97 - Al-Qadr ()

|

(1) پرته له شکه موږ په پيل کې ټول قرآن يوځای د دنيا اسمان ته پر نبي صلی الله عليه وسلم د رمضان له مياشتې څخه د قدر په شپه را نازل کړ.

(2) اې نبي! ته څه پوهېږې چې په دغه شپه کې کوم خير او برکت دی؟

(3) دغه شپه د لوی خير شپه ده، چې تر زرو مياشتو غوره ده څوک چې د ايمان لرلو او ثواب په نيت پکې عبادت وکړي.

(4) په هغې کې پرېښتې او جبرئيل عليه السلام د خپل پالونکي په اجازه د هر هغه کار ترسره کولو لپاره را کوزيږي چې الله يې په دغه کال کې د کېدو پرېکړه کړې وي هغه که روزي وي، که مرګ، که د چا پيداکېدل او که داسې نور څه وي چې الله ټاکلي دي.

(5) دغه مبارکه شپه ټوله خير ده له پيل څخه د سهار تر راختلو پورې.