80 - Abasa ()

|

(1) رسول الله صلی الله عليه وسلم وچولیتريو کړ او مخ يې وګرځولو.

(2) د عبدالله بن ام مکتوم د راتلو له امله چې د لارښوونې غوښتنې يې ترې کوله، په داسې حال کې چې ړوند و، په داسې حال کې راغی چې رسول صلی الله عليه وسلم د مشرکانو له مشرانو سره د هغوی د لارښوونې په هيله بوخت و.

(3) اې رسوله! ته څه پوهېږې کېدای شي دغه ړوند له خپلو ګناهونو ښه پاک شي.

(4) او يا له هغه څه پند واخلي چې له تا کوم نصيحتونه اوري او ګټه پرې واخلي.

(5) خو کوم څوک چې د خپل مال له امله پر هغه څه له ايمان راوړلو ځان بې پروا ګڼي چې ته ورسره راغلی يې.

(6) نو ته ور مخکې کېږې او پاملرنه ورته کوې.

(7) او تا ته به څه ورسيږي که هغه له خپلوګناهونو الله ته په توبه اېستلو پاک نه شي.

(8) او څوک چې د ښېګڼې په لټه کې په منډه منډه درته راشي.

(9) او هغه له خپل پالونکي وېريږي هم.

(10) نو ته ورڅخه ځان پر بل چا د مشرکانو په مشرانو بوختوې.

(11) امر داسې نه دی، بلکې دا يوازې يو نصيحت او يادونه ده د هغه چا لپاره چې قبلوي يې.

(12) نو څوک چې غواړي چې الله يې يادونه وکړي، او پر هغه څه پند واخلي چې په دغه قرآن کې دي.

(13) نو دغه قرآن له پرېښتو سره په عزتمنو پاڼو کې دی.

(14) په لوړ ځای کې لوړې مرتبې والا دي، پاکې دي چې چټلي او ناپاکي نه ور رسيږي.

(15) او هغه له پرېښتو څخه د استازو په لاس کې دي.

(16) د خپل پالونکي پر وړاندې يې عزتمنې دي، چې زياتې ښېګڼه کوونکې او پيروي کوونکې دي.

(17) پر کافر انسان دې لعنت وي، څومره پر الله سخت کفر کوي!

(18) د څه شي څخه الله تعالی پیدا کړی دی چې دی په زمکه کې لویي او پر الله کفر کوي.

(19) له لږو اوبو يې پيداکړ، نو بيا يې هغه له يوحالت وروسته پر بل حالت پيداکړ.

(20) بيا هغه لره له دغو پړاوونو څخه د مور له ګېډې د وتلو لار آسانه کړه.

(21) بيا وروسته تر هغه چې څومره عمر يې په ژوند کې ورته ټاکلی و هغه يې مړ کړ، او هغه لره يې قبر وګرځولو تر څو تر بېرته را پورته کېدو پورې پکې پاتې شي.

(22) بيا چې کله وغواړي د حساب او بدلې لپاره يې را پاڅوي.

(23) امر داسې نه دی لکه دغه کافر يې چې فکر کوي چې هغه څه يې ترسره کړي کوم چې د خپل پالونکي لخوا پرې لازم و، هغه څه يې نه دي ترسره کړي چې الله کوم فرائض پرې واجب کړي دي.

(24) نو پر الله کفر کوونکی انسان دې هغو خوړو ته وګوري چې خوري يې چې څه ډول يې ترلاسه کوي؟!.

(25) چې اصل يې له آسمانه په ځواک او زيادت سره ورېدلی باران دی.

(26) بيا مو ځمکه څيرلې ده؛ چې له شينګياوو چاودلې ده.

(27) نو په هغې کې مو له غنمو، جوارو او نورو شيانو دانې را شنې کړې دي.

(28) او په هغې کې مو انګور را شنه کړي او لانده سابه تر څو يې د څارويو لپاره واښه شي.

(29) او زيتون او د خرما ونې مو پکې را شنې کړي دي.

(30) او د زياتو ونو والا باغونه مو پکې را شنه کړي دي.

(31) او په هغې کې مو مېوې را شنې کړې، او هغه څو مو پکې را شنه کړي دي چې ستاسو څاروي پکې څري.

(32) ستاسې د ګټې لپاره، او ستاسو د څارويو د ګټې لپاره.

(33) کله چې هغه لويه چېغه راشي چې غوږونه کڼوي او هغه دويم پوکی دی.

(34) په کومه ورځ چې انسان له خپله وروره تښتي.

(35) او له خپلې مور او پلاره به تښتي.

(36) او له خپلې مېرمنې او اولادونو به تښتي.

(37) له هغوی به هر يو لره داسې حالت وي چې له بل څخه يې بوخت کړی وي په دغه ورځ کې د سخت عذاب له امله.

(38) د نېکانو مخونه به په دغه ورځ کې روښانه وي.

(39) خوشحاله خندېدونکي به وي پر هغه څه چې الله هغوی لره له خپلې لورېينې څه چمتو کړي دي.

(40) په دغه ورځ به د بدبختانو پر مخونو ګرد وي.

(41) توروالي به پټ کړي وي.

(42) پر دغه حالت متصف خلک همدغه کسان هغه څوک دي چې د کفر او بې لارۍ تر منځ يې جمعوالی کړی دی.