(1) ټول هغه څه چې په اسمانونو او ټول هغه مخلوقات چې په ځمکه کې دي د داسې نقص له صفتونو څخه د الله پاکي او سپېڅلتيا بيانوي چې نه ورسره ښايي، هغه داسې پاچا دی چې په پاچايۍ کې يوازې تنها دی، له نقص څخه پاک دی، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، په مخلوق، شريعت او ځواک کې يې حکمت والا دی.
(2) همغه ذات و چې ویې لیږه په هغه عربو کې رسول چې نه یې لوستل کولی شول او نه لیکل هغه پر هغوی د الله داسې ايتونه لولي چې پرې نازل کړي يې دي، له کفر او ناوړه اخلاقو يې پاکوي، قرآن ورته ښيي، سنت ورزده کوي، او پرته له شکه هغوی د رسول له ورلېږلو مخکې له حقه په څرګنده لارورکۍ کې وو، داسې چې د بوتانو عبادت يې کولو، وينې يې بهولې او خپلوۍ يې پرې کولې.
(3) او دغه رسول يې عربو او نورو قومونو ته ولېږی چې تر اوسه نه دي راغلي، او ژر به راشي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، شريعت او ځواک کې د حکمت والا دی.
(4) دغه ياد شوي چې عربو او نورو خلکو ته د رسول لېږل دي، د الله پېرزوينه ده چاته چې وغواړي ورکوي يې، او الله د لوی احسان حښتن دی، او له احسان څخه يې دا ده چې د دغه امت رسول يې ټولو خلکو ته لېږلی دی.
(5) هغه يهود چې پر تورات په عمل کولو مکلف کړل شوي وو بيا يې هغه څه پرېښودل چې پرې مکلف کړل شوي وو د هغوی بېلګه داسې ده لکه خر چې لوی کتابونه وړي، پردې نه پوهيږي چې څه شی پرې بار دی: ايا هغه کتابونه دي او که بل څه دي؛ د هغه قوم بېلګه ډېره بده ده چې د الله ايتونه درواغ ګڼي، او الله ظالم قوم ته حق ته د رسېدلو توفيق نه ورکوي.
(6) اې رسوله! ووايه: اې هغو کسانو چې پر يهوديت د هغو له تحريف وروسته پاتې دي، که چېرې تاسې دا ګومان کوئ چې همدا تاسو د الله دوستان ياست او هغه له خلکو څخه تاسو د دوستۍ لپاره ځانګړي کړي ياست؛ نو د مرګ هيله وکړئ، ترڅو ستاسو له ګومان سره سم يې چې د کوم درناوي لپاره ځانګړي کړي ياستی هغه ژر درکړي که چېرې تاسې په خپله دعوی کې رېښتيني ياست چې له ټولو خلکو څخه يوازې تاسې د الله دوستان ياست.
(7) او هغوی به هيڅکله د مرګ هيله ونه کړي، بلکې هغوی په دنيا کې د تلپاتې کېدو هيله کوي د هغه کفر، ګناهونو، ظلم، تورات د تحريف او بدلولو له امله چې ترسره کړي يې دي، او الله پر ظالمانو ښه پوه دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او ژر به پرې بدله ورکړي.
(8) اې رسوله! دغو يهوديانو ته ووايه: پرته له شکه هغه مرګ چې ترې تښتئ که ژر وي او که وروسته هرومرو درسره مخامخېدونکی دی، بيا به د قيامت په ورځ الله ته چې پر پټو او که ښکاره و ورګرځول کېږئ، پر هغه له دغو دواړو(پټو اوښکاره و) هيڅ هم نه پټيږي، نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول، او بدله به پرې درکړي.
(9) اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې مؤذن د جمعې په ورځ منبر ته د خطيب له ختلو وروسته اذان وکړي، نو لمانځه او خطبې ته د حاضرېدلو لپاره جوماتونو خواته بيړه وکړئ، او راکړه ورکړه پرېږدئ، ترڅو مو له عبادت څخه بوخت نه کړي، دغه ياده شوې هڅه او د جمعې د لمانځه لپاره له اذان وروسته د راکړې ورکړې پرېښودل ستاسو لپاره غوره دي اې مؤمنانو! که چېرې تاسې پردغه پوهېږئ، نو پر هغه څه عمل وکړئ چې الله امر پرې کړی.
(10) نو کله مو چې د جمعې لمونځ پای ته ورسولو، بيا په ځمکه کې د حلال کسب او خپلو اړتياوو په لټه کې خپاره شئ، او د حلال کار او حلالې ګتې له لارې د الله پېرزوينه ولټوئ، او د روزۍ لټولو په ترڅ کې الله ډېر يادوئ، او د روزۍ لټول دې له تاسې څخه د الله ياد هېر نه کړي، د بريا په هيله چې خوښوئ يې او د ژغورنې په هيله چې ترې ډارېږئ.
(11) او کله چې ځينو مسلمانانو سوداګري او ساعت تېری وليدل هغو ته په وتلو سره تيت او وپاشل شول، او اې رسوله! ته يې پر منبر ولاړ پرېښودې، اې رسوله! ووايه: پر نېک عمل چې له الله سره کومه بدله ده هغه له هغې سوداګرۍ او ساعت تيرۍ څخه -چې تاسې ور وتلي واست- غوره ده، او الله ترټولوغوره روزي ورکوونکی دی.