(1) ﴿الٓمٓصٓ﴾د بقرې سورت په پيل کې د دې غوندې تورو په اړه خبرې شوي.
(2) قران کریم یو کتاب دی نازل کړی الله تعالی په تا باندې -ای پیغمبره- نو نه دي وي ستا په سینه کې د دې نه څه تنګستیا او نه شک، رالیږلی یې دی په تا باندې د دې لپاره چې وویروې ته په دې سره خلکو لره، او په دې سره حجت قایم کړې، او پند ورکړې په دې سره مومنانو ته، نو پس خاص هم دوی هغه خلک دي چې د نصیحت نه فایده اخلي.
(3) تابعدارې وکړئ -ای خلکو- د هغه کتاب چې رالیږلی دی ستاسو رب په تاسو باندې، او د طریقو د خپل پیغمبر، او تابعداري مه کوئ د خواهشاتو د هغه چا چې تاسو یې دوستان ګڼئ د شیطانانو څخه او یا د ناکاره علماوو څخه، تاسو دوستي کوئ د دوی سره په داسې حال کې چې پریښودونکي یاست د هغه څه چې نازل شوي دي په تاسو باندې د دې وجې نه چې وسوسه کوي یې دوی ته د دوی خواهشات، یقینا تاسو ډیر لږ پند (نصیحت) قبلوئ؛ داسې که چیرته تاسو پند (نصیحت) قبلولی نو تاسو به په حق باندې بل څه ته ترجیح او غوره والی نه وي ورکړی، او خامخا به تاسو د هغه څه تابعداري کړی وي چې ستاسو پیغمبر پرې راتګ کړی، او په هغه به مو عمل کړی وي، او د هغه نه پرته نور هر څه به مو پریښی وی.
(4) څومره ډیر دي هغه کلي چې مونږ هلاک کړي په خپل عذاب باندې هر کله چې هغوی همیشوالی وکړ په خپل کفر او ګمراهۍ باندې، نو راغی په هغوی باندې زمونږ سخت عذاب - پداسې حال کې چې هغوی بې خبره و- د شپې یا د ورځې، نو هغوی د خپل ځان نه عذاب دفع نه کړی شو، او نه دفع کړو د هغوی نه عذاب د هغوی تش په نامه معبودانو.
(5) نو نه به و حال د دوی وروسته د راتګ د عذاب نه مګر دا چې اقرار به یې کاوه په خپلو ځانونو په ظلم کولو د دوی چې کفر یې کړی و په الله تعالی باندې.
(6) نو خامخا تپوس به وکړو مونږ د قیامت په ورځ د هغو امتونو نه چې مونږ ورته پیغمبران لیږلی وو د هغه جواب باره کې چې دوی پیغمبرانو ته ورکړی و، او خامخا مونږ به تپوس وکړو د پیغمبرانو نه د هغو د تبلیغ باره کې د کوم شي چې دوی ته یې په رسولو امر شوی و، او چې دوی ته د دوی امتونو څه جواب ورکړی و.
(7) نو خامخا بیان به کړو مونږ په ټولو خلکو عملونه د هغوی هغه چې دوی په دنیا کې کړي وو سره د علم زمونږ نه، نو یقینا مونږ پوه وو د دوی په ټولو کارونو، پټ نشي پاتې کیدلی په مونږ باندې د دې نه هیڅ شی، او نه وو مونږ بې خبره د دوی نه په هیڅ وخت کې.
(8) او د عملونو تلل به د قیامت په ورځ په عدل سره وي هغه عدل چې هیڅ زیاتی او ظلم ورسره نه وي، نو د چاچې درنده وختله تله د نیکیو د بدیو په تلې باندې د تول په وخت کې نو خاص همدا هغه کسان دي چې کامیاب شوي په خپل مقصد باندې، او بچ پاتې شوي د هغه څه نه چې ویره ترې کیدلی شي.
(9) او د چاچې درنه شوه د تول په وخت تله د بدیو د نیکیو په تله باندې نو یقینا دا هغه کسان دي چې تاوان کې یې اچولي ځانونه خپل په وروستلو د هغې د هلاکت ځایونو ته د قیامت په ورځ، په سبب د انکار کولو د دوی د الله د آیتونو نه.
(10) او یقینا مونږ ځای درکړی تاسو ته -ای بنی ادمو- په ځمکه کې، او ګرځولي مو دي ستاسو لپاره په دې کې اسباب د زندګۍ، نو په تاسو لازمه وه چې په دې مو د الله تعالی شکر ادا کړی وی، لیکن ستاسو شکر اداکول ډیر لږ وو.
(11) او یقینا مونږ پیداکړی و -ای خلکو- ستاسو پلار ادم -علیه السلام-، بیا مو جوړ کړی و هغه لره په ښایسته شکل کې، او ښایسته مو برابر کړی و، بیا مو ملایکو ته امر کړی و هغه ته په سجدې کولو د هغه د احترام د وجې نه، نو هغوی د الله تعالی حکم ومانه او سجده یې وکړه، لیکن ابلیس انکار وکړ د دې نه چې سجده دې وکړي د لویۍ او عناد له وجې نه.
(12) الله تعالی ابلیس ته د رټنې په شکل وویل: څه شي ته منع کړې زما د حکم منلو نه تاته؛ په سجده کولو سره ادم -علیه السلام- ته؟ ابلیس خپل رب ته په جواب کې وویل: زه دې (خبرې) منع کړم چې زه غوره یم د هغه نه، ځکه تا زه له اور څخه پیداکړی یم، او هغه دې له خټې څخه پیدا کړی، او اور د خټې نه ډیر عزت والا (غوره) دی.
(13) الله تعالی ابلیس ته وویل: کوز شه ته د جنت نه، نو نه دي لائق تا لره چې تکبر وکړې په دې جنت کې؛ ځکه چې دا د پاکو خلکو کور دی، نو تالره نه دي جایز چې ته پدې کې پاتې شې، یقینا ته چې یې ای -ابلیسه- د سپکو او ذلیلانو څخه یې، او اګر که تا ته خپل ځان د ادم -علیه السلام- څخه بهتر او غوره ښکاري.
(14) وویل ابلیس: ای ربه! ماته مهلت راکړه د دوباره راپاڅولو تر ورځې چې خلک له قبرونو څخه د (قیامت ) په ورځ راپاڅیږي، تر څو بې لارې کړم هغه څوک چې زما پرې وسه رسیږي د خلکو نه.
(15) الله تعالی ورته وویل: ته چې یې -ای ابلیسه- د مهلت ورکړی شوو نه، د هغو کسانو نه چې ما پرې مرګ لیکلی په ورځ د لومړي پوکي کولو په ښکر کې تر دې چې ټول ژوندې مخلوقات مړه شي، او یوازې او یوازې د هغوی پیداکوونکی به پاتی شي.
(16) ابلیس وویل: په دې وجه چې تا زه ګمراه کړم تر دې چې ما پریښودل ستا د حکم منل په سجدې کولو سره ادم -علیه السلام- ته خامخا زه به کینم بنی ادمو ته ستا په نیغه لاره؛ او خامخا اړوم به دوی لره او ګمراه کوم به دوی لره ستا د سمې لارې نه لکه څنګه چې واړولی شوم د سجدې کولو نه د دوی پلار ادم -علیه السلام- ته.
(17) بیا به زه راځم دوی ته د هر طرف نه د دې لپاره چې د اخرت څخه یې بې رغبته کړم، او د دنیا رغبت ورته ورکړم، او شبهې به ورته اچوم، او خواهشات به ورته خایسته کوم، او ته به نه مومې ډیر د دوی نه شکر کوونکي تا لره؛ د هغه کفر له وجې نه چې زه یې په دوی باندې بیانوم.
(18) الله تعالی ورته وویل: ووځه -ای ابلیسه- د جنت څخه په داسې حال کې چې بد ویلی شوی یې؛ شړل شوی یې د الله تعالی له رحمت څخه، او خامخا زه به ډکوم جهنم د قیامت په ورځ ستا څخه او د هر هغه چا څخه چې ستا تابعداري یې کړې او د خپل رب نافرماني یې کړي.
(19) او الله تعالی ادم -علیه السلام- ته وویل: ای ادمه! ووسیږه ته او میرمن ستا حواء په جنت کې، او خورئ د هغه څه نه چې په دې جنت کې دي د پاکو شیانو نه څه چې ستاسو خوښ وي، او مه خورئ تاسو د دې ونې نه (یوه ونه چې الله تعالی دې دواړو ته ښودلې وه) نو که تاسو دواړو د دې نه خوراک وکړ وروسته د منع کولو زما نه تاسو دواړه لره، نو تاسو به د الله تعالی د پولو څخه د تیریدونکو څخه یاستئ.
(20) نو ابلیس دې دواړو ته پټه خبره (وسوسه) واچوله؛ د دې لپاره چې ښکاره کړي دې دواړو ته هغه چې پټ شوي د دې دواړو د عورتونو نه، او دې دواړو ته یې وویل: تاسو دواړه الله تعالی د دې ونې له خوراک څخه منع کړي نه یاست مګر د بد ګڼلو د دې وجې نه چې تاسو دواړه شئ ملایکې، او یا د بد ګڼلو د دې وجې نه چې تاسو دواړه په جنت کې د همیشه اوسیدونکو څخه شئ.
(21) او دې دواړو ته یې په الله تعالی قسم وکړ: یقینا زه یم تاسو لره -ای ادم او حواء- د خیرخواهانو څخه په هغه څه کې چې ما تاسو ته مشوره درکړه.
(22) نو راویې غورځول دا دواړه د هغې منزلې چې دا دواړه پکې وو په دوکې او فریب سره، نو هر کله چې دې داوړو د هغې ونې نه خوراک وکړ چې منع کړی شوي ترې وو ښکاره شو دې دواړو ته د دوی دواړو پټ عورت، نو شروع شول دواړه چې لږولې یې په خپلو عورتونو پورې د جنت د پاڼو نه؛ د دې لپاره چې پټ کړي په دې سره خپل عورتونه، او اواز وکړ دوی ته رب د دوی او داسې يې ورته وفرمایل: آیا ما نه وئ منع کړي تاسو د خوراک د دې ونې نه، او تاسو دواړو ته ما نه و ویلی په داسې حال کې چې ویرولي مې وئ: چې بیشکه شیطان ستاسو لپاره دښمن دی د ښکاره دښمنۍ والا؟!.
(23) ادم -علیه السلام- او حواء وویل: ای زمونږه ربه! مونږ زیاتی کړی په خپلو ځانونو باندې په کولو د هغه څه چې مونږ ترې منع شوي وو چې هغه خوراک د هغې ونې نه و، او که چیرې ته مونږ ته ونه بخښې ګناهونه زمونږ او رحم ونه کړې پر مونږ باندې په خپل رحمت سره، نو خامخا مونږ به شو د تاوانیانو نه په ضایع کولو زمونږ برخې لره په دنیا او اخرت کې.
(24) الله تعالی ادم -علیه السلام- او حواء او ابلیس ته وویل: کوز شئ تاسو د جنت نه ځمکې ته، او شئ به ځيني ستاسو ځینو نورو لره دښمنان، او شته ستاسو لپاره په ځمکه کې ځای د اوسیدلو تر معلوم وخت پورې، او فایده اخیستل دي ستاسو لپاره تر نیټې مقررې پورې.
(25) الله تعالی وویل ادم -علیه السلام- او حواء او د هغوی اولادې ته: په دې ځمکه کې به تاسو ژوندي یاست څومره موده چې الله تعالی تاسو ته مقرر کړې، او په دې کې به تاسو مړه کیږئ او خښیږئ به، او ستاسو د قبرونو نه به بیا تاسو راژوندي کیږئ.
(26) ای اولاد د ادم -علیه السلام-! یقینا ګرځولی مونږ تاسو لره لباس (جامې) ضرور دي ستاسو د عورتونو د پټولو لپاره، او ګرځولي مو دی تاسو لره لباس (جامې) د پوروالي چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ د خلکو تر منځ، او لباس (جامې) د تقوی -چې هغه عملي کول دي د هغه څه چې الله تعالی پرې امر کړی او ځان ساتل دي د هغه څه نه چې هغه ترې منع فرمایلې- ډیر غوره دی د دې حسي لباس (جامو) نه، دا چې بیان شو د لباس (جامو) نه دا د الله تعالی په قدرتونو د دلالت کوونکو نخښو څخه دي، شاید چې تاسو د هغه نعمتونه رایاد کړئ نو شکر به یې اداء کړئ.
(27) ای اولاد د ادم -علیه السلام-! دوکه دې نه کړي تاسو لره شیطان په ښایسته کولو دګناه سره چې پریږدئ حسې لباس (جامې) د عورت د پټولو او یا پریږدئ د تقوی لباس (جامې)، نو یقینا دوکه کړي یې وو ستاسو مور او پلار په ښایسته کولو سره خوراک لره د هغې ونې نه (چې دوی ترې الله تعالی منع کړي وو) تر دې چې اخري انجام یې دا شو چې دواړه یې د جنت څخه راوویستل، او ښکاره شو دواړو ته د دوی عورتونه، بیشکه شیطان او د هغه اولاده ویني تاسو لره او تاسو هغوی نه وینئ، نو په تاسو لازم دي ځان ساتل د هغه نه او د هغه د اولادې نه، بیشکه مونږ ګرځولي شیطانان دوستان هغو خلکو لره چې په الله تعالی ایمان نه راوړي، او هر چې مومنان دي هغه کسان چې نیک کارونه کوي نو د شیطان په هغوی باندې هیڅ وسه نه رسیږي.
(28) او کله چې وکړي مشرکان یو کار چې دير بد وي لکه شرک او د بیت الله شریف نه بربنډ طواف او یا داسې نور، نو دوی دا بهانه کوي چې بیشکه دوی موندلي وو پلرونه د دوی چې دا کارونه یې کول، او یقینا الله تعالی دوی ته په دې باندې حکم کړی و، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-!. بیشکه الله تعالی امر نه کوي په ګناهونو باندې، بلکې منع کوي د ګناهونو نه، نو څرنګه تاسو په هغه باندې دا دعوا کوئ؟ آیا تاسو وایې -ای مشرکانو- په الله تعالی باندې هغه څه چې تاسو پرې نه پوهیږئ په دروغو او افتراء سره.
(29) ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: بیشکه الله تعالی امر کړی په عدل او انصاف سره، او امر یې ندی کړی په بدو کارونو او ګناهونو، او امر یې کړی چې تاسو ټول عبادت هغه ته خاص کړئ، او خاصکر په جوماتونو کې، او امر یې کړی تاسو ته چې تاسو یوازې هغه راوبلئ خالص کړئ هغه ته تابعداري، لکه څرنګه چې یې تاسو اول ځل د نشت نه پیداکړی یاست، نو راګرځوي به تاسو بیرته ژوندي بل ځل، ځکه چې په اول ځل ستاسو په پیدایش باندې قدرت لرونکی قدرت لري ستاسو په بیرته راوستلو او ژوندي کولو.
(30) او الله تعالی خلک دوه ډلې ګرځولي: یوه ډله ستاسو څخه هغه ده چې هدایت یې ورته کړی، او هغه ته یې د هدایت اسباب اسان کړي، او د هدایت موانع یې ترې اړولي، او یوه بله ډله ده چې لازم کړی یې دی په هغوی باندې بې لاریتوب د حق د لارې نه، دا داسې چې دوی ګرځولي دي شیطانان دوستان خپل؛ پرته له الله تعالی نه، نو هغوی ته یې د ناپوهۍ د وجې نه غاړه کیښودلې، او دوی دا ګومان کوي چې یقینا دوی په هدایت باندې نیغې لارې ته.
(31) ای اولاد د ادم -علیه السلام-! واغوندئ هغه جامه چې ستاسو عورت پټوي، او هغه چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ د پاکو او ښایسته جامو نه د لمانځه او طواف په وخت کې، او خورئ او څښئ څه چې مو خوښ وي د پاکو هغو شیانو نه چې الله تعالی تاسو ته حلال کړي، او تاسو مه تیریږئ د درمیانه والي د حدودونو نه په دې کې، او مه تیریږئ د حلالو څخه حرامو ته، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د درمیانه والي د پولو نه.
