(1) الله د ورځې پر لومړۍ برخه لوړه وکړه.
(2) او پر شپه يې لوړه وکړه، کله چې تياره شي او خلک له خوځښته پکې آرامه شي.
(3) اې رسوله! پالونکي دې نه پرې اېښی يې او نه يې بد اېشېدلی يې، لکه مشرکان چې وايي، کله چې وحي ( د يوڅه مودې لپاره) قطع شوه.
(4) او هرو مرو ستا لپاره آخرت تر دنيا غوره دی؛ ځکه هلته داسې تلپاتې نعمتونه دي چې نه ختميږي.
(5) او ژر به تاته او امت ته دې دومره لویه بدله درکړي، چې پر هغه څه به راضي شې چې تاته او ستا امت ته يې ورکړي دي.
(6) او پرته له شکه ته يې کوچنی داسې وموندلې چې پلار دې مړ و، نو تا لره يې هستوګنځی درکړ، داسې چې ستا نيکه عبدالمطلب يې درباندې مهربانه کړ، بيا ستا تره (کاکا) ابوطالب.
(7) او په داسې حال کې يې وموندلې چې نه دې کتاب او نه دې ايمان پېژندلو، نو له دغه يې هغه څه دروښودل چې نه پرې پوهېدلې.
(8) او بې وزله يې وموندلې؛ نو شتمن يې کړلې.
(9) نو له هغه چا سره سخته معامله مه کوه چې پلار يې په کوچنيوالي کې له لاسه ورکړی وي او مه يې سپکوه.
(10) او اړ سوالګر مه رټه.
(11) د الله د نعمتونو شکر وباسه او ښکارندويي يې کوه.