113 - Al-Falaq ()

|

(1) 113-1 (اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم

(2) 113-2 د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى

(3) 113-3 او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي

(4) 113-4 او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي

(5) 113-5 او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي