61 - As-Saff ()

|

(1) څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي له ټولو هغو شيانو څخه يې د الله پاکي او سپېڅلتیا بيان کړه چې له هغه سره نه ښايي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په مخلوق، ځواک او شريعت کې يې د حکمت والا دی.

(2) اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی! ولې واياست: چې دغه کار مو کړی په حقيقت کې مو نه وي کړئ؟! لکه ستاسو څخه د يو وينا: چې په خپله توره مې جګړه وکړه او وهل مې وکړل، او هغه نه په خپله توره جنګېدلی وي او نه يې وهل کړي وي.

(3) دغه ناوړه کار د الله په وړاندې ډېر بد دی چې هغه څه واياست چې کوئ يې نه، نو د مؤمن لپاره نه دي په کار مګر دا چې له الله سره رېښتينی وي، چې عمل يې د وينا تصديق کوي.

(4) پرته له شکه الله له هغو مؤمنانو سره مينه لري چې د هغه په لار کې د هغه د رضا لټولو لپاره ځينې له ځينو سره داسې کتار کړل شوي جنګيږي لکه له يوبل سره نېښلېدلی (پوخ) دېوال.

(5) اې رسوله! در په ياد کړه، کله چې موسی خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! ولې زما د امر په نه منلو ما ځوروئ حال داچې تاسې پوهېږئ چې زه تاسو ته د الله رسول يم؟! کله چې هغوی له حق څخه واوښتل او کاږه شول، الله يې زړونه له حق او سمې لارې څخه کاږه کړل، او الله له خپلې پيروۍ څخه وتلي قوم ته د حق توفيق نه ورکوي.

(6) اې رسوله! په ياد کړه کله چې د مريمې زوی عيسی علیه السلام وويل: اې بني اسرائيلو، پرته له شکه زه د الله رسول يم چې تاسو ته يې لېږلی يم له ما مخکې نازل شوي تورات تصديقوونکی يم، زه کوم نوی رسول نه يم، او د داسې رسول زېری ورکوونکی يم چې له ما وروسته راځي نوم يې احمد دی، کله چې عيسی له داسې دلايلو سره راغی چې د هغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، هغوی وويل: دا څرګندې کوډې دي، هيڅکله به پيروي ونه کړو.

(7) او له هغه سخت ظالم هيڅوک نشته چې پر الله درواغ تړي، داسې چې هغه لره يې داسې سيالان ګرځولي چې له هغه پرته يې عبادت کوي، او هغه يوازې د الله د يووالي دين اسلام ته را بلل کيږي، او الله هغه قوم ته چې د شرک او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی ته د لارښوونې او سمې لارې توفيق نه ورکوي.

(8) دغه درواغ ګڼونکي غواړي چې د الله رڼا مړه کړي پر هغه څه چې له هغوی کومې فاسدې مقالې (ويناوې) او د حق ګډوډولو خبرې صادريږي، او الله د خپلې رڼا بشپړوونکی دی، که څه هم هغوی نه غواړي، داسې چې خپل دين به د ځمکې ختيځو او لوېديځو کې ښکاره کړي او خپله کلمه به لوړه کړي.

(9) الله همغه ذات دی چې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې د اسلام له دين سره لېږلی، چې د هدایت او خير ته د لارښوونې دين او ګټورې پوهې او نېک عمل دين دی، ترڅو يې پر ټولو دينونو برلاسی کړي سره له دې چې مشرکان نه خوښوي چې په ځمکه کې دې ځای پرځای شي د هغوی د پوزو د سپېروالي سربېره.

(10) اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ايا داسې ګټوره سوداګري درته ونه ښيم او لارښوونه مو ورته ونه کړم چې له دردوونکي عذابه مو ژغوري؟.

(11) دغه ګټوره سوداګري داده چې پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړئ، او د هغه پاک په لارکې د خپلو مالونو په لګولو او ځانونو په قربانولو سره د هغه د رضا لټولو لپاره جهاد کوئ، دغه ياد شوی عمل ستاسو لپاره غوره دی که چېرې تاسې پوهېږئ، نو بيړه وروکړئ.

(12) د دغه سوداګرۍ ګټه داده چې الله به مو د ګناهونو بخښنه درته وکړي، او داسې جنتونو ته به مو ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او په جنتونو کې به مو داسې خوندورو ځايونو ته ننباسي چې هستوګنه به وي پکې انتقال به نه وي ترې، دغه ياده شوې بدله داسې لويه بريا ده چې بله هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.

(13) او د دغه سوداګرۍ له ګټې څخه يوه بله ځانګړتیا چې تاسو يې خوښوئ هغه نغده په دنيا کې ده، چې الله به ستاسو د دښمن پر خلاف ستاسو مرسته وکړي، او فتحه نېږدې ده چې پر تاسې به يې فتحه کړي چې هغه د مکې او نورو ځايونو فتحه ده، اې رسوله! مؤمنان په دنيا کې پر هغه مرسته او په آخرت کې د جنت پر هغه بريا خبر کړه چې خوشحالوي يې.

(14) اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، د الله مرستندويان شئ د هغه د دين په مرسته کولو سره چې رسول مو درته راوړی دی، لکه د حواريينو (د عيسی عليه السلام د ځانګړو ملګرو) مرسته، کله چې عيسی عليه السلام ورته وويل: څوک مې د الله په لار کې مرستندويان دي؟ هغوی په بيړه کولو سره ځواب ورکړ: موږ د الله مرستندويان يو، نو له بني اسرائيلو يوې ډلې پر عيسی عليه السلام ايمان راوړ، او بله ډله پرې کافره شوه، نو کومو کسانو چې پر عيسی عليه السلام ايمان راوړ د هغوی مرسته مو وکړه د هغو خلکو پر خلاف چې پر الله يې کفر کړی و، نو پر هغوی برلاسي شول.