(32) ووایه -ای پیغمبره- په داسې حال کې چې رد کوې په مشرکانو هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي د لباسونو نه او حراموي پاک د خوراکونو نه او داسې نور: چا حرام کړي په تاسو باندې جامې هغه چې ستاسو لپاره ښایست دی؟ او څوک دی چې حرام کړي یې دي په تاسو باندې پاک شیان د خوراکونو او څښاک څخه او داسې نور د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي؟ ووایه -ای پیغمبره-!: بیشکه دغه پاک (حلال) شیان د مومنانو لپاره دي د دنیا په زندګۍ کې، او اګر که نور خلک ورسره هم په دې دنیا کې شریک دي خو هغه به یواځې د دوی لپاره وي د قیامت په ورځ، چې کافران به ورسره په دې کې نه شریکیږي؛ ځکه چې جنت حرام دی په کافرانو باندې، د دې بیان په شان مونږ بیانوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهه لري؛ ځکه چې هم دوی هغه خلک دي چې فایده به پرې اخلي.
(33) ووایه -ای پیغمبره-! دې مشرکینو ته هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي: بیشکه الله تعالی حرام کړي په خپلو بندګانو باندې بد کارونه، او هغه ناکاره ګناهونه دي، ښکاره وي او که پټ وي، او حرام کړي یې دي ټول ګناهونه، او حرام کړی یې دی تیری کول په ظلم سره په خلکو باندې د هغوی په وینو او مالونو او عرضونو، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو شریک جوړ کړئ د الله تعالی سره نور څوک هغه چې ستاسو سره د هغه په شراکت کوم دلیل نه وي، او حرام کړي یې دي په تاسو باندې دروغ ویل په هغه باندې پغیر د پوهې نه د هغه په نومونو او صفتونو او کارونو او شرع کې.
(34) او د هرې ډلې او پیړۍ لپاره وخت او نیټه مقرره ده د هغوی د اجل، نو کله چې راشي نیټه مقرره د دوی؛ نه وروسته کیږي د هغې نه څه وخت اګر که لږ وخت هم وي، او نه د هغې نه مخکې کیږي.
(35) ای اولادې د ادم -علیه السلام- کله چې راشي تاسو ته پیغمبران زما له طرفه ستاسو د قومونو څخه؛ بیانوي په تاسو باندې هغه وحې چې ما په هغوی باندې رالیږلي وه زما د کتابونو نه نو تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، او روان شئ په هغه څه پسې چې هغوی پرې راتګ کړی، نو هغه کسان چې ویږیږي د الله تعالی څخه په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه او ښایسته کوي خپل عملونه، هیڅ ویره به په دوی باندې د قیامت په ورځ نه وي، او نه به دوی غمجن شي په هغه څه چې د دوی څخه د دنیا د برخو نه پاتې شوي دي.
(36) او هغه کافران چې دروغجن ګڼي زمونږ ایتونه، او په هغې ایمان نه راوړي، او لویي او تکبر کوي د عمل کولو نه په هغې وحي چې د دوی پیغمبرانو پرې راتګ کړی دی، بیشکه خاص هم دوی د اور والا دي همیشه به وي په دې اور کې همیشه.
(37) تر هغه چا لوی ظالم نشته چې پر الله درواغ وايي، هغه ته د شريک، نقصان او داسې وینا په نسبت کولو سره چې هغه نه وي کړې، او يا يې هغه لويې نښانې درواغ ګڼي چې د هغه نېغې لارې ته لارښوونکې دي، هغه کسان چې پر دغه څه متصف وي، هغوی په لوح محفوظ کې خپله د خير او شر ليکلې برخه ترلاسه کوي، کله چې د مرګ پرېښته او له نورو پرېښتو يې د روحونو د اخېستلو لپاره مرستندويانې ورته راشي، هغوی به ورته د زورنې په توګه ووايي: چېرې دي هغه معبودان چې له الله پرته مو لمانځل، هغوی را وبولئ ترڅو ګټه درته ورسوي، مشرکان به پرېښتو ته ووايي: پرته له شکه هغه معبودان چې موږ لمانځل را څخه لاړل او پټ شول، نه پوهېږو هغوی چېرې دي او د ځانونو پر خلاف به اقرار وکړي چې هغوی کافران وو، خو دغه وخت اقرار يې د هغوی پر خلاف دليل دی ګټه نه ورته رسوي.
(38) ملایکو دوی ته وویل: ننوځئ -ای مشرکینو- په ډله د هغو امتونو کې چې تیر شوي مخکې ستاسو نه په کفر او ګمراهۍ باندې د پیریانو او انسانانو نه په اور کې، هر کله چې ورننوځي یوه ډله لعنت به وایي په خپلو هغو ملګرو چې د دوی نه مخکې اور ته ننوتلي، تر هغه چې دوی په یو بل پسې ورشي، او ټول پکې راجمع شي نو وبه وایې وروستني ننوتونکي او هغوی هغه ټیټ او تابعداري کوونکی دي، د خپلو مخکنیو په هکله چې هغوی مشران او لویان دي: ای زمونږ ه ربه! دا زمونږ هغه مشران دي چې مونږ یې د هدایت د لارې نه اړولي وو، نو ته سزا ورکړه دوی ته دوه چنده سزا د دې وجې نه چې مونږ ته یې ګمراهي ښایسته کړې وه، الله تعالی به دوی ته په جواب کې ووایې: ستاسې هرې ډلې ته به څو چنده عذاب وي، لیکن تاسو په دې باندې نه پوهیږئ او نه یې درک کولی شئ.
(39) او وبه وایې مشران هغه چې تابعداري یې کړی شوي خپلو تابعدارانو ته: نشته تاسو لره -ای تابعدارانو! په مونږ باندې څه فضیلت او غوروالی چې تاسو د هغه په وجه د دې مستحق شئ چې ستاسو نه عذاب کم شي، ځکه اعتبار هغو عملونو لره دی چې تاسو کړي، او تاسو لره د باطل په تابعدارۍ کې څه عذر او بهانه نشته، نو وڅکئ -ای تابعدارانو- عذاب لره په شان د هغه چې مونږ څکلی په سبب د هغه کفر او ګناهونو چې تاسو کول.
(40) یقینا هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي زمونږ ښکاره ایتونو ته، او لویي کوي د غاړه کیښودلو نه دې ایتونو ته دوی نا امیده دي د هر قسم خیر نه، نو نه به خلاصیږي دروازې د اسمان د دوی عملونو ته په سبب د کفر د دوی، او نه د دوی روحونو ته کله چې دوی مړه شي، او نه به جنت ته داخلیږي هیڅکله تر دې چې ننوځي اوښ -او دا د غټو چارپایانو څخه دی- په سوري د ستنه کې چې هغه د ډیرو تنګو شیانو څخه دی، او دا د ناممکنو کارونو څخه ده، نو په دې پورې تړل شوی شی -چې هغه جنت ته ننوتل دي- هم نا ممکن دی، او د دې سزا په شان سزا الله تعالی هغه چا ته ورکوي چې ګناهونه یې ډیر غټ وي.
(41) د دې دروغجنانو او لویې کوونکو لپاره به د جهنم نه فرش وي چې هغوی به یې غوړوي، او د دوی لپاره به د بره پردې وي د اور، او د دې سزا په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکي وي په کفر کولو سره په الله تعالی باندې او په مخ اړولو سره د هغه نه.
(42) او هغه کسان چې په خپل رب یې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه هغه چې د هغوی وسه او طاقت و -او نه مکلف کوي الله تعالی هیڅ یو نفس لره زیات د هغه د وسې او طاقت نه- دغه کسان خاوندان د جنت دي چې ورننوځي به ورته؛ همیشه به وي دوی په دې کې همیشه.
(43) او د پوره نعمتونو د دوی نه به په جنت کې دا وي چې د دوی د زړونو نه الله تعالی هغه کینه او حسد ویستلی چې په دوی کې وه، او روان کړي یې دي لاندې (د ماڼیو او ونو) د دوی نهرونه، او دوی به د الله تعالی په دې لورینه اعتراف وکړي او وبه وایې: ټول ثنا او صفت الله تعالی لره دی؛ هغه ذات چې مونږ ته یې توفیق د دې نیک کار د کولو راکړ چې مونږ یې دې مرتبې ته راورسولو، او نه وو مونږ چې رسیدلی دې وي د خپل ځان د طرف نه که چیرته الله تعالی مونږ ته د دې توفیق نه و راکړی، بیشکه راغلي وو مونږ ته پیغمبران د رب زمونږه په حق سره هغه چې هیڅ شک پکې نه و او په ریښتینې سره وو په وعدو او ویرو (عذاب) کې، او په دوی کې یو اواز کوونکي اواز وکړ: چې یقینا دا هغه جنت دی چې زما پیغمبرانو پرې تاسو په دنیا کې خبر کړي وئ، الله تعالی تاسو ته دا درکړ په سبب د هغو نیکو عملونو چې تاسو کول، هغه چې تاسو به پرې د الله تعالی مخ لټاوه.
(44) او اواز به وکړي د جنت اوسیدونکي خلک د اور اوسیدونکو ته وروسته د ننوتلو د هر یو نه خپل تیار شوي ځای ته: یقینا مونږ خو حاصل کړل هغه څه چې وعده یې کړې وه زمونږ سره رب زمونږ د جنت نه په ریښتیا سره، نو یقینا مونږ یې هغه ته داخل کړو، نو آیا تاسو حاصل کړل -ای کافرانو- هغه څه چې ویره پرې درکړې وه تاسو ته الله تعالی د اور نه په ریښتیا سره؟ نو کافران به ووایي: بیشکه مونږ بیاموندل هغه څه چې مونږ ته پرې ویره راکول شوې وه د اور نه په ریښتیا سره، نو اواز به وکړي یو اواز کوونکی پداسې حال کې چې د الله تعالی نه به دعا کوي چې وشړي ظالمان د خپل رحمت څخه، ځکه چې پرانیستې وې دوی لره الله دروازې د خپل رحمت خو دوی د هغې څخه په دنیا کې مخ اړولی و.
(45) دا ظالمان هغه کسان دي چې پخپله د الله تعالی د لارې څخه مخ اړوي، او نور خلک هم په دې مجبوروي چې مخ ترې واړوي، او دا تمنا او ارزو کوي چې د حق لاره دې کږه وي؛ تر څو خلک پرې لاړ نشي، او خاص همدوی په آخرت باندې کافران دي هغه ته تیار ندي.
(46) د دغو دواړو ډلو جنتيانو او دوزخيانو تر منځ به يو لوړ دېوال وي چې اعراف به نوميږي او پر دغه لوړ دېوال به هغه خلک وي چې نېکۍ او بدۍ يې سره برابرې شوي وي، هغوی به جنتيان د هغوی له نښانو څخه لکه د مخونو سپينوالي اودوزخيان د هغوی له نښانو لکه د مخونو توروالي څخه پېژني، دغه خلک به جنتيانو ته د هغوی د درناوي په موخه په داسې ويلو ور چېغې کړي پر تاسو دې سلامتيا وي، په دغه حال کې به د اعراف خلک جنت ته نه وي ننوتلي، خو د الله په لورېينه به هلته د ننوتلو هيله لري.
(47) او کله چې وګرځول شي سترګي د اعراف والاو د اور والاوو ته، او دوی وویني هغه سخت عذاب چې دوی پکې دي، دوی به دا وایې د الله تعالی نه به دعا غواړي چې: ای زمونږه ربه! ته مونږ مه ګرځوې د ظالم قوم سره په کفر او په شرک کولو سره په تا باندې.
(48) او اواز به وکړي د اعراف والا څه سړو ته د اور والاو د کافرانو نه چې پیژني به دوی په خپلو نښو باندې لکه د مخونو توروالی او د سترګو شینوالی دوی ته به وایې: فایده درنه کړه تاسو لره جمع کولو د مالونو او ډیروالي د سړو، او فایده درنه کړه تاسو ته ستاسو مخ اړولو د حق نه د لویۍ او ځان اوچتوالی د وجې نه.
(49) او الله تعالی به کافرانو ته د رټنې په ډول ووایې: آیا دا هغه کسان دي چې تاسو قسمونه کول چې هیڅکله به ونه رسوي دوی ته الله تعالی رحمت د خپل طرفه؟! او الله تعالی به مومنانو ته ووایې: ننوځئ -ای مومنانو- جنت ته چې نه به وي هیڅ ویره په تاسو باندې د هغه څه باره کې چې تاسو ورسره مخامخ کیږئ، او نه به تاسو غمجن یاستئ د هغو برخو باره کې چې ستاسو نه په دنیا کې پاتې شوي د هغو همیشنیو نعمتونو د وجې نه چې تاسو ورسره مخامخ شوي یاست.
(50) او اواز به وکړي د اور والا د جنت والاوو ته چې د هغوی نه به غوښتونکي وي داسې به ووایې: پراخه کړئ راړول د اوبو په مونږ باندې -ای د جنت والاو-، او یا د هغه خوراکونو څخه چې الله تعالی تاسو ته درکړي، د جنت والا به ووایې: بیشکه الله تعالی حرام کړي دا دواړه شیان په کافرانو باندې د هغوی د کفر په وجه، او مونږ مرسته نشو کولی ستاسو سره په هغه څه کې چې الله تعالی په تاسو حرام کړي دي.
(51) دا کافران خاص همدوی هغه خلک دي چې ګرځول یې دي دین خپل مسخرې او تماشې، او دوکه کړي دوی لره ژوند دنیوي په خپل ښایست او ډول سره، نو پس د قیامت په ورځ به دوی الله تعالی په اور کې داسې پریږدي په شان د هیر کړی شوي، چې سخت عذاب ورته رسیږي لکه څرنګه چې دوی هیر کړی و ملاقات د قیامت د ورځې نو د هغه لپاره یې عمل نه دی کړی، او نه یې ورته تیاری کړی، او د وجې د انکار د دوی د الله تعالی په دلیلونو او د هغه په معجزاتو او په انکار کولو سره د هغې نه؛ سره د پوهې د دوی نه چې دا حق دي.
(52) او یقینا مونږ راتګ کړی دی پدې قرآن سره، هغه چې کوم پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی کتاب دی، او یقینا مونږ بیان کړی دې لره سره د پوهې زمونږه نه په هغه څه باندې چې مونږ یې بیانوو، او دا هدایت کوونکی دی مومنانو لره عقلمندۍ او حق لارې ته، او رحمت دی په دوی باندې د دې وجې نه چې پدې کې کومه ښودنه ده د دنیا او اخرت خیر ته.
(53) انتظار نه کوي دا کافران مګر د واقع کیدلو د هغه څه چې دوی ته خبر ورکړی شوی و، د هغه په واقع کیدلو د دردناک عذاب نه، هغه چې د دوی اخر انجام به وي په اخرت کې، کله چې راشي هغه ورځ چې دوی ته پرې خبر ورکړی شوی و لدې (عذاب)نه، او چې خبر پرې ورکړی شوی و مومنانو ته د ثواب نه، و به وایې هغه کسان چې قرآن کریم یې په دنیا کې هیر کړی و، او عمل یې نه و کړی په هغه څه چې په دې کې راغلي وو: یقینا راتګ کړی و پیغمبرانو د رب زمونږه په حق وینا سره هغه چې هیڅ شک پکې نشته، او هیڅ شک نشته چې یقینا دا د الله تعالی له طرفه دی، نو کاش چې وی مونږ لره څوک سفارش والا چې مونږ لره یې سفارش کړی وی د الله تعالی په وړاندې د دې لپاره چې مونږ د عذاب نه معاف کړي، او یا کاش چې مونږ بیرته واپس شو ژوند د نیا ته چې وکړو مونږ نیک کارونه نو خلاص به پرې شو په ځای د هغو چې مونږ کوم ګناهونه کول، بیشکه په تاوان کې اچولي دي کافرانو ځانونه خپل په وروستلو د هغوی ځایونو د هلاکت ته په سبب د کفر د دوی، او ورک شوی د دوی نه هغه څوک چې دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوله، نو هغوی ورته هیڅ فایده ونه رسوله.
(54) بیشکه رب ستاسو -ای خلکو- خاص الله تعالی دی هغه ذات چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیدا کړی یې ده ځمکه پغیر د مخکني مثال نه په اندازه د شپږو ورځو کې، بیا پورته شو، او اوچت شو الله تعالی په عرش باندې داسې پورته کیدل چې څنګه د هغه د شان او مرتبې سره مناسب وي چې مونږ د هغه په کیفیت (څرنګوالی) نه پوهیږو، بیا له منځه وړي تیاره د شپې د ورځې په رڼا سره، او د ورځې رڼا د شپي په تیارې سره، او هر یو د دې دواړو نه طلب کوي یو بل لره په تیزۍ سره داسې چې د هغه څخه وروسته کیږي نه، نو کله چې دا یو لاړ شي دا بل راشي، او پیدا کړی یی دی لمر، او پیداکړی یې ده سپوږمۍ، او پیدا کړي یي دي ستوري تابعدار او تیار، خاص الله تعالی لره یوازې اختیار د پیدایش دی، نو څوک دی پیداکوونکی پرته له هغه نه؟! او خاص یوازې هغه لره دی واک د حکم کولو،او زیات دی خیر د هغه او ډیر دی احسان د هغه، نو هغه موصوف دی په صفتونو د عظمت او پوروالی، پالونکی د ټولو عالمونو دی.
