(1) دا بیزاري د الله او د هغه د رسول له طرفه ده او خبر ورکول دي په ختمولو د هغه وعدو چې تاسو ورسره کړي-ای مومنانو-مشرکینوته به عربي ټاپوزمه کې.
(2) وګرځئ-ای مشرکینو-په ځمکه کې د څلورو میاشتو لپاره په دې حال کې چې تاسو به امن کې یاست. د دې مودې نه وروسته به نه ستاسو لوظ وي او نه به ستاسو لپاره امان وي او یقین ولرئ چې بیشکه تاسوهیچیرې نه شئ خلاصیدلی د الله له عذاب او د هغه د سزا نه که ادامه مو ورکړه خپل کفر ته په الله تعالی باندې، اویقین ولرئ چئ بیشکه الله شرموونکی دی کافرانو لره په قتلولو او قید کولو په دنیاکې او په داخلولو اور ته دقیامت په ورځ او شامل دی دا اعلان هغه چاته چې هغوی خپل لوظونه مات کړي،او هغه چاته چې دهغوی سره مطلق لوظ شوی وخت پکې معلوم نه دی او هر چې هغه معاهد دی چې د هغه نیټه معلومه ده که دڅلورو میاشتو څخه زیاته وه نوبیشکه پوره کیږي به د هغه سره لوظ د هغه تر نیټې مقررې پورې.
(3) د الله له طرفه خبرداری دی او د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- له طرفه هم دی ټولو خلکو ته دحلالې په ورځ(دلوی اخترورځ)چې بیشکه الله تعالی بیزاره دی د مشرکینو نه او همدارنګه د الله تعالی رسول هم ورڅخه بیزاره دی که توبه مو وایسته-ای مشرکینو-دشرک څخه نوتوبه درته ډیره بهتره ده او که دتوبې څخه مو مخ واړاوه نو یقین ولرئ چې بیشکه هیڅکله دالله څخه خلاصیدای نه شئ او هیڅکله یې د عذاب څخه بچکیدای نه شئ اوخبرورکړه-ای پیغمبره-هغه کسانوته چې کافرشوي په الله په هغه شي چې بد به وي د هغوی لپاره او هغه لوی دردوونکی عذاب دی چې د دوی انتظارکوي.
(4) مګر هغه کسان چې تاسو ورسره وعده کړې د مشرکانو نه او پوره والی یې کړی تاسو سره په وعده اونقصان یې ندی کړی پخپله وعده کې زره بره، پس دوی مستثنی دي د مخکني حکم نه، پوره کړئ د هغوی سره وفاپه لوظ تر دې چې اخر ته ورسيږي نیټه د وعدې بیشکه الله مینه کوي د پرهیزګارانو سره په منلو د الهي احکامو چې د هغې له جملې څخه یو په وعده پوره والی دی او په ځان ژغورلو د الله د منعه کړای شوو کارونو نه چې یو له هغې نه خیانت دی.
(5) کله چې هغه د حرم مياشتې تېرې شي چې تاسو مو خپلو دوښمنانو ته پکې امان ورکړی، نو بيا مو چې هر چېرې مشرکان وموندل ويې وژنئ، بنديان يې کړئ او په خپلو ځايونو کې يې محاصره کړئ او په لارو کې کمينونه ورته ونيسئ، که يې الله ته له شرکه توبه واېستله او بشپړ لمونځ يې وکړ او د خپلو مالونو زکات يې ادا کړ؛ نو هغوی مو په اسلام کې وروڼه وګرځېدل، بيا جګړه ورسره پرېږدئ، پرته له شکه الله د هغه چا بخښونکی دی چې له بنده ګانو يې څوک توبه وباسي، پر هغه مهربان دی.
(6) که چیرته داخلیده یو مشرک چې مال او وینه یې روا وه او امن یې غوښته-ای پیغمبره- نوغوښتنه یې ومنه تردې چې قران واوري او بیا یې ورسوه هغه ځای ته چې هلته دا په امن کې شي دا پدې وجه چې کافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په حقیقت ددې دین، پس کله چې وپوهیږي په حقیقت ددې دین د قران د اوریدلو نه، کیدی شي چې سمه لار ومومي.
(7) نه ده صحیح چې شي دې د هغه چا لپاره چې د الله سره یې شرک کړی، وعده او امن د الله تعالی په نیز او دهغه درسول په نیز مګر وعده د هغه مشرکینو چې تاسو ورسره وعده کړیده-مسلمانانو- د مسجدحرام په خوا کې د حدیبیې په صلحه کې تر څو پورې چې هغوي ولاړ وو تاسو سره په هغه وعده چې وه ستاسو او د هغوی په مینځ کې او نه یې وه ماته کړې نو تاسو هم ودریږئ په دغه وعده او مه یې ماتوئ بیشکه الله مینه کوي د پرهیزګارانو سره د خپلو هغه بنده ګانونه چې عمل کوي د الله په اوامرو او ځان ساتي د هغه له نواهیو څخه.
(8) څنګه به شی د دوی لپاره لوظ او امن او حال دا چې دوی ستاسو دښمنان دي که غالبه شي درباندې؛ نه د الله لحاظ کوي ستاسو په باره کې او نه دخپلوۍ او نه د لوظ، بلکه دررسوي به تاسو ته بد عذاب، خوشحالوي تاسو تش د ژبې په سر په ښایسته خبرو اوزړونه یې د ژبو سره موافق ندي، پوره والی نه کوي پخپلو ویناوو او ډیر یې د الله د طاعت نه وتونکي دي دوعدې د ماتولو په وجه.
(9) د الله د آیتونو د تابعدارۍ په بدل کې یې اخیستې پیسې سپکې چې په دې باندې خپلو خواهشاتو او شهواتو ته ځان رسوي او یو د دې تابعدارۍ نه په وعده پوره والی دی نو دوی د حق د تابعدارۍ نه ځانونه بند کړي او مخ یې ورڅخه اړولی اوبند کړي یې دي نور خلک د حق نه بیشکه ډیر بد دی عمل د دوي هغه چې دوی یې کوي.
(10) د مؤمن اړوند نه له الله څخه ویریږي او نه د خپلولۍ او لوظ لحاظ کوي، دا هر څه د هغې دښمنۍ له امله کوي چې دوی پرې اخته دي، نو دوی د الله له پولو اوښتي دي ځکه ظلم او تیری کول د دوی صفت دی.
(11) که توبه یې وایسته الله ته د خپل کفر نه او -لا اله الا الله محمدرسول الله-یې وویل او لمونځ یې ودراوه او د خپلو مالو نو زکات یې ورکړ په تحقیق سره دوی مسلمانان شول او دوی ستاسو ورونه شول په دین کې، د دوی لپاره هغه څه دي کوم چې ستاسو لپاره دي او په دوی باندې هغه څه دي کوم چې په تاسو دي او روا نه دی ستاسو لپاره جنګ کول د دوی سره، پس اسلام راوړل دوی بچ کړې وینې، مالونه اوعزتونه ددوی او بیانوو او په ډاګه کوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهیږي پس دغسې خلک درڅخه فايده اخلي اونوروته ورباندې فایده رسوي.
(12) هغه مشرکانو چې تاسو ورسره په نه کولو دجنګ معاهده کړې د معلومې نیټې پورې که معاهده یې ماته کړه او ستاسو ددین کمی او بدي یې ویله نو ورسره وجنګیږئ دا د کفر مشران او سپسالاران دي ددوی وعدې او لوظونه نشته وینې یې توئ کړئ ورسره وجنګیږئ کیدای شي چې د کفر او وعدې ماتولو او دین پسې دبد ویلو څخه منع شي.
(13) ولې نه جنګیږئ-ای مومنانو-د هغه قوم سره چې خپل لوظونه یې مات کړي دي او کوشش یې کړی د خلکو د راجمع کولو په کور دجرګه کې لپاره د شړلو د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- د مکې نه او حال دا دی چې د جنګ لومړی برید هغوی پر تاسې کړی دی هغه مهال کله چې د بکر قبیلې یې مرسته کړې وه چې دا د قریشو ګوندي ماران وو د خزاعوو په مقابله کې چې دا د رسول الله-صلی الله علیه وسله-همتړوني وو آیاتاسو ویریږئ چې د هغو جنګ ته نه وړاندې کیږئ؟ الله سبحانه ډیر حقدار دی چې ورڅخه ويیریږئ که په ریښتیا مؤمنان یاست.
(14) وجنګیږئ - ای مومنانو- له دغو مشرکانو سره بیشکه که تاسو د دوی سره جنګ شروع کړ الله تعالی عذاب ورکوي دوی ته ستاسو په لاسونو په سبب د قتلولو ستاسو دوی لره او الله شرموي هغوی په ماتې خوړلو او بندي کېدلو او ستاسو مرسته کوي تاسو ته پر هغوی په غلبه درکولو او هغه مومنان چې جنګ ته نه وي حاضر شوي د هغوی د سینو ناروغتیا به ښه شي په وژلو، بندي کولو او دښمن ته په ماتې ورکولو سره او د ښمن په وړاندې د مؤمنانو په مرسته کولو سره.
(15) او الله تعالی به د خپلو مومنو بنده ګانو غصه سړه کړي د هغه مدد په سبب چې حاصل شوی ورته د دښمن به مقابل کې او الله تعالی به توبه قبوله کړي چاته یې چې خوښه شي د دې ضدیانو نه، که توبه یې وایسته لکه څنګه چې وشو د مکې د فتحې په ورځ ځینو ایمان راوړ او الله پوه دی په ریښتونی توبه کوونکي د دوی او حکمت والا دی پخپل مخلوق او تدبیر او قانون کې.
(16) آیاګمان کوئ-ای مومنانو-چې الله تعالی به مو پرته له امتحانولو پریږدي؟ابتلا د الله تعالی د طریقو نه یوه طریقه ده، ژر دی چې په تاسو به ابتلا وکړی شي تر دې چې راښکاره کړي الله هغه په څرګنده راښکاره کولو د مجاهدینو بنده ګانو لپاره د ستاسو نه په اخلاص کولو الله ته هغه کسان چې نه یې دی نیولی په غیر د الله نه او په غیر د رسول د هغه نه او په غیر د مومنانو نه رازدار له کافرانو څخه چې دوستي دې وکړي د هغوی سره او چاڼ کړی شوي بنده ګان د هغوی نه چې مینه دې وکړي د هغوی سره او الله خبردار دی په هغه څه چې تاسو یې کوئ پټ نه دی په الله هیڅ شی او ژر دی چې سزا به درکړي تاسوته الله ستاسو د عملونو.
