51 - Adh-Dhaariyat ()

|

(1) الله پر هغو بادونو لوړه کوي چې خاورې بادوي.

(2) او پر هغو ورېځو چې زياتې اوبه لرونکې دي.

(3) او پر هغه کښتيو چې په درياب کې په آسانۍ او نرمۍ سره چليږي.

(4) او پر هغو پرېښتو چې هغه څه سره وېشي چې الله يې د بندګانو له چارو ورته د وېش امر کړی دی.

(5) کوم څه چې پالونکی مو د حساب او بدلې ژمنه درسره کوي هغه هرومرو حق دي هيڅ شک پکې نشته.

(6) او پرته له شکه د بندګانو حساب د قيامت په ورځ هرومرو کېدونکی دی.

(7) او الله پر ښکلي او لارو والا آسمان لوړه کوي.

(8) ای د مکې خلکو! بېشکه تاسو له يوبل سره په ټکر او مخالفه وينا کې ياست، کله وايئ: قرآن کوډې دی، او کله وايئ شعر دی، او کله وايئ: محمد کوډګر دی او کله وايئ: شاعر دی.

(9) پرقرآن او نبي صلی الله عليه وسلم د ايمان راوړلو څخه هغه څوک ګرځول کيږي څوک چې د الله په علم کې ترې ګرځول شوی وي، ځکه هغه پوهيږي چې دا تن ايمان نه راوړي، نو د لارښوونې توفيق نه ورکوي.

(10) الله پر دغو درواغجنو لعنت ويلی چې په قرآن او خپل نبي کې يې هغه څه وويل چې ويې ويل.

(11) هغه کسان چې په ناپوهۍ کې د آخرت له کوره بې پروا دي، د هغه هيڅ پروا نه کوي.

(12) هغوی پوښتنې کوي: د بدلې ورځ کله ده؟ حال دا چې هغو لره عمل نه کوي.

(13) نو الله به هغوی ته يې د پوښتنې ځواب ورکوي: په هغه ورځ چې هغوی پر اور په عذابيږي.

(14) هغوی ته به وويل شي: عذاب مو وڅکئ، دا هغه څه دي چې تاسو به د ملنډو په ډول په بيړه غوښتنه يې کوله، کله به چې پرې ډارول کېدئ.

(15) پرته له شکه هغه کسان چې د خپل پالونکي د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي هغوی به د قيامت په ورځ په بڼونو او روانو چينو کې وي.

(16) د هغه څه را اخېستونکي به وي چې پالونکي يې د پتمنې بدلې په توګه ورکړي دي، بېشکه هغوی له دغې پتمنې بدلې مخکې په دنيا کې نېکي کوونکي وو.

(17) هغوی د شپې لمونځ کولو، ډېر لږ وخت به ويده کېدل.

(18) او د سهارونو په وخت کې به يې له الله څخه د خپلو ګناهونو بښنه غوښتله.

(19) او په مالونو کې يې له خلکو څخه د غوښتونکي لپاره برخه ده او د هغه چا لپاره هم چې غوښتنه يې نه کوي، هغه څوک چې د کوم لامل له امله له روزۍ بې برخې وي.

(20) او په ځمکه او له غرونو، دريابونو، ويالو، ونو، شينکیو او څارويو يې چې څه پکې اېښې دي، د الله پر ځواک د باور کوونکو لپاره نښانې دي، بېشکه الله پيداکوونکی جوړوونکی دی.

(21) او ای خلکو! ستاسې په خپلو ځانونو کې هم د الله پر ځواک نښانې دي، نو آيا تاسو نه وينئ ترڅو پند واخلئ؟!

(22) او په آسمان کې ستاسې دنيوي او ديني روزي ده، او هغه خير اوشر دي پکې چې ژمنه يې درسره کيږي.

(23) نو د آسمان او ځمکې پر پالونکي قسم چې بېرته را ژوندي کېدل حق دي هيڅ شک پکې نشته، لکه څنګه چې ستاسو په وينا کې شک نشته کله چې خبرې کوئ.

(24) ای رسوله! آیا له پرېښتو څخه د ابراهيم - عليه السلام - د هغو مېلمنو خبر درته راغلی چې هغه یې درناوی وکړ.

(25) کله چې پر هغه ور ننوتل هغوی ورته وویل: سلام دې وي، ابراهيم هغوی ته په ځواب ورکولو وويل: سلام دې وي او په زړه کې يې وويل: دغه داسې خلک دي چې موږ يې نه پېژنو.