(55) راوبلئ -ای مومنانو- رب خپل په پوره عاجزۍ او تواضع سره په پټه، خالص کړئ هغه لره دعا په داسې حال کې چې ریا کوونکي (ځان ښودونکي) به نه یاست او نه به بل چا لره د هغه سره په دعا کې شریک کوونکي یاست، او ستر تیریدل د حد نه په دعا کې دا دي، د هغه سره د بل چا څخه دعا غوښتل لکه مشرکانو چې به کول.
(56) او تاسو فساد مه کوئ په ځمکه کې په کولو د ګناهونو سره وروسته د دې نه چې الله تعالی هغه اصلاح کړي په لیږلو د پیغمبرانو -علیهم السلام- او آباده کړې یې ده یوازې د هغه په طاعت سره، او دعا وغواړئ یواځې د الله تعالی څخه په داسې حال کې چې تاسو د هغه د سزا څخه ویره حس کوئ، او د هغه د ثواب د حاصلولو انتظار کوئ، بیشکه رحمت د الله تعالی نږدې دی د نیکي کوونکو څخه، نو تاسو هم د هغوی له ډلې څخه شئ.
(57) او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې رالیږي هواګانې زیری ورکوونکی په باران سره، تر دې چې بار کړي دا هواګانې وریځو لره چې درنې وي په اوبو سره نو مونږ بوځو دغو وریځو لره داسې یو ښار ته چې وچ وي نو مونږ په دغه ښار باندې اوبه رانازلې کړو، نو راوباسو مونږ په دې اوبو سره د هر قسم میوو نه، په شان د راویستلو د میوو په دې طریقې سره؛ راوباسو مونږ مړي د خپلو قبرونو نه ژوندي، مونږ دا کار د دې لپاره وکړ چې امید دی تاسو به -ای خلکو- رایادکړئ د الله تعالی قدرت او د هغه نا اشنا جوړول، او دا به رایادکړئ چې بیشکه هغه د مړو په ژوندي کولو قادر دی.
(58) او پاکه ځمکه راوباسي خپل بوټي د الله تعالی په حکم سره په پوره او ښایسته راویستلو، او همداسې مومن هم دی د پند خبرې اوري نو فایده پرې حاصلوي، نو په نتیجه کې یې نیک عمل کوي، او ښوره ناکه مالګینه ځمکه نه راوباسي خپلو بوټو لره مګر په سختۍ سره چې هیڅ خیر پکې نه وي، او همداسې کافر هم دی چې د پند او نصیحت نه فایده نه اخلي، نو هغه په نتیجه کې نیک عمل نه کوي چې فایده ورته ورسوي، د دې نا اشنا مختلف بیان په شان مونږ معجزې او دلیلونه د حق د ثبوت لپاره بیانوو د هغه قوم لپاره چې د الله تعالی د نعمتونو شکر وباسي، نو په هغې ناشکري نه کوي، او د خپل رب تابعداري کوي.
(59) یقینا مونږ نوح -علیه السلام- پیغمبر لیږلی و خپل قوم ته چې هغوی یې رابلل د الله تعالی یووالي ته، او پریښودلو د عبادت د بل چا ته، نو هغوی ته یې وویل: ای زما قومه! بندګۍ وکړئ یوازې الله تعالی لره، نو نشته تاسو لره څوک لایق د عبادت په حق سره پرته له هغه نه، بیشکه زه ویریږم په تاسو باندې -ای زما قومه- د عذاب د ورځې لویې نه په حالت د همیشوالي ستاسو په کفر باندې.
(60) وویل هغه ته د هغه د قوم مشرانو: یقینا مونږ وینو تا لره -ای نوحه- په ډیر لرې والي کې د سمې لارې نه چې ښکاره دی ستا لرې والی.
(61) وویل نوح -علیه السلام- د خپل قوم مشرانو ته: زه ګمراه نه یم لکه څرنګه چې تاسو ګومان کوئ، بلکې زه په هدایت باندې یم د خپل رب له طرف نه، نو پس خامخا زه پیغام رسوونکی یم تاسو ته د الله تعالی له طرفه چې زما رب دی او ستاسو هم رب دی او د ټولو عالمیانو رب هم دی.
(62) رسوم زه تاسو ته هغه څه چې زه پرې الله تعالی تاسو ته رالیږلی یم د هغې وحې نه چې ماته شوې ده، او زه ستاسو لپاره خیر غواړم په ترغیب درکولو سره تاسو ته په عملي کولو د حکم د الله تعالی، او د دې په کولو چې کوم ثواب مرتب کیږي، او په ویرولو ستاسو د کولو د هغه د منهیاتو نه او په دې چې کومه سزا مرتب کیږي، او زه پوهیږم د الله تعالی له طرفه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهیږئ؛ د هغه څه نه چې ماته یې د وحې دلارې راښودلي.
(63) آیا ستاسو تعجب او حیرانتیا یې راوپاروله دې خبرې چې راغله تاسو ته وحې او پند ستاسو د رب له طرف نه د داسې یو سړي په ژبه چې تاسو یې پیژنئ؟! نو په تحقیق سره هغه په تاسو کې رالوی شوی، او دروغجن او ګمراه هم ندی، او د بل جنس نه هم ندی، تاسو ته د دې لپاره راغلی چې تاسو د الله تعالی له عذاب څخه وویروي که چیرته تاسو دروغجن وګاڼه او د هغه نافرماني مو وکړه، او د دې لپاره چې تاسو د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او په دې امید چې په تاسو به رحم وشي که چیرته مو پرې ایمان راوړ.
(64) نو قوم یې دروغجن وګاڼه، او ایمان یې پرې رانه وړ، بلکې په خپل کفر پاتې شول، نو نوح -علیه السلام- دوی ته ښیراوې - بد دعایي- وکړه چې الله تعالی یې هلاک کړي، نو مونږ بچ کړو د غرقیدلو نه نوح -علیه السلام- او هغه کسان چې د هغه سره په کښتۍ کې وو د مومنانو څخه، او هلاک مو کړل په غرقیدلو سره هغه کسان چې نسبت د دروغو یې کړی و زمونږ آیتونو ته او په خپل دې دروغجن ګڼلو یې همیشوالی کړی و په رالیږل شوي طوفان سره په دوی باندې؛ دا سزا وه د دوی لپاره، یقینا خامخا د دوی زړونه د حق څخه په ړوندوالی کې وو.
(65) او مونږ لیږلی و عادیانو ته پیغمبر د هغوی له جنس نه، چې هغه هود -علیه السلام- و، ویې ویل: ای زما قومه! بندګي وکړئ یوازې د الله تعالی، نو نشته تاسو لره څوک لایق د بندګۍ په حقه سره پرته له الله تعالی نه، آیا تاسو نه ویریږئ د هغه څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه؛ د دې لپاره چې تاسو د هغه له عذاب څخه بچ شئ؟!
(66) د قوم لویانو او ملکانو یې چې پر الله کافر شوي و او د هغه پیغمبر یې دروغ ګڼلی و وویل: یقینا مونږ پوهیږو چې ته -ای هوده-! په کم عقلۍ او جزبه کې یې، کله چې ته مونږ یوازې د الله تعالی بندګۍ ته رابلې، او د بتانو د بندګۍ پريښودلو ته مو رابلې، او یقینا مونږ دا کلکه عقیده لرو چې ته دروغ ویوونکی یې، ستا په دې دعوا کې چې ګویا ته رالیږل شوی پیغمبر یې.
(67) هود -علیه السلام- خپل قوم ته په جواب کې وویل: ای زما قومه! زه کم عقل نه یم، بلکې زه پیغام رسوونکی یم له طرفه د رب العالمین.
(68) دررسوم زه تاسو ته هغه څه چې ماته الله تعالی د هغه په رسولو تاسو ته امر کړی دی د خپل توحید (یووالی) او دین څخه، او زه ستاسو لپاره خیرخواه یم په هغه څه کې چې ماته یې په رسولو امر شوی دی او امانتدار هم یم، زه په دې کې زیاتی او کمی نه کوم.
(69) آیا ستاسو تعجب او نا اشنا ګڼل د دې وجې نه راوپاریدل چې راغی تاسو ته پند (وحې) ستاسو د رب له طرفه په ژبه د یو سړي چې ستاسو له جنسه دی، د ملایکو او پیریانو له جنسه نه دی د دې لپاره چې تاسو وویروي؟! او ثنا بیان کړئ د خپل رب او د هغه شکر ادا کړئ په دې وجه چې تاسو ته یې په ځمکه کې ځای او طاقت درکړی، او تاسو یې خلیفګان (ځای ناستي) ګرځولي یاست، وروسته د نوح -علیه السلام- د قوم نه هغوی چې الله تعالی د هغوی د کفر په وجه هلاک کړي وو، او د الله تعالی شکر وباسئ چې تاسو ته یې غټ غټ بدنونه درکړي او قوت یې درکړی او د کلکو نیولو طاقت یې درکړی دی، او یاد کړئ پراخه نعمتونه د الله تعالی په تاسو باندې، امید دی چې تاسو به په خپل لټونکي شي باندې کامیاب شئ، او د کوم شي نه چې ویریږئ د هغه نه به بچ شئ.
(70) وویل هغه ته قوم د هغه: آیا ته راغلی یې مونږ ته -ای هوده-! د دې لپاره چې مونږ ته یوازې د الله تعالی په عبادت کولو باندې امر وکړې، او د دې لپاره چې مونږ پریږدو هغه څه چې بندګي یې کوله زمونږ مشرانو؟! نو راوړه مونږ ته هغه عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته ريښتونی یې په هغه څه کې چې ته یې دعوا کوې.
(71) نو هود -علیه السلام- هغوی ته په جواب کې وویل: بیشکه تاسو مستحق شوي یاست د الله تعالی د عذاب او د هغه د غضب نو دا دواړه په تاسو باندې خامخا واقع کیدونکي دي، آیا تاسو جګړه کوئ زما سره د هغو بتانو باره کې چې نومونه ورله ایښودلي تاسو او مشرانو ستاسو معبودان، او د هغوی هیڅ حقیقت نشته؟! نو ندی رالیږلی الله تعالی څه دلیل چې تاسو پرې دلیل نیسئ په هغه څه کې چې تاسو یې دعوه کوئ د هغوی باره کې د بندګۍ د حق، نو تاسو انتظار وکړئ د هغه څه چې تاسو په تلوار سره غوښتلی ستاسو لپاره د عذاب نه، او زه هم ستاسو سره د انتظار کوونکو څخه یم، نو هغه خامخا په تاسو باندې واقع کیدونکی دی.
(72) نو مونږ بچ کړ هود -علیه السلام- او هغه کسان چې د هغه سره ملګري وو د مومنانو نه په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او بیخ کندي مو وکړله په هلاکت سره د هغو کسانو چې نسبت د دروغو کړی و زمونږ آیتونو ته، او هغوی مومنان نه وو، بلکې دروغجن ګڼوونکي وو، نو هغوی د عذاب مستحق شول.
(73) او یقینا مونږ لیږلی و ثمودیانو ته د هغوی ورور صالح -علیه السلام- هغوی یې رابلل د الله تعالی یووالي او بندګۍ ته، صالح -علیه السلام- هغوی ته وویل: ای زما قومه! یواځې د الله تعالی بندګي وکړئ، نو نیشته تاسو لره لایق د بندګۍ پرته له هغه نه چې د عبادت مستحق وي، بیشکه راغلې تاسو ته ښکاره نخښه او معجزه د الله تعالی له طرفه په ریښتینولۍ د هغه څه چې ما پرې تاسو ته راتګ کړی دی، چې هغه اوښه ده چې د ډبرې (تیږې) نه به راوځي، د هغې لپاره به یو وخت (نوبت) وي چې اوبه به څښي، او ستاسو لپاره به د اوبو د څښلو معلومه ورځ وي، نو تاسو پریږدئ دې لره چې خوراک کوي د الله تعالی په ځمکه کې، نو نشته په تاسو باندې د هغې د کار (خدمت) نه هیڅ شي، او تاسو هغې ته هیڅ تکلیف مه رسوئ، که نه در وبه رسیږي تاسو ته دردناکه عذاب هغې ته د ضرر رسولو له امله.
(74) او د الله پر تاسې هغه پېرزوينه در په ياد کړئ چې تاسې يې د عاد قوم ځای ناستي وګرځولئ او تاسې يې په خپلو ځمکو کې را کوز کړئ، په هغو خوندونه اخلئ او خپلو موخو ته رسېږئ او دا وروسته د عاد تر تباهۍ، چې هغوی په کفر او درواغ ګڼلو کې له بريده واوښتل، تاسې په نرمو ځمکو کې ماڼۍ جوړوئ او غرونه تراشئ ترڅو د ځانونو لپاره پکې کورونه جوړ کړئ، نو پر تاسې د الله پېرزوينې در په يادې کړئ، چې پرې د الله شکر وباسئ او په ځمکه کې د ورانکارۍ هڅې پرېږدئ او دا پر الله د کفر پرېښودلو او ګناهونو پرېښودلو سره کيږي.
(75) د صالح علیه السلام د قوم هغه مشرانو چې تکبر یې کړی و د هغه د قوم مؤمنانو ته چې کمزوري یې ګڼل وویل: آیا تاسو پوهیږئ -ای مومنانو- چې بیشکه صالح -علیه السلام- د الله تعالی له طرفه په ریښتیا پیغمبر دی؟ نو مومنانو کوم چې کمزوري ګڼل شوی وو جواب ورکړ: بیشکه مونږ په هغه څه چې صالح -علیه السلام- پرې راتګ کړی مونږ ته ریښتیا ګڼوونکي او اقرار کوونکي یو په هغه او غاړه کیښودوونکي یو هغه ته، او د هغه په راوړي دین باندې عمل کوونکي یو.
(76) وویل هغو لویې کوونکو د هغه د قوم نه: یقینا مونږ په هغه څه چې تاسو پرې تصدیق کړی -ای مومنانو- کفر کوونکي یو، نو مونږ پرې هیڅکله هم ایمان نه راوړو، او نه د هغه په دین باندې عمل کوو.
(77) نو مړه کړه دوی هغې اوښې لره چې دوی یې منع کړي وو د دې نه چې څه ضرر ورته ورسوي، په داسې حال کې چې لویې کوونکي وو د الله تعالی د امر د منلو نه، او د مسخرې په ډول یې وویل په داسې حال کې لرې ګڼوونکي وو هغه عذاب لره چې دوی پرې صالح -علیه السلام- ویرولي وو: ای صالح! رواړه مونږ ته هغه دردناک عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته په ریښتیا د الله تعالی له طرفه پیغمبر یې.
(78) نو راغی کافرانو ته هغه عذاب چې دوی په تلوار سره غوښتلو، داسې چې راونیول دوی لره سختې زلزلې، نو شو دوی پړمخې پراته چې یوځای شوي وو مخونه او زنګنونه د دوی له زمکې سره ، بچ نه شو د هلاکت نه هیڅ یو کس د دوی.
(79) نو صالح -علیه السلام- د خپل قوم نه مخ واړاوه وروسته د نا امیدۍ د هغوی د قبلولو د دعوت نه، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما ورسول تاسو ته هغه څه چې ما ته یې الله تعالی تاسو ته په دررسولو امر کړی و، او ما تاسو ته نصیحت کړی (خیرخواهي مې درله لټولې) ترغیب مې درکړی د اخرت او ویرولي مې یاست د الله تعالی له عذاب نه، خو لیکن تاسو داسې قوم یاست چې نه خوښوئ خیرخواهان (نصیحت کوونکي) کوم چې تاسو ته د خیر په ښودلو او د شر نه په لرې کولو حرصناک دي.
(80) او یاد کړه لوط -علیه السلام- کله چې هغه وویل پداسې حال کې چې انکار کوونکی و خپل قوم ته: آیا تاسو راتګ کوئ نا اشنا او بد کار ته چې هغه نارینو ته راتګ دی په شهوت سره (لواطت)؟! دا بد کار چې تاسو اول شروع کړی، نو ستاسو نه هیچا مخکې دا کار نه دی کړی!
(81) یقینا تاسو راتلل کوئ نارینه و ته لپاره د پوره کولو د شهوت پرته له زنانه و څخه؛ هغوې چې پیداشوي د شهوت د پوره کولو لپاره، نو تاسو په خپل دې سپک او بد کار کې نه د عقل او نه د کوم دلیل او نه د فطرت تابعداري کوئ، بلکې تاسو تیریدونکی یاست د الله تعالی د پولو نه په وتلو ستاسو سره د انساني درمیانتوب نه، او دا ستاسو کوږوالی دی د هغه څه نه چې سالم عقلونه یې غوښتنه کوي، او پاک فطرتونه یې هم تقاضا کوي.