(17) نه ښایې د مشرکانوسره چې آباد کړي مسجدونه په عبادت او په مختلفو طاعتونو په داسې حال کې چې دوی اقرار کوونکي دي پخپل کفر په دې طریقه چې دوی راښکاره کوونکي دي کفر لره د خپل طرف نه دا هغه خلک دي چې عملونه یې برباد دي په دې وجه چې د عمل د قبلیدو شرط په کې نشته چې هغه ایمان دی او د قیامت په ورځ به خامخا د همیشه لپاره اور ته داخلیږي مګر که د مرګ نه مخکې یې توبه وایسته.
(18) بیشکه مستحق د جوماتونو د آبادولو او د هغې په حق صحیح ولاړ هغه څوک دی چې چاپه یو الله ایمان راوړی او د هغه سره یې هیڅوک نه دی شریک کړي او د قیامت په ورځ یې ایمان راوړی اولمونځ یې ودرولی او د خپل مال زکات یې ورکړی اونه دی ویریدلی د هیچا څخه مګر د یو الله نه دا هغه خلک دي طمعه شته درسیدلو د دوی سیده لیارې ته او هر چې مشرکان دي هغوی خورا لیرې دي ددغه لیارې نه.
(19) آیا ګرځوئ تاسو-ای مشرکانو-هغه څوک چې هغه حاجیانو ته اوبه ورکوي او مسجدحرام جوړوي په شان د هغه چا چې ایمان یې راوړی په الله او د هغه سره یې هیڅوک نه دی شریک کړی او ایمان یې راوړی په ورځ د قیامت او جهاد یې کړی پخپل ځان او مال باندې ددې لپاره چې د الله کلمه اوچته شي او د هغه کسانو چې کفر یې کړی د هغوي کلمه ښکته شي، آیا تاسو دوی یو شان ګرځوئ په غوره والی کې دالله په نیز؟!دوی هیڅکله برابرنه دي د الله په نیز الله توفیق نه ورکوي ظالمانو مشرکانو ته اګر که بعضې د خیر کارونه هم کوي لکه حاجیانوته اوبه ورکول.
(20) هغه کسانو چې هغوی حاصل کړی په مینځ دایمان په الله تعالی او په هجرت د دار کفر نه دار اسلام ته او په جهاد دالله په لیارکې په مالونو اوځانونو غټه مرتبه د الله په نیز دنورو خلکو نه او کوم کسان چې موصوف وي په دغه صفاتو همدوي جنتیان دي.
(21) خبرورکوي دوی ته الله چې رب ددوی دی په هغه څه چې خوشحاله به شي دوی په مهربانۍ د هغه او د الله د مهربانۍ د شاملیدلو نه په دوی دا ده چې هیڅکه به په دوی غصه نه شي او په سبب د داخلیدلو جنتونو ته چې وی به د دوی لپاره په هغې کې نعمتونه تلپاتې چې هیڅکله نه قطع کیږي.
(22) وخت به تیروي په دغه جنتونو کې وخت چې اخر به نلري دا به بدله وي ددوی لپاره د هغه نیکو عملونو چې کړي یې دي په دنیاکې بیشکه شته د الله سره ثواب لوی د هغه چا لپاره چې د الله په اوامرو یې عمل کړی او د هغه د نواهیو نه یې ځان ساتلی پداسې حال کې چې د الله په طاعت کې یې اخلاص کوونکي وو.
(23) ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله اوتابعداري مو کړې د هغه څه چې راتګ کړی په هغې د الله رسول مه ګرځوئ خپل پلاران او خپل ورونه نسبي او غیر د دوی نه نور خپل خپلوان خصوصي دوستان چې دوستي کوي د هغوی سره په ښکاره کولو د رازونو د مومنانو هغوی ته او مشوري کول د هغوی سره که کفر یې غوره کړی و په مقابل د ایمان کې په یو الله چا چې وګرځول دوستان سره د باقي پاتی کیدلو د هغوی په کفر او ښکاره کوله یې ورته مینه په تحقیق سره د الله نافرمان دی او ظلم یې کړی پخپل ځان په راښکلو د خپل ځان ځایونو د هلاکت ته په سبب دنافرمانۍ.
(24) ووایه-ای پیغمبره که چیرته وي پلاران ستاسې-ای مومنانو-او بچي ستاسو او ورونه ستاسو اوښځې ستاسو او خپلوان ستاسو او هغه مالونه چې تاسو کسب کړي او هغه تجارتونه ستاسو چې تاسو یې زیاتوالی خوښوئ او د کوټه کیدوڅخه یې ویریږئ او هغه کورونه ستاسو چې پاتې کیدل په کې خوښوئ که چیرته دا ټول شیان ډیر خوښ وي تاسو ته د الله او د هغه د رسول څخه او د الله په لیارکې له جهاد څخه نو انتظار کوئ د هغه عبرتناک عذاب چې الله به یې درباندې نازل کړي او الله تعالی توفیق نه ورکوي هغه چاته چې د الله د طاعت څخه وتلي د هغه عمل چې الله ته خوښ وي
(25) پرته له شکه اې مؤمنانو الله مو له مشرکانو څخه د دښمنانو پر خلاف په ډېرو غزاګانو کې مرسته وکړه، سره له دې چې شمېر مو لږ او توښه مو کمزورې وه، کله مو چې پر الله بروسه وکړه او اسباب مو غوره کړل او زياتوالي مو غره نه کړئ، هیڅکله ستاسو ډېروالی د هغوی پر خلاف د بريا لامل ندی شوی، کله مو چې په حنين کې ډېروالي غره کړئ، ومو ويل نن به هيڅکله له کمښته مات نشو؛ نو هغه ډېروالي مو هيڅ ګټه درته ونه رسوله چې تاسو يې مغرور کړي وئ، دښمن مو درباندې برلاسی شو او ځمکه د خپلې پراخۍ سربېره درباندې تنګه شوه، بيا مو له دښمنه ماتې خوړونکې منډې وهلې.
(26) بیاورسته دتیښتې ستاسو نه د دښمن څخه الله تعالی پخپل رسول او په مومنانو سکون راولیږه سمدستي کلک شول جنګ ته او ملائک یې راولیږل چئ تاسو نه لیدل او الله عذاب ورکړ کافرانو ته په هغه څه چې ورورسیده مرګ،مالونه یې غنیمت اواینځې اوغلامان ورڅخه جوړشول او دا هغه جزا وه چې ورکړی شوه او دا جزا ده دټولو کافرو او څوک چې نسبت د درواغو کوي پیغمبر ته او د هغه شریعت څخه مخ اړوي چې پیغمبر راوړی.
(27) بیا بیشکه څوک چې توبه وباسي د خپل کفر او ګمراهۍ نه وروسته ددې عذاب نه بیشکه الله تعالی ورباندې رجوع د خپل رحمت له مخې کوي او الله یې توبه قبلوي او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته راګرځي د خپلو بنده ګانو نه او همیشه رحم کوونکی دی په بنده ګانوځکه چې توبه یې قبلوي وروسته د کفر او ګناهونو نه.
(28) ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او د هغه په رسول اوتابعداري مو کړې د هغه دین چې دې رسول راوړی یقینا مشرکان پلیت دي لدې امله چې په دوی کې کفر ظلم بدا خلاقي او ناوړه عادتونه دي، نو مکي حرم ته به دوی نه داخلیږي او د دې په شمول کې به ټول مسجدحرام ته نه داخلیږي اګر که دوی حج او عمرې ته هم راځي(نه به یې پریږدئ) د دې کال نه وروسته چې هغه نهم کال د هجرت دی او که تاسو ویریږئ-ای مومنانو-د فقر نه په دې وجه چې دوی خوراکي مواد او یانور مختلف تجارتونه تاسو ته راجلبوي(هغې ته به صدمه ورسیږي)پس بیشکه ژر دی چې الله به کافي شي تاسو ته دخپل فضل نه که یې وغواړي بیشکه الله همیشه ستاسو په حال پوه دی او دحکمت و الا دی په هغه تدبیر کې چې کوي یې ستاسو لپاره.
(29) اې مؤمنانو له هغو کافرانو سره وجنګېږئ چې پر هغه الله د معبود په توګه ايمان نه لري چې هيڅ شريک نه لري، او نه د قيامت په ورځ ايمان لري او نه له هغه څه ډډه کوي چې الله او د هغه رسول پرې ناروا کړي دي لکه مرداره، د خوګ غوښه، شراب، سود او داسې نور، يهودو او نصاراوو ته چې الله څه روا کړي دي هغو ته غاړه نه ږدي، تردې چې په خپلو لاسونو د مغلوبو رسوا شويو په توګه جزيه ورکړي.
(30) بیشکه هر یو د یهودو او نصاراو څخه مشرکان دي، یهودو د الله سره شرک کړی و هغه وخت چې دعوه یې کړې وه چې عزیر -علیه السلام- د الله زوی دی او نصاراو شرک کړی و کله یې چې دعوه کړې وه چې مسیح عیسی -علیه السلام- د الله زوی دی دا هغه وینا وه چې دوی له ځانه جوړه کړې وه د دوی د ژبې په سر خبره وه هیڅ دلیل ورباندې نه وو (د هغوی پخپل دین کې) دوی په دې وینا کې پخوانیو مشرکینو ته ورته والی لري چې هغوی ویلي و: بیشکه ملائک د الله لورګانې دي، اوچت دی الله ددې نه په بې حده اوچتوالي الله هلاک کړي وو (الله دې هلاک کړي) څرنګه د ښکاره حق څخه اړول کېږي باطل ته؟!.
(31) يهودو او نصاراوو خپل علما له الله پرته داسې پالونکي معبودان وګرځول چې هغوی لره هغه څه روا کوي کوم چې الله پرې ناروا کړي دي او هغه څه پرې ناروا کوي چې الله ورته روا کړي دي، نصاراو مسيح عيسی د مريم زوی له الله سره معبود وګرځاوه، الله د يهودو او نصاراو علماو ته او همدارنګه عزیر او عيسی د مريم زوی ته يوازې دا امر کړی و چې يوازې د الله عبادت وکړي او هيڅوک ورسره شريک نه کړي، همغه پاک ذات يوازې دی، له هغه پرته پر حقه معبود نشته، له هغه څه پاک او سپېڅلی دی چې شريک دې ولري، لکه څنګه چې دغه مشرکان او نور وايي.
