92 - Al-Lail ()

|

(1) الله پر شپه لوړه وکړه کله چې هغه په خپله تياره هغه څه پټوي چې د اسمان او ځمکې ترمنځ دي.

(2) او په ورځ يې لوړه وکړه کله چې هغه ښکاره او څرګنده شي.

(3) او د دوو ډولونو: نارينه او ښځينه وو په پيدايښت يې لوړه وکړه.

(4) اې خلکو! پرته له شکه ستاسو عمل مختلف دی، ځينې نېکۍ دي چې جنت ته د ننوتلو لامل دي او ځينې بدۍ دي چې اور ته د ننوتلو لامل دي.

(5) او چا چې هغه څه ورکړل چې لګول يې لازم دي؛ لکه زکات، خيرات او کفاره، او له هغه څه يې ځان وساتلو چې الله ترې منع کړی دی.

(6) او د الله کړې ژمنه یې رېښتيا وبلله( چې الله به هغه څه ورکوي چې ژمنه یې ورسره کړې ده).

(7) نو نېک عمل او د الله په لار کې لګښت به ورته اسانه کړو.

(8) او چاچې پر خپل مال بخيلي وکړه چې په کوم څه کې يې لګول واجب و په هغو کې يې ونه لګاوه، او پر خپل مال له الله څخه بې پروا شو او د الله له پېرزوينې يې څه ونه غوښتل.

(9) او الله چې د ښه ځای ناستي او د الله په لار کې پر مال لګولو کومه ژمنه کړې ده هغه يې درواغ وګڼله.

(10) نو هغه لره به بد کار اسانه کړو، او د ښه کار ترسره کول به ورته سخت کړو.

(11) او له هغه څخه به يې هغه مال چې بخيلي يې پرې کړې وه هيڅ شی ترې ايسار نه کړي کله چې هغه تباه شي او اور ته ننوځي.

(12) پرته له شکه پر موږ لازم دي چې د حق او باطل لارې بيان کړو.

(13) او پرته له شکه چې د آخرت ژوند موږ لره دی او د دنيا ژوند هم موږ لره دی، په دواړو کې چې څنګه غواړو تصرف کوو، او له موږ پرته دا بل هيچا لره هم نه دي.

(14) اې خلکو! تاسې مو له بلېدونکي اور څخه وېرولي ياست که چېرې تاسې له الله څخه سرغړونه وکړئ.

(15) د دغه اور ګرمي به يوازې هغه تر ټولو بدمرغه انسان زغمي چې هغه کافر دی.

(16) هغه څوک چې هغه څه يې درواغ وګڼل چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی و، او د الله د امرونو له منلو يې مخ واړولو.

(17) او له هغه (اوره) به د خلکو ډېر پرهېزګاره ابوبکر رضي الله عنه په څنګ کړل شي.

(18) هغه چې خپل مال د نېکيو او له ګناهونو څخه د پاکوالي په لارو کې لګوي.

(19) او له خپل مال څخه چې څه لګوي د دې لپاره يې نه لګوي چې د هغه چا بدله پرې ورکړي چې پر هغه يې احسان کړی وي.

(20) خپل مال يوازې د دې لپاره لګوي چې د هغه پالونکي خوښي يې ترلاسه کړي چې پر مخلوق يې لوړ دی.

(21) او ژر ده چې هغه به پر هغه څه راضي شي چې الله کومه عزتمنه بدله ورکوي.