(1) الله پر حرام ښار چې مکه مکرمه ده لوړه وکړه.
(2) او ته ای رسوله! ازاد یې پدې ښار کې چې څه کوې، د چا په وژلو چې د وژلو مستحق وي او یا یې په بندي کولو د هغه چا چې د بندي کولو مستحق وي.
(3) او الله د بشر پر پلار لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې د هغه له نسل کوم اولاد پيداشوی دی.
(4) پرته له شکه انسان مو په ستړيا او سختۍ کې پيداکړی، ځکه په دنيا کې ډېرې ستونزې ګالي.
(5) آيا انسان دا ګومان کوي چې کله هغه ګناهونه کوي پر هغه به هيڅوک هم برلاسی نه شي او غچ به ترې وانخلي، او که څه هم د هغه خپل پالونکی وي؟!.
(6) وايي به: زښته ډېر مال مې ځينې د ځينو له پاسه ولګولو.
(7) آيا هغه څوک چې پر لګولو وياړي دا ګومان کوي چې الله يې نه ويني؟! او دا چې په خپل مال کې به حساب نه ورسره کوي چې له کوم ځايه يې ترلاسه کړ او په څه کې يې ولګوی؟!.
(8) آيا هغه لره مو دوې سترګې نه دې ورکړې چې پرې ويني؟.
(9) او يوه ژبه او دوې شونډې چې پرې غږيږي؟!
(10) او هغه ته مو د خير لاره او د باطل لاره ښودلې ده؟!.
(11) او له هغه غوښتل شوي و چې له هغه پېچومي واوړي چې له جنت څخه يې بېلوي؛ قطع يې دې کړي او ترې تېر دې شي.
(12) او اې رسوله! تاته څه معلومه ده چې هغه پېچومی څه دی چې له هغو په تېرېدلو سره جنت ته ننوځي؟!.
(13) هغه د يو نارينه يا ښځينه غلام آزادول دي.
(14) او يا د لوږې په ورځ خواړه ورکول دي چې د خوړو شتون کم وي.
(15) داسې ماشوم ته چې پلار يې مړ وي، له هغه سره خپلوي هم ولري.
(16) او يا داسې بې وزله ته چې هيڅ هم ونه لري.
(17) بيا له هغو کسانو وي چې پر الله يې ايمان راوړی وي او ځينو يې ځينو ته پر پيروۍ کولو او له ګناهونو څخه په ډډه کولو او ستونزو پر زغملو وصيت کړی وي او ځينو يې ځينو ته د الله پر بندګانو د مهربانۍ وصيت کړی وي.
(18) پر دغو صفتونو متصف خلک همدوی د ښي اړخ څښتنان دي.
(19) او هغه کسان چې زموږ پر رسول زموږ لخوا د را نازل کړل شويو آيتونو څخه يې نټه کړې ده همدوی د چپ لاس څښتنان دي.
(20) پر هغوی به د قيامت په ورځ اور را تړل شوی وي چې پکې عذابيږي به.