53 - An-Najm ()

|

(1) په ستوري قسم چې كله وغورځيږي.

(2) محمد-صلی الله علیه وسلم- نه د حق د لارې څخه کوږ شوی او نه یې د حق خلاف کړی لیکن هغه د رشد[هدایت] خاوند دی.

(3) او نه پر دغه قرآن د خپل هوس د پيروۍ له مخې خبرې کوي.

(4) دغه قرآن نه دی مګر داسې وحي چې الله يې د جبرئيل له لارې وحي کوي.

(5) هغه ته ځواکمنې پرېښتې ورښوولې ده چې هغه جبرئيل عليه السلام دی.

(6) جبرئيل عليه السلام د ښکلي هيئت څښتن دی، نو بيا هغه عليه السلام نبي صلی الله عليه وسلم ته په خپل هغه شکل ښکاره ودرېدی چې الله پرې پيداکړی و.

(7) او جبرئيل د آسمان پر اوچتو څنډو و.

(8) بيا جبرئيل عليه السلام نبي صلی الله عليه وسلم ته نېږدې شو، بيا نو رهم ور نېږدې شو.

(9) نو هغه ته يې ور نېږدېوالی د دوو لېنديو او يا تر هغه هم زيات و.

(10) نو جبرئيل د الله بنده محمد صلی الله عليه وسلم ته هغه څه وحي کړل څه يې چې وحي کړل.

(11) د محمد صلی الله عليه وسلم زړه په هغه څه کې درواغ نه دي ويلي چې ليدلي يې و.

(12) ای مشرکانو! په هغه څه کې ورسره شخړه کوئ چې الله په هغه شپه ورښودلي چې په کومه شپه يې بولی و.

(13) او پرته له شکه محمد صلی الله عليه وسلم جبرئيل په خپل شکل کې يوځل بل هم ليدلی و په هغه شپه چې بوول شوی و.

(14) د بېرې ونې له پای سره هغه ونه چې ډېره لويه ده په اووم آسمان کې ده.

(15) له هغې ونې سره جنت الماوی دی.

(16) کله چې د الله له امره لوی څه شي بېره پټه کړې وه، چې پرحقيقت يې يوازې الله پوهېږی.

(17) د هغه صلی الله عليه وسلم سترګې نه ښي او کيڼ لوري ته کږې شوې او نه له هغه ټاکلي بريده واوښتې.

(18) پرته له شکه محمد صلی الله عليه وسلم په کومه شپه چې پورته کړل شو د خپل پالونکي داسې لويې نښانې وليدې چې د هغه پر قدرت يې دلالت کولو، جنت يې وليده، اور يې وليده او داسې نور.

(19) ای مشرکانو! تاسو دغه بوتان ليدلي چې له الله پرته يې لمانځئ: لات او عزی؟

(20) او ستاسو له بوتانو څخه دريم منات. خبر راکړئ آيا هغوی تاسو لره د څه ګټې او تاوان واک لري؟!

(21) ای مشرکانو! تاسو لره به زامن وي چې مينه ورسره لرئ او هغه لره به لوڼې وي چې تاسو کرکه ترې کوئ.

(22) دغه وېش چې تاسو يې د خپلو هوسونو له مخې کوئ ډېر ظالمانه دی.

(23) دغه بوتان نه دي مګر داسې له معنا خالي نومونه چې د الوهيت په صفتونو کې هغوی لره هيڅ برخه نشته، تاسو او پلرونو مو له خپل ځانه پرې اېښي دي، الله پرې هيڅ دليل نه دی نازل کړی، مشرکان په خپله عقيده کې يوازې د ګومان او هغه څه پيروي کوي چې زړونه يې غواړي او شيطان يې په زړنو کې ښايسته کړي دي، او پرته له شکه د هغوی د پالونکي له لوري لارښوونه د هغه د نبي صلی الله عليه وسلم په ژبه ورته راغله، خو هغوی په سمه لار نه شول.

(24) آيا (کافر) انسان ته به د الله پر وړاندې د بوتانو هغه سپارښتنه وي چې هيله يې لري؟!

