتونه وي چې غواړي يې، او له موږ سره نور زيات داسې نعمتونه دي چې نه سترګو ليدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د چا پر زړه تېر شوي، چې له هغو څخه د الله پاک ليدل هم دي.

(36) او ډېری هغه امتونه چې د مکې له درواغ ګڼونکو مشرکانو څخه مخکې مو تباه کړل هغوی د مکې له مشرکانو ځواکمن وو، خو بيا هم په خپلو ښارونو کې په دې خبره ناکام شول چې کېدای شي د الله له عذابه کومه د تېښتې لاره ومومي، خو ويې نه موندله.

(37) پرته له شکه په دغه ياد شوي د پخوانيو امتونو په تباهۍ کې نصيحت او پند دی د هغه چا لپاره چې داسې زړه لري چې پرې پوهيږي، يا په حاضر زړه غوږ نيسي، بې پروا نه وي.

(38) او پرته له شکه موږ آسمانونه پيداکړل، ځمکه مو پيداکړه، او هغه څه چې د آسمانونو او ځمکې ترمنځ دي، دا مو په شپږو ورځو کې پيداکړل سره له دې چې موږ يې په يوه لحظه کې د پيداکولو توان لرلو، او موږ ته کومه ستړيا ونه رسېده لکه څنګه چې يهود وايي.

(39) ای رسوله! پر هغه څه صبر کوه چې يهود او نور خلک يې وايي، او خپل پالونکي لره دې لمونځ کوه د لمر له ختو مخکې د سهار په لمانځه کې د هغه ستاينه کوونکی اوسه او له لمر لوېدو مخکې د مازديګر لمونځ کوه.

(40) او د شپې په يوه برخه کې هغه لره لمونځ کوه، او له لمونځونو وروسته د هغه پاکي بيانوه.

(41) او ای رسوله! غوږ ونيسه په کومه ورځ چې له نېږدې ځايه په شپېلۍ کې د دويم ځل لپاره ګومارل شوې پرېښته آواز وکړي.

(42) په کومه ورځ چې ټول خلک په حق سره د داسې بېرته را پورته کېدو چېغه واوري چې هيڅ شک پکې نشته، دا هغه ورځ ده چې هغوی به يې پکې اوري چې هغه د مړيو له خپلو قبرونو څخه د راوتلو ورځ ده د حساب او بدلې لپاره.

(43) پرته له شکه موږ ژوندي کول او مړه کول کوو، له موږ پرته نه ژوندی کوونکی شته او نه مړ کوونکی، او يوازې زموږ لوري ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره د بندګانو را ګرځېدل دي.

(44) په کومه ورځ چې له هغوی ځمکه وچوي، نو هغوی په منډه منډه راووځي، دغه بيا را پاڅول پر موږ آسانه دي.

(45) موږ په هغه څه ښه پوهېږو چې دغه درواغ ګڼونکي يې وايي، او ای رسوله! ته پر هغوی مسلط نه يې چې پر ايمان يې مجبور کړې، ته يوازې د هغه څه رسوونکی يې چې الله يې د رسولو امر درته کړی دی، نو په قرآن هغه چاته يادونه کوه - چې وېرېږي - زما د هغه ګواښ چې د کافرانو او ګناهکارانو لپاره دی، ځکه وېرېدونکی هغه څوک دی چې پند اخلي او نصيحت حاصلوي کله چې نصحيت ورته وشي.