(1) د هغه الله خير ډېر زيات او لوی دی چې يوازې د هغه په لاس کې پاچايي ده، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای.
(2) هغه ذات دی چې مرګ يې پيداکړی او ژوند يې پيداکړی ترڅو اې خلکو! تاسو و ازمويي چې کوم يو مو د عمل له پلوه غوره دی، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي.
(3) (الله) هغه ذات دی چې اوه آسمانونه يې پيداکړي، هر آسمان د خپل مخکېني آسمان لپاره يوه داسې طبقه ده چې يو آسمان له بل آسمان سره نه دی لګېدلی.اې ليدونکيه! ته به په هغه څه کې چې الله پيداکړي هيڅ توپير او نا مناسب څه ونه وينې. نو سترګې وغړوه آيا کوم څيرې والی او شلېدل وينې؟! هيڅکله به دا ونه وينې، ته به يوازې پياوړی باوري پيدايښت وينې.
(4) بيا دې له يو ځل وروسته دويم ځل سترګې ور واړوه سترګې به دې داسې خوارې در وګرځي چې د آسمان په پيدايښت کې به هيڅ زيان او ګډوډي ونه ويني، هغه به له ليدلو ناتوانه ايسارې وې.
(5) او ځمکې ته نېږدې آسمان مو په رڼا کوونکو ستورو ښايسته کړی، او دغه ستوري مو داسې وېشتونکي ګرځولي چې هغه شيطانان پرې وېشتل کيږي کوم چې په پټه غوږ نيسي، نو سوزي يې او هغوی لره مو په آخرت کې بلېدونکی اور چمتو کړی دی.
(6) او هغو کسانو لره چې پر خپل پالونکي يې کفر کړی د قيامت په ورځ سور اور دی او ډېر بد د ورتګ ځای دی چې هغوی به ورګرځي.
(7) کله چې هغوی په اور کې واچول شي له هغوی به داسې بد سخت آواز واورېدل شي او هغه به داسې خوټيږي لکه دېګ چې خوټيږي.
(8) نېږدې ده چې (د دوزخ) ځينې برخې به له ځينو بېلې او جلا شي پر هغه چا د سختې غوسې له امله چې پکې ور ننوځي، هر کله چې يوه ډله له کافرانو پکې ور وغورځول شي، پر هغوی ګومارل شوې پرېښتې به يې د سخت چلند د پوښتنې په ډول پوښتي: آيا تاسو ته په دنيا کې کوم رسول نه و درغلی چې د الله له عذابه يې وېرولي واست؟!.
(9) او کافرانو وويل: ولې نه، موږ ته رسول راغی چې د الله له عذابه يې وېرولو، خو موږ درواغجن وګڼلو، او ورته ومو ويل: الله هيڅ وحي نه ده را نازله کړې، او اې رسولانو! تاسې يوازې له حقه په لويه لارورکۍ کې ياست.
(10) او کافران به وايي: که چېرې موږ داسې اورېدلای چې ګټه يې رسولای او يا داسې پوهېدلای چې حق يې له باطله بېلولای؛ نو موږ به په دوزخيانو کې نه و، بلکې پر رسولانو به مو ايمان راوړی و او هغه څه به مو رېښتيا ګڼلی و چې هغوی راوړي وو، او موږ به له جنتيانو وو.
(11) نو هغوی د خپلو ځانو پر خلاف د کفر او درواغ ګڼلو اقرار وکړ، نو هغوی د اور وړ وګرځېدل، او د اور خلکو لره (د الله له لورېيڼې) لېرې والی دی.
(12) پرته له شکه هغه کسان چې په خپلو پټوځايونو کې له الله وېريږي، هغوی لره يې د ګناهونو بښنه ده، او هغوی لره لويه بدله ده چې هغه جنت دی.
(13) اې خلکو! خبرې مو که پټې کوئ او که يې ښکاره کوئ، الله پرې پوهيږي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه ښه پوه دی چې د بندګانو په زړونو کې يې دي، پر هغه له دغه څخه هيڅ هم نه پټيږي.
(14) آيا هغه ذات به نه پوهيږي چې ټول خلک يې پيداکړي، راز او تر راز پټ يې هم پيداکړي دي؟! او هغه پر بندګانو يې مهربانه دی، پر چارو يې ښه خبر دی، له هغه هيڅ هم ترې پټ نه دي.
(15) همغه ذات دی چې تاسو لره يې ځمکه پسته نرمه ګرځولې، پر هغې د اوسېدو لپاره، نو په بېلابېلو برخو او اړخونو کې يې وګرځئ، او له هغه روزي يې وخورئ چې تاسې لره يې پکې چمتو کړې ده، او يوازې هغه ته مو د حساب او بدلې لپاره بېرته را پورته کېدل دي.
(16) آيا تاسې له هغه الله څخه چې په آسمان کې دی له دې خبرې په امن کې ياست چې هغه ستاسې لاندې ځمکه وچوي لکه څنګه يې چې د قارون لاندې وچوله وروسته تردې چې پر هغې د اوسېدو لپاره نرمه او اېل کړل شوې وه، نو پرتاسو وخوځيږي وروسته د هغې له برقرارۍ څخه.
