96 - Al-Alaq ()

|

(1) اې رسوله! هغه څه ولوله چې الله يې درته وحي کوي؛ د خپل هغه پالونکي پر نوم پيل کوه چې ټول مخلوقات يې پيداکړي دي.

(2) او انسان يې د ټينګې وينې له ټوټې پيداکړ وروسته تردې چې هغه نطفه و.

(3) اې رسوله! ولوله هغه څه چې الله يې درته وحي کوي، او ستا هغه ډېر مهربانه پالونکی چې هيڅ کرم د هغه کرم ته نه شي رسېدلی، او هغه ډېر سخاوت او احسان والا دی.

(4) هغه ذات چې خط او ليکل يې په قلم ور وښودل.

(5) انسان ته يې هغه څه وروښودل چې نه پرې پوهېدلو.

(6) په رېښنيا چې انسان بې لارې دی لکه ابوجهل چې په تېري کولو سره د الله له پولو واوخت.

(7) له دې امله چې هغه کومه مرتبه او مال لري د هغو له امله بې پروايي وکړي.

(8) اې انسانه! پرته له شکه ستا پالونکي ته د قيامت په ورځ ورګرځېدل دي؛ نو هر څوک چې د څه وړ دی د هغو بدله به ورکړي.

(9) ايا د ابوجهل ډېر حيروانوونکی حالت دې ليدلی چې ايسارول کوي.

(10) زموږ بنده محمد صلی الله عليه وسلم چې کله له کعبې سره لمونځ کوي.

(11) آيا ته وينې که هغه ايسارل کړل شوی د خپل پالونکي له لوري پر لارښوونه او بصيرت وي؟!.

(12) او يا هغه خلکو ته له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو امر کوي، آيا دا ډول سړی بايد منع کړل شي؟!.

(13) آيا پام دې دی که دغه ايساروونکی هغه څه درواغ وګڼي چې رسول ورسره راغلی او مخ ترې واړوي، آيا هغه له الله څخه نه وېريږي؟!.

(14) آيا دغه له لمانځه څخه ايساروونکی بنده نه پوهيږي چې الله هغه څه ويني چې هغه يې کوي، له هغه هيڅ هم نه پتيږي؟!.

(15) امر داسې نه دی لکه دغه ناپوه چې فکر کړی، که چېرې زموږ د بنده له آزارولو او درواغجن ګڼلو را ونه ګرخي، هرومرو به يې اور ته په سختۍ سره کش کړو پداسې حال کې چې د سر له مخکېنۍ برخې به یې راونیسو.

(16) د دغه تندي څښتن په وينا کې درواغجن، په عمل کې تېروتی دی.

(17) نو هغه مهال چې اور ته د سر له مخکېنۍ برخې را ونيول شي، خپل ملګري او د مجلس ياران دې راوبولي چې مرسته ترې وغواړي ترڅو يې له اوره وژغوري.

(18) ژر ده چې موږ هم له سختو پرېښتو څخه د دوزخ چوکيدارانې را وغواړو چې د الله له امر څخه سرغړونه نه کوي، د کوم څه امر چې ورته وکړي، او هغه څه کوي چې امر ورته کيږي، نو بيا دې وګوري چې کومه ډله زياته پياوړې او ځواکمنه ده.

(19) امر داسې نه دی لکه دغه ظالم چې فکر کړی چې تاته به کوم زيان ورسوي، نو په امر او نهي کې يې پيروي مه کوه، او يوازې الله ته سجده کوه، او هغه ته په پيرويو نېږدې شه، ځکه دغه طاعات هغه ته څوک نېږدې کوي.