(32) دا کافران او نور چې په هره ډله د کافرانو کې وي اراده لري په دروغو تړلو او دروغجن کولو سره د هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي دي ددې لپاره چې اسلام ختم کړي او باطل یې وګرځوي، او د الله تعالی په یو والي او د الله تعالی د پېغمبر په حقانیت دلالت کوونکي ټول هغه ښکاره دلیلونه هم باطل وګرځوي، خو الله تعالی یې منع کوي مګر دا چې الله خپل دین بشپړ کړي او پر نورو باندې یې پورته او غالب کړي، اګر که کافران د الله تعالی د دین بشپړتیا، غلبه او لوړوالی بد ګڼي، پس بیشکه الله تعالی بشپړونکی او لوړوونکی دی ده لره، او کله چې الله تعالی د یو کار اراده وکړي نو بیا د نورو ارادې باطلېږي.
(33) او الله تعالی هغه ذات دی چې خپل پېغمبر یې په هغه قرآن کریم سره رالېږلی چې د ټولو خلکو لپاره هدایت دی، او په هغه حق دین یې رالېږلی چې اسلام دی، دې لپاره چې د هغو دلایلو احکامو پر مټ یې په نورو دینونو پورته کړي، اګر که مشرکان دا کار بد ګڼي.
(34) ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی، او په هغه شریعت یې عمل کړی کوم چې الله تعالی رالېږلی، بیشکه د یهودو او عیسویانو ډېر عالمان د خلکو مالونه په غیر شرعي ډول اخلي، د رشوت (بډې) او داسې نورو په بڼه، او خلک د الله په دین کې د داخلېدو څخه منع کوي، او هغه کسان چې را ټولوي سره او سپین زر، او واجب شوی زکات نه پرې کوي، نو -ای پېغمبره- ته ورته د قیامت د ورځې د بد او دردونکي عذاب خبر ورکړه.
(35) د قیامت په ورځ به هغه څه ته اور واچول شي کوم چې دوی را ټول کړي وو، او واجب شوی حق یې ترې نه ورکاوه، پس کله چې سخت ګرم شي نو د دوی په ټنډو، اړخونو او شاګانو به کیښودل شي، او ورته به د رټنې په ډول وویل شي: دا ستاسو هغه مالونه دي چې تاسو را ټول کړي وو او د هغې واجب حق مو نه وو ادا کړی، نو اوس د هغه څه چې تاسو راټولول او حق مو نه ادا کاوه بدله وڅکئ، او بده پایله یې ووینئ.
(36) بیشکه د کال د میاشتو شمېر د الله تعالی د پرېکړې او فیصلې سره سم دولس میاشتې دي، څرنګه چې الله تعالی په لوح محفوظ کې ثبت کړي هغه مهال چې لومړی الله تعالی اسمانونه او زمکه پېدا کړل، له دې دولسو میاشتو څخه څلور میاشتې هغه دي چې وژنه په کې حرامه ده، او هغه دې مسلسلې: (ذو القعدة، او ذو الحجة، او محرم) دي، او یوه ځانته ده چې (رجب) ده. دا یاد شوی شمېر د کال دمیاشتو، او د څلورو عزتمندې ګرځول، برابر دین دی، نو تاسو په دې بزرګو میاشتو کې په خپلو ځانونو ظلم مه کوئ چې جنګ او وژل په کې وکړئ، او د دې میاشتو بې عزتي وکړئ، او تاسو ټول مشرکانو سره جنګ وکړئ لکه څرنګه چې هغوی ټول تاسي سره جنګ کوي، او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی په مرسته او ثابت پاتې کېدو کې د هغو خلکو سره دی چې د هغه د حکم په منلو او د هغه څه څخه چې ترې یې منع کړې ځان ساتي، او چا سره چې الله تعالی مل شو نو هیڅوک پرې نه شي غالب کیدلای.
(37) د عزتمندې میاشت پریخودل او دهغې پر ځای یوه بله میاشت ټاکل(چې هغې ته په شریعت کې عزت نه دی ورکړای شوی) -لکه څرنګه چې عربو د جاهلیت په زمانه کې کول- په الله تعالی د کفر کولو دپاسه بل کفر دی، دا چې د حرامو میاشتو په اړه د الله تعالی په حکم کافران شوي، ګمراه کوي په دې کار سره شیطان هغه کسانو لره چې په الله تعالی کافران شوي دي کله یې چې دوی ته دا بد عادت پرېښوده، یو کال حرامه میاشت حلالوي او د هغې پر ځای حلاله میاشت حراموي، او همدا راز په خپل حرمت باندې یې یو کال پرېږدي دې لپاره چې د هغه میاشتو شمېر سره سم شي کومې چې الله تعالی حرامې کړې دي اګر که د هغو میاشتو سره بعینه مخالف هم شي، پس نه حلالوی یوه میاشت مګر د هغې پر ځای بله میاشت حراموي، نو په دې ډول هغه څه ځان ته حلالوي کومې میاشتې چې الله تعالی حرامې کړې دي، او مخالفت کوي د الله تعالی د حکم، شیطان ورته دا بد عملونه ښایسته کړي دي نو دوی یې کوي، او د هغو کارونو څخه چې دوی نوي پېدا کړي دي نسیء (وروسته والی د میاشتو) هم دی، او الله تعالی هغو کافرانو ته چې په خپل کفر ټینګار کوي -د هدایت- توفیق نه ورکوي.
(38) ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی په الله او د هغه په پېغمبر او د هغه په شریعت مو عمل کړی، ولې کله چې تاسو ته د الله په لار کې د جهاد کولو او دښمن د وژلو بلنه درکول شوه نو سستي مو وکړه، او خپلو کورونو کې ناستې ته مو میلان وکړ؟ آیا تاسو د دنیا د ژوند په زایله کېدونکې او لرې کېدونکې خوندونو راضي شوئ د آخرت د همیشني نعمتونو په بدل کې کوم چې الله تعالی په خپله لاره کې مجاهدینو ته چمتو کړي دي؟! پس نه ده ګټه د دنیا د ژوند د آخرت په مقابل کې مګر ډېر خسیسه او سپکه، نو څرنګه یو هوښیار کس د باقي په بدل کې فاني دنیا غوره کوي، او سپک شی د لوی شي په بدل کې غوره کوي؟!
(39) که چېرې تاسو د الله په لار کې جهاد او د دښمنانو سره جنګ ته ونه وځئ -ای مومنانو- نو الله تعالی به درته د ذلت سزا درکړي، او ستاسو پر ځای به داسې یو قوم راولي چې د الله اطاعت به کوي، کله چې ورڅخه وغوښتل شي چې د جهاد لپاره وځئ نو دوی وځي، او تاسو د ده د امر په نه منلو کې ده ته هېڅ زیان نشئ رسولی، ځکه چې هغه تاسو څخه بې پروا دی، او تاسو ده ته محتاج یاست، او الله تعالی په هر څه توان لرونکی دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی، هماغه د خپل دین او پېغمبر سره په مرسته کولو کې له تاسو پرته توانمند دی.
(40) که چېرې تاسو -ای مومنانو- د الله د پېغمبر مرسته ونکړه، او د الله په لار کې د جهاد کولو په اړه مو د هغه بلنه و نه منله، نو په تحقیق سره الله ورسره مرسته کړې ده په هغه وخت کې چې تاسو ورسره نه واست، کله چې مشرکانو دې او ابو بکر رضي الله عنه راوویست، درېمګړی یې نه درلود کله چې دوی دواړه د ثور په غار کې له کافرانو څخه پټ شوي وو، او هغوی د دې دواړو پلټنه کوله، کله چې پېغمبر علیه السلام خپل ملګري ابو بکر ته وویل په داسې حال کې چې هغه پر ده وېرېده چې مشرکان یې ونه نیسي: مه خفه کېږه بېشکه الله تعالی د همغږۍ او مرستې له اړخه له مونږ سره دی، نو الله تعالی د خپل پېغمبر پر زړه ډاډینه (اطمینان) را کوز کړ، او د ملائکو داسې لښکر یې را ولېږه چې تاسو نشو لیدلای او د هغه مرسته یې کوله، او د کافرانو وینا یې ښکته کړله، او د الله تعالی وینا (کلمه) لوړه شوه کله چې اسلام لوړ شو، او الله تعالی په خپل ذات، غلبه او پاچاهۍ کې غالبه دی، هیڅوک پرې غالبه کېدلای نه شي، په خپل تدبیر او تقدیر او شریعت کې د حکمت خاوند دی.
(41) ای مومنانو! تاسو د الله په لار کې جهاد کولو لپاره لاړ شئ، د سختۍ او اسانتیا پر مهال، د ځوانۍ او بوډاوالي پر مهال، او په خپلو مالونو او نفسونو باندې جهاد وکړئ، ځکه چې دا جهاد کول په مالونو او ځانونو باندې زیات ګټور دی د دنیا په ژوند کې او هم په آخرت کې د کیناستلو څخه، او د مالونو او ځانونو پورې زړه تړلو څخه، که چېرې تاسو په دې پوهېږئ نو په جهاد حرص وکړئ.
(42) که چېرې هغه منافقان چې تاسو څخه د جهاد د نه تللو اجازه اخلي تاسو راوبلئ آسانه غنیمت او بې مشقته سفر ته نو خامخا به دوی ستا پېروي وکړي -ای پېغمبره- لیکن پر دوی باندې هغه مسافه ډېره لرې شوې ده د کومې پرې کولو ته چې تا را بللي وو چې دښمن خوا ته وه نو دوی شاته شول، او زر دی چې په الله تعالی به دوی قسمونه خوري او تاته به وایي: که چېرې مونږ تاسو سره جهاد ته د وتلو وس درلودلای نو هرومرو به وتلی وای، دوی خپل ځانونه د الله تعالی عذاب ته په وړاندې کیدلو هلاکوي دا چې دوی شاته پاتې کېږي، او د دروغو قسمونه خوري، او الله تعالی ډېر ښه پوهېږي چې دوی په خپله دعوه او پدې قسمونو کې دروغجن دي.
(43) الله تعالی تا ته بخښنه وکړه -ای پېغمبره- د هغه اجتهاد په اړه چې کومه اجازه دې ورکړې وه دوی ته د شاته پاتې کېدو، نو ولې دې دوی ته اجازه ورکړه؟ چې تا ته ریښتیني عذر لرونکي او دروغجن ښکاره شوی وی، نو ریښتینو ته به دې اجازه ورکړې وه او دورغجنو ته به دې نه ورکوله.
(44) په الله تعالی او دقیامت په ورځ باندې ریښتینې ایمان لرونکو مومنانو د شان سره نه ښایي چې تا څخه اجازه وغواړي -ای پېغمبره- د دې خبرې چې د الله تعالی په لار کې په مال او ځانونو باندې د جهاد کولو څخه شاته شي، بلکه دوی سره ښایي چې جهاد ته ووځي کله چې ترې غوښتنه د وتلو وشي، او په مالونو او ځانونو باندې جهاد وکړي، او الله تعالی پوه دی په هغو پرهېزګارانو بندګانو باندې چې له تا څخه اجازه نه غواړي مګر د داسې عذر له چې دوی له وتلو څخه منع کوي.