(26) نو بيا يې کور ته په پټه ولاړ، د هغوی له لوري يې يو بشپړ چاغ خوسی راوړ، په دې ګومان چې هغوی انسانان دي.

(27) نو خوسی يې هغوی ته ور نېږدې کړ، او په نرمۍ يې ورته وويل: ايا تاسو هغه ډوډۍ نه خورئ چې درته وړاندې کړل شوه.

(28) کله چې هغوی خوراک ونه کړ هغه په زړه کې پټ ترې ووېرېدی، چې هغوی پرې پوه شول، نو هغه ته يې د ډاډ ورکولو په توګه وويل: مه وېرېږه، بېشکه موږ د الله له لوري رالېږل شوي يو، او پر هغه څه يې خبر کړ چې خوشحالولو يې هغه دا چې يو پوه بچی به يې پيداشي، او د چا زيری چې ورکړل شو هغه اسحاق عليه السلام و.

(29) نو کله يې چې ښځې زېری وارېدلو مخ يې راواړولو له خوشحالۍ چېغې وهلې، مخ يې په څپېړ ووهلو، او په حيرانۍ يې وويل: ايا زړه به زوی زيږوي او هغه په اصل کې شنډه هم ده!

(30) پرېښتو ورته وويل: پر کوم څه مو چې خبره کړې، هغه ستا پالونکي ويلي دي، او هغه چې څه وايي هغه لره څوک ردوونکی نشته، بېشکه هغه په خپل پيدايښت او تقديرکې حکمت والا دی او پر مخلوق او هغه څه ښه پوه دی چې د هغوی په ګټه دي.

(31) وويل ابراهيم عليه السلام پرېښتو ته: ستاسو حال څه دی؟ او څه غواړئ؟

(32) پرېښتو هغه ته په ځواب کې وويل: پرته له شکه موږ الله يو داسې مجرم قوم ته لېږلې يو چې بدګناهونه کوي.

(33) ترڅو هغوی په کرت کاڼو وولو.

(34) ای ابراهيمه! داسې کاڼي چې ستا د پالونکي له لوري نښاني شوي چې په کفر او ګناهونو کې د الله له پولو پر زيات اوښتونکو ور اورول کيږي.

(35) نو د لوط په کلي کې چې له مؤمنانو څوک وو هغه مو ترې واېستل ترڅو هغوی ته هغه عذاب ونه رسيږي چې ګناهکارانو ته رسيږي.

(36) نو په دغه کلي کې مو د مسلمانانو له يو کور پرته چې هغه هم د لوط عليه السلام کورنۍ وه نور څوک ونه موندل.

(37) او د لوط په کلي کې مو د عذاب له اغېزو يو داسې څه پرېښودل چې پر هغوی د عذاب په راتلو دلالت کوي، ترڅو هغه څوک چې د دردوونکي عذاب له رسېدو څخه وېريږي پند ترې واخلي، چې د هغوی غوندې کار ونه کړي او له هغه عذابه خوندي شي.

(38) او په موسی کې د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله مو چې فرعون ته له څرګندو دلايلو سره ولېږلو.

(39) خو فرعون د تيري کوونکي په توګه په خپل ځواک او لښکر له حقه مخ واړولو، او د موسی عليه السلام په اړه يې وويل: هغه کوډګر دی جې په خلکو کوډې کوي او يا لېونی دی هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.

(40) نو په خپله هغه او ټول لښکر مو يې را ونيول او په درياب کې مو واچول، نو ډوب او تباه شول، او فرعون له هغه درواغ ګڼلو او د الهيت له دعوې سره راتلونکی و چې پرې ملامتې دی.

(41) او د هود په قوم عاديانو کې هم د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله مو چې پر هغوی داسې باد راولېږلو چې هيڅ باران پکې نه و او نه يې د مېوې نيولو په موخه ونې سره يوځای کولې او نه برکت پکې و.

(42) پر هر چا، مال او نور څه به چې راغی هغه به يې همداسې نه پرېښودل مګر تباه کول به يې او داسې به يې پرېښودل لکه زاړه ميده شوي.

(43) او د صالح عليه السلام په قوم ثموديانو کې هم د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله چې هغوی ته وويل شول: تر وخت پای ته رسېدو مخکې مو له ژونده خوند واخلئ.