(17) آيا د هغه الله له لوري د دې خبرې په اړه ډاډه ياست چې هغه به پرتاسو له آسمانه ډبرې را ونه ليږي لکه د لوط پر قوم يې چې ولېږلې؟! نو ژر به پوه شئ کله چې تاسې لره زما عذاب زما له لوري په وېرولو ووينئ، خو هيڅکله به د عذاب له ليدلو وروسته ګټه ترې پورته نه کړئ.
(18) له دغو مشرکانو مخکې چې کوم امتونه تېر شوي (خپل رسولان يې) درواغجن وګڼل، نو پر هغوی د الله عذاب را نازل شو پر خپل کفر او درواغ ګڼلو يې د ټينګار له امله، نو پر هغوی زما عذاب څنګه و؟! هغه ډېر سخت انکار( تغییر او بدلون) و.
(19) آيا دغو درواغ ګڼونکو خپل له پاسه داسې مرغان نه دي ليدلي چې د الوتلو پر مهال يوځل خپل وزرونه غوړوي او بيا يې ټولوي، او پر ځمکه له لوېدو يې له الله پرته بل څوک نه نيسي، بېشکه هغه د هر څه ليدونکی دی، هيڅ هم نه ترې پټيږي.
(20) اې کافرانو! تاسې لره کوم داسې لښکر نشته چې د الله له عذابه مو مخه ونيسي که چېرې هغه مو په عذابول وغواړي، کافران يوازې دوکه شوي دي، شيطان دوکه کړي دي، نو هغوی هم پرې دوکه شوي دي.
(21) هيڅوک نشته چې تاسې ته روزي درکړي که چېرې الله تاسو ته خپله روزي رسول منع کړي، بلکې پايله دا ده چې کافران په ضد، لويۍ او له حقه په مخ اړولو کې له بريده اوښتي دي.
(22) ايا څوک چې پړمخې پروت روان وي او مشرک وي هغه به په سمه لار وي او که هغه مؤمن چې پر نېغه لار روان وي؟!.
(23) اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې پيداکړي ياست، او تاسې لره يې داسې غوږونه درکړي چې پرې اورئ، او داسې سترګې چې پرې وينئ، او داسې زړونه چې پرې پوهېږئ، خو لږ له تاسو د الله پر هغو نعمتونو شکر باسئ چې درباندې پېرزو کړي يې دي.
(24) اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې په ځمکه کې خواره واره کړئ، نه ستاسو هغه بوتان چې هيڅ يې هم نه دي پيداکړي، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته د حساب او بدلې لپاره ورټولول کېږئ، نه ستاسو بوتانو ته، نو له هغه ووېرېږئ او يوازې هغه ولمانځئ.
(25) او د بېرته را ژوندي کولو درواغ ګڼونکي به د بيا ژوندي کولو د لېرې ګڼلو له امله وايي: دا ژمنه به کله وي چې ته يې زموږ سره ژمنه کوې اې محمده! ته او ملګري دې که په خپله هغه دعوی کې رېښتيني ياست چې هغه به هرومرو راتلونکي وي؟!.
(26) اې رسوله! ووايه: د قيامت پوهه يوازې له الله سره ده، يوازې هغه پوهيږي چې کله به را منځته کيږي، او زه خو يوازې تاسو لره په خپلو وېرولو کې څرګندوونکی يم.
(27) کله چې د هغوی د ژمنې وخت راشي او ځانو ته نېږدې عذاب وويني او دا به د قيامت ورځ وي، د هغو خلکو د مخونو رنګ به بدل او تګ تور شي چې پر الله يې کفر کړی وو، او هغوی ته به وويل شي: دا هغه څه دي چې په دنيا کې موغوښتل او په اړه مو يې بيړه کوله.
(28) اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته پر هغوی د استنکار (بدګڼلو) په ډول ووايه: خبر راکړئ که الله ما مړ کړي او څوک چې له مؤمنانو را سره دي هغوی هم مړه کړي او يا را باندې ورحميږي، چې نېټې مو وروسته کړي؛ نو څوک به کافران له دردوونکې سزا څخه وژغوري، هيڅوک به يې هم هيڅکله ونه شي ژغورلای.
(29) اې رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: هغه رحمان چې يوازې خپل عبادت ته مو وربولي، موږ پرې ايمان راوړی، او يوازې پر هغه مو په خپلو چارو کې بروسه کړې ده، تاسو به هرومرو پوه شئ چې څوک په څرګنده لارورکۍ کې دي او څوک پر نېغه لار دي.
(30) اې رسوله! دغو مشرکانوته ووايه: خبر راکړئ که چېرې مو هغه اوبه چې ترې څښئ يې په ځمکه کې داسې ښکته شي چې تاسو نه شئ ورته رسېدلای؛ نو څوک به زياتې روانې اوبه درته راولي؟! له الله پرته بل هيڅوک دا نه شي کولای.