(45) -ای پېغمبره- بېشکه هغه کسان چې له تا څخه د الله په لار کې د جهاد کولو څخه د شاته پاتې کیدلو اجازه غواړي همدوی منافقان دي چې په الله تعالی او د قیامت په ورځ باور نه لري، او د دوی په زړونو کې د الله تعالی د دین په اړه شک دی، نو دوی په خپل شک کې ګډوډ او حیران دي، چې حق خوا ته لار نه مومي.
(46) که چېرې دوی په خپله دعوه کې ريښتونې وی چې دوی له تا سره د الله تعالی په لار کې جهاد ته وځي، نو دوی به هرومرو ځانونه چمتو کړی وو، او سامانونه به یې برابر کړی وی، لیکن د دوی وتل له تا سره د الله تعالی بد راغله، نو پر دوی وتل دروند تمام شول، تر دې چې په کور کښیناستل يې غوره کړل.
(47) بهتره دا ده چې دا منافقان له تاسو سره ونه وځي، ځکه که دوی له تاسو سره ووځي نو ورانکاري به در زیاته کړي ستاسو په ناکامولو او ستاسو زړونو کې د شبهو اچولو باندې، او ستاسو په لیکو کې به د چغل خورۍ هڅې کول ستاسې د بیلتون او تفرقې اچولو په موخه، او -ای مومنانو- ستاسو په منځ کې داسې کسان شته چې د دوی دروغو ته غوږ نیسي، او بیا یې مني او خپروي یې، نو ستاسو تر منځ ترې اختلاف پېدا کېږي، او الله تعالی د منافقانو دا ظالمان ښه پېژني کوم چې د مومنانو په منځ کې دسیسې او شکونه اچوي.
(48) دا منافقان ډېر حرص کوي چې د مومنانو وینا سره بیله کړي او ورانکاری وکړي، او د دوی کارونه سره وپاشي د تبوک د غزا څخه مخکې، او کارونه یې درته ډول ډول وویشل او وایې ړول په ګڼو تدبیرونو او حیلو سره -ای پېغمبره- ښایي چې د دوی حېلې او چلونه د جهاد په اړه ستا په هوډ اغېز وکړي، تر دې چې د الله مرسته او تایید تا سره مل شو، او الله تعالی خپل دین ته غلبه ورکړه، او دښمنان یې مغلوبه شول، په داسې حال کې چې دوی بد ګڼل؛ ځکه چې دوی خوښولو چې باطل به په حق بر لاسی شي.
(49) او د منافقانو څخه ځینې هغه دي چې مختلف عذرونه وړاندې کوي، چې وایي: -ای د الله پېغمبره- ما ته اجازه راکړه چې له جهاد څخه شاته پاتې شم، او ما له ځان سره وتلو ته مه اړ کوه، داسې نه چې د دښمن -رومیانو- د ښځو د فتنو له امله په ګناه کې اخته نه شم کله یې چې ووینم، خبر دار چې دوی له دې څخه په لوی شي کې اخته شوي دي، چې هغه فتنه د منافقت ده، او د شاته پاتې کېدلو ده، بېشکه جهنم د قیامت په ورځ د منافقانو راګېروونکی دی، له دوی څخه ترې هېڅوک هم نه شي پاتې کېدی، او له دې څخه د تېښتې ځای هم نه شي موندلی.
(50) -ای پېغمبره- که چېرې تاته د الله لخوا د مرستې او غنیمت په ډول یو نعمت در ورسي نو دوی یې ډېر بد ګڼې، او پرې خفه کېږي، او که چېرې تا ته د غمېزې په ډول سختي درورسي او یا درباندې دښمن برلاسی شي نو دا منافقان داسې وایي: مونږ د خپلو ځانونو پاملرنه وکړه، او له هوښیارۍ مو کار واخیسته چې جنګ ته لاړ نشو څرنګه چې مومنان لاړل، نو دوی د وژنو او بندي کېدلو سره مخ شول، نو بیا دا منافقان خپلو کورونو ته په خوشالۍ او سلامتیا ستنېږي.
(51) ته ووایه -ای پېغمبره- دې منافقینو ته: مونږ ته نه رسي مګر هغه څه چې الله تعالی مونږ ته لیکلي وي، هماغه الله زمونږ بادار او د ورتګ ځای دی چې ورته ورځو، او مونږ پر هماغه باندې په خپلو چارو کې بروسه لرو، او یوازې هماغه ته مومنان خپل کارونه سپاري، هماغه د دوی بس دی، او ښه کار جوړنکی دی.
(52) ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو د دې انتظار کوئ چې مونږ ته بریا یا شهادت په برخه شي؟! او مونږ د دې انتظار کوو چې الله تعالی پر تاسو باندې له خپل خوا څخه عذاب را نازل کړي او هلاک مو کړي او یا دا چې زمونږ پر لاسونو عذاب درکړي چې مونږ مو ووژنو او بندیان مو کړو، که چېرته مونږ ته ستاسو د وژلو اجازه راکړي، نو تاسو زمونږ د برخلیک انتظار کوئ مونږ ستاسو د برخلیک انتظار کوو.
(53) ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: څومره مال چې مصرفوئ که مو په خوښه وي او که په زوره خو مصرف یې کړئ، هېڅکله به در څخه قبول نه کړل شي هغه څه چې تاسو مصرف کړي ستاسو د کفر او د الله د طاعت څخه د وتلو له امله.
(54) او نه دي منع کړي دوی د نفقو د قبلېدو څخه مګر درې کارونو: په الله تعالی او د هغه په پېغمبر باندې کفر کول، او په لمانځه کې سستي کول، او دا چې دوی خپل مالونه په خوښۍ سره نه مصرفوي بلکه د زړه په زور یې مصرفوي؛ ځکه چې دوی نه په لمانځه باندې د ثواب هیله لري او نه په مال مصرفولو.
(55) تا دې په تعجب کې نه اچوي -ای پېغمبره- د منافقانو مالونه او اولادونه، او مه یې ډېر ښه بوله، ځکه چې د دوی د مالونو او اولادونو برخلیک ډېر بد دی، او الله تعالی به ترې دوی لپاره عذاب جوړ کړي په خوارۍ او ستړیا سره چې تر لاسه کوي یې، او په سبب د هغه څه چې نازلېږي کوم مصیبتونه پر دوی باندې، تر دې چې الله تعالی به د دوی روحونه د کفر په حالت کې وباسي، او په تل به د دوزخ په ښکته طبقه کې عذاب ورکول کېږي.
(56) او منافقان تاسو ته قسمونه خوري -ای مومنانو- په دروغو سره: چې له تاسو څخه دي، او دوی په داخل (باطن) کې له تاسو څخه نه دي، اګر که دوی له تاسو څخه ځانونه ښکاره کوي، بلکه دوی داسې یو قوم دی چې وېرېږي چې داسې څه پرې نازل نه شي کوم چې په مشرکانو نازل شوي چې وژل او غلامان ګرځول دي، نو دوی د وېرې له امله اسلام ښکاره کوي.
(57) که چېرې دا منافقان د پناه ځای پېدا کړي چې ځانونه پکې وساتي، او یا په غرونو کې څمڅې بیامومي چې په کې پټ شي، او یا داسې سوړې پېدا کړي چې پکې ننوځي نو هرومرو به دې ځایونو ته پناه یوسي، او په ډېره بېړه به ورننوځي.
(58) له منافقانو څخه ځینې هغه دي چې تا تورنوي -ای پېغمبره- د صدقو په ویشلو کې، کله چې دوی ته هغه څه ونه رسي کوم چې دوی غواړي، نو که چېرې ته ورته هغه څه ورکړې چې دوی یې غواړي نو خوشاله شي، او که هغه څه ورنکړې چې دوی یې غواړي نو نا خوښي څرګندوي.
(59) او که چېرې دا منافقان چې تا د صدقو په ویش باندې تورنوي په هغه څه راضي شي کوم چې الله تعالی دوی ته لازمي کړي دي او کوم چې دوی ته پېغمبر علیه السلام ورکړي دي، او داسي ووایي: الله تعالی زمونږ بس دی، زر دی چې الله تعالی به مونږ ته له خپل فضل څخه څه یې چې خوښه وي راکړي، او زر دی چې د هغه پېغمبر به هم مونږ ته د هغه څه څخه راکړي کوم چې ده ته الله تعالی ورکړي دي، مونږ یوازې الله تعالی ته رغبت کوونکي یو چې له خپل فضل څخه مونږ ته څه راکړي، نو که چېرې دوی دا کار کړی وی نو دا به ورته له دې ډېر غوره وی چې تا تورن کړي.
(60) بېشکه واجب زکات اړینه ده چې په فقیرانو مصرف شي، هغه حاجتمند چې مال ورسره وي د کسب او وظیفې څخه، خو هغه د دوی نه بس کېږي، او نه د دوی په حال کې څخه بدلون راولي، او هغه مسکینان چې نږدې وی چې هېڅ ونلري، او د دوی حال او خبرې له خلکو څخه پټې نه وي، او هغه کارمندان چې امام (حاکم) د زکات راټولولو لپاره ګومارلي وي، او هغه کافران چې په دې (زکات) ورکولو سره اسلام سره مینه پېدا کړي او مسلمانان شي، او یا کمزوري ایمان والاو ته چې ایمان یې پرې قوي شي، او یا هغه چاته چې له شر څخه یې په امن شي، او همدا راز غلامانو ته ورکول کېږي چې آزاد شي، او پوروړو ته چې د اسراف او ګناه له امله نه وي پوروړي شوي، که چېرې د پور پرې کولو وس ونلري، او (زکات) مصرفیږي د الله تعالی په لار کې د مجاهدینو چمتو والي لپاره، او هغه مسافرو لپاره چې خرچه (مصرف) ورسره خلاصه (ختمه) شوې وي، په دوي باندې د زکات مال یوازې د زکات مال مصرفول د الله تعالی لخوا فرض شوي دي، او الله تعالی د بندګانو په مصلحتونو ډېر ښه پوه دی، په خپل تدبیر او شریعت کې د حکمت څښتن دي.
(61) او ځېنې منافقان د الله تعالی پېغمبر په خبرو سره ځوروي، او کله چې د هغه صبر او حوصله وویني نو وایی: دا خو د هر چا خبره اوري او باور پرې کوي، او د حق او باطل تر منځ توپير نه کوي، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- بېشکه پېغمبر له خیر پرته بل څه نه اوري، په الله تعالی باور لري، او په هغه څه باور لري چې ریښتیني مومنان ورته خبر ورکوي، او په همدوی لورینه کوي، ځکه د ده بعثت پر هغه چا لورینه ده چې ایمان یې پرې راوړی دی، او هغه کسان چې پېغمبر علیه السلام ځوروي په هر ډول ځورونې سره نو دوی لپاره دردناک عذاب دی.