(82) او نه و جواب د قوم د هغه چې دې بدکارۍ لره کوونکي وو د هغه انکار د وجې نه چې په دوی باندې یې کړی وو مګر دا چې ویې ویل پداسې حال کې چې د حق نه مخ اړوونکي وو: وباسئ لوط او د هغه د کورنۍ د خپل کلي نه؛ یقینا دوی داسې خلک دی چې ځان ساتي زمونږ د دې کار نه، نو مونږ لره دا نه دي مناسب چې دوی دي زمونږ ترمنځ پاتي شي.
(83) نو بچ وساته مونږ لوط -علیه السلام- او کورنۍ د هغه داسې چې مونږ هغه ته د شپې په وتلو امر وکړ د هغه کلې نه چې خامخا به پرې عذاب راځي، مګر ښځه د ده چې شوه د باقی پاتي کیدونکو نه د خپل قوم سره، نو ورسیده هغې ته هغه عذاب کوم چې دغه قوم ته ورسیده.
(84) او راووراوه مونږ په دوی باندې غټ باران، داسې چې ومو ویشتل دوی د خټو په تیږو باندې، او کلی مو ورباندې نسکور کړ، نو وګرځاوه مونږ اوچت طرف د هغه لاندې، نو فکر او سوچ وکړه -ای پیغمبره- څرنګه و انجام د مجرمانو د لوط -علیه السلام- د قوم؟ نو یقینا د دوی اخرې انجام هلاکت او همیشنۍ شرمیندګي وه.
(85) او یقینا مونږ لیږلی و د مدین قبیلې ته د هغوی ورور شعیب -علیه السلام- نو هغه ورته وویل: ای زما قومه! یواځې د الله تعالی بندګي وکړئ، نشته تاسو لره څوک لایق د بندګۍ په حقه سره چې د هغه نه پرته د بندګۍ لایق وي، بیشکه راغلی تاسو ته ښکاره دلیل د الله تعالی له طرفه، او ښکاره دلیل په ریښتینولۍ د هغه څه چې ما تاسو ته راوړي د خپل رب له طرف نه، پوره پوره ورکړئ خلکو ته حقونه د هغوی په پوره کولو د پیمانې او په پوره کولو د تول سره، او مه کموئ د خلکو نه په عیب سره سامان د هغوئ، او په بې رغبتۍ سره د هغوی د سامان نه، او په دوکه ورکولو سره هغوی ته، او فساد مه کوئ په ځمکه کې په کفر او ګناهونو کولو سره وروسته د اصلاح د هغې نه په راتللو د پیغمبرانو سره د مخکې نه، دا چې بیان شو غوره دی ستاسو لپاره او ډیر فایده مند دی تاسو لره که چیرته تاسو مومنان یاست؛ د دې وجې نه چې په دې کې پریښودل د ګناهونو دي او دا ځان ساتل دي د وجې د منع کولو د الله تعالی د دې نه، او د دې وجې نه چې په دې کې نزدیکت دی الله تعالی ته په کولو د هغه کار چې الله تعالی پرې امر کړی دی.
(86) او مه کینئ په هره لاره کې چې ویروئ هغه څوک چې په دې لاره باندې ځي د خلکو نه د دې لپاره چې د دوی نه مالونه واخلئ، او د دې لپاره چې بند کړئ د الله تعالی د دین نه هغه څوک چې اراده د هدایت موندلو لري، تاسو دا غواړئ چې د الله تعالی لاره دی کږه وي تر دې چې خلک پرې لاړ نشي، او یاد کړئ د الله تعالی نعمتونه په تاسو باندې د دې لپاره چې شکر یې ادا کړئ، نو یقینا ستاسو عدد لږ و نو الله تعالی ډیر کړئ، او سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه و اخرې انجام د فساد کوونکو په ځمکه مخکې ستاسو نه، نو یقینا د هغوی اخري انجام هلاکت او بربادي وه.
(87) او كه وي یوه ډله ستاسو نه چې ایمان یې راوړی وي په هغه څه چې ما پرې راتګ کړی زما د رب له طرفه، او یوه بله ډله چې په دې یې ایمان نه وي راوړی نو انتظار وکړئ -ای دروغجن ګڼوونکو- چې څه فیصله کوي الله تعالی ستاسو ترمنځ او خاص الله تعالی غوره د فیصله کوونکو څخه دی او ډیر د انصاف والا دی د هغه چا نه چې فیصله کوي.
(88) د شعيب له قومه هغو لويانو او مشرانو چې لويي يې کړې وه شعيب عليه السلام ته وويل: اې شعيبه! هرومرو به تا او هغه کسان چې ته يې رېښتينی بللی يې له خپل دغه کلي وباسو او يا دا چې زموږ دين ته را وګرځې، شعيب د تعجب او انکار په ډول ورته وويل: ايا موږ ستاسو د دين او ملت پيروي وکړو سره له دې چې موږ هغه نه خوښوو؛ نو بيا خو موږ د هغه څه پر بطلان پوه يو چې تاسې پرې ياست.
(89) که چېرته مونږ هم په هغه شرک او کفري عقیدي باور ولرو چې تاسو پرې یاست وروسته له دې چې الله تعالی ترې مونږ په خپل فضل سره ساتلي یو نو بیشکه مونږ به پر الله تعالی دروغ جوړ کړي وي، او زمونږ لپاره سمه نده چې ستاسو باطل دین ته دروګرځو مګر دا چې الله وغواړي چې هغه زمونږ رب دی، ځکه چې مونږ ټول د هغه د ارادې تابعدار یو، زمونږ رب په خپل علم سره هر شی احاطه کړی دی، چې هیڅ شی ورڅخه پټ نه پاتې کیږي، یواځې په الله تعالی مونږ باور کړی د دې لپاره چې مونږ په نیغه لار مضبوط کړي، او د دوزخ له لارې نه مو وساتي، ای زمونږه ربه! فیصله وکړه زمونږ او زمونږ د کافر قوم تر منځ په حقه سره، نو ته کامیاب کړه د حق والا مظلوم په سرکښه او ضدي ظالم باندې، نو ته چې یې -ای زمونږه ربه-! غوره فیصله کوونکی یې.
(90) د شعیب-علیه السلام- له قوم څخه کافرو مشرانو او ملکانو چې د توحید بلنه یې نه منله او خلک یې له شعیب علیه السلام او د هغه له دین څخه منعه کول وویل: که چیرته تاسو ننوځئ -ای زمونږه قومه! د شعیب -علیه السلام- په دین کې، او پریږدئ خپل دین او د خپلو مشرانو دین نو تاسو به یقینا په دغه وخت کې هلاکیدونکي یاست.
(91) نو دوی سختې زلزلې ونیول، نو هلاک شول دوی؛ مړه په خپلو کورونو کې، نسکور پراته په خپلو زنګنونو او مخونو باندې، مړه په خپلو کورونو کې.
(92) هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی وو ټول هلاک شول، او داسې شول ګویاکې دوی بیخې په خپلو کورونو کې نه وي اوسیدلي او نه یې پکې څه خوندونه اخیستلي وي، هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی و خاص هم دوی تاوانیان شول؛ ځکه چې دوی په تاوان کې واچول خپل ځانونه او هغه څه چې دوی لرل، او د هغه د قوم څخه مومنان خلک تاوانیان نه وو لکه څرنګه چې دې کافرانو دعوا کوله.
(93) او مخ واړاوه لدوی څخه شعیب -علیه السلام- کله چې دوی هلاک شول، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما رسولي تاسو ته هغه څه چې زما رب یې ماته؛ تاسو ته په دررسولو امر کړی دی، او تاسو ته مې نصیحت هم کړی لیکن تاسو زما نصیحت قبول نه کړ، او زما ویناوو ته مو غاړه کېنښوده، نو څرنګه زه خپه شم په هلاکت د هغه قوم چې په الله تعالی باندې کفر کوي او په خپل کفر کلک ولاړ هم دي؟!
(94) او نه دی لیږلی مونږ په هیڅ یو کلي کې د کلو نه یو پیغمبر د الله تعالی د پیغمبرانو نه، نو تکذیب وکړي د هغه کلي والا او کفر وکړي، مګر رانیولي مونږ دوی لره په غریبۍ، فقر او مرض سره د دې لپاره چې شاید دوی الله تعالی ته غاړه کیږدي او پریږدي دوی هغه کفر او لویي چې دوی پکې دي. او دا ویره ورکول دي قریشو لره او هر هغه چا لره چې کفر او تکذیب یې کړی دی په یادولو د طریقو د الله تعالی د پخوانیو امتونو باره کې.
(95) وروسته لدې چې دوی مو په غریبۍ او مرض سره راونیول بیا بیرته مو مال ورکړ، امن او پراخي مو پرې راوسته تر دې چې شمېر یې زیات شو، او مالونه یې هم ډیر شول، او دوی وویل: مونږ ته چې کوم شر او خیر رارسیدلی و دا خو یو پخوانی عادت دی زمونږ نه مخکې زمونږ مشرانو ته هم رسیدلی و، او هغوی دا خبره نه وه کړې چې ګویا کې دوی ته چې کوم عذابونه رسیدلي وو دا د عبرت لپاره وو، او دوی ته چې کوم نعمتونه رسیدلي ګویا کې دا مهلت و دوی لره، نو مونږ راونیول دوی لره په عذاب باندې ناڅاپه حال دا چې دوی په عذاب باندې نه پوهیدل او نه یې د عذاب انتظار کاوه.
(96) او که چیرته د دې کلو والا چې مونږ ورته خپل پیغمبران لیږلي وو ایمان راوړي په هغه څه باندې چې رسولانو یې ورته راوړي وو، او د خپل رب څخه ویریدلي وي په پریښودلو د کفر او ګناهونو سره او په عملي کولو د اوامرو د هغه نو خامخا مونږ به پرانیستلی وی په دوی باندې د خیر دروازې د هر طرف نه، خو لیکن دوی په هغه باندې ایمان رانه وړ او نه یې ځان د کفر او ګناهونو څخه بچ کړ، بلکې تکذیب یې کړل هغه څه چې دوی ته د دوی پیغمبرانو راوړي و، نو مونږ راونیول دوی لره په ناڅاپه عذاب سره په سبب د هغو ګناهونو چې دوی کول.
(97) آیا د دې دروغ ګڼوونکو کلي والا په امن کې دي د دې نه چې راشي دوی ته عذاب زمونږ د شپې په داسې حال کې چې دوی ویده وي او په خپل راحت او ارام کې وي؟
(98) آیا په امن کې دي دوی د دې نه چې راشي دوی ته عذاب زمونږ د ورځې په اوله برخه کې، په داسې حال کې چې دوی به بې خبره او غافل وي د دوی د مشغولتیا د وجې نه په دنیا باندې؟
(99) وګورئ تاسې چې الله تعالی دوی ته څومره مهلت ورکړی و، او په دوی یې نعمتونه کړي وو د طاقت ورکولو نه او د پراخۍ د رزق نه لپاره د مهلت ورکولو د دوی؛ نو آیا په امن کې دي دا درواغ ګڼوونکي خلک د دې کلیو والاو نه د الله تعالی د عذاب او د هغه د پټ تدبیر نه؟ نو نه په امن کیږي د الله تعالی د عذاب نه مګر هلاک کیدونکي خلک، او هغوی چې توفیق ورته ورکړی شوی نو د الله تعالی د عذاب څخه ویریږي، نو نه دوکه کیږي په هغو نعمتونو چې په دوی باندې شوي، بلکې دوی دا په ځان باندې د الله تعالی احسان ګڼي، نو شکر یې ادا کوي.
(100) آیا نده ښکاره شوې هغو خلکو ته چې وروسته پاتي کیږي په ځمکه کیږي د هغوی د مشرانو د هلاکت نه وروسته د هغوی د ګناهونو په وجه، نو دوی بیا عبرت نه اخلي د هغه عذاب د وجې نه چې په دوی راغلی، بلکې دوی هم د هغوی په شان کارونه کوي، آیا نده ښکاره شوې دوی ته چې بیشکه که الله تعالی وغواړي عذاب ورکول دوی ته د دوی د ګناهونو په وجه نو خامخا به یې ورکړي لکه څرنګه چې د الله تعالی طریقه ده؟ او د دوی په زړونو باندې به مهر ولګوي نو له نصیحت څخه به پند نه اخلي، او نه به ورته نصیحت څه فایده ورکوي.
(101) دغه مخکني کلي - چې هغه د نوح، هود، صالح، لوط او شعیب -علیهم السلام- د قومونو کلي دي- مونږ بیانوو تاته او خبر درکوو تاته -ای پیغمبره- د دوی د حالاتو نه او هغه چې دوی کوم تکذیب او عناد کړی و او په دوی چې کوم عذاب راغلی و؛ د دې لپاره چې دا عبرت شي د هغه چا لپاره چې عبرت اخلي، او پند شي د هغه چا لپاره چې پند قبلوي، او بیشکه راغلي وو د دې کلیو والا ته پیغمبران د دوی په ښکاره دلیلونو د دوی په ریښتنولۍ، نو نه وو دوی چې ایمان یې راوړی وي د دې پیغمبرانو د راتګ په وخت کې د دې وجې نه چې مخکې لیکل شوی وو د الله تعالی په علم کې چې دوی به پدې باندې تکذیب کوي. او په شان د مهر لګولو د الله تعالی په زړونو د دې کلو والاو باندې کومو چې د خپلو پیغمبرانو تکذیب کړی؛ مهر لګوي الله تعالی په زړونو د کفر کوونکو په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې، نو د ایمان طرف ته هدایت نشي موندلی.
(102) او مونږ ندي موندلي ډیر د هغو امتونو نه چې پیغمبران ورته لیږل شوي وو په وفا او کلکوالي کې په هغه څه چې الله تعالی ورته پرې حکم کړی و، او مونږ نه وو موندلي دوی لره غاړه کیښودل د هغه حکمونو ته، بلکې مونږ موندلي وو زیات د دوی نه وتونکي د الله تعالی د تابعدارۍ نه.
(103) بیا مونږ ولیږه وروسته د دې پیغمبرانو نه موسی -علیه السلام- په معجزاتو او ښکاره دلیلونو خپلو سره هغه چې دلالت کوونکي وو د هغه په ریښتنولۍ فرعون او د هغه قوم ته، نو نه وو د دوی نه مګر دا چې انکار یې وکړ په دې معجزو او کفر یې پرې وکړ، نو ته په غور سره وګوره -ای پیغمبره- څرنګه شو اخري انجام د فرعون او د هغه د قوم، نو بیشکه الله تعالی هغوی په غرقیدلو سره تباه کړل، او راویې لیږه په دوی پسې لعنت په دنیا او اخرت کې.
(104) او وویل موسی -علیه السلام- کله چې الله تعالی فرعون ته ولیږه او هغه ته ورغی: ای فرعونه! بیشکه زه رالیږل شوی یم له طرفه د پیداکوونکي د ټولو مخلوقاتو چې د هغوی څښتن دی او د هغوی د ټولو چارو برابروونکی دی.
(105) وویل موسی -علیه السلام-: او هر کله چې زه د هغه له طرفه رالیږل شوی یم نو زه ډیر حقدار یم په دې خبره چې ونه وایم په الله تعالی باندې مګر حق خبره، بیشکه ما راتګ کړی تاسو ته په ښکاره دلیل چې دلالت کوي زما په ریښتنولۍ او په دې چې یقینا زه رالیږل شوی یم د خپل رب له طرف نه تاسو ته، نو پریږده زما سره بنی اسرائیل د هغه بند او ظلم نه چې دوی پکې دي.
(106) فرعون موسی -علیه السلام- ته وویل: که چیرته تا راوړي وي کومه معجزه لکه ته چې ګومان کوې نو رایې وړه که ته په خپله دعوی کې ریښتونی یې.
(107) نو موسی -علیه السلام- خپله امسا وغورځوله نو غټ ښامار ترې جوړ شو ښکاره و هغه چاته چې لیدلو یې.
(108) او خپل لاس یې راوویست او ښکاره یې کړ د خپل ګریوان له طرفه د خپلې سینې او یا د خپل تخرګ نه؛ نو تک سپین راووته چې برګی مرض پرې نه و، پړقیده لیدونکو ته د ډیر سپینوالي له وجې نه.
(109) او وویل مشرانو او ملکانو کله چې یې د امسا بدلیدل په ښامار ولیدل او د لاس سپینیدل یې ولیدل پغیر د برګي مرض نه: ندی موسی مګر جادوګر دی داسې جادوګر چې ډیر پوهه او ماهر دی.
