(1) د خپل هغه پالونکي پاکي دې بيانوه چې پر ټول مخلوق لوړ دی ستا لخوا د هغه د ياد او لويۍ پر مهال د هغه نوم اخله.
(2) هغه ذات چې انسان يې سم پيدا کړی او قامت يې برابر کړی دی.
(3) او هغه چې د مخلوقاتو جنسونه، ډولونه او ټولګي يې اندازه کړل، او هغه څه ته يې د هر مخلوق لارښوونه وکړه چې د هغه لپاره مناسب او برابر وو.
(4) او هغه چې له ځمکې يې هغه څه را واېستل چې ستاسو څاروي پکې څري.
(5) بيا يې تور ته ورته وچ پروړ وګرځول وروسته تردې چې هغه تک شنه وو.
(6) اې رسوله! موږ قرآن درباندې لولو، او ستا په سينه کې يې ځای پرځای کوو او هيڅکله به يې هېر نه کړې، نو له جبرئيل مخکې يې مه لوله لکه څنګه چې تا دغه کار د دغه حرص له امله کولو چې هېر يې نه کړې.
(7) مګر دا چې الله د کوم حکمت له مخې د يو څه هېرول وغواړي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه پوهيږي چې ښکاره کول کيږي او څه چې پټول کيږي، له دغه څخه هيڅ هم ترې نه پټيږي.
(8) او له اعمالو به پر تا هغه عمل اسانه کړو چې الله راضي کوي او جنت ته د ننه اېستلو لامل کيږي.
(9) نو خلکو ته پر هغه څه نصيحت کوه چې موږ يې له قرآن څخه درته وحي کوو، او هغوی ته ور په يادوه ترکومه چې ور په يادول اورېدل کيږي.
(10) ژر به هغه څوک ستا پر نصيحتونو پند واخلي چې له الله وېريږي، ځکه همغه له نصيحت ګټه پورته کوي.
(11) او کافر له نصيحته لېرې کيږي او کرکه ترې کوي، ځکه هغه په آخرت کې اور ته د ننوتلو له امله تر ټولو زيات بدمرغه دی.
(12) هغه چې د آخرت لوی اور ته ننوځي چې ګرمي به يې زغمي او تل به يې تحملوي.
(13) بيا به تل په اور کې وي داسې چې نه به پکې مري چې ارامه شي له هغه عذابه چې ګالي يې، او نه به په عزتمن او ښه ژوند سره ژوند کولای شي.
(14) هغه څوک موخې ته په رسېدو بريالی شو چې ځان يې له شرک او ګناهونو پاک کړ.
(15) او خپل پالونکی يې پر هغو يادونو سره ياد کړ چې روا کړی يې دي، او لمونځ يې وکړ پر هغه صفت چې د ادا لپاره يې مطلوب و.
(16) بلکې تاسې د دنيا ژوند مخکې کوئ، او پر آخرت لومړيتوب ورکوئ سره له دې چې د هغو دواړو ترمنځ لوی توپير دی.
(17) او آخرت خير او له دنيا او په هغې کې له شته خوندونو او توښو څخه غوره او دوامداره دی، ځکه په هغو کې چې کوم نعمتونه دي هغه نه ختميږي.
(18) او دغه کوم امرونه او خبرونه مو چې ستاسو لپاره بيان کړل دا له قرآن مخکې صحيفو کې نازل کړل شوي دي.
(19) هغه صحيفې چې پر ابراهيم او موسی عليهما السلام نازل کړل شوې وې.