(25) داسې نه ده، هغه لره به هغه څه نه وي چې هيله يې کوي، يوازې الله لره آخرت او دنيا دي، له هغو دواړو به هغه څه ورکوي چې غواړي يې او هغه څه به ترې ايساروي چې غواړي يې.

(26) او په آسمانونو کې څومره پرېښتې دي چې هغوی ته يې سپارښتنه هيڅ ګټه نه شي رسولای، که چېرې هغوی وغواړي د يو چا لپاره سپارښت وکړي مګر وروسته تردې چې الله له هغوی څخه د چا لپاره وغواړي چې د سپارښت اجازه ورکړي، او د چا سپارښت چې کيږي له هغه خوښ وي، نو هيڅکله به الله د هغه چا د سپارښت اجازه ور نه کړي چې شرک يې کړی وي، او هيڅکله به له هغه چا راضي هم نه شي چې سپارښت يې کيږي خو هغه له الله پرته د بل چا عبادت کوي.

(27) پرته له شکه هغه کسان چې د آخرت پر کور کې په بېرته را ژوندي کېدو باور نه لري، هرومرو د خپلې عقيدې له مخې پر پرېښتو ښځينه نومونه ږدي چې ګواکې هغوی د الله لوڼې دي، الله د هغوی له وينا ډېر لوړ دی.

(28) او هغوی لره پرې د ښځينه نومونو په اېښودلو کې کومه داسې پوهه هم نشته چې استناد پرې وکړي، په دغه کې يوازې د اټکل او وهم پيروي کوي، او پرته له شکه ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه شي رسولای ترڅو يې ځای ناستی شي.

(29) نو ای رسوله! له هغه چا مخ واړوه چې د الله له ياده يې مخ اړولی او پروا يې نه کوي، او د دنيا له ژوند پرته بل څه نه غواړي، نو هغه د آخرت لپاره هيڅ نه کوي، ځکه هغه پرې ايمان نه لري.

(30) دا څه چې دغه مشرکان يې وايي چې پر پرېښتو د ښځينه نومونه ږدي هغه يې د پوهې داسې وروستی بريد دی چې ايله ور رسيږي ځکه هغوی ناپوه دي، باور ته نه شي رسېدلای، پرته له شکه ای رسوله! الله پر هغه چا ښه پوه دی چې د حق له لارې اوښتونکی دی، او پر هغه چا هم ښه پوه دی چې د هغه لار يې غوره کړې ده، له دغه هيڅ هم ترې نه شي پټېدلای.

(31) او د ملکيت، پيدايښت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، ترڅو هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې بدکارونه کړي د هغه څه بدله ورکړي چې د کوم عذاب وړ ګرځېدلي دي، او هغو مؤمنانو ته په جنت سره بدله ورکړي چې ښه کارونه يې کړي دي.

(32) هغه کسان چې له لويو ګناهونو او ناوړه نارواوو لرې کيږي، مګر کله کوچني ګناهونه ترې کيږي، نو دغه به د لويو ګناهونو په پرېښودلو او زياتو پيرويو په کولو ورته بخښل کيږي، بېشکه ستا پالونکی اې رسوله د پراخه بخښنې څښتن دی، د بنده ګانو ګناهونه يې بښي کله چې هغوی توبه ترې وباسي، همغه پاک ذات ستاسو پر حالاتو او چارو ډېر پوه دی کله يې چې ستاسې پلار آدم له خاورې پيداکړ او کله چې تاسې د ميندو په ګېډو کې مو بار وئ، له يو پيدايښت وروسته په بل پيدايښت بدلېدلئ، له دغه هيڅ هم له هغه پټ نه دي، نو ځانونه مو د تقوی صفت په درلودلو سره مه ستايئ، همغه پاک ذات دی چې پر هغه چا ډېر پوه دی څوک چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ځان ساتي.

(33) آيا د هغه چا بد حالت دې وليدئ چې اسلام ته تر نېږدې کېدو وروسته يې مخ ترې واړولو.

(34) او لږ مال يې ورکړ بيا يې نور ايسار کړ، ځکه بخل د هغه عادت و، له دغه سره هغه د ځان پاکي بيانوي.

