71 - Nooh ()

|

(1) پرته له شکه موږ نوح د هغه قوم ته ولېږلو چې را ويې بولي ترڅو هغوی ووېروي مخکې تردې چې پر الله د شرک له امله پر هغوی دردوونکی عذاب راشي.

(2) نوح خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! پرته له شکه زه تاسو لره د هغه عذاب له راتلو څخه وېروونکی يم چې انتظار مو کوي که چېرې تاسو الله ته توبه ونه باسئ.

(3) تاسو لره زما د وېرولو غوښتنه دا ده چې درته ووايم: يوازې الله ولمانځئ، له هغه سره څه مه شريکوئ، د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم.

(4) پرته له شکه که تاسې دا وکړئ، الله به مو هغه ګناهونه در وبښي چې د بندګانو ترحقوقو تړاو نه لري، او د الله په پوهه کې تر يوې ټاکلې نېټې به مو په ژوند کې موده دروغځوي، ځمکه به آبادوئ که چېرې پردې ټينګ ودرېدئ، پرته له شکه مرګ چې کله راشي بيا نه ځنډيږي، که چېرې تاسې پوهېدلای؛ نو پر الله ايمان راوړلو او له هغه شرک او لار ورکۍ به مو توبه اېستلو ته بيړه کړې وای چې پرې ياست.

(5) نوح وويل: اې زما پالونکيه! پرته له شکه ما مې خپل قوم په پرله پسې ډول شپه او رځ ستا لمانځلو او ستا يووالي ته رابللو.

(6) نو هغوی لره زما بلنې يوازې د هغوی کرکه او له هغه څه لېرې والی ور زيات کړل چې ورته را بولم يې.

(7) او هر کله به مې چې هغوی هغه څه ته رابلل چې د هغوی د بښنې لامل کېدل لکه يوازې ستا لمانځل، ستا او ستا د رسول پيروۍ ته، خپل غوږونه به يې په خپلو ګوتو پټول، ترڅو زموږ د بلنې اورېدل منع کړي، او مخونه به يې په خپلو جامو پټول تر څو ما ونه ويني، او پر شرک پاتې کېدو ته يې دوام ورکولو او د هغه څه له منلو او باور کولو يې لويي کوله چې ورته را بلل مې.

(8) بيا مې اې زما پالونکيه! هغوی په ښکاره راوبلل.

(9) بيا مې هغوی ته خپل آواز په بلنه اوچت کړ، او پټ په پټه مې راوبلل، او په ټيټ آواز مې راوبلل، د خپلې بلنې کړنلارې مې ورته بېلابېلې کړې.

(10) او هغوی ته مو وويل: اې زما قومه! له خپل پالونکي مو په توبه کولو بښنه وغواړئ، پرته له شکه هغه پاک ذات له بندګانو د هغه چا د ګناهونو زيات بښونکی دی چې توبه ورته وباسي.

(11) که چېرې تاسې دا کار وکړ الله به پر تاسې پرله پسې باران و اوروي کله چې مو اړتيا ورته پيداشي، نو وچکالي به نه درته رسيږي.

(12) او زيات مالونه او اودلادونه به درکړي، او باغونه به درته پيداکړي چې مېوې ترې خورئ، او داسې ويالې به درته پيداکړي چې تاسو يې ترې څښئ او کښتونه او څاروي مو پرې خړوبوئ.

(13) اې زما قومه! ستاسو څه حال دی د الله له لويۍ وېره نه لرئ چې پرته له پروا کولو يې نافرماني کوئ؟!

(14) په داسې حال کې چې تاسې يې پړاو په پړاو له نطفې بيا له وينې او بيا له غوښې پيداکړي ياست.

(15) آيا تاسې نه وينئ چې الله اوه آسمانونه څه ډول پيداکړي دي، يو آسمان د بل له پاسه؟!.

(16) او د دنيا په آسمان کې يې له هغو څخه سپوږمۍ د ځمکې د خلکو لپاره رڼا او لمر رڼا ورکوونکی وګرځاوه.

(17) او الله تاسې له ځمکې داسې پيداکړي ياست چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړی، بيا تاسې هغه څه خورئ چې ځمکه يې را شنه کوي.

(18) بيا به مو له مرګ وروسته بېرته پکې ورستانه کړي، بيا به مو له هغې څخه په بېرته راپورته کولو ترې وباسي.

(19) او الله ستاسو لپاره ځمکه د اوسېدو په موخه غوړولې چمتو کړې ګرځولې ده.

(20) په دې هيله چې د حلالې روزۍ په موخه د هغې په پراخه لارو کې ولاړ شئ.

(21) نوح وويل: اې زما پالونکيه! پرته له شکه زما قوم په هغه څه کې له ما سرغړونه وکړه چې ما ستا يووالي او يوازې ستا لمانځلو ته رابلل، او له هغوی ښکته خلکو يې د خپلو هغو مشرانو پيروي وکړه چې تا پر مال او اولاد نازولي وو، نو ستا پېرزوينې هغوی ته يوازې لارورکي ور زياته کړه.

(22) او له هغوی يې لويانو ډېره لويه دسيسه جوړه کړې ده چې کشران يې د نوح پر خلاف را وپارول.

(23) او هغوی خپلو پيروانو ته وويل: د خپلو معبودانو لمانځل مه پرېږدئ، او د خپلو بوتانو: ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر لمانځل مه پرېږدئ.

(24) او هغوی پر خپلو دغو بوتانو ډېر خلک بې لارې کړل، او اې زما پالونکيه! ته هم پر ځان ظلم کوونکو ته پر کفر او ګناهونو يې له ټينګار پرته له حقه له لارورکۍ پرته بل څه مه ور زياتوه.

(25) د خپلو هغو ګناهو له امله يې چې ترسره کړې يې وې په دنيا کې په طوفان سره ډوب کړای شول، او وروسته له مرګه يې سملاسي اور ته ننه اېستل شول؛ نو د الله پر وړاندې يې داسې مرستندويان ونه موندل چې له ډوبېدو او اوره يې وژغوري.

(26) او نوح وويل کله چې الله پردې خبره خبر کړ چې له قومه يې له هغه چا پرته چې ايمان يې راوړی نور څوک هيڅکله ايمان نه راوړي: اې زما پالونکيه! له کافرانو يوڅوک هم پر زمکه مه پرېږده چې وګرځي او وخوځيږي.

(27) اې زموږ پالونکيه! بېشکه که ته هغوی پرېږدې او مهلت ورکړې ستا مؤمن بندګان به لارورکي کړي، او يوازې داسې خلک به وزيږوي چې فاجران دي ستا پيروي نه کوي او داسې سخت کافران چې ستا د نعمتونو شکر نه کوي.

(28) اې زما پالونکيه د ګناهونو بښنه مې راته وکړې، مور او پلار ته مې بښنه وکړې، او هغه چاته بښنه وکړې چې زما کور ته د مؤمن په ډول ننوځي، او مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو ته بښنه وکړې او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانونو ظلم کوونکو ته له تباهۍ او زيان پرته بل څه مه ور زياتوه.