(110) دې دا کارونه د دې لپاره کوي چې تاسې د دې خپلې خاورې څخه وباسي، چې دا د مصر خاوره ده. بیا فرعون د دوی نه د موسی -علیه السلام- باره کې مشوره وغوښتله داسې یې ورته وویل: تاسو ما ته د دې باره کې څه نظر راکوئ؟
(111) هغوی فرعون ته وویل: مهلت ورکړه موسی او د هغه ورور هارون ته، او د مصر ښارونو ته استازي ولیږه چې جادوګران پکې راټول کړي.
(112) چې راولي تاته دا استازي کوم چې تا د جادوګرانو د راټولو لپاره لیږلي د ښارونو نه؛ هر یو جادوګر چې خه ماهر وي په جادو کې او تکړه وي په خپل کردار کې.
(113) نو ولیږل فرعون استازي د جادوګرانو د راټولو لپاره، پس هر کله چې جادوګران راغلل فرعون ته؛ پوښتنه یې ترې وکړه: آیا د دوی لپاره به جایزه وي که چیرته دوی په موسی باندې کامیاب شول د دوی د جادو په وجه؟
(114) فرعون ورته داسې وویل: هو، ستاسو لپاره بدله او مزدوري شته، او تاسو به ماته د نزدې او منصبدارو خلکو څخه یاست.
(115) جادوګرانو په لویي او تکبر سره وویل په داسې حال کې چې په موسی -علیه السلام- باندې په خپله کامیابۍ ډاډه وو: ته غوره کړه -ای موسی- څنګه چې ته غواړې د شروع کولو نه ستا په غورځولو د هغه څه چې ته یې غورځوي او که مونږ یې ړومبی وغورځوو.
(116) موسی -علیه السلام- ورته جواب ورکړ پداسې حال کې چې هغه ډاډه و د خپل رب له طرف نه په مدد سره او په هغوی یې هیڅ پروا نه وه: تاسو خپلې رسۍ (پړي) او امساګانې ورغورځوئ، نو هر کله چې هغوی وغورځولې د خلکو په سترګو یې جادو وکړ په اړولو د هغوی د سترګو د سم راګیرولو نه، او خلک یې وویرول، او راتګ یې وکړ په ډیر قوي او سخت جادو سره د خلکو په نظر کې.
(117) او الله تعالی خپل پیغمبر او کلیم (خبرې کړی شوي) موسی -علیه السلام- ته وحي (حکم) وکړ: چې وغورځوه -ای موسی- امسا خپله، نو هغه وغورځوله، او د هغې نه مار جوړ شو داسې چې د هغوی رسۍ ګانې او امساګانې یې تیرې کړلې هغه چې هغوی د حقیقت د اړولو لپاره استعمالولې، او خلکو ته یې داسې ښودله ګویا کې دا ماران دی چې منډې وهي.
(118) نو ښکاره شو حق او معلوم شو ريښتیا د هغه څه چې موسی -علیه السلام- پرې راتګ کړی و، او معلوم شو بطلان د هغه جادو چې جادوګرانو جوړکړی و.
(119) نو مغلوب شو او ناکام شول، او کامیاب شو موسی -علیه السلام- په دوی باندې په دغه ځای کې، او دوی وګرځیدل په داسې حال کې چې ذلیل او غصه کړی شوی وو.
(120) نو نه وو حال ددې جادوګرانو کله چې یې د الله تعالی لوی قدرت ولیده، او ښکاره معجزات یې ولیدل، مګر دا چې الله تعالی ته سجده کوونکي پریوتل.
(121) جادوګرانو وویل: بیشکه مونږ ایمان راوړ په پالونکي د ټولو خلکو.
(122) چې رب د موسی او هارون -علیهما السلام- دی، نو یواځې هغه مستحق د بندګۍ دی پرته له نورو په دروغو سره معبودانو.
(123) فرعون هغوی ته په ګواښوونکي ډول وویل وروسته د ایمان راړولو د هغوی نه یواځې په الله تعالی باندې: تاسو د موسی خبره ومنله مخکې له دې چې زه درته اجازه وکړم؟ یقینا ستاسو په هغه باندې ایمان راوړل او تصدیق کول ستاسو هغه څه لره چې موسی پرې راتګ کړی خامخا یوه دوکه او چل دی چې تاسو او موسی یوځای جوړکړی د دې لپاره چې د دې ښار والا د خپل ښار نه وباسئ، نو زر دې چې تاسو به پوهه شئ -ای جادوګرانو- چې په تاسو به کوم عذاب راځي او تاسو ته به کومه سزا دررسیږي.
(124) خامخا زه به پرې کړم د هر یو ستاسې نه ښي لاس او چپه پښه او یا چپ لاس او ښي پښه، بیا به تاسو ټول د کجورو په تنو پورې زوړند کړم چې دا به ستاسو لپاره عبرتناکه سزا وي او ویروونکي به وي هر هغه چا لره چې تاسو په دې حال کې وویني.
(125) جادوګرانو د فرعون د ګواښ په جواب کې وویل: بیشکه مونږ یوازې خپل رب ته ګرځیدونکي یو، نو مونږ پروا نه کوو په هغو ګواښونو چې ته یې کوي.
(126) او ته بد نه ګڼې زمونږ څخه او غصه نه یې په مونږ باندې -ای فرعونه- مګر لدې وجې نه چې مونږ ایمان راوړی په معجزاتو د رب خپل هر کله چې مونږ ته د موسی -علیه السلام- په لاس راغلې، نو که چیرته دا داسې ګناه وي چې ملامتیا پرې ویلی شي نو بس دا زمونږ ګناه ده، بیا یې الله تعالی مخه کړه په دعا کولو سره په عاجزۍ کې: ای زمونږه ربه! راتوی کړې پر مونږ باندې صبر تر دې چې مونږ لره پټ کړي دا صبر د دې لپاره چې مونږ په حق باندې کلک شو، او یا الله مونږ لره مرګ راولې پداسې حال کې چې مسلمانان یو، غاړه کېښودونکي یو ستا حکمونو ته، تابعداري کوونکي یو ستا د پیغمبر.
(127) او د فرعون د قوم مشرانو او ملکانو فرعون ته وویل: ، په داسې حال کې چې هڅاوه یې هغه لره په موسی -علیه السلام- او د هغه په مومنانو ملګرو: آیا ته پریږدې -ای فرعونه- موسی او د هغه قوم د دې لپاره چې په ځمکه کې فساد خپور کړي، او پریږدي تا لره او ستا معبودانو لره، او رابلل وکړي یوازې د الله تعالی بندګۍته؟! فرعون وویل: خامخا زر دی چې وبه وژنو د بني اسرائیلو نران بچي، او مېرمنې به یې د خدمت لپاره پریږدو، او یقینا مونږ برلاسي یو پر دوی باندې؛ په زور غلبې او دلیل کې.
(128) وویل موسی -علیه السلام- پداسې حال کې چې وصیت کوونکی و خپل قوم ته: ای زما قومه! یوازې د الله تعالی څخه مدد وغواړئ د ضرر په دفع کولو او د فایدې په رانیولو کې، او صبر وکړئ په هغه امتحان چې تاسو پکې یاست، بیشکه ځمکه خاص الله تعالی لره ده، او د فرعون او د بل چا نده ترڅو پکې واک وکړي، او الله تعالی یې د خلکو تر منځ اړوي راړوي په خپله خوښه، خو لیکن اخري خایسته انجام په ځمکه کې د مومنانو دی هغوی چې د الله تعالی حکمونه مني او د هغه له منهیاتو څخه ځان ساتي، نو دا ځمکه دوی لره ده او اګر که دوی ته په دې کې مصیبتونه او امتحانونه ورسیږي.
(129) له بني اسرائیلو څخه د موسی -علیه السلام- قوم هغه ته وویل: ای موسی!: بیشکه مونږ وړاندې ستا له راتګ څخه او وروسته لدې چې مونږ ته راغلې د فرعون له لورې زمونږ د اولادونو په وژلو او د مېرمنو په پریښودلو سره ازمایل شوي یو ، موسی -علیه السلام- ورته د نصیحت کولو پر مهال د اسانتیاوو زیرې ورکړ او داسې یې ورته وویل: کېدای شي رب مو فرعون دښمن او قوم یې هلاک کړي، او وروسته له هغوی څخه به تاسو ته به په زمکه کې ځواک درکړي، بیا به نو وګوري چې تاسو شکر باسئ او که ناشکري کوئ.
(130) او یقینا مونږ سزا ورکړه فرعونیانو ته په وچکالۍ او قحطۍ سره، او هغوی مو د میوو او د زمکې د حاصلاتو په کمووالي سره وازمایل؛ د دې لپاره چې شاید دوی پند او نصیحت واخلي چې ګویا کې دوی ته چې کوم څه مصیبتونه راغلي وو بیشکه دا د دوی لپاره سزا وه؛ د دوی د کفر په وجه، نو الله تعالی ته به توبه وباسي.
(131) نو کله چې فرعونیانو باندې آبادي، د میوو رسیدل او ارزاني راغلل دوی وویل: دا مونږ ته ځکه راکړل شوي چې مونږ یې حقدار یو او مونږ پرې ځانګړې شوي یو، او که چیرته ورته څه تکلیف له وچکالۍ، قحط او ډیروالي د مرضونو او نورو مصیبتونو نه ورسیږي نو بیا بد پالي په موسی -علیه السلام- او د هغه په ملګرو له بنی اسراییلو څخه نیسي، او حق خبره دا ده چې دوی ته چې کوم مصیبتونه رسیږي دا ټول د الله تعالی له طرفه مقرر شوي، او د دوی او د موسی -علیه السلام- لپاره پدې کې هیڅ کار نشته مګر دوی ته د موسی -علیه السلام- بد دعایي (ښیراوې)، خو لیکن اکثر د دوی نه پوهیږي، نو دوی یې له الله تعالی پرته نور چاته منسوبوي.
(132) او د فرعون قوم موسی -علیه السلام- ته د حق سره د ضد له وجې نه وویل: هره یوه نخښه او معجزه چې ته پرې مونږ ته راتګ کوې، او هر یو دلیل چې ته یې زمونږ د عقیدو په بطلان باندې راوړې د دې لپاره چې مونږ د خپلو عقیدو څخه واړوې، او هر دلیل چې ته یې راوړې په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی؛ نو مونږ هیڅکله په تا باندې ایمان نه راوړو.
(133) نو مونږ په دوی باندې ډیرې اوبه راولیږلې چې دا سزا وه د دوی لپاره د دوی د دروغجن والي او ضد له وجې، نو د دوی فصلونه او میوې یې تباه کړې، او په دوی مو ملخان راولیږل نو د دوی کښت او فصلونه یې وخوړل، او په دوی مو واړه شانته حشره راولیږله چې سپږه ورته وایې چې فصلونو ته ضرر رسوي او یا انسان ته د هغه په ویښتو کې ضرر رسوي، او په دوی مو چونګښې راولیږلې نو د دوی لوښې ډک شول، او د دوی خوراکونه خراب شول، او دوی بې خوبه شول، او په دوی مو وینې راولیږلی نو د دوی د کوهیانو او ویالو اوبه وینې شوې، دا ټولې ښکاره شوې معجزې مو جدا جدا یو بل پسې راولیږلې، او سره د دې نه چې دوی ته کوم عذابونه ورسیدل دوی بیا هم په الله تعالی د ایمان راوړلو او د موسی په خبرو باندې د تصدیق کولو نه لویې وکړه، او دوی داسې یو قوم و چې ګناهونه به یې کول، او د باطل څخه به یې ډډه نه کوله، او د حق طرف ته نه تلل.
(134) او کله چې دوی ته پدې شیانو عذاب ورسیده دوی موسی -علیه السلام- ته مخه کړه، او هغه ته یې وویل: ای موسی! دعا وغواړه مونږ لره ستا د رب نه په هغه وجه چې تاته یې پیغمبري درکړې، او په هغه وجه چې تاسره یې وعده کړې په اوچتولو د عذاب نه په توبې سره چې زمونږ څخه دا عذاب پورته کړي، نو که چیرته تا په توبې سره زمونږ څخه دا عذاب لرې کړ، نو مونږ به خامخا په تا ایمان راوړو، او ستا سره به بني اسرائیل ولیږو، او مونږ به یې خوشې کړو.
(135) نو هر کله چې به مونږ د دوی نه عذاب د یوې نیټې پورې لرې کړ مخکې د هلاکولو د دوی نه په غرقیدلو سره نو په دغه وخت کې به دوی ماتول هغه لوظونه چې په خپلو ځانونو یې لازم کړي وو له ایمان راړلو نه او د لیږلو د بنی اسرایېلو نه، نو دوی بیا همیشوالی وکړ په خپل کفر باندې، او د موسی -علیه السلام- سره یې د بني اسرائېلو د لیږلو نه ډډه وکړه.
(136) نو هر کله چې پوره شوه د دوی د هلاکت معلومه نیټه مونږ په دوی باندې زمونږ عذابونه راولیږل په غرقیدلو د دوی په بحر کې په سبب د تکذیب د دوی په آیتونو د الله تعالی او په سبب د مخ اړولو د دوی له هغه حق نه؛ چې دا آیتونه پرې دلالت کوونکي دي اوهیڅ شک پکې نشته.
(137) او ورمو کړ بني اسرایېلو ته هغوی چې کمزوري به ګڼل فرعون او د هغه قوم د ځمکې د ختیځ او لویدیځ اړخونه، او لدې نه مراد د شام ښارونه دي، دا هغه ښارونه دي چې الله تعالی پکې برکت اچولی په راویستلو د فصلونو او د میوو د دې په ډیره ښه توګه، او پوره شوه ښایسته وعده د رب ستا -ای پیغمبره- هغه چې په دې آیت کې ذکر شوې ده: ((او مونږ غواړو چې احسان وکړو په هغو کسانو چې کمزوري کړی شوي وو په ځمکه کې او جوړ کړو مونږ دوی لره مشران د دین او جوړ کړو دوی لره وارثان د ځمکې).[القصص:۵]، نو الله تعالی دوی ته په ځمکه کې ځای ورکړ د دوی د صبر په وجه په هغو تکلیفونو چې دوی ته د فرعون او د هغه د قوم څخه رسیدلي وو، او وران کړل مونږ هغه فصلونه او د اوسیدو خونې چې دوی جوړول، او هغه چې دوی کوم قصرونه ودانول.
(138) او هغه مهال مو بني اسرائیل له سمندر څخه واړول کله چې موسی (علیه السلام) هغه په خپله امسا وواهه او وچاودیده، نو دوی په داسې یو قوم باندې ورتیر شول چې هغوی همیشوالی کاوه په بندګۍ د خپلو بتانو چې د الله تعالی نه پرته یې د هغوی بندګي کوله، نو بني اسرایېلو موسی -علیه السلام- ته وویل: ای موسی! جوړ کړه مونږ لره یو بت چې مونږ یې بندګي کوو لکه څنګه چې دوی لره بتان دي او دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوي، موسی -علیه السلام- دوی ته وویل: ای زما قومه! یقینا تاسو داسې یو قوم یاست نه پوهیږئ په هغه څه چې د الله تعالی حق جوړیږي د هغه د توحید او لویۍ نه، او په هغه څه چې نه ښائې د هغه سره د شرک او د بل چا د بندګي نه.
(139) یقینا دا کسان چې همیشه د خپلو بتانو بندګي کوي هلاک به کړي دوی لره هغه څه چې دوی پکې دي د غیر الله له بندګۍ نه، او باطلې هم دي ټولې هغه نیکیانې چې دوی یې کوي د دې وجې نه چې دوی په بندګۍ کې د الله تعالی سره بل څوک شریک کړي.
(140) موسی -علیه السلام- خپل قوم ته وویل: ای زما قومه! زه څرنګه تاسو لره پرته له الله تعالی نه بل څوک حقدار د بندګۍ ولټوم چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي وکړئ، او حال دا چې تاسو لیدلي د هغه د غټو معجزاتو نه هغه چې تاسو لیدلي، او هغه پاک او لوی ذات تاسو غوره کړي یاست په مخلوقاتو د خپلې زمانې د هغو نعمتونو له وجې نه چې په تاسو یې کړي د هلاکولو د دښمن ستاسو نه، او وارثان ګرځول تاسو لره په ځمکه کې، او طاقت او قدرت درکول تاسو لره په دې ځمکه کې؟!
