86 - At-Taariq ()

|

(1) 86-1 قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي

(2) 86-2 او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟

(3) 86-3 ځلېدونكى ستورى دى

(4) 86-4 نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته

(5) 86-5 نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟

(6) 86-6 دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى

(7) 86-7 چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي

(8) 86-8 بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى

(9) 86-9 په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي

(10) 86-10 نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى

(11) 86-11 قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى

(12) 86-12 او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده

(13) 86-13 بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده

(14) 86-14 او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده

(15) 86-15 بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول

(16) 86-16 او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول

(17) 86-17 نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه