(1) اې رسوله! خپل امت ته ووايه: الله راته وحي کړې ده چې زما د قرآن لوستلو ته په نخله (دیو ځای نوم دی) ناو کې يوې ډلې پېريانو غوږ ونيولو، کله چې هغوی خپل قوم ته ورغلل ويې ويل: پرته له شکه موږ يو داسې لوستل شوی کلام واورېدلو چې په بيان او فصاحت کې حيرانوونکی و.
(2) دغه کلام چې موږ واورېدلو په اعتقاد، وينا او عمل کې پر حق دلالت کوي؛ نو موږ هم ايمان پرې راوړو، او له خپل پالونکي سره به چې هغه يې نازل کړی دی هيڅکله څوک شريک نه کړو.
(3) او ايمان مو راوړ پردې چې زموږ د پالونکي شان او لويي ډېره لوړه ده، نه يې مېرمن او نه يې زوی نيولی لکه څنګه چې مشرکان وايي.
(4) او دا چې ابليس پر الله داسې ناحقه خبرې تړلې چې هغه پاک ذات يې د مېرمنې او زوی نسبت کولو.
(5) او موږ دا ګومان کړی و چې له انسانانو او پېريانو به مشرکان درواغ نه وايي کله چې هغوی دا ګومان کولو چې هغه (الله) لره مېرمن او زوی شته؛ نو موږ د هغوی په پيروي کولو سره د هغوی وينا رېښتينې وګڼله هغوی پسې په پټو سترګو لاړو.
(6) او دا چې په جاهليت کې له انسانانو ځينو سړيو د پېريانو پر ځينو سړيو پورې پناه غوښته کله به چې کوم ډاروونکي ځای ته راتلل؛ نو له هغوی به يوه ويل: د دغې شېلې (ناو) پر سردار د هغه د قوم له احمقانو پناه غواړم، چې د انسانانو د سړيو وېره او ډار به د پېريانو د سړيو له لوري لا زياته شوه.
(7) اې پېريانو لکه تاسې چې ګومان کړی وو انسانانو هم همداسې ګومان وکړ چې پرته له شکه الله به هيڅکله هيڅوک د هغه له مرګ وروسته بېرته د حساب او بدلې لپاره را پورته نه کړي.
(8) او دا چې د آسمان خبر مو ولټولو؛ نو آسمان مو له پرېښتو څخه پر داسې پياوړو څوکيدارانو ډک وموندی چې هغه يې د هغو خبرو له غلا څخه ساتلو چې موږ يې کوو، او له لمبه کوونکي اوره ډک چې هر هغه څوک پرې وېشتل کيږي چې آسمان ته نېږدې کيږي.
(9) او دا چې پخوا به موږ له آسمانه داسې ځايونه نيول چې له هغو به مو هغه څه ته غوږ نيولو چې پرېښتو سره ويل؛ نو د ځمکې کاهنان (غيب ویلو دعوه کوونکي) به مو پرې خبرول، او اوس حال بدلون موندلی، اوس چې له موږ څوک غوږ نيسي د هغه لپاره چمتو کړل شوی لمبه وهونکی اور مومي، کله چې ور نېږدې شي هغه اور پرې راخوشې کړل شي؛ نو ويې سوځوي.
(10) او موږ نه پوهيږو چې د دغې سختې څوکيدارۍ لامل څه دی؛ آيا د ځمکې د خلکو لپاره د شر اراده کړل شوې ده، او يا دا چې الله د هغوی لپاره خير غوښتی، له موږ د آسمان خبر پرې شو.
(11) او دا چې د پېريانو ډلې: له موږ ځينې ځان ساتونکي نېکان دي، او ځينې را څخه کافران او بې لاري دي؛ موږ بېلابېل ډولونه او د مختلفو غوښتنو څښتنان يو.
(12) او دا چې موږ باور وکړ چې پرته له شکه موږ له الله پاک څخه نه پاتې کېږو که چېرې هغه د کوم امر اراده راته وکړي او نه به په تېښته ترې خلاص شو ځکه هغه پر موږ چاپېر دی.
(13) او دا چې کله موږ هغه قرآن واورېدلو چې سمې لارې ته ښوونه کوي ايمان مو پرې راوړ؛ نو څوک چې پر خپل پالونکي ايمان راوړي هغه د خپلو نېکيو له کمېدو نه وېريږي او نه به د کومې داسې ګناه څخه چې د هغه پخوانيو ګناهونو ته ور زياته کړل شي.