(141) او یاد کړئ -ای بني اسرایېلو- کله چې مونږ تاسو ته نجات درکړ په ازادولو ستاسو سره د ذلیل کولو د فرعون او د هغه د قوم نه تاسو لره، کله چې هغوی تاسو ته درکول مختلف ډولونه د سپکوالي د وژلو ستاسو نرانو بچو لره، او پریښودل د مېرمنو ستاسو د خپل خدمت لپاره، او په دې ازادولو ستاسو کې د فرعون او د هغه د قوم نه لوی امتحان و ستاسو د رب له طرف نه چې د هغه تقاضا ستاسو نه شکر ایستل دي.
(142) او الله تعالی د خپل پیغمبر موسی -علیه السلام- سره وعده وکړه د خپلو خاصو خبرو لپاره دیرشو شپو، بیا یې پوره کړې په زیاتوالي د لسو نورو شپو سره، نو ټولې څلویښت شپې شوې، او موسی -علیه السلام- خپل ورور هارون -علیه السلام- ته وویل: کله چې هغه د خپل رب ملاقات ته تللو: ای هارون! ته زما په قوم کې زما ځای ناستی شه، او د هغوی چارې برابروه په خایسته سیاست سره او په هغوی باندې په شفقت کولو سره، او د فسادیانو خلکو لاره مه تعقیبوه په کولو د ګناهونو سره، او د ګناهګارانو مددګار هم مه جوړیږه.
(143) او کله چې موسی -علیه السلام- د خپل رب د ملاقات لپاره راغی په خپل مقرر وخت کې، او هغه د څلویښتو شپو پوره والی و، او خپل رب ورسره خبرې وکړې په څه کې چې یې ورسره خبرې کولې د حکمونو او نواهیو او نورو څخه، د موسی -علیه السلام- د خپل رب لیدلو ته شوق وشو، نو د خپل رب څخه یې وغوښتل چې دی ورته وګوري، نو الله تعالی ورته جواب ورکړ: ته هیڅکله ما په دنیایي ژوند کې نشې لیدلی؛ ځکه چې ته د دې وسه او طاقت نه لرې، لیکن ته غر ته وګوره کله چې زه هغه ته ښکاره شم نو که چیرته هغه په خپل ځای پاتي شو او څه اثر یې پرې ونه کړ نو ژر دی چې ته به ما ووینې، او که چیرته دا غر د ځمکې سره برابر شو نو ته بیا ما لره هیڅکله په دنیا کې نشې لیدلی، نو هر کله چې الله تعالی د غره لورې ته جلوه وکړه نو ویې ګرځاوه هغه لره برابر د ځمکې سره، او موسی - علیه السلام- بې هوشه راپریوت، نو هر کله چې په هوش کې راغی د دغې بې هوشۍ نه ویې ویل: پاکي ده تا لره -ای ربه- پاکې د هر هغه څه نه چې ستا سره نه ښایې، دا دی ما تاته توبه وویستله د هغه څه نه چې ما ستا نه غوښتلي و ستا د لیدلو نه په دنیا کې، او بیشکه زه د لومړیو غاړه ایښودونکو څخه یم تا ته د خپل قوم نه.
(144) الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وفرمایل: ای موسی! بیشکه ته ما خاص کړی یې او غوره کړی مې یې په ټولو خلکو په خپلو پیغامونو سره کله چې ته ما دوی ته لیږلی یې، او ته ما غوره کړی یې په خبرو کولو سره پغیر د واسطې نه، نو ته ونیسه هغه چې ما تاته درکړی د دې لوی شرف نه، او شه ته د شکر ایستونکو نه الله تعالی ته په درکولو د دې لوی بخشش سره.
(145) او لیکلي و مونږ موسی -علیه السلام- لره په تختو د لرګیو یا نورو شیانو کې د هر هغه شي نه چې بني اسرایېلو ورته ضرورت لرلو د دیني او دنیوي کارونو نه؛ پند و د هغه چا لپاره چې پند یې اخیسته د دوی نه، او تفصیل و د هغو احکامو چې تفصیل ته یې ضرورت درلوده، نو ونیسه دا تورات -ای موسی- په مضبوط نیولو سره او کوشش کولو سره، او حکم وکړه خپل قوم بني اسرایېلو ته چې عمل وکړي په خایسته د هغه نه چې په دې کې دي د هغه نه چې ثواب یې ډیر وي لکه د حکم کړی شوي کار کول په پوره طریقې سره، او لکه صبر او بخښنه کول، خامخا زه به وښايم تاسو ته اخري انجام د هغه چا چې زما د حکم مخالفت یې کړی، او زما د تابعدارۍ نه وتلی، او هغه چې دا به ورته رسیږي د هلاکت او تباهۍ نه.
(146) زر به واړوم زه د عبرت اخیستلو څخه زما په ایتونو په کایناتو او نفسونو کې، او د پوهې څخه زما د کتاب د ایتونو نه؛ هغه کسان چې لویې کوي د الله تعالی په بندګانو باندې او په حق باندې په نا حقه سره، او که چیرته دوی وویني هره یوه نښه دوی په هغې ایمان نه راوړي؛ د وجې د اعتراض کولو د دوی په دې باندې او د وجې د مخ اړولو د دوی د دې نه، او د وجې د دښمنۍ د دوی نه الله تعالی او د هغه د پیغمبر سره، او که چیرته دوی وویني لاره د حق هغه چې رسیدونکې ده د الله تعالی رضا ته نو دوی هغه لاره نه خپلوي، او نه په هغې کې څه رغبت لري، او که چیرته وویني دوی لاره د سرکشۍ او ګمراهۍ هغه چې رسیدونکې ده د الله تعالی غصې او غضب ته نو دوی هغه خپلوي، دا چې دوی ته کوم څه شی رسیدلی، دا د دوی د دروغ ګڼلو له وجې نه د الله تعالی لوی ایتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ د هغه څه چې پیغمبرانو پرې راتګ کړی، او د دوی د بې پرواېۍ د وجې نه د سوچ او فکر کولو نه په دې کې.
(147) او هغه کسان چې دروغجن ګڼي زمونږ آیتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ د پیغمبرانو زمونږ، او دروغجن ګڼي ملاقات د الله تعالی د قیامت په ورځ، برباد شوي دي هغه نیک عملونه د دوی، نو ثواب نه ورکول کیږي دوی ته په دې باندې د اساسي شرط د نشتوالي له وجې چې هغه ایمان دی، او بدله به نه ورکول کیږي دوی ته د قیامت په ورځ مګر د هغه کفر او شرک چې دوی په الله تعالی باندې کړی و، او بدله د دې همیش والی دی په اور کې.
(148) او جوړ کړ د موسی -علیه السلام- قوم وروسته د تللو د هغه د خپل رب د ملاقات لپاره د خپلو ګاڼو څخه یوه مجسمه (ډانچه) د خوسي چې ساه پکې نه وه او اواز به یې کاوه، آیا دوی نه پوهیږي چې بیشکه دا خوسی د دوی سره خبرې نشي کولی، او نه ورته د حسي یا معنوی خیر طرف ته هدایت کولی شي، او نه دوی ته خیر رسولی شي او نه ترې ضرر اوچتولی شي؟! نیولی و دوی دې لره حقدار د بندګۍ او دوی په دې کار سره ظلم کوونکي وو د خپلو ځانونو سره.
(149) او هر کله چې دوی پښېمانه او حیران شول او پوهه شول چې یقینا دوی ګمراه شوي د نیغې لارې نه په نیولو د دوی سره خوسي لره حقدار د بندګۍ د الله تعالی سره، دوی الله تعالی ته عاجزي وکړه نو ویې ویل: که چیرته مهرباني ونه کړې په مونږ باندې رب زمونږه په توفیق راکولو سره د هغه تابعدارۍ ته او ونه بخښې مونږ ته هغه ګناه چې مونږ کړې د بندګۍ کولو نه د خوسي، نو خامخا مونږ به شو د هغه کسانو څخه چې په دنیا او اخرت کې یې تاوان کړی دی.
(150) او هر کله چې موسی -علیه السلام- د خپل رب د ملاقات څخه راوګرځیده خپل قوم ته پداسې حال کې چې په هغوی د غصې او غم نه ډک وو د دې وجې نه چې هغوی یې د خوسي په عبادت باندې ولیدل، او ویې ویل: ډیر بد دی هغه حال چې تاسو پرې زما د تګ څخه وروسته شوی یاست -ای زما قومه-؛ ځکه چې دا تاسو هلاکت او بدبختۍ ته رسوي، آیا تاسو زما د انتظار نه ستړي شوي یاست، نو تاسو ځکه د خوسي عبادت وکړ؟! او خپلې تختې یې وغورځولې د هغه سختې غصې او غم له وجې نه چې ده ته رسیدلي وه، او د خپل ورور هارون سر او ږیره یې ونیوله او خپل ځان طرف ته یې راکش کړ ځکه چې دا د دوی سره پاتې شوی و او دوی یې د دې څخه نه و اړولي کله چې یې هغوی د خوسي په عبادت لیدلي وو، هارون -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل په داسې حال کې چې هغه ته یې عذر وړاندې کاوه او د هغه څخه یې د مهربانۍ غوښتنه کوله: ای زما د مور زویه! بیشکه دې قوم زه کمزوری ګڼلی وم نو ځکه یې زه ذلیل کړم، او نږدې وه چې زه یې وژلی وم، نو ته ما لره داسې سزا مه راکوه چې زما دښمنان پرې خوشحاله شي، او ستا د غصې په وجه ما د ظالمانو د ډلې نه مه ګڼه، په دې وجه چې هغوی د الله نه پرته د بل چا بندګي کړې.
(151) نو موسی -علیه السلام- د خپل رب څخه دعا وغوښتله: ای ربه زما! بخښنه وکړې ماته، او زما ورور هارون ته، او داخل کړې مونږ دواړه په خپل رحمت کې او وګرځوې ستا رحمت چې راګیر کړي مونږ لره د هر طرف نه، او ته چې یې -ای زمونږه ربه! ډیر مهربان یې پر مونږ باندې د هر یو رحم کوونکي نه.
(152) بیشکه هغه کسان چې ګرځولی یی دی خوسي لره حقدار د بندګۍ چې بندګي یې کوي خامخا وبه رسیږي دوی ته سخت غضب د دوی د رب له طرف نه، او سپکوالی په دې ژوند کې ځکه چې دوی خپل رب غصه کړی دی او د هغه قدر یې نه دی کړی، او د دې په شان سزا مونږ هغه چاته ورکوو چې په الله تعالی باندې دروغ جوړوي.
(153) او هغه کسان چې بد عملونه یې کړي دي د الله تعالی سره د شرک کولو نه، او د ګناهونو نه، بیا الله تعالی ته توبه وباسي داسې چې په هغه ایمان راوړي، او پریږدي هغه ګناهونه چې دوی مخکې کول، بیشکه ستا رب -ای پیغمبره- وروسته د دې توبې نه او د شرک نه ایمان طرف ته ګرځیدلو نه، او د ګناهونو څخه تابعدارۍ ته، خامخا بخښنه کونکی دی دوی ته په پردې اچولو سره او په عفوې سره، مهربان دی په دوی باندې.
(154) او کله چې د موسی -علیه السلام- غصه سړه شوه او ارام شو، کومې تختې یې چې د غصې له وجې نه غورځولې وې هغه یې راواخیستې، او پدې تختو کې هدایت و د ګمراهۍ نه او د حق بیان پکې و، او په دې کې رحمت و د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویره کوي، او د هغه له عذاب څخه ویریږي.
(155) او موسی -علیه السلام- د خپل قوم څخه اویا هوښیار کسان غوره کړل د دې لپاره چې خپل رب ته عذر وکړي د هغه څه نه چې د هغه د قوم کم عقلانو د خوسي عبادت کړی و، او الله تعالی دوی سره د یوې مقررې نیټې وعده کړې وه چې هغې ته به حاضریږي، نو هر کله چې دوی حاضر شول په الله تعالی یې جرات وکړ، او د موسی -علیه السلام- څخه یې وغوښتل چې دوی ته دې الله تعالی وښایې، نو دوی زلزلې ونیول او لدې وجې نه دوی بې هوشه شول او مړه شول، نو موسی -علیه السلام- خپل رب ته عاجزي وکړه، او ویې ویل: ای زما ربه! که چیرته تا غوښتلی وی هلاکول د قوم زما او هلاکول زما د دوی سره مخکې د راتګ د دوی نه نو تا به هلاک کړی وی، آیا ته هلاکوې مونږ لره په سبب د هغه کار چې زمونږ کم عقلانو کړی دی؟ نو زما قوم چې کوم د خوسي عبادت کړی دی دا نه و مګر یو امتحان، ګمراه کوې ته په دې سره څوک چې وغواړې، او هدایت کوې چاته چې وغواړې، ته زمونږ د کارونو واکدار یې نو بخښنه وکړې مونږ ته زمونږ د ګناهونو، او رحم وکړې پر مونږ باندې ستا په پراخه رحمت سره، او ته هغه غوره ذات یې ګناه بخښې، او له ګناه څخه (بنده) ته تېریږې.
(156) او ته مونږ وګرځوه د هغه چا نه چې تا ورته عزت ورکړی په دې ژوند کې په نعمتونو او سلامتیا سره او تا ورته د نیک عمل توفیق ورکړی، او ستا د هغو نیکانو بندګانو څخه چې تا ورته په اخرت کې جنت تیار کړی، بیشکه مونږ تاته توبه ایستلې، او تاته راګرځیدلي یو اقرار کوونکي یو په خپلې کمزورۍ او کوتاهۍ، الله تعالی وفرمایل: عذاب زما زه هغه چا ته ورکوم چې د بدبختۍ کارونه کوي، او رحمت زما شامل دی هر یو شي ته په دنیا کې؛ نو نشته هیڅ مخلوق مګر د الله تعالی رحمت ورته رسیدلی، او هغه یې په خپل فضل او مهربانۍ کې راګیر کړی، نو خامخا زه به خپل رحمت په اخرت کې هغه چا لره خاص کوم چې د الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او هغه کسان چې د خپلو مالونو زکاتونه مستحقو کسانو ته ورکوي، او هغه کسان چې زمونږ په آیتونو ایمان لري.
(157) هغه کسان چې د هغه محمد صلی الله عليه وسلم پيروي کوي کوم چې داسې نالوستی نبي دی چې نه لولي او نه ليکل کوي، بلکې يوازې خپل پالونکی يې وحي ورته کوي او هغه داسې دی چې هغوی يې نوم، صفت او نبوت په هغه تورات کې ليکلی مومي چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوی او انجيل کې چې پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوی، پر هغه څه امر ورته کوي چې نېکي او ښېګنه يې پېژندل شوې او له هغه څه يې را ګرځوي چې په صحيح عقلونو او سالمو فطرتونو کې يې بدي پېژندل شوې ده او د خوراک او څښاک له توکو او نکاح څخه يې هغه خوندور څه ورته روا کړي دي چې زيان پکې نه وي، او له هغو يې خبيث شيان پرې ناروا کړي دي او هغه سخت تکاليف يې ترې لېرې کړي دي چې پرې مکلف کېدل به، لکه د قاتل د وژلو وجوب هغه که بيا په لوی لاس و او که په تېروتنه، نو چا چې له بني اسرائيلو او نورو خلکو پرې ايمان راوړی دی، د هغه درناوی او احترام يې کړی او د هغو کافرانو پر خلاف يې مرسته ورسره کړې چې دښمني ورسره لري، او د هغه قرآن پيروي يې کړې چې پرې نازل کړل شوی، لکه د لارښوونکي رڼا، همدوی داسې بريالي دي چې هغه څه به ترلاسه کوي چې غواړي يې او له هغه څه به ساتل کيږي چې ترې ډاريږي.
(158) ووایه -ای پیغمبره-: ای خلکو! بیشکه زه تاسو ټولو عربو او عجمو ته د الله تعالی استازی یم، د هغه الله تعالی چې خاص هغه لره بادشاهي د اسمانونو ده، او خاص هغه لره بادشاهي د ځمکې ده، نشته څوک حقدار د بندګۍ په حقه سره پرته له هغه پاک ذات نه، مړي ژوندي کوي، او ژوندې مړه کوي، نو -ای خلکو- تاسو په الله تعالی ایمان راوړئ، او ایمان راوړئ پر محمد -صلی الله علیه وسلم- داسې پیغمبر دی چې لوستل او لیکل نشي کولی، بلکې د خپل رب له طرف نه یې وحي راوړې، داسې پیغمبر دی چې ایمان لري په الله تعالی، او ایمان لري په هغې وحي چې ده ته راغلې او په هغه کتابونو چې د دې نه په مخکې پیغمبرانو راغلي ده پرته له فرق کولو نه په دوی کې، او تاسو د هغه تابعداري وکړئ په هغې وحي کې چې ده ته د هغه د رب د طرف نه راغلې؛ په دې امید چې تاسو روان شئ هغې لارې ته چې ستاسو د دنیا او اخرت ښېګڼه پکې ده.