(62) منافقان تاسو ته په الله تعالی قسمونه خوري -ای مومنانو- دا چې دوی داسې څه ندي ویلي چې پېغمبر علیه السلام پرې وځوروي، دې لپاره چې تاسو پرې خوشاله کړي، خو الله تعالی او د هغه پېغمبر علیه السلام ډېر غوره دي چې دوی يې په ایمان او نیک عمل سره خوشاله کړي که چېرې دوی ریښتیني مومنان وي.
(63) آیا دا منافقان په دې نه دې پوه چې دوی په دې کار سره د الله تعالی او د هغه د پېغمبر سره دښمني کوي، او څوک چې د دې دواړو سره دښمني کوي نو د قیامت په ورځ به د جهنم اور ته ننوځي او تل به هلته پاتې وي؟! همدا لوی سپکاوی او ستر ذلت دی.
(64) منافقان له دې وېره لري چې الله پر خپل استازي کوم داسې سورت را نازل نه کړي چې پر هغه کفر يې خبر کړي کوم چې هغوی یې په زړونو کې پټوي، اې رسوله ووايه! اې منافقانو خپلو ملنډو او په دين کې عيب ويلو ته ادامه ورکړئ، الله د سورت په را نازلولو او يا د خپل استازي په خبرولو سره د هغه څه را اېستونکی دی چې تاسو يې پټوئ.
(65) او که چېرې ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له دې منافقانو څخه د نیوکو او مومنانو ته د ښکنځلو کولو چې دوی کړې پس له دې چې تا الله تعالی خبر کړي نو دوی به وایي: مونږ په داسې خبرو کې بوخت وو چې ټوکې مو کولې، او مونږ ريښتوني نه وو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: آیا په الله تعالی او د هغه پر آیاتونو او پېغمبر پورې تاسو ټوکې کولې؟!.
(66) تاسو دا دروغ عذرونه مه وړاندې کوئ، ځکه تاسو کفر ښکاره کړی دی، چې ټوکې مو کړې دي پس له دې چې تاسو به پټولې، نو که چېرې ستاسو له یوې ډلې مونږ تېر شو چې منافقت یې پرېښې او ترېنه یې توبه ویستلې او الله تعالی ته یې اخلاص کړی، نو بله ډله به په عذاب اخته کوو چې په منافقت کې پاتې شوي او توبه یې ترینه نده کړې.
(67) منافقان سړي او ښځې د منافقت په حالاتو کې سره یو شان دي، او دوی د مومنانو سره په مقابل کې دي، ځکه چې دوی په بدۍ سره امر کوي، او له نیکیو خلک منع کوي، او په خپلو مالونو بخل (شومتیا) کوي او د الله تعالی په لار کې یې نه مصرفوي، د الله تعالی اطاعت یې پرېښی دی، نو الله تعالی هم له خپل توفیق (توانمندۍ) څخه پرېښودل، بېشکه همدا منافقان د الله تعالی د اطاعت او حقې لارې څخه ګناه او د ګمراهۍ لارې خوا ته وتلي دي.
(68) الله تعالی د منافقانو او کافرانو سره که چېرې توبه و نه باسي د دې ژمنه کړې ده چې دوی به د دوزخ اور کې ننباسي، چې تل به هملته وي، همدا عذاب ورته بس دی، او الله تعالی له خپلې لورینې څخه شړلي دي، او دوی لپاره دائمي او روان عذاب دی.
(69) تاسو -ای د منافقانو ډلې- په کفر او ټوکو کې د مخکینیو دروغجنو امتونو په څېر یاست، هغوی له تاسو څخه زیات توان شتمنۍ او اولاد لرونکي وو، نو له خپلې لیکل شوې برخې چې د دنیا خوندونه او شهوتونه دي ګټه واخیسته، او تاسو هم -ای منافقانو- له خپلې ټاکلې شوې برخې څخه د مخکینو دروغجنو امتونو په څېر ګټه واخیسته، او د حق په دروغجن کولو او پېغمبر علیه السلام تورنولو کې د هغوی په څېر ور ننوتلۍ لکه څرنګه چې هغوی په دروغو او پېغمبرانو تورنولو کې ننوتي وو، همدا د بدو صفاتو خاوندان هغه خلک دي چې کړنې یې بربادې دي د الله تعالی په نزد د کفر له کبله، او همدوی زیانمن دي چې خپل ځانونه یې زیانمن کړي او هلاکت ته یې وړاندې کړې دي.
(70) آیا دې منافقانو ته د هغو دروغجنو قومونو د کړنو خبر ندی راغلی، او د هغه څه چې دوی ته یې سزا ورکړل شوې وه: چې د نوح هود صالح او ابراهیم علیهم السلام قومونه وو، او د مدین خلک وو، او د لوط علیه السلام د قوم کلي وو؛ دوی ته پېغمبران په ښکاره دلیلونو او څرګندو حجتونو سره راغلي وو، پس نه و الله تعالی چې په دوی باندې ظلم وکړي، لیکن دوی پر خپلو ځانونو باندې په الله تعالی باندې په کفر او د پېغمبرانو په دروغجنولو ظلم کړی و.
(71) او مومنان سړي او مومنانې ښځې ځینې د ځینو نورو مددګار او مرستندوی دي؛ ځکه چې ایمان سره یو ځای کړي دي، دوی په نیکیو امر کوي، او په هر هغه څه هم امر کوي چې الله تعالی ته خوښ وي لکه طاعت، توحید او لمونځ، او له بدیو څخه خلک منع کوي؛ او بدي هر هغه څه ته وایي چې د الله تعالی بد راځي چې ګناه ده لکه کفر او سود خوړل، او لمونځ په مکمل ډول ادا کوي، او د الله تعالی طاعت کوي، او د هغه د پېغمبر طاعت کوي؛ د همدې ښایسته صفتونو لرونکي به زر الله تعالی په خپل رحمت کې داخل کړي، بېشکه الله تعالی زورور دی، هېڅ څوک یې نشي مغلوبه کولی، او په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې د حکمت څښتن دی.
(72) الله تعالی د مومنانو سړو او ښځو سره ژمنه کړې چې دوی به د قیامت په ورځ جنتونو ته داخل کړي چې لاندې د قصرونو د هغې څخه ویالې بهېږي چې دوی به پکې تل پاتې اوسېږي، نه هلته مړه کېږي او نه یې نعمتونه پرې کېږي، او الله تعالی ورسره ژمنه کړې چې ښایسته کورونو ته یې داخل کړي چې د اوسېدو ځایونه وي، او د رضا مندۍ ژمنه یې ورسره کړې چې الله تعالې یې پرې نازلوي چې تر ټولو ستر نعمت دی، دا یاده شوې بدله ستره بریا ده چې د دې په څېر بله بدله نشته.
(73) ای پېغمبره! د کافرانو سره په توره جنګ وکړه، او د منافقانو سره په ژبه او دلیل ویلو سره جهاد وکړه، او دواړو ډلو سره سختي کوه؛ ځکه دوی د دې وړ دي، او د دوی ځای د قیامت په ورځ جهنم دی، او ډېر بد ځای د ورتللو دی.
(74) منافقان په دروغو سره په الله تعالی قسمونه خوري: مونږ هغه څه نه دي ویلي کوم چې تا ته رسېدلي دي تا ته د ښکنځلو کولو او ستا د دین د عیب ویلو په اړه، او خامخا په تحقیق سره دوی هغه څه چې تا ته رسېدلي ویلي یې دي چې د دوی د کفر لامل ګرځي، او کفر یې د ایمان د ښکاره کولو وروسته ښکاره کړی دی، او د هغه څه هڅه یې کړې چې د دوی وس پرې بر نه شو، چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د وژلو هڅه کول وو، او د هېڅ شي انکار یې نه کولو مګر د یو شي چې باید انکار یې ونشي هغه چې الله تعالی دوی په هغه څه مالداره کړل چې الله تعالی خپل پېغمبر ته د غنیمت په ډول پېرزو کړي وو، پس که دوی له خپل منافقت څخه الله تعالی ته توبه وباسي نو دوی لپاره به ډېره ښه وي له دې چې په منافقت کې پاتې شي، او که چېرې یې الله تعالی ته له توبې ویستلو څخه مخ وګرځولو نو په دنیا کې به د وژل کېدلو او بندي کېدلو دردناک عذاب ورکړي، او په آخرت کې به په اور د سوځولو دردناک عذاب ورکړي، او د دوی به هېڅ دوست نه وي چې له عذاب څخه یې وژغوري، او نه مددګار چې عذاب ترې لرې کړي.
(75) او ځینې منافقان هغه دي چې د الله تعالی سره یې داسې ژمنه کړې ده: که چېرې مونږ ته الله تعالی د خپل فضل څخه څه راکړل نو مونږ به په اړ خلکو باندې صدقه وکړو، او مونږ به خامخا له هغو نیکانو څخه شو چې کړنې یې سمې وي.
(76) نو کله چې الله تعالی له خپل فضل (مال) څخه دوی ته ورکړ نو په هغو ژمنو یې وفا ونکړه کومې چې دوی د الله تعالی سره کړې وې، بلکه مالونه یې له ځانونو سره بند کړل، او هېڅ یې صدقه نکړل، او د ایمان څخه پر شا وګرځېدل.
(77) نو د دوی سزا دا وګرځېده چې منافقت د دوی په زړونو کې د قیامت تر ورځې پورې کلک پاتې شو، ځکه چې دوی د الله تعالی ژمنه ماته کړه او دروغ یې وویل.
(78) آیا دا منافقان نه پوهېږي چې الله تعالی په هغه چلونو او دوکو چې دوی يې په خپلو غونډو کې پټ کوي ښه پوه دی؟ او دا چې الله تعالی په ټولو پټو ډېر ښه پوه دی؟ پس د دوی د اعمالو څخه هېڅ هم له الله پټ نه دي، او زر ده چې دوی ته به د دې بدله ورکړي.
(79) هغه کسان چې عیب وایي د خیرات کوونکو مومنانو کوم چې لږ شیان خیرات کوي، او هغه کسان چې نه مومي مګر لږ شیان چې د دوی وس وي، نو دوی ورپورې ټوکې کوي او وایي: دا خیرات یې څه ګټه لري؟ الله تعالی دوی پورې ټوکې کوي د دوی د ټوکو په بدل کې چې مومنانو پورې یې کوي، او دوی لپاره دردناک عذاب دی.