(14) او دا چې له موږ ځينې الله ته په پيروۍ غاړه اېښودونکي مسلمانان دي، او ځينې له سمې او نېغې لارې ظالمان دي، نو چاچې الله ته په پيروۍ او نېک عمل غاړه کېښوده همدوی هغه کسان دي چې لارښوونه او سمه لار يې غوره کړې ده.
(15) او کوم چې له سمې او نېغې لارې اوښتي ظالمان دي؛ نو هغوی به د دوزخ خس خاشاک وي چې له دوی ته ورته انسانانو سره به يوځای سوزول کيږي.
(16) او لکه څنګه چې الله دا وحي ورته وکړه چې له پېريانو ځينې کسانو غوږ ونيوی، دا وحي يې هم ورته کړې وه چې که پېريان او انسانان د اسلام پر لار نېغ روان شي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، الله به هرومرو هغوی پر ډېرو اوبو خړوبه کړي، او په ډول ډول نعمتونو به يې مرسته وکړي.
(17) ترڅو يې پکې و ازمویو چې آيا د الله پر نعمتونو شکر کوي او که کفر پرې کوي؟ او څوک چې له قرآن او په هغه کې له شته پندونو څخه مخ اړوي پالونکی به يې داسې سخت عذاب ته ننباسي چې زغملای به يې نه شي.
(18) او دا چې جوماتونه يوازې هغه پاک ذات لره دي نه بل چا لره؛ نو له الله سره پکې هيڅوک مه رابولئ، چې د يهودو او نصارا وو غوندې به شئ په خپلو عبادت ځايونو کې.
(19) او دا چې کله د الله بنده محمد صلی الله عليه وسلم ولاړ شو چې په نخله (مقام) ناو کې د خپل پالونکي عبادت وکړي، نېږدې و چې پېريان د هغه د قرآن لوستلو ته د غوږ نيولو پر مهال د زيات ازدحام له امله پر هغه پاس له پاسه شي.
(20) اې رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: پرته له شکه زه يوازې خپل پالونکی را بولم، او په عبادت کې بل هرڅوک چې وي نه یې ورسره شريکوم.
(21) هغوی ته ووايه: زه له تاسې څخه نه د هغه ضرر ايسارولو توان لرم چې الله درته ليکلی وي، او نه د هغې ګټې راوړلو واک لرم چې الله درڅخه ايساره کړې وي.
(22) هغوی ته ووايه: هيڅکله به مې هيڅوک له الله څخه ونه ژغوري که سرغړونه ترې وکړم، او هيڅکله به له هغه پرته د پناه ځای و نه مومم چې پناه ور وړم.
(23) خو زه چې د څه واک لرم هغه داچې هغه څه رسوم چې الله يې تاسو ته د رسولو امر راته کړی دی، او هغه پيغام رسوم چې تاسو ته يې ورسره لېږلی يم، چا چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وکړه؛ نو پايله يې دوزخ ته ننوتل دي چې تل ترتله به پکې وي، هيڅکله به نه ترې وځي.
(24) او کافران به تل پر خپل کفر وي تردې چې د قيامت په ورځ هغه عذاب وويني چې په دنيا کې يې ژمنه ورسره کېدله، هغه مهال به هغوی ژر پوه شي چې د چا ملاتړی کمزوری و، او ژر به پوه شي چې څوک د مرستندويانو له پلوه کم دی.
(25) اې رسوله! دغو له بېرته را پاڅېدلو څخه نټه کوونکو مشرکانو ته ووايه: زه نه پوهېږم چې آيا هغه عذاب نېږدې دی چې ژمنه يې درسره کيږي او يا دا چې هغه لره کوم داسې وخت شته چې يوازې الله پرې پوهيږي.
(26) هغه پاک ذات پر ټولو پټو پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، نو پر خپلو پټو هيڅوک هم نه خبروي، بلکې يوازې د هغه تر پوهې ځانګړي دي.
(27) مګر هغه رسول ته چې د الله پاک ورته رضا وي، چې پر هغه څه به يې خبر کړي چې ورته خوښه يې وي، له رسول مخکې او تر هغه وروسته ساتونکې پرېښتې لېږي، چې ساتنه يې کوي، تردې چې له رسول پرته پر دغه هيڅوک هم خبر نه شي.
(28) په دې هيله چې استازی پوه شي چې رسولانو د هغه له لورې د خپل پالونکي هغه پيغامونه چې د رسولو امر يې ورته کړی و په سمه توګه رسولي دي ځکه الله پر هغو د پاملرنې له پلوه چاپېر دی، او الله پر هغه څه د پوهې له پلوه چاپېر دی چې له پرېښتو او رسولانو سره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، او هرڅه يې شمېرلي دي، نو له هغه پاک ذات څخه هيڅ هم نه پټيږي.