(159) او د موسی -علیه السلام- د قوم بنې اسرایېلو څخه یوه ډله وه چې ولاړه وه په برابر دین، هغه به یې خلکو ته ښوده، او په عدل به یې فیصلې کولې نو ظلم به یې نه کولو.
(160) او وویشل مونږ بني اسرایېل دولس قبیلو ته، او وحې وکړه مونږ موسی -علیه السلام- ته کله چې وغوښتل د هغه نه قوم د هغه چې د الله تعالی نه وغواړي چې دوی ته اوبه ورکړي: دا چې ووهه -ای موسی- په امسا سره دې ګټې (تیږې) لره، نو موسی -علیه السلام- هغه ووهله، نو راوخوټکیدلې (راووتلې) د هغې نه دولس چینې په شمار د قبیلو د دوی چې دولس قبیلې وې، بیشکه وپیژانده هرې قبیلې د دوی نه خپل ځای د اوبو څښلو، نو په دې کې به ورسره بله قبیله شریکه نه وه، او سوری کړه مونږ پر دوی باندې وریځ چې د دوی سره به روانه وه کله چې به دوی روان وو، او ودریدله به کله به چې دوی ودریدل، او راولیږل مونږ په دوی باندې زمونږ د نعمتونو نه خواږه څښل لکه د شاتو په شان او وړه مرغئ چې غوښه یې پاکه وه د مړز په شان، او مونږ دوی ته وویل: خورئ تاسو د پاک هغه څه نه چې مونږ تاسو ته درکړي، او دوی مونږ ته څه تاوان راونه رساوه د هغه ظلم او ناشکرۍ له وجې نه چې دوی کړې وه، او د دې نعمتونو قدر یې ونه کړ، لکه څنګه چې مناسب و د دې سره، لیکن دوی د خپلو ځانونو سره ظلم کوي په کمولو د برخو خپلو کله چې هغوی خپل ځانونه د هلاکت ځایونو ته ورسول، د الله تعالی د مخالفت له وجې نه او د هغه د نعمتونو د ناشکرۍ له وجې نه.
(161) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی بني اسرایېلو ته وویل: ننوځئ تاسو بیت المقدس ته، او د هغه کلې له میوو څخه وخورئ کوم ځای چې ستاسو خوښ وي او په کوم وخت کې چې تاسو غواړئ، او ووایئ: ای زمونږ ربه! لرې کړه زمونږ نه ګناهونه زمونږ، او ننوځئ په دروازه کې رکوع کوونکي او عاجزي کوونکي خپل رب ته؛ نو که چیرته تاسو دا کار وکړ، نو مونږ به ستاسو د ګناهونو نه تېر شو، او خامخا زیاتوو مونږ خایسته عمل کوونکو لره د دنیا او آخرت د نعمتونو نه.
(162) نو له هغوی تېری کوونکو يې هغه وينا چې امر ورته پرې شوی و، بدله کړه او ويې ويل: په وربشه کې دانه ده، پر ځای د هغې وینا چې - په هغې سره - هغوی ته د بخښنې غوښتلو امر شوی و، هغه فعل چې امر ورته پرې شوی و، هغه يې بدل کړ، نو په ناسته په شا څښېدونکي داخل شول، پر ځای د دې چې الله ته عاجزي کوونکي او سر ټيټوونکي داخل شي، نو پر هغوی مو له آسمانه د هغوی د تېري له امله عذاب ولېږلو.
(163) او پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- له یهودیانو څخه د یاداښت ورکولو لپاره دوی ته په هغه عذاب سره چې الله تعالی د دوی مشرانو ته ورکړی و، د هغه کلې اوسیدونکو ته چې د دریاب په غاړه و، کله چې دوی د الله تعالی له حدودو څخه تیری کاوه په ښکار کولو سره د خالي (شنبې) په ورځ وروسته لدې چې دوی منع شوي وو لدې کار څخه کله چې الله تعالی په دوی باندې امتحان وکړ داسې چې ماهیان به د خالي په ورځ د اوبو په سره ښکاره راتلل، او په نورو ورځو کې به ماهیان دوی ته نه راتلل، الله تعالی په دوی دا امتحان ځکه کړی و چې دوی د هغه د تابعدارۍ نه وتلي وو او ګناهونه یې کول، نو دوی د دغو ماهیانو د ښکار لپاره چل جوړ کړ داسې چې جالونه یې ورته ولګول، او کندې یې وویستلې، نو ماهیان به د خالي (شنبې) په ورځ په دې کې لویدل، نو چې د اتوار (یکشنبې) ورځ به شوه دوی به هغه راونیول او خوړل به یې.
(164) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې یوه ډله د دوی څخه داسې وه چې دا بله ډله یې منع کوله د دې بد کار نه، او ویرول یې د دې نه، نو بلې یوې ډلې دې نصیحت کوونکو ته وویل: تاسو ولې نصیحت کوئ داسې یوې ډلې ته چې الله تعالی هلاکوونکی دي هغې لره په دنیا کې د هغې ګناه په وجه چې دوی کړې، او یا سخت عذاب ورکوونکی دی دوی ته د قیامت په ورځ؟ وویل هغو نصیحت کوونکو خلکو: زمونږ وعظ او نصیحت دوی ته عذر وړاندې کول دي الله تعالی ته د هغه څه په کولو سره چې مونږ ته پرې امر شوی چې هغه امر کول دي په نیکیو باندې او منع کول دي له بدیو څخه، تر دې چې مونږ الله تعالی د دې په پریښودلو سره ونه نیسي، او شاید چې دوی په پند او نصیحت سره فایده واخلئ، نو دوی به لاس واخلي د هغې ګناه څخه چې دوی پکې دي.
(165) نو پس هر کله چې نافرمانو خلکو مخ واړاوه د هغه پند نه چې دوی ته نصیحت کوونکو کړی و او د خپل کار څخه منع نه شو، مونږ هغه چاته د عذاب نه نجات ورکړ چې له بدیو نه یې خلک منع کول او راومونیول هغو کسانو لره چې ظلم یې کړی و په تیرې کولو سره په ښکار باندې د خالي (شنبې) په ورځ په سخت عذاب سره لدې وجې نه چې دوی د الله تعالی د تابعدارۍ څخه وتلي وو او د دوی د همیشوالي له وجې نه په ګناه باندې.
(166) نو هر کله چې دوی د الله تعالی په نافرمانۍ کې د حد نه واوښتل د تکبر او ضد له وجې نه، او نصیحت یې قبول نه کړ، مونږ دوی ته وویل: ای ګناهګارانو! شئ تاسې شادوګان ذلیلان، نو شول دوی لکه څرنګه چې مونږ غوښتل، بیشکه زمونږ امر یو شي ته کله چې مونږ وغواړو داچې مونږ ورته ووایو چې شه، نو شي.
(167) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی صریح اعلان وکړ چې هیڅ پټوالی پکې نه و چې خامخا به په یهودیانو باندې داسې څوک مسلطوي چې دوی به ذلیلوي او سپکوي به يې په دې دنیوي ژوند کې د قیامت تر ورځې پورې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- خامخا سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا ته چې د هغه نافرماني کوي، تر دې چې هغه لره په دنیا کې په تلوار سره سزا ورکوي، او بیشکه خامخا هغه بخښې ګناهونه د هغه چا چې هغه ته توبه وباسي د خپلو بندګانو نه، رحم کوونکی دی په دوی باندې.
(168) او مونږ دوی په ځمکه کې وویشل، او ټس نس مو کړل په دې کې په ډلو سره، وروسته لدې نه چې دوی یوځای وو، ځینې د دوی نه نیکان دي چې ولاړ دي د الله تعالی په حقونو او د هغه د بندګانو په حقونو، او ځینې د دوی نه درمیانه دي، او بعضې د دوی نه زیاتي کوونکي دي په خپلو ځانونو باندې په ګناهونو سره، او مونږ په دوی باندې امتحان وکړ په پراخۍ او سختۍ سره د دې لپاره چې شاید دوی د هغو ګناهونو څخه راوګرځي چې دوی په کې دي.
(169) نو راغلل وروسته د دوی نه بد خلک چې د دوی خلیفګان (وارثان) وو، تورات یې د خپلو مشرانو څخه اخیستی و، هغه به یې لوسته خو لیکن عمل به یې نه کاوه په هغه احکامو چې په دې کې و، د الله تعالی د کتاب د بدلولو په وجه به یې د دنیا لږ بیکاره سازوسامان د رشوت په ډول اخیست، او د فیصله کولو د وجې نه په هغه څه چې دې کې ندي راغلي، او ځان ته به یې دا امیدونه ورکول چې خامخا الله تعالی به دوی ته د دوی ګناهونه وبخښي، او که چیرته راشي دوی ته لږ دنیوي سازوسامان نو اخلي يې په پرلپسې توګه، آیا نه وو اخیستي الله تعالی د دوی نه مضبوط لوظونه او وعدې په دې خبره چې نه به وایې دوی په الله تعالی مګر حق به وائې پغیر د تحریف او بدلولو نه؟! او نه و پریښودل د دوی عمل کولو لره په کتاب باندې د ناپوهۍ له وجې، بلکې سره له پوهې نه وو، نو بیشکه دوی لوستلي وو هغه څه چې په دې کې وو او یاد کړي يې هم وو، نو د دوی ګناه ډیره سخته ده، او کور وروستنی او هغه دایمي نعمتونه چې په دې وروستني کور کې دي ډیر غوره دي د دې ختمیدونکي سازوسامان څخه، هغه چا لره چې د الله تعالی څخه ویریږي د هغه د اوامرو په عملي کولو سره او د هغه د نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، آیا دا کسان چې دا لږ سازوسامان اخلي ولي نه پوهیږي چې بیشکه هغه څه چې الله تعالی د پرهیزګارانو لپاره په آخرت کې تیار کړي ډیر غوره او همیشه پاتي کیدونکي دي؟!.
(170) او هغه کسان چې کلکې منګولی لګوي په کتاب باندې، او عمل کوي په هغو احکامو چې په دې کې دي، او کوي لمونځ لره په پابندۍ کولو سره د هغه په وختونو او شرطونو او واجباتو او سنتو باندې، خامخا به الله تعالی دوی ته د دوی په عملونو بدله ورکوي، نو الله تعالی هیڅکله نه ضایع کوي ثواب د هغه چا چې عمل یې نیک وي.
(171) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ غر د خپل ځای څخه راوویست نو دبني اسرایېلو دپاسه مو پورته کړ هر کله چې هغوی انکار وکړ د قبلولو د هغو احکامو نه چې په تورات کې وو، نو غر د دوی دپاسه داسې شو لکه سوری شوی وریځ، او دوی دا یقین وکړ چې دا راغورځیدونکی دی په دوی باندې، او دوی ته وویل شو: ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي په ریښتیا او کوشش او قوي عزم سره، او یاد کړئ هغه احکام چې الله تعالی تاسو ته روا کړي او مه یې هیروئ؛ که دا کار وکړئ شاید د الله تعالی څخه وویریږئ.
(172) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې راوویست رب ستا د شاګانو د بني ادمو نه د هغوی اولادونه، او د هغوی نه یې اقرار واخیست په خپل هغه ربوبیت چې د هغوی په فطرتونو کې یې ایښودلی دی د اقرار کولو نه په دې خبره چې دا د دوی خالق او پرورش کوونکی دی داسې یې ورته وویل: آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوی ټولو وویل: ولې نه ته زمونږ رب یې، الله تعالی وویل: مونږ په تاسو امتحان کړی او په تاسو مو لوظونه اخیستي تردې چې تاسو د قیامت په ورځ انکار ونه کړئ د الله تعالی د حجت نه په تاسو باندې، او داسې ووایئ:مونږ د دې په اړه معلومات نه درلودل.
(173) او یا دا دلیل ونه وايې چې بیشکه د دوی پلاران چې وو هغوی دا لوظ مات کړی و نو د الله تعالی سره یې شرک کړی و، او تاسو چې وئ نو د خپلو پلارانو تقلید کوونکی وئ په هغه شرک کې چې تاسو پرې هغوی موندلی وو، نو بیا به داسې وایئ: آیا ته مونږ رانیسې -ای زمونږه ربه- په هغه کار چې کړی و زمونږ پلارانو؛ هغوی چې باطل کړي وو خپل عملونه په شرک کولو سره په الله تعالی باندې نو ته مونږ ته عذاب راکوې؟ نو زمونږ خو هیڅ ګناه نشته؛ ځکه چې مونږ ناخبره و او د خپلو پلارانو تقلید مو کاوه.
(174) او لکه څرنګه چې مونږ آیتونه بیان کړل په انجام د دروغجنو قومونو کې همدارنګه یې مونږ دوی ته بیانوو؛ شاید چې دوی د شرک نه یوازې د الله تعالی بندګۍ ته راوګرځي؛ لکه څرنګه چې په هغه لوظ کې راغلي و چې دوی د خپلو ځانونو باره کې د الله تعالی سره کړی و.
(175) او ولوله -ای پیغمبره- په بني اسرایېلو باندې خبر د یو سړي چې د دوی نه و مونږ ورته خپل آیتونه ورکړي و نو هغه یې یاد کړي و او په هغه حق باندې هم پوهه شوی و چې دې آیتونو پرې دلالت کاوه، خو لیکن عمل یې پرې ونه کړ، بلکې پریېښودل او د هغه نه ئې ځان وویسته، نو شیطان ورپسې شو، او د دې خاص دوست وګرځید، نو شو دا د ګمراهانو او هلاک شوو نه وروسته د دې نه چې دا د هدایت موندونکو او کامیابانو څخه و.
(176) او که چیرته مونږ غوښتلی وی فایده ورکول ده ته په دې ایتونو نو خامخا اوچت کړی به وی مونږ ده لره په دې سره داسې چې د نیک عمل توفیق به مو ورکړی و، نو په دنیا او اخرت کې به اوچت شوی و، خو لیکن ده هغه څه اختیار کړل چې شرمیندګۍ ته یې رسوي کله چې ده د دنیا خواهشاتو ته مخه کړه او دنیا یې په خپل اخرت باندې غوره کړه، او تابعداري یې وکړه د هغه باطل چې د ده خواهش غوښته، نو د ده مثال په دنیا پسې د ډير حرص له وجې نه داسې دی لکه د سپي په شان چې همیشه په هر حال کې یې ژبه راویستلي وي، که په ځای ولاړ وي نو هم ژبه راوباسي، او که وشړل شي بیا هم ژبه راوباسي، دا بیان شوی مثال د هغه ګمراه قوم مثال دی چې زمونږ د ایتونو د دروغجن ګڼلو په وجه ګمراه شوي وي، نو ته بیان کړه -ای پیغمبره- قصې په دوې باندې؛ شاید چې دوی به فکر وکړي نو د خپل دروغجن ګڼلو او ګمراهۍ نه به بند شي.
(177) نشته ډیر بدتر د هغه قوم نه چې نسبت د دروغو کوي زمونږ آیتونو او دلیلونو ته، او په هغه باندې تصدیق نه کوي، او دوی په دې سره په خپلو ځانونو ظلم کوي په رسولو د دې د هلاکت ځایونو ته.
(178) الله تعالی چې چاته د هدایت توفیق ورکړي نیغې لارې ته نو هغه په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی؛ او څوک چې د نیغې لارې نه لرې کړي، نو دغه کسان نقصان کوونکي دي خپلو برخو لره، هغه کسان چې په تاوان کې اچولي خپل ځانونه او کورنۍ خپلې د قیامت په ورځ، خبردار دا ښکاره تاوان دی.
(179) او بیشکه مونږ پیدا کړي د جهنم لپاره ډیر د پیریانو نه، او ډیر د انسانانو نه؛ ځکه مونږ پر دې پوهېدو چې دوی به د جهنمیانو کارونه کوي، دوی زړونه لري خو داسې څه پرې نه شي راګیرولوي چې دوی په خپل ګټه او تاوان پوه شي، او دوی لره سترګي هم شته خو لیکن په نفسونو او کایناتو کې پرې د الله تعالی د قدرت نښې نه شي لیدلی چې عبرت ترې واخلې، او دوی لره غوږونه هم شته خو لیکن د الله تعالی آیتونه پرې نشي اوریدلی چې پدې کې غور او سوچ وکړي، دغه کسان چې دا صفات لري د عقل په نشتوالي کې د څارویو په شان دي، بلکې د څارویو نه هم ډېر لرې دي په ګمراهۍ کې، دغه کسان بې خبره دي د ایمان نه په الله تعالی او په ورځې د آخرت.