(80) ای پېغمبره! دوی ته بخښنه وغواړه، او یا یې مه غواړه، نو که چېرې ته دوی ته اویا ځلې هم بخښنه وغواړې نو د دومره زیاتوالي سره هم دوی د الله تعالی بخښنه نشي تر لاسه کولای؛ ځکه چې دوی په الله او د هغه په پېغمبر کافران شوي دي، او الله تعالی هغو کسانو ته د حق توفیق او وس نه ورکوي چې د ده د شریعت څخه په قصدي ډول وتلي وي.
(81) د تبوک د غزا څخه پاتې شوي منافقان په دې خوشاله شول چې د الله په لار کې د جهاد څخه کیناستل او د پېغمبر علیه السلام مخالفت یې وکړ، او بد یې وګڼل چې د الله په لار کې په مال او نفس باندې داسې جهاد وکړي لکه مومنان یې چې کوي، او خپلو منافقانو ورونو ته یې پداسې حال کې وویل چې د هغوی بندوونکي وو -له جنګ څخه-: تاسو په ګرمۍ کې مه ځئ؛ ځکه چې د تبوک غزا د ګرمۍ په موسم کې وه، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- د جهنم اور چې د منافقانو انتظار کوي له دې ګرمۍ چې دوی ترې تښتي ډېر سخت دی که چېرې پوهېږي.
(82) دا منافقان چې د جهاد څخه پاتې شوي دي ودې خاندي لږ د دنیا په فاني ژوند کې، او ډېر دې وژاړي د آخرت په پاتې ژوند؛ دا د هغه کار بدله ده چې کوم کفر ګناهونه او تېروتنې دوی په دنیا کې کول.
(83) ای پېغمبره! که چېرې ته الله تعالی د منافقانو یوې ډلې ته چې په منافقت کلک دي راوګرځولی، او له تا څخه یې بلې غزا ته له تا سره د وتلو اجازه وغوښتله، نو ته ورته ووایه چې -ای منافقانو- هېڅکله هم له ما سره د الله تعالی په لار کې د جهاد لپاره مه وځئ، دا سزا ده تاسو لپاره، او لدې کبله چې ستاسو په شتون کې له ډېرو تاوانونو او فساد څخه ځانونه وژغورو، پس تاسو د تبوک په غزا کې په پاتې کېدو او ناستو خوښ واست، نو اوس هم تاسو د پاتې شوو کسانو لکه ناروغان، ښځو او کوچنیانو سره پاتې شئ.
(84) ای پېغمبره! پر هېڅ منافق مړي باندې د (جنازې) لمونځ هېڅکله هم مه کوه، او مه د دوی په قبر باندې د بخښنې د دعا لپاره ودرېږه، ځکه چې دوی په الله تعالی او د هغه پر پېغمبر کافران شوي دي، او په داسې حال کې مړه شوي چې دوی د الله تعالی د اطاعت څخه سرغړونه کړې وه، او د چا چې داسې حال وي نو نه پرې (جنازه) کېږي او نه ورته دعا غوښتل کېږي.
(85) ای پېغمبره! د دې منافقانو شتمنۍ او اولادونه دې تا په تعجب کې نه اچوي، بېشکه الله تعالی دوی ته د دنیا په ژوند کې د عذاب ورکولو اراده لري، په داسې ډول چې دوی د دنیا ټولې ستونزې ګالي، او په دنیا کې هر ډول غمیزه ورته رسي، او دا چې د دوی روحونه د کفر په حال کې د دوی د جسدونو څخه وځي.
(86) او کله چې الله تعالی په خپل پېغمبر داسې یو سورت نازل کړي چې پر الله تعالی د ایمان راوړلو او د هغه په لاره کې د جهاد کولو امر په کې شوی وي نو د دوی څخه هغه کسان چې شتمن وي او وس لري له تا څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، او وایي: مونږ پرېږده چې د عذر خاوندانو لکه کمزورو او دائمي ناروغانو سره پاتې شو.
(87) دا منافقان هغه مهال د خپلو ځانونو په ذلت او سپکاوي راضي شول کله چې دوی د عذر خاوندانو سره په پاتې کېدو راضي شوي وو، او الله تعالی د دوی په زړونو باندې د دوی د کفر او نفاق په سبب مهر ولګاوه، نو دوی په هغه څه نه پوهېږي چې د دوی ګټه او مصلحت په کې وي.
(88) هر چې پېغمبر او د ده سره مومنان دي نو هغوی د الله تعالی په لار کې د جهاد څخه د دوی په څېر ندي پاتې شوي، او بېشکه دوی د الله په لار کې په شتمنیو او ځانونو باندې جهاد کړی دی، او د دوی بدله د الله تعالی سره د دنیایي ګټو ترلاسه کول وو لکه بریا او غنیمتونه، او د آخرت ګټې، چې جنت ته ننوتل دي، او د غوښتل شوې بریا ترلاسه کول او د وېرې او ډار څخه ژغورنه ده.
(89) الله تعالی دوی لپاره داسې جنتونه چې د هغې د ماڼیو لاندې ویالې بهېږي چمتو کړي دي چې دوی به هېڅ نه فنا کېږي، دا بدله ستره بریا ده چې بله هېڅ بریا ورته نه رسېږي.
(90) او یوه ډله د مدینې او ګرد چاپېره د بانډچیانو څخه د الله پېغمبر ته په عذرونو باندې راغله؛ دې لپاره چې د الله په لار کې جهاد ته د نه تللو لپاره اجازه واخلي، او یوه بله ډله داسې وه چې بیخي عذر ته هم را نغلل؛ ځکه چې دوی پر پېغمبر علیه السلام باور نه درلوده او د الله تعالی په ژمنو یې ایمان نه درلوده، زر دی چې دوی ته به د دوی د کفر له کبله دردناک عذاب ورسي.
(91) په ښځینه او کوچنیانو او ناروغانو او کمزورو او ړندو او هغه بیچاره ګانو باندې چې دومره مال ونلري چې دې لپاره یې مصرف کړي چې جهاد ته چمتوالی وښایي، په دوی ټولو باندې ګناه نشته چې د جهاد څخه پاتې شي؛ ځکه دوی عذرونه لري، کله چې دوی الله او د هغه پېغمبر ته اخلاص مند وي او د هغه په شریعت عمل وکړي، د داسې عذرونو لرونکي چې نیکو کار وي هېڅ لار د دوی د عذاب لپاره نشته، او الله تعالی د نیک عملو خلکو د ګناهونو بخښونکی دی، او پر دوی مهربانه دی.
(92) او همدا راز په هغو پاتې شوو هم ګناه نشته کوم چې تا ته راغلل -ای پېغمبره- او غوښتنه یې کوله چې دوی په سورلۍ سواره کړې نو تا ورته وویل: زه داسې څاروي نه مومم چې تاسو پرې سواره کړم؛ دوی له تا څخه په داسې حال بېرته وګرځېدل چې د دوی له سترګو څخه د غم اوښکې بهېدلې دا چې دوی داسې څه نه له ځانو سره موندل او نه له تا سره چې دوی یې مصرف کړي.
(93) کله يې چې دا بيان کړه چې پر عذر لرونکو د سزا کومه لاره نشته، هغه کسان يې ياد کړل چې د سزا او نيولو وړ دي؛ نو ويې ويل: د سزا او نيولو لار پر دغو کسانو ده چې له تا څخه ای رسوله! له جهاد څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، حال دا چې هغوی توان لرونکي دي د هغه څه په شتون چې چمتووالی پرې ونيسي، د ځانو لپاره يې رسوايي او سپکاوی خوښ کړي دي، چې په کور کې له پاتې شويو مېرمنو سره پاتې شي، الله يې پر زړونو مهر لګولی چې له نصيحته نه اغېزمن کيږي، هغوی د دغه مهر له امله په هغه څه نه پوهيږي چې په څه کې يې ګټه ده؛ ترڅو يې غوره کړي او په څه کې يې تاوان دی څو ترې ډډه وکړي.
(94) له جهاده پاتې کېدونکي منافقان مسلمانانو ته د هغوی له جهاده د بېرته راتلو پر مهال کمزوري عذرونه وړاندې کوي، الله خپل نبي او مؤمنانو ته پر هغوی د رد توجيه ورښايي: د درواغو عذرونه مه کوئ، موږ هيڅکله په هغه څه کې تاسو رېښتيني نه ګڼو چې پرې خبر مو کړو، بېشکه الله ستاسو له زړونو په لږ څه موږ خبر کړو، ژر به الله او د هغه رسول وګوري: چې آيا تاسو توبه وباسئ چې الله مو توبه قبوله کړي او يا خپل نفاق ته مو دوام ورکوئ؟ بيا هغه الله ته ورځئ چې پر هر څه پوهيږي؛ نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې کول مو او پر هغه به سزا درکړي؛ نو د توبې اېستلو او ښه کار لوري ته بيړه وکړئ.
(95) دغه وروسته پاتې کېدونکي به د خپلو باطلو عذرونو د تاکيد لپاره پر الله لوړې کوي کله چې تاسو راوګرځئ ای مؤمنانو! تر څو د هغوی له ملامتولو او هغوی ته د پېغور ورکولو څخه لاس په سر شئ، هغوی د غوسه کوونکي د پرېښودو غوندې پرېږدئ او ترې لرې شئ، بېشکه هغوی پليتۍ دي باطني چټلتياوې دي، د ورتلو ځای يې دوزخ دی، د هغوی د کړي نفاق او ګناهونو بدله ده.
(96) دغه وروسته پاتې کېدونکي به تاسو ته ای مؤمنانو! لوړې کوي، ترڅو تاسو ترې راضي شئ او د هغوی عذرونه ومنئ؛ نو له هغوی مه راضي کېږئ، که چېرې تاسو له هغوی راضي شوئ؛ نو د خپل پالونکي مخالفت مو وکړ، ځکه هغه له داسې قوم څخه نه راضي کيږي چې په کفر او نفاق د هغه له پيروۍ وتونکی وي، نو وډار شئ ای مسلمانانو! د هغه چا څخه په راضي کېدو چې الله ترې نه راضي کيږي.
(97) د صحرا خلک که کفر وکړي يا نفاق وکړي، د هغوی کفر د ښار د خلکو تر کفر سخت وي، نفاق يې د دغو خلکو تر نفاق سخت وي، هغوی زيات وړ دي د دې چې پر دين پوهه ونلري او زيات نږدې دي چې پر فرائضو، سنتو، او د هغو احکامو پر ضوابطو پوه نه وي چې الله يې پر خپل رسول نازل کړي دي، ځکه په هغوی کې جفا(په ژوند کې سختي) ټينګوالی او د اختلاط کموالی دی، الله د هغوی پر حال ښه پوه دی له هغوی هيڅ ترې پټ نه دي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی.