(44) خو هغوی د خپل پالونکي له امره لويي وکړه او د ايمان او پيروۍ پر وړاندې يې په لويي کولو سره غرور وکړ، نو د عذاب ټکې ونيول په داسې حال کې چې هغوی يې نازلېدو ته انتظار کولو، ځکه له هغوی سره د عذاب له راتلو درې ورځې مخکې يې ژمنه شوې وه.

(45) نو هغوی ونه توانېدل چې د هغه څه مخه ونیسي چې کوم عذاب پرې راغی، او نه هغوی لره ځواک و چې د هغو په مرسته يې منع کړای شي.

(46) او له دغو درراغ ګڼونکو مخکې مو د نوح قوم په ډوبیدو تباه کړ، پرته له شکه هغوی داسې خلک وو چې د الله له پيروۍ وتونکي وو، نو د هغه د عذاب وړ وګرځېدل.

(47) او آسمان مو جوړ کړ، او په ځواک مو د هغه جوړول باوري کړل، او موږ يې اړخونو لره پراخوونکي يو.

(48) او ځمکه مو پر هغې د اوسېدونکو لپاره د فرش غوندې غوړولې ګرځولې ده، او موږ غوره غوړوونکي يو کله مو چې ځمکه د هغوی لپاره وغوړوله.

(49) او له هرڅه مو دوه ډوله پيداکړې دي، لکه نارينه او ښځينه، آسمان او ځمکه، وچه او درياب، ترڅو د هغه الله پر يووالي نصيحت ترلاسه کړئ چې هرڅه يې دوه ډوله پيداکړي دي او له ځواک يې پند واخلئ.

(50) نو د الله له عذابه د هغه د ثواب لوري ته ور وتښتئ، د هغه په پيروۍ کولو او له هغه په نه سرغوړونه سره، ای خلکو! پرته له شکه زه تاسو لره د الله له عذابه په څرګنده وېرونه وېروونکی يم.

(51) او له الله سره بل معبود مه نيسئ چې له هغه پرته يې عبادت وکړئ، پرته له شکه زه تاسو لره د هغه له لوري په څرګنده وېرونه وېروونکی يم.

(52) د دغو مکې د خلکو د درواغ ګڼلو غوندې پخوانيو امتونو ته به چې هم کله د الله له لوري رسول راغی هغوی به درواغجن ګڼلو او ويل به يې: هغه يا کوډګر دی او يا لېونی دی.

(53) آيا پخوانيو کافرانو او وروستنيو يې يوبل ته د رسولانو پر درواغ ګڼلو سپارښتنه کړې وه؟! نه، بلکې پر دغه څه د هغوی سرکښۍ يوځای کړي دي.

(54) ای رسوله! له دغو درواغ ګڼوکو مخ واړوه، ته ملامت نه يې، پرته له شکه تا هغه څه ورته ورسول چې د رسولو امر يې درته شوی و.

(55) له هغوی مخ اړول دې تا د هغوی له وعظ او نصيحته څخه منع نه کړي راګرځوي، هغوی ته وعظ کوه او نصيحت، ځکه نصيحت پر الله ايمان لرونکو خلکو ته ګټه رسوي.

(56) او ما پېريان او انسانان يوازې د خپلو لمانځلو لپاره پيداکړي دي، د دې لپاره مې نه دې پيداکړي چې ما لره شريک ونيسي.

(57) له هغوی نه روزي غواړم او نه له هغوی غواړم چې ماته خواړه راکړي.

(58) پرته له شکه همغه الله خپلو بندګانو ته ښه روزي ورکوونکی دی، ټول د هغه روزي ته اړ دي، د پياوړي ځواک څښتن دی هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، ټول پېريان او انسانان د هغه پاک ذات ځواک ته غاړه اېښودونکي دي.

(59) نو ای رسوله! هغو کسانو چې ستا په درواغجن ګڼلو سره يې پر ځانونو ظلم کړی د عذاب برخه يې د خپلو پخوانيو ملګرو غوندې ده، هغه لره ټاکلې نېټه ده، نو له هغه نېټې مخکې دې له ما څخه په بيړه غوښتنه نه کوي.

(60) نو تباهي او زياان دی هغو کسانو لره چې پر الله يې کفر کړی او خپل رسول يې د هغه قيامت د ورځې په اړه درواغجن ګڼلی چې په هغه ورځ کې پر هغوی د عذاب د را ښکته کېدو ژمنه ورسره کيږي.