(180) او خاص الله پاک لره دي خایسته نومونه هغه چې د هغه په لویۍ او کمال دلالت کوي، نو تاسو وسیله ونیسئ په دې نومونو سره الله تعالی ته په غوښتلو د هغه څه کې چې تاسو يې غواړئ او په دې نومونو سره د الله تعالی ثنا بیان کړئ، او پریږدئ هغه څوک چې کږیږي د حق نه په دې نومونو کې داسې چې د الله تعالی نه پرته بل چاته دا نومونه ورکوي، او یا يې د الله تعالی څخه منفي کوي، او یا يې په معنا کې تحریف کوي او یا د الله تعالی سره بل څوک مشابه کوي، زر دی خامخا مونږ به دې خلکو ته چې د حق نه کږیږي سزا ورکړو: دردناک عذاب په سبب د هغو کارونو چې دوی کول.
(181) او د هغه چا نه چې مونږ پیدا کړي؛ یوه ډله ده چې بیان کوي خپلو ځانونو ته په حق سره، او نور خلک هم دې حق ته رابولي نو هغوی هم هدایت بیانوي، او په دې حق سره په انصاف فیصلې کوي نو ظلم زیاتی نه کوي.
(182) او هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي زمونو آیتونو ته، او په هغې ایمان نه راوړي، بلکې انکار ترې کوي، خامخا مونږ به پرانیزو دوی ته دروازې د رزق، د دوی د عزت لپاره؛ بلکې دوی ته د مهلت ورکولو لپاره تر دې چې په خپلې دې ګمراهۍ کې نور هم ورننوځي، بیا به دوی ته زمونږ عذاب ناڅاپه راشي.
(183) او زه به وروسته کوم د دوی نه عذاب تر دې چې دوی دا ګومان وکړي چې ګویا کې دوی ته عذاب نه راځي، نو دوی به په خپل دې دروغ ګڼلو او کفر باندې همیشوالی وکړي تر دې چې دوی لره به عذاب څو چنده شي، بیشکه نیول او چل زما ډیر مضبوط دي، نو زه دوی ته احسان ښکاره کوم، او دوی لره د شرمولو او سپکولو اراده لرم.
(184) آیا سوچ او فکر نه کوي دا دروغ ګڼونکي د الله تعالی آیتونو لره او د هغه پیغمبر لره، نو خپل عقلونه په کار واچوي د دې لپاره چې دوی ته ښکاره شي چې بیشکه محمد صلی الله علیه وسلم لیونی ندی، بلکې دې د الله تعالی له طرفه یو پیغمبر دی د دې لپاره یې رالیږلی چې خلک د الله تعالی له عذاب څخه په ډاګه وویروي.
(185) آیا نه ګوري دا خلک د اعتبار په سترګو د الله تعالی بادشاهئ ته په اسمانونو او ځمکه کې، او وګوري هغه څه ته چې الله تعالی په دې کې پیداکړي د حیواناتو او نباتاتو او نورو مخلوقاتو نه، او سوچ وکړي په خپلو هغو نیټو کې چې کیدای شي د هغې اخر وخت رانږدې شوی وي نو مخکې د وخت د ختمیدو نه توبه وباسي، نو کله چې دوی په قران باندې ایمان نه راوړي او په هغو زیرو او ویرو باندې چې په دې کتاب کې دي نو په کوم کتاب به ایمان راوړي؟!
(186) هغه څوک چې الله تعالی يې د حق طرف ته هدایت نه لرې کړي، او الله تعالی یې د نیغې لارې نه بې لارې کړي، نو نشته دې لره څوک هدایت کوونکی چې هدایت ورته وکړي، او پریږدي دوی لره الله تعالی د دوی په ګمراهۍ او کفر کې سرګردان چې هیڅ شي ته نشي رسیدلی.
(187) پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- دا دروغجن ګڼوونکي او لویي کوونکي د قیامت نه: چې کله به دا قایمیږي او په دې به علم راوړل کیږي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: نشته علم د دې زما سره او زما نه پغیر د بل چا سره، بلکې علم د دې یوازې خاص د الله تعالی سره دی، نه ښکاره کوي دې لره خپل ټاکل شوي وخت ته مګر هغه ذات چې دې لره یې وخت ټاکلی، پټ دی وخت د ښکاره کیدو د دې د اسمانونو او ځمکو والاوو باندې، نه به راځي تاسو ته دا مګر ناڅاپه، دوی ستا څخه د قیامت باره کې داسې پوښتنه کوي ګویا کې ته حرص کوونکی یې د علم حاصلولو نه په قیامت باندې، او دوی ته دا پته نشته چې بیشکه ستا څخه د قیامت باره کې پوښتنه نشي کیدلی ستا د پوره علم نه ستا په رب باندې، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه علم د قیامت یوازې خاص د الله تعالی سره دی، خو لیکن ډیر دخلکو نه په دې خبره نه پوهیږي.
(188) ته ووایه -ای پیغمبره-: زه طاقت نه لرم د خیر رسولو خپل ځان ته، او د خپل ځان نه د تکلیف لری کولو، مګر هغه چې الله تعالی یې وغواړي، بلکې دا ټول د الله تعالی په واک او اختیار کې دي، او زه نه پوهیږم مګر په هغه څه چې الله تعالی ما ته راښودلي دي، نو زه په پټو خبرو (غیبو) نه پوهیږم، او که چیرته زه په پټو خبرو (غیبو) باندې پوهیدلی، نو ما به هغه کارونه کړی و چې ماته پته وه چې دا ما ته ګټه رارسوي، او زما نه بدي لرې کوي؛ ځکه چې ماته به معلومات وی د کارونو وړاندې لدینه چې رامنځ ته شي او ما ته به معلومات وی چې څه به کیږي، نه یم زه مګر یو پیغمبر یم د الله تعالی له طرفه، د هغه له دردناک عذاب څخه خلک ویرووم، او د هغه په ښایسته ثواب باندې هغه قوم ته زیری ورکوم چې د الله تعالی له طرفه زما په پیغمبرۍ ایمان لري، او ما چې کومه وحې راوړې هغه ریښتوني ګڼي.
(189) خاص الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست -ای نارینه و او ښځینه و- د یو نفس نه چې هغه آدم -علیه السلام- دی، او د آدم -علیه السلام- څخه یې د هغه بي بي حواء پیداکړې، د هغه له پښتۍ څخه يې پيډا کړې د دې لپاره چې هغې ته سکون او ارامي ورکړي، او په هغې باندې ډاډ حاصل کړي، نو هر کله چې خاوند د خپلې مېرمنې سره کوروالی وکړ، نو سپک حمل یې واخیست داسې چې دا پرې نه پوهېدله؛ ځکه چې دا اول وخت و، او خپل دې حمل سره به همداسې وه چې خپلې چارې یې په مخ وړلې دروندوالی یې نه محسوساوه، نو هر کله چې دروند شو او د دې په خیټه کې غټ شو دواړو ښځې او خاوند له الله تعالی څخه دعا وغوښتله داسې یې وویل: ای ربه! که تا مونږ ته روغ رمټ زوی راکړې مونږ به ستا د نعمتونو شکر ویستونکي شو.
(190) نو هر کله چې الله تعالی د دې دواړو دعا قبوله کړه، او دوی ته یې روغ رمټ بچی ورکړ لکه څرنګه چې دوی غوښتلی و؛ جوړ یې کړ د الله تعالی سره شریک په هغه بچې کې چې الله تعالی دوی ته ورکړی و، نو نسبت د بندګۍ یې د نوم په کیښودلو کې بل چاته وکړ، او عبد الحارث (د حارث بنده) نوم یې پرې کېښوده، نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی د هر قسم شریک نه، نو پس هغه یوازې دی په پاللو د بندګانو کې او په حق د بندګۍ کې.
(191) آیا دوی جوړوي دا بتان او نور شیان شریکان د الله تعالی سره په بندګۍ کې، او دوی په دې پوهیږي چې بیشکه دا بتان هیڅ شی نشي پیدا کولی چې دوی دې د بندګئ حقدار شي، بلکې دوی پخپله پیدا کړی شوي دي، نو څرنګه دوی د الله تعالی سره شریک جوړوي؟!
(192) او دا بتان د خپلو بندګي کوونکو مرسته نشي کولی، او همدارنګه د خپل ځان مرسته هم نشي کولی، نو دوی یې څرنګه بندګي کوي؟!
(193) او که تاسو رابولئ -ای مشرکانو- دې بتانو لره هغه چې تاسو یې حقدار د بندګئ نیسئ پرته له الله تعالی نه د هدایت طرف ته نو دوی ستاسو بلنه نشي قبلولی هغه طرف ته چې تاسو یې ورته رابلئ او نه ستاسو تابعداري کولی شي، نو برابره خبره ده د هغه سره ستاسو رابلل هغه لره او چپ پاتي کیدل ستاسو د هغه نه؛ ځکه چې دا خو بې ساه دي؛ نه په څه پوهیږي، او نه څه اوري، او نه څه خبرې کولی شي.
(194) بیشکه هغه کسان چې تاسو یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوئ -ای مشرکانو- هغوی هم الله تعالی پیداکړي دي، او د هغه د واک لاندې دي، نو هغوی هم په دې کې ستاسو په شان دي سره لدینه چې تاسو د هغوی نه په ښه حالات کې یاست؛ ځکه چې تاسو ژوندي یاست خبرې کوئ او ګرځئ هم او اوریدل او لیدل هم کولی شئ، او ستاسو بتان داسې نه دي، نو تاسو هغوی راوبلئ او هغوی دي تاسو ته جواب درکړي که چیرته تاسو ریښتوني یاست په هغه څه کې چې تاسو یې دعوه کوئ.
(195) آیا شته دی دې بتانو لره چې تاسو د بندګئ حقدار نیولي: پښې چې هغوی پرې مزل کوي نو ستاسو په حاجتونو کې منډي ووهي؟ آیا شته دوی لره لاسونه چې په خپل طاقت سره ستاسو څخه دفاع وکړي؟ آیا شته دوی لره سترګې چې هغه شیان پرې وویني چې ستاسو نه پټ دي نو تاسو لره پرې خبر درکړي؟ آیا شته دوی لره غوږونه چې واوري په دې سره هغه څه چې ستاسو نه پټ دي نو د هغه علم تاسو ته درورسوي؟ نو که چیرته دوی د دې ټولو نه خالي دي نو بیا ولې تاسو د دوی بندګي کوئ په دې اومید چې دوی به تاسو ته څه فایده درورسوي او یا به ستاسو نه ضرر دفع کړي؟! ته ووایه -ای پيغمبره- دې مشرکانو ته: تاسو راوبلئ هغه څوک چې تاسو یې د الله تعالی سره برابروئ، بیا ما ته د ضرر راکولو لپاره چلونه جوړکړئ، او ما لره هیڅ مهلت مه راکوئ.
(196) بیشکه مددګار او دوست زما یوازې الله تعالی دی هغه چې زما ساتنه کوي، نو زه له هغه پرته له چا امید نه لرم، او زه ستاسو د بتانو نه هیڅ نه ویریږم، نو پس الله تعالی هغه ذات دی چې په ما یې قرآن کریم لږ لږ رالیږلی دی د خلکو هدایت لپاره، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې دوستي کوي د نیکانو سره د خپلو بندګانو نه، نو هغوی ساتي او مدد یې کوي.
(197) او هغه چې تاسو یې رابولئ -ای مشرکانو- لدې بتانو څخه؛ ستاسو هیڅ مرسته او مدد نشي کولی، او نه د خپل ځان سره د مرستې کولو توان لري، پس دوی عاجزان دي، نو تاسو څنګه دوی پرته له الله تعالی څخه رابولئ؟!
(198) او که تاسو راوبلئ -ای مشرکانو- بتان ستاسو هغه چې تاسو یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه سمې لارې ته؛ هغوی ستاسو بلنه نشي اوریدلی، او ته به هغوی وینې چې تاته به مخامخ وي په جوړ کړی شوو سترګو سره، او هغوی جمادات دي لیدل نشي کولی، نو پس وو هغوی چې د انسانانو او یا حیواناتو په شکل به یې بتان جوړول، او هغه لره به یې لاسونه او پښې او سترګې هم جوړولې، خو لیکن دوی جمادات و، چې نه پکې ساه وه او نه یې حرکت کولی شو.
(199) قبول کړه -ای پیغمبره- د خلکو نه هغه څه چې د هغوی ځانونه پرې خوشحالیږي، او هغوی ته اسان وي د کارونو او اخلاقو نه، او هغوی مه مکلف کوه په هغه څه چې د هغوی طبیعتونه (مزاجونه) پرې نه خوشحالیږي، ځکه چې دا شیان دوی متنفره کوي، او حکم کوه په هرې یوې ښایسته خبرې او ښایسته کار، او مخ واړوه د جاهلانو نه، نو د هغوی د جهل په شان رویه ورسره مه کوه، نو چا چې تاته تکلیف درورساوه ته ورته تکلیف مه ورکوه، او چا چې د یو څه نه بند کړې ته هغه د خیر نه مه بندوه.
(200) او که چیرته تا ته معلومه شي -ای پیغمبره- چې یقینا شیطان تاته وسوسه در ورسوله او یایې ته د خیر کار نه وروسته کړې نو پس الله تعالی ته پناه وېسه، او په هغه باندې ځان وسپاره، ځکه چې هغه اوریدونکی دی هغه څه لره چې ته یې وایې، پوهه دی ستا په پناه وړلو، نو خامخا به تا د شیطان څخه ساتي.
(201) بیشکه هغه کسان چې له الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له منهیاتو نه؛ کله چې ورسیږي دوی ته څه وسوسه د شیطان له طرفه نو دوی ګناه وکړي؛ پس دوی د الله تعالی لويي او نافرمانو ته عذاب او تابعدارانو ته ثواب ورکول رایاد کړي، نو د خپلې ګناه څخه توبه وباسي، او خپل رب ته رجوع وکړي، نو دوی یقینا په دغه وخت کې کلک ودریدلي په حق باندې، او برابر کړی یې دي هغه خطاګانې چې دوی کولی، او د هغو څخه بند شوي.
(202) او له فاجرانو او کافرانو د شيطانانو وروڼه تل شيطانان يې له يوې ګناه وروسته په بله ګناه کې د اخته کولو له امله په لار ورکۍ کې زياتوالی راولي، هغوی نه لاس په سر کيږي، نه شيطانان له بې لارۍ او لار ورکۍ لاس په سر کيږي او نه له انسانانو فاجران هغو ته په غاړه اېښودلو او ناوړه کړنو په ترسره کولو لاس په کيږي.
(203) او کله چې ته راوړې -ای پیغمبره- یوه معجزه؛ دوی تا دروغجن ګڼي او د هغې نه مخ اړوي، او که ته دوی ته معجزه رانه وړې دوی بیا وایې: ولې دې یوه معجزه له ځان نه جوړه نه کړه، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: ندي ما لره چې زه د خپل ځان نه یوه معجزه راوړم، او زه تابعداري نه کوم مګر د هغه څه چې الله تعالی يې ما ته وحي کوي، دا قرآن کریم چې زه یې په تاسو لولم معجزې او دلیلونه دي د الله تعالی له طرفه چې ستاسو پیدا کوونکی دی او ستاسو د چارو سمبالوونکی دی، او دا قرآن کریم لارښود او رحمت دی د الله مؤمنو بندګانو ته، او هر چې پرته له مومنانو دي نو پس هغوی ګمراهان او بدبخته دي.
(204) او کله چې قرآن کریم لوستل کيږي نو تاسو د هغه لوستلو ته غوږ کیږدئ، او خبرې مه کوئ، او د هغه څخه په بل څه ځان مه مشغولوئ؛ امید دی چې الله تعالی به په تاسو رحم وکړي.
(205) او یاد کړه -ای پیغمبره- الله تعالی لره چې رب ستا دی په عاجزۍ خضوع او ویرې سره، او دعا دې د پورته او ټیټ غږ تر منځه منځمهالي وګرځوه، د ورځې په اوله او اخره برخه کې د دې دواړو وختونو د فضیلت له وجې نه، او ته مه کیږه له هغه چا نه چې د الله تعالی د ذکر نه بې پروا وي.
(206) بیشکه هغه کسان چې ستا د رب سره دي -ای پیغمبره- دملایکو نه لویي نه کوي د الله پاک له بندګۍ څخه، بلکې هغه ته غاړه ږدي عاجزي کوونکي دي هغه ته نه ستړي کیږي، او دوی د الله تعالی پاکي بیانوي د شپې او د ورځې د هغه څه نه چې د الله سره نه ښایي، او یوازې هغه ته سجدې کوي.