(98) او له صحرا مېشتو منافقانو ځينې باور لري چې کوم مال د الله په لار کې لګوي، هغه زيان او تاوان دی، ځکه هغوی ګومان کوي چې که يې ولګوي بدله يې نه ورکول کيږي او که يې وګرځوي الله سزا نه ورکوي، خو له دې سره يې کله ناکله د ځان ښوونې او ځان ساتنې په موخه لګوي، او اې مؤمنانو هغوی د د دې په انتظار دي چې کوم شر درباندې را نازل شي، نو درڅخه خلاص شي، هغوی چې د کومې بدې پايلې شر او زمانې ګرځېدو هيله لري چې پر مؤمنانو دې راشي، هغه پر همدوی راتلونکي دي، نه پر مؤمنانو، الله د هغه څه اورېدونکی دی چې هغوی يې وايي، پر هغه څه پوه دی چې هغوی يې پټوي.
(99) د صحرا له اوسېدونکو ځينې پر الله ايمان لري او د قيامت پر ورځ ايمان لري، هغه څه چې د الله په لار کې يې لګوي ښېګڼې ګرځوي الله ته پرې نېږدې کيږي د رسول صلی لله عليه وسلم د دعا او د ځان لپاره د هغه د بښنې غوښتولو وسيله يې ګرځوي، خبر اوسئ د الله په لار کې د هغه لګښت او د رسول دعا د الله په وړاندې د هغه لپاره ښېګڼې دي چې له الله سره به يې بدله ومومي د الله لخوا په خپله هغه پراخه لورېينه کې په ننه اېستلو سره چې بښنې او جنت ته يې شامله ده، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
(100) له مهاجرينو هغه کسان چې لومړی يې ايمان ته بيړه کړې ده، له خپلو کليو او وطنونو يې الله ته هجرت کړی دی، له انصارو هغه کسان چې د الله د پېغمبر صلی الله عليه وسلم مرسته يې کړې ده او هغه کسان چې په ايمان کې يې د لومړنيو مهاجرينو او انصارو په عقیده ویناوو او کړنو کې پيروي په ښه توګه کړې ده، الله له هغوی څخه راضي دی؛ نو د هغوی پيروي يې قبوله کړې ده او هغوی له الله څخه راضي دي چې لويه بدله يې ورکړې ده او د هغوی لپاره يې داسې جنتونه چمتو کړي چې تر ماڼیو لاندې يې نهرونه بهيږي، تل به پکې اوسېدونکي وي، دغه بدله لويه بريا ده.
(101) او د صحرا له اوسېدونکو منافقانو چې ښار ته نېږدې دي او له ښاري منافقانو ځينې پر نفاق ولاړ دي او ثابت پرې پاتې شوي دي، ته پر هغوی نه پوهېږې ای پېغمبره! الله داسې ذات دی چې پر هغوی پوهيږي، زر به دوه ځلې سزا ورکړي: يو ځل په دنيا کې د هغوی د نفاق په ښکاره کولو، د هغوی په وژلو او بندي کولو سره، بل ځل په آخرت کې د قبر په عذاب سره، بيا به ورګرځول کیږي د قیامت په ورځ لوی عذاب ته چې د اور تر ټولو لاندې برخه کې دی.
(102) له ښاري خلکو بل قوم داسې دی چې پرته له عذره له غزا پاتې شول، پر خپلو ځانو يې اقرار وکړ چې هغوی لره کوم عذر نه و، د درواغو عذرونه يې را نه وړل، خپل پخواني نېک اعمال چې د الله پيروي کول، پر حکمونو يې ټينګ درېدل او د هغه په لار کې جهاد کول دي له ناروا کار سره ګډوډ کړل، له الله څخه هيله لري چې توبه يې قبوله کړي او ترې تېر شي، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
(103) ای رسوله! د هغوی له مالونو زکات واخله، چې د سرغړونو او ګناهونو له پليتۍ يې پاک کړې او نيکۍ يې ورزياتې کړي، له هغوی څخه يې تر اخېستو وروسته دعا ورته وکړه، بېشکه ستا دعا د هغوی لپاره لورېينه او ډاډ دی، الله ستا د دعا اورېدونکی دی، د هغوی پر کړنو او نيتونو ښه پوه دی.
(104) له جهاده پاتې کېدونکي او الله ته توبه اېستونکي دې پر دې پوه شي چې الله د خپلو ورګرځېدونکو بندګانو توبه قبلوي او د هغوی صدقې قبلوي حال دا چې هغه ترې بې پروا دی او صدقه ورکوونکي ته يې په صدقه بدله ورکوي او هغه پاک ذات د هغه چا توبه قبلونکی دی چې له بندګانو يې توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
(105) ای رسوله! ووايه دغو له جهاد پاتې کېدونکو او له خپلې ګناه توبه وېستونکو ته: د هغه زيان جبران وکړئ چې درڅخه پاتې شوی و، کړنې مو الله ته ځانګړې کړئ، داسې کارونه وکړئ چې هغه پرې راضي شي، الله د هغه رسول او مؤمنان به مو کړنې وويني، د قيامت په ورځ هغه پالونکي ته مو ورګرځئ چې پر هر څه پوهيږي، پر هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او پر هغه څه چې تاسو يې ښکاره کوئ، پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول او د هغو سزا به درکړي.
(106) د تبوک له غزا پاتې کېدونکو څخه بل داسې قوم دی چې هغوی لره کوم عذر نه و، دغه کسان وروسته کړل شوي دي د هغوی په اړه د الله پرېکړې او حکم ته، چې د هغوی په اړه به د هغه څه پرېکړه وکړي چې يې وغواړي، يا به سزا ورکړي که هغه ته توبه ونه باسي، او یا به يې وبښي که توبه وباسي، الله پر هغه چا ښه پوه دی چې څوک يې د سزا وړ دي او څوک يې د بښنې، په خپل حکم او تدبير کې د حکمت څښتن دی او دغه کسان ربيع زوی د مراره، او مالک زوی د کعب او اميه زوی د هلال دي.
(107) له منافقانو همدارنګه هغه کسان دي چې جومات يې پرته د الله له پيروۍ د بلې موخې لپاره جوړ کړ، بلکې مسلمانانو ته د زيان رسولو لپاره، د کفر د څرګندوالي لپاره د منافقانو په پياوړي کولو سره، د مؤمنانو تر منځ دبېلوالي لپاره او د هغه چا د چمتووالي او انتظار لپاره چې له جومات جوړولو مخکې يې له الله او د هغه له پېغمبر سره جنګېدلي دي، هرومرو به دغه منافقان تاسوته لوړې کوي: چې موږ يوازې پر مسلمانو د نرمۍ هوډ لرو، الله شاهدي ورکوي چې هغوی درواغجن دي په خپله دغه دعوی کې.
(108) د کوم جومات چې دا حال وي، ای پېغمبره! د منافقانو په بلنه په هغو کې لمونځ مه کوه، ځکه د قباء جومات چې له پېله یې بنسټ پر تقوا اېښودل شوی غوره دی چې ته پکښې لمونځ وکړې تر دې چې په هغه جومات کې لمونځ وکړې چې بنسټ يې پر کفر اېښودل شوی دی، د قبا په جومات کې داسې خلک دي چې دا خوښوي ترڅو له بې اودسيو او پليتيو په اوبو او له ګناهونو په توبه او استغفار ښه پاک شي، او الله له بې اودسيو، پليتيو او ګناهونو پاکوونکي خوښوي.
(109) آيا برابر دی هغه څوک چې د جومات بنسټ يې له الله څخه پر داسې وېره اېښی وي چې د هغه د امرونو پرځای کول، له نواهيوو يې ډډه کول او په ښو کړنو کې په پراخۍ يې د الله خوښي ترلاسه کول وي له هغه چا سره چې جومات يې مسلمانانو ته د زيان رسولو، د کفر د پياوړي کولو او مؤمنانو ترمنځ اختلاف پيداکولو په موخه جوړ کړی وي؟ هيڅکله دا دواړه نشي برابرېدلای، د لومړي بنسټ پياوړی، ټينګ دی چې د لوېدو وېره يې نشته، او د دغه بېلګه داسې ده لکه څوک چې ځای جوړ کړي د کندې پر غاړه؛ هغه کنده ورانه شي او هغه ځای ولويږي، هغه ودانۍ يې د دوزخ په تل کې پرې ور ونړيږي، الله هغه قوم ته توفيق نه ورکوي د کفر، نفاق او نورو کړنو له امله ظالمان وي.
(110) کوم جومات چې هغوی جوړ کړی و تل ضرر و د هغوی په زړونو کې د ثابت شک او نفاق له امله، تردې چې زړونه يې د مرګ او په توره د وژلو له امله پرې شي، الله د خپلو بندګانو پر کړنو ښه پوه دی، پر خير او شر د بدلې ورکولو په پرېکړه کې د حکمت څښتن دی.
(111) بېشکه الله پاک له خپل لوري د پېرزوينې په توګه له مؤمنانو يې نفسونه اخېستي دي سره له دې چې هغوی د الله ملکيت دي، په لوړه بيه جنت سره، کله چې د الله د کلمې د لوړوالي په موخه له کافرانو سره جنګيږي، کافران وژني او کافران هغوی وژني، الله په دغه سره رېښتينې ژمنه ورسره کړې ده په تورات د موسی په کتاب، انجيل د عيسی عليهما السلام په کتاب او قرآن د محمد صلی الله عليه وسلم په کتاب کې، او تر الله زيات د ژمنې پوره کوونکی نشته؛ نو خوښ او خوشحاله اوسئ ای مؤمنانو! ستاسو پر هغه بيعه چې له الله سره مو کړې ده، لويه ګټه مو پکښې کړې ده او دغه بيعه لويه بريا ده.
(112) د دغې بدلې ترلاسه کوونکي خلک هغه کسان دي چې له هغه څه را ګرځېدونکي دي چې الله نه دي خوښ کړي او بد يې ګڼلي، هغه څه ته چې الله يې خوښوي او پرې راضي کيږي، هغه کسان دي چې الله ته د عاجزۍ او وېرې له امله سرټيټي شوي دي؛ نو د هغه په پيروۍ کې يې کوښښ کړی دی، په هر حالت کې د خپل پالونکي ستاينه کوونکي دي، روژه نيوونکي، لمونځ کوونکي دي، پر هغه څه امر کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول پرې امر کړی دی، له هغه څه منع کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول ترې منع کړې ده، په پيروۍ سره د الله د حکمونو او په ډډه کولو د هغه له نواهيوو ساتونکي دي، ای رسوله! هغو مؤمنانو ته چې پر دغو صفتونو متصف دي د هغه څه خبر ورکړه چې په دنيا او آخرت کې يې خوشحاله کوي.