(35) ايا له هغه سره د پټو پوهه ده چې پټ ويني او په اړه يې خبرې کوي؟!

(36) يا هغه پر الله درواغ تړونکی دی؟! او يا دغه د درواغو تړونکی پر هغه څه نه دی خبر کړل شوی چې په هغو لومړنيو پاڼو کې و چې الله پر موسی نازلې کړې دي؟

(37) او د هغه ابراهيم په پاڼو کې چې هغه څه يې ادا کړل چې پالونکي يې پرې مکلف کړی و او بشپړ يې کړل.

(38) دا چې يو انسان به د بل ګناه پر غاړه نه وړي.

(39) او دا چې انسان ته يوازې د خپل هغه کړي عمل بدله ده.

(40) او پرته له شکه عمل به يې د قيامت ورځ ژر مخامخ وليدل شي.

(41) بيا به پرته له کموالي د عمل بدله يې بشپړه ورکړی شي.

(42) او دا چې ای رسوله! د بندګانو له خپل مرګ وروسته ستا پالونکي ته ورګرځېدل او ورتګ دی.

(43) اودا چې هغه چاته وغواړي خوشحالوي يې نو خندوي يې او چاته چې وغواړي خپه کوي يې نو ژړوي يې.

(44) او دا چې هغه په دنيا کې ژوندي مړه کوي او په بېرته را پاڅولو مړي را ژوندي کوي.

(45) اودا چې هغه دوه ډولونه پيداکړي: نارينه او ښځينه.

(46) له مني څخه کله چې په رحم کې کښېښودل شي.

(47) او دا چې پر هغه د خپلو دواړو مخلوقاتو د هغوی له مړينې وروسته په بيا را ژوندي کولو را ګرځول دي.

(48) اودا چې هغه له خپلوبندګانو چاته وغواړي د مال په څښتن ګرځولو سره يې شتمن کوي، او له ماله هغه څه ورکوي چې خلک د پانګې په ډول پانګونه پرې کوي.

(49) او هغه د شعری پالونکی دی، چې هغه يو ستوری دی، ځينو مشرکانو به له الله پرته لمانځلو.

(50) او دا چې هغه لومړني عاديان تباه کړل، چې هغه د هود قوم و کله يې چې پر کفر ټينګار وکړ.

(51) او د صالح قوم ثموديان يې تباه کړل، نو له هغوی يې هيڅوک پرې نښودل.

(52) او د عاد او ثمود له قوم مخکې يې د نوح قوم تباه کړ، بېشکه د نوح قوم د ظلم له پلوه ډېر سخت و، او د عاد او ثمود له قومونو لوی سرکښه و، ځکه نوح په هغوی کې پنځوس کم زر کاله پاتې شو او هغوی يې د الله يووالي ته رابلل، خو هغوی يې خبره ونه منله.

(53) او د لوط د قوم کلی يې آسمان ته پورته کړ، بيا سرچپه کړ، بيا ځمکې ته را وغورځولو.

(54) بيا يې پټ کړل او ډبرې يې ور ورسولې په هغه څه يې چې آسمان ته له پورته کولو او ځمکې ته تر راغورځولو وروسته و.

(55) نو د خپل پالونکي پر کومو نښانو چې د هغه پر ځواک دلالت کوونکې دي ای انسانه! ته شخړه کوې چې پند نه پرې اخلې؟!

(56) دغه رسول چې تاسو ته در لېږل شوی دی د پخوانيو رسولانو له جنسه دی.

(57) نېږدې قيامت نېږدې شو.

(58) هغه لره کوم داسې ايساروونکی نشته چې ايسار يې کړي، او له الله پرته نه کوم خبر ورکوونکی شته چې په اړه يې خبر ورکړي.

(59) نو آيا له دغه قرآنه چې پر تاسو لوستل کيږي تعجب کوئ چې د الله له لوري دی؟!

(60) او پر هغه د ملنډو له کبله خاندئ، او د هغو د پندونو د اورېدو پر مهال ژاړئ نه؟!

(61) او تاسو له هغه بې خبره ياست، پروا يې نه کوئ؟!

(62) نو يوازې الله ته سجده وکړئ، او يوازې هغه لره عبادت وکړئ.