(113) د نبي او مؤمنانو لپاره په کار نده چې له الله څخه د مشرکانو لپاره بښنه وغواړي که څه هم هغوی يې له خپلوانو وي، وروسته له دې چې دوی ته ښکاره شوه چې دوی دوزخيان دي، پر شرک د مړه کېدو له امله.
(114) د ابراهيم د خپل پلار لپاره بښنه غوښتل يوازې د دې له امله و چې له هغه سره يې د بښنې غوښتلو ژمنه کړې وه، په دې هيله چې مسلمان شي،خو کله چې ابراهيم ته څرګنده شوه چې پلار يې دالله دښمن دی له نصحيت څخه د ګټې نه پورته کولو له امله او يا د وحې له لارې؛ پوه شو چې هغه به کافر مري؛ نو ځنې بېزاره شو، او د هغه لپاره بښنه غوښتل يو اجتهادي امر و نه د الله د هغه حکم مخالفت چې ورته وحې شوی و، بېشکه ابراهيم عليه السلام، الله ته ډېر عاجزي کوونکی، زيات بښونکی او خپل ظالم قوم ته(د هغوی له تېریو) ورتېرېدونکی دی.
(115) الله د کوم قوم د لار ورکۍ پرېکړه نه کوي وروسته تر دې چې د لارښوونې توفيق يې ورکړی وي، ترڅو يې ورته هغه ناروا شيان نه وي بيان کړي چې ډډه کول ترې واجب دي، که هغوی ترسره کړي هغه څه چې پرې حرام کړل شوي دي وروسته د حرمت له بيانولو يې؛ نو د هغوی د لار ورکۍ پرېکړه کوي، بېشکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه څه پټ نه دي او تاسو ته يې هغه څه در وښودل چې تاسو پرې پوهېدئ.
(116) بېشکه الله لره د آسمانونو او ځمکې ملکيت دی، هغه لره پکښې شريک نشته، له هغه څخه په هغو دواړو کې څه پټ نه دي، ژوندی کوي د چا چې ژوندي کول وغواړي او مړ کوي هغه څوک چې مرګ يې وغواړي، او تاسو لره ای خلکو! له الله پرته کوم دوست نشته چې ستاسو چارې يې په لاس کې وي او نه کوم مرستندوی شته چې له تاسو څخه د بدۍ مخه ونيسي او د دښمن پر وړاندې مو مرسته وکړي.
(117) بېشکه الله د نبي محمد صلی الله عليه وسلم توبه قبوله کړه کله يې چې منافقانو ته د تبوک له غزا د پاتې کېدو اجازه ورکړه، د هغو مهاجرو او انصارو توبه يې قبوله کړه چې د تبوک له غزا څخه نه وو پاتې شوي، بلکې هغوی د تبوک په غزا کې د سختې ګرمۍ، تنګ لاسۍ او د دښمن د زياتوالي سربېره د نبي صلی الله عليه وسلم پيروي وکړه، وروسته تردې چې نږدې و له هغوی د يوې ډلې زړونه مایل شي، د غزا د پرېښودو تکل يې کړی و، په هغې کې د لويې سختۍ له امله، بيا الله د ثابت پاتې کېدو او غزا ته د وتلو توفيق ورکړ او د هغوی توبه يې قبوله کړه، بېشکه هغه پاک ذات پر هغوی پېرزو کوونکی او مهربان دی او د هغه له لورېينې هغوی ته د توبې توفيق ورکول او له هغوی منل دي.
(118) او بېشکه الله د هغو دريو توبه قبوله کړه: چې مالک زوی د کعب، ربيع زوی د مراره اميه زوی د هلال وو، دا هغه کسان وو چې له توبې قبلیدو څخه وروسته پاتې کړای شول او د هغوی توبه قبلېدل وروسته کړای شول، وروسته تردې چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تبوک ته له وتلو پاتې شول؛ نو نبي صلی الله عليه وسلم خلکو ته له هغوی څخه د بېلېدلو امر وکړ، هغوی ته پر دغه، کړاو او غم ورسېد، تر دې چې ځمکه د پراخۍ سربېره پرې تنګه شوه او د رسيدلي وحشت له امله يې سينې تنګې شوې، پوه شول چې هغوی لره د پناه ځای نشته چې پناه وروړي خو يوازې الله دی، پر هغوی يې لورېينه وکړه د توبې د توفيق په ورکولو سره، بيا يې د هغوی توبه قبوله کړه، بېشکه هغه د خپلو بندګانو توبه قبلوونکی او پر هغوی مهربان دی.
(119) ای هغو کسانو چې پر الله، د هغه پر رسول مو ايمان راوړی او پر شريعت مو يې عمل کړی له هغه وډار شئ د حکمونو پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو سره او له رېښتينو سره شئ دهغوی په ايمان، ويناوو او کړنو کې يې، تاسو لره له رېښتينولۍ پرته بله د خلاصون لاره نشته.
(120) د مدينې د خلکو او د هغوی چاپېر د صحرا اوسېدونکو لپاره روا نه ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه سرغړونه وکړي، کله چې هغه په خپله جهاد ته وځي، هغوی لره روا نده چې پر خپلو ځانونو بخل وکړي او د نبي صلی الله عليه وسلم څخه يې وساتي بلکې پر هغوی لازم دي چې خپل ځانونه د هغه صلی الله عليه وسلم له نفسه قربان کړي، ځکه هغوی لره نه رسيږي کومه تنده، ستړيا، لوږه د الله په لار کې او نه هغوی په کوم ځای کې ښکته کيږي چې شتون يې د کافرانو د غوسې لامل وي، يا نه ورته رسيږي د دوښمن لخوا وژنه، بندي کېدل، ولجه کېدل او يا ماتې خوړل خو دا چې هغوی لره پر دغه، الله د ښه کار بدله ليکلې ده چې له هغوی يې قبلوي، بېشکه الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې بشپړه يې ورکوي.
(121) هغوی نه لږ لګښت کوي او نه ډېر، او نه له کوم ناو(شېلې) تيريږي، خو دا چې هغوی لره هغه څه ليکل کيږي چې ترسره کړي يې دي له لګښت او سفر څخه، ترڅو الله هغوی ته پرې بدله ورکړي او په آخرت کې يې د هغو ښو کړنو بدله ورکوي.
(122) د مؤمنانو لپاره په کار نه ده چې ټول جګړې ته ووځي، څو يو مخ له منځه ولاړ نشي که چېرې دښمن يې پرې برلاسی شي، ولې يوه ډله له هغوی د جهاد لپاره ونه وتله، بله ډله به له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پاتې شوې وه او د قرآن او شريعت په حکمونو به يې په دين کې پوهاوی ترلاسه کړی و چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم يې آوري او خپل قوم به يې په هغه څه وېرولی و چې زده کړي يې دي، کله چې هغوی ته راوګرځي، په دې هيله چې د الله له سزا او کړاو وډار شي؛ نو د هغه حکمونه به يې منلي وو او له نواهيوو به يې ډډه کړې وای. دا په هغو جنګونو کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به شاوخوا لېږل او له خپلو اصحابو به يې يوه ډله ورته غوره کوله.
(123) الله مؤمنانو ته له هغو کافرانو سره د جنګ امر کړی دی چې له هغوی سره نېږدې دي، ځکه هغوی د مؤمنانو لپاره خطر ګرځي هغوی ته د نېږدېوالي له امله، همدارنګه يې امر ورته کړی چې ځواک او سختي ښکاره کړي د هغوی د وېرولو او شر د دفع کولو لپاره، الله تعالی په خپله مرسته او تاييد له ځان ساتونکو مؤمنانو سره دی.
(124) کله چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم سورت نازل شي؛ نو له منافقانو ځينې د ملنډو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي: دغه نازل شوی سورت چې محمد راوړی تاسو ته د ايمان له پلوه څه در زيات کړل؟ نو هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه رسول يې رېښتونی ګڼلی، هغوی ته د سورت نازلېدو، مخکيني ايمان ته ايمان ور زيات کړی او هغوی پر هغه وحي خوشحاله دي چې نازله شوې ده، ځکه په هغو کې يې دنيوي او اخروي ګټې دي.
(125) خو کوم چې منافقان دي؛ نو د قرآن د حکمونو او کيسو نازلېدل هغوی ته ناروغي او خباثت ور زياتوي، د هغه څه د دراوغ ګڼلو له امله چې نازليږي، د قرآن د نازلېدو په زيادت د هغوی د زړونو ناروغي زياتيږي، ځکه کله چې هم څه نازلېدل هغوی پکښې شک کوی او پر کفر مړه شول.
(126) آيا منافقانو د الله لخوا په ازموينه د پند اخېستونکو په توګه ونه کتل چې په کال کې يې يو يا دوه ځلې حال بربنډیږي؟! بيا پر دې د پوهېدو سربېره چې الله پر هغوی د دغه څه کوونکی دی هغه ته له خپل کفره توبه نه وباسي، له خپل نفاقه نه لاس په سر کيږي او نه له دې پند اخلي چې پر هغوی څه راغلل او هغه د الله لخوا وو.
(127) کله چې الله پر خپل رسول صلی الله عليه وسلم کوم داسې سورت نازل کړي چې په هغو کې د منافقانو د حالاتو يادونه وي، له منافقانو ځينې ځينو ته په دې ويلو وګوري: آيا څوک مو ويني؟ که چېرې يې څوک ونه ويني، له مجلسه ولاړ شي، خبر اوسئ الله د هغوی زړونه له لارښوونې او ښېګڼې ګرځولي دي او هغوی يې خوار کړي دي ځکه هغوی داسې قوم دی چې نه پوهيږي.
(128) بېشکه تاسو ته ستاسو له جنسه رسول راغی چې ستاسو غوندې عرب دی ای د عربو خلکو! پرې سخت دي هغه څه چې پرتاسو سختيږي، سخته لېوالتيا يې ستاسو په لارښوونه کې ده او تاسو ته يې پاملرنه ده، او هغه په ځانګړي ډول پر مؤمنانو ډېر زړه سوانده اومهربانه دی.
(129) که چېرې هغوی درڅخه مخ واړوي او په هغه څه ايمان را نه وړي چې تا راوړي دي؛ نو ورته ووايه ای رسوله! ما ته هغه الله بسنه کوي چې له هغه پرته پر حقه بل معبود نشته، يوازې پر هغه مې باور کړی دی او هغه پاک ذات د لوی عرش رب دی.